د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دعاشورا دورځې روژه !!!

ghareebdost
06.01.2009

دعاشورا روژه!!
روژه، دانسان لپاره له ګناهونو نه دځان ساتنى لپاره يو وقايوى درس دى، روژه يو داسې عبادت دى، چې دباطنى تزکيې سره دانسان جسمانى حالت ته هم ګټه رسوى، او هغه څوک چې روژه نيسى صحى حالت يې له نورو ښه وى،
الله ج په روژه سره دبندګانو ډير ګناهونه بښي، دفرض روژى نه پرته، په نورو ورځوکې هم ثوابى روژى نيول پکار دى، روژه هر وخت ثواب لري، خو په ځينى خاصو ورځو کې لکه دعرفې ورځ، دعاشورا ورځ، دذالحجې اولى لس ورځى دشوال شپږ ورځى او داسى نورى ،
څرنګه چې دغه روانه مياشت، دمحرم الحرام مياشت ده ،نو ددې مياشتى په لسمه ورځ چې دعاشورا ورځ ورته ويل کيږى ،روژه نيول، ډيره لوړه درجه لرې دمسلم شريف حديث دى، ابن عباس( رض) وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم، وفرمايل: څوک چې دعاشورا دورځې روژه ونيسى ديوه تير شوى او يوه راتلونکى کال دګناهونو کفاره ګرځى، دمسلم په يو بل حديث کې ابن عباس وايي چې رسول الله دعاشورا روژه ساتله او نورو ته يې دساتلو امرکاوه ،
الله دى ټولو لوستونکو ته توفيق ورکړى چې دعاشورا دورځى روژه ونيسي
ديادونى وړ ده: چې دعاشورا ورځ سبا نه بل سبا يعنى دجنورى دمياشتى په اتمه نيټه ده


Re: دعاشورا دورځې روژه !!!

و.افغان
06.01.2009

[quote:3ff51107b6="ghareebdost"]
الله دى ټولو لوستونکو ته توفيق ورکړى چې دعاشورا دورځى روژه ونيسي
ديادونى وړ ده: چې دعاشورا ورځ سبا نه بل سبا يعنى دجنورى دمياشتى په اتمه نيټه ده[/quote:3ff51107b6]

په سعودي کې خو دهلال کميټې مجلس القضاء الأعلی اعلام وکړ، چې نن دسې شنبې ورځ
دمحرم لسمه ده، دعاشورا ورځ ده، چې دجنورۍ دشپږمې سره سمون خوري.
البته دجنترۍ له مخې بیا نن نهم دی، خو په شرعي امورو کې دمياشتې لیدلو ته اهمیت ورکول کیږي،،،، نه د جنترۍ حسابونو ته.

په درنښت


عبدالله صابر
06.01.2009

[[quote:031919f232]code]خو په شرعي امورو کې دمياشتې لیدلو ته اهمیت ورکول کیږي،،،، نه د جنترۍ حسابونو ته. [/code][/quote:031919f232]

وهاج صاحب په پاکستان کښ خونن اتم دمحرم دی بيانودلته به دپنجشنبې په ورځ
لسم محرم راځي اودعاشورا روژه به هم دجنوري په اتم وي ، دلته يوبله پوښتنه داده
چي داد عرفات روژه نيولوڅخه مطلب هغه ورځ مراد ده چي حاجيان عرفات ته خيژي اوکه نهم د ذولحجي چي په مختلفوهيوادونوکښ فرق لري ؟ 
ستاسودځواب په هيله 
والسلام 


و.افغان
09.01.2009

[quote:1b175c9fdb="عبدالله صابر"][[quote:1b175c9fdb]code]خو په شرعي امورو کې دمياشتې لیدلو ته اهمیت ورکول کیږي،،،، نه د جنترۍ حسابونو ته. [/code][/quote:1b175c9fdb]

وهاج صاحب په پاکستان کښ خونن اتم دمحرم دی بيانودلته به دپنجشنبې په ورځ
لسم محرم راځي اودعاشورا روژه به هم دجنوري په اتم وي ، دلته يوبله پوښتنه داده
چي داد عرفات روژه نيولوڅخه مطلب هغه ورځ مراد ده چي حاجيان عرفات ته خيژي اوکه نهم د ذولحجي چي په مختلفوهيوادونوکښ فرق لري ؟ 
ستاسودځواب په هيله 
والسلام [/quote:1b175c9fdb]

دروند صابر صاحب:
ستاسو انديښنه پر ځاي ده، دا مسئله دعلماوو تر منځ اختلافي مسئله ده، او سبب داختلاف دادی، چې آیا دمطالعو داتفاق او اختلاف لپاره اعتبار شته او که نه؟
صحي راجحه خبره داده چې دمطالعو داتفاق او اختلاف لپاره اعتبار شته، نو که چیرته
ثابته شي، چې ځينې دولتونه چې سره نږدي وي، په یوه ورځ په کې سپوږمۍ راخيږي، نو
ددي دولتونو تر منځ دروژي ورځ به مشترکه وي، البته که په راختلو کې ساعت دوه ساعته کم او زیات فرق وي، نو پروا نه کوي، مهمه داده چې په دې نږدي هيوادونو کې
سپوږمۍ په يوه ورځ کې راوخیږي.
او که چیرته دولتونه سره دومره لري وي، چې په کې دمیاشتۍ دراختلو ورځ بیخي بدلیږي، نو بیا پروا نه کوي، چې په روژه کې فرق راشي.

پاتې شوه دپاکستان خبره، نو دپاکستان مطلع راته سعودي ته ډیره نږدي ښکاري، دوخت ټول ټال دوه ساعته فرق دی، ډیر کرته چې سعودي کې مياشت وليدل شي، نو په پاکستان کې هم عام و ګړو ليدلي وي، خو مشکل په هلال کميټې کې دی، چې په هغوي خو بیخي ادبار نه دی پکار، دچا خبره
په کټ کې پراته وي، او اسمان ته هم نه ګوري، بلکه ځمکې ته ګوري، نو کله داسي وشي چې په ځمکه چا اوبه توي کړي وي، نو سپوږمي لاندې په اوبو کې وويني، نو ایله په بیله ووايي چې مياشت مو ولیده.
سږ کال دسعودي راډيو او تلفزیون لا اعلان نه وو کړې، چې ماته په لسګونو ټلفونونه راغلل، ويل يي چې مونږ دلته افغانستان او پاکستان کې میاشت ليدلې ده، ډيرو خلکو ګواهي ورکړې ده، نو سعودي څه وايي؟
ما دهغوي نه دانتظار کولو غوښتنه وکړه، نیم ساعت وروسته دسعودي راډيو او تلفزیون اعلان وکړ، چې میاشت ليدل شوي ده، او صبا روژه ده.
دپاکستان هلال کميټۍ والا ته ډیر ټلفونونه وشول، چې مونږ میاشتې ليدلي دي، خو هغوي بیا هم ونه منله، يوه ورځ وروسته دعام خلکو روژه شوه، او دوه ورځي وروسته دحکومت روژه شوه.
په درنښت


میوند ننګیال
10.01.2009

ګانوروروهاج صيب او نورو ورنو ته سلامونه او نيكي هيلي !
د پاستان دهلال كميټي په باره كي به دومره ووايم لكه ظفرخان ظفر چه پخپل كتاب كي چه د هايكوګانو دي وايي :
په چت وه ناسته د هلال كميټۍ
مونږويل ځه مياشت به ګوري
هغوي لاندي جينكو ته كتل
بله دا چه په پاكستان كي بعضي خلك د منيب الرحمن چه د كميټي رئس دي عقيدي ته د شك په نظر ګوري والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more