نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سره استعمار د ماتې شلمه کالیزه نمانځل
ډاکتر وطنمل
27.01.2009
[color=blue:a58becdc30]درنو خویندو او ورونو ، د قلم او نظر خاوندانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
شل کاله وړاندې د سلواغې دمياشتی په ٢٦ نيټه له افغانستان څخه دپخواني شوروي د يرغلګرو پوځیانو وروستنی سرتیري ووت ٠راځی چه له خپلې خاورې څخه د سور استعمار د اشغالګر پوځ د وتلو دغه ورځ په علمی ، ادبی او تنقیدي لیکنو سره ونمانځو او زیار وباسو چې د ګران افغانستان د اوسیزې او راتلیزې له پاره ترې سماندیزې اوهر اړخیزې نتیجې اخیستنې هم وکړو .
دا تاسې او دا مو د لیکنو ډګر ![/color:a58becdc30]
باتور
27.01.2009
سور استعمار خو ووت، خبره يې هم خلاصه سوه !
راځئ چي د تور استعمار کليزي ولمانځو !
په درنښت
Re: د سره استعمار د ماتې شلمه کالیزه نمانځل
pattang
27.01.2009
دپرون ورځې سره استعمارګرو ( په نوم نه په عقيده ) ته نن ورځ کرزی او دهغه ملګري (شمالي ټلوال) بيا لکۍ وهي ٠
تېرې هم ښې دي خو که پند او عبرت ترې واخلو ٠ زمونږ ننۍ ورځ له هغه نه ډېره
خرابه ده خو ټول خلک سوټ بوټ ناست دي ځينې په دالرو شخوند وهي اودځينو
خوشې پياګې وتلې دي٠
دپښتنو دکلک عزم او بيداري په هيله
[quote:ca14d579a2="ډاکتر وطنمل"][color=blue:ca14d579a2]درنو خویندو او ورونو ، د قلم او نظر خاوندانو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
شل کاله وړاندې د سلواغې دمياشتی په ٢٦ نيټه له افغانستان څخه دپخواني شوروي د يرغلګرو پوځیانو وروستنی سرتیري ووت ٠راځی چه له خپلې خاورې څخه د سور استعمار د اشغالګر پوځ د وتلو دغه ورځ په علمی ، ادبی او تنقیدي لیکنو سره ونمانځو او زیار وباسو چې د ګران افغانستان د اوسیزې او راتلیزې له پاره ترې سماندیزې اوهر اړخیزې نتیجې اخیستنې هم وکړو .
دا تاسې او دا مو د لیکنو ډګر ![/color:ca14d579a2][/quote:ca14d579a2]
باتور
27.01.2009
زه نه پوهېږم چي زموږ هوښياران ولي دومره بلا وهلي چي د نننيو دردونو د دوا په ځای، خوار ولس ته د پرونيو زخمونو او پرارونو قصې کوي، او خلګ په پخوانيو تېرو شويو کي تاو را تا ووي !
چي تېــــــــــــــــــــــــــر شو هغه هېـــــــــــــــــــــــــــــــــر شو !
راځئ چي د دې نويو استعمارګرو په اړه وګړېږو !
په درنښت
هیښ
30.01.2009
سلامونه
که شل کاله مخکې سوراستعمار په فزيکي لحاظ ووت ،مګر په بل شکل او جامه دشمال دټلوالې دجنګي جنايت کارانو اوستميانو له لوري يي خپل حضور او جنايت تراوسه ساتلئ او دوام يي ورکړئ او هغه ناورين او مصيبت چه ددوئ دسياسي حراميانو په وسيله شروع شوئ و لا نه دئ ختم شوئ ، اوپه خپل نامرئي لاس سره چه دستمي +پرچمي چپنې دلستوڼي نه راوتلئ د غربي استعمار مستقيم تجاوز ته يي هم زمينه مساعده کړه او دغربي استعمار سره په ملګرئ کې يي دافغان وولس زخم نور پلن اوژورکړ.
دسره استعمار په وتلو سره افغان وولس ديوه متجاوز داستبداد څخه ظاهراا نجات پيدا کړ ،مګر هغه استبداد چه دداخلي وطن فروشانو ،جنګي جنايت کارانو او تعصبي کړيو نه جوړ شوئ و او دسره استعمار په اشاره ،مشوره اومالي مرسته يي ننګين ژوند اوفعاليت کولو په ډير مکارانه او شيطاني ډول برقرار شو او افغان ملت ددوئ په بل شوي اورکې په ډيره بې رحمئ اوسقاوت سره سوځيږي .
سوراستعمار دميليونونو افغانانوپه شهادت او دوينې په بيه ،دميليونونو دمعيوب توب او مليونونو دمهاجرت اواوارګئ او دټول افغانستان په کڼډواله د بدليدوپه قيمت ظاهراا ووت ،خو دسره استعمار دجيره خوارانو او دانسانيت او بشريت نه خالي تش په نامه د اسلام دټيکه دارانو په خاينانه کړنو سره يي پټ اشغال دامريکايي ښکاره مستقيم تجاوز اواشغال سره څنګ په څنګ دوام لري اوافغان مظلوم ملت نه تنها چه دخپل برحقه مبارزې اوجګړې ثمر ونه ليد ،بلکه ددومره لويو قربانيو او فداکاريو په عوض کې دسر ، مال اوناموس مصئونيت اومحفوظيت يي هم له لاسه ورکړ.
دسره استعمار د وحشيانه تجاوز او بيرته اخراج نه دوې نتيجې او پيغامونه اخستئ شو :
اول داچه افغان وولس په خپلو بي شماره قربانيو او تلفاتو دتاريخ په روايت اوادعا (چه افغانان داستعمار او خارجي استبداد دله منځه وړلو په مبارزه کې ترمال ،سر او ځان تير دي او ټول تاوانونه ،سختئ ،مرګونه ،زجرونه او زيانونه مني ،خو غلامي او مرييتوب نه شي منلائ او دهريوه متجاوز په مقابل کې ترهغه جنګيږي ،ترڅو چه يي دخپلې خاورې نه شړلئ نه وي )په نني عصر کې دتاييد او ثبوت مهر ولګاوه او ټولې نړئ ته يي وښودله چه يا خپلواکي او يا مرګ.
دوهمه داچه افغان وولس لکه دتيرو په شان دخارجي استعمار او استبداد نه ځان ته نجات ورکړئ دئ،خو دداخلي استبداد او ستم په پيژندلو او محو کولو کې پاته راغلئ او خپله ازادي يي دداخلي استبداددچنګال نه حاصله نه شوائ کړائ .
سياسي قدرت چه يوازې د وولس حق او ملکيت دئ ديو شمير ستمګرو پاچاهانو او اميرانو له لوري ددرباري او اخستل شويو روحانيونو په ديني فتواوو سره هميشه قبضه شوئ او په ملت يي تر خارجي استبداد بدتره ورځ راوستلي ده ،همداوجه ده چه دخپلواکئ څخه يي چه دوينو په قيمت يي لاسته راوړې وه. سمه او مناسبه ګټه وانه اخيسته او بدمرغي يي ختمه نه شوه .
اوس چه افغانان دخپلې خپلواکئ دپاره بيا په ډيره ميړانه او بيباکانه ډول جنګيږي
بايد تيرې شوي ترخې تجربې تکرار نه کړي او دخپلې دازادئ غوښتنې دمبارزې په مسير کې څومره چه دخارجي استعمار او استبداد په مقابل کې په ميړانه جنګيږي همدومره بايد دداخلي مستبدينو او دهغوئ د بانډونو په مقابل کې نه پهخلاکيدونکي مبارزه وکړي ،خپل صف او ليکې دهغو اشخاصو اوعناصرونه پاکې اوتصفيه کړ ي چه داستبداد اوستم ذهنيت او تفکر يي په مغزو کې چکر وهي او دوولس ازادي په مختلفو بانو ،توجيهاتو او تفاسيرو ترپوښتنې لاندې راولي او غصبوي يي .
افغان وولس بايد د ورسره مخامخ ستونزو دحل دپاره دې سوال ته دقيق ځواب پيدا کړي چه :
دڅه دپاره او دچا دپاره قرباني ورکوي ؟
ايا ددې دپاره چه بيا يو شخص يا يوه ګروپ ،ډله او يا تنظيم او ګوند په خپل ځان حاکم کړي او دخارجي استبداد په ځائ يوه کورنئ، مذهبي ،قومي ،ژبنئ او سمتي استبداد برقرار کړي ؟
او
يا سياسي قدرت چه دوولس مشروع حق دئ او واک يي دوولس سره دئ دخپلواکئ نه وروسته چا ته ، تر کومو شرايطو لاندې او دڅومره مودې دپاره سپاري ؟
نتيجه دا چه :
ترڅو چه افغان وولس ددواړو استبدادونو دپيژندنې او دهغوئ دنابوديدلو وړتيا او اړتيا درک نه کړي اوپه خپل وخت سره يي دورکيدو غم ونه خوري ،يو استعمار به وزي او بل به راننوزي اومصيبت اوغميزه به يي همدا ډول دوام لري او دمالونو په شان به ددوئ سرونه غوڅيږي ،دا مهمه نه ده چه واده دئ اوکه خيرات دئ .
مننه
ډاکتر څپاند
30.01.2009
استعمار هم تور او سپين لري؟
http://pa.farsi.ru/doc/72.html
sabawoon azadkhial
31.01.2009
تور استعمار د سره استعمارڅخه ډيرزيات بد دی. سوراستعمار هم خپل جنايتونه وکړل خو يوه سياسي-اقتصادي تيوري وه چې دخاصې برنامې په اساس يي فعاليت کاوه. دسوراستعمارنړيوال سيستم له اويا کلونو وروسته ناکام شو. خو له ناکامۍ وروسته ددغې تيورۍ پلويانو اوتمويلونکو په نړيواله کچه په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړاوله هرډول فعاليت څخه يي لاس واخيست. نه يې ښوونځي وسيزل او نه يي خلک ووژل.. هيڅ چا به نه وي اوريدلي چې په افغانستان ، روسيه اويابل کوم پخواني سوسيالستي هيواد کې دپخواني نظام دميلونونو پلويانو څخه کوم چا څوک وژلی وي اويايي دبيا قدرت په لارکې کوم تخريبي فعاليت کړی وي. په دې مانا چې يو کلتوريي خو يی درلود. خورابه شو دتورې ارتجاع توراستعمارته چې نه کلتورلري او نه اخلاق. ټول عمريي تخريب اووژل خپل کسب ګرځولی دی. دوی هميشه دعلم اوپوهې په ضدوو او دي. هميشه په ډالرو اخيستل شوي او خرڅ شوي دي. دوی هيڅ کله هم روښانه سياسي - اقتصادي پاليسي نه درلوده او نه پرې پوهيدل. لږه موده چې قدرت په لاس ورغی څه يي وکړل؟ خوبيا هم نه شرميږي اوخپلې بې شرمۍ ته دوام ورکوي.
pattang
01.02.2009
او په توره شپه کې دسباوو ن ازاد خياله !
يو څه فکر وکړه :
که څه هم ما څو واره ټکر درسره کړی دی خو خبرې دې سياسي او پلوي دي زه
مسئوليت احساسه وم اودادی ستا د ناوليو خبرو ځواب درته ليکم :
ګوره څومره تياره يې :
دکمونستي او سوسيالستي تيوري زانګو او داربکيانو
مرکزونه خوپوهنتون دارالمعلمين، ابن سينا ، رحمان بابا ،... او نور ښونځي وو
نوکوم لوده به د خپلوپلويانو ځالې سوځي او ړنګوي به يې ، هغوی ستاملګرو
ډېرې مدرسې ، ډېر مسجدونه ، ډېر دهقانان، ډېر سپين ږيري ، ډېر روحانيون
له تيغه تېر کړل ، ته لانه شرمېږې او وياړ هم پرې کوې ? نالت او تپ لا نت پر داسې
ګوډاګيانو چې پردی مادي او معنوي کلتور يې په اولس په زورعملي کاوو او په
لکونو انسانان يې له خاورو لاندې کړل ، دا هغه بې ناموسان وو چې په ځيګر کې
هيڅ نور شی نه لاره ، خو تل به يې د کارګرو د ديکتاتوري نارې وهلې ، پر دې
بې موسانوکې ،مفعولان ، نالايقه ، نسوار پک ، بې پوهې ، تنبل ، صحنه يې او
نور هرزه عناصر له غله نه نيولې تر قمارباز او 420 پورې ټول پکښې پټ شوي
اوشامل شوي وو٠ دې بې ناموسانو يو شی زده وو : خبرې خبرې او دوست هېواد
شوروي ٠ حتاتر دې حده پورې زه دسترګو شايد يم چې يوازي دشوروي غيبت
دبنديخاني نه نيولې تر وژنې پورې يې جزا لرله ٠ ددې بې ناموسانو نا لايقو
شرابخورو توره دوره به دافغان اولس هېره نکړي٠دا بې ناموسان اوس هغه غرب ته راتښتېدلي دي چې په خپل وخت کې به يې
ناولی امپرياليزم باله او اوس دهغو امپرياليستانو خيرات په مړو سترګو خوري .
کوم کلتور يې لاره ! کلتور څه مانا ،ته د کلتور په مانا څه پو هېږې ?
کلتور يواځې دنجونو سره ازادي، لکه خره ترکې چې اعلان وکړ ، شراب او نورو
بدو اخلاقوته نه وايې ? دغو لنډغرو غيرې افغاني غيرې اسلامي پردی کلتور
کاپي کاوو ٠ دوی که نران وی خو خپل کلتور به يې پاللی و.
بل ځای٠ ليکې :
دجنګسالارانو دمحاکمې په هيله :
ته دا جنګسالار ان په چا محاکمه کوې ? له قاتل ، بې پوهې ، مفعول ، قاچاقبر
نه دهغه پرخپل ځان محاکمه غوښتل لودګي نده ?
اوکه د رژيم بدلون او داشغالګرو وتل غواړې ? او بيا ستا ادعا ?
نالت پرهغوی چې دداسي وحشت او هولو کوست ( holocaust ) پلوي کوي٠
نالت په صليبي اشغالګرو او دکرزي په ګوډاګي مذدور فاحش دولت٠
[quote:51b575d23b="sabawoon azadkhial"]تور استعمار د سره استعمارڅخه ډيرزيات بد دی. سوراستعمار هم خپل جنايتونه وکړل خو يوه سياسي-اقتصادي تيوري وه چې دخاصې برنامې په اساس يي فعاليت کاوه. دسوراستعمارنړيوال سيستم له اويا کلونو وروسته ناکام شو. خو له ناکامۍ وروسته ددغې تيورۍ پلويانو اوتمويلونکو په نړيواله کچه په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړاوله هرډول فعاليت څخه يي لاس واخيست. نه يې ښوونځي وسيزل او نه يي خلک ووژل.. هيڅ چا به نه وي اوريدلي چې په افغانستان ، روسيه اويابل کوم پخواني سوسيالستي هيواد کې دپخواني نظام دميلونونو پلويانو څخه کوم چا څوک وژلی وي اويايي دبيا قدرت په لارکې کوم تخريبي فعاليت کړی وي. په دې مانا چې يو کلتوريي خو يی درلود. خورابه شو دتورې ارتجاع توراستعمارته چې نه کلتورلري او نه اخلاق. ټول عمريي تخريب اووژل خپل کسب ګرځولی دی. دوی هميشه دعلم اوپوهې په ضدوو او دي. هميشه په ډالرو اخيستل شوي او خرڅ شوي دي. دوی هيڅ کله هم روښانه سياسي - اقتصادي پاليسي نه درلوده او نه پرې پوهيدل. لږه موده چې قدرت په لاس ورغی څه يي وکړل؟ خوبيا هم نه شرميږي اوخپلې بې شرمۍ ته دوام ورکوي.[/quote:51b575d23b]
ډاکتر څپاند
01.02.2009
ښاغلی sabawoon azadkhial صيب،
کله چه څه ليکی ،کوښښ وکړه چه خپل مقصد واضح وليکی،او کنه نو ځينی
تندخويه اودنازک احساس څښتنان به ډير متاثر کړی چه پايله به يي چندان خوند
ونلری٠تاسو په خپله ليکنه حتي هوګو چاویز،هغه څوک چه دفلسطينيانو په
خاطر ئی اسرايلی ډيپلوماتان له خپله ملکه وشړل،هم دبدو ردو مضمون کړ٠
که ټوله دنيا يوی خوا او صرف يو څو روښان انده افغانان بلي خوا شي،هغه څه
چه امين،ترکی،کارمل او ياد هغو ددسترخوان انډيوالانو وکړه او ياهم هغه څه
چه صياف،ربانی،دوستم،مجددی،ملاعمر،احمدشاه مسعود،کرزی
ا و ددوی دکاسی انډيوالانو سرته رسولی،ددفاع وړ ندی٠ډير خلک به تلاش وکړی چه دثور د کودتا رادیخوا دمختلفو چپ يا ښي ډلو
په طرفدارۍ وياوی او ليکنی وکړی،مګر لمر په دوه ګوتو پټيږي؟؟
sabawoon azadkhial
01.02.2009
ښاغلي څپاند سافي صيب
که تاسې زما ليکنه يوځل بيا ولولی نومعلومه به شي چې ما د خلقيانو او پرچميانو څخه ملاتړ نه دی کړی او دليکنې په پيل کې مې دهغوی جنايات ياد کړي دي. خوبايد هيرنه کړو چې جنايات کاران هم فرق لري اوبايد له واقعيتونو سترګي پټې نه کړو..تاسې به دهغه کفن کش کيسه اوريدلي وي چې له قبرونو به يي له مړو څخه کفنونه غلاکول، خوبيا يوبل کفن کش پيدا شو چې دکفن دغلانه علاوه به يي د مړي په شالرګی هم ورمانډه. نوخلکو بيا لمړي کفن کش ته دعاګانې کولې چې ددويم کفن په تناسب دومره ظالم نه و.
په يوه بې پرې سروې کې چې افغانستان کې دډاکټر نجيب په باره کې شوې وه، ويل شوي چې که هغه ژوندی وی اوځاي يي جمهوري رياست ته کانديد کړی وای نو په غوڅ اکثريت به ټاکل شوی وای. ايا ډاکټر نجيب يو کمونست نه و؟پس له دې څخه بايد درس زده کړل شي چې خلک له دې حالت څخه هماغه ته ترجيح ورکوي..
سوراستعماريواځې يوځل.دبشري تاريخ په اوږدو کې راڅرګند شو، ۷۰ کلونه يی تلاش وکړ چې دمارکسيزم - لينيزم دتيورۍ په اساس يونوی نظام مسلط کړي خوداچې دغه نظام په زور اوجبرولاړو اوطبعي نه و نوځکه له منځه لاړاو د ابد لپاره پناه شو. اوس هغوی پخپله په دې اعتراف کوي چې يو غلط شی و اونوريی پلوي نه کوي که څه هم ډيرزيات جنايات يي په دې لارکې ترسره شوي دي. نو دکلتورخبره له دغه ټکي څخه راپورته شوه. چې ناکام شوې بايد اعتراف وکړي او نوربس کړي.
خوتوره ارتجاع هيڅکله داکارنه کوي. هم د مجاهيدينو په نوم او هم دطالبانو په نوم حکومتونه وازمايل شول خونتيجه يي ټولو هيوادوالوته ښکاره ده.دشاشجاع دورې ورپورې شرف درلود. ولي دغه خلک بياهم لاس نه اخلي اودخپل اصلي ځای جومات څخه د تخت په لورهرډول انساني جنايت باندې اسره نه کوي.
په شاهي نظام، جمهوري نظام ، خلقي نظام اود تاريخ په ټولو دوروکې همدغه توراستعماردپوهې اوعلم مخه ډب کړې ده اوتل يی خلک په توره تياره کې ساتلي دي. دامان الله خان ددورې نه وروسته او دمخه تاريخ ولولی اوبيا قضاوت وکړی.
پتنګه!
لومړی کوښښ کوه چې خپله خونسردي وساتې. احساساتي کېدل د ناپوهۍ نښه ده. هغه څوک احساساتي کيږي چې په بحث کې ناکام شي او په دليلونو د خپلې وينا څخه دفاع نه شي کولی.
که اوس هم په تمه يي چې ملاعمربه راشي خو دا ارمان به دې قبرته يوسي. هغه چې په قدرت کې واوحکومت يی درلود دنړۍ له دوه نيم سوو هيوادونو څخه يوازې ۲-۳ هيوادونو په رسميت پيژندلی و. دا دشرم خبره نه ده؟ اوهيواد يي ديوويشتمې پيړۍ څخه دمنځنيوپيړيوتياروته بو نه ته؟
موږ ټول دحکومت بديل غواړو خو نه د ملاعمرحکومت. که يوازې دوه انتخابه وي چې ملاعمرکه کرزی ، نوحتمي ده چې خلک به کرزی ته برتري ورکړي که څه هم د خارجي قواو په مرسته خپل قدرت ساتي.
که يوبل ملي بديل غواړې نو نوم يي واخله چې زه هم درپسې ودريږم. خو نو دملاعمرپسې.
زه وايم: دجنايت کارانو دمحاکمې په هيله!
داخو يو هيله ده او داچې کله اوڅوک به يي محاکمه کوي بيله خبره ده. په تا ولي بده لګيږي. اويا خوله بده مرغه د جملي په مانا نه پوهيږې.
pattang
05.02.2009
[quote:7660af8b77]موږ ټول دحکومت بديل غواړو خو نه د ملاعمرحکومت. که يوازې دوه انتخابه وي چې ملاعمرکه کرزی ، نوحتمي ده چې خلک به کرزی ته برتري ورکړي که څه هم د خارجي قواو په مرسته خپل قدرت ساتي. [/quote:7660af8b77]
داخبره دې دې دروغ ده که رښتياوی نو ته به هم د دې فاسدرژيم مخالف وې
ضرورندی چې طالب شې ! څرنګه بديل يې غواړې ? ديوه اجنټ پر ځای بل
اجنټ ? داخوهم يو بديل دی ، اوکه نه ?
انډيواله لدې نه غټ جهالت اونا پوهي به نوره چېرې وي :
دملا عمر مجاهد اخوند، زړور جهادي قومندان بلا دې سل ځله په مفعول ، اجنټ
بې کاره ، مداري ،دشورای نظار سپی او د cia لمسی چې ان نيکه يې لا د سقاويانو
سره دامانالله خان په خلاف پورته شوی وو بلا وګرزي٠ نور څوک خو يې ولا که
انتخاب کړي ، خود خرڅ شويو افغان ملت يانو اودسره ويروس دپرګنې لپاره
به کرزی او مشابه يې بهترين کانديدات وي ٠
سباوونه !
داچې سوسياليزم او ياکمونيزم غيرې طبعي نظام دی او ياکپېټاليستي اقتصاد
څرنګه دی ، وروره ددې سوالونو جوابونو ته ته څولمبره کم راته ښکارېږي .
٠زما نصيحت درته دادی چې په غربي معشوقه دې خپل ايمان مه خرابه وه که
پښتو، غيرت او اسلام در پکشې پاته وي٠
دغه کلمه (( توره ارتجاع )) چې ته يې په خوند ياده وې دچا خبرې دي ? چابه کولې
او څوک يې کوي? دا هغه کسان دي چې دننه نۍ غميزي مسئولين بلل کيږي او
مسئولين يې دي٠
ملا عمر زما پلار ندی او قومي مې هم ندی زما له پاره هغه لوری مهم دی چې په
هغه کې امن ،ناموس ، پښتو ، اسلام ، حقوق ، دسيپلين ، صداقت اونور انساني
کرامتونه او او لسي ملغلرې ساتلي وي ،نه هغه لوری چې ددغو اوصافو قبر او
انساني معيارونه ټول پکشې تر پښو لاندې وي لکه نن يې چې صليبي اشغالګر
قصدا د کرزي او پنجيانو له بانډ سره يو ځای ګډعملي کوي٠
دومره مغرور هم مه اوسېږه چې ټول غربي بادارن دې ورشي انشاالله دغه ملي او
اسلامي پاڅون ته به ماتې ورنکړي ٠
زه د خبرو احترام کوم خو چې څوک نه پو هيږي چېټي لګياوي اعصاب مې ورته
خرابيږي ٠
- ټول سياسي نظامونه دوخت او شرائطو تابع ،انکشافي او تصاعدي دي اوبس ٠