د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له ټولو پښتنو وروڼو څخه پوښتنه کوم :Ich frage alle Pashtunen

khostai
19.01.2004

اسلام عليکم ټولو افغانانو ته.
زه د ټولو پښتانو ورڼو نه داغه پوښتنه کوم چي ولي د پښتنو مشران ډير زر خاينان کيږي
دمثال په توګه زه د يو وﻻيت والې پيژنم ، کله چي د والې مقرر شو نو موږ ډير پري خوښ شو. اوس له ده څخه ډير لوي غل او رشوت خور جوړ شوی دی.. نوموړی د جامعه شناسي د ر شتي نه فارغ شوي ، او بيا په
المان کي يې تحصيل کړی دی ، چې له دغسي سړي نه يو خا ين جوړ شي ، نو نوره به سړی د چا نه ګيله وکړې
تاسو څه نظر په ی باره کې لرۍ٠؟

[color=red:4f25847057]د ډهلي تخت هيره ومه چي راياد ګړم د پښتون خوا دغرو سرونه[/color:4f25847057][colo/color]و


Re: له ټولو پښتنو وروڼو څخه پوښتنه کوم :Ich frage alle Pashtunen

نقاد
22.01.2004

[quote:dc31b4c8bc="khostai"]اسلام عليکم ټولو افغانانو ته.
زه د ټولو پښتانو ورڼو نه داغه پوښتنه کوم چي ولي د پښتنو مشران ډير زر خاينان کيږي
دمثال پو توګه دخوست دوﻻيت والې چي حکيم تڼيوالي ېي نوم دی کله چي دی د
خوست والې مقرر شو نو موږ ډير پري خوښ شو. اوس چي له ده څخه ډير لوي غل او
رشوت خور جوړ شوی دی. دی چي د جامعه شناسي د ر شتي نه فارغ شوي دی او بيا په
المان کي. دغسي سړي چي يو خا ين جوړ شي نو نوره سړی د چا نه ګيله وکړې
تاسو څه نظر په ی باره کې لرۍ٠؟

[color=red:dc31b4c8bc]د ډهلي تخت هيره ومه چي راياد ګړم د پښتون خوا دغرو سرونه[/color:dc31b4c8bc][colo/color]و[/quote:dc31b4c8bc]

خوستی صيب ته سلام.
خوښه مو نه ده چې داموضوع ړنګه شي؟ ځکه داسي شخصي موضوعات او دهغي حقيقت څوک څيړلی او رښتينولۍ ته رسولی شي ؟ مونږ صرف هغه شي په کې ويلی شو چې تاسو يې پخپله هم واياست ، لکه دا چې رشوت خول ډير بد کار او د کرکې وړ عمل دی . خو متأسفانه پښتون د چا توپ او ټوپک، ټانکونو، بمونو اوتوغنديو ته نه تسليميږي ، خوپيسو ته يې ملاماته او سريې ټيټيږي . چې د لويي جرګې استازو د ډالرو بوجۍ تشې کړې او ملي ژبه يې پرې خرڅه کړه ، نو د بل چا څخه به څه ګيله وکړو . والسلام


Dr.Afzaly
22.01.2004

که ټول پښتانه يو مو ټی وای،نو په افغانستان کی به داسی جهالت نه واې راغلای٠دا ټول دپښتانه له لاسه،٢ کاله مخکي تقريبأ ٩٥ فيصده خاوره ېی په کنترول کی وه،اما د يوپردۍ تروريست په خاطر د پښتانه بيخ ېی بد نام کړل،حتی دخپل مورنۍ ژبي ماهيت او ملي توب ېی له ﻻسه ورکړه٠په درناوي٠


نقاد
22.01.2004

[quote:630c44e18a="Dr.Afzaly"]که ټول پښتانه يو مو ټی وای،نو په افغانستان کی به داسی جهالت نه واې راغلای٠دا ټول دپښتانه له لاسه،٢ کاله مخکي تقريبأ ٩٥ فيصده خاوره ېی په کنترول کی وه،اما د يوپردۍ تروريست په خاطر د پښتانه بيخ ېی بد نام کړل،حتی دخپل مورنۍ ژبي ماهيت او ملي توب ېی له ﻻسه ورکړه٠په درناوي٠[/quote:630c44e18a]

ډاکتر صيب هر کله راشئ ، هيلمن يم ټول افغان په خپلو ليکنو ﻻ رنګين کړئ ، له سلامونو او نيکو هيلو وروسته به د پورتنۍ موضوع په اړه همدومره ووايم چې ښايي طالب مشرتابه [color=red:630c44e18a]په دوه تيروتنو کې ښکيل [/color:630c44e18a]شوی وي،نو ځکه يې هر څه له ﻻسه ورکړل : [color=darkred:630c44e18a]يو دا چې مذهبي واکمني هم سياست ته اړ تيا لري ، او بل داچې سياست مذهبي واکمنۍ ته هيڅ اړتيا نه لري ، [/color:630c44e18a]، خو دوی په دې دواړو حقايقو نه پوهيدل ولې ځانونو ته يې بيا هم عالمان ويل . دوی ثابته کړه چې تعصب که مذهبي وي اوکه غير مذهبي، د انسان سترګې ړندوي ، په سياست کې دولت او ټولنه د تباهۍ کندې ته سر د ﻻندې غورځوي ، البته ستاسو هدف هم د پښتنو د يو موټي کيدو څخه ښايي دغسې يو وحدت او اتحاد وي چې مذهبي تعصب ته يې ﻻر او چانس نه ورکوﻻی او د ټول افغان قومونو او اتنيکي ډلو تر منځ يې ملي پوهاوی رامنځته کړی وای ، نو هله به د بن لادن په څېر يو بهرني تبعه اوترهګر هم مجال نه درلودای چې ددوی منځته داخل او ټول افغانستان د تباهۍ لمبو ته راکاږي . پوښتنه دا ده چې جهالت او جاهليت ، چې پر ضد يې الله تعالی ١٤ سوه کاله مخکې د اسلام سپيڅلی تنويري دين نړۍ ته راوليږه ، اوس د همغه اسلام په نامه پلی کيږي . ايا داسې جاهلان د اسلام دوستان دي که دوښمنان ؟



ع کريم حليمي
29.01.2004

ګرانوافغانانو اوپاڅونال صېب سلام !
افغان هر څه بی پيسوغواړی ٠ داکار داسلام د قانونه خيلاف دی ٠ بيله د اينرجۍ د مصرفه حاصل نسته٠
پښتون هغه څوک دی چې د تاريخ په اوږدو کی تر پيسو ندی تير سوی ٠ او نه ئی دبل تر پيسو ﻻس اړولی دی ٠
په دونيا کی قدرت ، علم او پيسی ډير رول لری چی دروسرو ته حد نسته دمرګ تر ګړيه ئی انسان جمع کولای سی٠ او پښتون يوازی دپيسو خوا نيولې ده ٠ لکه٠٠٠٠ په غارکی ئی ښخوی ٠ او ليډر شيپ نه غواړی٠
يو د ګوتو په تعداد افغانان سته چی دافغان دغم خوري په ناجوړی اخته دی علاج ئی زده او دوا ئی پلاس کی نسته
چې د ملت علاج په وکړی٠ دا دوا د دوو ډولو خلګو سره سته ٠ يو داخلي او بل خارجی
که د خارجه دوا يو څوک راوړی ٠ هغه دعلاج د دوا په نامه دتسکين دوا ور کوی ٠ چې ملت ظاهره په ارام کړی ٠
چې اصلأ دغه دوا ئی دمرګ سبب ګرځی ٠ نوهغه دکوتو په تعداد خلګ نورهم زيات زحمت احساس کړی٠
او هغه دوا چی په داخل کی د خلګو په ﻻس کيده ٠ و هغو خلګو ته په ﻻس نه ورکوی چی علاج ئی زده دی ٠
ولی چې ملی مشر پيسی غواړی چې سپورټ سی ٠ او د پيسو ورکړه په افغان کی معروفه نده٠
د ګوتو په تعدادخلګ (صاحب نظر)
اوس به مشکل څنکه حل کيږی ٠
ګرانو غم خورانو دملت! هيڅ دملت مشر بيله پيسو مخ ته نځی مسلمه خبره ده ٠ يو عمده سبب ډالرونه وه چې روس مات سو ٠
هر څوک چی دا قدرت لری راوه دی وځی منځ ته ٠ او اعلان دی وکړی دپشتنو (افغان) دمشرۍ
اوخپله مرامنامه دی په ټول افغان کی وليکی ٠
اوهر هغه افغان چی ځان د پښتو ، پښتنو او افغان په غم ناجوړه ګڼی لاس سره ور کړو او او ددغه مشر مصرف پر غاړه واخلو ٠
ګران ورور سوال کړی ٠ چې ولی د پښتنو مشر پسله ډير لږ وخته خاين سی ٠
جواب ٠ ولی چی د افغان د روپو په زور ندی راغلی او ده کاره ئی نسو استلای ته ئی بادار نه ئی (بادارئی خارجی پسی دی ) که د افغان په روپو مشر تعين کړه سی نو طبعأ به د افغان دپاره کار کوی ٠ که ئی کار نکاوه موږ به ئی دکاره څه بيکاره کوو ٠ او بل مشر به ځانته پيدا کړو ٠
ستاسو د نظر په انتظار
حليمي


Azad Nazer
07.02.2004

:oops:
:oops: :oops:
:oops: :roll: :oops:
:oops: :oops:
:oops:

زه به درته دخپلو سترګو ليدلې حال ووايم :

دا دهغه وخت کېسه ده چې داستاذ رباني دپاچاهۍ نه ﻻ کال نه وو تېر شوې ٠ که دهغه څه چې ما په سترګو ليدلي ، دلته په ځور او ځېر وليکم نوپه سلو پاڼو خو بې ښې -بې بدې قسم خورم چې پرې ډکې به شي ، فکر کوم دومره به بس وي چې په موضوع پورې يې وتپم ٠ ستاسونه به يې څه پټوم خو چې دا کرښې ليکم نو ماغزه مې په کوپړۍ کی خوټکيږي ، او هغه دې د (( هزار-راه او هزار خېلو )) زامنو ته چې دوی د پېړيو پېړيو راهيسی سړي نه شول ، نه يې ځان وپېژانده اونه بل ، نه پخپله څه جوړولای شي او نه بل پرېږدي چې جوړ يې کړي ٠
داږدې مودې مهاجرت ، دپېښور ماشو ، ښوروا اوبو ، پرلپسې ګرمۍ ، دريګشو او ټوکرۍ شکلوبسونو لوګو او غرهارو دومره تنګ راوستی وم چې يوځل دخپل وطن روح افزا سيليو او بادونو ته نه وای تلې -زړه مې کله صبر کاوه ٠ څه سر به مو دردوم خو د ملګرو ملتو د مهاجرينودارې په موټر کی د ډرېور او يو بل همکار سره له پېښوره دکا بل په لور وخوځېدم ٠ په هغه وخت کی چې دهېواد په پرېښودو اړشوې وم ، په هدغه لاره دهډې پورې تللې وم ٠ په هغه وخت کې دتالاشۍ ځايونو ته (( پوستې )) ويل کېدې خو دمجا هدينو دتنظيمونو دورتګ سره پاکستاني اصطلاحات چې زمونږ غور نيکونو نه وو کارولي ، هم دغو په اصطلاح مسلمانانو له ځانه سره راوړي وو ٠ يو له هغو څخه د (( پاټک )) اصطلاح وه چې په هرو درې کيلو مترو کی به پر ملي سړکونو يا پړې غزول شوې وو يا به پرې دلرګي بش برابرا شوې وو ، له هغه پاټکه به خدا ی په خپلو قدرتونو اړولې چې د قوماندان بېريش به دکلاشنکوف سره ولاړ وو٠ لنډه داچې سروبي ته م ورسېدو ، دسروبي له چوپالي بازار نه لا نه وو اوښتي چې دتورو جامو او پټکي يوغل دسړک منځ ته را ودنګل او خپل کلاشينکوف يې مونږته ونيو اوله موټره يې پلي کړو بس دوژلو قسمت به مو نه وو بل موټر داوو کسو سره راغې ، بس دغو تش په نامه پوښتنو دملګرو ملتو موټر واخست او مونږ يې پرېښودو، دماښام تيا ره لګېدلی وه چې دمسلمانانواوازبک ګيلمجمانو تر کنترول لاندې کابل ته ورسيدو٠ بس دموټر په لټون پسې مو نه دنجيب خطر جبهه پرېښوده ، نه دحکمت يار صدارت او ان تردې چې قاضي امين مو زرداد ته سروبي ته وروست خو څوک وو چې په چا يې ثبوت کړي ٠ زمونږ دبده بخته دسروبي لار هم وتړل شوه ځکه چې مسلمانان او بياپه اصطلاح پښتنانه قوماندانان پخپلو منځونوکی دغلاپه مالونو وران شوي وو ٠ مونږ مجبور شو چې بېرته کابل ته لا ړ شو او له هغه ځايه د لوګر او ترې منګل په لاره ځان پېښور ته ورسوو ٠ همداسې مو وکړه او د پل محمودخان څخه چې پخواتربيني حصاره پورې دلسو دقيقو لار وه ،مونږ په درې ساعته کې ووهله ځکه چې دميني بس سپرليو ويل چې که په سمه لاړشو نو دشاه شهيد ا وبالا حصار ازبک ګيم جمان به په تن راته کالي هم پينږدي ، څه خبر وو چې جهادي لوټماران هم دهغوی نه کم نه دي ٠ هر قوماندان ته په ساعتونو درېږه او بيا سړي سر درې زره افغانۍ ورکوه او بيا يې له سيمې تېرېږه ، دغه زمونږ حال وو ٠ ځاځيو ته نږدی يو کوچي ودرولو ، اودکلاشنکوف سره موټر ته راوخوت ، خواوشا يې وکتل چې ښځې او ماشومان هم په دغه موټر کی سفر کوي خو پرځای ددې چې اسلامي اويادپښتونولۍ ادابو ته وګوري ، په پوچه خوله کابليانو او سپرليو ته ګواښېده خو چې پيسې موورکړې نو بيا يې پرېښودو٠ زه دټولو نه په يو څو ازبکو چې زمونږ سره يې سفر کا وه ، ډارېدم اوګمان می کاوه چې کېدای شي دګيلم جمانو په نوم ورته ضرر ورسوي مګر برعکس ، پښتانه به يې په پيسو ډېر دهګل ، لکه په يو ځای کی يو کوچې راته د بس په دروازه کی ودرېد اودپښتونولۍ تقرير يې شروع کړ، ما خپل ملګري ته مخ ورواړاوه او ومې ويل چې ګوره صحيح پښتانه هم شته چې په پښتو او ننګ کلک ولا ړ دي ، خو دتقرير دختمېدو سره سم يې وويل چې پښتانه تلای شي اوګيلم جمان راڅخه په خدای که لاړشي ، دنيم ساعت مرکو او جرګو نه يې دا ومنله چې دسړي په سر درېنيم زره افغانۍ راکړۍ نو بيا موپرېږدم ٠ دغه پښتون خپل يو تاليڅټي ته امر وکړ چې دسپرليو نه پيسې راټولی کړه ٠ کله چې وار ماته راورسېد نوما ورته وويل چې قوماندان صېب خو وويل چې پښتانه ازاددي ، تلای شي ٠ خو دقوماندان تاليڅټي راته په خپل شان او شوکت وويل چې (( زغله ، پښتون مختون دی نه پېژنم -پيسې راکوې که درنه وايې خلم ٠ بس په حساب پوره می ورکړې او ځان می تری خلاص کړ ٠
زه دا نه وايم چې صحيح او حقيقي پښتانه نه شته ، شته مګر واک اوملاتړ نه لري ٠ چې ځان ته پښتون وايي نو بيا خېل ته څه ضررت مګر په تأسف پښتانه ددې سيارې ځانګړي مخلوقات دي چې د زرو څخه په زياتو خېلونو وېشل شوي اوهر خېل دبل خېل نه ځان پردې کڼي ٠ همدغه خېلونه ددې سبب شوي چې ملي لارښوداو مشر نه لري ، همدغه خېلونه ددې سبب شوي چې دومره زياتې دښمنۍ پکی موجودی دي ٠ همدغه خېلونو دوی له لارې بې لارې کړي ، همدغه خېلونو دوی نه دي پرېښي چې دګډ ژوند اوګډ ملي احساس په روحيه وروزل شي ٠ همدغه خېلونه وو چې دهر پښتون اولس مشر سره دخيانت او بې وفايي سبب شوي ، همدغه بې شمېره او بې ګټې خېلونه دي چې ددوی دملي پېژندګلوۍ مخه يې نيولی ، همدغه خېلونه وو چې هر پښتون باچا يې بې غوره کړې او يا يې يوازې خپل خېل ته متوجه کړی ، همدغه خېلونو ورته بې ځايه غرور ورکړې ، دپيسو په وړاندی يی کمزوره کړي اودملي ګټو او اقتصا د څخه يې بې برخی کړي ، لنډه دا چې هر اړخ يې وڅېړې ، ددوی دخېلونو مستقيم تأ ثير به پکی وي ٠ ځکه خو ستر ليکوال او شاعر ، ښاغلي خوشحال خان خټک وييلي :

چې هر څويې جوړومه نه جوړيږي :? پښتانه دي دګږو کاڼړو دېوال

زه نو ددوی په کوم شي لومړې وژاړم ، ددوی په خېلونو، غفلت ، بې اتفاقۍ ، بې سرنوشتوب ، جهالت ، افراط ، وروسته والې ، دوښمنيو ، وچ غرور ، بې کارۍ ، بدبختۍ ، بد نومۍ ، اوکه رنځونو٠
دوی چې څومره په اسلام کلک دي هغومره يې نړۍ دصحيح مسلمانانوپه توګه څه چې نفرت اوکرکه ترې کوي ٠ پاتې شوه پښتونولي ، ددې نيجه هم دا شوه چې ديوه فراري عرب چې په مقدس مقام کی يې هم ځای نه درلود ، په خاطر دټولو پښتنو نوم په نړۍ کی بد شو ٠ او مشران يې هم لکه ملا عمر چې ديوې سپږې لپاره يې ټول پوستين اورته وغورزاوه٠ دغسې مشر به څوک ومني چې دخپلو پښتنو څخه يې پردي فراري ته زيات اهميت ورکړ٠
ګيله به دچانه کوو؟

ازادنظر


م ن غروال
09.02.2004

ًٌُُُُُښاغلئ ازاد نظره وروره سلامونه درته عرض کوم
له بده مرغه داسی خلک چه د حقايقو او د هېواد د سياسي مسئلو د تحليلي او علمي ليکلو توان نلري نو د خپل مخالف اند په وړاندی له سپکو او سپورو کار اخلي٠ هغه څه چه تاسو پورته ليکلي دي، نه پکښي د چا پلوي ليدل کيږي او نه هم کومه ملي زيانمنتيا٠ واقعيت په ريښتيا ډير تريخ وي او زغمل يې دنارينه پر ښايست زياتوي٠ چاته څوک قهرمان، چاته څوک څنګه، دا د هر چا خپل نظر دی اما حقيقت د مسئلو هغه د لمر وړانګې دي چه نه ﻻ تراوسه چا په دوؤ ګوتو پټې کړې دي او نه هم پټيږي٠ تاسو که د ښاغلي حليمي ورور ليکل لږ په غور سره وګورئ ډير ساده اما خورا علمي، او دټولنې د نيمګړتياؤ د بنسټيزو ستنو مفاهيم له ځانه سره لري٠ افغاني ټولنه يوې ريښتيني ژغورنې ته اړتيا لرله او لري يې٠ زه فکر نه کوم چه ستونزې يوازې د طالبو وروڼو په بد ويلو او يا هم دهغوئ په مطلقه پلوي کولو، حل شي٠ ما مخ کي هم ليکلی دي چه مونږ کار زغم او په هېواد کی خپلو بچيانو ته د يوې ريښتني اسلامي اصولوسياسي پوهې روزلو، اړتيا لرو چه وخت ته ضرورت لري٠ بايد د يوه بل په سړه سينه د ميني او ورورګلوۍ په فضا کی سره واورو٠ تر څو خپله اصلي ملي اسلامي او افغاني سياسي ستونزې پيدا او په ګډه يې سره حل کړو٠ د مسئلو د وجود اصلي ټکي پيدا کړو چه له کومه او څرنګه راپيدا شول او ولې؟ حقيقت کي دا هماغه غير انساني او غير اسلامي کړه وو چه تاسو ورته ګوته نېولې ده٠ له همدغه ځايه پيل کيږي چه څوک يو، څوک وؤ، او اوس څوک شوؤ؟ چېرته پراته يو او څلور خوا مو څوک دي ؟ نړۍ څه کوي او څه غواړي او مونږ څه کوﻻی شو او کومه ﻻره به څه ډول او څرنګه غوره وي چه خپل ملي او اسلامي هيلو ته ځانونه پرې ورسوؤ؟ زه نه وايم چه څوک به پړه نه وي او يا به هم ستاسو ليکنې حقيقت ونلري، اما وړانديز ما دا دی چه د ستونزو او سياسي کړکېچيو ته د حل ﻻرې ولټوؤ٠ دا هم درسره منم چه نه يې خپله څه کړي دي او نه نور پريږدي او نه هم کومه ﻻرښونه ليکلای شي چه وکوﻻی شي د کومې ستونزې کومه د حلﻻره وي، بس يوازې يوه مطلقه پلوي ده چه په کولو يې د ملت هيڅ درد هم نشي درمل کيدای٠
هيلمن يم چه خدای ج مه کړه خوابدۍ شوئ نه وې او زما لېکنه البته تاسو ته نه بلکې هغو خويندو او وروڼو ته متوجه ده چه بعضې يې حتی له قلمي معاشرت او ادبه وتلي هم وي٠ په درناوې


Azad Nazer
11.02.2004

ښاغلې غروال صېب !
لکه څنګه مو چې نوم دې ، هغومره ددرون شخصيت څښتن ياست ٠ تاسو چې څه ليکلي ، په هغه کی نور څه نه ځايږي ٠ ستاسو له انصافه مننه ٠
د تاسف ځای دی چې ځينې په نامه پښتانه د مذهبي افراطيت په بنا د حقايقو څخه تر هغه حده چې خپل هېواد او خلکو ته هم ارزښت نه ورکوي ، په بې شرمانه توګه سترګې پټوي ٠ په حقيت کی دارنګه خلکو نه يوازی د پښتنو سره جفا کړې بلکه پښتانه يې د مرګ کندی ته غورځولي ٠ په افغانستان کی دوهابي مذهب درواجېدو نه زيات وخت نه تېريږي او په رسمي توګه دطالبانو دډلې له خوا پلې شوې ٠ زه دکبابيانو دکيمپ ديوه مسجد د ملا دفتوې شاهد يم چې ويې ويل چې وهابيان کافر دي ٠ په هر صورت دا د ملايانو تر منځ اخوډب دی اوددوی تبليغات وو چې نن په اسلام کی له ٧٢ څخه زياتې فرقې دي چې يو او بل سره په کفر تورنوي اونتيجه يې داده چې عاميان نه پوهيږي چې کومه ومني ٠ همدارنګه په نړۍ کی داسلام نوم هم همدغو ملايانواو په اصطلاح مجاهدينو بد کړې بل چا نه دې ٠
اودغه طالبي مرزايان خو وينې چې څومره منطق ، علميت ، رښتيا ويل ، انصاف ، صبر او حوصله لري ؟ دا خو يې لا هغه لوړ (( کلاس )) دې چې تر وزارته رسيږي نو فکر وکړه چې ددوی پلويانو به په شپږ کاله مطلقيت کی څه کړي وي ؟ واضح خبره ٠
کله چې کوم طالب لکه (( ضياګل )) دانګرېزي ډالرو انت په بل اچوي ، له خپلې ډلې ناخبره دی ٠که چېرې خبر شي چې ٥ ٤ ميليونه امريکايي ډالره يې يواځې له امريکا څخه ترلاسه کړي ، په ميليونه يې له پاکستان ، صعودي عربستان ، عربي امارات او ددوی انډيوال ، بن لا دن څخه اخيستي ، شايد لږ شرم وکړي او زما غوندی د خپل هېواد د خدمت ګار په وړاندی بيا ګستاخي ونه کړي ٠ تر ټولو زيات بايد محتاط وي چې ډېر طالبي انډيوالان يې ددوی په اصطلاح په کافر هېوادونو کی مېشته دي چې په هغوی دانګرېزانورحم و کرم ونه دروي ٠ اودا لا څه کوې چې که نور څه نه کوي نو ددوی دخپلو اصولو خلافورزي هم کوي ځکه چې اولادونه يې (( حجا ب )) نه مراعاتوي اودوی پخپله هره ورځ (( دسترګوزنا )) کوي ځکه چې هغه څه چې دوی د خوارو افغانانو لپاره بند کړي وو او مرتکبين به يې په کوڅو اوبازارونو کی په دورو وهل ، هغه هرڅه دوی پخپله کوي :wink:
هغه فارسي متل دی چې وايي : کور خود بنای مردم

په درنښت
دافغانانو ازاد نظر


م ن غروال
15.02.2004

ازاد نظره وروره سلام
ستا د لطف څخه مننه٠ زه درسره موافق يم چه له بده مرغه پښتانه وروڼه اوس هم د جهاد په نوم جګړې اور ته لمن وهي٠ پرته لدې چه شرايط، امکانات، اقتصاد، رهبري، د مسلمو اوزورواکو او شتمنو او ګاونډيو هېوادو ملتوب او ملګرتيا، ستونزې، ګټه او تاوان او،،او،،مدنظر ونېول شي ، مسلمان پښتون اولس د جګړې اور ته د اسلام کفر صليبيان او جهاد په نومو ورټېل وهل کيږي ٠ پدغه هکله ما يو ځل د ښاغلي طالب خان ورور سره هم لېکنيز بحث کړئ دی او که هغه ليکنې دې له سترګو نه وي تېرې شوي نو زه به يې درته دلته رانقل کړم٠ ځکه تکرار يې لږ اوږد او راته ناسم ښکاري، او فکر کوم د ، په عراق باندې بمبارئ،،، تر سر ليکنې ﻻندې هغه بحث تېر شوئ دي٠ په هر حال واقعيت دادې چه که مقتدر عادل جل شانه و عظمته د هېواد د کورنۍ جګړې جانيان او د زرګونو افغان مسلمان ځلميانو د وژلو مؤجبين يوې وطني ريښتني اسلامي محکمې ته په ﻻس ورکړل، نو دا ايمان لرم او تاسو ته هم ډاډ درکوم چه برأت ددغو خلکو به په هيڅ شکل داشکالو محاله خبره وي٠ څومره ارزښت لري چه يو مسلمان د اسلام علم صرفا کاپي نه بلکه، هغه په تحليل او غور سره د هر اسلامي نهي او امر د هغې د فلسفې سره ککرۍ ته وسپاري ترڅو ورڅخه د اسلام مقدس هيلې ترسره شي او د ناوړو ګټو پورته کولو امکان نور څوک ونلري ٠ په هر حال بل څه چه غواړم عرض وکړم هغه دادې چه تاسو پخپل اند کي يوازې نه ياست بلکه ٩٥ فيصده داسلام ملت درسره دي٠ الخصوص افغان ملت٠
خير تاسو خپل حقايق د اسلام مقدس سيورې ﻻندې د هېواد د ملي روغې جوړې او بيا ودانولو په هيله ليکئ که خدای ج کول هېواد به د يرغملو او دښمنو په امان شي٠ انشأالله تعالی٠
په درناوې


نقاد
15.02.2004

[quote:000ca9f7f8]سلام په ريښتونيو مسلمانانو .
نه پو هيژم چي ته ولي له ملا صاب او شيخ اسامه څخه خار خوري [/quote:000ca9f7f8]

عليکم سلام زلميه .
که خار ( اغزی) له ميخ ( ګلم جم ) څخه ښه هم وي، نو دا معنی خو نه لري چې سړی دې اغزي له ﻻرې څخه نه ورکوي او په خپلو پښو دې منډي . همميخونه او هم اغزي له رو پاکول او ليرې کول ضروري دي . له بلې خوا يو دوه ميخونه چې له پښو څخه څو ورځې وروسته ژر ويستل کيدای شي ، بيا هم تر هغو سلګونو سختو اغزيو څخه ښه نه دي چې په کلونو کلونو له پښو څخه نه وڅي ؟ طالبان چې نور هرڅو(( ښه )) مسلمانان وو، خو دسياسي جهالت استازي وو او په سياست کې يې نه يواځې د پښتنو په شمول د ټولو افغانانو ورځ بده کړې وه ، بلکې د پښتنو نوم او رنګه يې هم بده کړې وه . له دې نه معلو ميږي چې دوی ښه رسيدلي او پاخه اسلامي عالمان هم نه وو ، که نه په سياست کې به يې د ايران د اسلامي نګهبانانو د شورا سره په نړيواله سطحه څه ناڅه سياسي سيالي کولای شوه . د دين په نامه صرف دين پورې تړلې چارې لکه قضأ او محاکم ، له سترې محکمې څخه نيولې تر مرافعې او ابتدايې محکمو پورې، ملاامامت، مسجدونه او ديني مدرسې چلول ، د جمعې او اخترونو او جنازو په لمونځونو کې وعظونه کول اړه لري چې ښه پراخه برخه ده اوبس او د دنيوي سياست سره بايد سرو کار ونه لري .


Azad Nazer
16.02.2004

ښاغلې غروال صېب !
سلام مو دسترګو په لېمو منم او په درناوي کی مو کمې نه راولم ٠

دتېرې لويې جرګې ديوې افغاني خور په جرأت اوحق ويلو او دهغې په ځواب کی په اصطلاح دمجاهدينو درهبرانو عکس العمل نړۍ ته بيا ورنوې کړه چې دوی څومره ظرفيت او علميت لري ٠ دبېلګې په توګه دحضرت صاحب عقيده چې ښځې دنارينه په پرتله نيم حقوق لري ٠ دا خو لا دافغانانو په سياسي اومذهبي رهبري مقام کی د افغاني مېرمنو دحقوقو تظاهري اعتراف وو اوحقيقت دادې چې افغاني مېرمنې لا تراوسه اسلامي حقوق لکه دمېړه انتخاب ، دخپلې خوښې نکاح ، طلاق اوتعليم هم نه دي ترلاسه کړي نو طبيعي انساني حقوق به څنګه ترلاسه کړي ؟ ايا همدغه ملايان نه دي چې د صغيرو نجونو اوهلکا نو نکاح تړي ؟ خېر دا موضوع که څه هم دسالمې ټولنې دملا تير جوړوي ،اوپه دې ځای کی زمونږ دخبرو سره مستقيم تړاو نه لري خو ما ځکه دلته ياده کړه چې مونږ افغانان دنيوکو ،حقيقتونو او اصلاح توان نه لرو ٠ که په سياسي او مذهبي ډګر کی يې وڅېړو نو له خلقيانو او پرچميانو نيولی تر مجاهدينو ، طالبانو او تر ننيو چارواکو پورې له مطلق اوافراطي عملونو څخه کاراخستل شوې دی او دغه بيا ددې سبب شوي چې يوپر بل بده اغېزه وکړي ٠ افغاني سياست اومذهب ديوبل په اموروکی مداخلې ته اړشوي اوداسی يو چاپېريال يې جوړ کړې چې د هر اړخيز پرمختګ ځای پکی نشته ٠ دا داسی معنا لري لکه يو ډاکټر ته امر ورکړای شي چې خپل عمليات د روغتون پر ځای په مسجد کی ترسره کړي اوملا ته وويل شي چې دخپلو مقتديانو امامت بايد دروغتون دعملياتو په خونه کی وکړي ٠ همدارنګه دډاکټر دعملياتو جامې ملاته اودملا جامې ډاکټر ته ورواغوستل شي ٠ ددې کار نتيجه به څه وي ؟ ښکاره خبره ده چې ګډوډي ، شک ، ضديت ، ملنډې ، بې اصولي ، بې مسؤليتي ، غېر تخصصي عمل ، منفي رواني تأثيرات ، دمسلکي اصولو ، قوانينو او ادابو څخه سرغړونه اودعيني او ذهني شرايطو نه پېژندنه به رامنځ ته کړي او سره له دې چې ملا صاحب په امامت او ډاکټر صاحب به په روغتيايي مسايلو کی پوره او کره وي خو رنځور به دډاکټر ډاکټري اومقتديان به دملا امامت ونه مني ٠
افغانستان اوافغانا ن دهمدې مسلکي ګډوډيو سره لاس او ګرېوان دي ٠ ترټولو بوګنوونکی حقيقت دادی چې ملايان - مذهب ، دولتي چارواکي- سياست او پانګوال -اقتصاد د تېغ او ټوپک په زور چلوي ٠ او په زور کلي نه کېږي ٠ که چېرې افغاني ملايان ددې جوګه وای چې سونت او فرايض په علمي توګه وڅېړي او خپلو مقتديانو ته د مذهبي ښېګړو اوټولنيز سمون لارې وروښۍ ، زه درته قسم خورم چې افغانانو به په تېرو لسو کلونو کی خپل ژوند جوړ کړې وای او دډېرو ستونځو مخه به نيول شوې وای ٠ همدارنګه که افغاني مشرانود سياست د نرو مزو سره د چلند تجربه درلودای نو نن به يې دسياست غښتلي مزي نه وو شکولي ٠ زمونږ لويه بدبختي خو داده چې که کوم افغاني سياست پوه مو ترپامه بد تېر شو هغه رټلای شو ، له هېواده يې فرارولای شو ، ضديت ، کينه اودوښمني ورسره پاللای شو او ان تردې چې وژلای يې شو مګر دملا سره دغه کارنه کوو ځکه چې دملايانو سره مو هرڅه په (( والله -باالله - صومت الله )) منلي ٠ که دځان خېر غواړې دافغاني ملا نه به نه پوښتنه کوې ځکه ځواب نه شي درکولای او نه به ورسره ضديت ښۍ ځکه چې د انتقاد حوصله نه لري ٠ دغو ملايانو د افغاني عوامو ذهنونه هم په بله اړولي او ددې پرځای چې دخدای اوددوی ترمنځ اړيکي کلک کړي ، دهغه ځاته يې ډاروي ٠ نودوی چې ددې جوګه نه دي چې ددين په معناخلک وپوهوي ، څنګه کيدای شي چې ددنياوي چارو دپوهې هيله تری وکړو، هغه څه چې دوی عقيده هم پری نه کوي٠
يو څوک به بيا پيداشي چې ووايې چې دملايانو څخه ولی خار خورې خو زما ځواب دادی چې دهرهغه څه نه چې ستااوستادټولنې دژوندلپاره خطروي ، هرومرو به تری خار خورې ٠ دملايانوپه لاس کی بايد قرأن وای مګر متاسفانه په لاسونو کی يې ټوپکی دي ٠ ترهغو چې ځان له ټوپکه بېل نه کړي ، عوامو ته به دبلاوو حيثيت لري ٠ بس عيان ته څه بيان ، زمونږ هرڅه اوس د نړۍ خلکو ته معلوم دي اودملايانو په خوا او ښېګړه خو به هيڅ وانه اورې ٠ ځکه خو وايي :

خرکاري هم هنر داره
سبق نيست که فرفر بخواني

دافغانانو ازاد نظر


Azad Nazer
17.02.2004

زه خو حېران په دې يم چې دا زه بداخلاقه ، ملحد ، عيسوي او کمونيست ددې تورې-بورې د فرښتو سره څه کوم ؟ ځه هسې هم پکی راګېريم ، اوس به يوڅه داخلاقو په ډولونو وغږېږم اووبه ګورو چې څوک په کومه کتګورۍ کې راځي ٠

انساني اخلاق
شخصي يا انفرادي اخلاق
ټولنيز اخلاق
رسمي اخلاق
ملي اخلاق
بين المللي اخلاق
فاميلي اخلاق
تعليمي اخلاق
ديني اومذهبي اخلاق
کلتوري او فرهنګي اخلاق
دکار او روزګار اخلاق اوداسې نور

هغه څوک چې په دغه لاندې جرمونو کی ککړ وي کومه کتګوري به ورکړۍ ؟

په کوڅو اوبازارونو کی ښځې په ډانګو او دورو وهل
دښځو ممانعت له روغتيا څخه
دنجونو مکتبونه ړنګول
دزرونو نارينوپه مخکی ښځه دسپورت په سټيډيم کی ويشتل اودغه ذات ته سپکاوې کول
هنراوشاعري بندول
بدني روزنه بندول
په موسيقي اورېدوافغانان سکنجه کول
عکاسي بندول
په لباس افغانان رټل
په وېښتانو اوږيره افغانان وهل اوبنديانول
دپېړيو پېړيو اولسي رواجونه بندول او پرځای يې پردي وهابي اوپنجابي دودونه رواجول
ملي موزيم اودبشري تاريخ نايابه اثار په غېر مسؤلانه اووحشي توګه ماتول او لمنځه وړل
دباميانو تاريخي مجسمه لمنځه وړل
بين المللي قوانينو ته احترام نه کول
دبشر حقوق تر پښو لاندی کول
معاشروي اداب نه پېژندل
افغانان وهل اوسکنجه کول خو عربانو او پنجابيو غلامي کول
عربو اوپنجابيانو ته رسمي اختيارات سپارل
دخېريه موسساتو افغاني کارکونکي په بې رحمۍ سره قتل کول
پخپله ديوې خښتې دجوړولو لياقت نه درلودل
په وينا او عمل کی فرق
قاچاق
په خپلو وطنوالو بې رحمي او ظلم کول
دانسان نه دخپل بدن اختياراخيستل
دوږو تږو نه لاسونه غوڅول
حتا دانسان مړي ته په سپکه سترګه کتل او نور داسی ډېر

ايا دغه ته اخلاق ويل کيږي ؟
ايا دغه ته اسلام وايي ؟
ايا دغه جهاد وو او دې؟
ايا ددغه پورتنيو جرمونو مرتکبين داحترام وړدي اوکه دغندنې؟
ايا هغه څوک چې دغه جرمونه يې کړي او هغه څوک چی دداسی مجرمانو پلوي کوي ، ګناهګار نه دي ؟

دافغانانو ازادنظر


ډاکتر وطنمل
20.02.2004

ګرانو خويندو او ورونو اسلام عليکم ![color=red:a9ec672446]
شخصي ګواښونه ، تيری او ير غلونه په ټول فغان کې ځای نه لري [/color:a9ec672446]، له دې کبله مې د تيری کوونکو ، د ځان مدافعينو او د هغه منځګړو ليکنې هم ړنګې کړې چې اشخاصو ته متوجه وې او بې پارونې نه بريښيدې . کومې ليکنې چې شخص او شخصيت ته متوجه نه دي او محتوا يې هم ګټوره ده ، وساتل شوې . په درنښت .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more