ادبي ټوکې ټکالې
يوڅو رښتينې ټوکي-راځئ!چې په ټولوپوري وخاندو!!!
ghareebdost
16.01.2009
دمعاشونوفورمه...
واى،نورمحمد ترکى دپاچاهي په لومړيو ورځوکې،له حکومتي اواداري چاروسره ډ يرنابلده و،کله چې په لومړى ځل ماموردکابينې دمعاشونو(تنخاګانو) فورمه په ميز ورته کيښوده،نو په سرکې يې دترکي نوم و اوبيا په ترتيب سره دهر وزير نوم او معاش ليکلى وو ،دمجموعي پيسو دمعلومولولپاره دورقې په پاى کې ليکلي وو:-جمع کل –اوبيا دټولوپيسومجموعي مبلغ ليکلى وو،دپاچاصيب چې په-جمع کل- توري سترګې ولګېدې، نوترنظريې جمع ګل ورغي اوګمان يې وکړ،چې جمع ګل هم کوم کس دى اورسره ليکلې پيسې يې معاش دى،په تروشه ټنډه يې مامورته مخ ور واړاوه:اوترې وي پوښتل:دابيا څوک دى؟چې تر موږټولويې معاش زيات دى!!!
عکسونه...
دجهاد په پرمهال جهادي فرهنګيانو دخپلو مشرانو دعکسونو په چاپولو کې يوله بل سره سيالي کوله ،داتحاد اسلامي ګوند يوې مجلې غوښتل چې دخپل مشراستاد سياف عکس د مجلې په لومړي مخ چاپ کړي ،خوچې عکس به يې غټ کړ،نيمه ږيره به له پاڼې ووتله،چې ږيره به يې ځاى کړه،مخ به يې ډير وړوکى راغى،
اخيريې داسي کار ورسره وکړ:چې مخ يې له نيمي ږيرې سره پرپښتۍ ځاى کړ،اوپاته ږيره يې دپښتۍ پرشاچاپ کړه،او په پاى کې ورته وليکل:
پاته ږيره په دوهم مخ کې وګورئ!!
پلونه نړول...
په احمدشامسعود چې به له طالبانوسره په جګړه کې، فشار ورغى،نودتيښتې پرمهال به يې په ځان پوري پول ونړاوو،ترڅودطالبانو له بايپورونو نه ځان وژغوري،يوځل يې په شمال کې دبنګي پول په ځان پوري په بمونو والوزولو،خو استاد سياف اويوشمير نورکسان دپله دې غاړي ته پاته شول،سياف په مخابره کې غږ پرې وکړ: اميرصيب! خداى دې په -پول صراط- له موږ نه مه مخ ته کوه،هسي نه چې هغه هم په ځان پوري والوزوي،اوموږ همدغسي پاته شو،
داخبارنوم...
دطالبانو دغورځنګ په پيل کې،هغوى په پيښورکې د شريعت په نامه اوونيزه(هفتنامه) را ويستله،چې په اخبار ليکلي وو،-شريعت اونېزه-ددوۍ يوه خواخوږي دجومات ملاصيب تليفون ورته وکړ:هلکانو!اصل په اسمونو کې افراد دى، بايد مفرد نوم مو پرې ايښى واى ،نه مرکب،يابه مو يوازي – نېزه – نوم ورته غوره کړى وى اويا يوازي- شريعت-
اوکه بيا تاسي مرکب نوم خوښوي ،نوبياخوتر نېزه توره غوره وه،چې
- شريعت اوتوره- نوم ورباندي ايښى واى
جمهور رئيس له بي بي سره دمرکې په حال کې...
ولسمشرکرزي د.بي. بي. سي.له يوې ښځينه خبريالي سره مره که کړي وه،پرسبا يوې حکومتي ورځپاڼې دکرزي اوخبريالي دګډي ناستي تصويرچاپ کړى و،ترتصوير لاندي يې په تيروتنه د بي.بي.سي.له تورو نه د- سي- تورى هيرشوى وو،
اوترتصويرلاندې يې ليکلي وو:
- جمهور رئس له بي.بي سره د مره کې په حال کې-
ډول...
دننګرهار والي ګل اغا شېرزي ته، دڅه کارلپاره دشينوارو دقوم څو سپين ږيري ملکان ورغلي وو،خو والي صيب له خپلو- کم سنه- سکرترانو سره په کومه خاصه کوټه په ګپ شپ مصروف و،ملکانو چې هرڅومره ولټاوه دهغه کوټه يې نشوى پيداکولى،دولايت دانتظارګاه پر يوه سترمېز يو ستر ډول ايښى و،له ډېره انتظاره وروسته په دوى کې يوه تجربه کار سپين ږيري وويل:ياره! زماپه خيال والي صيب له ډول سره زياته علاقه لري،کېداى شي د ډول په ډنګا را ووزي،سمدستي يې پخپلو ريږديدلولاسونوخپله امسا له ډول سره پورته کړه،چې دوه ډنګه يې ورګړل،هم هغه و چې والي صيب سر را ښکاره کړ...
بيارغونه....
څوکاله وړاندي دکندهار فرهنګيانو يوې غونډي ته،په عاجله توګه يو بېنرليکلى وو- کندهاردبيارغوني پرلور- په تېروتنه ورنه د- بيارغوني – په جمله کې د- ر- تورى پاته شوى و
خدمت....
يو افغان چارواکى چې پخوايې په اروپا کې ژوند کاوه،د واکمنۍ پر مهال يې خپل اروپا يي دوست کابل ته راغى،په کابل کې دده دفتر ته په داسي حال کې ورغى،چې خپل سپى هم ورسره و،له ميلمه سره تر روغبړ دمخه سپي دوزيرصيب په غېږکې ور ودانګل،اروپايي په خنداکې وزيرصېب ته وويل:ترما مي سپى په تا پسي ډېر خفه دى،ځکه له کومي ورځي چې ته راغلى يې ،ده بياهم هغسي صفايي نه ده ليدلې،تاسوچې زما دسپي څومره خدمت اوقدرکړى، زه به يې هيڅکله هېر نکړم،زه هېله لرم چې تاسودخپل ولس هم دومره قدر وکړئ!
وزيرپه عاجزانه خنداکې ورته وويل: دبل چادومره خدمت چېرې کولى شم؟!!!
دواده کليزه...
يوه ښځه چې د واده يوکال يې پوره شو،له خاوندنه يې هيله وکړه:چې بايد دکال په پوره کېدلو دواده کليزه ولمانځو،خاوند يې ځواب ور کړ:
زه نه غواړم چې دخپلې هغې اشتباه ياد يوځل بيا را تازه کړم،چې يوکال وړاندي مي کړې وه
هـ . غیرت
13.02.2009
وایی چی یو هلک د کانکور د ازموینی د ورکولو نه وروسته خپله نتیجه(پایله ) ولیده
چی د طب پوهنڅی ته کامیاب شوی دی دډیری خوښۍ نه یی د کلی ټولو خلکوته د یوی
مخی خبر ورکړ . د کلی یوسپین ږیری سړی چی دده خبره واوریده سم له واره یی ورته
وویل: خدای دی خوار که طب باندی څه کوی ؟ لیلیه به دی انتخاب کړی وه چی په
میاشتو په کی اوسیدلای.!!!!!!!!
aman1
19.02.2009
ياره ټول ډيرټوکيان ياست،
ghareebdost
12.03.2009
خداى دي وکړي چى غاشونه مو ورته سپين کړي وي،هسى نه چې ورته چيچلي مو وي،دا زموږ دټولني خوار قسمت دي ،چې ټوکه يې هم دسياست نه نه چپيږي،
beett
08.04.2009
پرټوکو لنډ لمن لیک :
دښاغلی نور مامد تره کی له استعجابه پړسیدلی پوښتنی
وروسته ښاغلی مامور صیب زیاته کړه چی صیب خاییشکوم
.....جمعه ګل ستاسو خوسر امبارک ده او هغه نو ددونه معاش
مستهک نه بولی ؟
په دی سره مرهوم تره کی له خپلو شنو بریتونو لاندی داړی سپینی
کړی او دهوکړی په ډول یی سر ونڅاوه
هغه دپاړسووالو په متل : دروغ به ګردن راوی باندی هم څان نسم
خلاصولی ځکه زه په خپله دروایت دنده ترسره کوم ......... :lol:
watanmal
12.04.2009
غريب دوسته اشنا ډيرى په زړه پورى ټوكى دى ليكلى د نوورو توفيق درته غواړم.
اشنا لكه څنګه چى په بيا رغونه كى يوه == ر == ده همدارنګه په مغولو كى يو ميم دى.
د نورو ټوكو په طمعه
وطنمل
ملګرو داڅه وينم!!!؟؟؟
k
06.01.2010
دا خوب وينم که رښتيا ده !!!؟؟؟
(بېټ نيکه)هم د ټول افغان د بحث فورمه کې شته ؟ يو ځای کې مې وليدهيوخپل شعر يې هم ورسره ليکلی وخو نوم يې په انګريزي ليکلی و
Re: ملګرو داڅه وينم!!!؟؟؟
pattang
07.01.2010
k :== > يانې څه ? هره په ک k شروع شويې کلمه کېدای شي !
هويت يې نا مالوم دی ، زما مقصد دادی چې ته ولې پر دې نه پوهېږې چې هغه
ولې خپل نوم په انګرېزي ليکلی او هغه به کوم دليلونه لرل او لري .
ما ستا k او ستا ځينې نورې پوښتنې ځوروي !
[quote:5083ad0f24="k"]دا خوب وينم که رښتيا ده !!!؟؟؟
(بېټ نيکه)هم د ټول افغان د بحث فورمه کې شته ؟ يو ځای کې مې وليدهيوخپل شعر يې هم ورسره ليکلی وخو نوم يې په انګريزي ليکلی و[/quote:5083ad0f24]
عبد السلام
08.01.2010
[quote:3ea101b95e]
دروند پتنګ لیکي:
سلام جانه ګوله خو به دې په ستوني کې نوي نيښتې لکه چاچې د مړۍ په سر
طالبان درته ياد کړي وي٠
[/quote:3ea101b95e]
نه پتنګ صاحب ! چې ریشتیادرته ووایم ستاسو محترم نوم راباندي دا کانه وکړه!
ما هم د قاموسونو عین لینک رانقل کړي وو کوم چې تاسو ترما دمخه کاپی کړی وو،
نوکله مې چې ستاسو لیکنې اونوم ته پام شو لیکنه مې ړنګه کړه :D
پتنګ صاحب! طالب العلم سره دزړه له کومي خواخوږی لرم ،اودزړونویې هم راځم،
خو له بده مرغه حالت وس بل شانتې دی. دطالب نوم هم په ناولي سیاست
ککړ شوئ، اوس هغه مفهوم نه لري،کوم چې زما په یاد دی. اوس یې مفهوم په (طالب ال بل څه) بدل شوی .