اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ايا پو هيږي ؟
میوند ننګیال
13.01.2009
ګرانوورنوسلامونه !
دليكني نه مخكي د هغوورنونه چه په اسلام كي معلومات لري احتراما هيله كوم چه كه زما پدغه ليكنه كي څه كمي زياتي وي را په نخښه دي كړي تر څو زه د خپلو معلوماتو اصلاح وكړم ٠
مننه
١ : درسول الله صلى الله عليه وسلو نسب :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصي بن كلاب بن مرة بن كعب بن لوي بن غالب بن فهر بن مالك بن النضر بن كنانة بن خزيمة بن مدركة بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان بن اد بن ادد بن زيد بن يقدر بن يقدم بن الهميسع بن النبت بن قيذار بن اسماعيل بن تارخ ( چه د ازر په نوم هم ياد شوي ) بن ناحور بن سارغ بن ارغوه بن فالغ بن عابر بن شالخ بن ارفخشد بن سام بن نوح بن لمك ( لامك) بن متوشلخ بن اخنوخ ( ادريس ) بن يزد بن مهلايل بن قينان بن انوش بن شيت (شيث) بن ادم ٠
٢ : درسول الله مؤذنين :
بلال ،سعد ، ابن مكتوم ، ابو محذورة رضي اللع عنهم وارضاهم ٠
٣ : هغه كسان چه رسو ل الله صلى اللع عليه وسلم ژوندي وه اودي د قران حافظان ول :
عثمان بن عغان ، ابي معاذ بن جبل ، ابودرداء ، زيد بن ثابت ، ابو زيد الانصاري ، امام ابن سيرين وايي چه تميم الداري هم د قران حافظ وه او امام قرطبي وايي چه ابو ايوب او عبادة بن الصامت هم حافظان ول رضي الله عنهم٠
٤ : د رسو الله عليه وسلم مفتيان :
ابوبكر،عمر، عثمان ، علي ، عبدالرحمن بن عوف ، عبد الله بن مسعود ، ابي بن كعب ، معاذ ، حذيفة ، زيد بن ثابت ، او درداء ، ابو موسى ، او سلمان رضي الله عنهم٠
٥ : درسو الله عليه وسلم كاتبان :
ابو بكر ، عمر ، عثمان، علي ،ابي زيد ، معوية ، حنظلة، خالد بن سعد، العلاء بن الحضرمي او اكثره وخت به يي چه ليكنه كوله هغه زيد او معاوية رضي الله عنهم ول ٠
٦ : دهغو اصحابانو نومونه چه دټو لونه اخر كي وفات شول :
داهل العقبة اخرني صحابي چه وفات شو هغه جابر بن عبد الله بن عمر وه دبدر د غزا شر كت كوونكو كي چه اخرني صحابي وفات شو هغه ابو اليسر رضي الله عنه وه،اخرني مهاجر او د عشرة مبشرة اصحابيانو چه هم اخرني وه هغه سعد بن ابي وقاص وه ، په مكه كي د ټو لو نه اخر عبدالله ابن عمر وفات شو رضي الله عنه ، په مدينه كي دټو لو نه ورورسته سهل بن سعد بن معاذ وفات شو رضي الله عنه ،دټولو نه اخر چه كوفة كي وفات شو هغه عبداله ابن ابي أوفي وه رضي الله عنه ،دټو لو نه ورورسته په بصره كي انس بن مالك وفات شو رضي الله عنه ،دټولو نه ورورستي چه په مصر كي وفات شو هغه عبد الله بن حارث بن جزء وه رضي الله عنه ، دټو لو نه وروستني صحابي چه په شام كي وفات شو هغه عبد الله بن يسر وه رضي الله عنه ،او افغانستان كي و فات شو هغه بريدة رضي الله عنه وه ،او د ټو لو نه اخرني او وروسته وفات شو ي اصحابي ابو الفيل عامر بن واثلة رضالله عنه وه٠
اميد كوم چه تري فايده مند شي
نور بيا