نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تازه خبر!امريکا له ايران سره دسنيانوپرضدلاس يوکوي
ghareebdost
10.01.2009
سلامونه اونيکي هيلي!
تازه خبر!
امريکا له ايران سره دسنيانو پرضدلاس يوکوي!!
نړيوالي ميډيا نن دامريکادبحري قواوو ديوجګ پوړي قوماندان جنرال(پيتريس)له له خولې خبرورکړ:چي ايران په افغانستان کې دسني اسلام پالو پرضد په مبارزه کې له امريکا سره ورته اويو ډول نظرلري٠له همدي امله دامريکا نوي،حکومت غواړي چې له ايران سره خبري وکړي،اوپه دي لاره کې دوه اړخيزه همکاري ا دامه پيداکړي،
کتونکي باور لري،چې امريکا غواړي چې په افغانستان کې دعراق په څېرحالات
رامينځ ته کړي،چې په دې اړه به ښايې امريکا لنډمهاله ګټي ترلاسه کړي،اوايران به هم په افغانستان کې نوې ګټې ترلاسه کړي،خوافغانستان به دفرقيي تاوتريخوپه نوي ناورين واوړي٠٠٠
تاسوپه دې اړه څه نظرلرئ؟؟؟
و.افغان
10.01.2009
غریب دوست صاحب:
حقیقت هم داسې دی، خو دا خبره صحي نه ده، چې دا پروګرام به شروع کیږي،
بلکه دا پروګرام دامريکايي ښکیلاګرو ديرغل د پيل سره شروع شوي دي.
ډیر ساده مسلمانان دامریکا او دايران په ظاهري سياستونو غولیږي، خو حقیقت دادی
چې دا دواړه شیطانان په منطقه کې مشترکې استراتيژکې ګټې لري، او په پټه کې یو له
بل سره پوره همغږي لري.
دایران او دامریکا دپټې دوستۍ چيغې خو مونږ ډير وهلي، خو ډير خلک چې په غربي ميډيا
او ایراني اعلام يي ايمان راوړي دی، دا خبره نه مني، خو آینده به دا ضرور به اثبات ورسوي،
چې ایران او امریکا دواړه دمسلمانانو دختمولو لپاره په مشترکو ویشل شوو پروتوکولونو کار کاوه.
دطالبانو دحکومت پر مهال سنيانو په ایران کې ډیر قدر درلود، او ایراني سپو دهغوي دداړلو توان نه درلود، خو دطالبانو له سقوط څخه وروسته يي په رڼا ورځ مسلمانانو داسمان ستوري وښودل.
زه خو په دی عقیده یم، که چیرته ایراني سپې په مونږ مسلط شي نو دپاکستان سپو ته به سل ګزه سلام وکړو.
په درنښت
ghareebdost
10.01.2009
ګران ساپی صيب!نيکې هيلې اودرناوی!!
په دې کې هيڅ شک نشته چې په تېرو اووکلونوکې،ايران په افغانستان کې دامريکا په مټ،ډيرې استرتيژيکې ګټې ترلاسه کړي،
هم دفرهنګي اومذهبي نفوذ په ساحه کې،هم دخپلو ملاتړو دسياسي امتيازپه ساحه کې،_کرزي_له ايرانيانوسره ديوې خفيه معاهدې په ترځ کې،خليلي خپل لومړی مرستيال ټاکلی،
دهيوادپه څومهموښارونو کابل،هرات،مزار او غزني کې دښارونومهمي برخي درګرده ديوې خاصي ډلې له لوري دايران په پيسو اخستل کېږي٠
ترڅو يوه خاصه طبقه دښارونو اعلا اومهمي سيمي ونيسي،
په هرات کې دوالي (انوري) له خوا دا کار روان و،زه پخپله شاهديم،
خو که موږ وګورو دهرات والي دکرزي له خوا_٥_کاله کيږي چې نه بدليږي،
اودکندهار اوغزني دا څوم والي دی،چې داهم دايراني توافق پايله ده،
دا وخت په کابل کې دسنيانو هيڅ يومنظم اومجهز ديني مرکزنشته،خودشيعګانولسګونونه،ډيرمجهزمرکزونه دي،چې دايران په مرسته جوړشوي اوجوړيږي،
و.افغان
11.01.2009
http://eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1083&catid=3&Itemid=1083
امريکا: په افغانستان کې زموږ او د ايران خبره يوه ده
خپروونکى: arman
شنبه, 10 January 2009 16:11
ايران نه غواړي چې يو وار بيا دې په افغانستان کې سُني افراطيان يا بنسټ پال واک ته ورسيږي
ليکنه: Ken Fireman
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان*
د امريکا د پوځ جنرال ډيويډ پيټراس وويل چې امريکا او ايران په افغانستان کې ګډې ګټې او اهداف لري چې له برکته يې کيدای شي له طالبانو سره د جنګ په برخه کې د دواړو هيوادونو تر مينځ يوه اندازه همکاري رامينځته شي.
په عين حال کې، په منځني ختيز او منځنۍ اسيا کې د امريکايي ځواکونو دغه قوماندان وايي چې ايران په دې اړه دوه زړی دی چې د افغانستان په اړه کومه تګلاره غوره کړي ځکه چې ځينې ايراني مشران غواړي چې امريکايي ځواکونه بايد په افغانستان کې همداسې ښکيل پاتې شي.
په واشنګټن کې د افغانستان په اړه جوړ شوي يوه کانفرنس کې له ګډون وروسته خبريالانو ته پيټراس وويل چې زه باوري يم يو داسې عنصر شتون لري چې ښيي هغوی څنګه کولای شي په افغانستان کې ائتلافي، او افغان ځواکونو ته ستونزې پيدا کړي. خو د هغه په وينا امريکايي چارواکي او پوځي مشران په خپله تګلاره غور کوي تر څو يو داسې رُخ ورکړي چې په افغانستان کې د امنيت د ويجاړيدونکي حالت مخه ونيسي. تير کال د پاڅون کوونکو حملې په ۲۰۰۱م کال کې د د امريکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو په وسيله د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسيدې.
د امريکا او ايران تر مينځ د ګټو په يو شانوالي کې د دواړو خواوو هغه غوښتنه شامله ده چې غواړي د طالبانو د بيرته راتګ، او د مخدره موادو د سوداګرۍ چې د پاڅون کوونکو په تمويل کې مرسته کوي، مخه ونيسي.
جنرال پيټراس وويل:
ايران د ترياکو د سوداګرۍ په اړه انديښمن دی. هغه نو نور نه غواړي چې يو وار بيا دې سُني افراطيان يا بيخي بنسټپال افراطيان په افغانستان کې واک تر لاسه کړي لکه نور خلک يې چې غواړي. خو ويلای شم چې ځينې غوښنې اختلافي نقطې هم شتون لري.
د کړنلارو بيا کتنه
په امريکايي کړنلارو د سپينې ماڼۍ، د لوی درستيز، او د پيټراس د مرکزي قوماندې له خوا جلا جلا بياکتنې شوي. پيټراس وايي چې دوه بياکتنې بشپړې او د ده د قوماندې له خوا بيا کتنه لا نهايي شوې نه ده.
هغه وايي چې د ده په بياکتنه کې به افغانستان ته له سیمه ايزې زاويې څخه پر کتنې تأکيد شوی وي داسې چې د طالبانو هغه پټځايونه به هم په پام کې نيول شوي وي چې له پاکستان سره د ستونزمن سرحد په اوږدو کې ترې ګټه اخلي. هغه زياته کړه افغانستان او پاکستان تر ډېره حده په يوه ستونزه کې ښکيل دي او تر څو چې يوه داسې کړنلاره نه وي خپله شوي چې پاکسان هم پکې رانغښتل شوی وي، په افغانستان کې برياليتوب نیمګړی دی.
پيټراس وويل چې امريکا بايد د يوې سيمه ايزې کړنلارې په جوړولو کې هند، روسيه، چين او په مرکزي اسيا کې د پخواني شوروي جمهوريتونه هم شامل کړي. د افغانستان له شمال سره پوله لرونکي د منځنۍ اسيا هيوادونه ځکه مهم دي چې امريکا هيله لري له دغو هيوادونو څخه د اکمالاتو يوه بديله لاره خلاصه کړي چې له برکته به يې د پاکستان په لارې تکيه کمه شي. هغه وويل چې امريکايي چارواکو د دغسې يوې بديلې لارې رامينځته کولو ته پام اړولی.
سيمه ايزه کړنلاره
تر کومه بريده چې د همکارۍ په سيمه ايزه کړنلاره کې د ايران د راګډولو امکان دی، پيټراس وايي چې دا خبره به سياستوالو او تګلاره جوړوونکو ته پريږدي.
امريکا او ايران په ۱۹۷۹م کال کې د ايراني انقلاب راهيسې سياسي اړيکې نه دي لرلي. د بوش ادارې ويلي وو چې يوازې په هغه صورت کې له ايران سره د خبرو پيل ته چمتو ده چې ايران د يورانيمو د شتمنولو پروګرام ته د پای ټکی کيږدي. باراک اوباما تير کال په خپله انتخاباتي هڅه کې د دې خوښې څرګندونه کړې وه چې له ايران سره به له شرطونو پرته خبرې پيل کړي.
د ناټو او دفاع وزارت پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې د امريکا نږدې ۳۲۰۰۰ پوځيان شتون لري ، چې د ناټو د نورو غړو د ۳۱۰۰۰ نورو پوځيانو له خوا يې ملاتړ کيږي. د لوی درستيز د دفتر مشر، Admiral Michael Mullen، ويلي چې سږ کال به افغانستان ته نور ۲۰۰۰۰- ۳۰۰۰۰ امريکايي عسکر وليږل شي که څه هم چې نيټه يې نه ده معلومه.
پيټراس وويل چې د پوځونو تر څنګ بايد امريکا او ملاتړي يې افغانستان ته ولسي ځواکونه هم وليږي تر څو د دغه هيواد اقتصاد او حکومت چلونه پياوړې شي.
د پينټاګان د چارواکو په وينا په افغانستان کې د امريکا د پوځونو د زياتوالي وړتيا تر يوه بريده له عراق څخه د پوځونو تر ايستنې پورې اړه لري. مګر پيټراس له دې ځواب څخه ډډه وکړه چې په څومره وخت کې به امريکا په عراق کې د پرتو ۱۴۳۰۰۰ عسکرو د شمير په کمولو لاس پورې کړي.
ډاکتر څپاند
11.01.2009
امريکايان هميش او تل مدام خپلو ګټو ته ګوری،کارکوی اوبس٠
ددی هدف دلاس ته راوړولپاره که سنئ وی ياشيعه،که يهود وی يا نصواری
مقصد هر څوک چه حاضر شی چه دانګريز او امريکئ دباروړلو يابوشي نو
هماغه دی چه دهغوددوست او تر ټولو ښه غلام موقف به تر لاسه ړي٠
که خدای ته مخ کړو او خپل وجدان ته مراجعۀ وکړو نو په ډيره سادګۍ به دی
نتيجي ته ورسو چه د امرکی تر ټولو ستر ،نږدی او حلقه بګوش فرمانبردار رژيم
د سعودی،ترکيی،امارات،پاکستان او افغانستان رژيمونه دي چه دا ټول
متاسفانه سنی دی٠
حزب الله لبنان او څه ناڅه د ايران شعييان او دسوریی شعييان په اسلامي
هيوادو کی ،علاظاهر هغه جنبشونه دی چه د امريکی او يهودو په خلاف دي٠