د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسمشر کرزی له روسیې څخه وسلې پېري؟

Ghairat
25.01.2009

کرزي صیب د ولسمشرۍ د ټولټاکنو درشل ته په نږدې کیدو سره له روسیې څخه د وسلو د اخیستلو توده آوازه رامنځته کړې ده، د مسکو پخوانیو ګوډاګیانو او د شمالي ټلوالې منسوبینو ورسره سخت ملاتړ ښودلی دی ، ستا سو په اندکسئنه کرزی ولې اود څه له پاره دې ډول کړوته اړشوی او دا کار به د افغانستان له پاره څه ګټې یا زیانونه ولري ؟


ډاکتر څپاند
26.01.2009

محترم غيرت صيب سلامونه،
زه پدی خبره مطلق باور لرم چه کرزی دامريکی او انګريز له مشوری بغير دهيڅ
وينا ياکړنی اجازه او ازادی او حتی اراده هم نلری٠کرزی چيری او دا مقام چيرې٠
مګر داچه دپردې تر شا څه تېريږي؟
اولا داچه غربيان پر افغانی پوځ اعتبار نلری نو ځکه دا مناسبه نه بولي چه د 
غرب پر مختللی وسله دی افغانانو ته په لاس ورشي٠پدی خاطر،غواړی چه
دروس نه دافغاني پوځ لپاره دپخوانيو سلاګانو فالتو پرزی تر لاسه کړي٠
دويم داچه روسي وسله دغرب په تناسب ارزانه تماميږی او غربيان نغواړی چه
خپل "کومکونه" بيځايه مصرف کړی٠
او دريم داچه کرزی پدی ډول غواړي ښکاره کړی چه ګواکی دده اداره دومره
استقلال لري چه حتي د روس نه وسله پیرودلی شي٠


Ghairat
26.01.2009

سپاند صیب ته نېکې هیلې او سلامونه !
له تبصرې څخه مو منه !
ستاسو د اند ګور په تاييد د بشپړاوي له پاره بايد وويل شي چې د اريکا په پوځي شتون بايد افغانستان ملي هوايي ځواک ونه لري، ځمکني ځواکونه یې هم باید پیاوړې وسله ونه لري،ددې علت بی باوري نه ، بلکې د پاکستان سره د امریکا هغه پټې خو معلوم الحاله ژمنې دي چې افغاني اردوبه نه پیاوړې کوي۰ خبره له هره اړخه خرابه ده، امریکا د پاکستان ټولې ګټې په افغانستان کې ساتي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more