اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اياپه اسلام كي دميلاد اخترونه شته؟
ghareebdost
01.01.2009
ايا دميلاد اخترونه په اسلام كي كوم بنسټ لري؟
زما معلومات خو تر دي دمه دادي,چي درسول الله ص په زمانه كي و اوله هغه ص نه وروسته دراشده خلافت په دور كي او د صحابه وو دژوند ترپايه چا دميلاد عيد ندي لمانځلي اونه يي دي ورځې ته عيد ويلي ,بلكي په اسلام كي يوازي دوه عيدونه دي چي يو يي عيدالفطر,بل يي عيدالاضحي دي.
اوس ټول شيع ګان اويوشمير سنيان دحضرت علي,حضرت حسن,حضرت حسين ميلادونه لمانځي اود مسيحانو په څيردرسوالله ص دزوكړي ورځي ته عيدميلادالنبي وايي,لكه عيسويان چي دحضرت عيسي دزوكړي ورځې اختربولي,په دي ډول بدعتونو ډير زيات مصارف كيږي.
اوس اهل تشيع په افغانستان كي په دي ډول جشنونو خپل نفوذ اودعوت ته وده وركوي.
خداي دي وكړي چې زما معلومات نيمګړي اورايه مي ناقصه نه وي اوكه وي نو تاسو يي سمونه وكړئ!په ځانګړي ډول دفورم درانه ديني ليكوالان دي لطف وكړي اوپه دي اړه دي معلومات وړاندي كړي ؟
ع کريم حليمي
02.01.2009
اياپه اسلام كي دميلاد اخترونه شته؟
بلې ! د ورځي پنځه معراجه سته ، هره ورځ مو اختر دي که مريضان نه وو
ميلاد څرنګه نسته ، د وِلادَت د ورځي خو انکار نه کيږي ،
دا خو ډېر ښه کار دی چه د ميلاد د ورځي په نامه خلک راجمعه سي ، او علما
النهي عن المنکر بيانونه وکي ، داصحابو په باب د عقائدو بيان وکړي، چه :
تفضيل سائر الصحابه بعد الاربعه رضي الله عنهم ، فقال ابو منصور لبغدادي
ان افضل اصحابه ،ابو بکر فعمر فعثمان فعلي ، فبقيه العشره المبشره بالجنة ،
فاهل بدر فباقي اهل احد فباقي اهل بيعه الرضوان بالحديبيه ٠٠٠٠٠٠٠
قال رسول الله عليه السلام ،عشره في الجنه ، ابو بکر و عمر و عثمان و علي
و الزبير و طلحه و عبدالرحمن و ابو عبيده وسعد بن وقاص و سعيد بن زيد
رضی الله عنهم
ان فاطمه رضی الله عنها سيدة نساء اهل الجنة ، الحسن والحسين سيدا شباب أهل الجن
او بيان د امام اعظم رضی الله عنه دي ورته وکړي ، چه په امت کښي افضل
مجتهد وو او اکمل الفقهاء في دين ثم الامام مالک ، ثم الشافعي ..........
او بيان دي ورته وکړي چه ايا امامان معصوم دي که يا
د على ابن ابي طالب كرم الله وجه تاريخ دي بيان کړي
او بيان دي ورته وکړي چه عيسايان ګمراه سوه په ډېر محبت د عيسی ع
او د نبي په امت کښي بيا ډېر خلګ د علي کرم الله وجه په محبت کښي
ګمراه کيږي ،
بيان د دې څو ښځو د فضيلت وکړي چه
کل جهان کښي دا ښځي بهتري دي ، مريم بنت عمران ،فاطمه بنت محمد ص
خديجه الکبرا ، عائشه ،ايسه د فرعون ښځه
ډېر ښه کار دی چه په مسجدونو کښي تبلغ شروع وي ، په دغو ورځو طعامونه
راوړئ مسجد ته
خلک په له سينما راګرځيدلي وي ، مينه به پيدا کي له مساجدو سره
هر چاچه ښه د خيرلاره جاري کړه ، الله به دوه اجرونه ورکړي
تبلغ ته بدعه نه ويل کيږي ،
څوک چه سيرت بيانوي ، هر نوم چه پر ايږدي ، که د ميلاد نوم پر ايږدي
که اختر يا مختر ښه کار دي ، که مسلمانان دا ونکړي
نو بيا مخالفين ئې مخه په وړاندي ځي
ghareebdost
05.01.2009
دروند ورور حليمي صيب!
ستا تحليل ډير په زړه پوري اوښايسته تحليل دى:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو زما سره دخپل ناقص نظر له مخې يولړ انديښنې اوسوالونه دي:
که موږ ووايو چې د دوو اخترونو دمشخصو ورځونه پرته،هره ورځ اختر جوړيدى شي:
نو دلته دوه حالته دي: يو داچې داختر ظاهري حالت په نظر کې ونيول شي،په دې صورت کې رښتياهم هره هغه ورځ چې موږ خوشحاله اووسو اختر دى،خو که داختر شرعي ځانګړتياوي په نظرکې ونيسو او ياداختراحکام لکه:دفطرصدقه،دلوى اخترقربانۍ اوداسي نور …نوبيا داخترونو شرعي اوديني حثيت خاص ګرځي،
تاسو ته بهتره معلومه ده ،چې په شريعت کې دحج ،معراج اوعيد لغوي معنا مراد نه وي،بلکې شرعي اصطلاح مراد وي،
هيڅوک نشي کولى دحج دمشخصو ورځو اومشخص ځاي نه پرته،کوم بل ځاى ته په تللو ځان حاجي وګڼي اوياخپل عمل ته حج ووايي_که څه هم شيع ګان کربلاته په تللوځانونوته همداسي درجې ورکوي_اوياکه موږ دپنځه وخته معراج خبره کوو،_لکه تاسوچې فرمايلي دي:_ ستادنيت سره سم ښايي ستونځه ونلري،خوکه يوڅوک ووايي:
چې زه پنځه وخته معراج ته خيږم،نودابه څومره خطرناکه خبره وي؟
که خداي مکړه څوک له حج نه پرته دکوم بل ځاي په زيارت کولو ځان حاجي ګڼي دابه څومره ستره ګنا وي؟
حال داچې همدا اوس زيات شميرشيع ګان نجف اشرف او کربلامعلا ته په همدې حثيت قائل دي،
همدا رازپه پاکستان کې يوشمير دبريلوي مسلک پيروان مسلمانان عيد ميلادالنبي ته ترشرعي اخترونو په زيات اهميت قائل دي،او ما پخپله زموږ په ګران هيواد کې،دميلادالنبي داسي محفلونه هم ليدلي دي ،چې ويناوال دموضوعي حديثو په مټ ددې ورځې دثبوت کوشش کوي او وايي: چې ددې کار امر رسولله ص کړى،چې دايوبل منکر دى،
په ميلاد النبي کې مي داسي څه هم ليدلي دي، چې په دې ورځ دماسپښين په لمانځه کې په صف کې خالي ځاى پريښودل شو،چې دلته پخپله رسولله ودريږي!!!…
نو زما سره داسي يوه انديښنه پيداشوه ،چې کوم کار چې نه رسول الله کړى وى، نه صحابه وو کړى وى او نه تابعينو کړى وي ،يعنى په خيرالقرون کى نه وى شوى،نوموږ ولى دومره ورباندى ټينګ يو؟ ايا موږ ترصحابه وو اوتابعينو له رسول الله سره زيات محبت لرو؟
که موږ په يو او بل مصلحت همداسى کارونه شروع کړو، نو بياخو به په زرګونو بدعتونو ته لاره هواره شى، او په دى کارونو پسى کوم احکام هم تړلى نه دى، چې فقهى اجتهاد پکى وشى او له قياس نه کار واخستل شى،
زموږ داحنافو په ټولو فقهى کتابونو کې له قدروي نيولې تر هدايې او بيا تر لويو لويو فتاواوو پورى چيرته هم دميلادالنبي، يا ميلادعلى، ياميلادحسين ذکر نشته، په هدايه کې دعيدالفطر ، عيدالاضحى او حج مفصل بيان او احکام شته ..زموږ دمسلک امام امام ابو حنيفه رحمه الله او دهغه شاګردان ابو يوسف او امام محمد چيرته هم ميلادالنبي نه دى لمانځلى او نه يې چاته فتوا ورکړى،
که خداى مه کړه دشيانو په ظاهرى معنا وو پسى ولاړشو، نو بيابه خلګو ته ډير بد فرصت په لاس ورشى.
تاسوته بهتره معلومه ده: چې قايدانيان ،حج ته کانفرنس وايي او لمانځه ته ايکسرزايز وايي_العياذ بالله_دوي دلمانځه لغوي معنا کوي چې صلواۀ په لغت کې ،د ورنونو خوځولوته وايي،اودحج په باره کي دوي په لغت پسي نه ځي بلکې دوي وايي چې هدف پکې دوينا رسول وو،اعوذبالله من قول هذا
ځکه هغوى دديني ورځو او ديني احکامو لغوى اوظاهري معناګانى مراد ګرځوي…
رسوالله فرمايي:ماستاسي دهدايت لپاره ٢شيان پرايښي:دخداي کتاب(قران) او زماسنت(حديث) . دحديث عبارت داسي دى[ترکت فيکم امرين کتاب الله وسنتي]
دقران فيصله درسوالله دپيروي لپاره داده:چې(قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله ويغفرلکم ذنوبکم)[ال عمران٣١ايه]
ژباړه: ورته ووايه! اې محمده! که غواړئ چې له الله سره مينه وکړئ،نو زما(محمد)پيروي وکړئ! ترڅوالله درسره مينه ولري اوګناهونه مو وبښي
همدا دخداي سترپيغمبرصلى الله عليه وسلم،چې الله دهغه پيروي دخپلي ميني او دګناهونو دبښني لپاره شرط بللې،موږته په بې شميره حديثونوکې له بدعتونونه دپرهيزسخت خبر دارى راکړى،داختصارلپاره به زه دلته دبيلګې په ډول دمسلم شريف دوه روايتونه وړاندي کړم:
لمړى روايت :حَضرت جابر روايت کړى چې رسوالله وفرمايل:[فان خيرالحديث کتاب الله وخيرالهدي هدي محمد وشرالامورمحدثاتها،وکل بدعت ضلاله]
(مسلم دوهم جلد٨٦٧مه صفحه)
دوهم روايت يو اوږد روايت دي، چې جريربن عبدالله روايت کړى اوڅوتورې يې داسي دي: [من سن في الاسلام سنه حسنه فله اجرها ،واجرمن عمل بها من بعده من غير آن ينقض من اجورهم شئ ومن سن في الاسلام سنه سيئه کان عليه وزرها ووزرمن عمل بها]
(مسلم دوهم جلد١٠١٧مه صفحه)
دلمړې حديث ترجمه ده:(چې رسوالله وفرمايل ښه وينا دخداي کتاب دى ،اوښه لارښوونه دمحمد لارښوونه ده اوترټولوبدکارپه دې کې(دخداي په کتاب اودرسوالله په لارښونه کې) نوي شيان پيداکول دي،اوهرډول بدعت ګمراهي ده)
د دوهم روايت ترجمه:( څوک چې په اسلام کې پرسمه لاره ولاړشى ده لره ددي کار اجردي اوده لره اجر دي، دهغه چا چې دده پيروي يې کړې، پرته له دې چې دهغوى اجر کم شي، اوڅوک چې په اسلام کې پرناسمه لاره ولاړشي،دى ما خوذه دى په خپله ګناه او دهغه چاپرګناه چې دده پيروي يې کړې،پرته له دې چې دهغوى له ګناه نه څه کم شي.)
په مينه او درنښت!!!
البته دا زما خپله انديښنه اومعلومات وو، دچا دخبرې رد مى هدف نه دى، غواړم دا موضوع دښه وضاحت لپاره څيړنى ته وړاندى کړم….
:
ع کريم حليمي
06.01.2009
مکرم او محترم غريب دوست صاحب سلام عليکم او ښې هيلي مي هم ومنه !
هو! وروه دا خو يوه اصطلاح چه : څوک چه جوړ ،روغ ،په تن پټ ، په نس موړ
وي ، د اختر ورځ ده !!! چه حمد غواري
په دې کښي کوم شرعي ممانعت نسته
او بل بيا دوه شرعي اخترونه دي ، يو فطرصدقه غواړي او بل قرباني
او پاته سو معراج ، هر نبي ځانته معراج درلودی ، او د مؤمن معراج لمونځ دی
دلته خو زه هيڅ داسي څه نه وينم او نه ئې احساس، او ادرک کولی سم
چه دا جمله (لمنځ دمؤمن معراج دی )دلته دشريعت سره ټکر نسته !!
او تاسو خبره د بدعت ياده کړې ، دا تر لمر روښانه خبره ده ، چه بدعت کول
يا څوک بدعت کوي ، الله تعالي د بدعتي عمل قبلولو څخه انکار (ابی الله)
تر څو چه هغه بدعت پرېږدي
عربي متن ئې داسي - أبى الله أن يقبل عمل صاحب بدعة ، حتى يدع بدعت
غالب ګمان مي دی چه رواه ابن ماجه
او په يوه بل حديث راوړي چه
لا يقبل الله لصاحب بدعة صوما و لا صلاة ، و لا صدقة ، و لا حجا ، و لا عمرة ، و لا جهادا ، و لا صرفا و لا عدلا ، يخرج من الإسلام كما تخرج الشعرة من العجين
خپل ( الامر بالمعروف والنهي عن المنكر ) کوه ، فرض اداکه
الامر بالمعروف دين دي ، او دغه ډېر ښه موقع ده چه سيرت بيان کې
اکثره خلک پر سجده پراته وي ، زده ئې نوي ، بل لمونځ کوي په ږيره کي ګوتي
وهي ، بل پرتوګ راپورته کوي
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " أمرت أن أسجد على سبعة أعظم على الجبهة - وأشار بيده على أنفه - واليدين - والركبتين وأطراف القدمين " رواه البخاري
لمونځ ور زده که ، د دې ورځو استفاده کوه ، او دا زمزمه ورسره کوه چه
چه سالګيرې په اسلام کښي نسته ، سالګيره نده جز د دين ،
هو ! يو معروفي ورځي دي ،
[quote:ecf1afadcd]که موږ په يو او بل مصلحت همداسى کارونه شروع کړو، نو بياخو به په زرګونو بدعتونو ته لاره هواره شى، [/quote:ecf1afadcd]
په دغه ورځو خلکوته درس ورکه ، او د بدعت تاوانونه ، خسارې بيان که
د سرو زرو موقع د لاسه مه ورکوه ،وَإِذْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَونَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
د اروپا او امريکا خلکو ته وايه
چه مه ېروۍ هغه ورځي ، چه د روس او خلقيان تر جړې داسي لاندي واست
لکه يهود چه د فرعون تر چړې لاندي وه ، چه نه ئې لور در پېښول نه زوي
خدای داسي ترې خلاص کړاست لکه يهود چه ئې خلاص که ،
مه هېره وئ ، هغه د بلا ورځي ، حمد واياست ، هغه د کراچي ورځي در ياد
کړئ ، چه دعاوي اختمونه مو کول چه خدايه يو اجنټ راپيدا که ،
چه واموستوي يورپ ته ، ورته ووايه ! که مو رب هېر کړ ، رب بيا
پر موږ بلا راولي ، تاريج جبر دي ، د بد تاريخ مخه يوازي او يوازي
رب نيولی سي ، صدقه رد د بلا ده ، او لمنځ
قال تعالى ((إن الصلاة تنهى عن الفحشاء والمنكر) لمنځونه به نه هېره وو
ورځي مه لمانځه ورځي غنده ، دغه پخپله النهي عن المنكر سو
او والنهي عن المنكر فرض دی پر هر مسلمان
رب ته قرب په لمانځه سره کيږي ، نو لمونځ د مؤمن معراج دي
په درنښت
ghareebdost
09.01.2009
دقدر وړ حليمى صيب! ډيره مننه
ستا دخبرو په تائيد
ستا له دې خبرى سره چې(رب ته قرب په لمانځه سره کيږي،نولمونځ دمومن معراج دی) زما ذهن ته يوه نوې موضوع راغله، هغه داچې دمسلمان لپاره ترهرڅه زيات دلمانځه اهتمام په کار دى، ځکه چې رسول الله فرمايې: (مَنْ اَقََامَ الصَلواةَ َ فَقَد اَقَامَ الدِينَ وَ مَنْ هَدَمَ الصَلواةَ فَقَد هَدَمَ الدِينْ) دټولو عقيدوى ناروغيو مور بي نمازي ده، له بده مرغه نن سبا مسلمانان دلمانځه له فريضې سره ډير بى پروا دي، داخو پريږده، چې سم يې نه اداکوي، بلکې په ډيرو بى ګټو مصروفيتونو لمونځ ورنه قضا وي، دا بهرته تللى وروڼه که غواړي چې عقيده يې سالمه او زړه ارام اووسي، نو دلمانځه پابندى دي وکړي، لمونځ له الله سره ملاقات دى، څوک چې له خپل رب سره ملاقات پريږدى، نو خود به په عقيدوي ناروغيو اخته کيږي، يوه مياشت وړاندى، په اماراتو کې ديو ملګرى، شرکت ته ورغلم، څود ږيرولرونکې پاکستانيان او بنګله ديشان مى وليدل، چې درې لمونځونه يې په پرلپسى توګه پريښودل ،ما ورته وويل: چې ولي تاسو خو داسى ښه ځانونه په سنت برابر کړي؟ ولي لمونځونه په رڼو سترګو قضا کوئ،؟ وايي:
الله معاف کرے ټائم نهے ملتا
زموږ پښتانه وروڼه همداسى در واخله، په دوبي کې ، حتى په سعودى عرب کې، دسهار لمونځ بلکل ورنه پاته وى، زه دې ورڼوته وايم چې دخداى خاطر وکړئ! پر مرګ يوه شيبه اعتبار نشته ، همدا لمونځ درپاته دى، داخو مه پريږدئ!
البته ډير مخلص او ديندار خلګ هم شته، زما دخبرو هدف بى نمازان دي.
و.افغان
10.01.2009
ډیر ګران مولانا حليمي صاحب، دروند ورور غریب دوست صاحب، او دبحث نورو ګډونوالو !
سلامونه او نیکې هیلې مې ومنۍ:
دمعزز مولانا حليمي صاحب دخبرې په تأييد چې باید دداسې فرصتونو څخه ددين دبيان
او لارښوونې لپاره ګټه پورته شي، البته په دغه ورځو کې جشن نیول داسلام خلاف کار بلل کیداي شي، ځکه چې په اسلام کې دوه اختره دي: الفطر، الأضحی.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله هجرت وکړ، نو دجاهليت ټول اخترونه يي مدينه منوره
کې ختم کړل، او په دې دوه اخترونو يي اکتفا وکړه.
البته که چیرته دځينې معينو ورځو چې څه پيښې په کې واقع شوي وي، نو دهغې په مناسبت څه غونډې، کانفرنسونه، يا سمينارونه جوړ شي، تر څو خلکو ته دين بیان شي، دخپلې ځمکې او آزادۍ خبرې په کې وشي، نو ان شاء الله په دې کی به څه باک نه وي.
په درنښت
ع کريم حليمي
12.01.2009
ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، اسلام عليکم ، او ښې هيلي !
[quote:dfb21e782e]نو دجاهليت ټول اخترونه يي مدينه منوره کې ختم کړل، او په دې دوه اخترونو يي اکتفا وکړه. [/quote:dfb21e782e]
د جاهليت اخترونه يعني څه شي ؟؟څرنګه اخترونه ئې ختم کړه ،
که ئې ختم کړي واي نو بيا ئې داسي ،فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم " يا أبا بكر إن لكل قوم عيدا، وهذا عيدنا " نه فرمايل
هر قوم اختر لري ، او دا زمونږ اختر دی ، او د يهودو اختر ئې ولمانځلی
په لږي تغير ، يعني لسمه د محرم
هو ! که خبره د جاهليت د اختر وي ، اول خو جهالت و منلو نه دی ، او دوهم
داسي معلوميږي چه هغه د شرعي جهالت عصر له منځه تللی ، زمانه ئې نېستي
سوېده ، او اخترونه نو طبعا ختم دي
اما په نن عصر کښي ضرورت سته و سياسي اخترونو،جشنونو ته
موږ له انګرېر څخه ازادي واخستله ، روس ته افغانانو ماته ورکړه په زور د رب،
او سبب ئې د جهان همکاري سوه ، موږ په تاريخ کښي يوه اسلامي امپراتوري
جوړه کړې وه ، زموږ د خواږه ملګري هوتک صاحب ،نيکه ميرويس بابا
ازادي واخستله ، کورکين د يو کاکړ په خنجر تر دنيا تېر کړئ
دا هره ورځ زموږ له پاره،هره يوه ورځ ، يوسياسي اختر دی ، يَوْمُ اُحُدٍ ، يوم بدر
يوم حديبيه ، يوم حَجَّةِ الْوَدَاعِ ٠٠٠٠٠٠٠
بايد ولمانځل سي ، او بيانې او تقريرونه وسي ، او تاريخ بيان سي ، چه ايماني
او سياسي احساس ژوندئ وساتل سي په امت کښي ، که تاريخ هېر سي
اسلامي ، پښتني ،ملي ، او محلي شهامتونه هم هېرېږي ، کله چه هېر سوه
نو شهامتونه هم ختم سوه
په ډېره مينه
ghareebdost
15.03.2009
د ميلادالنبي په باره کي يوه بله ستونځه دسم تاريخ معلومول دي،اکثرخلګ يې ١٢ربيع الاول ګڼي،په دې اړه به موثق ذرائع درسره نه وي؟که لږمعلومات څوک راکړئ !ځکه چي همدغه مياشت روانه ده
watanmal
25.03.2009
ټولو دوستانو او ملګرو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
روغ او جوړ اوسۍ.
[color=darkred:bf153e35b3]غريب دوست صيب [/color:bf153e35b3]كولى شى چى د عيدميلاد النبى په اړه د ډيرو معلوماتو لپاره دغه لينك وه ګورۍ ښه په زړه پورى معلومات لرى.
http://www.islamhouse.com/p/33168
زه دلته غواړم چى ووايم:
لومړۍ : د ميلاد د ورځى لمانځل مباح كار دى ، خو [color=darkblue:bf153e35b3]د نبى عليه السلام د ميلاد لمانځل بدعت دى او جواز نه لرى. [/color:bf153e35b3]
دوهمه خبره : [color=darkred:bf153e35b3]هر هغه كار چى مسلمان ئى د عبادت په نيت كوى او په اسلام كى كوم اصل ونلرى هغه بدعت دى ، [/color:bf153e35b3]نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ميلاد لمانځل خلك د عبادت په بنا كوى او دغه كار په اسلام كى كوم اصل نلرى نو ځكه بدعت شميرل كيږى او لمانځونكى يى ګنهګار دى.
[color=darkblue:bf153e35b3]او كه يو انسان د خپل ميلاد ورځ لمانځى پدى كى څه خبره ځكه نشته چى دغه كار څوك د عبادت په نيت نه كوى.[/color:bf153e35b3]
دلته دى يوه خبره واضحه وى چى پښتانه بغير د ربيع الاول د مياشتى څخه هم چى د نعت خوانۍ يا كوم دينى محفل جوړ كړى هغه د مولود په نوم يادوى ، نو دغه محفلونه د دعوت لپاره ښه موقع ده چى علماء پكى خلكو ته د معروف شيانو كولو او منكراتو نه د ځان ساتنى په اړه معلومات وركړى ، [color=darkred:bf153e35b3]خو د ربيع الاول په 12 چى د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ميلاد د لمانځلو كوم حفل جوړيږى ، دغه حفل جوړول كوم جواز نلرى[/color:bf153e35b3] اوس دا د علماؤ كار دى چى خلك پدى خبره په نرمه سره پوه كړى نه دا چى د خپلى خيټى د غوړولو لپاره ئى ښه موقع وه ګڼى او د خلكو سره پدى منكر كى ځان شريك كړى.
[color=darkblue:bf153e35b3]ددى موضوع په اړه دلائل په وركړى شوى لينك كى په مختلفو ژبو شته ، لوستونكى دى وه ګورى او استفاده دى ترينه وكړى.[/color:bf153e35b3]
په مينه
وطنمل
watanmal
25.03.2009
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه
هغه وروڼه چى په عربى پوهيږى كولى شى له لاندينى لينك څخه استفاده وكړى چى د عيد ميلاد النبى ، تاريخ ، حكم او اثر ئى په ښه تفصيلى توګه بيان كړى.
http://d1.islamhouse.com/data/ar/ih_books/single/ar_Almold_N.doc
په مينه
وطنمل
خیریوسی
25.03.2009
watanmal صاحب تاسو خو ما شاء الله مطالعی زیات شوق لری
په لاندی لینک کې هم زیات کتابونه لوستلای شی
http://www.ghazali.org/site/oeuvre-s.htm
په درناوی
watanmal
26.03.2009
ټولو لوستونكو او محترم ajaza
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.
Ajaza روره مننه درڅخه كوم چى په معلوماتى لينك دى وه نازولم او [color=darkblue:e71e19b11a]په مقصد مو پوه شوم.[/color:e71e19b11a]
اشنا [color=white:e71e19b11a]زمونږ بحث په عيدميلاد النبى كى دى نه په صوفيزم كى [/color:e71e19b11a]او زه تر اوسه په خپله خبره ولاړ يم چى د عيدميلاد النبى لمانځل هيڅ جواز نلرى او لمانځونكى ئى ګنهګار دى.
د اختلافاتو په صورت كى مونږ ته الله پاك د حل دغه لار ښودلى:
فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (النساء59)
[color=white:e71e19b11a] كه د جواز په اړه ئى كوم دليل لرى هيله لرم چى راسره شريك ئى كړى.[/color:e71e19b11a]
[color=darkred:e71e19b11a]د صوفيزم په اړه كه نوى بحث خلاص كړى شى ښه به وى ،[/color:e71e19b11a]
[color=darkblue:e71e19b11a] دلته به دومره وليكم چى صوفيزم له هغه اوصولو څخه غورځول شى چى كوم ئى په هغه كتابونو كى بيان شوى چى ددوى بنسټ ترينه معلوميږى ، اوس مهال په افغانستان او پاكستان كى بريلويان ځانونه د صوفيزم ورثه او پر همدى تغر ناست ګڼى ، بريلويان څوك دى ؟؟؟ او له كومه راپيدا شول؟؟؟ څه عقيده لرى؟؟؟[/color:e71e19b11a]
ددى پښتنو په ځواب پسى مى څه كتابونه وكتل او څه معلومات مى هم راجمعه كړل ، خو وړاندى له دى څخه چى دغه معلومات سره ترتيب او وژباړم په ذهن كى راپريوتل چى د ټول افغان په اسلام فورم كى ښه مليان شته ، لكه[color=darkred:e71e19b11a] طالب جان ، حليمى صيب ، وهاج ساپى[/color:e71e19b11a] او.... نو دوى به ضرور دغه موضوع څيړلى وى ، كله مى چى دغه فورم ولټولو نو د موضوع په اړه كافى معلومات مى ترلاسه كړل ، او [color=darkblue:e71e19b11a]ستاسى او لوستونكو توجوه ورته را اړوم ، تر څو بريلويان ښه وپيژنۍ او خپله پرى فيصله وكړى.[/color:e71e19b11a]
ما په ټول افغان كى د بريلويانو په اړه دوه لينكه پيدا كړل:
لومړۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=890
دوهم
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2607
په مينه
وطنمل
ghareebdost
26.03.2009
ګران وطنمل صيب ډيره مننه،ستامعلوماتي لينکونه راسره پوره مرسته وکړه،الله ددې احسان بدله درکړي،