نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو څه وايي؟؟
میوند ننګیال
13.01.2009
ډيرو ګرانو او محترمو ورنو سلامونه او نيكي پيرزوينې ومنۍ !
ايا پدي وخت كي د افغانستان ځوانان يو داسي اسلامي او اصلاحي تحريك يا تنظيم ته چه نه د كوم سياسي تنظيم سره ارتباط ولري او نه د چا د اثر لاندي وي ضرورت لري او كنه ترڅو دا نوي او ځوان نسل د اسلامي او افغاني كلتور سره اشنا کړي او دايراني ، هندي اعلامي حملي نه خوندي كړي شي ايا دا به امكان ولري او كه نه ستاسو دنظر او مشوري په هيله
باتور
13.01.2009
ننګياله وروره!
وړانديز دي نوی نه دی، لېکن بيا هم د تمجيد وړ دی. . . . . وای [color=white:c62b2b724c]د مړو کله په قيامت نه وه رضا[/color:c62b2b724c]. .
تر څو چي وطن اشغال وي، او د غلو اتحاديه برقراره وي، دا وړ تنظيمونه، سازمانونه او يا حزبونه، خامخا د اشغالګرو او د هغو د لاسپوځيو تر تاثيراو تهديد لاندي راځي او له کمي مودې وروسته يا خو له منځه ځي او يا هم مجبوراً له هغو سره يو کېږي. .
لېکن بيا هم تاسو په خپل وړانديز يز يو څه رڼا واچوی، تر خوسي غږېدا (چي هيڅ ځای نه نيسي او نه کوم درد دوا کوي)، بهتره به وي چي په دا وړ موضوعاتو وکړېږو. . پتنګ خان هم يو څه موده مخکي همدا شان يو وړانديز وکړ، لېکن تفصيل يې ور نه کړ.
دادوه بيتي دي ډېره خوندوره ده:
[color=blue:c62b2b724c]هغه ســــرچه دغاصب مخکي ټيټيږی
دپښتون دسرپټګي دي پرې حرام وی[/color:c62b2b724c]
په درنښت
pattang
13.01.2009
باتور خانه کارکول ا وکار پيل کول خپل نورمونه لري اويولوی د سيپلين ګرزېدلی
خو داخبرې به بيا وروسته کوو٠ لومړی ځل کتنه اوليدنه دي چې څوک څوک دی !
زمادروازه هر چاته خلاصه ده چې هغه صادق پښتون وي ، پورته ځکه ضروري ده چې د پښتو په سر ډېرو تجارتونه وکړل او نالت پر دوی ټولو٠
[quote:b4f0cc4416="باتور"]ننګياله وروره!
وړانديز دي نوی نه دی، لېکن بيا هم د تمجيد وړ دی. . . . . وای [color=white:b4f0cc4416]د مړو کله په قيامت نه وه رضا[/color:b4f0cc4416]. .
تر څو چي وطن اشغال وي، او د غلو اتحاديه برقراره وي، دا وړ تنظيمونه، سازمانونه او يا حزبونه، خامخا د اشغالګرو او د هغو د لاسپوځيو تر تاثيراو تهديد لاندي راځي او له کمي مودې وروسته يا خو له منځه ځي او يا هم مجبوراً له هغو سره يو کېږي. .
لېکن بيا هم تاسو په خپل وړانديز يز يو څه رڼا واچوی، تر خوسي غږېدا (چي هيڅ ځای نه نيسي او نه کوم درد دوا کوي)، بهتره به وي چي په دا وړ موضوعاتو وکړېږو. . پتنګ خان هم يو څه موده مخکي همدا شان يو وړانديز وکړ، لېکن تفصيل يې ور نه کړ.
دادوه بيتي دي ډېره خوندوره ده:
[color=blue:b4f0cc4416]هغه ســــرچه دغاصب مخکي ټيټيږی
دپښتون دسرپټګي دي پرې حرام وی[/color:b4f0cc4416]
په درنښت[/quote:b4f0cc4416]
میوند ننګیال
14.01.2009
ډير د قدروړاو محترم ورونه هريو پتنګ صيب او باتور صيب سلامونه !
زماپه نظر اوس وخت كي بايد داسي يو تنظيم جوړ شي چه اول د ايراني او بيا دهندي كلتوري حملي مخه ونيول شي بله دا چه پښتانه ځوانان بايد د فارسي ژبي او اثر څخه وساتل شي دځواننانو يو ه اصلاحي تنظيم وي هفته وار درسونه ولري كه هفته وار نوي مياشتني غونډي ولري ديو بل خبري واوريدل شي په ګډه داسي يوه لاره راوويستل شي چه څنګه بايد پښتو ته خدمت وكړي شي ٠
پتنګ صيب ستاسو خبره منم چه خلكو په پښتنو تجارت وكړ او لا يي كوي خو كه ستاسو درواځه اول زه در ټكوم
په ټوله اسلامي او پښتنه مينه
رښتینی
14.01.2009
ټولو خوږواودردمنو وروڼوته سلامونه اونيكي هيلي
دننګيال ورور وړانديز دستايني وړاوبايد ملګري غور
پري وكړي هسي دنظروركولوتربريده نه بايد عملا اړيكي
سره ونيول شي او ددي كار دپيل اوپرمخبيولو له پاره
همنظره وروڼه شخصي ايميلونه سره تبادله كړي
اوموږخو نو له خپلي دروازي دروتلو وبولئ اودا ليكنه
ددروازي دټكيولو په معني ....
په مينه
Ghairat
14.01.2009
[size=18:85c15a5b0a]ښاغلی ننګیال لیکي :
[quote:85c15a5b0a]ترڅو دا نوي او ځوان نسل د اسلامي او افغاني كلتور سره اشنا کړي او [color=white:85c15a5b0a]دايراني ، هندي[/color:85c15a5b0a] اعلامي حملي نه خوندي كړي شي[/quote:85c15a5b0a]
له اعلامي حملوڅخه مو مطلب څه دی، اوبل له ایران څخه مو هند ته خیز وهلی، ایا پاکستان مو هیر کړی (؟)، که هغه اعلامي حملې نه کوي (؟) اوکه خبره بله اوتر دوی هم لا خطرناکه ده ،که څنګه ؟؟؟؟؟
تر کومه ځایه چې د یو نوي تنظیم جوړول دي، نو له اسلامي ځانګړتیا سره باید ملي هم وي ۰ سر بیره په دې که نوموړی سازمان ولسواک هم نه وي، نه یواځې ډیر ځوانان به جلب نشي کړلی، بلکې هیڅ ټولنیزه ستونزه به هم حل کولی نشي !
نوکه ريښتینی بریمن سازمان جوړیږي اسلامي ملي ولسواک ترکیب یې اړین دی![/size:85c15a5b0a]
ډاکتر څپاند
15.01.2009
محترم غيرت صيب!
په ډی تاسف سره بايد وليکم چه ددری لسيزو دجنګ دټولو مصيبتونو نه علاوه
چه زموږ خلک ور سره لاس او ګريوان دی،زموږ افغانی کلتور هم تار او مار شو٠
هغه ځوانان چه عمر يی په پاکستان کی تير کړی،هغوی دپاکستانيانوله منافقته
ډک کلچر سره لوی شوی٠تاسوته معلومه ده چه پاکستان په خپل لنډ ژوند کی
د انګريز او امريکی دګوډاګي په صفت، پدرواغو او دومخي ډول ځان د اسلام
مدافع ګڼی،او خوار افغانان هم پری باور کوی :!: ٠
دغه راز هغه ځوانان چه ايران کی ئی ژوند تير کړی، ايرانی شر او فصاد رژيم
تر سيوری لاندی ئی خپله ژبه،دودونه،عنعنات او افغانيت هير کړی٠ما پخپلو
سترګو داسی سني کورنۍ ليدلې چه دايران نه دراتلو سره ئی تسنن پريښی
او اوس شعيه ګان دي٠
ددی خوارانو سره بحث دوخت ضايع کول دي٠هيله ده چه خپل قلم د عمده او
حياتی مسايلو په بحث کی مصروف وساتئ٠
په درناوی٠
میوند ننګیال
15.01.2009
ګران او محترم ورونه هريو سپاند صافي ،غيرت او حامد صيب سلامونه!
حامد صيب ستاسو دنظر ډيره مننه اميد كوم چه رابطه وساتي ٠
ګران غيرت صيب :
دايران نه مي ځكه هند ته خيز وهلي چه دهند هغه ډرامي چه خپل كلتور او دين يي دافغان په ځوانه طبقه دومره اثركړي چه لباس خبري بلكل دهغوي په رنګ شوي ه ګرانه پاكستان نه هيروي شم او نه مي هيريږي څومره چه مونږ ته دايران نه خطر دي همدوره دپاكستان نه هم خطر دي كيداي شي چه لا زياته وي ګوره وروره اسلامي په سر كي بيا كه ورته ملي وايي او كه هر څه هغه د وروست خبري دي اول كي بايد يوه لار پيدا شي چه څنګه كولي شو بيا به ورورنه كيني يوه تګلاره به ورته جوړه كړي پاتي شوه دايران خبره ددي نه بله كومه غټه خبره شته چه د كابل دپوهنتون نوم چه دڅو لسيزو نه همدا دي دوي كوشش وكړ چه په دانشګاه يي كړي٠
محترم ورور سپاند صيب :
ستاسو دخبرو سره موافق يم خو بايد يو كوشش وشي ٠
ستاسو د ليكنو په هيله
په ټوله اسلامي او پښتنه مينه
میوند ننګیال
26.01.2009
ايا دا ممكنه ده چه أفغانستان دي يو ازاد او مستقل مملكت شي او پدي كي دځوانانو څومره رول دي
Ghairat
26.01.2009
وروره که مقاومت په یوملي شکل رامنځته شو چې د افغانانو د ملي اسلامي هویت او ولسواکه ارمانونو استازیتوب وکړي ، بهرنۍ (پاکستاني) لاسوهنه په کې نه وي ، ISI, CIA, ایراني او روسي استخبارات په کې لاس ونه لري، نو ځوانان په کې ښه رول لوبولی شي، [color=blue:314962f55a]ولې اوس سوله ییزه ملي اوولسواکه مبارزه کولی شي، د ملي ګټو دفاع ، د ملي ورځو لکه د پښتونستان ورځ ، د خپلواکۍ ورځ اونورې نمانځل ،د ملي ولسواکۍ د ارزښتونو د پلی کولو غوښتل ، په مرکز کې د پښتنوله پاره د پښتو تعمیم ، پښتو ښونځي ، پوهنځي او پوهنتونونه، مطبوعات او رسنۍ غوښتل ،د ملي پوځ او د هوايي ځواک د بشپړولو غوښتنه او په هغوی کې د پښتنو افسرانو ونډه خوندي کول، په ولسوالیوکې د نجونو د ښونځيو تعمیم اود هغوی د امنيتي چارو غوښتنه اوداسې نورې ورځنۍ موضوعګانې لومړی د کلتوري ټولنو په چوکاټ کې تنظیمول او پر مخ بیول غواړي! اوداسې نور[/color:314962f55a]
Sangar Watan
27.01.2009
محترم غيرت صيب سلامونه،
ډير ښايسته نظر مو ورکړی٠
ددلوی (سلواغی)دمياشتی ٢٦ نيټه،له افغانستان نه دپخواني شوروي يرغلګرو
نظاميانو دروستنی سرباز د وتلو ورځ ده٠راځی چه پدی هکله خپلی ليکنې پيل
کړو او وګورو چه پدی محدوده ساحه يعنی دټول افغان د جروبحث په بخش کي،
پدی هکله، څو تنه افغانان سره ورته نظريات لري٠
میوند ننګیال
27.01.2009
ګرانواومحترموورونوسلامونه !
دروندغيرت صيب!
په خوله اوقلم مو برکت شه خو دمقاومت لپاره به څوک راپورته شي بله دا چه ايا داسي به څوک وي چي بغيرپا کستان اوايران دکومک نه بله لار ولري ٠