د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خنده وونکئ خبر

عبدالله صابر
26.01.2009

چي دابه څومره رښتياوي ؟
بينواپه يوخبرکښي دالاندي خنده وونکئ خبرخپورکړئ ٠

میرویس جلالزی

د سعودي عربستان یو شمیر ځواني نجونې سپږي په ریالو اخلي او قصداً ورته په خپلو ویښتانو کې ځالي جوړوي. ویل کیږي چې د یوې سپږې بیه دغلته تر ۱۳ امریکايي ډالرو پوری رسیږي. د سعودي یو شمیر ډاکټران په دې باور دي چې سپږي د سر پوټوکي ته ګټه رسوي او هغوي د سر له پوټوکي څخه ټول مضره مواد خوري او بیا ویښتان د قولبه شوي ځمکي په څير چې پکې نباتات وده کوي ډیر ښه لویږي او اوږدیږي. د سپږو خریدارې همداراز په دې باور دي چې سپږې بې کاره وینه رووي چې له دې سره په سر کې د وینې جریان منظمیږي. د جواهر ناصر په نامه یوې نجلۍ رسنیو ته ویلي دي چې یو چا دې ته د سپږې داخیستو بلنه ورکړه او دې ته یې ددې خزندې ګټې تشریح کړې. په عربستان کې د الوطن ورځپاڼې په خپل تازه رپوټ کې په دې اړه لیکلي دي چې په ریاض کې د انټرنټ له لارې خلک د سپږو فرمایش ورکوي او په یوه اونۍ کې سپږي ورسیږي. ددې ورځپاڼې په وینا په مرکز ریاض کې د سپږو بازار ښه تود دی.

http://www.benawa.com/details.php?id=23236


رښتینی
26.01.2009

دالعربية نت داخبر داسي راخيستي دي :

http://www.alarabiya.net/articles/2009/01/23/64826.html

او الوطن اخبارا دانترنيتي افواه او شائعاتو په نامه سره داسي راخيستي دي
http://www.alwatan.com.sa/news/newsdetail.asp?issueno=3038&id=87294&groupID=0

او دبينوا جلالزي صيب له خپلو زياتونو !! سره بينواته راژباړلي دي !
داهسي انترنيتي اوازي دي او ددعجيبه خبرودمينانو راپورونه دي
او په دي بحث بيكاره ده ده څه ګټه نلري

په مينه


Sangar Watan
26.01.2009

حامد صيب سلامونه ومنۍ،
په دري ژبه کی يو متل دی وائی "تا احمق در جهان است،مفلص در نمیماند"
اوس نو سعودي عربو ته لوی خدای (ج) دنفتو په څنګ کی حماقت هم په برخه
کړی دی٠دولتی واکدارانو ئی ٢٠٠٠٠  امريکائی عسکر پخپله خاوره کی ځای
په ځای کړی چه د مرحوم صدام حسين د پيريانو نو نه ئی دنفتو ذخيری او
 دسعودي کورنی وساتي٠
تر کمه ځايه چه ساينس او تکنالوژي اثبات ته روسولی،ژوره،(يواځينی ژوندی موجود چه په طبيعي ډول په طب کی تری کار اخلی )هغه چينجئ ډوله
ژوندی موجود دی چه په خاصو شرايطو کی دددی مسلک دمتخصصینو تر
نظر لاندی،دزړو زخمونو دتداوۍ په برخه کی ورڅخه کار اخستل کيږي٠

ديادولو وړ ده چه سپږی،دځينی امراځو دسرايت سبب هم کيدای شي٠


عادل عادل
27.01.2009

بد کړي چې سپګې پیري ځکه د بل چا د وجود سپږه خو سړي ته اور اچوي او کیدای شي ددې پیغلټو لپاره نور جانبي عوارض هم پیښ کړي.

خدای دې دوی خوار ې نکړي بل کار به نلري، بس نس دی، اودس دی، خوب دی، سینګار او جانان اخدان، اوس یې په سپګو پسې راواخیسته.

په هرحال که نوموړې موضوع د ټوکو په برخه کې وړاندې شوې وای نو بهتره به وه ځکه چې سپګه زمونږ د چارواکو په شان یو مغلق او پیچیده ټیټ شخصیت لري چې نه پوهیژم تر کوم فورم لاندې د بحث وړ ګرزیدای شي.


pattang
27.01.2009

زما نه خوشې کله کله ليونی نه جوړيږي ، ما خو دافغانانو دغسې پوهه او سادګي

ژړوي او ځوروي مې ٠ دا يې يوه خبره نده په لسګونو داسې نور لېونتوبونه مې هم ليدلي دي ٠ کله چې سړی خولې کيږي ځان او کالي نه مينځي نو سپګې په خپله پېداکېږي ، نو ولې دوی پردۍ سپږې اخلي ? په منځنۍ اروپا کې هم کله کله په
وړوکتونو کې سپږې د ځينو چټلو کورنو يو داولادونو په وېښتانو کې پيداکېږي خو سمدستي ډاکتران دوايې ورکوي ٠ سپګي له يوه سر نه بل سرته په نږدې تماس
سره ورځي ٠
له چا چې دخدای او رسول لاره ورکه او پېسه دار شي هغه هره غېرې انساني لوبې
کوي ،دانن ندی ،دمصر او روم له امپراتوريګانو څخه نيولې دنن ورځي تر غټ
خېټيو جاهلانو عربو پورې٠
ما يوه ورځ د طالبانو څو کسانو ته ووېلې : داسې کارونه خو سعودي او نور عرب هم
نکوي لکه چې تاسو شروع کړي دي !
دوی راته وويل : " ای ددوی څوڅه کړي ،هغوی کله مسلمانان دي ، ښڅې يې
لونډګان ساتي اومېړونه يې فاحشې ، افسوس په کعبه او مدينه دی چې دادواړه
خو هلته نوی پرتې"٠ ځينې وخت چې فکر کوم دطالبانو هغه خبرې واقعت وې٠

[quote:240cf7cfeb="عادل عادل"]بد کړي چې سپګې پیري ځکه د بل چا د وجود سپږه خو سړي ته اور اچوي او کیدای شي ددې پیغلټو لپاره نور جانبي عوارض هم پیښ کړي.

خدای دې دوی خوار ې نکړي بل کار به نلري، بس نس دی، اودس دی، خوب دی، سینګار او جانان اخدان، اوس یې په سپګو پسې راواخیسته.

په هرحال که نوموړې موضوع د ټوکو په برخه کې وړاندې شوې وای نو بهتره به وه ځکه چې سپګه زمونږ د چارواکو په شان یو مغلق او پیچیده ټیټ شخصیت لري چې نه پوهیژم تر کوم فورم لاندې د بحث وړ ګرزیدای شي.[/quote:240cf7cfeb]


رښتینی
27.01.2009

ماددي خبر له پاره دسعودي الوطن ورځپاڼه او العربية نت وكتل
اوپه پورتني ليكنه كي مي دهغو لينكونه هم وركړل او په پښتو مي
هم وليكل چي :
[code:1:1dfd30f06d]
دالعربية نت داخبر داسي راخيستي دي :

http://www.alarabiya.net/articles/2009/01/23/64826.html

او الوطن اخبارا دانترنيتي افواه او شائعاتو په نامه سره داسي راخيستي دي
http://www.alwatan.com.sa/news/newsdetail.asp?issueno=3038&id=87294&groupID=0

او دبينوا جلالزي صيب له خپلو زياتونو !! سره بينواته راژباړلي دي !
داهسي انترنيتي اوازي دي او ددعجيبه خبرودمينانو راپورونه دي
او په دي بحث بيكاره ده ده څه ګټه نلري [/code:1:1dfd30f06d]

داهسي په يوه عربي بحثفورم كي چا خبره ليكلي وه او جلالزي صيب
هغه خبر ناسمه بينواته راژباړلي وه
خوپښتانه وايي : چي رښتيا خبر رسيږي دروغو كلي نړولي يي

په مينه


عبدالله صابر
19.02.2009

الله تعالی جل جلاله رښتيا ويلي چي کافران لکه چارپايان دي بلکي له چارپايانو
هم بدتردي ٠
راشئ عملي يی وګورئ ٠

[color=blue:858399577f]میرویس جلالزی

د هند په ختیځ ایالت (اوریسا) کې د قومي مشرانو تر پریکړې او منظورۍ وروسته د یوه هلک او سپۍ تر منځ د واده مراسم تر سره شول. دغه هلک سنګول نومیږي او ویل کیږي چې ځکه یې له سپې سره واده وشو چې همدغه سپې نوموړی وله یوه وحشي پړانګ څخه چې غوښتل یې ویې وژني وژغورل. د یو نیم کلن سنګول پلار د یو ای ای خبري آژانس ته ویلي چې د سپې او دغه ماشوم واده په سنتي طریقه سره د عادي ټنګ ټکور په جوړولو تیره ورځ تر سره شو. د واده لپاره یوه ډولۍ برابره شوي وه چې پکې کوچني ماشوم ته سپیني جامې، سره لنګوټه او رنګیني چموسي ور اغوستل شوي وي او سپۍ ته بیا سرې جامې، د سپین زرو غاړه کۍ، او دوه د سپینو زرو بنګړۍ ور په لاس شوي وو. په دغو مراسمو کې ۴۰ میلمنو ته هم بلنه ورکړل شوي وه. د زوم پلار وویل: ( کله چې زما زوی خپل قانوني سن یعني ۱۴ کلونو ته ورسیږي نو زه به یې دوهم ځلي د واده مراسم په خپله سنتي طریقه له دغې سپې سره تر سره کړم). د هند له اوریسا ایالت څخه تل د دغسې عجیبو پیښو خبرونه را رسیږي. تیر کال بیا دغلته یوه سړي له یوې بیزو سره واده کړی وو.[/color:858399577f]

http://www.benawa.com/details.php?id=23759

دابله خره بياوګورئ

لي رینډم په ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ کال یې په نړۍ کې تر ټولو لوی نوکان لرلو په وجه په نړیوال ګېنس کتاب کې خپل نوم ثبت کړ. اغلې رینډم د فبروري په لسمه ۲۰۰۹ په یو ترافیکي پېښه کې خپل نوکان مات کړل. د نوموړې ټپونه ژور دي خو ژوند ته یې کوم خطر نشته.

http://www.tolafghan.com/home/detail/12598


اولامبه

aman1
19.02.2009

افغانان هسې هم مسکينان دي زه خووايم چي که چيري يوڅوک داسي وکي اوپه سعودي کي داخبرمښهورکړي چي په افغانستان کي طاقتوري سپږي په ډيره کمه بيه موندل کيږي نوبه هغه افغانستان ته راشي اوافغاانوته به سرسپږي په کارورشي


عبدالله صابر
06.03.2009

رښتياچي عقل له بي عقلوزده کيږي

[color=blue:1d8892a21a]هنددغوايي له متيازو نوي پېپسي جوړه شوه

عنايت الله کاکړ

١٦ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-06 15:26:00 م

په هندکې دپيپسي اوکوکاکولادمارکيټ دمخ نيوي په موخه په وروستيوکې دغوايي له متيازو نوي پيپسي جوړه اومارکيټ ته وړاندي شوي ده.

رويټرخبري اژانس په خپل یوه وروستي راپورکې په ډاګه کړي ده چې دهندیوې سخت دريځه مذهبي ډلي آر ايس ايس څه موده وړاندي له پيپسي اوکوکاکولاسره دمقابلې په موخه دغوايي له متيازونه دپيپسي دتوليدولوپروژه پيل کړي وه.

درويټرله مخې دغه ډله په کمه موده کې دخپلي موخي په لاس ته راوړلوکې بريالۍ شوه خوهغه مهال ستونزه داوه چې ددغي پيپسي بوي دغوادمتيازوپه څير وو.

داوم پرکاش په نامه يوه کيمياپوه رويټرته څرګنده کړي چې له تېریوه کاله هغه ددغي پيپسي دبدبويي دورکولوپه چاره بوخت وو اودادی په پايله کې هغوي وتوانيدل چې دیوډول کيمايي موادو اوبوټوپه ګډولوسره ددغي پيپسي بدبويي ورکه کړي.

دڅښلودغه پيپسي تېره اونۍ دپرتمينومراسموپه ترڅ کې مارکيټ ته وړاندي شوه اودرويټرله مخې په هندوانوکې يې ښه بازارموندلی دی.

دراجېش پانډیه په نامه یوه هندورويټرته ويلي دې چې ددغي پيپسي په څښلوسره هغه یوډول روحاني تسکين ترلاسه کوي.

هېره دي نه وي چې غوا اوغويی دهندو آيين له مخي خوراسپيڅلې څټې ګڼل کيږي اودهغوي ګنيش(خوشايي)اومتيازي دواړه خورا متبرکي دي.

هندوانو به واردمخه دغوا اوغوايي متيازي په درمسالونوکې دخپلوجوګيانو له لاسه دتبرک په بڼه څښلې،خواوس چې داڅه مارکيټ ته راووتل نومذهبي هندوان درمسال ته له تللو اوجوګيانوته دنذرونو له منلو خلاص شول.هغوي دلسوهندي روپوپه لګښت دغوايخي اوتازه متيازي څښلای شي.

ددغي پيپسي په اړه درويټردپوره راپور دليدلو او اوريدلو لپاره لاندي ويډيو وګورﺉ:

http://cosmos.bcst.yahoo.com/up/player/popup/?rn=3906861&cl=12352426&ch=4226714&src=news[/color:1d8892a21a]


عبدالله صابر
14.03.2009

په میدان وردګو کې د نصوارو پلار جوړ شو

وفا وردګ

د میدان وردګو ولایت کې د دولت ضد وسله والو د فعالیتونو له ډیریدو سره سم دغلته د نصوراو بازار هم سخت ګرم شوی او هره ورځ په سلهاوو کیلوګرامه نصوار چې د بیلا بیلو کمپنیو له خوا جوړیږي مینه والو ته وړاندي کیږي. د دغو ابتکارتو په لړ کې د ببرک جنرال نصوار کمپنۍ د مخکښۍ دعوه کړي او وایې چې د میدان وردګو د ولایت په کچه د نصوارو پلار یعیني تر ټولو زبردست نصوار جوړوي او بازار ته یې وړاندي کوي. دغه نصوار په پلاستیکي پاکټونو کې ځای شوی او د میدان وردګو په بازار کې خرڅلاو ته وړاندي شوی دی. که څه هم د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د کاپي رایټ حق محفوظ دی او هیڅ څوک نه شي کولای کاپي مالونه د نورو کمپنیو له شهرت څخه په ګټه اخیستني جوړ کړي خو د میدان وردګو د نصوارو دغه شرکت هم دعوه کړي چې هیڅ څوک نه شي کولای د دوي د نصوراو له نامه څخه ګټه پورته کړي او د ببرک سپیشل نصوارو شهرت یوازي د دوي د کمپنۍ دی.

http://www.benawa.com/details.php?id=24303


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more