د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لغمان مهتر لام صاحب واقعآ پیغمبر وو ؟

عبدالله صابر
22.12.2008

درنولوستونکواوداسلام برخې محترموچلوونکوالسلام عليکم
په لراوبرويبپاڼه کښ دپورته عنوان لاندي دليکنې يوې برخې کښي دا لاندي مطلب
ليکل شوئ چي ليکونکئ يی امين دين سعيدي نوميږي ، ده ليکلي چي

[color=blue:79721c9fbd]په اسلامی تواریخو او اسلامی روایاتو کی راغلی : «دنوح علیه السلام » پلار، نوم ئی « لمک » او د « متوشلخ » ځوی دی « لمک » ( 1 ) په زور د لام او میم او سکون د کاف او یا په زور دلام او سکون دمیم لو ستل کیږ ي .

وائي : دى دخپل وخت نبي او پيغمبر ؤ، دمحمود غزنوى له دوري نه مخکى دده قبر معلوم نه ؤ خو سلطان محمود غزنوى په دوره کښى په خپله محمود غزنوى په غزنى کښى خوب وينى ، په خوب کښى ( لمک ) صاحب ورته په خوب ورځى ورته وائى دلغمان په فلانى ځاى کښى پروت يم ، په دغو نښو او نښانو را شه را باندى قبر جوړ کړه ، همغه ؤ چى محمود غزنوى دخوب دنښو او نښانو په رهنمائى دلغمان دغه برخى ته راځى او ورباندى پخه مقبره ، ښکلى گنبده او لوى باغ ، مسجد او تر څنگۀ ئى د اوبو لوى او عميق حوض جوړ کړى اود ډير لرى څخه دغره په ډډه کښى په ډير زحمت ورته وياله تيره وي .

سعيد افغانى ليکى :

که دا روایت او خوب صحيح وى نو دافغانستان اوپه ځانګړى توګه د لغمان تاريخى قدامت ډير وړاندى ثابتيږى .

دمهترلام صاحب ( بابا صاحب ) زيارت اوس د خاصو او عامو مرجع ځاي دي ، په ټول مشرقى کښى څه چى په ټول افغانستان او سر حد کښى ډير شهرت او اعتبار لرى او په پسرلى کښى ورته له هرى خوا په زرګونو خلک زيارت ته راځى او تودى ميلى ورباندى جوړيږي . [/color:79721c9fbd]

سعيدي صاحبه که روايت اوخوب رښتياهم وي ممکن وي به هم بياهم تعبيريی
شيطاني ده ځکه په اسلام کښ خودقبرپخول ،جوړه ول اوپيسي مصرفول منع دي
نوهرهغه خوب چي دظاهري شريعت سره مخالف وي هغه شيطاني خوب ګڼل کيږي
اوشيطان په داډول خوبونوسره ناپوهه انسانان ډيرژردوکه کوي ،دداډول خوبونو
ليدلومثالونه ډيرموندل کيږي ،شيطان په داډول خوبونوخلک په اسانئ سره 
دشرک ،کفراونورونارواووخواته کش کوي ٠
په پاکستان اوافغانستان کښي سنيان زياتره دشيعه ګانوعقيدوڅخه متاثرشوي 
چي يوله هغودزيارتونوموضوع ده ،شيعه ګان تقريباپه هرکلي کښ يوزيارت لري
په لومړي سرکښ يوڅوتيګي سپيني اوجنډه ورباندي ولګوي وروسته په تدر
يجي ډول ډيرښکلئ جوړيږي اوبيالوی زيارت شي ،داهم دايران په افغانستان او
پاکستان يوبل ډول کلتوري يرغل دي خوځيني خلک بياوايی چي زيارتونه پخوا
انګريزانوجوړکړي اوپه دي کښ يی څه قيمتي شيان ښخ کړي ، ددي لپاره چي دا
داشيان وساتل شي نودزيارت نوم ورباندي ايښئ اوپه څنګ يی خلکوته په مغزو
کښ دا ټکئ ډيرژورپيچکاري کړئ چي که چادازيارتونه نه منل هغه وهابيان دي
کورونه يی وسوځوئ دوی کرامت نه مني خواصل هغه ولي دی چي قبريی زيارت
نه وي اوخلک ورباندي نه بي لاري کيږي ، داسي فکرکيږي چي اوس انګريزان هم
دي زيارتونه ته لارنشي پيداکولائ دخلکوعقيده ورباندي ډيره مظبوطه ده خودا مي
هم اوريدلي چي په کابل کښ چيرته کوم زيارت اوس هم دامريکايانوياانګريزانوپه
ولکه کښ دی اويا لږمخکښ وو والله اعلم
مهترلام باباپه نوم خوڅوک کوم پيغمبرنه پيژني خودزکرياپه نوم پيغمبرپه قران
کريم شته اوداسلامي تاريخ له مخي هغه په بيت المقدس کښ وفات شوی اوهملته
ښخ هم دی خونه پوهيږم شيطان به چاته په خوب کښ ورغلئ وي اودهغه په نوم يو
زيارته يی دپکتيا ځاځي اريوب کښ جوړکړئ اودزکريا پيغمبرزيارت يی بولي
دبلخ مزار زيارت چي خلک يی دحضرت علي کرم الله وجهه زيارت ګڼي اوحضرت
علي کرم الله وجهه په عراق کښ شهيد شوئ اوهملته په نامعلوم ځای کښ ښخ شوئ
نوسل په سله په دروغه دازيارت حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوبوي ، ځيني
عالمان بياوايی چي دمزارپه روضه کښي دهزاره ګانوکوم سيد ښخ دی چي دخبره لږه
يقيني  هم بريښي ٠

نورتفصيل يی محترم حليمي صاحب اومحترم وهاج صاحب ته پريږدم ٠


http://larawbar.net/article.php?id=7729&date=2008-12-22



ع کريم حليمي
23.12.2008

مکرم ،محترم عبدالله صابر صاحب ،او درنو لوستونکو
السلام عليکم !
 د امين الدين «سعیدی » ليکنه مي ټوله ولوستل ، اوس نه غواړم چه پر مهترلام 
باندي څه وليکم ، ماته تر هرڅه د پوهانو او پوهنيارانو او سرمحقيقانو 
ليکنو خوند راکړي ، غواړم چه د دوئ ليکني وشنم   

[quote:a432ece776] په اسلامی تواریخو او اسلامی روایاتو کی راغلی : «دنوح علیه السلام » پلار، نوم ئی « لمک » او د « متوشلخ » ځوی دی « لمک » ( 1 ) په زور د لام او میم او سکون د کاف او یا په زور دلام او سکون دمیم لو ستل کیږ ي .[/quote:a432ece776]
دغه پاراګراف صحيح ډوله دي ، ولي چه اکثره علما او شيخان دغه شجره نسب 
مني او بيا هم وايو چه والله أعلم 
عرب اکثره شجرې د دقصيدو په حواله بيانوي 

[quote:a432ece776]وائي : دى دخپل وخت نبي او پيغمبر ؤ، دمحمود غزنوى له دوري نه مخکى دده قبر معلوم نه ؤ خو سلطان محمود غزنوى په دوره کښى په خپله محمود غزنوى په غزنى کښى خوب وينى ، په خوب کښى ( لمک ) صاحب ورته په خوب ورځى ورته وائى دلغمان په فلانى ځاى کښى پروت يم ، په دغو نښو او نښانو را شه را باندى قبر جوړ کړه ، همغه ؤ چى محمود غزنوى دخوب دنښو او نښانو په رهنمائى دلغمان دغه برخى ته راځى او ورباندى پخه مقبره ، ښکلى گنبده او لوى باغ ، مسجد او تر څنگۀ ئى د اوبو لوى او عميق حوض جوړ کړى اود ډير لرى څخه دغره په ډډه کښى په ډير زحمت ورته وياله تيره وي .[/quote:a432ece776]

عجبه داده چه په (وائې ) حواله ورکوي ، او د سند لپاره پر خوب حواله ورکوي 
دغه ته وايي مستنده ليکنه  :shock:
[quote:a432ece776]که دا روایت او خوب صحيح وى نو دافغانستان اوپه ځانګړى توګه د لغمان تاريخى قدامت ډير وړاندى ثابتيږى .[/quote:a432ece776]
ليکوال ډېر هنرباز دي ، په پورته جمله ئې ځان ته لار د تېښتي پرې ايښېده 
[quote:a432ece776]هغه وخت به د زيارت تر څنگه او په ځانګړي ډول د پنجشنبى او جمعى په ورځو کښى د ډيرو ميوو او دانو ، جلبيوالبو ، مټايانو او کبا بونو دکانونه او کپى هم جوړيدلى ، هلته په دزيارت کى لوى او چوقر حوض اکثرآ داوبو څخه ډک ؤ ، شا او خواته به ئى دزيارت په ورځو کښى چټو ورو طالبانو اټنونه اچول ، غزلى به ئى ويلى او غو مبرونه به ئى وهل چى دهغى وخت د ملا ( حيات ) په نامه غزلى مى نه هيريږى ، هغه به ډيرى ښى خوږى غزلى ، رباعى او بگتى او دچکچکو په غرش نڅا او اټن کښى به دده دخوږ آواز او اداء خو ښونکى ډير ؤ ، هغه وخت د لغمان [color=cyan:a432ece776]دټولو چټو طالبانو مشر ملا ء ( مکروه ) نو ميده ، دى ښه غښتلى او تکړه سړى ؤ ، هغه به دچټو طالبانو تر څنگه پيش پيشقوزي ، په اوږه به ئى ښايسته تبر زينونه او کوتک ؤ ،[/color:a432ece776] اوږدى اولو ئى څڼى ئى در لودلى او په ډير هيبت او قدرت به ئى مست ژوند کولو ،چکچکى ، منگى وهل ، غو مبر ، اټن دوى د ساز وسامان ؤ، هغه وخت آکثرچټو طالبانو چندان درس نه ويلو، بلکى ددوى کار سيل او سات تيرى وه .[/quote:a432ece776]
دغه ليکونکئ ډير په ديانت سره تاريخ ليکي او  مرموز حال بيانوي 
چټو طالبانو مشر  ، يعني د هغو خلکو مشر چه يو ئې هم پر شرعه نوي سم 
يعني د مکار زاهد پر قبر بد مستان ٠٠٠٠٠٠٠٠ 

[quote:a432ece776]پوهنیارظفرخان په خپلو تحقیقاتی ځيړنيېو
یادداشتونوکي د مهترلام بابا په هکله لیکی : دلغمان مرکز (مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بیلا بیل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې دا دی چی : مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې« قینوش » د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح علیه السلام د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک علیه پلارمتوشلخ،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې یارد وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا شته یو شمېروګړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بې بې حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.[/quote:a432ece776]
سمه ده چه دلغمان مرکز (مهترلام)دی  دا درسره منم چه تارخي خبره ده چه د نوح د پلار نوم لمک وو ، دابه هم 
ومننو چه د مور نوم ئې په تارخي کتابونو کښي سته چه « قینوش » نومېده 
دلته څوو خبري پايږي ، تر خبري پښه اړوي او غورځي او وايي نوح کښتۍ 
چوړه کړه ، پوښتنه داده چه نوح څرنګه تر جزيره العرب پوري  ولاړ ، داپوښتنه 
ستاسو له ليکني راپيدا سوه ٠ تاسو واياست چه خور ئې نورستان ته راغله 

 مهتر لمک نوم څرنګه ناببره راووتلی دا له کمه ځايه راپيداسوو ؟؟؟ 
دا څرنګه مرکب نوم دی ؟ "مهتر" خو په معنی د کلانتر يا لوی مشر ، علاقمند 
پروا داره ، زم يا داماد ،او د مرد معنی هم ورکوي  او "لام " خو د زلفو حلقې ته
ويل کيږي ٠ او که ئې عربي وګنو نو خوبيا لکه دار ، اشتبا ته هم ويل کيږي 
انتقاد ، مجموع ، جمع 
دا نوم خو د نبي سره صدق نه کوي 
[quote:a432ece776]( د پوهنیارظفرخان « اهتمام له یادداشتونو نه )

په دى هکله د کچورې ملا صا حب لنډ څرګنونى هم د اهميت وړ دي .

همدارنګه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د هیواد مشهور روحاني او شخصېت د کچورې ملا صا حب هم به تل ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی .

د ارشاد اورنګ زيب دليکني له مخي ( هيله پر له پسى ١٦ ګڼه ) هم د اثابتيږى چىد مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يې کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي[/quote:a432ece776]
د کچورې ملا صا حب  په ښه سړی وو ، خو داخبره ئې  سند کېدای نشي 
ادم خان نر وو که ښځه ، مهتر  هم فارسي دی او لام هم فارسي دي،مهتر و مرد 
ته ويل کيږي ، دا چه "لام "  ور سره يو ځای سي څوڼور مرد  
( هغه سړی چه اوږدې څوڼي   ولري )

[quote:a432ece776](١ ) لمک د اسلامي تواريخو بر بنياد ( ٧٧٧ ) کاله عمر درلود او د هغه پلار متوشالح د خنوخ زوي ( ٩٦٩ کاله ) او خپله نوح عليه السلام چي د لمک زوي وو

( ٩٥٠ ) کاله عمر تير کړي دي.

قرآن عظيم الشان فرمايي :

( ولقد ارسلنا نوحآ الي قومه فلبث فيهم الف سنة الا خمسين عامآ ) ( په رښتيا سره مونږ نوح عليه السلام مو خپل قوم ته واستو او ٩٥٠ کاله يي د هغوي په مينځ که ژوند وکړو. ) (د اسلام تاريخ د علي اکبر مهدى پور ليکنه مخ ٨٩ دريم چاب بيروت )[/quote:a432ece776]
داخو حق ده ، چه نوحآ الي قومه  ، نو دلته دا سوال پيدا کيږي 
چه مهتر لام بابا ته په کوم سند دا وايي چه نبي وو 
ايا د مهترلام بابا کوم ليکلئ اثر تر شا پريښې ، 
که کوم ليکلئ اثر ئې سته ، نو قضاوت به د بابا پر اثر وکړو ،  
دا د باور خبري نه دي چه : ده ويل ، هغوو ويل ، يا داسي وايي

پر قبر ا دربار به ئې بيا په  ورسته کي و ږغېږو 
که مهترلام تر شا اخلاقي کودونه پرې ايښي ، لکه زردشت ،بودا ٠٠٠٠٠٠ 
نو بيا به ئې په نبي صفته اشخاصو کي حساب کړي 
په درنښت


و.افغان
27.12.2008

[quote:a3c3f693e2]نورتفصيل يی محترم حليمي صاحب اومحترم وهاج صاحب ته پريږدم[/quote:a3c3f693e2]

محترم او مکرم صابر صاحب:
تاسو او معزز مولانا حليمي صاحب خو دسکالو ډیره ښه شننه کړيده، زه پرې داضافه کولو څه نیت نه لرم، خو يو څه ته اشاره کوم: چې ښاغلي لیکونکې سعيد افغاني دعربانو خبره
په ليکنه، دلیل او استدلال کې دلف او دوران څخه کار اخيستې دی، له يوې خوا يي خبره احتمالي کړي، نو ځانته يي دتيښتې لار برابره کړي (هنر بازي يي کړې) له بلې خوا پرې خوب ددلیل په حیث وړاندې کوي، چې په اسلامي شرعه کې هيڅ وخت شرعي مصدر نشي ګڼل کیداي، او بیا ددې ضعيف دلیل او استدلال له مخې نور غلط بې تحقیقه احکام راباسي، او خلک دغو زیارتونو ته تشويقوي.

ددغه کارونو دعدم جواز په اړه په لسګونه شرعي نصوص راغلي دي، چې ځينو ته يي ښاغلې صابر اشاره کړې ده، خو که دا نصوص هم نه وي، نو په يويشتمه پیړۍ کې چې انسانې عقل ډیر رشد کړي دی، دداسې متخلفو افکارو اعتقادات دډیر تعجب وړ دي.

سعيدې صاحب داسې ښکاري چې دزیارتونو په ګټور تجارت کې يا مستقيما شریک دی، يا دڅه په مقابل کې ددغو غیر شرعي مزارونو دګټې وټې لپاره تبلیغات کوي.
تاسو به خبر ياستۍ، چې پاکستان کې مزارونه دوزارت اوقاف او ارشاد تابع دي، او دوزارت له خوا لويو تاجرانو ته مزارونه په ټيکه ورکول کیږي، او په ایران کې دآخوندانو ډیر لوي مهم عائدات ددې زیارتونو څخه په لاس راځي، حتی په ځينو ځايونو کې چې دقبر ځمکه څومره مزار ته نږدې وي، نو په هماغه اندازه په لوړه بیه خرڅيږي، تر دې چې ځينې قبرونه څلور زره پنځه زره ډالره قیمت لري.
ورونو: دا ټول تجارت روان دی، چې اول او آخر دغریب سړي ملا په کې دجهل او ناپوهۍ له وجهې ماتیږي، له جیب څخه يي پيسې ووځي، او دتاجرینو او مړو خلکو جیبونو ته ورځي، لنګرې چالانې وي، ملنګان ډولکې وهي، ګډیږي، چرسونه سره بادوي، ځکه چې په ملنګ دچا قلنګ نشته.
دمکار زاهد په قبر بد مستان سره ټول شوي.

دا خو له څه کوۍ، دمزارونو څخه يي دزناکارۍ هډې جوړي کړي دي، زناکار هلکان او انجونې سره په زيارتونو کې وعدې ږدي، او سره خوريږي، دا کارونه په لويه کچه په پاکستان او ایران کې ډیر کیږي، دپيښور دبالا حصار دعبد الشکور ملنګ بابا زیارت دزناکارانو يوه هډه وه، په ایران کې دایرانيانو په خپل اقرار مزارونه دزنا او صيغي مرکزونه دي، چې له مشهده نیولې تر امام رضا او خمينې پورې ټول مزارونه ددې کار هډې دي، بلکه په دې اړه يوې ایرانۍ څيړونکې شهلا حائري دماسټرۍ رساله هم لیکلې ده.

په مینه.


خیریوسی
10.01.2009

{وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَاناً وَإِثْماً مُّبِيناً }الأحزاب58


و.افغان
10.01.2009

[quote:d179f2486d="ajaza"]{وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَاناً وَإِثْماً مُّبِيناً }الأحزاب58[/quote:d179f2486d]

زړه ته ډیر رانږدي ګران عاجز صاحب:
دآیت مانا خو واضحه ده، خو دلته دی له راوړلو څخه موخه څه ده؟؟


خیریوسی
11.01.2009

تر هر څه نه مخکې السلام علیکم ورحمة الله
اقتباس : دا خو له څه کوۍ، دمزارونو څخه يي دزناکارۍ هډې جوړي کړي دي،

که تاسو څوک لیدلی وی چې هلته زنا کوي تاسو به هغه رسوا کړي وای نه چې ټول زیارت کونکی او وزیارت ته دزنا اډه ویل
ایا پر چا دزنا تهمت لګول دومره اسانه خبره ده لکه تاسو چې یې لیکي
وروره دډیرې خواشینی خبره ده چې ستاسو په شان یو عالم داسی الفاظ بیله کوم فکره لیکي
په مزارونو کې اولیاء کرام ، اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم ، پیغمبران علیهم صلاة والسلام ، بیت الحرام ، عرفات ، ....... ټول نه دی شامل
داچې تاسو ومزار ته دزنا اډه وایاست دا ستاسو دعلم سره نه ښایې
که زه یا کوشان څه ولیکو خو موږ به بیعلمه یو تاسو به څه را ذده کړی که تاسو داسی لیکنی کوی نو دبیعلمه څخه څه ګیله
په درناوی


Ghairat
11.01.2009

صرف پوښتنه :
د اسلام له پبیغمبر (ص) مخکې چې ټول عالم ته راستول شوی اوالله تعالی رحمتا ًِ للعلمین ګڼلی، هر قوم ته بیل بیل پیغمبر استول شوی دی، او پښتانه یو لرغونی قام دی، ۵ زره کلن تاریخ لري او د کوشانیانو امپراطورۍیې نړۍ لړزوله،
آیا دوی ته کوم پیغمبر نه دی راغلی، تاسې د کوم پیغمبر نوم پېژني چې په پښتنوکې تیر شوی وي؟


Ghairat
11.01.2009

صرف پوښتنه :
د اسلام له پبیغمبر (ص) مخکې چې ټول عالم ته راستول شوی اوالله تعالی رحمتا ًِ للعلمین ګڼلی، هر قوم ته بیل بیل پیغمبر استول شوی دی، او پښتانه یو لرغونی قام دی، ۵ زره کلن تاریخ لري او د کوشانیانو امپراطورۍیې نړۍ لړزوله،
آیا دوی ته کوم پیغمبر نه دی راغلی، تاسې د کوم پیغمبر نوم پېژني چې په پښتنوکې تیر شوی وي؟


میوند ننګیال
11.01.2009

ګران عاجز صيب سلامونه !
تا ليكلي :
داچې تاسو ومزار ته دزنا اډه وایاست دا ستاسو دعلم سره نه ښایې ٠

عجيبه ده ولي د زنا اډي ته اډه ويل د علم سره نه ښايي زنا داسي يو ه كبيره كناه ده چه توبه كوونكي يي خداي بخښي او شرك نه بخښي چه د شرك نه نه لويه ګناه نشته اونه به پيدا شي ايا تا د سيد علي هجويري چه په ( داتا ګنج بخش ياديږي ) دربار ليدلي چه هلته څه كيږي ايا تا د موسى كاظم جعفر صادق امام رضا يوسف بابا چه په پړانګ غار كي دي ليدلي او كه هسي د خيټي خبري كوي زه يي درته ليكم چه ما څه ليدلي بيا ته ووليه چه دزنا اډي يي تري جوړي كړي او كنه مونږ د پيښور پوهنتون نه په ٢٠٠٧ كي دپوهنتون لخوا په ټور لاړو كله چه لاهور ته ورسيدو نو زمونږيو ملګري چه لاهور كي يي خپلوان ول هلته لاړه او مونږته يي وويل چه سبا زه راځم كله چه سباماښام راغي نو دوه هلكان ورسره ول چه يو يي لكه د پاكستان عام هلكان چه ږيره يي كله وه اوبل يي شين پټګي وهلي وه ورسره ول ډوډي مو وخوړه نو شين پټګي والا وويل چه نن د سيد الاؤليا او دا او هغه ګنج بخش عرس دي نو ټولو هلكانو ورسره ومنله چه دربار ته لاړشي زه هم لاړم خداي شاهد او واحد لايزال دي چه كله مونږه ورسيدو نو يو بد حال وه چه نه نر معلو وه اونه ښځه په ډيره سختي دننه ورغلو كتل مي چه خلكو طواف كاوه او چا ٧ چا ٥ چا٣ دوري وهلي سجدي يي لګولي نر او ښځه داسي ديو بل سره لګيدل چه ته به وايي ښځه او ميړه دي بعضي خو مي وليدل چه د ښځو شاته شاته به كيدل خه ګرانه اوس د شرك اډه ښه ده او كه دزنا كوم يو نوم پري كيږدو دويمه يوسف بابا چه دچارسدي په پړانګ غار كي ده د يو كار لپاره د څو ملګرو سره پړانګ غار ته تللي وم نو دهغه ځايي خلكو چكر ته بو تلو لاړو پاس غر ته يي وخيژولو ډير ښايسته ځايي وه غټي جګي جګي ونۍ ښايسته هوا وه ددخپل نو م يوسف بن محمد چه تقريبا ٣٤٥ كاله مخكي د بخارې نه راغلي وه او دلته يي داسلام لپاره دعوت كاوه همدلته ښخ شوي دي
خلك دي ځا ته د چکر لپاره راځي قسم چه مونږ يو هلك او جينئ وليدل چه يو بل يي ښکولول ايا د رحمان بابا زيارت د ټنګ ټګور ميدان نه وي هره دجمعي شپه باندي ايا ته ايران ته تللي يي د امام رضا زيارت دي ليدلي چه هلته ايرانيان دتبرك لپاره څومره زنا ګاني كوي د جعفر صادق موسۍ كاظم زيارتونه دي ليدلي چه ايرانيان د تبرك لپاره په خپل اوپردي ندي كه يو ځايي كي بغير د خداي نه بل چاته سجده كيږي او طوافونه يي كوي نو د زنا اډه ورته ويل كيداي شي وړه خبره وي داسي په لسكاوو ځايونه ما ليدلي او داسي په سلهاو زره مثا لونه شته خو د وخت د كمي له وجي نوره دا ليكنه نشم اوږدولي ٠
په ټوله اسلامي او پښتنه مينه


و.افغان
11.01.2009

ګران ميوند صاحب:
په ګوتو او قلم دې برکت شه، ستاسو غوندی دباهمته ځوانانو دډیريدو لپاره لاسونه خداي جل جلاله ته په لپه کوم.
که نور وروڼه خپل مشاهدات او دسترګو ليدلي حالات له مونږ سره دلته شريک کړي، نو ښه به وي.
دایران باره کې خو به دومره ووايم، چې په مزارونو دزناکارانو دجمعه کيدو او خوريدو په اړه څیړڼې شوي دي، کتابونه لیکل شوي دي، يو له هغوي څخه دشهلا حائري کتاب دی.
پاتی شوه، نو که څوک دسخي بابا دزیارت په اړه معلومات دلته په لیکه کړي، چې هلته څه او څه نه کیږي؟
دعبد الرحمان بابا زیارت کې خو ګډاوې کیږي، چرسونه بادیږي، ډولکې وهل کیږي، له دې پرته مې په خپلو سترګو لیدلي دي، چې قبرونو ته سجدي کوي، نو آیا دا شرک اکبر نه دی، او له زنا ډیر خطرناک نه دی؟؟
دعبد الشکور ملنګ بابا او کاکا سیب زیارتونو کې دا خبرې ډیرې دخلکو منځو کې مشهوري دي، چې هلته ځوانانې انجونې او هلکان سره وعدي ږدي، او بیا سره خوریږي، او دځينو ګمراه پيرانو خو پوښتنه مه کوۍ، چې هم هلکان ساتي، او هم زناوي کوي، ځکه چې دعوا لري چې هغوي داسې مقام ته رسيدلې دی، چې دحرام او دحلالو احکام ورته نور هیڅ متوجه نه دي، بلکه دغه احکام ساده لوحو، ناپوهو، او کم مرتبه خلکو لپاره دي، چې کنټرول شي.
ګرانه وروره: دقبرونو دزیارت څخه لوي شرعي منصوص عليه هدف دآخرت او مرګ رايادول دي:
پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:
زوروا القبور فانها تذکرکم الآخرة.
ژباړه: تاسو دقبرونو زیارت وکړۍ، ځکه چې دغه زیارت تاسو ته آخرت در په يادوي.
او له دغه زیارت سره بیا دقبرونو والا هم منتفع کیږي، دعا ورته کيږي، نو ګټه ورته رسیږي، ځکه چې دهغوي عملونه منقطع دي، دژونديو دعاوو ته ضرورت لري.
خو اوس ډیرو خلکو له قبرونو او مزارونو څخه دميلي ځايونه جوړ کړي دي، ورځي او هلته ميلي کوي، ګډا ګانې کوي، محرم اختلاط سره کوي، چرسونه بادوي، او ډولکي وهي، جادوګران راځي خپل جادو کوي، پاډوګران راځي، ماران ګډوي، او نور هغه کارونه کوي چې دهديرو او هدیرو والاوو له بې عزتۍ او بې حرمتۍ څخه پرته نور څه نشي ګڼل کيداي.
خبرې ډیري دي، په دی به کفايت وکړم.
په درنښت



ع کريم حليمي
12.01.2009

السلام عليکم !
درنو او مکرمو وړونو ،استاد قاري صاحب ،عاجز صاحب ،
ميوند ننګيال صاحب ، تاسو هر يوه ته ښې هيلي 

دا معلومه او څرګنده ده چه قبرونو ته چه خلک ځي ، ځيني خلګ شرعي اصول 
تر پښو لاندي کوي ، خو دا معنا نه داچه ،چه قبرونو ته به خلګ د ورتګ او 
زيارت حق نلري ، 
مبارک عليه السلام د رب العزت په اجازه د خپلي مور قبر ته تللی وو او 
رب العزت د دعا اجازه ورنه کړه   ، په ول ئې نه پوهېږم چه ولي

د مسلمان له پاره ښه کار دئ چه قبرونو ته ولاړ سي 
لکه مکرم استاد قاري صاحب چه اشاره ورته کړې ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:
((زوروا القبور فانها تذکرکم الآخرة.
ژباړه: تاسو دقبرونو زیارت وکړۍ، ځکه چې دغه زیارت تاسو ته آخرت در په يادوي. ))

هو ! خو د اختر او خوشحالي ځای به نه ترې جوړ وو 
لکه سردارعالم عليه السلام چه فرمايي چي : 
حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ صَالِحٍ، قَرَأْتُ عَلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ نَافِعٍ أَخْبَرَنِي ابْنُ أَبِي ذِئْبٍ، عَنْ سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ لاَ تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا [color=red:b27a609da8]وَلاَ تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا [/color:b27a609da8]وَصَلُّوا عَلَىَّ فَإِنَّ صَلاَتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ ‏"
مفهوم ئې داسي دئ چه 
أبي هريرة فرمايي چه قال رسول الله د خپلو کورونو څه هديره يا قبرونه مه جوړوئ
او مه جوړوئ زما له قبره د خوشحالۍ يا جشن ځای  ، درود وايه هرچيري چه 
ياست ، يعني ماته رارسول کيږي 

دا معلومه او ښکاره خبره ده چه قبرونو ته د تګ شرعي ممانعت نسته 
او دا هم څرګنده سوه چه قبرونو ته به خلګ د   سيل او سات تيرى  لپاره نه ځي 
او تودى مېلې جوړي نه کړي ، جلبيو ، مټايانو او کبا بونو مېلې  ځای ترې جوړ 
نه کړي ، 
زه سل په سل کي تقريبا متيقين  يم چه پورته حال خامخا پېښېدونکی دی 
ولي چه خلګ دوه ډوله سته ، د ښو اخلاقو او د بدو اخلاقو 
قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :
حسن الخلق زمام من رحمة الله في أنف صاحبه و الزمام بيد الملك و الملك يجره إلى الخير و الخير يجره إلى الجنة و سوء الخلق زمام من عذاب الله في أنف صاحبه و الزمام بيد الشيطان و الشيطان يجره إلى الشر و الشر يجره إلى النار.
يعني د چاپه پوزه کي د اخلاقو مهار وي او بعضو په پوزه کښي بيا د بداخلاقۍ
مهار وي  ، او د بد اخلاقۍ مهار د شيطان په لاس کښي ، او شيطان شر ته 
روان او شر اور ته ځي 

که بد اخلاقه او چټان خلګ خپل سر ته پرېښول سي نو د عليه السلام له قبره 
به هم عيدګا درته جوړه کړي ، نو ولي عيدګا نه ده ترې جوړه سوې 
په دې چه حکومت نظم ا و انظباط ورته لري 

نو هر هغه څوک چه په افغانستان کښي ځان  ورثة الأنبياء ګڼي ، 
 حکومت دي دې ته  مجبوره کړي چه مشهورو زيارتونو ته دي انظباطان ورکړي 
د پنچ شنبې او جمې په ورځو
هم سر سلامت هم ګوړا

 که   ورثة الأنبياء  د دې کار مخه ونه نيسي ، نو عوام  او دغه ورثة الأنبياء  
دواړه ګنهکاره دي ، يو پر بل د بدو ويلو حق نه لري ،و بې علمو ته بيا هم 
يو څه اګرمګر سته ، او هغه  ورثة الأنبياء چه عمر ئې تر څلوېښتو اوښتی 
وي ، خپل خالق ته عزر نسي ويلی او نه ٠٠٠٠٠

د ورثة الأنبياء  بار ډېر دروند دی !!!!!! هو ! بلوا نه غواړي ، په تدبير 
ولي چه ديوبددي علما د زيارتونو سره خاص مشکل نه لري 

هغه چه ٩٩ئې وژلي وه ، بني اسرائلو په عصر کي ، يو ئې داسي نصيحت  
هم ورته کړئ وو چه :فإِنَّ بها أُنَاساً يعْبُدُونَ الله تعالى فاعْبُدِ الله مَعْهُمْ ، [color=white:b27a609da8]ولا تَرْجعْ إِلى أَرْضِكَ فإِنَّهَا أَرْضُ سُوءٍ [/color:b27a609da8]
په درنښت


میوند ننګیال
12.01.2009

محترم حليمي ،وهاج صيب سلامونه !
حليمي صيب ستاسو سره موافق يم قبرونو ته تګ پكار دي خو دومره ډيرهم نه لكه دابعضي خلك يي چه كو ي د هري جمعي شپه پري شمعي لګوي څه نخري ندي چه كوي يي پاتي شو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر خبره خداي شاهد دي چه ما داد شنو پټګو والا ليدلي چه د جنت البقيع خواته ككومه دروازه ده هلته ناست وي او دا تراني دي وايي نر او ښځه ما هم منع كړي او بيا يو كس راغي چه هغه ترينه لاډ سپيكر واخسته ايا دا د قبر زيارت دي عاجز خانه ستا په كوم كتاب كي راغلي چه ښځه دي پلاني زيارت ته لاړه شي او دهغه زيارت خاوره دي راواخلي لمده دي كړي و واړه غونډاري دي تري جوړ كړي او په ديوال دي كيږدي چه ځامن يي نه كيړي وبه شي ايا دشرك اډه ورته ويلو شو كنه او كه ورته دشرك اډه ووايو نو بيا خو دزنا اډه وړه خبره ده په والله ته ماته ووايه چه دحاجي صيب په كلا كي څه كيږي شاه دوشمشيره كي څه كيږي شهيدانو ته تللي يي بيا پاتي شو سخي جان چه په افغانستان كي د ټو لو نه زيلت شرك بدعت او ناراوا كارونه دلته كيږي زه ورته تللي يم ما ليدلي صحيح ده هغه خلك ښه خلك ول صالحين ول خو دوي ترينه څه جوړ كړي دي هغه د بوتانو دعبادت تاريخ به مو ياد وي او كنه هماغه حال دي
مننه
په ټوله لسلامي او پښتنه مينه


خیریوسی
12.01.2009

محترمو ساپی صاحب ، حلیمی صاحب ، میوند ننګیالۍ صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ورڼو ویوه عالم ته په کار ده چې دخلګو تقصیر په ګوته کړی او دناوړه کار څخه یې منع کړی اود زیارت اداب وهغوی ته ذده کړی
وروره وزیارت ته دزنا اډه ویل سمه خبره نه ده
تاسو هغه ځای ته چې هلته رقص کېږی وهغه ته دزنا اډه ونه ویل بلکې وزیارت ته مو دزنا اډه وویل
په زیارت کې عالم ، استاذ ، صالحین ، مور اوپلار زیارت شامل نه دی
ایا مور اوپلار حق نه لری چې څوک یې زیارت ته ورشی او وهغه ته دعا وکړی؟
په درناوی


میوند ننګیال
12.01.2009

محترم ورورعاجز جانه سلامونه!
ايا چيرته چا هغه حجري ته چه سپين روبي او با عزته مشران پكي ناست وي او دكلي حجره وي لوي واړه پكي كيني او اصلاح پكي كيږي تر اوسه ورته چا رنډي خانه يا چكله يا څه بل نوم وركړي نه هيڅكله هم څو ك دا نه خو ښوي چه د كلي حجري ته دي دا نومونه وركړي او كه چيرته نوموړي سړي يوه حجره جوړه كړي وي كه هغه هر څومره عزت داره او نوموړي وي خو پدي حجري كي كه چيرته دډمانو ګډاګاني وي نو خلك ورته د بالاخاني كنجر خاني نومونه وركوي، نه بلكل په زيارت كي موراوپلار ،استاذان ندي شامل هغي په هديره كي شامل دي نه په زيارت كي مننه


عبدالله صابر
13.01.2009

[quote:5cf34dd62b]وروره وزیارت ته دزنا اډه ویل سمه خبره نه ده
تاسو هغه ځای ته چې هلته رقص کېږی وهغه ته دزنا اډه ونه ویل بلکې وزیارت ته مو دزنا اډه وویل
په زیارت کې عالم ، استاذ ، صالحین ، مور اوپلار زیارت شامل نه دی [/quote:5cf34dd62b]

محترم عاجز صاحب اونوروګرانولوستونکو
ددي لپاره چي يوبل ته قناعت ورکړو لومړئ با يد[color=blue:5cf34dd62b]زيارت [/color:5cf34dd62b]
وپيژنوچي دازيارت په لغوي اوعرفي ژبه کښ څه شئ دی ٠
محترم عاجزصاحب زما په فکرزيارت يوعربي لفظ دی چي معنی يی ليدل ،ملاقات
ياميلاويدل دي خوزمونږ دعجموپه عرف کښ بيازيارت يوخاص مړيستون (قبر)ته
وايی ، داسي مړيستون چي خلک فکرکوي يولوی ولي په کښ ښخ دی خلکوته
حاجتونه ورپوره کوي نراوښځي دعقيدي له مخي هلته ورځي ،ځيني يی بياوا
سطه کوي خوډيرشميريی له زيارت نه غواړي چي حاجتونه يی پوره اومرضونه 
يی ورليري کړي ، دايوعادي مړيستون وي خوپه پاخه اواساسي ډول ښه ښکلئ
جوړاودناست پاستي اوچوکيدارانو(منجاورن ) انتظام يی نيول شوئ وي ،
دازيارتونه دسيمي خلکوله خواپه وارچليږي يعني کله ديوقبيلې واروي اوکله د
بلي اودزيارت له خوالاسته ورتلونکي پيسي بياپه خپل منځ کښ ويشي ،ددي 
لپاره چي زيات مشتريان ورجلب کړي ورغلوخلکوته دزيارت په هکله مبالغوي
تبليغات کيږي اودهغه کرامات ورته بيانوي ،زياتره ښځي ځان په ټګئ اچوي 
پيريان وغيره په ځان راولي ترڅوترزيارته ځان وره سوي ،دداډول مړيستون چو
کيدار (منجاور) فکرکوي چي ده ته په پرديوښځودلاس وهلواجازه شته اوخلک يی
هم باک نه ګڼي ،
نو محترم عاجزصاحبه اوس ته ووايه چي په کوم مذهب اوکتاب کښ پورته ډول
زيارت روا دی ، په دي کښ شک نشته چي هديرې ته دعبرت اومړوته ددعاکولوپه
نيت تګ روا اوډيرثواب لري ددي نه هيڅوک هم انکارنه کوي ،اصلا انکارددي
معروف زيارت څخه دی چي خلک زنااډه څه چي دشرک اوبدعت اډه ورڅخه جوړه وي ، اودشيطان يوه ډيره عجيبه اوکاميابه وسله ده په تيره بيادناپوهه ښځوطبقه  خويی له ايمانونوخلاصه کړه ٠
دغه معروف زيارتونه په اسلام کښ نشته تاسوپوهيږئ چي پوخ مړيستون په اسلام کښ منع دی اودامام اعظم صاحب رحمته الله عليه په نزدخوچي دمړيستون
نه څومره خاوره راويستل شي ترهغې زياته په مړيستون اچول مکروه دي  همدار
نګه حضرت علي کرم الله وجهه دداسي مړيستون په ړنګولوځان مامورګڼلئ چي
له ځمکې يوه لويشت جګ وي ښکا ره خبره که حضرت علي کرم الله وجهه اوس 
وئ نوټول زيارتونه به يی ړنګول ، اودمحترم حليمي صاحب داخبره سمه نه ده چي
حکومت دزيارتونوته انظباطان ونيسي ترڅوخلک له غيرشرعي طريقومنع کړي
نه حليمي صاحب اصلي مشکل په زيارتونوکښ دی که زيارتونوڅخه عادي
مړيستونونه (قبرونه ) جوړکړل شي نوبياخلک نه ګمراه کيږي ،دخلکوعقيدې او
ايمانونه زيارتونه خرابوي ځکه نورو عادي مړيستونونوته تقريباټول خلک په شر
عي طريقه ورځي اومړوته دعاکوي خودا زيارتونه دي چي خلک يی له دوی غواړي
اوفکرکوي چي زيارت ددوی مشکلات حل کوي چي دا ډول فکرپه عادي 
مړيستون څوک نه کوي نوښه به داوي چي خلک دزيارتونوپه تاوانونووپوهول 
شي اوپه دي پوهه کړل شي چي دمروج زيارتونه په اسلام کښ سخت منع دي ٠
همدا اوس هم داسي خلک شته چي ښه کلک مسلمان به وي پنځه وخت مونځ په 
جمعي کوي خوبياپه عقيدي کښ داسي خرافات وي چي سړئ هک پک حيران
کړي اوکه ورته ود ويل چي داغلطه ده نودکرامت نه منلوپه توربه دکافرټاپه درباندي
ولګوي ، دمثال په خلکوکښ مشهوره عقيده ده چي دمزارسخي صاحب توره کوتره
نه پريږدي اوکه توره کوتره ورغله په صبا به سپينه وي يا دا چي دمزار نوروزجنډه د
نوروز ورځې نه بغير په ډير زورهم څوک نه شي اوچتولئ ، همدارنګه ځيني يی بيا
داسي عقيده لري چي مکه مکرمه په غزني کښ جوړيده خو دوه واليان کم وو ،دا ډول ډيري خبرې ماخپلوغوږوله خلکواوريدلي چي ټولي دزيارتونومنجاورانوله خوا دخلکوپه خولوکښ ورکړل شوي اوکه ورته دغلط وويل نودی به ځان ته مسلمان
اوتاته به کافروايی ، اويادکه ورته وويل چي الله تعالی توره پيدا کړي نوسخي صا
حب ولي له تورې کوترې سره حساسيت لري اوهغه په سپينه اړه وي ؟ نودکرامت په
انکار به تورن کړي ٠ دي نه معلوميږي چي دخلکوناپوهئ کچه څومره لوړه ده ،ددا
ډول خلکوپوهول که څه هم ستونځمن دي خوضروري دي ٠

والسلام


عبدالله صابر
13.01.2009

په لاندي لنک کښ خلک ګورئ چي د داتاګنج بخش زيارت ته جمع شوي پيسي
شماري ٠

http://www.khabrain.com/pics/main3.jpg


خیریوسی
14.01.2009

محترم ورور عبدالله صابر صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره ستاسو خبره زه سل په سل کې تآیدوم خو ددې څخه ویرېږم چې صبا به مړ یم زوی به دعا هم نه راته کوی په ځنی خایو کې په مه کوه مه کوه خلګ ودی حد ته رسیدلی دی چې مور اوپلاریې په قبر کې ښخ کړیدی بیا په ټول ژوند دهغوی وزیارت ته نه دی تللی

زما دا لاندی څو کرښی خوښی دی او هم داسی کوم

آداب زيارة المقابر:
مَرَّ النبي صلى الله عليه وسلم ذات يوم على القبور، فوجد امرأة تبكي عند قبر، فقال لها: (اتقي الله واصبري). ولم تكن تلك المرأة تعرف النبي صلى الله عليه وسلم، فقالت له: إليك عني (ابتعد عني)، فإنك لم تُصَبْ بمصيبتي.
فانصرف النبي صلى الله عليه وسلم وتركها، فقيل لها: إنه النبي صلى الله عليه وسلم، فجاءت إليه وقالت: لم أعرفك. فقال لها رسول الله صلى الله عليه وسلم: (إنما الصبر عند الصدمة الأولى) [متفق عليه].
***
المصيبة تحتاج إلى الصبر، والمسلم يتحلى بالصبر إذا أصابه شيء يكرهه، وقد زار النبي صلى الله عليه وسلم قبر أمه، وقال: (استأذنتُ ربي في أن أستغفر لها فلم يؤْذن لي، واستأذنته في أن أزور قبرها فأُذن لي. فزوروا القبور فإنها تذكر بالموت) [مسلم وأبوداود].
وقال صلى الله عليه وسلم: (نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها) [مسلم].
وقال أحد الصالحين: إذا ضاقت بك الأمور فعليك بزيارة القبور، فزيارة القبور ترقق القلوب وتذكر الآخرة، وكان عثمان -رضي الله عنه- إذا ذُكِرت له الجنة أو النار لم يَبْكِ، وإذا ذُكِر القبر بكى. فسألوه عن ذلك، فقال: سمعتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (القبر أول منازل الآخرة، فإن يَنْجُ منه فما بعده أيسر منه، وإن لم ينْجُ منه فما بعده أشد منه) [أحمد].
ولزيارة القبور آداب يتأدب بها المسلم، منها:
استحضار النية: فالمسلم يقصد بزيارته وجه الله تعالى، وإصلاح فساد قلبه؛ والسلام على الموتى والدعاء لهم وغير ذلك.
البدء بالسلام عند دخول المقابر: كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا خرج إلى المقابر يأمر أصحابه أن يقولوا: (السلام عليكم أهل الديار من المؤمنين والمسلمين، ويرحم الله المستقدمين منا والمستأخرين، وإنا إن شاء الله بكم لاحقون). [مسلم].
عدم الجلوس أو المشي على المقابر: فعلى المسلم أن يحرص على عدم الجلوس أو الاتكاء أو المشي فوق المقابر؛ لقول النبي صلى الله عليه وسلم: (لأن يجلس أحدكم على جمرة فتحرق ثيابه فتخلص إلى جلده، خيرٌ له من أن يجلس على قبر) [مسلم].
قراءة القرآن وإهداء ثوابه للأموات والدعاء لهم: فلا بأس أن يقرأ الإنسان ما تيسر له من القرآن الكريم، ثم يدعو الله -سبحانه- أن يتقبل منه ما قرأ، ويُبَلِّغَ ثواب هذه القراءة للميت.
عدم التبرك بها: فلا يجوز التبرُّك بالقبور، كما لا يجوز تقبيلها كما يفعل الجُهَّال من العامة، وليكن رائده قول النبي صلى الله عليه وسلم: (إذا سألتَ فاسأل الله، وإذا استعنت فاستعن بالله) [الترمذي].
عدم الضحك واللعب فيها: فالضحك واللهو في المقابر دلالة على قسوة القلب، وللمقابر حرمة تجعل المسلم يبتعد عن اللهو والعبث فيها؛ لأن القبور تذكِّر بالموت، وفيها العظة والعبرة.
الثناء على الموتى وذكر محاسنهم: فلا يجوز سبُّ الأموات أو ذكر مساوئهم، طالما أنهم ماتوا على الإسلام، قال صلى الله عليه وسلم: (لا تسبُّوا الأموات، فإنهم قد أفْضوا إلى ما قدَّموا (انتهوا من أعمالهم في الدنيا) [البخاري]. وقال صلى الله عليه وسلم: (لا تذكروا هَلْكاكم (أمواتكم) إلا بخير) [النسائي].
عدم الصلاة في المقابر أو اتخاذها قبلة: فقد نهى النبي صلى الله عليه وسلم عن الصلاة في المقابر أو التوجه إليها أثناء الصلاة؛ روي عن ابن عمر -رضي الله عنهما- أنه قال: نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يصلي في سبع مواطن: في المزبلة، والمجزرة، والمقبرة، وقارعة الطريق، والحمَّام، ومعاطن الإبل، وفوق الكعبة) [ابن ماجه].
إلقاء السلام عند مغادرتها وأخذ العظة والعبرة: المسلم يعود من زيارته للقبور وقد امتلأ قلبه بالرقة والإيمان، فيعمل صالحًا، ويطيع الله -سبحانه- ويلتزم أوامره ويجتنب نواهيه. وهكذا فإن زيارة المسلم للقبور، تجعل المسلم يتخفف من حياته الدنيا، فيقف في القبور وقفة نظر واعتبار، يتدبر أحوال أهل القبور حينما كانوا في الدنيا يتحركون ويعملون، أما الآن فهم لا يقدرون على شيء من ذلك، وإنما يحاسبون على ما قدموا.. ثم ينتبه المسلم ويتفكر في ذاته، فهو عما قريب سيصبح من أهلها، ولذلك فهو يعاهد نفسه على فعل الصالحات في الدنيا، ليدخرها ليوم الحساب، ثم يودع القبور، وقد حظي بقدر من الشفافية يعينه على التزود من الأعمال الصالحة



ع کريم حليمي
17.01.2009

ډېر ګران او مکرم استاد قاري صاحب  سلامونه او ښې هيلي
السلام عليک !
 حَدَّثَنَا اَبُو بَكْرِ بْنُ اَبِي شَيْبَةَ، وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، قَالاَ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عُبَيْدٍ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ كَيْسَانَ، عَنْ اَبِي حَازِمٍ، عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ زَارَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم قَبْرَ اُمِّهِ فَبَكَى وَاَبْكَى مَنْ حَوْلَهُ فَقَالَ ‏"‏ اسْتَاْذَنْتُ رَبِّي فِي اَنْ اَسْتَغْفِرَ لَهَا[color=white:8f22d03130] فَلَمْ يُؤْذَنْ لِي [/color:8f22d03130]وَاسْتَاْذَنْتُهُ فِي اَنْ اَزُورَ قَبْرَهَا فَاُذِنَ لِي فَزُورُوا الْقُبُورَ فَاِنَّهَا تُذَكِّرُ الْمَوْتَ ‏"‏ ‏.‏ صحيح البخاري / كتاب الجنائز /باب زيارة القبور

مبارک ص د خپلي مور بي بي د قبر زيارت وکړئ ، مبارک وژړل ،کوم خلک 
چه درسره وه ، هغو هم وژړل ،مبارک وفرمايل ما د رب  څخه اجازه غوښتې وه 
چه  خپلي مور ته د بخښني دعا وکم ، ماته ئې اجازه رانه کړه ،ما د هغې 
د قبر د زيارت اجازه غوښتې وه ، اجازه ئې راګړه ،نو تاسي د قبرونو زيارت 
کوئ ، په دې چه دا مرګ راياده وي  
مکرم قاري صاحب !
له پورته نبوي حديث نه موږ ته څه رنګه ښوونه کيږي ، يا موږ بايد څه ترې 
زده کړو ؟؟؟

په کندهار کښي يو ملا وو هغه وويل چه زه مورته دعا نه کوم ، ولي چه مور مي
غړکه ئې په ولاړه شاربل ،او لمونځ ئې په ناسته کاه 

په درنښت


و.افغان
20.01.2009

[quote:432ce34cbb="ع کريم حليمي"]ډېر ګران او مکرم استاد قاري صاحب  سلامونه او ښې هيلي
السلام عليک !
 حَدَّثَنَا اَبُو بَكْرِ بْنُ اَبِي شَيْبَةَ، وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، قَالاَ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عُبَيْدٍ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ كَيْسَانَ، عَنْ اَبِي حَازِمٍ، عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ زَارَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم قَبْرَ اُمِّهِ فَبَكَى وَاَبْكَى مَنْ حَوْلَهُ فَقَالَ ‏"‏ اسْتَاْذَنْتُ رَبِّي فِي اَنْ اَسْتَغْفِرَ لَهَا[color=white:432ce34cbb] فَلَمْ يُؤْذَنْ لِي [/color:432ce34cbb]وَاسْتَاْذَنْتُهُ فِي اَنْ اَزُورَ قَبْرَهَا فَاُذِنَ لِي فَزُورُوا الْقُبُورَ فَاِنَّهَا تُذَكِّرُ الْمَوْتَ ‏"‏ ‏.‏ صحيح البخاري / كتاب الجنائز /باب زيارة القبور

مبارک ص د خپلي مور بي بي د قبر زيارت وکړئ ، مبارک وژړل ،کوم خلک 
چه درسره وه ، هغو هم وژړل ،مبارک وفرمايل ما د رب  څخه اجازه غوښتې وه 
چه  خپلي مور ته د بخښني دعا وکم ، ماته ئې اجازه رانه کړه ،ما د هغې 
د قبر د زيارت اجازه غوښتې وه ، اجازه ئې راګړه ،نو تاسي د قبرونو زيارت 
کوئ ، په دې چه دا مرګ راياده وي  
مکرم قاري صاحب !
له پورته نبوي حديث نه موږ ته څه رنګه ښوونه کيږي ، يا موږ بايد څه ترې 
زده کړو ؟؟؟

په کندهار کښي يو ملا وو هغه وويل چه زه مورته دعا نه کوم ، ولي چه مور مي
غړکه ئې په ولاړه شاربل ،او لمونځ ئې په ناسته کاه 

په درنښت[/quote:432ce34cbb]
ډیر مکرم او معزز حليمي صاحب:
له پورتني حديث څخه څو شرعي حکمونه اخيستل کيږي:
۱- دآخرت يا مرګ يادولو لپاره قبرونو ته دتګ جواز .
۲- دکافرې مور دقبر دزیارت جواز، البته دکافرې مور لپاره بخښنه غوښتل بیله مسئله ده، چې شرعا جواز نه لري.
۳- دمړي قبر ته ژړل روا کار دی، البته ژړا له چيغو نارو سره فرق لري، چې عربي ژبه کې
ورته نیاحت ویل کیږي، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم په نائحي باندې لعنت ويلی دی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more