د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
ماشوم دخپلو خوړو څخه دمسکین دپاره څه سپموی
      خیریوسی
      27.01.2009
    
لس کلن ماشوم   دچای کافی په دکان کې  ګڼه ګوڼه ولیده   ماشوم هم ودکان ته ننوت   
  د دکان خدمتګار دماشوم څخه   پوښتنه  وکړه ورورکیه  څه غواړی چای ، کافی  که ایس کریم ؟
ماشوم ورته وویل ایس کریم 
خدمتګار ویل څه رنګه ایس کریم درته راوړم  دکاکاو که ساده 
ماشوم ورته وویل  دکاکاو ایس کریم په څو دی اوساده ایس کریم په څو دی ؟
 خدمتګار وماشوم ته په غوسه  وویل  دکاکاو ایس کریم په پځه ډالره  او ساده ایس کریم په څلور ډالره 
ماشوم ورته وویل ماته  ساده ایس کریم راوړه
  خدمتګار هم ډیر ژر  ایس کریم او دڅلورو ډالرو بیل پر میز وماشوم ته  کښیښود ماشوم دبیل  قیمت څلور ډالره وخدمتګار ته ورکړه ایس کریم یې وخوړئ 
 او یو ډالر یې وخدمتګارته پر میز باندی  پریښودی او ددکان څخه بهرووت 
 کله چې خدمتګار دمیز وپاکولو ته راغلی که ګوری ماشوم یو ډالر  پر میز ایښی دی خدمتګار چې ډالر ولیدی  سترګې یې داوښکو څخه ډکې شوی  پر خپل ځان یې ډیر افسوس وکړ چې ما وماشوم ته په درد جواب ورکاوه او دځان سره می دا ویل چې ماشوم به میز ټول په ایس کریم ولړي  او هغه زما په  فکر کې وچې زما دپاره دخپل خوراک څخه څنګه  څه وسفموی
 په درناوی
      باتور
      14.02.2009
    
ajaaza خانه محترمه !
ستا ټولي ليکني له ښې، له علمي محتوی ډکي اود قدر وړ دي . . هره يوه يې په شوق سره لولم . .
لېکن ددې ماشوم اصليت هم موږ ته را په ګوته کړه، چي په کومه ټولنه کي زېږېدلی دی، د پښتنو ماشومان خو د دې توان نه لري چي په څلور ډالره ځان لره آيس کريم واخلي او بيا يو ډالر بخشش هم پسې ورکړي، دا به ضرور د عربو د شېخانو اولاد وو . . .
په درنښت
      خیریوسی
      15.02.2009
    
باتور صاحب  جوړ روغ اوسې  
وروره وتاسو ته کور ودانئ وایم  چې زما لیکلې  کرښی مو خوښی شوی دی 
کوم چې دډالر خبره ده کیدای شی چې کوم غربی  هیواد وی 
یوه وړه کیسه به بله هم وماشومانو ته ولیکم
دوه ملګرې توریالۍ  او بریالۍ یو بل ته ډېر ګران وه کله چې به دمکتب څخه  راستانه شوه نو به یې په بڼ کې لوبی کولی  دتوریالي موټران ډېر خوښ وه  دخټو او تختو څخه به یې موټران جوړول  اود بریالي  کرهڼهډېره خوښه وه  څه به یې کرل   
 بریالي غوښتل چې ګلان وکري او دګلانو دپاره خاوری دبل ځای څخه  راوړی  نو به یې   یو سطل دخاوروڅخه   تر سره  ډک  کړي په ډېر تکلیف به   یې وهغه ځای ته یووړي   په کوم ځای کې چې  ده غوښتل ګلان وکري 
  توریالي دبریالي   څخه پوښتنه وکړه 
   هلکه  یومن  پومبه غټ دي که عقل ؟
  بریالي وتوریالي ته وویل  پومبه 
توریالي وبریالي ته وویل نه نه داسی نه ده  عقل ډېر غټ دی 
که ته  لږ څه دعقل څخه کار واخلې  هغه دي یو  بل سطل هم شته    دیوه سطل  خاوری په دوو سطلو کې وویشی   په ډېره اساني سره به نوموړی کار وکړی  او ته به هم  ډېر نه ستومانه کېږي 
بریالي هم داسی وکړه  او دتوریالي  ته یې وویل په رشتیا چې که سړۍ دعقل څخه کار واخلی  نوبه سخت  کارونه ډېر   اسانه شی