د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرحد ايالت رسماً په پښتونخوا واووښت

pattang
29.01.2009

سرحد ايالت رسماً په پښتونخوا واووښت

د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

سرحد ايالت رسماً د دغه ايالت د حكومت له خوا په پښتونخوا واووښت.
په پاكستان كي تر د تېر كال تر پارلماني انتخاباتو وروسته، چي په پښتونخوا يالت كي د عوامي نيشنل ګوند په مشري حكومت جوړ سو، په پښتونخوا د سرحد ايالت د نومولو وړانديز د پاكستان د پارلمان له خوا ومنل سو.
د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني هم د پښتونخوا ايالت په دغه نامه منلى دئ.
د پښتونخوا ايالتي حكومت نن د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو له رسنيو او دولتي ادارو څخه د سرحد پر ځاى د پښتونخوا د كارولو غوښتنه كړې ده.

د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي په لراوبر افغانستان او ټوله نړۍ کي هر يوه پښتون ورور او پښتنې خور ته له دې امله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او د ټولو هغو اشخاصو په ځانګړې توګه د عوامي نيشنل پارټۍ د ټولو مسولينو او درانه مشر اسفنديار ولي خان څخه د زړه له کومي مننه کوي چي ددې تاريخي خدمت په ترسره کولو کي يې مخامخ يا نا مخامخ برخه اخستې ده .

په دې هيله چي په نژدې راتلونکې کي د بلوچستان صوبې لپاره د ( افغانيه ) نوم غوره او ومنل سي .


عبدالله صابر
30.01.2009

ښاغلئ پتنګ ښايی داخبر ناسم وي ٠

سوات مهم دى که پښتونخوا؟ لیکنه : عبدالهادي حیران
پنجشنبه, 29.01.2009, 08:33pm (GMT+4)

عبدالهادي حېران

په دې وروستيو کې چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري يو ځل بيا دې ته
لېوالتيا وښوده(دا معلومه نده چې ريښتيا يې هم زړه داسې دى که هسې ډرامې جوړوي) چې د دغه هېواد د پښتنو د ايالت نوم به پښتونخوا کېږدي نو نه يواځې په ټول پاکستان بلکې افغانستان او بهرنۍ نړۍ کې هم د دې نوم په سر له څو لسيزو راهيسې راروان بحث يو ځل بيا تود شو. د ځينو وېبپاڼو او گرځنده تليفونونو د پېغامي خبري سرويس د غلطو، مشکوکو او نامسئولو سرچينو په حواله د ناتاييد شويو راپورونو د خپرولو له امله خو ځينې خلکو دا فکر وکړ چې گوندې د ايالت نوم په رسمي توگه پښتونخوا ايښودل شوى دى او د گردې نړۍ نه که ډېرو يارانو د تليفون او برېښناليک له لارې مبارکيانې راکولې نو ځينو ځينو دا پوښتنه هم کوله چې دا خبره څومره حقيقت لري. خېر، دغه خو مونږ منو چې د پښتو وېبپاڼو (او ځينو ورځپاڼو هم) خبري سرويس لا دومره مسلکي شوى ندى چې د بشپړه مسئوليت تمه ترې وکړاى شي او مبارکيانې ورکوونکي هم ملامت ندي ځکه چې د پښتو او پښتونولۍ په جذبه ماړۀ دغه ځوانان دې ډول خبرونو ته دومره خوشحالېږي چې که درواغ هم وي خو دوى پرې په دې تمه باور کوي چې ځه که خداى يې ريښتيا وخېژوي

http://www.taand.com/news/index.php?mod=article&cat=مقالېتبصرې&article=9509


Ajmal Mastan
02.02.2009

پښتونستان انشاء الله دیر ژر په "طالبستان" تبدیلزی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more