نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا افغاني حكومت يو اسلامي حكومت دي !
میوند ننګیال
25.01.2009
ګرانو هيوادوالو سلامونه او نيكي هيلی !
درنو او خوږو ورونو ايا رښتيا دافغانستان حكومت يو اسلامي حكومت دي د ستري محكمي فيصلي شرعي دي ايادستري محكمي فيصلي د شرعت سره تصادم نلري ستاسو څه نظر دي ٠
په افغانستان كي په ماشومانو جنسي تيري كيږي او قا ضيان يي ددي په ځاي چه اعدام يي كړي په بند محكوموي تر څو په أينده كي ورته د تيښتي لاره برابره كړي داسي ،او نور داسي په زرهاو قضيي شته چه غير اسلامي او غير افغاني دي هغه كسان اوس چيرته دي چي په جهادوالو به يي ټاپي لګولي نن ولي چپ دي او هغه جهاد وال چه سرونه يي په اسمان لګيدل ولي لكه د زړوګيدړانو غوندي بي غيرته او بي ...........زز شول ايا دا د ډالرو زور دي او كه څنګه٠
Ghairat
25.01.2009
ښاغلی ننګیال صیب تاسې ښه سکالو وړاندې کړي ده!
خبره د شریعة اوقانون ترمنځ مطابقت دی، خو اړونده قانون لا په ډیرو برخوکې نه دی رامنځته شوی او پر حکومت پړه داده چې دوی ولې ترهغه پورې جنایتکاران بندي ساتي بی له دې چې په شرعي سزا یې ورسوي ؟ آیا په ماشوم د جنسي تیري
شرعي سزا یوه ورځ هم د ځنډولووړ ده ؟ آیا دوی داسې کوم قانون ته په انتظار دي چې خدای مکړه له شریعة څخه عدول او کږ لېچي کوي؟
خود غلا او زنا شرعي سزا هغه وخت پلې کیږي چې په دغه جنایت ارتکاب له اړتیا پرته کیږي یعنې مثلأ غل بی له دې چې د لوږې او سخت غربت سره مخامخ وي غلا د شتمنۍ له پاره کړې وي۰
یا سره ددې چې سړی د چا لور سره نکاح تړلی شي بیا هم په زنا مرتکب شي۰
لومړی باید ددې جنایاتو اقتصادي اجتماعی علتونه له منځه وېوړل شي ، بیا باید په ودونوکې لګښتونه ، ګاڼې او پریمانه قیمتي جامې بندې شي اوحد اقل ته راکښته کړی شي ۰ او دریم باید ودونه د هر چا په خپله خوښه شي او په قانون کې صریحأ د مور او پلار له پاره د اولاد په ودونوکې لاسوهنه بنده شي، صرف مشورتي دریځ ولري او بس! هو، د اولاد اقتٌصادي اړاوتړاو اووابستګي هم له والدینوڅخه ختمه شي ۰
نوهر څوک چې هر وخت په متقابل توافق له هر چا سره واده کولی شي او بیا هم زنا ته لاس اچوي نو بیا یې په سولۍ زړول هم سم کار بریښي ۰ که هر څوک کار اود کا ر حق لري او بیا هم له غلا څخه لاس نه اخلي نوبیا خو یې د لاس پریکول سخت اړین دي! شرعي سزا وې له ددولت له امنیت څخه زیات د دولت مسولیت لوړوي چې دغسې جنایي پېښې هډو رامنځته نشي! تر هغهوخته پورې که څوک له اړتیا څخه غلا یا زنا کوي سزا باید ولري، خو اړمن ته نه، بلکې دولتمشر اود هغه کابینې ، په تیره بیا د ما لیې اواقتصار وزیر ته ورکړل شي!
په درنښت
عادل عادل
25.01.2009
سلامونه
وروره د کابل حکومت په اسلاميتوب او غیر اسلامیتوب کې په تا د هغه چا کانه شوې چې د لیلې او مجنون کیسه یې ټوله اوریدلې وه او په اخر کې یې پوښتل چې دا لیلې نر وو که ښځه.
د کابل د حکومت ګوډاګیان بایده دي چې اوس لاندې پالیسي خپله کړي او داسې ووایي چې:
اوباما باشد یا نباشد مابااو هستیم و خواهیم بود.
Sangar Watan
25.01.2009
پر ماشومانو جنسي تیری داسی يوه کرغیړنه ګناه ده چه ښاغلی عادل عادل ورله
هيڅ ډول اقتصادي او اجتماعی معذرت نشي جوړولي٠
په ا سلامي هيوادو کی څه،چه لا په غربي هيوادو کی ودی ډول مجرمينو ته
سخته سزا ورکول کيږي٠دمثال په ډول،که يومجرم پس له لسو کالو له زندان نه ازاد شي نو
بيا هم دغه راز مجرمين دماشومانو سره دنږديالی اجازه نلري٠دوی نشي کولای
چه دمعلم يا دی شانته نور وظايف تر سره کړی،دغه راز په هر ځای کی چه
استوګنه غوره کړي،پوليس مکلف دي چه نه يواځی هغه وڅاری،بلکه دهغه
ګاونډيان هم پری خبر کړي٠
پاته شوه دکابل دحکومت اسلامي څيره؟
موږ تاسی ټول پدی سره متفق يو چه افغانستان ،داوس لپاره يو ازاد او مستقل
هيواد ندی٠نه قانونی دولت لری،نه ئی محاکم قانوني دی اونه دهغو کړنې٠
ديوه ازاد،ملي،دموکراتيک او اسلامي دولت دجوړېدو په هيله!
میوند ننګیال
26.01.2009
سلامونه!
غيرت صيب ډيره مننه خو زماپه نظربايد جنايتكارانو ته كه دشريعت مطابق سزا وركړل شي دا جنايونه كيداي شي لږ څه كم شي ستاسو دنظر نه مننه ٠
عادل صيب !
ستاسو دليكني نه يو جهان مننه ډيره ښه حواله مو وركړي خو داليكنه ما ځكه كړي وه چه مختلف نظرونه راټول كړم نه ددي لپاره چه زه وپوهيږم چه اسلامي ده او كه قانوني پدي خو ......... هم پو هيږي خير په هر حال مننه!
سنګر صيب !
ستاسو خبره صحيح ده خو يو ازاد او مستقل أفغانستان به کله جوړيږي او څنګه٠
ghareebdost
27.01.2009
زما په اند د درانه ننګيال دليکنې عنوان دپوښتني وړدى؟؟
دى وايي :افغاني حکومت!!!
اول خو دا سپينول پکاردي، چې ايادا حکومت دى که نه دى؟؟اويا داچې دا حکومت دى که له بهرنه تپل شويې مافيا؟؟
دوهم: ايا دا افغاني دى که امريکايي؟؟؟
داسلامي خو له سره سوال نه پيداکيږي،ځکه چې يهوديان چاته نه يوازي داچې اسلامي حکومت ور جوړوي نه، بلکې ورپريږدي يې هم نه!!!دا ټول جنګ دهمدې لپاره روان دى!!!!
عبدالله صابر
27.01.2009
دعادل عادل صاحب خبرې په تائيد بايد ووايم چي داحکومت ځکه اسلامي نه دی
چي يوخوحضراتان اوپيران پکښي ګډون لري اودوهم داوسنيوعربي دولتونوله خوا
په رسميت پيژندل شوئ ٠
ښکاره ده چي حضراتان اوپيران په هغه حکومت کښ ګډون نه کوي کوم ته چي د
انګريزانو اوامريکايانوملاتړنه وي حاصل اوعرب هم همداسي دي ،دمجاهدينو
سره دروسانوپه مقابل مرستې ځکه کولي چي روس دامريکادوښمن وواودامريکا
خوښئ لپاره يی کومکونه کول خوکله چي دامريکادوښمن مات شونودوی هم د
امريکاپه څيرخپلې مرستې ودره ولي ، اوافغانان يی په ډاګ پريښودل ٠
اوس سره ددي چي عرب ډيرې پيسي لري اوپه افغانستان کښ خلک له لوږې مري يا
خپلې کوچنئ لورګانې دمالونوپه څيرخرڅوي خويوه عربي ټولنه نشته چي له بيوزلو
سره مرسته وکړي ، ايراني مؤسسې بيات بنيادته يی ميدان خالي کړئ اوهغه
ورځې تربلې په افغانانوکښ محبوبيت پيداکوي ٠
sabawoon azadkhial
27.01.2009
ډيربد حکومت دی، خو په کراتو د طالباني او جهادي رژيمونو څخه ښه دی. دعا کوی چې نوی جمهورريس او دهغه حکومت دخلکوپه خوښه منځ ته راشي اوپه غوڅه توګه ټول جهادي او طالباني جنګ سالاران له قدرته خارج او دحساب کتاب ميدان ته راکش کړی شي.
pattang
27.01.2009
ښه خيالپلو دی په افغانستان کې خدای پاک خپل واک cia ته ور کړی دی ٠
[quote:03dd90b114="sabawoon azadkhial"]ډيربد حکومت دی، خو په کراتو د طالباني او جهادي رژيمونو څخه ښه دی. دعا کوی چې نوی جمهورريس او دهغه حکومت دخلکوپه خوښه منځ ته راشي اوپه غوڅه توګه ټول جهادي او طالباني جنګ سالاران له قدرته خارج او دحساب کتاب ميدان ته راکش کړی شي.[/quote:03dd90b114]
sabawoon azadkhial
27.01.2009
ډېره ښه يادونه ده. طالبانوځان په عبادت شين کړ اووايي خپل ځانونه دخدای په لارکې وژني خو خداي بياهم قدرت سي ای اي ته ورکوي! ددې مانا نو اوس څه شوه؟ مانا دا چې له بدتر څخه بد ښه دی. دا دخدای رضا او انتخاب دی. همداسې نه ده؟
[quote:d81fd6fc1d]ښه خيالپلو دی په افغانستان کې خدای پاک خپل واک cia ته ور کړی دی[/quote:d81fd6fc1d]
میوند ننګیال
27.01.2009
سلامونه !
ازادخيال صيب مننه ښه خبره ده واه .
ghareebdost
28.01.2009
جنايت کاران او محاکمه ؟؟؟
چې چا ډير جنايات کړي هغه ټول په دې حکومت کې دي،له دوستم نه نيولې ترخليلې پوري،اوبيابه هم وي ،ترڅوچې يې باداران (امريکايان) وي،
او داچې_ سې اى اي _تر مجاهدينو پرخداى ګرانه ده،څومره احمقانه قضاوت دي،
ايا ظالم اسرائل ترمظلوموفلسطينيانو پرخداى گران دي،چې ځمکه يې اسرائلو نيولې؟؟؟؟؟؟؟؟
يا عريض القفا! الهم يهديک فان لم يهديک فغضب عليک فى الدنيا والاخره
میوند ننګیال
28.01.2009
سلامونه او احترامات !
غريب دوست صيب !
ګران ازاد خيا ل صيب ازاد دي ده صرف د اييني يو مخ ليدلي بل ورته ندي معلوم ٠
مننه
pattang
28.01.2009
نه زما خبره غلطه تعبير شوې ده٠
مقصد مې دادی : څه ټاکنه به وي ،کوم شی چې cia غواړې هغه به کيږي ترهغه
پورې چې اولس ازاد نشي٠ خدای پاک هغوی ته قدرت ورکوي چې ازادي غواړي
او بری يې مونږ په سترګووينو ٠
[quote:4ebd6bbe1d="sabawoon azadkhial"]ډېره ښه يادونه ده. طالبانوځان په عبادت شين کړ اووايي خپل ځانونه دخدای په لارکې وژني خو خداي بياهم قدرت سي ای اي ته ورکوي! ددې مانا نو اوس څه شوه؟ مانا دا چې له بدتر څخه بد ښه دی. دا دخدای رضا او انتخاب دی. همداسې نه ده؟
[quote:4ebd6bbe1d]ښه خيالپلو دی په افغانستان کې خدای پاک خپل واک cia ته ور کړی دی[/quote:4ebd6bbe1d][/quote:4ebd6bbe1d]
Ghairat
30.01.2009
داسې که خبره په بد بدتر او بدترین یا ښه ښه تر او ښه ترین وي نو بیا خو هر سړی ویلی شي چې د ISI ــ طالب حکومت څخه د CIA ــ کرزي حکومت د ملګروملتوپه چوکاټ کی ښه دی او یو آزاد ملي حکومت بیا تر دوی غوره دی . [color=yellow:79102a8480]خو ملي اسلامي اوولسواک حکومت به تر ټولو غوره ترین او آرماني حکومت وي ،ځکه چې ټول اړخونه په کې برخه اخیستلای شي :[/color:79102a8480][color=blue:79102a8480]اسلام پالان په ملتپانې اوملتپال په ولسواکۍ اصلاح ،کنترول او بشپړیږي او ولسواکان د اسلام پواسطه له غربي لیبرالیزم څخه ژغورل کیږي اوله ملي ولسواکۍسره اسلام هم ډډه لګوي![/color:79102a8480]
[color=white:79102a8480]نوراځۍ چې د هیواد د اسلامي روحانیونو ملتپالانو اوولسواکانووحدت وغواړو اودداسې [/color:79102a8480][color=red:79102a8480]یو آزاد [/color:79102a8480][color=blue:79102a8480]حکومت غوښتنه وکړوچې دریواړه لارو اصولو ، پرینسیپینو او ډلو استازي په کې برخه ولري ![/color:79102a8480]
هیښ
31.01.2009
سلامونه
ښاغلئ غريب دوست صاحب ! ډيراعلی،معقوله خبره مو کړي ده اوواقعيت همدا سې دئ ،لمر په دوو ګوتو نه پټيږې اودکابل دا دارې ماهيت هم هر چا ته ښکاره دئ ،لکه دبدرنګه بدلمنې چه هر څومره پوډر اورنګونه يي په ناولي مخ ور وموښل شي څيره اوباطن به يي ښايسته نه شي.
که هر څومره يي دافغان،اسلام او ولسواکئ په په االفاظو دښکلا کوښښ او ډنډورې ووهل شي ،مزدورتوب ،پردئ توب ،فاسدتوب ،خاينتوب اوغلامتوب به يي پټ نه شي .داځنو خلکو هسې دګومنځې په شان بې ځايه کوښښ شروع کړئ دئ ترڅو دبدمخيو نه ښاپيريانې جوړې کړې .
ښاغلئ ازادخيال صاحب تاسو ليکلي :
خداي بياهم قدرت سي ای اي ته ورکوي!
داقدرت نه دئ زور دئ قدرت دهر ازادانسان اويوې ازادې ټولنې مسلم حق دئ ،مګر زور هيڅ وخت حق نه دئ ګرزيدلئ او بطلان يي هميشه ثابت شوئ دئ ولو که دغه عمليي طولاني وخت هم نيولئ دئ .خدائ پاک دزورورو،کبرجنو اوزورمندانو په مقابل کې دقيام اومبارزې امر کړئ دئ ادمستضعفينو او مظلومانو سره مل دئ اودمبارزې ،صبراوتحمل قدرت يي ورکړئ دئ .خدائ پاک چه چاته قدرت ورکړئ وي هلته زور کار نه ورکوي .
که سي ای اي دافغانستان دا دارې قدرت درلودئ ،نوبيا دديرش زره نورو عسکرو څه ضرورت و چه دملک ته يي راولي .
خدائ پاک قدرت افغانانو ته ورکړئ دئ چه دخپل ټينګ ايمان او قوي عزم دبرکته ددنيا ستر شيطاني طاقت دڅلويښتو نورو ملګرو او بيحسابه نظامي ،مادي ،تخنيکي اومالي امکاناتو سره سره ونشوائ کولائ خپل شيطاني اهداف ددوئ په شيطاني فکر سره زموږ په وطن کې پياده کړي او دنن ورځې خبري يي دهغو لافو اوباټو سره چه دتجاوز په اول وخت کې يي کولې ډير تفاوت پيداکړئ ، يوه اندازه يي سد سرته ورغلئ او ديوې نوې ستراتيژي دطرح کولو سندرې وايي .دې ته وايي دالله (ج) قدرت .
بل داچه موږ انسانان عموماا او مسلمانان په خاصه توګه ډير يو ارزانه ،بازاري او بې مفهومه استدلال کوو ،هغه داچه کله يوه وړه کاميابي په لاس راوړو ،نو دځان لاسته راوړنه يي بولو ،هلته مو خدائ پاک هير وي ،صرف په ځان يي ختموو،مګر کله چه دجهالت ،سرزورئ .بېعقلئ،خودخواهئ او بې ايمانئ له وجهې کومه مرداري ،غلطي او چټلي وکړو نو بيا دالله (ج)د رضا او انتخاب رنګ ورکوو اوخپله سرته رسولې ګناه او غلطي دخدائ پاک له لوري بولو .چه دې ته وايي ډبلمورال او يا دوه مخيتوب .
زما په نظر دارنګه کرکتر دصادقو ،رښتنيو ،پوهو اومعقولو انسانانو کرکتر او خوئ نه وي .
حال داچه موږ انسانان په خپلو اعمالو کې کاملاا ازاد او دپوره اختيار خاوندان يو .
څه چه کرو هغه به ريبو .
مننه
ghareebdost
12.04.2009
درنه هيښ صسب!
د52په زور راغلي دپردو انډوخرته ځيني دخپلواکه ولسواکي نوم ورکوي,اونوروحکومتونوته دپردو حکومتونه وايي, دانوقلمي سپين سترګي ده!!!