د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ځانمرګي بريد کوونکي شهيدان دي

غورځنګ ghorzang
06.01.2009

سلامونه زما ګرانو ورونو او خويندو!
لږ مخکې مې په ټولګړي بحثونو کې د (ځانمرګي بريد کوونکي په لس لکه روپۍ خرڅيږي) تر سرليک لاندې تبصرې لوستې، يوه ورور (چې کېداى شي ديني عالم به وي او کنه؟) ليکلي وو چې ځانمرګي بريد کوونکي حرام دي.
دې خبرې ماته هغه خبر راياد کړ چې تېره اونۍ مې په ( نړۍ ) اونېزه کې چې له ننګرهاره خپريږي، او پېښور ته هم راځي، لوستى و. هلته ليکل شوي وو: ځانمرګي بريد کوونکي شهيدان دي. د نړۍ اونيزې چلوونکو د اسلامي نړۍ د ستر مفتي شيخ طنطاوي د هغې فتوى په هکله ليکنه کړې وه چې نوموړي شيخ د شرق الاوسط خبري اژانس سره په مرکه کې صادره کړې وه.
د الازهر شيخ وايي که چېرې دغه ځانمرګي بريدونه د ولسي خلکو(ښځو او ماشومانو) په مړينه هم تمام شي، د شهادت بريدونه بلل کېږي . يادې شوي اونيزې د طنطاوي له خولې ليکلي چې ځانمرګي بريد کوونکي د خپل ولس له کرامت او شهامت څخه دفاع کوي، خو دوی بايد قصداً بې ګناه او کمزوري خلک په نښه نه کړي . شيخ طنطاوي تاکيد کړى چې ځانمرګي بريد کوونکي بايد عام او بې ګناه خلک خپل هدف ونه ګرځوي ځکه که دا کار وکړي، نو د اسلامي دين له ارزښتونو او د انسانيت له کرامت سره په ټکر کې دی

نو مونږ نه پوهېږو چې د ميوند ورور خبره ومنو او که د ښاغلي طنطاوي ؟
نه پوهېږم چې زمونږ افغان علما کرام په دې هکله څه وايي؟


میوند ننګیال
06.01.2009

ګران ورورغورځنګ صاحب سلامونه!
اول دا چه ته دكوم بريد خبره كوي دي ته مونږ اشتشهادي او يا فدايي وايو چه هر اشغالګر،لاسپوڅي او ګوډاګي باندي كيدي شي چه تاسي ورته خودكش وايي چه خودكش مونږهغي حملي ته وايو چه بي ګناه خلك شهيدانوي مسجدونه ورانوي چه دغخ خلك جهنمي دي انشاءالله ګرانه كم از كم ليكنه خو صحيح ګوره مادا ليكلي چه په عامو او بي كناه خلكو حرامه ده نه په اشغالكرو ګوډاګيانو٠
ګرانه دا دكومو علماوؤ خبره كوي دسياف رباني او كه د فضل هادي شنواري مننه
اميد كوم چه خاطر دروند نكړي


غورځنګ ghorzang
07.01.2009

سلامونه ميونده وروره!
فکر کوم چې ما (د اسلام شاګرد) ورور تبصره لوستې وه او ستا نوم دلته په تېروتنې سره ليکل شوى دى.


Re: ځانمرګي بريد کوونکي شهيدان دي

shokoor
07.01.2009

[quote:01557282c8="غورځنګ ghorzang"]سلامونه زما ګرانو ورونو او خويندو!
لږ مخکې مې په ټولګړي بحثونو کې د (ځانمرګي بريد کوونکي په لس لکه روپۍ خرڅيږي) تر سرليک لاندې تبصرې لوستې، يوه ورور (چې کېداى شي ديني عالم به وي او کنه؟) ليکلي وو چې ځانمرګي بريد کوونکي حرام دي.
دې خبرې ماته هغه خبر راياد کړ چې تېره اونۍ مې په ( نړۍ ) اونېزه کې چې له ننګرهاره خپريږي، او پېښور ته هم راځي، لوستى و. هلته ليکل شوي وو: ځانمرګي بريد کوونکي شهيدان دي. د نړۍ اونيزې چلوونکو د اسلامي نړۍ د ستر مفتي شيخ طنطاوي د هغې فتوى په هکله ليکنه کړې وه چې نوموړي شيخ د شرق الاوسط خبري اژانس سره په مرکه کې صادره کړې وه.
د الازهر شيخ وايي که چېرې دغه ځانمرګي بريدونه د ولسي خلکو(ښځو او ماشومانو) په مړينه هم تمام شي، د شهادت بريدونه بلل کېږي . يادې شوي اونيزې د طنطاوي له خولې ليکلي چې ځانمرګي بريد کوونکي د خپل ولس له کرامت او شهامت څخه دفاع کوي، خو دوی بايد قصداً بې ګناه او کمزوري خلک په نښه نه کړي . شيخ طنطاوي تاکيد کړى چې ځانمرګي بريد کوونکي بايد عام او بې ګناه خلک خپل هدف ونه ګرځوي ځکه که دا کار وکړي، نو د اسلامي دين له ارزښتونو او د انسانيت له کرامت سره په ټکر کې دی

نو مونږ نه پوهېږو چې د ميوند ورور خبره ومنو او که د ښاغلي طنطاوي ؟
نه پوهېږم چې زمونږ افغان علما کرام په دې هکله څه وايي؟[/quote:01557282c8]

دوستانو سلام علیکم
د دې پېچلې موضوع د تشریح لپاره ستاسو پام د ښاغلي (طالب جان زړه خوږی) هغې لیکنې ته را اړوم چې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید وروسته یې همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده. ښاغلی طالب جان زړه خوږی د خپلې مقالې په پیل کې لیکي:
اقتباس
[color=blue:01557282c8]د قمبر څلورلارې ځانمرګی شهید شو، او که د جهنم کندې ته ور ورغړېد، دا خبره یواځې همده ته مهمه ده، خو د هرې ورځې د لسګونو بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدلو، او لسګونو کورنیو د بې سرپرسته کېدلو مساله زموږ او ټولو مسلمانانو ټولنیزه ناندره ده چې د هغې حقیقت پلټل د ټولو مسلمانانو دیني او اسلامي وجیبه او د افغانانو ملي مسؤولیت دی.

د دې لیکنې له لارې غواړم د ځانمرګو بریدونو (په ځانګړیو مواردو کې استشهادي بریدونو) په اړه د ښاغلي وطنپال او نورو پردې ترشا لیکوالو په لیکنو کې څو بنسټیزو تېروتنو ته اشاره وکړم، چې زما لیکنه به د حکم او فتوی له صادرولو، قضاوت کولو او بې علمه بزرګۍ خالي وي.
لکه د جلال آباد د موسیقۍ په محفلونو کې دود دی، هغه کس چې کله ناکله د سندري ویلو لپاره سټیج ته ور ولاړېږي، او په اصطلاح مسلکي نه وي، خلک یې سندرغاړی نه، بلکې شوقي بولي، زه هم دې ډول لیکونکو ته د لیکوال پر ځای لیکونکی یا شوقي لفظ کارول غوره بولم، ځکه چې که لیکوالي هنر وي نو دروازه به یې ژبه وي، او په دغو لیکنو کې د ادیبـانو او علماوو په نسبت د هغو جټو بنګړیوالو (چچګرو) ژبه ډېره کارېږي چې په خبرو کې به یې د فصاحت په نسبت چالاکي ډېره وه.[/color:01557282c8]
او بیا په بل ځای کې لیکي:
اقتباس
[color=blue:01557282c8]
د ښاغلي وطنمل ټول استدلالونه د هغه چا په اړه دي چې په جګړو کې یې مېړانه ښودلې، او د غلیم پر صف ور ننوتلي، او تر هغو یې توره چلولې چې شهیدان شوي دي.
په داسې حال کې چې زموږ د مسالې صورت له دې صورته بېخي بېل او جدا دی. موږ چې کله ځانمرګي بریدونه یادوو نو هغو "د حافظ غونډارو" ته اشاره کوو چې وچ او لانده دواړه سوځوي، د مسلمان او کافر توپير نه کوي، عام او خاص نه ګوري، عام بازار او سنګر نه بېلوي او تر ټولو بده یې دا چې د کفارو په پرتله مسلمانانو ته زیات زیان اړوي.
ښاغلی وطنمل بیا دا ټولې خبرې ناویلي پرېږدي، او د هغو غازیانو تاریخچه دلیل نیسي چې په جګړه کې د کفارو پر لیکه ور ننوتلی او تر هغو جنګېدلی چې شهید شوی دی.
زه له ښاغلي وطنمل څخه پوښتنه کوم چې آیا تر دې دمه چا هغه طالب هم ځانمرګی بللی یا غندلی چې له خپلې پیکا یا راکېټ سره تر هغې جنګېدلی څو شهید شوی؟
د خلکو ګیله همدغه ده چې د مخالفینو ډلې له امریکایانو او بهرنیانو سره له مخامخېدلو ډډه کوي، او د ملي اردو او پولیسو پر سرتېرو ځکه نېغه ورځي چې هلته یې د مرګ وېره یوه اندازه کمه وي.
آیا ښاغلی وطنمل نه دی خبر چې په افغانستان کې د دې ډول بریدونو ۸۰ سلنه قربانیان ملکي مؤمن وګړي دي. ښاغلی وطنمل پخپله هم ځای ځای د مسلمانانو د مصلحت خبره کوي. زه له ښاغلي یوه پوښتنه لرم، او هغه دا چې آیا همدغه سړی چې په عامو محضرونو کې ځان الوزوي، له بازار، کلي او ښار څخه بهر دغه کار تر دې په غوره طریقه نشي کولای؟ آیا هغه د یوه راکېټ په وسيله د یوې پر ځای دوه درې شوبلې نشي الوزولای. آیا هغه دیوه کلاشینکوف په وسيله څو پولیس یا پوځیان دقیق نشي په نښه کولای؟ بهتره به دا وي چې دغه باتور په کومه جګړه کې ګډون وکړي، او تر هغو وجنګېږي چې سا ورکړي. لږ تر لږه عام مسلمانان به یې له شره په امن وي. مصلحت به هاغه وي او که دغه؟
ښاغلیه وطنمله! تاسې دلته د مسلمانانو د وینو تویولو د روا والې فتوا صادره کړې، ځکه چې زموږ بحث پر همدغې موضوع و. دا موضوع فقهاوو د تترس یا تدرع تر عنوانونو لاندې څېړلې، نه د ځانمرګي بریدونو د روا والي، یا نه روا والي.
د تترس (زغره/ډال جوړولو) په اړه هم یواځې امام ابوحنیفه او ځینو نورو علماوو په ډېرو خاصو او سختو شرایطو د مسلمان د وژني اجازه ورکړې چې هغه شرایط به لاندې د امام قرطبي د قول په تفسير کې بیان شي، خو لومړی هغه آیتونو ته راځو چې د کفارو ترمنځ شته وو یا اوسېدونکیو مسلمانانو ته ضرر رسول منع کوي، او متضررو مسلمانانو ته د جبيرې او عوض ورکړه لازمي ګرځوي.[/color:01557282c8]

د لیکنې بشپړ متن په لاندې آدرس کې:
http://www.tolafghan.com/home/detail/8305

او بیا ایمانی قضاوت وکړﺉ چې آیا په دا لاندې تصویرونو کې همدا تنکي ځوانان شرعی دا پوهه او صلاحیت لری چې ځانمرګي عمل تر سره کړي؟؟؟

http://www.youtube.com/watch?v=vdyICgsdl5Y&feature=related

والسلام


میوند ننګیال
08.01.2009

ګران شكور او ټولو ملګرو ته سلام !
ګرانه ! تا چه د كوم زړه خوږي حواله ورکړي ليكنه خو يي دايي كړي لكه حكومتي ملا


shokoor
08.01.2009

ګرانو دوستانو سلام علیکم

[quote:254753f4b7="ميوند ننګيال"]ګران شكور او ټولو ملګرو ته سلام !
ګرانه ! تا چه د كوم زړه خوږي حواله ورکړي ليكنه خو يي دايي كړي لكه حكومتي ملا[/quote:254753f4b7]
که دا حکومتی ملاشو نو هرو مرو به بل ډول ملایان هم وي.
ګرانه ننګیاله وروره بده به نه وي که د ملایانو نور ډولنه هم ګرانو لوستونکو ته معرفی کړﺉ!
ډېره مننه

والسلام


و.افغان
09.01.2009

درنو وروڼو !
فدائي عملیات دعلماوو تر منځ اختلافي مسئله ده، او د اختلاف باید ددی باعث نه شي چې
يو لورې په بل لوري تورونه ولګوي.
البته ټول په دې متفق دی، که چیرته داستشهادي حملې په کوونکې دا غالب شي، چې دده په کار به بیګناه خلکو ته مرګ ژوبله ورسیږي، نو بیا دا کار ورته جواز نه لري، ځکه چې داستشهادي عملیاتو دجواز او عدم جواز یواځي ددی بريد کوونکې تن پورې اړه لري، خو دنورو بيګناه وګړو وژنه په هيڅ وخت جائزه نشي ګڼل کيداي.
دشرعي مسئلې پرته چې څومره معلومات لرم، نو هغه دادي چې فدايي بريد کوونکې دعامو وګړو په باره کې له خورا ډیر احتياط څخه کار اخلي، ځکه چې هغه دخپل عمل په مقابل کې جنت غواړي، له سر څخه تیر وي، نو هيڅکله نه غواړي چې دۍ دبیګناه مسلمانانو قاتل جوړ شي، خو ډیر کرته داسي شوي دي او کيږي چې دفدايي حملې څخه وروسته ښکيلاګر دخپلو ماشینګڼو خولي په عامو وګړو راوړوي او وژني يي.

زه چې طالب جان زړه خوږي دهغه له لیکنو څخه څومره پيژنم، نو هغه یو تکړه طالب العلم بادرده،
با احساسه، او په دين اووطن او ولس مين افغان دی.
هغه په خپلو لیکنو کې هم ښکيلاګر رټي، هم اوسنۍ دولت رټي، او هم په طالب ځواک دځينې محسوب شوو وګړو تورې کړنې رټي، او دتکامل په سير کې داسې قلمونو ته ډیره
اړتيا ليدل کیږي.

په درنښت


میوند ننګیال
10.01.2009

شكور جانه سلامونه !
2 قسمه ملايان دي حكومتي او امريكايي حكومتي هغه دي لكه متوكل شنواري او نور او امريكايي عبارت دي له هغو چه پارلمان كي ناست دي چه ځانونه يي ملايان نه بلكه داسلام ټيكه داران كڼل زما په نظر اوس يي د ټيكه داري خوند نه وه ځكه ډالر دريال او درهم په بدل كي او چت دي نو ځكه خو يي ټيكه داري پريښوده او امريكايي ملايان شول انشاء الله چه شرميږي به


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more