اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه ښه مفکوره ؟
اور- بل
30.12.2008
[color=blue:0ac9b11880]له یوه بل سایت څخه :
(( د نوي عیسوئ کال په شپه ټول عیسویان لویدیځوال جشنونه، عیاشي، فحش او فحشا کوي او شراب څښي ، مستي ، ډانسونه او چړچې کوي او پټاقۍ الوځوي، خو الحمد ل لله د لوېدیځ کې عملي مسلمانان د شپې له ۱۲ بجو څخه لږ مخکې په عبادت اونفلونو پیل کوي اوکه نور هېڅ نه وي نو لږ تر لږه د شپې تر ۱۲ بجو او ۱۰ دقیقو پورې خو حتمأ دوام ورکوي ، نوکه په دعا کې د زړه په اخلاص له خدایه و غواړي چې یا الله ته راته هدایت وکړې، ستا هدایت مې په برخه کړې او ته زما هادي شې یا الله! نو انشأ لله الهي هدایت به یې نصیب شي او تاٍ ثیر به یې هم د کال په بهیر کې وویني۰
نو الله تعالی دې مونږ تاسو ټولوته دا توفیق راکړي چې نوي کال ته د داخلېدو حساسې شېبی د الله سبحانه وتعالی په ذکر، عبادت او د قران کریم په تلاوت تیرې کړو، او بیا د والدینو لاسونه ښکل کړو او ورپسې خپل اولادونه اود کور نور کشران په غیږکې ونیسو او په مینه او عاطفه یې ونازوو۰ ومن الله التوفیق )) [/color:0ac9b11880]
Re: یوه ښه مفکوره ؟
و.افغان
10.01.2009
[quote:3385bc60f7="غوټۍ وربل"][color=blue:3385bc60f7]
نو الله تعالی دې مونږ تاسو ټولوته دا توفیق راکړي چې نوي کال ته د داخلېدو حساسې شېبی د الله سبحانه وتعالی په ذکر، عبادت او د قران کریم په تلاوت تیرې کړو، او بیا د والدینو لاسونه ښکل کړو او ورپسې خپل اولادونه اود کور نور کشران په غیږکې ونیسو او په مینه او عاطفه یې ونازوو۰ ومن الله التوفیق )) [/color:3385bc60f7][/quote:3385bc60f7]
درنې خورې غوټۍ وربل!
دالله جل جلاله اړخه ټولې پيدا شوي شپې او ورځې دعبادت او ذکر لپاره مناسبي دي،
البته ځينو شپو او ورځو يا مياشتو او وختونو ته خداي جل جلاله بیل فضیلت وربخښلې دی، چې اجر په کې له نورو وختونو څو چنده وي، نو په دغو مبارکو شپو، ورځو، مياشتو، او وختونو کې په عبادت، ذکر او دعا کې ډیر کوښښ پکار دی.
دنوي کال دنوو شپو دفضيلت باره کې څه دليل نشته دی، چې سړي په کې عبادتونو ته دنورو
شپو په تناسب ډیر زور وکړي، البته که چیرته له داسې فرصت څخه په سوچ او فکر کې کار واخلي، چې پوره کال مې تیر کړ، درې سوه شپيته ورځي يي وي، نو ما په کې څومره ښه عمل او څومره بد عمل کړی دی؟؟ دښو او بدو موازنه وکړي، دځان سره محاسبه وکړي، دعمر دلنډيدو او ددنیا څخه دفنا کیدو په پاره کې تدبر وکړي، او دنوي کال لپاره ليچي راونغاړي چې دالله جل جلاله په عبادت او ذکر يي تير کړي، تر څو د بدعملۍ دناڅاپه مرګ څخه وژغورل شي، ځکه چې اهميت خاتمي لره دی.
په درنښت.
ghareebdost
10.01.2009
دجمعې شپه،دروژې ټوله مياشت،خصوصا دروژې داخيرولسو ورځو تاق شپې
لکه ٢١،٢٣،٢٥،٢٧،٢٩خصوصا ٢٧مه
دشعبان ١٥مه شپه عبادات زيات فضيلت لري،
میوند ننګیال
11.01.2009
سلامونه!
غو ټي اوربل كيداي شي اسلامي كال دياده وتي وي او كه ورسره څه دلييل وي مونږ ته دي هم ووايي چه دائينده كال لپاره پوره تيا ري ونيسو
محمد احمد حمي
19.02.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،
ورپسي كلام
غوټۍ خوري ډيره ښه خبره دي كړيده ، خداى دي خوشحاله او آباده لره
البته په صحيح احاديثو كي له تصريح شوو ځايو څخه پرته په يو ځانګړي وخت كي ديو ځانګړى عبادت التزام كول په (التزام ما لا يلزم) كي داخليږي ، كم چي دعلماؤ له مخي ناجائز دى ، پرته له دې احتماله دي خبره ښه خبره ده ، خداى (ج) دي ټولو ته دهميشه عبادت كولو توفيق راپه برخه كړي . مننه