نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په کابل کې ورځپاڼې بيا کفري مطالب خپاره کړل
سليم
11.01.2009
په کابل کې يوې فاشيستې ورځپاڼې اسلام او اسلامي اعتقاداتو ته سخت سپکاوى کړى او دايې هسې وهمي خبرې ګڼلي دي
دا ورځپاڼه چې پيمان نومېږي او له کابله خپرونې لري ټولې ليکنې يې فارسي دي
نور مطلب په فارسي کې دى او په لاندې لنک يې وګورئ
http://eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1085&catid=3&Itemid=1085
عبدالله صابر
11.01.2009
په فارسي مطلب باندي خويی پوهه نه شوم خوپه بينواکښ يی پښتوته ژباړلئ اوډير
لوی کفرغږولئ ،او دي ته هم اشاره شوي چي دپيمان ورځپاڼې مالي لګښت د
مسعود ورو ر احمد ضيامسعودپه غاړه ده ، دلته سړي ته ددوی په تيره بياداحمد
ضيامسعودمسلمانئ په اړه شک پيدا شي ، که چيري يوڅوک مسلمان وي نودا ډول
جرئت هيڅ کله هم نشي کولئ ، معلوميږي داسي چي دکرزي په دولت کښ منافقان
(پټ کافر ) نوره هم ډير وي وخت په وخت يوپه يوڅرګنديږي ٠
دکرزي حکومت ډيره هڅه کوي چي ولس په بي ځايه تبليغاتووغولوي اوداسي
وښيی چي ګني دوی مسلمانان اوامريکايان دهيوادابادئ اومرستي ته راغلي خو
لکه چي داوړئ يی شړئ نشي ٠
له بينوا څخه
[color=red:69706eca68]له کابل نه د ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال احمد ضياء مسعود په مستقيمه مالي مرسته خپرېدونکې پيمان ورځپاڼې په خپلې يوه ليکنې سره د اسلام د سپيڅلي دين سپکاوى کړى دى. دې ورځپاڼې د نورو منسوخو دينونو په څېر د الفاظو په لوبه کې اسلام ته هم دغه کليمه کارولې ده. دغه ليکنه، چې د ((پيشگويى جنگ سوم جهانى- ٢٠١٠)) تر سرليک لاندې د پيمان د مرغومې مياشتې په ٢١مه ګڼه کې پر څلورم مخ چاپ شوې، د مرګ د ورځې او قيامت په اړه يې د اسماني کتابونو روايتونه درواغ ګڼلي دي. د ليکنې په دوو پاراګرافونو کې داسې راغلي دي: (( با شناخت بيشتر ماهيت انسان، طبيعت و جامعه در پرتو دانش، علوم و تخنيک، اعتماد انسان ها به اين وعده های اسمانی ميان تهی که بيشتر زاده خيال خود انسان هاست روز تا روز کاهش می يابد و در عوض بسياری انسان ها به جای اعتقاد به سرنوشت و تسليمی به حوادث خود در تلاش تغيیر سرنوشت و قسمت شان هستند.
پيشگويی و غيب گويی در مورد مسايل مختلف، به خصوص روز مرگ و يا قيامت، يکی از داستان های سابقه داری است که به ويژه در هنگامی دشواری ها در طول تاريخ بشريت توسط پيغمبران و مذاهب به عنوان کلام خداوند مطرح شده است. اما برخی پيشگويی ها يا روی تصادف رخ داده و يا واقعيت پيدا نکرده است. به گونه مثال، در انجيل گفته شده بود که سال ۲۰۰۰ پايان جهان و روز قيامت است، اما هر گز چنين اتفاق نيفتيد. نه طوفان نوح رخ داد، ونه ياجوج و ماجوج از چين بيرون برآمد، ونه امام زمان و يا حضرت عيسی بچه خدا دوباره زنده شد. در نتيجهٔ اين پيشگويی های خرافاتی و ميان تهی، کلام خداوند و پيغمبران آن و معجزه های آنان نزد بسياری مردم در جهان وزن و اعتبار شان کمرنگ شد)).
د دوهم پاراګراف په سر کې د پيشگويۍ او غيب گويۍ مسايل له پيغمبرانو سره تړل شوي، په داسې حال کې ، چې غيب له ستر څښتن ج پرته بل چاته نه دي څرګند او پيغمبرانو به، چې د پېښو په اړه څه ويل، هغه به يې د خداى له لوري د وحيې له لارې ويل. ليکوال او د ورځپاڼې چلوونکي دغلته د قيامت په اړه د يوه اسماني کتاب انجيل دا وړاندوينه غلطه ګڼي، چې پر ٢٠٠٠ کال به قيامت وي او د نوح ع توپان به راځي، ياجوج ماجوج به راځي او... خو دا يې روښانه کړې نه ده، چې ايا په اوسنيو تحريف شويو انجيل کتابونو کې به اصل خوندي پاتې شوى وي؟ ايا په رښتيا هم دغه وړاندوينه د خداى په کلام کې راغلې ده؟ د بايبل په اړه د انجنير حکمتيار په کتاب ( بايبل د قرآن په رڼاکې) بشپړې څرګندونې راغلې او ددغه کتاب ګرد موضوعات يې، چې مصنوعي او په لوى لاس تحريف شوي دي، په قرآني ايتونو او حديثونو رد کړي دي. د پيمان ورځپاڼې ليکوال هڅه کړې، چې ( توبه نعوذ بالله) د خداى کلام درواغ ثابت کړي. دغه راز له عيسى ع سره د ( حضرت عيسى بچه خدا) کليمې استعمال پخپله په دې دلالت کوي، چې ليکوال د شرک او بې دينۍ د ترويج هڅه کوي.
دغه ليکنه، چې د حسين يعقوب زاد په مستعار نامه خپره شوې اصلي منبع، ژبه او ليکوال پکې نشته او يوازې د برګردان ( ژباړن) کليمه ورسره ليکل شوې ده. د ورځپاڼې چلوونکو په خپله سبانۍ ګڼه کې دا يوه تېروتنه ګڼلې، خو دا يې نه دي ويلي، چې د اسلام سپکاوى څه ډول تېروتنه ده؟ ايا يوڅوک، چې پخپله اعلان وکړي، چې زه د قيامت ورځ نه منم، اسلام منسوخ دين دى، دا تېروتنه ګڼل کېداى شي؟ دا پرته له دې، چې د کفري عقايدو د ترويج هڅه وي، بل هيڅ هم نشي کېداى. دوى هم د عبدالرحمن پنجشيري، پرويز کامبخش او غوث زلمي په څېر غواړي اسلام او دين ته د سپکاوي له لارې شهرت، فنډ او بهرني تابعيتونه ترلاسه کړي. په پښتو کې متل دى، چې که ځان مشهورول غواړې، د جومات په محراب کې .... وکړه، دوى هم همدغه کار کړى او غواړي له دې لارې ځانونه بهر ته وباسي.
په پيمان ورځپاڼه کې د رزاق مامون، طهسا سايع، ضياء رفعت، توحيدي او ... په څېر بې کرکټره او بې دينه کسان کار کوي، چې نه په اخلاقي لحاظ پوره دي او نه په ديني او مذهبي. دغه ورځپاڼه نه يوازې دا، چې زموږ د ملي عقايدو او سپېڅلو ديني ارزښتونو سپکاوى کوي، بلکې د ملي ارزښتونو سپکاوى يې خو يې ورځنۍ دنده ده. په پيمان کې له تېر يوه کال راهيسې يوازې او يوازې د قومونو د جنګولو سياست پرمخ وړل شوى او يوازې د ژبې او سمت او نژاد مساله څيړل شوې ده. دوى تل دا هڅه کړې، چې د افغانستان جغرافيايي جوړښت ، قومي جوړښت او تاريخ وننګوي او دغه دروند ولس سپک کړي. په جنوب کې جګړې ته لمن وهل او د پښتنو پر خلاف د دوى نغارې او ډنډورې له هيچا پټې نه دي، ځکه د پيمان هيڅ يوه ګڼه هم پښتنو ته له ښکنځل پرته نه ده خپره شوې.
پيمان ميدان شغالي ګڼلى، ځکه تر دوى مخکې عبدالرحمن، پرويز کامبخش او ... ته نه چا سزا ورکړه او نه يې چا پرخلاف يو ګام اوچت کړ. دغې چوپتيا دوى ته هم دا جرئت ورکړ، چې دين ته سپکاوى وکړي او د يهودو او عيسويانو ملاتړ ترلاسه کړي. دا هغه خلک دي، چې نه په دين بند دي او نه په خپل ناموس. د افغانستان دولت او ولس بايد ددغو کسانو دغه جرم تعقيب کړي او محاکمه يې کړي. ولس بايد د دې ورځپاڼې او د هغې د چلوونکو پرخلاف لاريونونه وکړي او د خپل دين ننګه وکړي. موږ ته اوس پر کور پېښه شوې ده، د ډنمارکي کارټونسټ پرخلاف مو خولې څيرې کړې، د غزې پر ملاتړ مو کومي وشلېدل، خو په خپل کورکې ناست د دين او اسلام دښمنان مو هېر کړي او پر وړاندې يې چوپه خوله پاتې يو.
ابوعبدالله [/color:69706eca68]
عبدالله صابر
17.01.2009
له شهامت ويبپاڼې څخه
[color=green:d1ea3bfc09]دديموکراسې ابۍ
که دي هرڅه کول ديموکراسي ده.که دي دين اواخلاق نه لرل ديموکراسي ده .که دي ددين بي عزتي کوله ديموکراسي ده . که دي دخداى (جل جلاله) غوره استازي په خپرونوکې سپکول ديموکراسي ده. که دي دخداى(جل جلاله) په خلاف کاريکاريتورونه کښل ديموکراسي ده . که دي په ټولګۍ کې بدفعلي کوله ديموکراسي ده .که دي په قرآن کريم دپاسه خنزيردراوو ديموکراسي ده.که دي دنکاح اوزنا فرق نه کاوو، ديموکراسي ده.که دي په جنسي مقاربت دڅارويوله نړۍ څخه انسانې کورنۍ ته دايډز ناروغۍ رانقلوله ديموکراسي ده.که دي د افغانستان دبرخليک ټاکل په جرمني کي کول ديموکراسي ده.که دي دالوتکوپه زورنظامونه ړنګول ديموکراسي ده.که دي په افغانستان، عراق او فلسطين کې ويني بهولې ديموکراسي ده. خوکه دي په همدي مظلوموهېوادونوکې دخلکودفاع اودظلم،زور،وحشت او بربريت مقابله کوله،بيا تروريستي ده. خير دا د زور ديموکراسي د ديني جهاد توره غواړي چي ورته په تيره کيدلو ده.
خونن ځواني د يموکراسي، زړه ابۍ وزيږوله. ميرمن (وانګا) چي په (بلغاريا)کې زيږيدلي او هم هلته ترخاورو لاندې اودقيامت په انتظار پريوتله .
وايي دا دديموکراسي ابۍ، په دې مشهوره وه چي وړاندوينه به يي کوله اوهغه په دي رښتيادي چي دخپل مرګ وړاندوينه يي رښتيا شوه . داوايي چي کومې وړاندوېني نوروپه تيره موسىٰ،عيسىٰ اومحمد(عليهم السلام)کړي دي، هغه رښتيني نه دي . هيڅکله هم قيامت نه راځي او نه نوري وړانديويني رښتيا شوي دي،که کومه سمه ختلي وي ،هغه هسي تصادف دى…
په دي هکله مضمون يوه بهرني ليکلىاوپه کابل کې د(حسن يعقوب زاد) په نوم چا درې ژبې ته ژباړلى دى.دپيمان دخپروني مسؤل هغه د(پيشگويي جنګ سوم جهاني– ۲۰۱۰)په نوم(٢١جدي١٣٨٧) خپورکړى دى . که څه هم حکومت وايي چي دپيمان مسؤل څارنوالي ته معرفي شوى دى خو بيا به د مرتد عبدالرحمن په څيردامسؤلين د پيريانانو په الوتکه کې والوزي او دديموکراسۍ په سنګرکښې به دبل توهين لپاره ځاى ونيسي.
په مضمون كې د نړۍ د پيل، پاى .....اوقيامت په ارتباط د ټولو مذهبونو،پيغمبرانو اوآسماني كتابونوروايتونه اوڅرګندونې غلطې ګڼل شوې دي او ويلي يې دي چې دغوپيغمبرانونه يوازې دا، چې د قيامت او نړۍ دپاى او پيل په اړه څه ويلي، بلكې د جنت او دوزخ په نامه يې خلكو ته د مكافاتو او مجازاتو ژمنې هم وركړې دي ..... ليكوال ، ژباړن او خپروونکى په دې برخه كې قيامت او ډيرمعتقدات يوازې داستانونه ګڼي چې پيغمبرانو د ستونزو پر مهال كارولي دي . ددوى په اټکل نه قيامت شته اونه دوزخ ،جنت او....
خودقيامت خبره هغه منلي شوي خبره ده چي ټول دينونه يي په ډير تاکيد سره يادونه کوي . خصوصاً تورات،انجيل اوقرآن کريم خو پکې صراحت لري .همداسي ټول انبياء ورباندي باورلري .ورسره بودا، زردشت او نور چي دسماوي اديانو دعوه نلري هم دقيامت،بل ژونداوهلته مکافات او مجازات مني اودهمدي ټولوپيروان همداګروهه لري. په انسانانوکې په خوراستره فيصدي دقيامت په راتلوقايل دي. د داسي ليکنوپه خپرولو خودملياردونوانسانانو دعقيدې سپکاوى دى.
دابۍ په وينا دانبياوو وړاندوينه که رښتياکيږي نوهغه تصادف دى،خو که د دې يوه وړاندوينه رښتياکيږي ولي يي موږتصادف ونه ګڼو. که ديو سل او څلورويشت زره انبياوو وړاندوينه حقيقت نلري اوکه يي کومه حقيقت ته رسيږي،هغه تصادف وي،نوديموکراسي دابۍ وړاندوينه به ولي حقيقت لري. دايوه به يي ولي تصادف نه وي؟
دقيامت مسئله عقيدوي اوعلمي مسئله ده. ورڅخه انکار،له دين اوعلم دواړو څخه انکاردى .
دعقيدي خبره خو څرګنده ده چي ټول اديان ورباندي قايل دي او په يوم الاخر(وروستۍ ورځ) باور زموږ دايمان جزء او مؤمن به خبره ده.
اخلاقي خبره هم ده،ځکه دوجدان غوښتنه داده چي مکافات او مجازات شته، نوکه ددي ژوند ختميدل او بيا پاڅيدل نه وي ،د ډيرو انسانانو مکافات او مجازات به چيري ورکول کيږي.
دفزيک خبره ده،هرعمل،عکس العمل لري،نودهغوخلکوچي دلته يي ښه يابدعمل کړى وي،که قيامت او بيا ژوند نه وي ، دعمل، عکس العمل به يي چيري وي . زما ياد دي چي دسروکمونيستانو(خلق اوپرچم) دحاکميت په وخت کې ،زه په خورا بد زندان (اګسا) کې بندي وم. په بندکې راسره يو ژيړکمونيست(چين مشربه ماؤايست) هم ؤ. هغه ترڅوورځو وروسته په لمانځه پيل وکړ. ما ورته وويل : محبس مسلمان کړي؟ هغه وويل : نه ، له ماسره داخبره مسلمه او ثابته ده چي هر عمل عکس العمل لري . داروسي کمونستان دومره ظلمونه کوي، که دهمدي زور په دوره کي مړه شي، ددوي ددي عمل عکس العمل پاته شو، نويقين مي وشو چي بل ژوند شته اوداژوندبه دبلي دنيا ژوند وي .
په علمي لحاظ که ګورو، ماده فناکېدونکي ده ،ځکه دانسټاين دانرژي فارمولMC2 1/2 E= (انرژي مساوي ده يو په دوه ايم سي مربع)ښيې چي دانرژي په پيدايښت کې ماده له منځه ځي. همدا دمادي له منځه تلل قيامت دى .
موږ بل فزيکي فارمول لرو چي : F=m1.m2/d2
يعني ددوو کتلوترمنځ ددفع اوجذب قوه مساوي ده ددواړوکتلو (موجوداتو) دضرب حاصل تقسيم دهغي فاصلي په مربع چي ددې دوو جسمونو ترمنځ ده . موږ په قرآن کريم کې لروچي دقيامت په نژديوالي کي به لمراوسپوږمۍ سره يوځاى شي(وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ) که څه هم په جلالين تفسير کي دي چي (اي بذهاب نورهما) يعني ددواړو نور به ختم شي. خودمحققينوپه نظرکه دواړي کتلي سره يوځاى شي هم مشکل خبره نه ده او درڼا ختيمدل پکې راځي.
اما په علمي لحاظ يي دکتلو يوځاى کيدل ډير احتمال لري ، ځکه وينو او منو چې شهاب ثاقب سقوط کوي او هغه مادي اجسام دي، هغه که په سپوږمۍ او لمر ولويږي دهغوى جسامت لويوي او دهغوى ترمنځ فاصله دهغوى په لويدلوکميږي .نو دهغوى ترمنځ جاذبه غښتلي کيږي .داسي ورځ به راشي چي هغوى به سره جذب کړي او دا دقيامت راتګ دى .
که اتوم ته وګورو په هغه کې پروتون او الکترون په يوه فاصله کې سره پراته دي اودجذب او دفع قوې په تعادل کې ساتلي دي . ددې فاصلي په نسبت داسي معلوميدلاى شي چي که پروتون ديوه نخود په اندازه لوي فرض کړو نو له الکترون سره فاصله به يي ٤٠٠ فوټه شي . که همدافاصله ورکه شي اواتوم اوالکترون په ماده کې سره جذب کړي نو هغه واټن چي ٤٠٠ فوټه شعاع (٨٠٠ فوټه قطر)لري په يوه نخود کې به ځاى شي ،تاسي فکر وکړئ چي دا کاينات به څومره کوچني شي ، رښتيا به هم ځمکه يوې هګۍ ته راوړوکې شي .
دى خبري ته هم په قرآن کريم کې دلمر دکُوَرْ کېدلو او دستورو د مکدرکيدلو په تورو اشاره شوي ده . دلمر کور کېدل هم هغه سره راټوليدل دي چي همدا اتومي خلا به وبايلي او سره رانغښتى او راټول به شي، همدا قيامت دى.
له بلي خوا هر شي چي فنا کيږي ، هغه خلق کيږي هم ، داچي ماده فناه کيږي او دا سائنسي ثبوت دى نو خلق شوي هم ده ، قديمه نه ده ، نو چي پيدا کيږي او فناکيږي هم ، فناکيدل يي قيامت ده.
څه شي چي خلق او فناه کيږي هغه خالق هم لري، په خپله خلق کيدلاي نشي،نوخالق خويي خداى جل جلاله دى او هغه دلسګونو زره پيغمبرانو په ژبه وايي چي قيامت راتلونکى دى ، اما موږ څومره ساده يو چي د ديموکراسي دزړې آبۍ په خبره ورڅخه انکار وکړو. خير دى ددې ابۍ لمسيان دي ورته تبليغ کوي .
په علمي او سائنسي ډګر کې دا دوهمه خبره ده چي ماته له عقل څخه لري ښکاره شوه ، داخبره ځکه چي نژدي ټول انسانيت قيامت مني خو دا ابۍ اولمسيان يي نه مني ، رښتيا هم بي علمي او بي عقلي ده.
بله د داروين دتکاملي نظريې هغه برخه چي انسان له بيزو څخه متحول او جوړ شوى ګڼي. په اخلاقي لحاظ خويي سپکه داده چي ځان دبيزو زوى ګڼي او د (دتکامل ياخلقت) دکتاب ليکوال په يوه کاريکاتور کې داسي ښودلي ؤ چي داروين ښکلې دريشي کړي، له يوه بکس سره روان دى ،يوه زړه بيزوګۍ له شا پسي ناري وهي: آ زما زويه! داروين هم په تعجب ورته ګوري .
نژدې ټول انسانان وايي چي موږ دانسان (آدم عليه السلام ) زامن يو ، خو داروين بې وزله وايي، نه زه دبيزوګۍ زوى يم .
له اخلاقي چوکات څخه پرته په ساينسي اوعلمي ډګرکې هم دانظريه دمنلو وړ نه ده ، ځکه که څه هم تحول او تکامل په خلقت کې شته خو له بيزو څخه دانسان تحول ځکه علمي نه دى چي ددي دواړو موجوداتو په منځ کې کروموزومونه فرق لري او دا بيولوژيکي قاعده ده چي که کوم حيوانات په کروموزوم کې سره فرق ولري، هغه له يوه څخه بل ته تحول کولاى نشي .
په هرحال موږ به د داروين او د ديموکراسي دابۍ په خلاف، نه ځانونه دبيزوګانو زامن بولو او نه به له قيامت څخه انکار کوو. دوى پوه شه او ديموکراسي يې چي ځانونه کومو ځايونو ته پکښې رسوي .[/color:d1ea3bfc09]
http://www.shahamat.org/maqali-16-01-2009.html