د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هر مسلمان دې ولولي!

عبدالله صابر
28.01.2009

دټول افغان لومړي مخ څخه

هر مسلمان دې ولولي!
حفيظ الله جمال كويټ

samoon_s2000@yahoo.com

ايا! تاسو د خپلو خويندو ميندوپه غم نه دردېږئ؟
ايا ! لاسونو كې مو بنګړي اچولي ؟
ايا ! نران نه ياست؟

ايا ! مسلمانان نه ياست ؟
ايا ! د قيامت په ورځ به د الله (جل جلاله) مخ ته نه ودرېږئ؟
ايا ! تاسو بيت المقدس خپله قبله نه بولئ؟
ايا ! ټول مسلمانان سره داسې نه دي لكه يو جسد؟
ايا ! ته د هغې مسلمانې خور آواز نه اورې، چې وايي ما باندې
امريكايان په ورځ كې څوارلس ځله جنسي تيرى كوي او ته د بې غمۍ
په خوب ويده يې؟
ايا ! تا د بې رحمه امريكايانو بمبارئ هېرې كړې، چې د ناوې او زوم
په ګډون يې د سور سالو په ځاى ورته په ټول واده د وينو سور څادر
وغوړاوه؟
ايا ! تا د كابل بې ګناه خلك ونه ليدل چې امريكني بدماشان يې په رڼا
ورځ په ګاډو ور وختل؟
ايا ! ته د ګوانتانامو او د باګرام د بندي خويندو، علماؤ، حافظانو،
او د وطن د تنكيو ځلميانو اوازونه نه اورې چې د بې رحمه
امريكايانو لخوا ځوريږي؟
ايا ! تا دې خپل هېوادوال ونه ليدل چې په هره مظاهره، هر بمبار
كې په لسګونو تنه ووژل شول او لا هم وژل كېږي؟ د دې بې ګناه
افغانانو د وينو هيڅ قدر و قيمت نشته؟
ايا ! تا ونه ليدل چې دې امريكايانو او يهودو زمونږ د خوږ پېغمبر
صل الله عليه وسلم بې عزتي او بې حرمتي وكړه؟
ايا ! تا ونه ليدل چې زمونږ پاك كتاب (قران) يې په ګندګيو كې
وغورځاوه او په مرميو وويشت؟
ايا ! اسلامي حكومت همداسې وي، چې مسلمان خپله مسلماني
پرېږدي او بغېر د سزا او جزا څخه عيسويت يا نصرانيت ته واوړي؟
(لكه مرتد عبدالرحمن) او يا اسلامي دين او اسلامي احكامات
تحريف كړي؟ (لكه غوس زلمى).
ايا ! اسلامي حكومت او خپلواك حكومت همداسې وي، چې د يو
هېواد اولسمشر دې امريكايانو ته زارۍ كوي چې زمونږ په هېواد
والو بمباري مه كوئ؟
ايا ! خپلواكه ملي اوردو همداسې وي، چې په څو، څو واره د امريكا
يي داړه مارانو لخوا بمبار شي او په مړي يې څوك جنازه هم ونه كړي؟
ايا ! د اسلامي حكومت قاضي همداسې وي چې د خپل هېواد د ازادۍ
په خاطر دې د يو سپېڅلي مجاهد په سر د اعدام (مرګ) سزا وركړي؟
ايا ! تاسو د علماء سوء په ويناګانو او بې دليله فتواګانو غوليدلي نه ياست؟
ايا ! دقران په تا سو همدومره حق دى چې په يوه مظاهره اكتفاء وكړئ؟
ايا ! د اسلامي دولتونو نومونه تش په نوم اسلامي دولتونه نه دي،
كه اسلامي وي ولې په دې ټولو اسلامي شعائرو يې سترګې پتې كړي؟
ايا ! د اسلامي دولت فرهنګيان همداسې وي، چې يو مور دې د خپل
ځوى د كفن پيسې نه لري، هره ورځ دې بې ګناه مسلمان قتل كېږي،
هره ورځ دې په بې دفاع اولسونو د قيامت ورځ تېرېږي او دا دې سرې
شونډې او ګودرونه ستايي؟
ايا ! د يو اسلامي هېواد امنيت او اسلاميت همداسې وي چې امريكايي
پليتان دې په توره شپه د كور په انګړ كې د يوې عزتمندې خور په عزت
لوبې كوي؟ او بې غيرته ګوډاګيان (ميلي اوردو) دې بيا هم د امريكايانو
په خدمت كې لګيا وي او د يوې مظلومې مور شور او فرياد دې نه اوري؟
ايا ! دموكراسي د انګرېز پليت قانون نه دى؟ چې د خپل سپېڅلي
اسلام نه مو اړوي؟
ايا ! زمونږ ټول واك د غلامانو په اصطلاح د ميلمنو “امريكايانو
” په لاس كې نه دى؟
ايا ! تجار همداسې وي چې د بې رحمه پليتو امريكايانو وسلې
او مهمات دې د خپلو سپېڅلو بچيو د مرګ او وژنې لپاره
د امريكايانو اډو ته انتقال كړي؟
ايا ! تاسو د سپېڅلي قران پاك دا ايت نه دى اورېدلى چې الله
جل جلاله فرمايي: (يا ايهاالذين امنوا لا تتخذالكافرون اولياء
من دون المؤمنين) ترجمه ( اى د ايمان والاو مه نيسئ كافران
په دوستۍ سره، غير د مسلمانانو نه).
ايا ! د يو مستعمره شوي هېواد په مسلمانانو باندې د وطن
د ازادۍ په خاطرجهاد كول، داسې فرض نه دي لكه
لمونځ او روژه؟
ايا ! په دې پوهېږئ چې د يو فرض عين حكم د نه ادا كولو په
صورت كې څه سزا ده؟
ايا ! دا هماغه زمانه نه ده چې پاك پېغمبر صلى الله عليه وسلم
يې په اړه فرمايلي دي: ( چې د اسلام نه به سكروټه جوړه شي،
كه لاس كې يې نيسې سوځېږې او كه غورځوې يې كافر كېږې).
هو! هر مسلمان چې ځانته مسلمان وايي د دې ټولو سوالونو په
ځواب ښه پوهېږي، خو زه دې مسلمانانو ته وايم چې هر مسلمان
دې په خپل ګرېوان كې فكر وكړي چې په پورتنيو سوالونو باندې
يې تر كومه پورې عمل كړى.
او په ظاهره خو د مسلمانانو حال دا څرګندوي چې په سلو كې اويا
فيصده مسلمانانو خپل مسؤليت نه دى ادا كړى او په دې اويا
فيصده مسلمانانو كې پنځوس فيصده بالعكس د كفارو په
خدمت كې لګيا دي.
او دا ټول هغه څېزونه دي چې د جهاد پورې تړلي دي، نو ټول مسلمانان
بايد د زړه له كومې د مجاهدينو سره مرسته او كومك وكړي، ترڅو
د حشر په ورځ د الله جل جلاله په وړاندې مختورن نه شي او د هغه
دردوونكو عذابونو څخه ځان وژغوري.
مجاهدين د مسلمانانو پوځ او اردو ده چې په ټوله نړۍ کې بايد
مسلمانان ورسره مرسته وکړي کنه نو د مسلمانانو د ښمنان به
د نړۍ په هره برخه کې د خپلو پليتو پوځونو او بمونو په زور
له مسلمانانو سره زور زياتى همداسې جاري ساتي . مسلمانان
بايد خپل ځان وپېژني او خپل دښمن هم .


Ghairat
29.01.2009

هر مسلمان دې ولولي!
حفيظ الله جمال كويټ

samoon_s2000@yahoo.com

ايا! تاسو د خپلو خويندو ميندوپه غم نه دردېږئ؟
ولې نه ؟

ايا ! لاسونو كې مو بنګړي اچولي ؟

چاته وايې؟؟

ايا ! نران نه ياست؟
دا څه وايې؟؟؟

ايا ! مسلمانان نه ياست ؟

توبه وباسه، الحمد ل الله مسلمانان یو!

ايا ! د قيامت په ورځ به د الله (جل جلاله) مخ ته نه ودرېږئ؟

حتمأ

ايا ! تاسو بيت المقدس خپله قبله نه بولئ؟

لومړی وه، اوس بیت الله شریف قبله ده!
خو ستاسې ددې خبرې ځواب ستاسې خپله دا پوښتنه ده
چې په جزئي تغیر سره یې درته دلته لیکم :
ايا ! د عربي دولتونو نومونه تش په نوم اسلامي دولتونه
نه دي، كه اسلامي وي ولې په دې ټولو اسلامي شعائرو
يې سترګې پتې كړي؟

ايا ! ټول مسلمانان سره داسې نه دي لكه يو جسد؟
ورونه دی، خو دعربي دولتونو له باره ظاهرأ ورونه هم
نه پریښي

ايا ! ته د هغې مسلمانې خور آواز نه اورې، چې وايي ما
باندې امريكايان په ورځ كې څوارلس ځله جنسي تيرى
كوي او ته د بې غمۍ په خوب ويده يې؟
مونږ یې اورو، ورته ځوریږو او تیري کونکوته په غصه یو،
خو عرب یې لکه چې نه اوري

ايا ! تا د بې رحمه امريكايانو بمبارئ هېرې كړې، چې د
ناوې او زوم په ګډون يې د سور سالو په ځاى ورته په ټول
واده د وينو سور څادر وغوړاوه؟

نه !،ورته په غصه یو!

ايا ! تا د كابل بې ګناه خلك ونه ليدل چې امريكني بدماشان
يې په رڼا ورځ په ګاډو ور وختل؟
ومو لیدل، ولې نه، مظلوم خلک د شمالي ټلوالې ، په تیره د
رباني د تنظیم ددسیسې اوامریکايي پوځیانوقرباني شول۰

ايا ! ته د ګوانتانامو او د باګرام د بندي خويندو، علماؤ،
حافظانو، او د وطن د تنكيو ځلميانو اوازونه نه اورې چې
د بې رحمه امريكايانو لخوا ځوريږي؟

څنکه یې نه اورم؟

ايا ! تا دې خپل هېوادوال ونه ليدل چې په هره مظاهره،
هر بمبار كې په لسګونو تنه ووژل شول او لا هم وژل كېږي؟
د دې بې ګناه افغانانو د وينو هيڅ قدر و قيمت نشته؟
ومې لیدل،اود وینوقیمت یې له هرچا زیات له مونږ سره لوړ دی!

ايا ! تا ونه ليدل چې دې امريكايانو او يهودو زمونږ د
خوږ پېغمبر صل الله عليه وسلم بې عزتي او بې حرمتي وكړه؟
ومې لیدل، خدای دې ددوی بی حرمتي وکړي

ايا ! تا ونه ليدل چې زمونږ پاك كتاب (قران) يې په ګندګيو
كې وغورځاوه او په مرميو وويشت؟
خدای به دوی په ګندګیوکې وغورځوي او په مرمیو دې
سوري سوري شي!

ايا ! اسلامي حكومت همداسې وي، چې مسلمان خپله مسلماني
پرېږدي او بغېر د سزا او جزا څخه عيسويت يا نصرانيت ته واوړي؟
(لكه مرتد عبدالرحمن) او يا اسلامي دين او اسلامي احكامات
تحريف كړي؟ (لكه غوس زلمى).
نه !
ايا ! اسلامي حكومت او خپلواك حكومت همداسې وي، چې د يو هېواد
اولسمشر دې امريكايانو ته زارۍ كوي چې زمونږ په هېوادوالو
بمباري مه كوئ؟
خپلواک حکومت داسې نه وي، اسلامي هم نه،خو خوتاسې له
ISI څخه خپله اود لرې پښتونخوا خپلواکي نه غواړئ نو بیا
خو به په همدې خپل منطق نه خپلواک یاست اونه مسلمانان ؟

ايا ! خپلواكه ملي اوردو همداسې وي، چې په څو، څو واره
د امريكايي داړه مارانو لخوا بمبار شي او په مړي يې
څوك جنازه هم ونه كړي؟
نه،هیڅکله نه،خو CIAاو ISI دواړو تابع جنګیالي
د ملت دوښمنان دي !

ايا ! د اسلامي حكومت قاضي همداسې وي چې د خپل
هېواد د ازادۍ په خاطر دې د يو سپېڅلي مجاهد په سر د
اعدام (مرګ) سزا وركړي؟
نه،هیڅکله نه !
ايا ! تاسو د علماء سوء په ويناګانو او بې دليله فتواګانو
غوليدلي نه ياست؟
سؤ اوناسؤ علمأ په دې سره بیلیږي چې نه دISI اونه د CIA
تابع وي ،خودداسې علما میندل به ډیره سخت شي ۰ نو
یوه بلا دې بلې ته نه وايي چې باوو
ايا ! دقران په تا سو همدومره حق دى چې په يوه
مظاهره اكتفاء وكړئ؟
نه، قرآن په مونږنامحدود حق لري!
ايا ! د اسلامي دولت فرهنګيان همداسې وي، چې يو مور دې
د خپل ځوى د كفن پيسې نه لري، هره ورځ دې بې ګناه مسلمان
قتل كېږي، هره ورځ دې په بې دفاع اولسونو د قيامت ورځ
تېرېږي او دا دې سرې شونډې او ګودرونه ستايي؟
نه،هیڅکله نه،خو د CIAاو ISI ګوډاګیان دواړه د
ستايني نه دي۰

ايا ! د يو اسلامي هېواد امنيت او اسلاميت همداسې وي چې
امريكايي پليتان دې په توره شپه د كور په انګړ كې د يوې عز
تمندې خور په عزت لوبې كوي؟ او بې غيرته ګوډاګيان (ميلي
اوردو) دې بيا هم د امريكايانو په خدمت كې لګيا وي او د يوې
مظلومې مور شور او فرياد دې نه اوري؟
نه،هیڅکله نه !

ايا ! دموكراسي د انګرېز پليت قانون نه دى؟ چې د خپل
سپېڅلي اسلام نه مو اړوي؟
عامه دموکراسي نشته، اقسام لري، له لیبرالې غربي
هغې سره ملي او اسلامي ولسواکي ډیر توپیر لري!
اسلامي بیعت د انتخاباتو، اسلام امر د شورا اومشورې
په اړه د جمهوریت لومړني بنسټونه دي چې په عام سري اوآزادو
انتخاباتو او ملي شوری په تقنیني ځواک سره پیاوړي کیږي
او بښپړتیا ته رسیږي!
نو وروره دغه آیا آيا دې ډیر بیځایه کارولی!

ايا ! زمونږ ټول واك د غلامانو په اصطلاح د ميلمنو “امريكايانو”
په لاس كې نه دى؟ هو نوموړيبه د بادار غلامان وي خو د همغه بادار
د غلامانو غلامان نه دي!

ايا ! تجار همداسې وي چې د بې رحمه پليتو امريكايانو وسلې
او مهمات دې د خپلو سپېڅلو بچيو د مرګ او وژنې لپاره د
امريكايانو اډو ته انتقال كړي؟
[color=white:8406a41252]چې نیشه د استبداد لري په سر کې ۰۰۰ ماته یودی

که مغول دی که افغان:
که یې د CIA اډو ته انتقالوي او که یې د ISI اډو ته ! [/color:8406a41252]

ايا ! تاسو د سپېڅلي قران پاك دا ايت نه دى اورېدلى چې الله جل
جلاله فرمايي: (يا ايهاالذين امنوا لا تتخذالكافرون اولياء من
دون المؤمنين) ترجمه ( اى د ايمان والاو مه نيسئ كافران په د
وستۍ سره، غير د مسلمانانو نه).
آیا نتیجه یې دا نشوه چې نه یواځې د کافرانو، بلکې د کفارو د غلام
غلامی هم مه کوئ !
ايا ! د يو مستعمره شوي هېواد په مسلمانانو باندې د وطن د
ازادۍ په خاطرجهاد كول، داسې فرض نه دي لكه لمونځ او روژه؟
بالکل ، خو لره پښتونخوا ستا وطن چې چا درڅخه مستعمره کړی
غلامی یې کوې که په ضد یې باید وجنګیږې ؟ که باید وجنګیږي
له ۱۸۹۸ راهیسې ورسره څو واره جنګیدلی یې ؟ او آیا همدا اوس
هم د ISI غلام نه یې پاتې ؟

ايا ! په دې پوهېږئ چې د يو فرض عين حكم د نه ادا كولو په صورت كې
څه سزا ده؟
ظاهرأ خو له ۱۸۹۸ راهیسې دې دغه حکم مات کړی ، نو که لومړی خپله
سزا و ټاکئ بده به وي ، زما په اند خو باید CIAاو ISI دواړو غلامان
محاکمې ته راښکل شي او د یوداسې ملی اسلامي ولسواک حکومت
رامنځته شي چې هم د
CIAاوهم د ISI ګوډاګیان محکمې ته راکاږي ، هود KGB ګوډاګیان هم !
نور بیا !
ايا ! دا هماغه زمانه نه ده چې پاك پېغمبر صلى الله عليه وسلم يې په
اړه فرمايلي دي: ( چې د اسلام نه به سكروټه جوړه شي، كه لاس كې
يې نيسې سوځېږې او كه غورځوې يې كافر كېږې). هو! هر مسلمان
چې ځانته مسلمان وايي د دې ټولو سوالونو په ځواب ښه پوهېږي ۰
بالکل همغه زمانه ده اوتر ټولو ښه ځواب افغان سید جمال لدین
ویلی چې :
[color=blue:8406a41252]چیرې چې مسلمانان دي متاسفانه هلته اسلام نشته،
اوچیرې اسلام شته متاسفانه هلته مسلمانان نشته![/color:8406a41252]
[color=red:8406a41252]په بل عبارت داسې وخت راغلی چیرې چې د مسلمانۍ
ادعا کلکه ده او خلک ځانونه د اسلام په نامه وژني،متاسفانه هلته
اسلام نشته! او بر عکس چیرې چې د اسلامي ژوند اصول پلي شوي
متآسفانه هلته د اسلام دین نشته![/color:8406a41252]
په درنښت!


عبدالله صابر
29.01.2009

کله چي په افغانستان کښ روسان دافغانانوپه بي دريغه قربانيومات شول نو isi اود
هغوګوډاګيانوبريتونه تاوول چي روسان دوی مات کړل او اوس چي بياهم ناټواو
امريکا دماتي درشل ته ايله څوقدمه پاتي ده نود isi ګوډاګيان خوره شوي اوغواړي
ددي لوی کفري طاقتونودماتي افتخارله افغانانو واخلي اوisi ته يی وګټي ، دا
کسان که څه هم ښکاره isi مخالفت کوي خوولي بيا د همدي مخالفت په پلمه افغاني
افتخارات په isi خرڅوي اودisi شهرت لپاره شپه ورځ پکارلګيا دي چي له نيکه مر
غه به ددوی داډول تبليغات په مجاهدينوکوم تاثير ونه لري ،اونه به په دي بريالي
شي چي افغاني افتخارت isi ته منسوب کړي ٠
کاروان روان دی ٠٠٠


Ghairat
29.01.2009

[quote]
کله چي په افغانستان کښ روسان دافغانانوپه بي دريغه
قربانيومات شول نو isi اود هغوګوډاګيانوبريتونه تاوول
چي روسان دوی مات کړل او اوس چي بياهم ناټواو
امريکا دماتي درشل ته ايله څوقدمه پاتي ده نود isi
ګوډاګيان خوره شوي اوغواړي
ددي لوی کفري طاقتونودماتي افتخارله افغانانو
واخلي اوisi ته يی وګټي ،[/quot

په دې ډول منښته (اعتراف) کوئ څومره چې جهادي
تنظیمونه د isi د کنترول لاندې جنګیدل لږتر لږه هومره
طالبان هم د isi په امر او قومانده جنګیږي !
ولې isi پورې د طالبانو تړاو ځړاو تر مجاهدینو
هم زیات دی :
تنظیمونوته نړیوالې مرستې د isi په لاس ویشل کیدلې،
خو له طالبانو سره د لویدیځ مرستې نشته، صرف پاکستان
او د ځینو عربي هیوادو چې هغه هم پاکستان په خپل نامه ور
تماموي، نو طالبان د isi سخت مرهون او ورپورې تړلي دي!
او بیا د طالبانو د قدرت تیره دوره ټ،له د isi کارنامه وه طالب
هغه جیرې هیرولی شي اوددې مرهونیت یو ښکاره ثبوت دادی :
سره له دې چې امریکایانود پاکستان له هوايي ډګرونو څخه هوايي
الوتنې وکړې او طالبان یې بمبار کړل، د عبدالسلام په کچه دیبلو
ماتان یې هم په ګواتانامووسپارل خو د طالب رهبري تر آخره پورې
د پاکستان او isi په وړاندې مرجوړا او چپه خوله
پاتې ده! دوی یې همدغسې روزلي او صرف د پنجشیر نیولوته
یې شیبې شمیرلې چې د ډیورن کرښه هم پرې لاسلیک کړي! په
دې کې شک نشته چې شمالي ټلواله به په دې خوشاله وای چې
isi د پنجشیر نیولوته صبر نه وای کړی اود ډیورن کرښه یې په
ملا عمر لاسلیک کړی وای!
که دوی پوهیدای چې طالب به د ۱۱ سپتمبر د پیښو په لړکې د
ومره ژر را پرځي نو شک نشته چې دا امضا به یې هم ترې
اخیستې وای! له طالب سره دومره ملاتړ د isi
له پاره صرف د ډیورن د منخوسې کرښې د لاسلیک کولو
له پاره دی اودنور افغانستان کنترولول د طالبانو په 
وسیله هم ورته مهم دي خوشتراتیژیکي اولویت نه لري
ځکه ډاډه کیدای نشي چې طالبان به افغانستان تل کنترول
کړای شي، خو لره پښتونخوا پرې په یوځل د تل له
پاره پلورلی شي!
نوګرانه عبدالله خان صابره وروره ددومره ستر هدف په 
وړاندې دامریکا یانو اوروسانو د شړلو ویاړ د isi له پاره
هېڅ اهمیت نه لري، د هغوی هدف پښتونخوا له ستوني
تیرول او د افغانستان غلامول دي، نه د افغانستان د آزادۍ
د ګټلوویاړ،هغوی ته یې د افغانستان آزادول  څه چې
ویاړ به پرې کوي؟
هغوی ته دافغانستان ورانول د ویاړ موضوع وه اوده :
ودې دې نه لیدل کله چې نوازشریف پارلمان ته په څومره 
ویاړ او تمطراق سره وویل چې د افغانستان داسې اردومې
ړنګه کړه چې په سیمه کې یې ساری نه درلود،
نور له مانه څه غواړئ؟
پاکـُستان پوهیده اوویرېده ، نه چیرې مجاهدین یومتحد
ملي حګومت جوړ نکړي او دغه پیاوړې اوردوهم ولري ،
نو د پښتونستان ګټل هم بیا ورته کومه ستونزه نه ده! همدا
اوس هم پاکستان په امریکایانودا ایښودي دي چې افغاني
پوځ به هوايي
ځواک نه لري اوکه یې ولري نو باید ډير محدود او
ضعیف و اوسي!
داچې طالبانوهم د قدرت په ۵ کالوکې د ملي اردوله
جوړولومخه نیوله علت یې صرف د isi دیکته اومخالفت و!
تر دې زیات ګوډاګیتوب اود هیواد آزادۍ ته
جدي خطر نور څه  ته وايي؟؟؟؟
کله چې مجاهدينو  خپلمنځي جنګونه پيل کړ او افغانستان 
يې تر پخوا څو ځلې زيات وران کړ نو پاکستان هله شکر
 وويست  او پدې يې وياړ  احساساوه چې اوس  نوافغانستان 
 مکمل لاس ته ورتلی شي ، دې له پاره يې طالبان د لا وفادارو
  ګوډاګيانو په توګه رامنځته کړل ٠

نو اوس له ګوډاګیتوب پرته نور د څه
[quote:a370bbf0ad]کاروان روان دی ٠٠٠[/quote:a370bbf0ad]؟؟؟


عبدالله صابر
30.01.2009

ښاغلئ غيرت ستاله خوا isi ته ډالئ شوي همدومره مډالونه نوربس دي ،دومره خو
کرزي دخپلوبادارنوانګريزانواوامريکايانوپه سينوهم نه وو ټومبلي څومره دشجا
عت اوجرئت مډالونه چي تادisi په سينه راځوړند کړل ،په دي خوهرڅوک پوهيږي
چي دهيواد اشغال خلاصون لپاره که څوک دمقاومت سره مرسته کوي هيڅ کومه
بده خبره نه ده داخوښه خبره ده ته ورته خفه ولي يی ؟ ؟ 
بياهم که تاسود اوسني مقاومت نسبت isi يی ته کوئ نوبي له شکه چي isi به يی وياړ
ګڼي ،طالبان ته به هيڅ ډول تاوان ونه رسيږي خوډيره ګټه به يی isi ته هم رسيږي ،
ځکه چي د isi دوښمنان به زيات وويره ول شي اودشجاعت مډالونه به نورهم ورزيا
ت شي ،
پاتي شو دپښتونخوا مسله نوکرزئ چي ټوله نړئ ورسره ده دپښتونخوانوم يی تر
اوسه په خوله نه ده اخستئ نوله طالبانو ولي ګيله کوئ ،مونږخونه دي اوريدلي چي
کرزي کله پاکستان ته اخطارورکړئ وي چي پښتونخواراپريږده کنه ٠٠٠
هغه متل دی چي دکاروان بيخ ته نه شورسيدی اودي يی سرته منډې وهلي ،
په دي هکله دطالبانورسمي وياند قاري يوسف خبره ډيره ډيره معقوله بريښي چي
وايی

۱۵پوښتنه :
څه موده وړاندي په يوه راپورتاژ کي 42 نفرو جنګي طالبانو د يوې کاناډايي ورڅپاڼي دخبريال سره په تلويزيونی مرکو کي ډيورنډ کرښه د پښتون اولس تر منځ د بېلتون کرښه بللې وه او د ډيورنډ تړون له امله بېلي سوي ټولي سيمي يې د افغانستان خاوره بلله ، د ډيورنډ کرښي ها خوا تر ديرشو مليونو پوري بې سرنوښته او ناخپلواکو پښتنو په اړه ستاسو نظر څه دئ ؟

١٥-ځواب :
ترڅوچې زمونږدثابتې خاورې قواله دامريکاپه لاس کې وي اودهېوادپرځمکه اوفضادباګرام داعلى قومنداني تسلط وي ، اودهېوادپرهره څنډه دامريکابيرغونه رپيږي نو په داسي حالاتو کی داموضوع راپورته کول دامریکا په مشری له اشغالګردښمن اودافغانستان له اشغال څخه توجه بل لوری ته اړول دی اواصلا داموضوع دافغانستان په ټول ملت پوری اړه لری چه کله په افغانستان کی ازاد خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته شی دادهغه وخت خبری دی اوس باید اول خپله ازادی ترلا سه کړو.


دقاري يوسف بشپړه مرکه په لاندي لنک کښ وګورئ ٠

http://www.shahamat.org/marki-18-06-2008.html


Ghairat
31.01.2009

ښاغلی صابر ستالیکنه له حقیقت څخه تېښته ده اوله ضد اونقیض ډکه ده چې لیکې
[quote:0c10b13bfa]ښاغلئ غيرت ستاله خوا isi ته ډالئ شوي همدومره مډالونه نوربس دي ،دومره خوکرزي دخپلوبادارنوانګريزانواوامريکايانوپه سينوهم نه وو ټومبلي څومره دشجا عت اوجرئت مډالونه چي تادisi په سينه راځوړند کړل ،[/quote:0c10b13bfa]
څوک چې د خپل وطن په سیاسي سرنوشت اګاه نه وي اود وطن قام اوملت او تاریخ سره د اسلام په پلمه له هر عرب اوعجم اسلامي هیواد له پاره بیدریغو لوبو ته تیار وي له څخه به کوم عرب او عجب دولت ناوړه ګټه نه پورته کوي ؟ او ددغسې ناتوړه ګټې د پورته کولو مهارت بیا په بیغیرتو ،مکار او چوتار قامه پنجابي واکمنیو کې له هر [ا ډیر وي ۰ نو که څوک طالبانوورونو ته وايي چې پنجابیان دې په په قاموطن سیاست اوتاریخ لوبې کوي او د همدې له پآره درسره مرستې کوي څو د اسلام په جذباتوستا په لاس ستا وطن قام او تاریخ دربرباد کړي آیا داد د ينجابیانو (= ISI ) په سینه د شابسي اوویاړ میدالونه ټکوهل دي؟ میډالونه ټکوهل دي که خبلو طالبانوورونو ته دISI د کرغیړن مخ رسوا کول دي؟ طالبانو په سیاسن کې د ماشوانو لوبې راخیستې دي یوماشوم اور په خوله منډي نو څوک خواخوږی به ورته نه وايي چې اور دی د اور سره مه لوبیږه چې تا و ستا جامې ، خواشاه چاپیریال او مونږ ټول به پرې وسیزې۰
خو طالبان ړانده کاڼه له دې نه هم پند او عبرت نه اخلي چې پاکستان پخپله له امریکا سره دوستي کوي او تا طالب ته وايي چې تکړه شه اوورځه پرې!
کاشکې چې طالبانو يوملي پاڅون ته ټول ملت رابللی وای او اعلام یې کړی وای چې مونږ سیاسي قدرت نه غواړو او داد عمومي آزادوانتخاباتو پورې به د یوې بیطرفه اومنځګړي ادارې ټول تابع اوسي ، ملت آزاد دی چې څوک او څه ډول رژیم ځان ته د آزادو عامو او سري انتخاباتو له لارې ټاکي!
اوس خو ښکاره معلومه ده چې د تیر ځل یې هم زیات د ISI وندر په غاړه پرته ده او ملت ته یې هم په غاړه کې ورغورځول غواړي۰
وندر د ISI خپله ده ده او نوم یې پرې د اسلام ایښی اوورکړې یې ده طالبانو ته په لاس چې ځانونه او ټول افغان ملت پرې وتړي چې د تیر په څیر به یې د سر موږی اسلام آباد وي اود وندر بل آزاد سر به د حسامه بن لادن اوالقاعدې په لااس کې وي چې د تېرور څه غوبلې وي په طالبانو به یې کوي ، څو وطن قام اوملت پرې نور هم سم غوبل غوبل کړي !
نو دا پوښتنه دې
[quote:0c10b13bfa]چي دهيواد اشغال خلاصون لپاره که څوک دمقاومت سره مرسته کوي هيڅ کومه بده خبره نه ده داخوښه خبره ده ته ورته خفه ولي يی ؟ ؟ [/quote:0c10b13bfa]
باید داسې اصلاح مطرح شي :
[color=white:0c10b13bfa]چي دافغانستان د اشغالولو لپاره که ISI دطالبانو سره مرسته کوي آیا دا هيڅ کومه بده خبره نه د؟؟؟ داښه خبره ده ؟؟؟ تاسو افغانان ورته هېڅ خفه نه يئ ؟ ؟ ، دا د ځان له پاره مرګ نه بولئ؟؟؟[/color:0c10b13bfa]
[quote:0c10b13bfa]پاتي شو دپښتونخوا مسله نوکرزئ چي ټوله نړئ ورسره ده دپښتونخوانوم يی تر
اوسه په خوله نه ده اخستئ نوله طالبانو ولي ګيله کوئ ،مونږخونه دي اوريدلي چي
کرزي کله پاکستان ته اخطارورکړئ وي چي پښتونخواراپريږده کنه ٠٠٠ [/quote:0c10b13bfa]
کرزی د طالبانو پشان دغلام غلام نه دی ، هغه هم د ISI پشان د CIA غلام دی، نوکه طالب د پنجابی غلام غلامي کوي ولې بیا ددغه وطني غلام غلامي نه کوي؟
نوکه د هیجا غلامي نه کوي نو دادې ٍپه دې ثابته کړيچې یوشان د امریکا او پاکستان په ضد پاڅون اعلام کړي نوټول ملت به پرې بتور وکړي او ورسره به ودریږي،اوکه نه نو هر څوک په دې پوهیږي چې آن د کرزي له پاره هم د یوه غلام له غلامۍ څخه دغه د بادار غلامي ډیره ښه ده!
دطالبانورسمي وياند قاري يوسف خبره : [quote:0c10b13bfa]ترڅوچې زمونږدثابتې خاورې قواله دامريکاپه لاس کې وي اودهېوادپرځمکه اوفضادباګرام داعلى قومنداني تسلط وي ، اودهېوادپرهره څنډه دامريکابيرغونه رپيږي نو په داسي حالاتو کی داموضوع راپورته کول دامریکا په مشری له اشغالګردښمن اودافغانستان له اشغال څخه توجه بل لوری ته اړول دی اواصلا داموضوع دافغانستان په ټول ملت پوری اړه لری چه کله په افغانستان کی ازاد خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته شی دادهغه وخت خبری دی اوس باید اول خپله ازادی ترلا سه کړو. [/quote:0c10b13bfa]
د قاري یوسف له کاذب ځواب څخه دا پوښتنې راپورته کیږي :
[color=red:0c10b13bfa]نو آیا ستاسې په دغې خپلې ویناهغه وخت »اصلا... په افغانستان کی ازاد خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته » شوی نه و؟؟؟[/color:0c10b13bfa]

[color=white:0c10b13bfa]اوکه آیا « دادهغه وخت خبری» هم نه دی او له ISI څخه هیڅکله باید... خپله ازادی ترلا سه »نکړو؟؟؟؟؟[/color:0c10b13bfa]

لعنت الله علی الکاذبین!


و.افغان
31.01.2009

ښاغلې غیرت صاحب ليکي:

ښاغلی صابر ستالیکنه له حقیقت څخه تېښته ده اوله ضد اونقیض ډکه ده چې لیکې

[quote:b46080bbf3]ښاغلئ غيرت ستاله خوا isi ته ډالئ شوي همدومره مډالونه نوربس دي ،دومره
خوکرزي دخپلوبادارنوانګريزانواوامريکايانوپه سينوهم نه وو ټومبلي څومره دشجا عت
اوجرئت مډالونه چي تادisi په سينه راځوړند کړل ،[/quote:b46080bbf3]

څوک چې د خپل وطن په سیاسي سرنوشت اګاه نه وي اود وطن قام اوملت او تاریخ سره د
اسلام په پلمه له هر عرب اوعجم اسلامي هیواد له پاره بیدریغو لوبو ته تیار وي له څخه
به کوم عرب او عجب دولت ناوړه ګټه نه پورته کوي ؟ او ددغسې ناتوړه ګټې د پورته
کولو مهارت بیا په بیغیرتو ،مکار او چوتار قامه پنجابي واکمنیو کې له هر [ا ډیر وي ۰
نو که څوک طالبانوورونو ته وايي چې پنجابیان دې په په قاموطن سیاست اوتاریخ لوبې
کوي او د همدې له پآره درسره مرستې کوي څو د اسلام په جذباتوستا په لاس ستا وطن
قام او تاریخ دربرباد کړي آیا داد د ينجابیانو (= ISI ) په سینه د شابسي اوویاړ میدالونه
ټکوهل دي؟ میډالونه ټکوهل دي که خبلو طالبانوورونو ته دISI د کرغیړن مخ رسوا
کول دي؟ طالبانو په سیاسن کې د ماشوانو لوبې راخیستې دي یوماشوم اور په خوله
منډي نو څوک خواخوږی به ورته نه وايي چې اور دی د اور سره مه لوبیږه چې تا و ستا
جامې ، خواشاه چاپیریال او مونږ ټول به پرې وسیزې۰

خو طالبان ړانده کاڼه له دې نه هم پند او عبرت نه اخلي چې پاکستان پخپله له امریکا سره
دوستي کوي او تا طالب ته وايي چې تکړه شه اوورځه پرې!

کاشکې چې طالبانو يوملي پاڅون ته ټول ملت رابللی وای او اعلام یې کړی وای چې مونږ
سیاسي قدرت نه غواړو او داد عمومي آزادوانتخاباتو پورې به د یوې بیطرفه اومنځګړي
ادارې ټول تابع اوسي ، ملت آزاد دی چې څوک او څه ډول رژیم ځان ته د آزادو عامو او
سري انتخاباتو له لارې ټاکي!

اوس خو ښکاره معلومه ده چې د تیر ځل یې هم زیات د ISI وندر په غاړه پرته ده او ملت
ته یې هم په غاړه کې ورغورځول غواړي۰

وندر د ISI خپله ده ده او نوم یې پرې د اسلام ایښی اوورکړې یې ده طالبانو ته په لاس
چې ځانونه او ټول افغان ملت پرې وتړي چې د تیر په څیر به یې د سر موږی اسلام آباد وي
اود وندر بل آزاد سر به د حسامه بن لادن اوالقاعدې په لااس کې وي چې د تېرور څه غوبلې
وي په طالبانو به یې کوي ، څو وطن قام اوملت پرې نور هم سم غوبل غوبل کړي !

نو دا پوښتنه دې
[quote:b46080bbf3]چي دهيواد اشغال خلاصون لپاره که څوک دمقاومت سره مرسته کوي هيڅ کومه
بده خبره نه ده داخوښه خبره ده ته ورته خفه ولي يی ؟ ؟ [/quote:b46080bbf3]
باید داسې اصلاح مطرح شي :

[color=white:b46080bbf3]چي دافغانستان د اشغالولو لپاره که ISI دطالبانو سره مرسته کوي آیا
دا هيڅ کومه بده خبره نه د؟؟؟ داښه خبره ده ؟؟؟ تاسو افغانان ورته هېڅ خفه نه يئ ؟ ؟ ،
دا د ځان له پاره مرګ نه بولئ؟؟؟[/color:b46080bbf3]
[quote:b46080bbf3]پاتي شو دپښتونخوا مسله نوکرزئ چي ټوله نړئ ورسره ده دپښتونخوانوم يی
تر اوسه په خوله نه ده اخستئ نوله طالبانو ولي ګيله کوئ ،مونږخونه دي اوريدلي چي
کرزي کله پاکستان ته اخطارورکړئ وي چي پښتونخواراپريږده کنه ٠٠٠ [/quote:b46080bbf3]
کرزی د طالبانو پشان دغلام غلام نه دی ، هغه هم د ISI پشان د CIA غلام دی، نوکه
طالب د پنجابی غلام غلامي کوي ولې بیا ددغه وطني غلام غلامي نه کوي؟

نوکه د هیجا غلامي نه کوي نو دادې ٍپه دې ثابته کړيچې یوشان د امریکا او پاکستان په
ضد پاڅون اعلام کړي نوټول ملت به پرې بتور وکړي او ورسره به ودریږي،اوکه نه نو هر
څوک په دې پوهیږي چې آن د کرزي له پاره هم د یوه غلام له غلامۍ څخه دغه د بادار
غلامي ډیره ښه ده!
دطالبانورسمي وياند قاري يوسف خبره : [quote:b46080bbf3]ترڅوچې زمونږدثابتې خاورې قواله
دامريکاپه لاس کې وي اودهېوادپرځمکه اوفضادباګرام داعلى قومنداني تسلط وي ،
اودهېوادپرهره څنډه دامريکابيرغونه رپيږي نو په داسي حالاتو کی داموضوع راپورته
کول دامریکا په مشری له اشغالګردښمن اودافغانستان له اشغال څخه توجه بل لوری ته
اړول دی اواصلا داموضوع دافغانستان په ټول ملت پوری اړه لری چه کله په افغانستان
کی ازاد خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته شی دادهغه وخت خبری دی
اوس باید اول خپله ازادی ترلا سه کړو. [/quote:b46080bbf3]
د قاري یوسف له کاذب ځواب څخه دا پوښتنې راپورته کیږي :
[color=red:b46080bbf3]نو آیا ستاسې په دغې خپلې ویناهغه وخت »اصلا... په افغانستان کی ازاد
خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته » شوی نه و؟؟؟[/color:b46080bbf3]

[color=white:b46080bbf3]اوکه آیا « دادهغه وخت خبری» هم نه دی او له ISI څخه هیڅکله باید...
خپله ازادی ترلا سه »نکړو؟؟؟؟؟[/color:b46080bbf3]

لعنت الله علی الکاذبین!


عبدالله صابر
02.02.2009

غيرت صاحب
احساستي کيږه مه ، احساستي ويناياليکنه دلائلوکمزورئ نښه ګڼل کيږي ، تاسو
خپلوليکنوته پام وکړئ څومره ضد اونقيض دي اوترمنځ يی عقلا لوی واټن موجود
دی ، لکه ستاسودا لاندي ليکنه وګورئ ٠

[quote:850295f6aa]پاکستان پر امریکا خپل ټول هغه لارۍ موټرونه بیمه کوي چې ددوی وسلې اومهمات له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته لیږدوي، بیاټولې وسلې اومهمات ترې باسي اوتشې لارۍ پخپله او یا د آی۰ اس۰ آی له لارې د لرو طالبانو له خوا تر برید لاندې نیسي او په طالبانو یې اړوي، څو د وسلو غلا یې له رسوا کیدوخوندي پاتې شي او د سوزول شویو لاریو تاوان هم له بیمې څخه واخلي ۰ داچې څومره درنې عصري وسلې پخپله او نورې ېې څومره بر او لر طالبانوته ورکوي، هم ددوی د خوښې پورې اړه لري!
دغه چلند یې په دې وروستیوکې امریکایانوته رسوا شوی او ددوی موټرې نور نه بیمه کوي او زیار باسي چې د روسیې له لارې اکمالات پیل کړي۰[/quote:850295f6aa]

خوبيابل ځا ی ليکئ چي

[quote:850295f6aa]خو طالبان ړانده کاڼه له دې نه هم پند او عبرت نه اخلي چې پاکستان پخپله له امریکا سره
دوستي کوي او تا طالب ته وايي چې تکړه شه اوورځه پرې! [/quote:850295f6aa]

بل ځای بيا ليکئ چي
[quote:850295f6aa]کرزی د طالبانو پشان دغلام غلام نه دی ، هغه هم د ISI پشان د CIA غلام دی، نوکه
طالب د پنجابی غلام غلامي کوي ولې بیا ددغه وطني غلام غلامي نه کوي؟ [/quote:850295f6aa]
لوستونکي قضاوت کولای شي چي ستادليکنوترمنځ په عقلي لحاظ څومره لويه
فاصله ده ، په دي دوو کښ تاسوبايد يوه خبره ومنئ ياداچي پاکستان دامريکاغلام
تسليم کړئ اود طالبانوسره مرسته يی ناممکنه وګڼئ ا ويا هم داچي پاکستان ښکار
ه د امريکا دوست خو په پټه يی لوی دوښمن دی ٠
اوس که چيري پاکستان دامريکا غلام وي نوبياستاداخبره خنده وونکي ده چي isi
دله طالبانوسره اړيکي ولري ځکه غلام کله دباداردوښمن سره دمرستې جرئت 
کولای شي ،داممکنه نه ده چي غلام په خپل بادارځمکه سره تنوورکړي ،که دا
داسي وي کرزئ خوهم ستاپه ويناغلام دی ايادخپل بادارله اجازې پرته يوه خبره
کولای شي ؟
خوکه پاکستان دامريکا دوښمن وي اوطالبانوسره مرسته کوي ترڅوافغانستان د
اشغالګروله ناولومنګولوخلاص کړي نوبيادا کار دستايلودی اوښه کارکوي پريږده
چي داشغالګروګوډاګيانوزړونه چاود شي ، که کرزئ دهيواد اشغال مصلحت ګڼي
نوبيا خوښايی طالبان د isi مرسته څوچنده زياته مصلحت وګڼي ٠
خوپه پای کښي بايد دا دوه خبري هيرې نه کړم ، يوداچي طالبانوسره دisi اړيکي په
اصل کښ دisi ايجنټان دمخالفينوپه شکل خوره وي ترڅودطالبانوزړونه دisiلپاره
وګټي ،پاکستان چي دطالبانوپه ړنګولوکښ يی ترټولوډيرکارکړئ اوامريکاته 
يی دومره خدمت کړئ چي امريکايی په صفتونوتراوسه نه مړيږي ،
طالبان چي اوس دبري ورستي پړاوته نزدي شوی دisiايجنټان هڅه کوي پاکستان
دطالبانومرستندوی وښيی په دي ترتيب دطالبانوپرضد دامريکايانوخدمت باند
ي پرده اچوي ٠
دوهم په دي هکله دقاري يوسف دمرکي يوې برخې اقتباس ضروري ګڼم 

[color=blue:850295f6aa]۲۰پوښتنه :
تاسو افغان حکومت دبهرنيانو په ملاتړ گرم بولۍ ،مگر تاسو هم له پاکستان او ځينو نورو هيوادونو څخه چې دافغانستان سره تاريخي دښمنی لري مرستی تر لاسه کوی اودهغوي تر حمايي لاندي ياست .

٢٠-ځواب :
که ستاسوهدف بهرني مجاهدين وي ، نودامجاهدين زموږپه وخت کې دلته نه دي راغلي بلکې دروسانوپه وړاندې دمقاومت پرمهال افغانستان ته راغلي وو، خوڅرنګه چې امريکا يو لوی اتحادپه شکل زمونږپرهېواديرغل کړى نوکه دنړۍ هرمسلمان دهغوى په خلاف دجنګېدلوجزبه ولري ، نوزموږديني وظيفه داده چې مخه يې ونه نيسو، خوزموږفوځي تشکيلات ټول مستقل اوافغاني دي ، اوداچې هغوى دې دلته کوم حاکم نفوز ولري داهسې پروپاګنددى ، هغوى ډېرمحدوددي ، زمونږتاريخي دښمن خواصلاً انګريزان دي چې دډيورنډعاملين هم دوى دي اوهمېشه دافغانستان دانزوااوتزلزل لپاره دوى کارکړى ، اونن چې امريکاهم اوپاکستان هم يودبل ځانونه ملګري ګڼي ، اودطالبانوکوم کس چې پاکستان ته په لاس ورغلى نوپه مستقيمه توګه يې امريکايادکابل ادارې ته سپارلى ، حتى چې په سفيريې هم صرفه نه ده کړې ، همدارازداسلامي امارت په نړيدلوکې يې دامريکاسره همکاري نه ده سپمولې ، نوبيابه ددې خبروڅه معناوي ؟ اياچې امريکاپاکستان ته خپل نژدې ملګرى وايي نوبيابه دکابل اداره په کومه خوله داخبره کوي چې خان يوه خبره کوي ناظرته په کارنه ده چې بله خبره وکړي [/color:850295f6aa]

والسلام


باتور
02.02.2009

ښاغلې صابر خانه !

په ګوتو او قلم دې برکت شه !!

له ښاغلي غيرت خان سره ما هم يو څو وار بحث غړولی ، لېکن کوم مناسب جهت ته نه دی رسېدلی . . .

په درنښت


Ghairat
02.02.2009

صابر خانه وروره له اندکتنې څخه مو مننه!
[quote:7940d03b83]په دي دوو کښ تاسوبايد يوه خبره ومنئ ياداچي پاکستان دامريکاغلام
تسليم کړئ اود طالبانوسره مرسته يی ناممکنه وګڼئ ا ويا هم داچي پاکستان ښکار
ه د امريکا دوست خو په پټه يی لوی دوښمن دی ٠ [/quote:7940d03b83]
وروره داسې په ساده ډول د توره او سپینه رسامي د سیاسي اړیکو د څرنکوالي له
لّه پاره بسنه نه کوي، ځکه د پاکستان امریکا اومافغانستان اړیکې او ګټې وټې سره ډیرمتضاد کړه وړه لري،نو هغه څه چې ستا د دې پورتنۍ نقشې په اړه ویلی شم
خدای دې وکړي داسې یې درک کړئ چې :
پاکستان اوامریکا له ډیره وخته سره دوستان پاتې شوي دي، سره ددی یې د افغانستان اونوروهیوادونوپه اړه یې اندتوګه یوه نه ده اونه کټ مټ یوشی کیدلی شي ، د افغانستان سره د پاکستان دد وښمنۍ درجه د امریکا سره د اسلام اباد له دوستۍ څخه لوړه ده ،نوکه چیرې د امریکا ددوستۍپه قیمت یې هغه هدفونه ټول لاسته راځي چې يه افغانستان کې یې لري،نو له دغې دوستۍ نه به تیر او آن له چین او روسیې سره په یوه پوځي پاګت کې هم د ګډون له پآره چمتو شي!
خو امریکا کله د پاکستان ددوستۍ په قیمت له افغانستان سره دریدلوته چمتو دی؟ اوتر څوچې له امریکا سره دوستي د پاکستان په ګټه حرخي لکه چې څرخي،تر هغه وخته به پاکستان لیونی وي چې د امریکا له ګوډاګیتوبه ځان وباسي؟؟؟

همدغسې د پاکستان افغان حکومت او طالبانو اړیکې هم متضادې اودوه مخې دي : له یوې خوا ورسره سوداګریزی اړیکي غولړي خو له یلې خوا د افغانستان په خپلو پښو دریدل او غښتلتیا هم ورته هغه اور ښکاري چې ګواکې د پاکستان شتون ته به د لرې پښتونخوا په آزادولو سره اور واچوي!
نو طالبان دعلم او سیاسي پوهې ، ملي ګټو اوټولنیز پرمختګ اوترقۍ ددوښمن ځواک په توګه یواځیني خلک دي چې پاکستان په اندیښمن او زخمي زړه د مرهم پټۍ ږدي ـ له یوې خوا افغانستان له ترقۍ اوپه خپلو پښو دریدلو څخه غورځوي او تل یې پاکستان ته اړ اومحتاج ساتي او له بلې خوا پرې د تل له پاره د ډیورن کرښه امْا کولیشي (!) نوددغسې غولیدونکي طالب ځواک دوست ساتل د ISI
له پاره تر هر بل دوست ګټور دي او ګټور ور ته ښکاري ۰
له بلې خوا د پاکستان حکومت او ISI هم کټ مټ یوشی نه دي او تر ننورځې پورې
ISI د مافوق دولتي قدرت پوځي استخباراتي جهنمي سازمان په توګه پاتې شوې ده ، څوحو ځله یې حکومتونه راپرځولي کودتاګانې یې تر سره کړي او ډیر حګومتونه یې داسې کنترول کړي چې که هغوی د انتخاباتوله لارې هم واک ته رسیدلي و بیا هم ددوی تر دیکتې لاندې چلیدل اوکه نه د کودتا په وسیله یې له منځه وړي دي!
لنډه داچې ISI د پاکستان د ملي منافعو ساتندوی واکمن سازمان دی او طالبان د
د اسلام په پلمه د افغانستان د ملي منافعو بایلونکې او پلورونکې مذهبیان دي ،نو ځکه خو د افغانستان په چاروکې یو بل ته ډیره اړتیا لري !
طالبان په دې پوهیږي اوویریږي چې که د پښتونستان نوم چیرې هم په خوله واخلي د ISI باور اودوستي په ژر له لاسه ورکړي اود ISI په دوښمنۍسره به دوی خپل شتون په افغانستان کې ډیر ژر له لاسه ورکړي ! د دې ویرې له امله طالبان نه ملي دریځ خپلولی شي اونه هم و ISI په
وړاندې پر خپلوخلکو ډډه لګولی شي، اوهمدغه ددغوورونو قام تباه پښتونتباه بدبختي ده !
د دې څرګندبنسټ له مخې نو دا خبره بیا سادګي په طاقت د ۴ ده چې څوک وايي :
[quote:7940d03b83]خوکه پاکستان دامريکا دوښمن وي اوطالبانوسره مرسته کوي ترڅوافغانستان د
اشغالګروله ناولومنګولوخلاص کړي نوبيادا کار دستايلودی اوښه کارکوي پريږده
چي داشغالګروګوډاګيانوزړونه چاود شي [/quote:7940d03b83]


ghareebdost
31.03.2009

درون صابرصيب ستاسي په درانه پښتنليک دومره زور وو،چې هرڅومره کمزري احساس تخنولى شي،غيرت خان خو هم يو انسان دي،په دې څرګندو اوبږنوونکو حقايقو به يې ضرور وجدان تخنيدلى وي.او چې کله ديوچا وجدان متاثرشي،اوبيا يې هم حق ويلوته خوله نه برابريږي او يا مجبوريت ولري،نوبياسترګي پټي اوخوله خلاصه کړي،اوپه همداسي غيرمدللو ګډوډو سرشي


Lotfollah
31.03.2009

From The Sunday Times
October 12, 2008
Christina Lamb in Kabul

[color=blue:a5ae6c9f11]Taliban leader killed by SAS was Pakistan officer[/color:a5ae6c9f11]

British officials covered up evidence that a Taliban commander killed by special forces in Helmand last year was in fact a Pakistani military officer, according to highly placed Afghan officials.

The commander, targeted in a compound in the Sangin valley, was one of six killed in the past year by SAS and SBS forces. When the British soldiers entered the compound they discovered a Pakistani military ID on the body.

It was the first physical evidence of covert Pakistani military operations against British forces in Afghanistan even though Islamabad insists it is a close ally in the war against terror.

Britain’s refusal to make the incident public led to a row with the Afghan president Hamid Karzai, who has long accused London of viewing Afghanistan through the eyes of Pakistani military intelligence, which is widely believed to have been helping the Taliban.
“He feels he has been telling everyone about Pakistan for the past six years and here was the evidence, yet London refused to release it, because they care more about their relations with Islamabad than Kabul,” said a source close to the president. “He knows Britain is worried about inflaming its large Pakistani population, but that is no excuse.”

So furious was Karzai that he threatened to expel British diplomats. When some months later he was informed by the governor of Helmand that British officials were secretly negotiating with the Taliban, he expelled two men and accused Britain of wanting to set up a training camp for former Taliban fighters.

Karzai will visit London next month for talks with Gordon Brown in an attempt to repair the strained relations between the two countries.

“He is very sad about the breakdown of relations with Britain,” said the source. “He loves British culture and poetry, had a British education [at a school in India], likes tea in the afternoon and thinks Gordon Brown is a very decent man, not a cheat.”

British officials in Kabul refused to comment on the allegation that they had covered up the discovery of a Pakistani soldier. They insisted Karzai’s government had been informed of the negotiations with the Taliban, adding that “the camp was just a place for them to be reintegrated, learn about hygiene and things”.

During the war against the Soviet Union in the 1980s, officers from Pakistani military intelligence regularly accompanied Afghan mujaheddin inside Afghanistan and directed operations.

The Afghan claims of Pakistani involvement in Helmand were backed by a senior United Nations official who said he had been told by his superiors to keep quiet after Pakistan’s ambassador to the UN apparently threatened to stop contributing forces to peacekeeping missions. Pakistan is the UN’s biggest supplier of peacekeeping troops.

The coalition’s refusal to confront Pakistan changed after the bombing of the Indian embassy in Kabul last July, when 41 people were killed. According to both British and US intelligence, phone intercepts led directly back to an Afghan cell of Pakistan’s military intelligence.

The past month has seen US forces carry out bombings and a ground raid on Pakistani territory. Claims of Pakistan’s involvement were rejected by Asif Durrani, the country’s chargé d’affaires in Kabul. “Afghanistan wants to blame someone else for its problems and Pakistan is just the whipping boy,” he said.

However, repeated accusations from Karzai about Pakistan’s active support for the Taliban have been backed by a senior US marine officer.

Lieutenant-Colonel Chris Nash, who commanded an embedded training team in eastern Afghanistan from June 2007 to March this year, told the Army Times that Pakistani forces flew repeated helicopter missions into Afghanistan to resupply a Taliban base camp during a fierce battle in June last year. Nash said: “We were on the receiving end of Pakistani military D-30 [a howitzer]. On numerous occasions Afghan border police checkpoints and observation posts were attacked by Pakistani military forces.”

Comments by Brigadier Mark Carleton-Smith in The Sunday Times last week that a decisive military victory against the Taliban was not possible and negotiations should be opened have received widespread backing.

General Jean-Louis Georgelin, France’s military chief, said: “There is no military solution to the Afghan crisis and I totally share this feeling.”

Robert Gates, the US defence secretary, who initially dismissed the brigadier’s comments as “defeatist”, said on Friday that the US was now prepared to back talks with the Taliban.

The deadly toll

— 120 British soldiers have been killed in Afghanistan since 2002

— At least 4,200 Afghans, including 1,450 civilians, have died this year alone

— Total cost of British operations in the Afghan war from 2001 to 2008 has been £3.2 billion

http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/asia/article4926401.ece


عبدالله صابر
01.04.2009

السلام عليکم

ښاغلئ غريب دوست ستا له خلوص نه يو ه نړئ مننه خوبايد ياده کړم چي دا پورته
پوښتنليک زما له استعدا ده پورته دی يعني دا زمانه بلکي دحفيظ الله جمال په
نوم يوليکوال ليکلئ اوماتش دلته راکاپي کړئ وو٠

والسلام


ghareebdost
03.04.2009

صافی خانه!
ليکنه دي په کامله توګه ستاله شانه سره مخالفه ده,
نه پوهيږم چې دچاتقليد دي کړي,
تا ديوبې چاره اوخپلواک مجاهدپه وينو او زخمونو پوري خندلي؟؟؟

دنړۍ دسترفرعون صليبي سره په تش لاس مخامخ جنګيدونکی داسلام سپاهی تاته سپک ښکاري؟؟؟

تاته به ښايي معلومه وي,چې داسلام ضدعناصرو, په هرمومن اومسلمان دلته هر وخت دisi ټاپه لګولي,ځکه چې بله بهانه نه ورپيداکيږي,دافغانستان په ګاونډکي بل داسي سني اسلامي هيواد نشته, چي دومره ډيرديني مراکز او مدرسې ولري,

په دې بهانه ډيري ميندي بوري شوې ,ډيرتنکي حافظان تر خاورو لاندي شول!!!
اوس دciaماموران دافغاني مقاومت دکمزوري کولولپاره داډول ډونډورې غږوي,
خو افسوز چي ملايان هم په غيري شعوري توګه دصليبيانوتبرته لاستی شول
په بخاري,ترمزي اومسلم کي دجهاد په بابونو سپين کاغذ ولګوئ!
هسي نه په ليدلويې العياذبالله پري دisiګمان وکړئ!

کيداشي داهم دملک عبدالله  دتقارب الاديان دفلسفې اغيز وي


چې ډول سورڼي ته په جومات وختې
ملاصيب ته هم ديموکرات وختې

حق عبادت درباندي هير کړ شيطان
په غاړه ډول په عرفات وختې


و.افغان
05.04.2009

[quote:d5b878e0af="ghareebdost"]صافی خانه!
ليکنه دي په کامله توګه ستاله شانه سره مخالفه ده,
نه پوهيږم چې دچاتقليد دي کړي,
تا ديوبې چاره اوخپلواک مجاهدپه وينو او زخمونو پوري خندلي؟؟؟

دنړۍ دسترفرعون صليبي سره په تش لاس مخامخ جنګيدونکی داسلام سپاهی تاته سپک ښکاري؟؟؟

تاته به ښايي معلومه وي,چې داسلام ضدعناصرو, په هرمومن اومسلمان دلته هر وخت دisi ټاپه لګولي,ځکه چې بله بهانه نه ورپيداکيږي,دافغانستان په ګاونډکي بل داسي سني اسلامي هيواد نشته, چي دومره ډيرديني مراکز او مدرسې ولري,

په دې بهانه ډيري ميندي بوري شوې ,ډيرتنکي حافظان تر خاورو لاندي شول!!!
اوس دciaماموران دافغاني مقاومت دکمزوري کولولپاره داډول ډونډورې غږوي,
خو افسوز چي ملايان هم په غيري شعوري توګه دصليبيانوتبرته لاستی شول
په بخاري,ترمزي اومسلم کي دجهاد په بابونو سپين کاغذ ولګوئ!
هسي نه په ليدلويې العياذبالله پري دisiګمان وکړئ!

کيداشي داهم دملک عبدالله  دتقارب الاديان دفلسفې اغيز وي


چې ډول سورڼي ته په جومات وختې
ملاصيب ته هم ديموکرات وختې

حق عبادت درباندي هير کړ شيطان
په غاړه ډول په عرفات وختې[/quote:d5b878e0af]

غریب دوست صاحب:
خداي جل جلاله دی همیشه غني لره، چې دغریبانو مرسته کوئ.

که له پاسنئ لیکنې مو موخه زه یم، نو اشتباه مو کړی، ما دی سکالو کې هیڅ هم نه دي
ليکلي، البته غیرت صاحب يوه لیکنه کړې، حیا دی وي، دلیکنې لکۍ يي ډیره اوږده وه،
ډیره په سختۍ مې هغه وخت ولوسته، حامد صاحب نه ښکاريده، چې برابره کړي يي واي،
نو ما دښاغلې غیرت لیکنه راواخيسته او لوستلو ته مې دانټر enter په وهلو سره
برابره کړه.

هیله ده چې اشتباه مو رفعه شوي وي.
البته غیرت صاحب يو وطندوست ملتپال افغان دی، هغه باید په وطن دشته یا تیرو ګوندونو په شمار کې را نه شي، که چیرته په طالبانو کوم تنقید کوي، نو تنقید به يي
ان شاء الله تخریبي نه وي، بلکه بنيادي او تکاملې بڼه به لري.

په درنښت


اختر
08.04.2009

د فرشتو د وحشت معراج

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=24918

د قنوس لیکنه

داسې نومونه لکه ابو حمزہ، ابو خالد، الزرقاوی، ابو بکر، علي، اسامہ، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ایښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی تر کومه بریده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي.
نور بس دی! هغه څه چې په سوات کې روان دي، د وحشت معراج او د دیني بنسټپالۍ رښتینی مظهر او منظر دی؛ د رحمان او رحیم غیابت، او د قهار او جبار حضور دی.
سوات سوزي. ځمکه او هسک، ځوان او زوړ، کونډې او رنډې، ونه، پاڼه، سم او غر یې ټول د بنسټپالۍ او جهالت د اور په لمبو کې سوی سکوریږي. یو موټی جاهلان د یو ملت پر اوږو سپاره دي، نړۍ ځان پورې خندوي. یو موټې جاهلان چې زړونه یې ړانده او کاڼه دي، د یو ملت هویت پسې ملنډې وهي او موجودیت یې ګواښوي.
هغه ویدیویي کلپ چې رسنیو د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی، یوه زړه بوږنونکې صحنه انځوروي چې په ترڅ کې یې اولس کلنه انجلۍ په دُرو وهل کیږي. دوه ږیرورو ځناورانو یې لاس او پښې ټینګې نیولي او دریم ږیرور ځناور پرې د وحشت او قساوت دُرې یو په بل پسې راوروي. د تماشاګرو یوه کوچنۍ کړۍ هم راتاو ده. پیغله پوره دوه دقیقې په درو وهل کیږي، کوکارې یې اوریدل کیږي، د خپل خلاصون لپاره زاري کوي. په کومه ژبه: پښتو؛ ګناه یې: پرته له محرم نه له کوره وتل.
په پښتو ژبه د خلاصون کوکارې د بلې هرې ژبې په شان دردونکي دي، ځکه چې دا ژبه د هرې بلې ژبې په شان د کوکارو په ځای دا ظرفیت لري چې ښځې او نارینه پرې یو شان د نړۍ تلپاتي فکرونه وزیږوي لکه دا چی د یوې میرمنې ظریفانه احساس بیانوي:
سحرګه وه د نرګس لیمه لانده-څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅیده ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې- ده ویل ژوند مې دې یوه خوله خندیده
که دې قساوت د رسمي کړیو ظاهري غبرګون راپارولی او د پاکستان د قاضی القضات په ګډون د ګڼو چارواکو لخوا غندل شوی او د رسمي "تحقیقاتو" غوښتنه يې شوې، نو له بل پلوه دیني ډلو ټپلو او غټ خیټو مشرانو یې هم دا یوه توطئه ګڼلې چې موخه يې د دین بدنامول دي. کوم دین؟ کوم بدنامول؟ مګر بدنامۍ ته څه پاتي دي؟ دا د خپل نوعیت لومړۍ بیلګه نه ده. دې ته ورته کلپونه له اندونیزیا او نایجیریا نه هم لیدل شوي دي. ولې لا تر اوسه یې ډیر لږ کسان قهرجن کړي او ډیرو پرې د چوپتیا خوله راښکلې ده ځکه چې دا ور ته د یو الهي فرمان عملي کول بریښي.
له بده مرغه آن پښتانه چې د دې بیرحمانه توطئې اصلي قربانیان دي غلي پاتي شوي دي.
هغه کسان چې ادعا کوي دا د دین د بدنامولو په موخه ترسره شوی، نو په کوم شان چې یې په ګوانتانامو کې د قران شریف د سپکاوي یا د کارتون د ناندرې په وړاندې قهرجن غبرګون وښود، په همهغه شان د دې منحوسې کړنې په ضد هم راپاڅیږي او خپله کرکه دې څرګنده کړي، څو دین له بدنامۍ وژغوري. که رسمي کړۍ او غربي رسنۍ د رسمي وظیفې له مخې دا اقدام په نیمګړی نیت غندي، خو پر هغه فرهنګپالو او ژمنو انسانو ده چې له داسې جزم اندیشانو او د هغوی له امپریالیستو ملاتړ له منګولو څخه د پرهاري انسانیت ژغورنه خپل رسالت ګڼي، چې یوازې خپله کرکه دې نه په ډاګه کوي بلکه باید د داسې پیښو د فکري جړو له بیخه راویستلو په لټه کې شي.
د امپریالیستي ځواکونو او په ځانګړي ډول انګلیسانو لخوا ګړڼدۍ هڅې روانې دي چې پښتون میشته سیمې لاپسې د دیني بیسټپالۍ په اور کې وریتې او ستي کړي او خپل تاریخي غچ په دې توګه غوڅ کړي.
درې اونۍ وړاندې د صوبه سرحد ایالتي حکومت د همدې ځواکونو په اشاره او د افراسیاب خټک په نوښت چې په سیمه کې د امریکا د غیررسمي نامیشته سفیر دنده ترسره کوي، په سوات کې له ځایي طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او سوات او شا و خوا سیمه يې طالبانو ته په قباله کړه. ایالتي حکومت او په سر کې یې اسفندیار ولي او افراسیاب خټک غواړي د دوی په وینا دیره او جومات سره پخلا کړي. دا قساوت او دهشت یې هم د پخلا کیدو یوه پایله. داسې تړون کولای شي تر بل هر څه ډیر د ولسونو د فرهنګي تعالي مخه ډب کړي.
افغانستان کې طالبان یو وار بیا د کابل او په پاکستان کې په لومړي وار د لاهور زړه ته رسیدلي. تیره اونۍ، نړۍ د هند پولي ته څیرمه د مناوا د پولیس پر روزنیز مرکز د برید شاهده وه. کیدای شي دې برید نوازشریف چې په سیمه کې د پنجابي غضب او قهر میرغضب دی، له خوبه راویښ کړی وی. شریف او ورور یې په وریښمو جامو کې د دیني افراطیت له اور سره لوبیږي او تل د آی اس آی په ملاتړ په دې لټه کې دي چې وکولای شي طالبان او هغوی ته ورته جاهلان پر پښتنو وتپي او له دې لارې د پښتنو طبیعي زیرمې او په ځانګړي ډول د سرحد ایالت د اوبو بهیر او د هغوی انساني ځواک لوټ کړي. همدا اوس پښتانه ځوانان د پنجاب تر ټولو طاقت فرسا کارونو ته اوږه ورکوي څو وکولای شي یوه مړۍ ډوډۍ کور ته راوړي. که د مناوا پر ځای په رایونډ کې پر نوازشریف فارم هاوس برید ترسره شوی وی، لږ تر لږه دا پنجابي میرغضب خو به یې اړ ویستلی وی چې نور د قاضي حسین احمد په شان جاهلو عناصرو سره ائتلاف ونکړي او پر مذهبي افراطیانو له پانګونې لاس په سر شي.
دیني بنسټپالۍ او ورسره تړلې ترهګري، یو خپلواک اقتصادي سکتور رامنځ ته کړی چې کافي ګټه وټه هم له ځانه سره لري او یو شمیر بې هویته پښتانه ترې د ټولو پښتنو په بیه ګټه پورته کوي. داسې نومونه لکه ابو حمزہ، ابو خالد، الزرقاوی، ابو بکر، علي، اسامہ، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ایښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی تر کومه بریده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي. خو د تپل شوې بنسټپالۍ او جهالت قهقرایي بهیر، هغه څه دی چې بیه یې پښتون ولس د خپل ژوند په بیه پرې کوي.
طالبان چې سیمې او په ځانګړي ډول پښتنو ته د امریکا او بریتانیا د ښکیلاک ستره پیرزوینه او ډالۍ ده او په لومړي سر کې د غربي رسنیو او فرهنګي تالي څټو او مرتجعینیو لخوا د فرشتو په نوم ټولنې ته پیژندل کیدل او سره لدې چې د افغانستان د ټولو قومونو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو په وړاندې یې ناکردې کولي خو لویدیځوالو پرې غوږونه کاڼه اچولي ول، هڅه کوي چې د لویدیځ ځواکونو د اوږدمهاله ګټو د خوندیتوب لپاره سیمه د ډبر پیر او له هغې هم هاخوا، شا ته وګرځوي. همدا لامل دی چې تر هر څه د مخه ښوونځي او په سر کې د نجونو ښوونځي په نښه کوي. ښوونځي په بمونو الوزوي، او د نجونو په ورتګ پابندي لګوي.
پشتانه شاعرانو تل له دې پلپوت کړې چې "جانان را نه کړه پناه په تور وربل کې..." باید پوه شي چې د دې جنایت په وړاندې سکوت، په خپل وار د نه بخښنې جنایت دی.
آلماني مترقي هنرمند برتولد برشت لیکلي و:
څوک چې مسکی دی، بوږنونکی خبر یې لا تر غوږ شوی نه دی
عجیبه عصر دی چې پر ونو غږیدل، پوره جنایت دی
ځکه چې پر ونو غږیدل، پر بې شمیره جنایتونو خوله راکاږل دي!


عادل عادل
08.04.2009

سلامونه

صابر خانه وروره زه خو په دې بحث فورمونو کې د ډیرې تنهایئ احساس کوم، زمونږ د ممبر او محراب حسابي خلک داسې نیوکې او نظریات ورکوي چې په والله د ناامیدئ نه بل څه نه رابښي.

علم که بر دل زند یارې شود
علم که بر جان زند مارې شود

الله دې مونږ ټولو ته هدایت نصیب کړي.
یا الله جاهل ښه یو، خو هغه علم مه راکوې چې په لرلو یې د سوء علماوو په صف کې حشر شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more