اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ايا داسلام په مبارک دين کی دښځی (ميرمنی--ماندينی) وهل،ټکول جايز دي؟؟
Sangar Watan
22.01.2009
داسلام په مبارک ا ومقدس دين کی،په هغه دين کی چه پر حېواناتو باندی
ترحم لازمي ګڼل شوی،ايادخپلی ښځی(میرمن،ماندينه) وهل(فزيکي جزا،مثلا
دڅپېړې يا سوک ګذار)جايز دی؟؟
داستراليا دملبرن په ښار کی يو مذهبي عالم،ابو حمزه په 2003 کال کی په يو
وعظ کی دنورو څرګندونو په ترڅ کی دکور د ميرمنی وهل،ټکول د هغه دميړه
په لاس جواز ګڼلي٠دا بحث اوس ytube ته ور داخل شوی،او داسلام مخالیفینو
ته ئی يو بله موقع په لاس ورکړی چه داسلام په خلاف ږړبړ وکړي٠
دابوحمزه دوينا متن چه ده پخپله په انګريزي ژبه بيان کړی ستاسو خدمت ته
را نکل شوی٠
دمحترمو مذبي پوهوالو نه هيله کيږی چه په لنډ او مستند ډول ،دتبصری نه
بغیر معلومات څرګند کړي٠
Australians are boozers hooked on prostitution and gambling, Melbourne Islamic cleric Abu Hamza says.
Mr Hamza made headlines on Thursday, and earned criticism from Islamic groups and Prime Minister Kevin Rudd , for a 2003 speech posted on the internet last year in which he said [color=red:a343154320]it was OK [/color:a343154320]for Muslim men to hit their wives and that it was not possible for a man to rape his wife.
The Herald Sun newspaper on Friday reported the contents of another speech, also posted on the internet, in which Mr Hamza was critical of the Australian way of life.
"They think happiness can be achieved by being intoxicated, by going to the casino and blowing your money away, by going from one prostitute to the other," he said.
"They don't know what life is all about, that's why they are on the booze, why they are binge drinking . . . why unfortunately suicide has skyrocketed, murder, anxiety and depression."
ع کريم حليمي
23.01.2009
په اسلام کی دښځو وهل جواز دی؟؟ هو ! بلې ! ولي نه ؟
جزا- له وهلو شروع بيا تر قصاص پوري رسيږي، depend
د اسلام په اصولو کښي اصلا بنديخانه نسته وهل ابيوزول نو حرام ،ناروا ،او بداخلاقي او لوچګي ده
د ښځي په مزاج کي به لاس نه وهې ، الْمَرْأَةَ خُلِقَتْ مِنْ [color=cyan:52358161c9]ضِلَعٍ[/color:52358161c9]، وَإِنَّ أَعْوَجَ شَىْءٍ فِي الضِّلَعِ أَعْلاَهُ، فَإِنْ ذَهَبْتَ تُقِيمُهُ [color=red:52358161c9]كَسَرْتَهُ[/color:52358161c9]
عليکم !
مکرم sangar watan صاحب ښې هيلي
تاسو غوښتي چه : (هيله کيږی چه په لنډ او مستند ډول ،دتبصری نه
بغیر معلومات څرګند کړي٠ )
دغه لاندي مستند دليل ستاسو مخ ته ايږدم ، دا مه هيره وئ چه :
مستند دليل دامعنی نه لري ، د اسنادو له پاره تشريح
ضرور ده ، په تشريح سره سند عام فهمه کيږي ٠
داچه ستاسوتبصره نده غوښتې ، نو رب دي په سند او نص پوه کړه
آيه او ترجمه
الرِّجَالُ قَوَّمُونَ عَلى النِّساءِ بِمَا فَضلَ اللَّهُ بَعْضهُمْ عَلى بَعْضٍ وَ بِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَلِهِمْ فـَالصلِحَت قَنِتَتٌ حَفِظتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظ اللَّهُ وَ الَّتى تخَافُونَ نُشوزَهُنَّ فَعِظوهُنَّ وَ اهـْجـُرُوهُنَّ فى الْمَضاجِع [color=red:52358161c9]وَ اضرِبُوهُنَّ [/color:52358161c9]فَإِنْ أَطعْنَكمْ فَلا تَبْغُوا عَلَيهِنَّ سبِيلاً إِنَّ اللَّهَ كانَ عَلِيًّا كبِيراً(34)
ترجمه :
34 - مردان ، سرپرست و خدمتگزار زنانند، بخاطر برتريهايى كه (از نظر نظام اجتماع ) خداوند براى بعضى نسبت به بعضى ديگر قرار داده است و به خاطر انفاقهايى كه از امـوالشـان (در مـورد زنـان ) مـى كـنـند، و زنان صالح آنها هستند كه متواضعند، و در غياب (همسر خود) اسرار و حقوق او را، در مقابل حقوقى كه خدا براى آنان قرار داده ، مى كنند. و (امـا) آن دسـته از زنان را كه از طغيان و مخالفتشان بيم داريد، پند و اندرز دهيد! و (اگر مـؤ ثـر واقـع نـشـد،) در بـسـتر از آنها دورى نماييد! و (اگر آنهم مؤ ثر نشد و هيچ راهى بـراى وادار كـردن آنـهـا بـه انـجـام وظـايـفـشـان جـز شـدت عـمـل ، براى وادار كردن آنها به انجام وظايفشان نبود،) آنها را تنبيه كنيد! و اگر از شما پيروى كردند به آنها تعدى نكنيد و (بدانيد) خداوند بلند مرتبه و بزرگ است (و قدرت او بالاترين قدرتهاست .)
Sangar Watan
23.01.2009
محترم او مکرم حليمي صيب ډيره مننه٠
دتبصری د مخنیوي نه زما هدف دا وه چه په اسطلاح د "کج بحثي"اوبيځايه
سياسي بحثونو نه صرف نظر وشي٠
ع کريم حليمي
25.01.2009
مکرم سنګروطن صاحب ، ستاسو نه هم مننه ، زما ښې هيلي هم ونه
درنو او مکرمو لوستونکو السلام عليکم !
کله چه افغانان امريکا ته راغله ، لمړي هغه لوړ رتبه افغانان وه ، په دوهمه
دوره کښي بيا عام او خاص لکه ماش او برنج راروان وه
نو په دغه عامو خلکو کي د وهلو تکولو او ابيوز ولو خلک سته
نه تاکړي نه ماکړي ، وهل او ټکول ئې کول ، ولي چه دئ مېړه دی او بابا دي
او اورېدلي ئې وه چه : ډب نه وي ادب نه وي ، دا خبره سل په سل کښي
صحيح ده چه ډب نه وي هلته ادب نه وي
نو بعضي وخت به د افغاني فاميل اخ او ډب ږغونه همسايه واورېدل هغو به
پوليسو ته تليفون وکئ چه د دوئ د کور پر سر دريم منزل کور کښي نارې دي داسي فکر کوو چه يو ښځه وهل کيږي ، او يا اولاد وهي
نو کله چه پوليس به کورته ورغله ، يو بد حال به ئې وليدلی
نو د پوښتنو د اصولو په اساس به ئې له مېړه او ماندنې څه به ئې پوښتي شروع کړې
له مېړه څه به ئې پوښتني وکړې ، د ماندني په غياب کښي ،
ورسته به ئې له ښځي پوښتي وکړې د مېړه په غياب کښي
مېړه به په درواغو سر وو چه هيڅ نه ده پېښه لاس مي ولاکه وروړي وي ، دا
همسايه زموږ سره تعصب لري
ښځه به نوه خبره چه مېړه ئې څه ورته ويلي وپوليسو ته ،
او مېړه به نه وو خبر چه ښځي څه ويلي دي و پوليسو ته
خو کله چه به د ښځي څه پوليسو پوښنتي وکړې ، نو ښځي به ويل چه سړی
مي ستړي له کاره راغلی ډوډي مي نه وه تياره ، پر دې ئې اعصاب خراب سوه
نو نارينه دي ، په سوک ئې ووهلم ، مانارې کړي، ده ويل ، مه ژاړه ،پر دا
ژړا ئې بل سوک ووهلم ، په دې وخت کي مي اولادونه د مکتب څه راغله کور
ته ،هغو چه زما ژړا وليدل هغو پر پلار نارې کړې ، د پلار ئې اعصاب ورخراب
کړه ، ښځنه پوليسي چه به د افغاني مېرمني لاسونه او اوږې وکتلې نو شنه شنه
ټپونه به پر معلومېده ٠
نو پوليسو به د شېراغا لاسونه تر شا ور واړول ولچک به ئې له کوره وايستلی
چه تحقيقات به ئې نور پسي وکړه ، او د کوچنيو او لادو څه چه به ئې پوليسو
پوښتني ګروېزي وکړې ، هغو به ورته وويل چه هره ورځ زما مور وهل کيږي
پوليسو به سړی واستوه څارنوالۍ ته خبره به محکمې ته ورسېده سړي به
مجرم سو شپږ مياشتي يا يو کال به ئې په بندي خانه کي په تېر کړ
مېړه ئې په دې نه وو مجرم چه وهل ئې کړي ، مجرم په دې وو ، چه ښځه ئې
زخمي کړې وه (او پر بدن ئې شنه شنه ټپونه)
کله چه وهل داسي سرحد ته ورسيږي چه بدن شين سي
دې ته وهل نه ويل کيږي ، دې ته د فاميل او اولاد ابيوز ، بدرفتاري ،
تجاوز ويل کيږي ،بدرفتاري ،تجاوز ،دخپل فزيکي زر څه بده استفاده ، په هر قانون ، او شرعه ، بد اخلاقي اوناروا عمل دی
هر پلار د خپل کور د پوليس ، څارنوال ،قاضي وظيفه پر غاړه لري
په داسي حال به دا وظيفه تر سره کوي ، چه دظلم اثر پکښي نه وي
دا چه په کلام الله کښي راغلي چه وَ اضرِبُوهُنَّ دا معنی نه لري چه
وهه يي ! مې سر کوره مې پښي ، هر شئ چه په لاس درغلۍ په وله ئې
داسي وهلو ته اجاره سته چه ، چه پر بدن ئې د وهلواثر ښکاره شي
معنی دا چه لکه کالي چه ئې ور ټک وهې له دوړو څخه، چه دې ته هم اضرِبُو
ويل کيږي (تنبيه ،خبردارئ ، ګوشمالي)
او دا وهل يا ټپ ټپ هغه وخت چه نوري ټوله وسيلې ستړي شوي وي
لکه نصيحت ، دخوابدئ اظهار ، د خوب له خوني وتلی ، نو بيا ګوشمالۍ
ته اجازه ده
رښتینی
25.01.2009
حليمي صيبب ليكي :
[code:1:74d0a24752]دا چه په کلام الله کښي راغلي چه وَ اضرِبُوهُنَّ دا معنی نه لري چه
وهه يي ! مې سر کوره مې پښي ، هر شئ چه په لاس درغلۍ په وله ئې [/code:1:74d0a24752]
بلكل همداسي ده دقران كريم په ذكر شوي ايت كي له واضربوهن سره عام
مفسرين يوتوري لګوي او هغه د (غيرمبرح) توري دي اوهغه همدا مطلب
ده چي داوهل به دردوونكي نه وي لكه ويل كيدل به چي ملا صيب چي كله
خپله ميرمن وهي نو دكندوپه بوړي يي ولي :)
ع کريم حليمي
26.01.2009
ډېر راته ګران او مکرم ورور حامد صاحب
السلام عليکم و رحمه الله !
[quote:3dece6e9aa]مفسرين يوتوري لګوي او هغه د (غيرمبرح) توري دي اوهغه همدا مطلب
ده چي داوهل به دردوونكي نه وي[/quote:3dece6e9aa]
رب العزت دوه قسمه انسانان خلق کړي ، يو مدبر ( دبدبه او عظمت او جلال )لري
او دوهم هغه هغه دي چه هيڅ د عظمت او د دبدبې شان نه لري
تاسو ته به ښه معلومه وي ، دبعضي ښوونکي څخه متعليمين هيڅ حيا نه کوي
خامخا به ئې لښته په لاس کښي وي نو بيا شاګرانو به کنترول وي
او بعضي بيا هغه معلمين دي چه صنف ته ور داخل سي ، نو د معلم د راتګ
سره، بېله لښتي هلکان به داسي کنترول وه لکه مړې مېږي
مطلب دادی چه : بې کفايته مېړه ،پلار ،معلم ته ډېره ضروري ده چه له چپلاخي
کار واخلي او وهل وکړي
دا وهل به په مهلک شي سره نه کوي ، سوک مهلک دي ، موسی ع په سوک
سړی مړ کړئ وو ، نن ورځ په مدني قانون کښي ،په سوک وهل جرم دی
که پلار زوئ په مهلک شي سره ووهي مجرم دي ، که مېړه خپله ښځه په
مهلکي وسيلې ووهله مجرم دي
د سوک د ضرب قوت له ٥٠ پاونډونو څخه تر ١٥٠ پونډو پوري رسيږي
پر يوه مربع انچ
هره هغه لښته چه تر خمچي ګوتي نازکه وي مهلکه نه ده ، او قانوني جزا نه لري
چپلاخه وهل هم جزا نه لري ، او پر مخ وهل ناروا دي
راځم ستاسو دې خبري ته چه :غيرمبرح وهل
تر دې ئې نه وهل بهتر دي ولي چه أن التأديب لا يحصل إلا بالضرب الموجع
چه خوږ نه سي نو بيا څه فائدة پر بنا کيږي ؟
دفکري يا جسماني درد ګټه ادب دي ، چه درد پېښ نه سي ، نو وهل دي
نه کوي
په منه
رښتینی
27.01.2009
محترم حليمي صيب سلام
دپورتني ايت شريف په تفسير كي اما م القرطبي په خپل
تفسير كي داحديث راخيستي دي او هغه د غير مبرح توري
په حديثو كي راغلي دي :
[color=white:73cb57645c]
وفي صحيح مسلم .
اتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمانة الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن ألا يوطئن فرشكم أحداً تكرهونه فإن فعلن فاضربوهن ضرباً غير مبرح الحديث أخرجه من حديث جابر الطويل في الحج، أي لا يدخلن منازلكم أحداً ممن تكرهونه من الأقارب والنساء الأجانب وعلى هذا يحمل ما رواه الترمذي وصححه عن عمرو بن الأحوص أنه شهد حجة الوداع مع رسول الله صلى الله عليه وسلم فحمد الله وأثنى عليه وذكر ووعظ فقال :
ألا واستوصوا بالنساء خيراً فإنهن عوان عندكم ليس تملكون منهن شيئاً غير ذلك إلا أن يأتين بفاحشة مبينة فإن فعلن فاهجروهن في المضاجع واضربوهن ضرباً غير مبرح فإن أطعنكم فلا تبغوا عليهن سبيلاً ألا إن لكم على نسائكم حقاً ولنسائكم عليكم حقاً فأما حقكم على نسائكم فلا يوطئن فشكم من تكرهون ولا يأذن في بيوتكم من تكرهون ألا وحقهن عليكم أن تحسنوا إليهن في كسوتهن وطعامهن قال: هذا حديث حسن صحيح[/color:73cb57645c]
په مينه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:73cb57645c] محترم حامد صیب د لوستونکو حق ژباړه مو څه کړه؟
دلته خو به د دوه په عربي پوهوکسانوترمنځ شخصي دیالوګ نه وي،که څنګه ؟
په مینه مینه اوسلامونو!
وطنمل
[/color:73cb57645c]
هیښ
28.01.2009
سلامونه
دښځې دوهلودپاره خو مو شرعي حکم بيان کړ ،او دميړه له لوري وهل يي روا شول .
اوس که خاوند (نارينه) ظالم ،شرابي ، چرسي ،رشوت خور ،زناکار ،سودخور،خايين ،قاتل ،غل اونور غير انساني ،غير اخلاقي اوغيراسلامي افعال ولري څوک به يي وهي او تنبيه کوي ؟ (البته په کورني مقياس ).ايا ښځه هم کولائ شي چه په دومره لويو خطاوودميړ ه په مقابل کې قيام وکړي اويوه وړه ډيکه
ورکړي ؟
اوکه نه ښځه يو دوهمه درجه انسان دئ ،يوازې مطيع بايد دميړه وي او دهيڅ عکس العمل حق نه لري ولو که حق په جانب هم وي .
دشواهدو نه خو داسې ښکاري چه په ټولنه کې دنارينه وو دوحشت او شيطانت د دايرې قطر دښځو په نسبت ډيره پراخه او اوږد دئ .
مننه
ع کريم حليمي
29.01.2009
محترم حامد صاحب ،وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
تر هرڅه نه لمړی له تاسو څه مننه ، ستاسو اعتراض او محاجه پر ځای ده
ماخپله جمله اصلاح کړه !
ډير مبارک حديث شريف تا رانقل کړی
که ئې واضح او ښکاره بد اخلاقي (؟) نو ځای جلا که ،يعني که په دې کار
سره هم اصلاح نه سوه ،
واضربوهن ضرباً غير مبرح فإن أطعنكم فلا تبغوا عليهن سبيلاً
وئې وهه په داډول چه غيرمبرح وي ،( مبرح و ډېر شديد د زخم او تڼاکو
درد ته ويل کيږي ، موجع درد هغه دردته ويل کيږي چه انسان عاجره کي)
نو که اطاعت ئې وکړي يعني له هغه (؟) او لاس ئې واخستلي ، نو بيا
بدي خبري پېغورونه ته لار مه خلاصوه ، (نو بيا هغه تيري خبرو پسي مه کرځه )
هو : مبرح وهل په قانون کښي جرم دی ، او شرعا ناروا دي
مننه
ع کريم حليمي
29.01.2009
وعليکم
هو ! ټول اخلاقي او قانوني ټېلې دي ورکړي ، که ئې د مېړه د لاس حرامه اعاشه
ئې خوړل نو بي بي په غلا ورسره موافقه ده ،
سړی دا حق نه لري چه ښځه ووهي ، باخبر ! که ئې بداخلاقي وکړه
دمېړه حقوق لري پر ښځه او ښځه حقوق لري پر مېړه ، او دواړه يو او بل ته
مسؤليتونه لري ، ښځه دي مطابعت نه کوي د معصيت
عن النبي صلى الله عليه وسلم انه قال " الا كلكم راع وكلكم مسئول
کله چه مېړه غل وي يا رشوت خور ، ښځه حق نه لري چه دغه د غلا يا رشوت
مال په اولاد وخوري يا پخپله
د مېړه مخه دي و نيسي د لاس په زور ، که پر ممانعت لوی شر بنا کېدلی
طلاق دي واخلي
ع کريم حليمي
30.01.2009
بسمه تعالی
وَ الَّتى تخَافُونَ نُشوزَهُنَّ فَعِظوهُنَّ وَ اهـْجـُرُوهُنَّ فى الْمَضاجِع وَ اضرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطعْنَكمْ فَلا تَبْغُوا عَلَيهِنَّ سبِيلاً
ژباړه
اوله کومو ښځو څخه چه تاسي د "نشوز"بېره لرئ نو هغه پوه کړئ ، او د خوب
په ځای کښي د غو څخه جلاوالی وکړئ ، [color=cyan:5491209151]اوهغوئ ووهئ [/color:5491209151]،نو که هغوئ ستاسو
خبره ومنل نو بيا ورپسي لارئې مه پلټئ
په لغت کښي 'نشوز ' معنی پاڅېدل
او د دې معنی داده ، چه هرکله تاسي د هغو ښځو هغه حالت ووينئ چه د هغه
څخه تاسو ته د نشوز وېره يا بېره پيداسي ، يعني داسي خوا ته کتل (؟)چه
بايد هغه هيغې خواته ونه ګوري او وزي يا وځي او ننوځي يعني ځي او راځي
او تاسي د هغو په خصوص کښي شک پيداسي
د ښځي نشوز دا دی :
چه د ښځي د پاره چه کومي وظيفې ټاکل شوي ، د خاوند رواحکم منل او
فرمان برداري ، او دخاوند په غياب کښي د هغه د کور کهول او مال او دولت
او عزت او آبرو ساتنه او حفاظت نو کومه ښځه چه دا د واړه او يا له دغو د
واړو فريضو او وظيفو څخه يوه ادا نه کي نو هغه ناشزه ده
او داسي ښځي ته د تنبيه ورکولو اجازت ورکړ شوئ دی
محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
تر ټولونه ښه او نېکه ښځه هغه ده چه خاوند ورته وګوري ، خوشحاله سي
او چه کوم حکم ورته وکړي هغه ومني ، او خاوند چه ئې په کور کښي نه وي
نو په دغه صورت کښي [color=blue:5491209151]هغه د خپل ځان [/color:5491209151]او دهغه دمال ساتنه کوي
د ابن ماجه الفاظ دادي چه
ألا واستوصوا بالنساء خيراً فإنهن عوان عندكم ليس تملكون منهن شيئاً غير ذلك إلا أن يأتين بفاحشة مبينة 1 فإن فعلن فاهجروهن في المضاجع واضربوهن ضرباً غير مبرح فإن أطعنكم فلا تبغوا عليهن سبيلاً
ژباړه
د ښځو سره دښه سلوک په باره کښي زما وصيت ومنئ ، هغوئ ستاسي په قبضه
کښي دي ، تاسي بې له دې په هغوی هيڅ بل اختيار نه لرئ ، مګر دا چه
هغوی د ښکاره بې شرمۍ کار وکړي ، نو که ئې داسي کار وکړ ، نو هغوی
د خوب په ځايونو کښي جلا کړئ ، او هغوي دومره ووهي چه تکليف يعني زخم
ورکونکي نه وي ، نو که هغوی ستاسي خبره ومني ، نو په هغو کومه لار مه
پلټۍ ٠
د حجة الوداع په خطبه کښي خواږه نبي فرمائلي دي چه :
د ښځو په باره کښي له خدای څخه و وېرېږئ چه هغوی ستاسي په سلطه کښي
دي ، ستاسي په هغو داحق دی چه هغوی ستاسي بستر په نورو پامال نه کړي
چه دغه کار تاسي نه خوښوئ که هغوی داسي وکړل دومره ئې ووهئ چه تکليف
ورته ونه رسيږي ( زخم) ............
د حجة الوداع خطبه ډېره اوږده ده ، لږ مو ستاسو لپاره رانقل کړه
حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ أَبِي قَزَعَةَ، عَنْ حَكِيمِ بْنِ مُعَاوِيَةَ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّ رَجُلاً، سَأَلَ النَّبِيَّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ مَا حَقُّ الْمَرْأَةِ عَلَى الزَّوْجِ قَالَ " أَنْ يُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمَ وَأَنْ يَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَى [color=blue:5491209151]وَلاَ يَضْرِبِ الْوَجْهَ [/color:5491209151]وَلاَ يُقَبِّحْ وَلاَ يَهْجُرْ إِلاَّ فِي الْبَيْتِ " .
يو صحابي پوښتنه وکړه چه : يا رسول الله ! ښځه په خاوند څه حق لري ؟
محمد صلی الله عليه وسلم ورته وويل چه :
هر کله چه خاوند پخپله څه خوري هغې ته دې هم ورکوي ،چه دخپل ځان ته
کالي کوي د هغې لپاره دې هم کوي ، [color=blue:5491209151]نه دي خپله ښځه په مخ په چپلاخه او څپېړه وهي [/color:5491209151]، او نه دي بد او رد وايي اونه دي هغه د سزا په ډول پرته له خپل کور
څخه په بل ځای کښي د ځان څخه جلا کوي
د انسان د ښه والي د پېژندني او معلومولو د پاره دا يوه نخښه او علامه ده چه :
" خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لأَهْلِهِ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠" سنن ابن ماجه
[color=white:5491209151]په تاسو کښي ډېر ښه هغه شخص دی چه هغه د خپلو ماندينو د پاره ډېر ښه وي [/color:5491209151]
1 - بفاحشة مبينة
بايد دا خبره په نظر کښي ونيول سي ، چه په کورونو کښي سزا ورکول يوازي
په مشکوکو او مشتبهو حالاتو کښي د ښځي د اصلاح د پاره ده
او که داسي نه وي نو ددغو جرمونو د ثبوت په صورت کښي ددې جرم سزا
سنګ سار او يا په درو وهل دي ، چه د دې کار جزا او عملي کول [color=red:5491209151]فقط
د قاضي وظيفه ده [/color:5491209151]
په درنښت
رښتینی
30.01.2009
وفي صحيح مسلم .
اتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمانة الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن ألا يوطئن فرشكم أحداً تكرهونه فإن فعلن فاضربوهن ضرباً غير مبرح الحديث أخرجه من حديث جابر الطويل في الحج، أي لا يدخلن منازلكم أحداً ممن تكرهونه من الأقارب والنساء الأجانب وعلى هذا يحمل ما رواه الترمذي وصححه عن عمرو بن الأحوص أنه شهد حجة الوداع مع رسول الله صلى الله عليه وسلم فحمد الله وأثنى عليه وذكر ووعظ فقال :
ألا واستوصوا بالنساء خيراً فإنهن عوان عندكم ليس تملكون منهن شيئاً غير ذلك إلا أن يأتين بفاحشة مبينة فإن فعلن فاهجروهن في المضاجع واضربوهن ضرباً غير مبرح فإن أطعنكم فلا تبغوا عليهن سبيلاً ألا إن لكم على نسائكم حقاً ولنسائكم عليكم حقاً فأما حقكم على نسائكم فلا يوطئن فرشكم من تكرهون ولا يأذن في بيوتكم من تكرهون ألا وحقهن عليكم أن تحسنوا إليهن في كسوتهن وطعامهن قال: هذا حديث حسن صحيح
_________________________________________________
ژباړه
په صحيح مسلم كي راغلي چي دميرمنو په باره ي له الله نه وويريږئ ځكه تاسو
دوي دالله جل جلاله دامانت په توګه اخيستي دي اودوي تاسو ته دالله دكلمي په
بركت سره حلالي اورواشوي دي تاسو په ميرمنو دا حق لرئ چي دوي به ستاسو كورته هغه څوك نه راولي چي ستاسو نه يي خوښ او بد يي ايسوئ كه يي داسي
وكړل بيايي ووهئ خوداسي وهل چي دردوونكي او زخمي كوونكي نه وي
اوپه بل روايت كي راځي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل وروستي
حج كي وويل : تاسو ته وصيت كوم چي له ميرمنو سره به ښه چلند كوئ ځكه دوي
له تاسو سره بندياني دي له دي پرته په دوي نور حق نلرئ خو كه چيرته يي ښكاره فاحشي او بدكاري وكړه نو بيا ځايونه ورنه بيل كړئ اوداسي يي ووهئ چي هغه وهل دردوونكي او زخمي كوونكي نه وي اوكه ستاسو پيروي يي وكړه بيا نور حق نه پري لرئ
خبردار اوسئ چي تاسو په خپلو ميرمنو حق لرئ او دوي په تاسو حق لي ستاسو حق
داده چي دوي به ستاسو كورته داسي څوك نه راولي چي ستاسو بد ايسي اونه به داسي كس ته كورته دننوتلو اجازه وركوي اوپه تاسوددوي داحق ده چي په خوراك او پوښاك كي به ښيګڼه ورسره كوي
په مينه
عادل عادل
03.02.2009
درنو وروڼو او پتمنو خویندو ته
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
په پښتني ټولنه کې د ښځې )میرمنې( د وهلو او هغې سره د ښه سلوک نه کولو ځنې عوامل چې زما په ذهن کې د ډیره وخته راولاړ شوي، غواړم ستاسو سره یې شریک کړم هیله ده یو څه پرې ولیکی:
په عام ډول د میړه او ښځې په روابطو کې د دواړو کورنیو د غړو رول د کوزدې نه تر واده پورې محدود وي او بس.
د واده نه په راوروسته پړاو کې د ښځې سره د موجوده نیک برخورد ښکارول عملا د ښځې او میړه موقف ته د کورنئ د نورو غړو په وړاندې تاوان رسوي چې ددې تاوان مخنیوی یوازې حکیم کسان کولی شي خو مشکل بیا هم نه دی حل ځکه مونږ او تاسو ټول حکیمان نه شو کیدای.
په ټولنیز ډول هیڅ داسې اداره، کلتوري او ادبي موسسه،راډیو، تلویزیون، مجله، مشاعره، شاعر، بنډار، د میرمنې ورځ )د مور ورځ( او دې ته ورته داسې څه نلرو چې د میرمنې )منکوحې ښځې( په اړه زمونږ لپاره د دوی په وړاندې د ښه سلوک ترغیب، تشویق او مینې ته هڅونه راکړي.
په مقابل کې د ښځې سره په تونده لهجه خبرې کول او یا د هغوی نه د خبرو حق اخیستل او د هغوی رټل، کم بلل، وهل او داسې نور زمونږ په ټولنه کې په تاسف سره یو ډول غیرت بلل کیژي چې د اسلام د نظره په خپل ذات کې لویه بې غیرتي ده.
په پښتو شعر او ادب کې د مور نه علاوه د ښځو په اړه ټول اشعار، ټپئ او نظمونه د پیغلو په اړه په ناروا او پټو يارانو ولاړ دي )مثال : بام ته راپورته شه خوله راکړه - خلک به وایي چې سیرلئ دی پاڼې خورینه( او په زرهاوو داسې نور چې په مطلقه سره زنا ته ترغیب ګڼل کیژي او د منکوحه ښځو )میرمنو( په حق کې لوی ظلم بللی شي او لیکونکی یې زما په نظر فاسق دی
پورتني او دې ته ورته په سلهاوو داسې نور اسباب شته چې د ښځې او میړه په منځ کې د خشونت، بدبینی او نه علاقې سبب جوړیژي.
ستاسو څه خیال دی؟؟؟
باتور
13.02.2009
د هغه چا چي وهل او ټکول، په ضعيف موجود ځان بر ګڼل او د نورو د حق خوړل عادت وي، هغه نه په دين پسې ګرځي نه په دنيا پسې. . .
هغه افغانان چي د خپلي ښځي او اولاد د وهلو لپاره ديني ماخذ غواړي.، هغو ته بايد ووايم : چي له هغه جا سره زور ووهۍ چي د زور برابر مو وي، په هغه چا ظلم مه کوئ چي ستاسو تر زور يې زور ټيټ وي.
په درنښت
watanmal
22.03.2009
ګرانو لوستونكو او ټولو ملګرو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
=== ايا داسلام په مبارک دين کی دښځی (ميرمنی--ماندينی) وهل،ټکول جايز دي؟؟ ==
[color=green:c80b252ec5]پورتنۍ موضوع مى د پيل نه تر پايه وكتله هغه ټولى خبر چى د موضوع په اړه ځما په ذهن كى وى هغه د محترمو ملګرو لخوا د دلائيلو سره بيان شوى ،[/color:c80b252ec5] [color=darkblue:c80b252ec5]د لوستونكو د اسانتيا لپاره مى اراده وكړه چى دغه نقطى په مختصر ډول او په يوه ليكنه راجمعه كړم او همدارنګه به كوشش به وكړم چى د هيښ ورور پوښتنه جواب كړم .[/color:c80b252ec5]
[color=brown:c80b252ec5]1. د ښځى وهل سړى ته جواز لرى چى كله ئى ميرمن نافرمانه شى او د ميړه حق نه اده كوى خو سړى ته د وخت او د ميرمنى د حالاتو مراعت كول لازمى دى.
2. سړى به د وهلو څخه هلته كار اخلى چى په ميرمن ئى نصحت او بسترى بيليدلو كومه اغزه ونه كړه ، مخكى له دى څخه ورته جواز نلرى.
3. په وهلو كى شرط دادى چى غير مبرح وى ، او سبب د هډوكو ماتولو، او د ميرمن د زخمى كيدلو او حتى په څرمن باندى د اثر پريښودولو نه شى ، همدارنګه په مخ او حساسو ځايونو باندى به ئى نه وهى او كه وهل ئى سبب د هډوكو ماتولو او يا زحمى كيدلو شول ، ميرمن ته ئى په محكمه كى د عريضى كولو حق شته.
4. وهل به په سبب د انتقام نه وى بلكى د ميرمن د تاديب كولول او د نشوز څخه د راګرځيدو لپاره وى.
5. كه ميرمن اصلاح شوه او دنشوز څخه راوګرځيده ، بيا ئى وهل جواز نه لرى.
6. په ميرمن د ميړه اطاعة واجب دى ، ولو كه هغه فاسق وى خو كه ميرمن ته ئى په فسق امر كولو بيا ئى اطاعة نه دى واجب.
7. ميړه كه خپله ميرمن بغير د كوم شرعى جواز څخه ووهله ، نو دا ظلم او ګناه شميرل كيږى، ميرمن ته ئى حق شته چى محكمه كى عرضه پرى وكړى او د قاضى څخه ورته زجر او يا د نكاح د ختمولو غوښتنه وكړى.
8. كه ميړه شرابى ، زانى ، فاسق ، بد اخلاقه ، ظالم او هميشه ميرمن بغير د شرعى جواز څخه ډبوى نو ميرمن ته ئى حق شته چى په محكمه كى عريضه پرى وكړى او د قاضى څخه د نكاح د فسخ او يا خلع غوښتنه وكړى ، خو ښځه د دغه كار كولو نه وړاندى د ميړه څخه د جدا كيدو څخه ورسته د بچو او خپل اجتماعى او نفسى حالاتو ته نظر وكړى او همدارنګه د خير د خلكو سره مشهور دى وكړى ، دهغه ورسته د موازانه د نظرونو وكړى چى د ميړه سره په پاتيكدو خپل خير ګڼى او كه په فسخ د نكاح يا خلغ كى.[/color:c80b252ec5]
[color=blue:c80b252ec5]په اخر كى خلاصه د خبرى داده چى د ميرمنو وهل سړو ته جواز لرى خو په شرطونو ، كه تجاوز ئى ترينه وكړو نو جرم او ظلم شميرل كيږى او قاضى به ورته جزا وركوى.[/color:c80b252ec5]
افسوس زمونږ د پښتنو په حالاتو چى ميرمن په كوچنۍ ګناه دومره وډبوى چى بيائى په ډاكټرانو ګرځوى او خواركۍ په مياشت كى هم د جوړيدو نه وى ،
[color=darkblue:c80b252ec5]كه سړى د خپلى ميرمن سره د محبت په ماحول كى ژوند تيروى نو د ميړه يوه ورځ خفګان په ميرمن ډير ګران تماميږى او بيا به كوشش كوى چى داسى څه ونه كړى چى د ميړه حق پكى ضائع شى او هغه پرى خفه شى ، خو كه سړى هميشه د ميرمن سره د جنګ په ميدان كى ولاړ وى يعنى سهار او بيګا په كور كى جنګونه وى ، په داسى ماحول كى نصيحت او د بسترى جداكول په ميرمن كوم اثر نه غورځوى [/color:c80b252ec5]نو دغه ځوان طلاق وركوى نه شى نو يو همدا سوټۍ ورپاتى وى او ميرمن ئى ترينه روغه ورځ نه وينى كله ئى سر مات او كله ئى لاس او كله ئى پښه.
به هر حال [color=blue:c80b252ec5]كه مونږ كوښښ وكړو چى په كور كى د محبت ماحول جوړ كړو او هر لورى د بل احترام وكړو په كور كى هر فرد ته د هغه په حق قائل شو او ور ئى كړو نو هيڅكله به هم خبره تر ډبولو پورى نه رسيږى ،[/color:c80b252ec5] ددى ټولو ترڅنګ شپونكى بايد د تاديب عصا هيڅكله له لاسه ونه غورځوى كنه نو..................... .
په مينه
وطنمل