د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مهـاجـر نـهـنگ مـړ سـو

pattang
20.01.2009

دکتور فاروق اعظم
لندن ـ ٢٥ جنوری ٢٠٠٦

سلامونه
نن شلمه دجنوري ده. پوره درې کاله دمخه په همدې ورځ په لندن کي يو مهاجر ماشوم نهنګ د غربت په ديار کي دمور او پلار له مهربانه نظره ليري د رياکاره دوستانو په منځکي مړ سو. کيسه يې ولولئ.

مهـاجـر نـهـنگ مـړ سـو
پوهیـږئ یو مهاجـر نـهنگ په ٢٠ جنوری ٢٠٠٦ په لـندن کی څـنگه مـړ سـو؟
شمالی بحیره د انگلیستان ختیځ ته واقع ده چی پرشاوخوایی دشمالی یوروپ بډای هیوادونه پراته دی.
وایی د عیسویانو د اختـر (کرسـمس) او نوی کال د خوښـیو تر ورځو وروسته هلته بحیری ته څیرمه د یو هیواد نظامی تـمرینات وه. هغوی په دغو تمریناتو کی بحری ماینونه ښخول، چاودول یی او شنډول یی، او کیدای سی ذروی ازموینی یی هم کړی وی. دغه حالت د شمال بحیری د هغی برخی پر حیواناتو ژوند ډیرسخت کړی وو په کوم کی چی دا عملیات روان وه. دغو نظامی تـمریناتو به ډیر ماهیان او بحری حیوانات وژلی وی، ډیرو به خپلوان او کورنی له لاسه ورکړیوی، ډیر به پکښی معیوب سویوی او طبعا د ډیرو به یی د اوسیدو ځایونه ورړنگ کړیوی. شرایط داسی پر راغلی وه چی د هغه ځای هر نهنگ د سر د امان او یو مصئون ځای په لټه کی وو.
نه پوهیـږم چی یو ماشوم نهنگ چی صرف شپـږ‍ متـره اوږد او اوه زره کیلوگرامه دروند وو د خپلی کورنی او سیـمی څخه څنگه د یوه پـناه ځای د موندلو په منظور جلا سوی وو؟ دا نده معلومه چی دده پر کورنی به څه تیر سویوی او دی به ولی او څنگه د مور و پلار له بـیداره ستـرگو او مداوم څاره غایب سوی وی؟ پرهغو به څه حال وو چی اولاد ته یی پام نه وو. د ماشوم نهنگ سره تجربه نه وه او لار یی نه وه لیدلی. د نجات په هیله یی هری خواته منډی وهلی او چی څومره ډیر یی زغستل هغومره د خپلو خپلوانو او چاپیریاله لیری کیدی. ماشوم نهنگ لاره ورکه کړه او چی څومره یی ځان ورک احساساوه هغومره یی اعصاب ناآرامیدل.
تر ډیره وخته یی شاته نه کتل او زغستل یی او چی ښه ډیر ولاړ او ستړی سو ودرید او شا ته یی په ډیر احتیاط وکتل چی مبادا اوس هم د مرگ ایلچیان ورپسی وی. چی پوه سو نور خطر نسته نو په زړه کی یی خپلی سیمی ته د بـیرته تلو ور وگرځیده چی گوندی اوس به هلته حالات سم سوی وی. مگر زړه یی نسوای ښه کولای داځکه هلته پرده، دده پر کورنۍ او سیمی د نورو تجاوز ډیری ناخوالی تیری کړی وی او دغه ناتار دی ډیر سخت وېرولی وو. هو، نورو د خپلو گټو او تجربو لپاره د ماهیانو سیمه ناآرامه کړی وه او د هغه ځای د ژوو ژوند یی ورتریخ کړی وو.
له یوی خوا د ماشوم نهنگ اوس هم په زړه کی وېره وه او له بلی خوا یی لار ورکه کړیوه. دغو دواړو دده پر مغـز دروند بار ایـښی وو. لار یی وهل خو په یقین نه پوهیدی چی چیری ځی؛ گومان یی رهبـر وو. له ورځو ورځو سرگردانه سفر وروسته ساحل ته نـژدی په لـږو اوبو کی واقع سو. دی د انگیستان د ټـیمز د رود خولی ته چی په شمال بحیره کی توئیـږی راغلی وو. هلکی نهنگ گمان کاوه چی که تر دغه تکلیفی ځای تـیر سی نو د مـراد ځای ته به ورسیـږی. اوبه لږ وی او ځینی وخت خو به یی تـتۍ هم له مځکی موښتل. نهنگ ځوانکی وو، زور یی کاوه چی له دغه ځایه ژر ځان وباسی. دده د زخـمی تـتۍ څخه ویـنو د ټیمز د رود په اوبو کی سره لار ایستی وه. دا هم نده معلومه چی دا وینی دده پر مځکه د کش سوی تتۍ له پرهاره وی او که له ځایه زخـمی راغلی وو. نهنگ چی څومره مخته تلی هغومره اوبه لـږیدی تردی چی د بدن پاسنی برخه یی له اوبو بهر سوه. ده ته د تگ او ژوند شرایط وار په وار سختیدل؛ کښته له مځکی نښت او لوړ له اوبو راوتلی وو.
چی نهنگ د لندن ښار ته راورسید خلک ورته متوجه سول. چی څومره دی د ښار مرکز ته تلی هغومره د رود پرغاړه ډیرو خلکو لیدی. په رادیوګانو او تلویزیونونو کی اعلانونه وسوه چی د شمال بحیری یو کوچنی نهنگ لار خطا کړی او په ټـیمز رود کی لندن ته راغلی دی. هرچا خپل ماشومان د ماشوم نهنگ د سیل لپاره د رود غاړی ته وروستل. پر شاوخوا یی گڼه گوڼه جوړه وه خو ده خپله لار کرار کرار وهل. زما یقین دی چی د خلکو دغه ازدحام به دده اعصاب نور هم خراب کړی وه. دی به هیڅکله پخوا دداسی لویو تعمیرو او انسانانو په منځکی نه وو واقع سوی. هغه ماشوم نهنگ هم زخمی وو او هم سراسیمه. نه پوهیدی چی چیری ځی او څه سرنوشت ورته منتظر دی؟ اوبه وار په وار پر کمیدو وی او نهنگ کرار کرار مخ په بره روان وو چی هرچا یی ښه سیل کولای سوای. هغه دلندن د ښار زړه او د انگلیستان پارلمان ته راورسید. دلته د نور ښار په نسبت تل ډیره گڼه گوڼه وی او په لکو بهرنی سیلانیان هره ورځ د ښار له همدغی برخی لیدنه کوی په کوم کی چی د رود پر غاړه د انگلیستان د پارلمان عظیم الشان تاریخی تعمیر ولاړ او پر یوه لوړ برج یی د بگ بن لوی ساعت نصب دی. په لکو خلک د رود پر دواړه غاړو د بیچاره او مهاجر نهنگ د لیدو لپاره ولاړ وه. هرواری چی به نهنگ له ستړیا او خفگانه د خپل شا له سوری څخه د اوبو یو لوی مقدار د فواری غوندی پوف کړ د ماشومانو به د خوشحالی ناری سوی. نهنگ زخـمی، لار ورکی او سرسام وو خو د رود پرغاړه ټول ورته ولاړو او په تلویزیون کی لیدونکو خوشحالی کولی. د بل غم نیم اخـتـر دی. پدی خلکو کی ځینو داسی هم ښوول چی ددغه مظلوم پر حال یی زړه سوځی چی له خپله ځایه بی ځایه سوی او په تکلیف دی. خو له بلی خوا خوښ وه چی د ماشومانو یی د بل په ماشوم ساعت تیر دی. نه پوهیـږم چی نهنگ به پوهیدی او که نه چی پرده، کورنۍ او سیمه یی ناتار د همدی خلکو (انسانانو) وروڼو او پلرو راوستی وو چی اوس یی پر حال ظاهرا زړه سوی ښـئی
هم می ووژنی پخپله هم پرما باندی ژړا کا ـ څه ښه یاردی ښه یی مینه وژل هسی شیون هسی
د حکومت سره دا تشویش وو چی نهنگ په ټیمز رود کی د کښتیو د تگ و راتگ لار بنده کړیده او باید بـیرته خپلی سیمی ته ولاړ سی چی لار خلاصه سی. حکومت کوښښ وکړ چی نهنگ تشویق سی مخ شاته وگرځوی او پخپله خوښه خپلو اوبو (شمال بحیره) ته ستون سی. خو نهنگ د حکومت په نـقشه نه پوهیدی. ډیر کرار په بره روان وو. چی کله د حکومت ترغیـبی کوښښونو ځای ونه نیو نو یی د هغه د نیولو اراده وکړه. حکومت دده د نیولو لپاره ډیر خلک او وسایل په کار واچول څو بالآخره یی هغه په یو لوی تور (جال) کی رابند کړ او بیا یی د کرین پواسطه په کښتۍ کی کښیښود.
ماهی د اوبو حیوان دی خو دوی له اوبو راویوست او په کښتۍ کی یی د خپل اصلی ټاټوبی (شمال بحر) پر خوا روان کړ. کیدای سی یو هوښیار انگریز ورته ویلی وی چی نهنگ بی اوبو گذاره نسی کولای نو ځکه څو کسانو ټوله لار په پایپ اوبه پر تویولی. شاوخوا ولاړو ځینو زړه سواندو ساده خلکو ناری کړی چی د خدای لپاره ماهی مو له اوبو راویوست هغه مری خو حکومت دا ناری نه اوریدی. ځینو پر نهنگ باندی په پایپ اوبه اچول، چی گوندی ماهی احساس وکړی چی په اوبو کی دی، یو بـیعقل او د خندا وړ کار گاڼه او د تعجب سر یی ورته ښوراوه خو مؤظـفیـنو د امر مطابق کار کاوه؛ فارسی کی وایی هر عیـبی که سلطان پسندد هنـر است. مؤظـفینو نه د خلکو نارو ته غوږ نیوی او نه یی د ماهی د ساه لنډی او مشکلاتو پروا درلوده. هغوی امر پرځای کاوه. اوس نهنگ هم زخـمی، هم سراسیمه او هم له اوبو څخه چی دده د حیات وسیله وه محروم وو.
په نهنگ بار کښتۍ لا ډیره لار نه وه وهلی چی اعلان وسو چی د نهنگ ساه ودریده. ډاکتران ورغله چی که نجات ورکړی خو ونسوه. پدی ډول مهاجـر نهنگ په پردیسۍ او خوارۍ کی له خپل وطن او خپلوانو لیری د ریاکاره دوستانو په منځکی مـړ سو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more