نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان دتجزيي پیلامه: اربکي جوړول - دمرکزي حکومت دځواکمندتيا مخ ډبونه
و.افغان
29.01.2009
http://eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1197&catid=47&Itemid=1197
ارمان
اوباما سم وايي چې د تغيير لپاره به کار کوي. د امريکا لپاره ښايي مثبت تغيير، خو د افغانانو لپاره يوه بله بلا.
دا دی ورو-ورو د دې تغيير څېره را څرګندېږي.
نيويارک ټايمز د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ د ۲۸مې نېټې په ګڼه کې د اوباما د ادارې د لوړپوړو چارواکو له خولې ليکلي چې دوی به د بوش د ادارې د تګلارې په خلاف، په افغانستان کې د بيا رغونې پر ځای جګړه خپل هدف وګرځوي، او دا چې امريکا به د مرکزي حکومت پر ځای د افغانستان له ولايتي چارواکو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي.
دا کار همدا اوس هم روان دی، بلکې شوی دی. په هر ولايت کې يې د والي څنګ ته، او آن د بېلابېلو مهمو رياستونو د مشرانو او آن په ځينو ولسواليو کې د ولسوالانو تر څنګ همدا اوس هم د امريکا سلاکاران موجود دي. نه خطا شوم، بلکې د هېواد اصلي واکداران موجود دي. هره ورځ د دوی وظيفه داده چې والي او نورو سيمه ييزو مشرانو ته ووايي چې نن څه وکړي او څه ووايي. [يو امريکايي سرتېری د افغانستان له ارزښتونو نه د دفاع په حال کې!]
که امريکا د اربکي ځواک رامنځته کول وغواړي، سبا همداخبره په پکتيکا کې د يو ولسوال او په خوست کې د والي له خولې رسنيو ته رسوي.
د دې پلان سريزه د بوش د واکمنۍ پر مهال د LGCD = Local Governance and Community Development په بڼه اېښودل شوې وه. د دې پروژې له مخې چې کوم کسان په ولاياتو کې ګمارل شوي همدا يې کار دی چې په مستقيمه توګه په سيمه ييزو چارو کې د امريکايي حکومت استازيتوب وکړي.
د اوباما د ادارې لوړپوړو چارواکو نيويارک ټايمز ته دا هم ويلي چې دوی له کابل سره د اړيکو پر ځای له ولايتونو سره مستقيمآ اړيکې ټينګې کړي او خپل اوامر پلي کړي.
ستاسي په اند دا د افغانستان د اشغال تر څنګ د افغانستان د تجزيې او د يوه هيواد پر ځای د ۳۴ دولتونو د را مينځته کولو او يا لږ تر لږه په څو ټوټو د افغانستان د وېشنې يوه هڅه نه ده؟
ايا دا هماغه د 'بېل کړه اېل کړه' امريکايي بڼه نه ده؟
که د تجزيې هڅه نه وي، نو ستاسي په اند د څه شي هڅه ده؟
په درنښت
و.افغان
30.01.2009
ستميانو، ملي ضد جبهي، اومجرم جنايتکارانو بالآخره خپل بل پاس کړ.
هغه دملالۍ جويا خبره مې را په ياد شوه، چې پارلمان ته يي دغوايانو غوجل ويلي وو.
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=23328
دافغانستان کورنیوچارو وزیر که دکابل ښار...؟
دافغانستان ولسي جرګې داسې یوقانون تصویب کړی چې له مخې یې یوازې دکابل پولیس دکورنیوچارووزیرترامرلاندې پاتې اودولایتونوپولیس به دوالیانوامرمني.
په دې سره خودکورنیوچارو وزیریوازې دکابل ښارقوماندان پاتې کېږي.
ددې ماناداشوه چې دکورنیوچارو وزیر دټول هېوادپه کچه دامنیت په اړه مسولیت نه لري.
دیادونې ده چې ددې لیکنې موخه دکوم ځانګړي کس ملاتړ نه دی اونه هم زه دچادواپړ یم، یوازینۍموخه مې داده چې وښیم ولی په لوی لاس دهېواداداري سیستم ړنګول کېږي اوموږ ترکستان ته روان یو؟
ښايي نوربه بل ډول فکرکوي خوزه ددغه قانون تطبیق ګټورنه ګڼم.
له دې قانون څخه څه ډول اخیسته کېدی شي؟
یوه فرضیه خوداده چې په افغانستان کې یوزوړناوړه دود داهم ؤچې که به کوم چارواکی دچانه خوښېده اوپه مخامخ ډول به یې دهغه لرې کولوته زړه نه ښه کاوه، هغه اداره به یې له دولتي اډانې څخه وایستله اوکه به دکوم بهرني ځواک دفشارله امله پرهغه چارواکي زورنه رسېده نوبیابه یې دهغه صلاحیتونه راکم کړل.
دبیلګې په توګه له ډېرې پخوازمانې په افغانستان کې و لایتونه دکورنیوچارووزارت په تشکیل کې وو، خوکله چې روسانوپرافغانستان یرغل وکړاوپه خلق اوپرچم کې یې خپل ګوډاګیان په یوه اوخور وتړل، سره له دې چې دوی په خپلوکې چاړه اوغوښه وو، خودروسانوپه امریوشول خوله زړه نه، چې له کیسوخلک خبردي. ببرک اړچې روسانودکابل پرتخت کیناوه نواړه ؤدروسانوپه امر دنوروپه خواکې سیدمحمدګلاب زوی هم دکورنیوچارو وزیر په توګه وزغمي، ده ته هم بله لاره نه وه پاتې نوځکه خویې دسیمه ییزوارګانونوپه نوم اداره جوړه اووالیان یې دکورنیو چارو وزات له تشکیل څخه وایستل.
دغه کاراوس هم شوی دی.
بله فرضیه داده چې دااوسنی قانون به ترډېره دملي جبهې په نوم ټلواله چې دیوشمېرجنګي جنایت کارانواودلنډغروډلې ورکې راټولې شوي، دهېوادتجزیې په اړه دستراتېژۍ یوه برخه وي.
دملي جبهې ؟؟؟!!! موخې مالومې دي چې دوی خوپه ټوله کې ترهرڅه لومړی ددولت جوړونې په لارکې یوازې تېږې نه اچوي بلکې کمرونه رارغړوي.داځکه چې که په افغانستان کې دقانوني اوحقوقي دولت ستنې ټینګې شي نوبیاخوددوی ځای
دغرغرې له کړۍ بل ځای نه دی.
بله داچې ددوی ستراتېژي دهېوادتجزیه ده چې په لومړي ګام کې فدرالي سیستم جوړوي.
په دې لارکې تاکتیک دهېوادریاستي نظام په پارلماني نظام اړول دي.
بله داچې دوی وايي والیان دې انتخابي شي.داله ولس سره دزړه خوږي له مخې نه چې ګنې انتخابي والیان به خکوته ښه کار وکړي بلکې پردې پوهېږي چې دامریکائیانو او اوسنۍ کمزورې ادارې له برکته ددوی داړه ماران په ولایتونو کې ښه چاغ شوي اوپه هره وسیله چې وي یوشمېرولایتونه په خپل کنترول کې راووستلی شي اویوځل یې چې دغه کاروکړ نوبیابه یې دچاپلار هم پرخپل ځای کېنه نوي. هلته خوبه په قانوني ډول
دولایت واګي ددوی په لاس کې وي.
داچې اوس ددې قانون له مخې پولیس دوالي ترامرلاند ې وي اووالي هم قوماندان عطاوي نوبیادې کرزی یاکوم بل څوک مزارشریف ته ورشي؟
بله داچې والي صیبان به بیانودخپلوولایتونوپولیسودادلون بدلون ، جلب اوجذب واک هم ولري چې په دې سره به دوی ځانګړی پوځ جوړاوخپل خپلوان، قومیان، دداړې اندیوالان ورکې راټول اوڅه چې یې غوښتي وي هغه به کوي.
که دابیادملي ضدجبهې کارنه وي نودوکیلانوپه سرکې خوبه له ماغزوپرته ښايي نورهرڅه وو دوی څنګه دغه ډول قانون تصویباوه؟ دوی فکرنه کاوه چې دهېوادبیلابیلوسیموناامنیوپه اړه به له چاپوښتنه کوي؟ له والیانو؟ له څووالیانو؟
هغه هم چې ډېروکیل صیبان ؟! خوکری ورځ یاپه شخصي کارونوپسې ورک وي، یابهرته دساعت تېرۍ، بزنس ...اونورو له پاره تللي وي ، ځینې نورچې موجودوي بیاپه غونډوکې بیغمه خپل خوب وهي، نوله والیانوڅخه به دپوښتنې له پاره ښه وخت پیداکړي؟
ښايي په ځینونوروهېوادوکې به داډول وي اوکه نه ؟ زه نه پوهېږم ، خوله کومه ځایه چې افغاني ټولنه پېژنم داکارله زیان پرته ګټه نه لري.
مشرانوجرګې اوجمهوررئس باید ددغه قانون تصویب مخه ونیسي، که داسې ونه شول نوبیادې هغه دچاخبره ورته ټینګ شي.
م. شمشاد