د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خبزات مزیدات پستونکی تاويدات

و.افغان
10.01.2009

وايي چې يوه ورځ په يوه ملا باندې يو ساده لوحه سړی ميلمه شو.
ملا صاحب ته به له ځينو کورونو څخه غوړي ډوډۍ راتللې، چې هغه به یي په یواځې ځان خوړلې،
خپلو چڼو ته به يي هم نه ورکولې.
دا ورځ چې چڼې ډوډۍ راوړله، نو ملا ددی په خاطر چې ميلمه يي پوه نه شې، چې غوړي مزيدارې ډوډۍ راورسيدې، نو خپل چڼې ته يي په عربي ژبه غږ کړي چي:
خبزات مزيدات پستونکې تاويدات
(مطلب دا چې مزه دارې ډوډۍ په دستر خوان کې تاوي کړه).
نو هغه ميلمه چې پوه شو نو ورته ويي ویل:
زه دومره جاهلات چې په دی نه پوهيدات

په درنښت


عادل عادل
29.01.2009

د تیر چهاد په وخت کې یو عرب د بوټانو سره د یوه کلي جومات ته ننوتلی و نو چې کله د ملاامام ورپام شو نو حیران شو چې څنګه یې پوه کړي بس ناببره یې پرې غږ کړ:

فخلع نعلیک انک باالواد المقدس طوی .... الایه



ع کريم حليمي
31.01.2009

په دې خونه کښي  ترتب ساقط دي  ، دغسي ده ؟ که داده 
نو درغله ټوکه 

مسجد ته مېلمه راغلی وو ،عموما د ماښام تر لمانځه ورسته  طالبان ډوډۍ 
خوري ، دسترخوان هوار سو ، يوسلوشل رقمه ټوکان په دسترخوان کښي دي 
نو خامخا سوړسک هم پکښې وي ، چړي د هر طالب مخته وچه ډوډۍ ايږدي 
ملا صاب وليدل چه سوړسک هم سته او چړي تر سوړسک لاس اړه وي 
نو پر چړي ئې ږغ وکئ چه : هلکه ! دئ و ده ته که !
د مېلمه سر په خلاص سو چه ولا سوړ ما ته ايږدي 
نو پر ملا صاب ئې ور ږغ کړه چه دئ په ده کي دا وهي 


رښتینی
31.01.2009

زموږټوكي ته به نه خاندئ !

يوه قاريصيب به له لمانځه وروسته په اجتماعي دعا كي ټولي
دقرانكريم دعاګاني ويلي له بده مرغه دي دقرانكريم په مانا نه
پوهيدي نو يوه ورځ يي دادعا هم وويله :

رب اني وضعت لك ما في بطني محررا فتقبل مني

په مينه



ع کريم حليمي
01.02.2009

يو چاغ او خېټور دمخه سو يارانو ته لمونځ ورکوي ، شاته ئې کنداری پاټي 
او ټوکي 
ولاړ دي ، ملاصاب چه د سجدې راپورته سو ، پرټوګ ئې په کوناټو کي بند 
و ، شاته ولاړ سړي ئې فکر وکئ ،چه ډير بدکار دي چه خلګ ورته کور 
نو لاس ئې وراوږ کي ،پرتوګ ئې ځندي راکش کئ ، ملا صاب په ستوني 
کښي غاړه تازه کړې ، سړي فکر وکئ چه د ملا بد په راغله ، نو بېرته ئې 
څلور ګوتي په اوږدو ورچخ کړې چه پرتوګ بيرته پکښي ور بند کړي 
ملا بيا غاړي تازه کړې ، د دې مقتدي تر خوله ورته راوتل ، ملاصاب 
کې درچخو هم نارې وهې چه راکاږو يي هم نارې وهې 


خیریوسی
04.02.2009

وایې یو پښتون ملاصاحب په کوم عربي هېواد کې امامت کاوه دماخستن په لمانځه کې یې اوله ناسته هیره سوله ودریم رکات ته ولاړ سو عربومقدیانو فتحه ورکړه یوه مقتدې ورته و ویل سبحان الله بیا بل ورته وویل سبحان الله دریم ورته بیا ورته وویل اجلس ( کښینه ) ملا فکر وکړی چې لمونځ خو موهاسی سره بی خونده سو نو امام صاحب په جواب کې ورته وویل بعدین ( وروسته )

بله ورځ ماښام باران ؤکله چې یې دماښام لمونځ په جماعت وکړی مقدیانووامام ته وویل چې باران دی دماخستن لمونځ هم راکړه ملا صاحب ورته وویل وخت لاډیردی شاید چې باران ودریږی مقدیانو نه ورسره منل ویل که داسی وی نوته زموږ امامت نه شی کولای ملا صاحب دماخستن لمونخ ورکړی اومقتدیانو ته یې وویل اقامت وکړی چې دسهار لمونځ هم اوس درکړم چې تاسو دهغه څخه اوس فارغه کړم که سبا سهار بارا ن وسو هغه بیا مقتدیانو نه ورسره منل



ع کريم حليمي
05.02.2009

خوار کاکړ ملايي ونيوله ، د رېګ  مالدار 
نو يوه کږدۍ ور ؤ دروله چه دايي ستا مسجد 
مالدارو وويل ، اې لالا زموږ لمونځ ندی زده ، زوی مړې موږ ته لمونځ را زدکه 
ملا لمونځ ورته شروع کئ ، يوه مياشت په زدکړه تېر سو د رېګ مالدارو 
لمونځ نه زدکيږي ، په دې ورځو کښي مالدارو ته يو قومي مشر مېلمه راغلی 
ملا و مېلمه ته وويل چه : حاجي کواټ کاکا ! يوه مياشت مي کيږي  چه دې 
خلکوته لمونځ ورښيم ، نې زده کيږي ، مېلمه ورته وويل 
زوئ مړې ملايي ! دې بړوګانو ته به ئې زه ور وښيم، سبا ته به ئې زده وي 
مېلمه ږغ وکئ چه اې بړوګانو مسجد ته راسئ 
په يوه ږغ د رېګ مالدار راغله ، مېلمه  مالدارو ته وويل ، هلکو !
سر د سبا به لمونځ کوئ ، مالدارو ورته وويل چه ، تر اوسه مو نه دي زده کړی 
مېلمه وويل دادی زې در زده کوم ، هلکو ! ملا چه دمخه سي تاسو پسي ودرېږئ
پټه  خوله ، هر چم چه دې زوئ مړي ملا کاوه ، تاسي هم هغه کوئ 
مالدار ډېر خوشاله سوه ،مېلمه هم خدای په امانئ وکئ ولاړ، نو سبا سهار 
ملا د مالدارو د سپو د وهمه په پروتي اذان وکي ، نودادی چه خلګ  
مسجد ته راغله  ، ملا دمخه سو ، د رېګ مالدار تر شا پسي ولاړ دي 
بدبخي ده ملا چه سجدې ته ولاړی ، لړم وخوړي ، ملا چغي کړي 
مالدار هم چغي شروع کړي ، ملا چه دې حال ته وکتل په دې چغو چغو 
د مسجد را ووتلی ، مالدار سم په پسې دي چغي ورسره وهي 
ملا پر کډه راواچول دکډي په تړلو ئې شروع وکړه ، مالدار چه ملاته وکتل 
دوی هم پر کډو لرګی کښېشاوه ، کډي باروي ، په دې وخت کښي نو د خدای 
کارونه چه هغه مېلمه نابره په مخه ورغلي ، څه کوئ څه کوي زوئ مړو 
چيري بار سوي ياست ، خلکو ورته وويل ، باريږي نه لمونځ کوو 
مېلمه پوښتنه وکړه څه سو ملا ملا څه سو ، هوووووغه  دي د مخه دی 
مېلمه پر مادياني پښه ورواړول ،چه ملا ته ووايي  څه کوې لالا  
چه ملاته ور ورسېدئ ،پر  ږغ ئې کړه  چه څه پېښه ده ، زوئ مړې 
ملا ورته وويل ، دې خلکو دي لېونی کړم ، 
تاورته وويل چه ، هغه کوی چه ملا ئې کوي 
زه پر لمانځه لړم وخوړلم ماچغي کړې ، دوی سمي راسره چغي کړي 
مېلمه ورته وويل چه ، زوئ مړې  ژرکښنه چه دوی هم درسره کښېني 
سلام ګرځوه ، ورتا لمونځ خلاص سو 
مالدار چه راورسېدل ملا ناست دی 
دوئ هم کښېنستل ، ملا سلام وګرځاوه ، لمونځ خلاص سو 
مالدارو سلاسونه پورته کړه ، وکواټ کاکا ته ئې دعاوي شروع کړې 
کور دي ودان چه د غضبه دي خلاص کوي ، لمونځ ندي يونقل دي 
مالدارو ملاته وويل چه ملا په مخه دي ښه زموږ د خوا دا لمنځ در تاته دی 
بل ځای  ملايي کوه ، موږ هره ورځ نه چغي وهلی سو او نه کډي 


خیریوسی
05.02.2009

محترم حلیمی صاحب جوړ روغ او خوشحاله اوسې
خدای دی په ښادې کړه په یوه دی وخندولم او بله ...
وایې یوه ملا صاحب په یوه کلي کې ملایې ونیوله نو یې ټول کلیوال په مسجد کې راغونډ کړه پر ټولو یې یاسین شریف ووایه پر کیلوالو یې چف کړی وکلیوالو ته و ویل هلوکو هره ورځ به بیا وماته نه راځلغلي چې راشه دفلانی ځکندن دی یاسین پر ووایه
دادی اوس مې پر تاسو ټولو یاسین ووایه
بله ورځ دیوه کلیوال مور مړه شوه ملا صاحب چې خبر شو ډیر پرېشانه سو چې زه به اوس غسل څنګه ورکوم دبل کلی ملا صاحب ته یې خبر ورکړی چې ژر راسه کله چې هغه دبل کلی ملا صاحب راغلي ده ورته ویل ښځه مړه ده ژر یې غسل راوښیه ملا صحاب ورته وویل خدای دی په ښادی کړه ته ولی دونه وار خطایې ښځو ته خو غسل ښځی ورکوی
په دناوی



ع کريم حليمي
07.02.2009

په دې خونه کښي خو ترتب ساقط دي  ، د ټوکو ټکالو خونه ده 

د کلي مسجد ته مېلمه راغلی وو 
د ماښام لمونځ و سو ، د کلي خانانو هيڅ ندي پهېدلي چه کلي ته مېلمه راغلی 
خانان ولاړه ،په مسجد کښي مېلمه وملا ته ګوري او ملا ومېلمه ته 
ملا په زړه کي وويل چه اوښ خو راته چوک سو ، نو  مېلمه ته وويل ، هلکه!
مسافر يي ؟ دې بې چاره په ډېر ښايسته او پاسته ډول ورته چه بلې هو 
څوک وايي چه بلې او څوک وايي هو ، خو مسافر ورته وويل چه بلې هو 
ياني  تعليم يافته يم ، نو ملا ورته وويل راځه چه ځو !
پر لاري ملا و مېلمه ته وويل ، دا لوی خېتو خو يوه هم تر شا و نه کتل 
چه مېلمه خوبه نوي په مسجد کي 
مېلمه په عاجزه اواز ورته وويل ، بلې هو ! ژمی دی مېلمه زور غواړي 
ملا ورته وويل ، په دوبی دي هم په مخه نه درځي (؟)
مېلمه بېچاره نوره خوله ونيول ، په په پټه خوله د کور تر دروازې سره 
ورسېدل ، ملا کورته ننوتلی ، مېلمه ولاړ دی په دروازه کي 
ملا ور ږغ کړه راځه ولي ولاړ يي ؟ مېلمه ور ژغ دروازه کي سپئ دي 
ملا ورته وويل راځه نه به دي څه اوڅه کوي 
ملا راغلی د سپي مخ ته و درېدلئ ، مېلمه ور رهي سو د سلاچې خوني ته 
دا دی چه يو ګړئ باد ملا د سترخان او د ښوروا دپيالې سره کوټې ته راغلئ 
سترخان ئې هوار کئ ، ملا و مېلمه ته وويل چه بسم الله که
مېلمه بېچاره يو دوې درې ګولې وکړې ، نور ئې لاس ونيولئ 
ملا ورته وويل چه، وخوره وخوره ښوروا ډېره ده !
مېلمه ورته وويل بسته موړ سوم 
ملا ورته وويل چه :څه غ و ل دي وخوړل چه بيا موړ سوې 
مېلمه مخ پر راواړاوه ، ملا صاحب ، يواري دي پر لاري څه وويل 
بيا په دروازه کي دي ناکوجاتي وويل ، اوس دي بيا چه څه٠٠٠٠ مي وخوړل 
ملا ورته وويل ، څکوې څکوي ، تا هغه هم پر کونه بد لګولي وه  


W.Wardak
20.05.2009

حلیمی صاحب د خنداد مړ کړم، ډیره ښکلی ټؤکه وه.


وصيل پېروز
21.05.2009

ټوکي يارانوسلامونه اوښې چارې!
غوړې ټوکي دي روانې دي اوخوندورې دي په تېره حليمي صيب داسي ټوکي کړې چي په يوازيتوب اودې ديغت کي موخندوي خوداسي یې ليکلې چي هره جمله يې يو سړی دوه ځله خندوي دايې دحليمي صیب يوه بله پېرزوینه .
په مينه



ع کريم حليمي
27.05.2009

د ژمي شپې او ورځي دي ، سخت بارانونه دي د عبدالسلام د کور دېوال 
ونړېدی ، همسايه عبدالله وو ، 
عبدالسلام نارې کړې و همسايه ته ،عبدالله ،عبدالله ، عبدالله راووتلئ 
څه پېښه ده ؟؟ عبدالسلام ورته وويل چه ديوال ونړېدلئ 
عبدالله چه دېوال ته وکتل ، و عبدالسلام ته ئې وويل چه :
  ښه ټنګ بېخ دي ندی ورکړئ 
 د کور ديوال دي ونړېدلي ، اول ښه ټنګ بېخ ورکه ، بيانو دېوال نه 
نړيږي  



ع کريم حليمي
27.05.2009

انانسرټ وويل چه، د مجلس په دوهم پړاو کښي نوبت  د ګل اغا راورسيدلی 
له محترم ګل اغا نه خاهش کيږي ، چه د سټج سرته راسي 
سړئ را پورته سوو و ستېج ته په جېب ئې لاس چخ کړۍ کاغذ ئې راوکښئ
برادران عزیز وخواهران خردمند!
کم ذره دراز است تحمل کونيد  


شپون
27.05.2009

[quote:2f346cfd65]کم ذره دراز است تحمل کونيد [/quote:2f346cfd65]

زموږ يوه پښتانه ملګري (چې دکوزې پښتونخوا وو) په مشاعره کي
په سوچه پښتو کي دې ته ورته وکړه.له جيب نه کاغذ چې نظم پرې
ليکلی وو راويست او وې ويل: ملګرو له زغم نه کار واخلئ
زما داشی لږ اوږد دي.



ع کريم حليمي
29.05.2009

 شپه وه چه کوټې ته مېلمه ورغلي ، بېله دې چه دروازه وټکوي ، 
په کوټه کي دوه نفره پراته وه ، پر ږغ ئې کړه چه څوک يې ؟ 
سري ويل مېلمه يم ځاي غواړم چه شپه تېره کم ، د کوټې سړي ورته وويل 
ځه ځه  ولاړ سه موږ نه وينې چه "سر پر سر" پراته يوو، 
د ځای له نېستۍ ،دلته ځاي نسته 


Ghairat
01.06.2009

ره چې دې وروستیو څو ټوکو ته ګورم یوه رشتیانۍ پیښه ترې راته ټوکوره ښکاري :
زمونږ د برکلي د معلم صاحب د کور په چرګانو ټغکې راګډشوی و، هر ماښام به په معلم صیب غږکیده چې هله راشه چرګه مړه کیږي ، معلم صیب به ورغی او چرګه به یې حلاله کړه، دده په کور کې د مشر ورور بوډۍ خواښې هم په اوږده میلمستیا راغلې وه چې ابۍ ابۍ به یې ورته ویله، ابۍ د ټغکې چرګانو ته اړولي وو، څو مېلمنه ابۍ هم ناروغه شوه۰ یو ماسخوتن چې د هیڅ چرګ او چر ګوړی د مړینې غږ رانغی، معلم صیب د شپې په ډاډّ زړه ویده شو۰
خوکله چې د شپې څلور بجې شوې د کور یوتن ورته د کوټې دروازه په شدت سره ودربوله او پرې غږ یې وکړ چې معلم صیب معلم صیب هله راشه چې ابۍ مړه کیږي، ابۍ مړه کیږي !
د حاضر جوابه معلم خوب سخت اخلال شو او ورته یې وویل :
[color=blue:b5f078d7d9]حلاله یې کم؟ څه پرې وکم چې مړه کیږي؟[/color:b5f078d7d9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more