اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
جنازه دهلک که دنجلۍ؟
خيرالله
28.01.2009
ګرانواومحترمولوستونکودمينې اوخلوص ډک سلامونه ډالۍ دي قبول يي کړئ!
ګرانو! که چيرې يوداسې مړماشوم وزيږيږي چې دنامه څخه لاندې ټول اعضاء يي نه وي اونه پيژندل کيږي چې آيا هلک دى که نجلۍ نوددې ماشوم جنازه به دهلک جنازه وي اوکه دنجلۍ؟
ستاسودمؤثروجوابونوپه هيله
خيرالله(خاکيار)
Re: جنازه دهلک که دنجلۍ؟
و.افغان
28.01.2009
[quote:c8ae7126e1="خيرالله"]ګرانواومحترمولوستونکودمينې اوخلوص ډک سلامونه ډالۍ دي قبول يي کړئ!
ګرانو! که چيرې يوداسې مړماشوم وزيږيږي چې دنامه څخه لاندې ټول اعضاء يي نه وي اونه پيژندل کيږي چې آيا هلک دى که نجلۍ نوددې ماشوم جنازه به دهلک جنازه وي اوکه دنجلۍ؟
ستاسودمؤثروجوابونوپه هيله
خيرالله(خاکيار)[/quote:c8ae7126e1]
ګرانه خير الله جانه وروره!
لومړۍ خو دا مسئله اختلافي ده، چې آیا هغه ماشوم چې مړ وځيږيږي، او چيغه ونه باسي،
نو دجنازي لمونځ پرې کیږي، او که نه؟؟
راجح او صحي قول دادی چې هغه ماشوم چې دانساني خلقت صورت يي دمور په خيټه کې
جوړ شوي وي، روح په کې نوتي وي، نو که مړ هم وځیږيږي، نو جنازه پرې کیږي.
دوهمه خبره داده چی:
ددي هيڅ اړتیا نشته، چې دجنازي کولو لپاره دمړ ماشوم جنس وپيژندل شي، چې
هلک دی او که جنۍ؟
هغه شرعي عامه دعا ووايه، کفايت کوي:
اللهم اغفر لحينا وميتنا وشاهدنا وغائبنا وصغیرنا وکبیرنا وذکرنا وأنثانا
اللهم من أحييته منا فأحييه علی الاسلام، ومن توفيته منا فتوفه علی الایمان.
يا دا دعا ووايه: اللهم اجعله ذخرا لوالديه ، وفرطا وشفيعا مجابا ، اللهم أعظم به أجورهما ، وثقل به موازينهما ، وألحقه بصالح سلف المؤمنين .
فايده:
پکار داده چې امام دمړي جنس معلوم کړي، چې نر دی او که ښځه، او که ماشوم دی؟
تر څو دعا په نارينه، يا ښځينه، يا دماشوم لپاره ايښودل شوي مناسب لفظ باندې وشي،
دې کار ته په عربي ژبه کې ضرورت ليدل کیږي، ځکه چې نارينه او ښځينه ضمائر په عربي کې سره توپير لري.
خو که چيرته دمړي نوعيت معلوم نشي، نو عامه دعا دې وکړي، چې ټولو ته شامله
وي، نو داد دعا:
اللهم اغفر له وارحمه وتجاوز عنه ......
هم صحي ه، لفظ مذکر دی، او مراد ترې مجرد مړې وي، چې هغه هم مذکر لفظ دی،
هغه که دښځي مړي وي، او که دسړي وي.
همدارنګه داسي هم صحي چې ووايي:
اللهم اغفر لها وارحمها وتجاوز عنها ...
دمؤنث په صيغي سره، او مراد به يي ترې نفس وي، نو نفس کلمه مؤنثه ده، خو ټولو
ته شامليږي: دسړي نفس ته، دښځي نفس، او هم دماشوم نفس لره.
په درنښت