د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په العربية نت دستميانو دتسلط لاندی: تاثیرات پیروزی اوباما براوضاع افغانستان!

و.افغان
22.01.2009

http://www.alarabiya.net/views/2008/11/09/59788.html

نبیل غفاری
چنانچه همه رسانه های تصویری؛ صوتی؛ نوشتاری خوشبین های شان را بعد از پیروزی بارک حسین اوباما نسبت به تغییرات گسترده در سطح جهان به وقوع خواهد پیوست. ابراز داشته اند. من هم بدینترتیب خوشبین تغییراتی اوضاع سیاسی جهان و به خصوص کشورمان افغانستان میباشم. به این خاطر که بنده پیروزی اوباما را فال نیک گرفته و آن را غلبه ای حق گرای ملی بر ضد فاشیزم قبیله پرستی؛ قبیله گرای؛ برتری جویی قبیلوی میدانم. درست زمان اوباما به قدرت میرسد که کشور مان از دست این خودخواهی های قبیله پرستان پیرو نادر غدار به داد و واویلا آمده است.

این پیروان نادر غدار و وزیر مهمند قصاب؛ و ظاهرشاه؛ قاتل فرهنگیان و نخبگان سمت شمال باز به فکر بر نامه های به جا مانده آن دوران که جامه عملی پیدا کرده نتوانسته بود هسنتد.

میخواهند با استفاده از شیطنت های درونی و استفاده از رهنمود های تیورسن ساز های شان اعمال نا جایز خود را بالای دیگر اقوام ساکن کشور تحمیل نمایند. البته غافل از اینند که دیگر همچو افکار قبیله پرستی نه تنها جای تحمیل ندارد بلکه در سطح جهان ماهیت خود را از دست داده است ؛ که دلیل واضح و روشن اش پیروزی یک افریقای در کشور مثل امریکا است. امریکا از جمله بد نام ترین کشور؛ در زمره کشور های جهان قرار دارد که ظلم های زیاد را در برابر افریقای تبار آن کشور انجام داده است. ولیکن با وجود همه ظلم های تحمیل شده بالای آنها ملت سیاه پوست آن کشور؛ در عزم راسخ آن ملت در مبارزه ای حق خواهی شان تاثیر چندان نداشته بلکه آن ها را در راه مبارزه شان مصمم تر و راسخ تر ساخت و ما شاهد مبارزه خسته گی ناپذیر آن ها بودیم تا اینکه روزی توانستند ثمره ای مبارزات شان را با کمال افتخار و سربلندی بچشند. که این خود دال بر آن است که هیچ گاهی عمل ها و نیت های باطل در مقابل حق پیروزی ندارند و همیشه در شکست قرار دارد. شاید چند روزگار تداوم پیدا کند بلاخره شکست را در پی دارد. ما در جهان و افغانستان شاهد همچو صحنه بودیم و هستیم. حالا می آییم سر این مسئله که چه تاثیرات اثر گذار را در شرایط کشور مان که بدبختانه قبیله پرستی و برتری جویی های قومی دامنگیر حال کشور و سرنوشت ملت مان گردیده دارد و خواهد داشت و یا گذاشت. ما همه شاهد این قبیل اعمال ناشایسته و نا جایز در طول تاریخ افغانستان هستیم که به تمام معنا ظاهر و هویداست. از جمله این عمل های ناسزا یکی هم ( برتری خواهی یک قوم بر اقوام دیگر) ساکن افغانستان است.

قدم گذاشتن اوباما بر کاخ سفید که در حال حاضر جهان از آنجا رهبری میشود تاثیر بسیار زیاد را در قبال اوضاع افغانستان در پی خواهد داشت. چون اوباما خود از جمله ورثه ای ملتی ایست که درطول تاریخ امریکا به داشتن تغییر در پوست مورد تبعیض و اهانت قرار گرفته و خوب از همچو مسایل آگاهی داشته و میتواند بسیار آگاهانه برای از بین بردن ریشه ای آن عمل درست نماید. چون سفری که وی به افغانستان داشت؛ با کرزی ملاقات کرد و او را مورد ملامتی قرار دارد. کارکرد های هفت سال حکومت او را ناکام خوانده و به باد انتقاد گرفت. حتی کابینه او را یک کابینه ناکارآمد خواند.

هدف از ناکارامد خواندن کابینه کرزی توسط رءیس جمهور آینده امریکا یعنی بارک حسین اوباما این پیام را میرساند که او در مسءله افغانستان خیلی حساس است. و خوب از اوضاع و حال و احوال افغانستان با خبر است و با دقت بیشتر متوجه عمل کرد های کرزی و تیم قبیله پرست اش میباشد. و نقطه دیگری که میتوان از ملاقات وی با کرزی برداشت کرد او اینکه کابینه نه به اساس شایستگی و لیاقت در کار تشکیل گردیده بلکه به اساس قومی و اتنیکی به وجود آمده است. که ما خود شاهد آن در کابینه کرزی هستیم.

کابینه ظاهری به معنای این که هر روز جلسات تشکیل میشود و او از طریق رسانه ها به چشم میخورد. مثل جلسات عوام فریبانه شورای وزیران و امثالهم... که اینها همه و همه تنها در روی کاغذ سفید باقی میماند و بدون تایید کابینه پشت صحنه یعنی کابینه اصلی متشکل از تیم خاص رییس جمهور که اعضای آن افراد بر جسته و تیورسن ساز های حزب افغان ... و قوم پرست های فاشیست تشکیل میدهد. مثل زلمی رسول مشاور امنیتی کرزی ؛ انورالحق احدی وزیر مالیه و رهبر حزب فاشیستی افغان ذلت؛ فاروق وردک وزیر معارف؛ اتمر وزیر داخله؛ رحیم وردک وزیر دفاع؛ کریم خان .... متاسفانه وزیر فرهنگ؛ و مشاور کابینه اصلی پشت پرده آغای حلیم تنویر رییس مطبوعات افغانستان که نیت بدش خودش را هم در امان نماند و سبب زخمی شدنش در دفتر کاری اش گردید. دوستان باید به خاطر شناختن بیشتر آقای حلیم تنویر همین قدر تذکر بدهم که شخص مذکور به خاطر مشروعیت دادن به طالبان در جلسات اروپای همیشه دهن پاره میکرد. ودر هر جای شعار میدهد که پشتون ها 65 فیصد افغانستان را تشکیل میدهد و در هر جای جر میزند که تنها پشتون در افغانستان میتواند حکومت کند. شخص مذکور با این نیات شوم و فاشیستی اش خود را کاندید ریاست جمهوری هم کرده است. آیا اگر وی پیروز شود چه خواهد انجام داد؟ به نظر من صرف افکار فاشیستی خود را خواهد خواست بالای دیگر اقوام تحمیل نماید.

دنیای این فاشیستان به پایان رسیده وبا گذشت صرفا یک چند وقت دیگر چهره های پلیدی ایننان به مردم آشکار شده و مورد مأخذه قرار خواهند گرفت.

بعد از پیروزی اوباما در دل این فاشیست ها یک نوع اضطراب و تشویش به وجود آمده که آینده ما در افغانستان چه خواهد شد. به خاطر که نه دیگر خلیلزادی وجود خواهد داشت ونه هم فکران به مثل او در صحنه بین الملی که بتوانند حکومت قبیله ای را در سطح جهان با تعریف های دروغین شان مشروعیت بخشند.

در آخر خواهش من از مردمم اینست در انتخابات آینده خوب از خود دقت به خرچ داده و رءیس جمهور را انتخاب کنند.
بامید پیروزی حق بر باطل
منبع: سايت شبكه اطلاع رسانى افغانستان

و.افغان
22.01.2009

افغان مقاومت چې يو اسلامي ملي مقاومت دي، دوي کرغيړن فاشیستان غواړي چې قبيليي رنګ ورکړي، او هغه مرض چې دوي پرې خپله ککړ دي په نورو وروتپي، دوي خو اوس دومره جرأت پيدا کړي،او په ښکاره نعری وهي، چې دلوي ایران يا پارسي امپراطورۍ دژوندي کولو لپاره کار کوو، دې فاشیست تعصب ددوي سترګې دومره ړندی کړي دي، چې په ایران کې هغه بې ساري ظلمونه هم نه وينې، کوم چې دایراني آخوندانو له خوا په فارسي ژبو مسلمانو سنيانو باندې کیږي.

هغه نادر شاه او ظاهر شاه چې خپل پښتون قام يي جاهل، او له هر رنګه خپلو حقه حقوقو څخه لري ساتلې وو، او ټول حکومت او دربار يي ددوي په لاس کې ورکړې وو، نن په ډیرې بیشرمۍ سره هغوي هغه نادر ته غدار او ظاهر شاه ته قاتل فرهنګيان وايي، او په مونږ يي راتپي.
زه پوهیږم چې دا فاشیستان په افغاني ټولنه کې هغه منفور خلک (پرچم) دي، چې دافغانانو په منځ کې دهغوي لپاره هيڅ رنګه ځاي نه دی پاتې، نو کوښښ کوي چې ژبنې تعصب ته دلمن وهلو له مخې په ټولنه کې ځانونه تثبيت کړي.
په درنښت

Sangar Watan
22.01.2009

داليک چه دپښتنو پر ضد له تعصب نه ډک دی،دکرزی او او د هغه دفاصدی
اداری د اعمالو يوه بله بېلګه ده٠
په ډیر تاسف سره باید وليکم چه کرزی ظاهرا دپښتنو دنماينده په صفت ددی
مظلوم ملت پر اوږو ناست او دغربيانو ځنځیر ئی په غاړه کی دی٠
که موږ وغواړو چه دهر پښتون ننګه وکړو،نوبايد دکرزی ننګه هم کړو،معنی
داشوه چه د غرب مطلقه پيروی بايد وشي.
اوکه موږ داسلام دمقدس دين نه علاوه،چه دهيواد ټول قومونه ځان دهغی 
مدافعين بولي،يو ملي موقف غوره کړو نو هغه دی چه دټولوقومونو دمنافعو
دتحقق لاره به مو غوره کړی وي٠ددی هدف د تامين لپاره يوه لاره وجود لری
چه هغه نوم دی دموکراسي٠
که د افغانستان اکثريت پدی راضی شی چه مثلا رمضان بشردوست چه په قوم
هزاره دی،ددی جامعی رهبر شی نو پدی کی د افغان ولس څه تاوان؟

موږ داسی يوه رهبر ته ضرورت لرو چه وي ښه مسلمان،دموکرات،ملی،دپوهی
څښتن،ښه اداره چی،دپاکی سابقی خاوند٠

دکرزی په مسلمانتوبه شک نکوم،مګر بل هيڅنوع مثبت خصوصيت نلری،دغه
راز دده کابينه اوشاوخوا نور ياران دغلو،داړه مارانو،قاچاقبرو او دوطن د
دښمنانو يوه ډله ده چه دهغو ننګه دپښتنو د بدنامی واضح سبب دی٠

Ghairat
23.01.2009

السلام علیکم ورونو!
که همدغه کرزی چې مخکې د امریکایانو له خوا کاندید کړی شوی و داځل دامریکا د کاندید په وړاندې د خپل افغان ولس له خوا کاندید شي، نو وبه یې ګورې چې ټاکنې به انشا الله وګټي اوکه داسې ونکړي او بیا د امریکا له خوا کاندید اود هعغوی لاسپوڅی وکړي ، ښايي چې ویې بیالي!
مونږکارزي ته وایو چې پریږده اوبا ما چې کوم بل ګوډاګی کاندید کړي ته یې د یوه نر افغان په توګه پر ضد کاندید شه اود ګوډاګیتوب کته وغورځوه ایله به افغان شې، پښتون به شې اود نر ځوی به شې، بیابه وګورې چې په تا څومره افغانان د پښتنونه نیولې تر تاجکو، ازبکو ، هزاره اوآن بلوڅو پورې راټولیږي !
مونږ دا وایو چې د پښتنو آزاد ملي کاندید دې یو تن وي او په هغه دې جوړه شوې وي، بیا دې د امریکا د ګوډاګیو لاس خلاص وي که هغه پښتون وي اوکه غیر پښتون ، د پښتنو د دموکراتیک قوت په وړاندې یې ګټلی نشي!

پاتې شوه د اوبا ما کامیابي :
پښتانه ټول پرې خوښ دي، ځکه د اوبا ارزول د پښتنو د ستر دوښمن بوش د سیاست اود هغه د دغه سیاست د ملاتړو نکې شمالي ټلوالې د جنګ سالارو اونورو د غندلو اوردولو پرته شونتیا نه لري !
پاتې شوه د تور پوستانود لږکي اوبا ما ټاکل که اساس ونیسو نو هغه د سپین پوستو د ډیرکي له خوا ټاکل شوی ، خو په داسې حال کې چې
اوبا ما د امریکا د ۳۰۰ کلنی سرمایدارۍ او اوږدې دموکراسۍ نه وروسته دې مقام ته ورسید، آیا د اوبا په مثال سره د نبیل غفاري غوندې ستمیان حاضر دي چې دراتلونکي ۲۰۰ یا ۳۰۰ کالووروسته د دیموکراسۍپه لاره دغسې قدرت ته د یو غیرپښتون رسیدلوته هیلمن پاتې شئ،نه مخکې ؟ اوکه نه : توره امریکا یانوپه امریکا کې کړې خونتیجه یې مفته مستقیم اوله ۲۰۰ کاله وخت څخه مخکې افغاني ستمیانو ته غواړي ؟
بل داچې اوبا د دموکرات ګوند اوولس چې ۹۵ ٪ یې سپین پوستې دي اعتماد ګټلی دی،نو که په غیر پښتنوکې داسې کوم افغان پیدا شي چې د پښتنو د اکثریت اعتماد وګټي نو مونږ ټول پښتانه به پرې افتخار وکړو، خو پوښتنه داده چې ایا هغه به دا اعتماد څنګه تر لاسه کړي چې د نبیل غغاري غوندې ستمیانو پر ضد یې مبارزه نه وي کړي!
هو، ستالین په روسیه کې دروسي اتنیک د اکٍثریت د ملاتړ له ګټلووروسته او اوبا په امریکا کې د سپین پوستود اکٍثریت په ملاتړ قدرت ته رسیدلي ، هریو په خپل سیستم کې ، که څه دواړه د لږکیو به ډلې څخه وو! دا تنیکي اکٍٍثریت د کاندید بری دموکراسي ده که کاندید یې د بل اتنیک څخه هم وي ګټل دهغه اکٍٍثریت دي چې اړونده اتنیک په برخه وي چې په ټولنه کې یې لري او نوموړی یېله بل اتنیک څخه
خپل کاندید ټاکلی وي !
نوستميه په دموکراسۍ واوره :

[size=24:75013f18be]
[color=red:75013f18be]پښتنوته به زاري کی چې کامیاب شې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ اوکه نه عبٍث خواری کی چې کامیاب شې[/color:75013f18be][/size:75013f18be]

عبدالله صابر
24.01.2009

غيرت صاحب
بادشاه ته وايی چي ځه خپل کارکوه ؛
عجيبه
داڅنګه ممکنه ده چي امريکايان دنه غواړي اوافغان ولس دوغواړي ، دبهرني اشغال پروخت دولس اختيارات ناممکن دي ، څلورګوډاګيان مخکي امريکاانتخا
ب کړي په دي څلوروکښ به يی هغه يوګټي کوم چي ترټولوډيرامريايکایي ګوډاګئ
ثابت شي ٠

http://larawbar.net/article.php?id=8463&date=2009-01-24

Ghairat
24.01.2009

یو ژوندی قام کولی شي سوله ییزه مبارزه وکړي،ګاندهي، نهرو ،غفار خان د هند د آزادۍ له پاره ددې لارې ښه مثالونه وو چې هند مستعمره وه ،خوددوی مبارزه روانه وه او د هند په آزادۍ تمامه شوه۰ په افغانستان کې خو لا د چا خبره یو ډول دموکراسي هم شته،که پښتانه سره یوموټي شي ډیر څه کولی شي، بی له دې چې له وسله والو طالبانو سره د ISI یاد حکومت له لارې د CIA په لوموکې ښکېل شي ۰
اوس دا کفایت نه کوي چې پښتون دې یواځې جنګ زده وي او جنګ دې په پیسه غواړي،خونور دې خبر هم نه وي چې دا جنګ د چا له پاره کوي د چا له خوا رامنځته شوی څوک یې مشري او رهبري کوي او ددوښمنانوله لاسه په کوم ملي او بشري ناورین انجامیږي!
اوس د پښتون ناپوهي ددوښمن په لاس کې پخپله د پښتنو پر ضد ټولوژونکی وسله ، بم ، ماین او ناورین دی ! جهالت که د دین په پلمه وي اوکه په بله پلمه، باید پرې نه ښودل شي چې د پښتنو برخلیک نور هم شنډ کړي ۰ له ځان وژونکې جنګ جګړې پرته دملي آزادۍ بیرغ پورته کول د پارلماني او بهرپارلمانه اپوزیسیون تسخیرول پکار دي ، [color=blue:588c65c241]یو سوله ییز ملي ولسواک او اسلامي مقاومت رامنځته کول پکار دي او بس![/color:588c65c241]

ډاکتر څپاند
24.01.2009

محترم غیرت صيب،
دسولیزي مبارزې پر بنست،دهيواد د ازادۍ او ديوه ملی ،دموکراتيک او اسلامی دولت دجوړيدو نظريه مو يو عالي نظر دی٠
مګر ستاسو ليکنه يوه ستره نیمګړتيا لري،او هغه داچه دا دنده مو يواځی
پښتنو ته ور په غاړه کړی ده٠پداسی حال کی چه افغانستان دټولو افغانانو
مشترک کور دی او پدی مبارزه کی هر افغان خپل ځانګړی نقش لري٠

Ghairat
24.01.2009

سپاند صیب مننه !
نور قومونه مخکې دي که پښتانه یې پیل کړي هغوی ورسره دریږی او آن له پښتنو پرته هم ورته ګواښیږي ، خو ولسواکۍ ته تر ټولو زیاته اړتیا پښتانه لري او تر ټولو زیاته او هر اړخیزه ګټه یې هم پښتنو ته ده ، متاسفانه چې مخه یې هم د پردیو په لمڅون او د پښتنو په ضد بیا هم پښتانه نیسي ! نو ځکه له پښتنو پرته هېڅ کار په افغانستان کې شونتیا نه لري ، خو متاسفانه چې پښتانه نوښتګر کوانده او کارن انده خلک نه دي.

میوند ننګیال
25.01.2009

سلامونه !
ګران څپاند صيب !
ستاسو خبره صحيح ده خو ايا نن سبا بغير دپښتنو نه نور څوك دومره فعاليت لري لكه پښتانه او كنه ؟

هیښ
25.01.2009

سلامونه
تعصب او فاناتيزم که هر شکل او رنګ(قومي ، مذهبي ،ژبنئ ،نژادي ،سمتي ،اديولوژيکي او..........) ولري ، ديوې سياسي او اجتماعي ناروغئ حيثيت لري چه په قاطع او خوله ماتوونکي توګه بايد ځواب ورته وويل شي .تعصب دهغه ډلو او اشخاصو کاردئ چه دعقل ،پوهې او انساني تفکر څخه بې برخې وي اودمساييلو دتحليل څخه دعلمي ،منطقي او عقلي اصولو او ضوابطو له لارې عاجزه وي .
متعصبين په خپلو تعصبي بيانونو ،ليکنو او تبصرو يوازې خپل قبر په خپله ژوروي او خپله په کې خښيږي .چه دغه ستمې هم په داحمقانه ليکنه باندې دځان او دخپل ولي النعته جنازه خاورته وسپارله اودمردار او چټل ضمير نه يي خپل غير افغاني ماهيت ښکاره شو .
دداسې ښکاره متعصيبينو او ستميانو سره دافغانستان دخلکو مبارزه اسانه ده او مخه نيول يي هم ورته مشکل نه دي .
مشکل دهغو ډلو او ټپلو سره دئ چه شکل يي اسلامي او محتوا يي تعصبي د ه او يا شکل يي دموکراتيک او متمدنه او ماهيت يي ستمي او فاشيستي دئ ،اوخپلې شيطاني څيرې او ځانونه يي د دبزرګئ او روحانيت په عبا او قبا کې تاو کړي دي او ځانونه يي دمکر ،حيلې ،تزوير او مداري ګيرئ په وسيله دعوامو دانظارو او لرليد څخه پټ ساتلي دي ،چه تشخيص او پيژندنه يي په داسي يوه ټولنه کې لکه افغانستان چه دخلکو دسنجش او تفکر قوه دبې سوادئ او بې خبرئ له کبله دداسې عناصرو د شناخت دپاره کافي نه ده يو لوئ مشکل او ستونزه ده .
دلته دصادقو او په ټولنه او وطن مينو اشخاصو او شخصيتونو مسؤليت دئ چه ددې سرطاني جراثيمو په تشخيص او دهغوئ څخه درا پورته شويو مهلکو ناروغيو د تاوان او ضرر څخه خلک اګاه کړي او ټولنه د بربادئ او مصيبت څخه وژغوري .

اوس به راشو په امريکا کې ديوه تورپوستي ولسمشر کيدلو ته او دهغې اغيز زموږپه ټولنه باندې .
دامريکا په ټولنه کې سياست ديوه شخص او يا يوه مقام دلوري نه رهبري کيږي او درئيس جمهور قدرت او واک مطلقه نه دئ ، په دقدرت کې دلويو سرمايه دارانو ، مذهبي کړيو ، مخفي سازمانونو او نورو متنفذينو مستقيم او غير مستقيم شراکت او وڼډه حتمي ده ، او هر څوک چه رئيس جمهور کيږي ددې کړيو منافع او نظرونه يي بايد منعکس کړي ، مانا دا چه دامريکا داخلي او خارجي سياست ديوه رئيس جمهور په تغير سره دومره تغير نه کوي لکه چه دنړئ خلک ورڅخه توقع لري ، محض سرسري تغيرات دخپلو او ددنيا دخلکو داذهانو دمصروفولو دپاره راشي ،هغه هم په نمايشي او تبلبغاتي ډول نه په اساسي توګه ، داځکه چه که دامريکا تاريخ او ددې دولت کړنو ته دتاريخ په اوږدو کې وګورو ، يوازې يوعمل دامريکا ددولت په هره زمانه او عصرکې ترسترګو کيږي چه هغه په نورو هيوادونو نظامي تيرئ اودزور او جبرپاليسي ده او بس ،دا که دموکرات رييس جمهور دئ او که جمهوري خواه ، که سپين پوستئ دئ اوکه دورګه ،که کاتوليک دئ او که پروتستان ،هيڅ فرق يي په عمل او کردارکې نه دئ مشاهده شوئ ،ځکه داسيستم په همدې شيطاني ستنو ولاړدئ .له دکبله ددې تور مخي په راتګ سره زموږ په وطن کې ديوې نيکمرغې دورنما خوب په واقعيت بدليدل زما په نظر ګرانه ښکاري .دافغانانو مصيبت به همداسې دوام لري او ولس به دخپلي خپلواکئ دلاسته راوړلو دپاره خپلې قربانئ په دناانډوله او تحميلي جنګ کې ورکوي .

په افغانستان کې دراتلونکي زعامت مسئله په داسې حال کې چه وطن کاملاا اشغال دئ او واک دمتجاوزينو او اشغالګرانو په لاس کې دئ دانتخاباتو ترنامه لاندې ،په انتخاباتو او دهغه په اصولو باندې ملنډې او ريشخند وهلو بله هيڅ معنی نه لري .
داخبرې او تبليغ يوازې دکابل مزدوره اداره او ددوئ حاميان ډيره په شور اوزوږ سره منعکس کوي ،ترڅو خپل منحوث او غير انساني اعمالو ته انساني او قانوني توجيه ورکړي او خپلې ناولي او منفورې څيرې په دوسيله ښايسته او جذابې ښکاره کړي ،مګر دعقل او پوهې خاوندان په دنيرنګونو او چالونو باندې نه غوليږي او په واضح توګه يي غندي او کرکه ځنې کوي .
جالبه داده چه ځني هوښيار خلک چه دوطن دخپلواکئ سره دمينې لاسونه ترنورو زيات په خپله سينه وهي او دخلکو دازادئ نارې په دومره شدت وهي چه کومۍ يي په شکيدو شي ،مګر ددې واقعيت ددرک څخه عاجز دي ،چه په اشغال او غلامئ کې يوازي يو څوک حق دانتخاب لري چه هغه باداردئ نه غلام .
انتخابات ديو ه ملت هلته ريښتني ، عادلانه ،مشروع او دتائيد وړدي ،چه يو ملت عامه او تامه خپلواکي ولري او په خپلو مقدراتو او امورو تسلط او حاکميت ولري ،ترڅو په خپله خوښه ،بيله جبر او زور څخه خپل تصميم ونيسي او انتخاب وکړي .
موږ بايد اول خپله خپلواکي واخلو ،بيا دانتخاباتو په فکر کي شو .
بل داچه وولس کله چه ازاداو خپلواک وي ،څو ک نه کانديدوي ،بلکه انتخابوي يي . کانديدان دوولس له لوري دکانديدولو ماموريت نه لري ، کانديدان منحيث ديوه بيطرفه شخصيتونو اويا ديوه سياسي اجتماعي سازمان له لوري ولس ته دخپلې سياسي،اجتماعي ،اقتصادي ،فرهنګي پاليسئ او پروګرام سره ملت ته رجوع کوي او وولس دخپلې خوښې کانديد ته دانتخابيدو رايه ورکوي او دوظايفو مسؤليت ورته سپاري .
اوس نو تاسو دامريکا کانديدان وګورئ ،چه ددوئ په پروګرام کې دامريکا داشغال له دوام او هغوئ ته دوفادارائ نه پرته کوم بل څه لري چه ملت ته يي وړاندې کړي ،حال داچه دملت اوله غوښتنه دمتجاوزينو او اشغالګرانو بيله قيده او شرطه وتل دي او بس .
اوس چه دازادئ او خپلواکئ مسئله ديوه ملت دژوند او مرګ موضوع ده ، نو څوک دي چه ددې مقدس مرام دپاره مبارزه کوي او عملاا په سنګر کې ولاړ دي .
تراوسه خو موږ او تاسو شاهدان يو چه دمقاومت د ليکو په رهبرئ کې يوازې دطالبانو او اسلامي حزب نومونه اخستل کيږي ،او يوازې دغو ډلو دازادئ او خپلواکئ دلاسته راوړلو دپاره سره دځينو نارساييو او نيمګړتياوو علني او عملي مبارزه شروع کړي ده او ښه په خرپ يي روانه ساتلي ده .نو اوس سوال دا پيدا کيږي چه چيرته دي هغه خلک چه دازادئ او خپلواکئ دعوا کوي .تراوسه ديوه سازمان او جريان په جوړولو ولې نه کامياب کيږي او په دحساسه ،ستونزمنه او سرنوشت سازه مرحله د موږ دوولس کې خپله ملي او انساني او دازادي غوښتنې رسالت او فرض نه اداکوي ،او که نه منتظر دي چه تکليفونه او قربانئ نور ورکړي او دوئ بيا دمتخصص اوتکنوکرات په نامه دچوکيو اومنصبونو دلاسته راوستلو دپاره ځانونه راښکاره کړي .
که ددښمن سره دمخامخ مقابلې اومبارزې توان ،جراات او وړتيا نه لري ،نو حداقل دمنفي تبصرو او بيانونو نه دخودداري وکړي اودشا له لوري د دمقاومت په بدن د بې غيرتئ او ناځواني د ګذارونو نه دلاس واخلي .
په هر ه ليکنه کې يوازې دISIاو پاکستان يادونه دمقاومت د نهضت سره څه مانا لري .
که دافغانستان دخپلواکئ او تللي نسبي حيثيت دلاسته راوړلو له پاره بي له مقاومت او مبارزې کومه بله لاره موجوده وي ،نو مهرباني وکړي افغان وولس ته يي روښانه کړي او په صداقت سره يي څنګ ته ودريږئ ،که نه هسي دبې ځايه اپلتو ليکل دهيڅ درد دوانه کيږي .
زه دانه وايم چه دمقاومت په ليکو کې هرڅه کمال مطلوب دئ ،هر جريان اوحرکت ،عيبونه او نيمګړتياوې لري ،ځکه دانسانانو له لوري په مخ ځي او طبعاا کامل نه دئ ،خو ديوه لوئ هدف دپاره چه دوطن ازادي او استقلال دئ ، دوړو اشتباوو تحمل بايد ولرو او کوښښ وکړو چه په خپلو سالمو ،علمي او منطقي انتقادونو او مشورو يي د غلطيو او لغزشونو څخه وژغورو او داسي يوي لاري ته يي تنظيم کړو چه تيروتنې او تلفات لږ او لاسته راوړنې او ثمريي ډير وي .که دزړه سوانده ،صادقو او اخلاصمنو افغانانو بې غرضه همکاري دمقاومت دنهضت سره جاري شي ،نو يقيناا چه نتايج به يي په زړه پورې او دملت په ګټه وي او نهضت به هم سوچه افغاني اوملي مسيرته برابرشي .

مننه

pattang
25.01.2009

هيښه کور دې ودان ډېرې ښې خبرې دې ليکلي دي خدای پاک د نور هم داسې
ځوانان راپيداکړي او تاته دې قدرت او د مبارزې حوصله درکړي٠

[quote:f7b830dd8b="هیښ"]سلامونه

مننه[/quote:f7b830dd8b]

Ghairat
26.01.2009

له سلامونووروسته :
هیښ صیب څومره اصولي جملې لیکلي :
[quote:80a9e785aa]انتخابات ديو ه ملت هلته ريښتني ، عادلانه ،مشروع او دتائيد وړدي ،چه يو ملت عامه او تامه خپلواکي ولري او په خپلو مقدراتو او امورو تسلط او حاکميت ولري ،ترڅو په خپله خوښه ،بيله جبر او زور څخه خپل تصميم ونيسي او انتخاب وکړي . [/quote:80a9e785aa]
خوآیا د آزادوانتخاباتو همدا اصل کله هم طالبانو منلی ؟ که یې نه دی منلی په دې اړه ملت ته څه ځواب لري؟
[quote:80a9e785aa]موږ بايد اول خپله خپلواکي واخلو ،بيا دانتخاباتو په فکر کي شو . [/quote:80a9e785aa]
آیا د طالب رژیم په وخت کې هم ستاسې په اند خپلواکي موجوده نه وه که څنګه ،که وه د ۵ کالو په بهیر کې یې ولې آزاد انتخابات ونه کړل، تل یې ردول او هیڅډول اجازه یې نه ورکوله ؟
علت څشی و (؟) ، آیا ملي خپلواکي نه وه او که لږتر لږه مشرتابه د بهرنی پوځي اسخباراتو په ولکې کې ښکیل وه ؟
آیا ښه به نه وي چې دا لاندې اصولي جملې مو د بل چا په ځای د ملت په خاطر د طالبانو مشر تابه راجع کړئ :[color=red:80a9e785aa]
«کانديدان منحيث ديوه بيطرفه شخصيتونو اويا ديوه سياسي اجتماعي سازمان له لوري ولس ته دخپلې سياسي،اجتماعي ،اقتصادي ،فرهنګي پاليسئ او پروګرام سره ملت ته رجوع کوي او وولس دخپلې خوښې کانديد ته دانتخابيدو رايه ورکوي او دوظايفو مسؤليت ورته سپاری »[/color:80a9e785aa]
څو ځواب یې د ملت غوږته ورسوئ، که ځواب مثبت وي دډیرو خلکوبه پرې باور پیدا او همکارۍ ته ورسره چمتو شي!
[quote:80a9e785aa]په هر ه ليکنه کې يوازې دISIاو پاکستان يادونه دمقاومت د نهضت سره څه مانا لري . [/quote:80a9e785aa]
ددې یوه معنی داده چې ISI د افغانستان ملی ازادۍ او خپلواکۍ ته تر هر چا ستر دوښمن دی ، تر شوروی او امریکا هم خطرناک دی، نو که اړیکې یې له طالبانوسره حقیقت و نه لری ، نو طالبان دې هغه په ډاګه رد کړي او دISI لاسوهنې دې هر چیرې چې وی وغندی ، په لره پښتونخوا کې هم !
[quote:80a9e785aa]که دافغانستان دخپلواکئ او تللي نسبي حيثيت دلاسته راوړلو له پاره بي له مقاومت او مبارزې کومه بله لاره موجوده وي ،نو مهرباني وکړي افغان وولس ته يي روښانه کړي او په صداقت سره يي څنګ ته ودريږئ ،[/quote:80a9e785aa]
که د پاکستان او ISI له مشرۍ پرته بله لار د مقاومت او افغانستان د خپلواکۍ د لاسته راوړنې له پاره موجوده نه وي ، نو بیا دا سې مقاومت نه ملی دی او نه ورته
[color=white:80a9e785aa] »دافغانستان دخپلواکئ او تللي نسبي حيثيت دلاسته راوړلو له پاره مقاومت » ویلې شو ![/color:80a9e785aa]،بلکې بیا دا دISI مقاومت دی د افغانستان د ملی ازادۍ ، خپلواکۍ او په خپلو پښو د دریدلو د مخنیوي له پاره ، ایا همداسې نه ده ؟
که ISI په طالبانو کې ټاکونکی لاس ونه لري، بیا ولې بر طالب خپل لر طالبان د پښتونستان ازادۍ ته نه هڅوي ، بلکې لر طالب ددې پر ځای د ملتپالو پښتنو مشرانو وژلو ته ملا تړلې ده ، چې ګټه یې پنجابی سیاستوالو، ISI او د افغانستان دوښمنانو ته رسیږي ، آیا همداسې نه ده ؟
یعنې که شپه هر څومره تیاره ده مڼې خو په شمار دي !
[color=red:80a9e785aa]که چیرې[/color:80a9e785aa] ، تکراروم فرض که [color=white:80a9e785aa]که چیرې [/color:80a9e785aa]ملت د پاکستان په ګټه د طالبانو زغم ، او طالبان د پاکستان په ضد او زیان د راتلونکې ملی واکمنۍ زغم ونه لري ، نو پړه د چا په اوږو بار ده ، د ملت که د طالبانو ؟

ډاکتر څپاند
26.01.2009

پدی کی هيڅ شک نشته چه زموږ وطن دپرديو تر اسارت لاندې او اشغال
شوی دي٠مګر که دخپل بد بخت هيواد لنډ تاريخ ته وګورو،دثور دکودتا روسته
زموږ هيواد والو ازادي نده ليدلئ٠
ازادي خو يواځی پدی کی نشوه چه ستا په هيواد کی دی ګڼی خارجي پوځ موجودنوی٠که دی ته ازادي ويل کیږی نو بيا د ډاکتر نجيب په دوره کی خو خارجی
عسکر په هيواد کی موجود نه وو!او څه ناڅه دموکراسي هم موجوده وه٠
ازادی به هله رښتنی ازادي وي چه افغان ولس د ازادۍ او خپلواکۍ  احساس
وکړی٠نوپه ډيره سادګی سره ګورو چه په تيرو دیرشو کلونو کی دافغان ولس
اکثريت پرګنو ځان مستقل ندی احساس کړی٠

پاته شوه دنني اشغال پر ضد مارزه!
اکثريت افغان ولس داشغال مخالفت کوی،څوک په يو څوک په بل ډول٠
دطالبانو مجادله دوه او حتی دری اړخيزه ده:
له يوی خوا دوی د"پان اسلاميزم" لپاره جنګيږی،چه ډير کم شمير افغانان،په دی
لاره کی ور سره ملګری دی٠
دويم داچه،طالبانو پر افغانستان "پاچاهي" چلوله،چه دهغی د بيرته لاسته
راوړو لپاره جنګيږی٠
دريم ،ځينی طالبان ممکن دافغاني شهامت په لرلو سره دوطن د ازادۍ په خيال
جنګيږی٠ځينی نور په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه ،دISI او دهغو دبادارانو
داهدافو لپاره زموږ په هيواد کی د جنګ جګړی لمبې بلې ساتي٠

دافغانستان عام خلک(اکثريت)دطالب يا حکمتيار سره يو او فقط يو مشترک
هدف لری او هغ له افغانستانه دبهرنيانو وتل دي.مګر که دطالبانو يا حزب
اسلامي لنډي تاريخچي ته وکتل شي،دابه جوته شي چه دوی، نه  ملی او نه
هم دموکراتيک نظام منلو ته تيار دي٠ددوی په خوښه اسلامي نظام هم بيا
يو تر بله خورا ډير توپيرونه سره لري،او په نړۍ کی هم بيمثاله دی٠

نو ايا ته (تاسو) ودی فيصلی 
 ته رسېدلي ياست چه ددی هيواد او ددی ملت سرنوشت دی بيا هم طالب
ته وسپارل شي؟

Ghairat
28.01.2009

سلامونه !
[quote:dccf8b5308]ستاسو خبره صحيح ده خو ايا نن سبا بغير دپښتنو نه نور څوك دومره فعاليت لري لكه پښتانه او كنه ؟[/quote:dccf8b5308]
له فعالیت څخه سیاسي کواندتیا مطلب ده په کوم کې چی پښتانه نه یواځې تل وروسته بلکې صفر پاتې شوي دي او نور قومونه ترې همدا اوس هم ډیر مخکې دي، که چیرې له پوځي فعالیت څخه صرف نظر وکړو چې هغه هم طالبان د پردیو په ابتکار، رهبرۍ او ISI کنترول لاندې کوي !
هوتره کي سیاسي فعالیت کړی، خو هغه هم د شوروي او KGB په هڅونه،ملاتړ او رهبرۍ سره چې هغسې ناورین یې منځته راوړ۰
که د ویښ ځلمیانو له غورڅنګ څخه تیر شو نو ویلی شو چې ددغه قوم له سوله ییزې او اند ، اندیزې مبارزې سره ورانه ده او یواځې جګړوته د نورو بهرنیو لاسونو له خوا استخدامیږي او تل پردیو څه چې آن دوښمنانوته د اجیرو جګړه مارو په توګه
د یوڅه »اسلامي « پارونو په مرسته د قام ملت اووطن پر ضد کارول شوی دی ۰
دا د قوم نه بلکې د اړوندوډلود مشرانو ګناه ده، چې تل د پردیو د پیسې او پردي قدرت له پاره ځانونه قام وطن اوملت پلوري ۰

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more