د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خلکو په بوټانو ولما نځه اواودننګيالي قندهار کرزۍ دخپل نيکه هډوکی ورکړل

میوند ننګیال
16.12.2008

ګرانو،محترمو،توريالو،اوغيرتمندوافغانانو سلامونه !
په عراق کي يوه ژورنالست ددنيايومتکبر،بي زړه اوددي وخت فرعون بوش په بوټانووويشته اودايي ورته ووېل چه :اي سپيه ! دادهغوګنډو،يتيمانو،دبوري شوومورګانواودهغوشهيدانوچپونه (مچۍ )دي چه تا ته يي ډالۍ کوي خو په ډير افسوس سره دافغانستان اوداسلامي تاريخ دنومياليواوتورياليو،شهاب الدين غورې،محمودغزنوي ،احمدشاه بابا،ميرويس نيکه،شاه محمود هوتک اوامان الله خان لمسی هغه څوک دافغانستان په هغه لوي مډال ووياړه چه دهمدي لويونيکونو دلورګانو اولمسيانوپه وينويي لاسونه سره دي نن کرزي ن تنهاداحمدخان بابا ،ميرويس نيکه اوشاه محمود هوتک هډدوکي ورکړل بلکي هغه لوي قندها ريي داسي په سپکوسپک کړ چه اوس به خلک پدي ويلو هم شرميږي چه زه دقندهاريم اي دقره قول خاونده کيداي شي چه خلک شاه شجاع ته دعا وکړي اوستامړي که دلته ښخ شو(اميدنه لرم چه داسي وشي ) دقبر نه راوويستل شي اوستادباداراواقا په کولوراډو ريور کي واچول شي نالت شه په هغه چا چه ګوډاګي اولاسپوڅي توشه په غلا مانو چا چه دلوي افغانستان تاريخ ،ثقا فت،اوناموس ته په بده کتلې رب دي پداسي شرم واړوې چه نه يي عزت پاتي شي اونه نوم ٠
ګرانونور نو تاسو نظر ورکړي خاصتا،بي صداصيب،باتورخان،پتنګ خان،سپاند ساپي ،وهاج صيب ،طالب جان ،اوحامدخان مننه


hamid khan
16.12.2008

ميوند ننګيال وروره السلام عليکم.........

مونږ او تاسې به اوس څه وکړو ! ټول په دې پوهېدلو چې کرزی د شاه شجاع ،کارمل ، ترکي او حفيظ الله امين غوندې يو ګوډاګی دی ٠ مونږ اوتاسې په دې هم پوهيدلو چې  کرزی د افغانستان په تاريخ کښې دغټو داغونو څخه يو غټ تور داغ دی ٠اوس خو کرزي دتور داغ له پاسه تور داغ ولګاوه ؛ پټه دې پاتې نه وي چې د کرزي په دغه  نا و ړه او شرمناکه عمل ټول افغان ولس په غصه دي.

ميونده وروره!
ټولو مسلمانانو دافغانانو په خاصه توګه دپښتنو ډېر قدر او درناوی کاوه او 
اوس يې هم کوي خو ديوه ګوډاګي د بې غيرته عمل له وجې ټول مسلمانان مايوسه
اوزړه ماتي شول٠

نور دې خدای (ج) خير کړي ؛ خدای(ج) دې زمونږ او ستاسې او دنورو ټولو مسلمانانو حيا، ابرو او عزت په پرده کې 
وساتي.......امين٠


hamid khan
16.12.2008

غيرتمندو افغانانو السلام عليکم........
اوس به وګورو چې  دافغانستان اسلامي امارت په دې هکله څه وايي: 

[color=red]دبوش تکراري دروغ اووروستۍ سپکه [/color]

لیکنه : مولوي محمدغفور"پېروز"

بوش چي په ټوله نړۍ کي په دروغو،وحشت اچونه،باټو،لاپو،له مسلمانانوسره په نه سړېدونکې دښمنۍ اوهر ډول غيراخلاقي اوغيربشري کارمشهوردی،يوځلې بيادخپل وروستي سفرپه ترڅ کي هڅه وکړه چي په تېروتکراري دروغو،بې ځایه لاپواوچټي باټوهغه اولسونه تېرباسي چي دده له لوري دارلېږل شويوليوانوله خواهره ورځ داړل کيږي په شهادت رسيږي،بې عفته کيږي،کورونه يې پلټل کيږي،تنکي ماشومان يې په معصومووینوکي لمبول کيږي،پرودونو،عاموغونډو،وراوو،زومانودواده دشپې پرښکلوښاپېريو،بوډاګانو،مسجدونو،مدرسو،کورونو ،کليواوان پرحيواناتويې بمبارۍ کيږي .
ده چي اته کاله وړاندي دډيموکراسۍ درسالت په توګه کومه شيطانی وحې راوړې وه په سيمه کي دهغې نتېجه يوازي ګډوډې،انارشيزم،داولسونوترمنځ دکرکې اچول،دعريانۍ،فحاشي،فکري،کلتوري اومذهبي يرغلونوهغه تېری ووچي ددې سيمې په امن پالواولسونوکي يې دومره ناخوالې وزېږولې چي ان په هغويرغليزودوروکي یې هم ساری نه ليدل کيږي کومې چي هرڅوک يې دلانجوکړکيچونواووحشت په نوم پېژني . بوش چي کله ديوډارن غله په توګه کابل ته ورسېدنوپه يوه خبري ناسته کي يې خبريالانوته وویل چي : موږبه دافغانانوملاتړکوو،له هغوئ سره به ديوښه ژوندپه خپلولوکي مرسته کووچي ددې ژوندانه ځيني نښې نښانې راڅرګندې شوې دي . داپه داسي حال کي ده چي په ټول هيوادکي نه امنيتي وضع سمه شوې،نه دهيوادوالواقتصادي حالت سم شوی،دحکومت په اړه تبصره کول خوبه زماپه انددقلم دتقدس سپکاوی وي .
هو! دومره بايدومنوچي يوڅوغرب پلووډیموکراټانو،پخوانیووحشي ټوپکيانو،ملي خائنانواوحرفوي مجرمانو دغربيانوپه غيږکي ډېره ګټه وکړه په هيواددننه اوبهرکي يې ښکلې ماڼۍ جوړې کړي،په ښوماډرونوموټروکي سپريږي،دخارج دهرسفرلپاره يې دميلو،چړچواوپه غربي نايټ کلبونوکي دجنسي اړيکودترسره کولولپاره ښه قرارداديان وموندل اوپه دې لړکي هغوکسانويوځل بيادجرمونودترسره کولوموکه ومونده چي جرم يې ورځنی حرفت دی .ملي خائنان دملت له حساب نه وژغورل شول،دعبدالرحمن اوپرويزکامبخش په څېرمرتدينودارتدادي څرګندونوزيمنه برابره شوه،دفحشادترويج لپاره يې هرهغه څه وکړل چي شيطاني هوس يې دکولووس درلودان پر خپلوژباړونکويې ډلييزجنسي تېری وکړ،بشري کرامت يې دومره سپک کړچي انساني اقداریې دحیوانيت تر درجې هم ټيټ کړل وهل،ټکول،رواني شکنجې اوبدني تعذيب خويوه عادي کړنه ده . دبنديانولوڅول،په جنسي غړيويې لوبي کول،په بربنډحالت کي له هغوئ نه عکسونه اخيستل،برېښنائي کرنټونه ورکول،سپې ورخوشي کول اودهغوئ په وړاندي ناوړه حراکت کول دډيموکراسۍ هغه ډالۍ وه چي بوش دشيطاني لښکرپه وسيله زموږاولسونو ته ورکړل . دسی ای اې هغه کرغېړنې کړنې چي په خپلوپټوتوروزندانونوکي يې ترسره کړي،هغه څه دي چي تراوسه پټې اوديوپټ رازپه توګه پاتي شوي دي که غواړ چي په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ نوکولای شئ چي په اردو، انګريزي اوعربي کي په دې اړه ليکل شوي کتابونوته رجوع وکړئ،دبوش دکرغیړن سیاست له کبله چي نړۍ له کوم اقتصادي ستونزوسره لاس اوګریوان شوه هغه خویې لابله سپکه ده ،خوله دې سره سره بوش نن په ډېروياړسره وايي چي موږدې اولسونوته خوراډېرنېکمرغۍ راوړې،له هغوئ سره موديوه ښه راتلونکي په اړه مرسته وکړه اوورسره کووبه يې . رښتياهم دغرب له لوري اشغال شوي هيوادونودرسنيوپه خوله کي خيالي جنتونه اودښاپيريوټاټوبي دي مګرحقيقت له دې نه بالکل سرچپه دی،په لنډوټکوويلای شوچي په دې سيمه کي اوس هم دسالم فطرت،ویښ وجدان اوشيطاني هوس ترمنځ لانجه روانه ده .
بوش داسفرلومړی ځل له عراق نه پيل کړسره له دې چي صليبيانودعوه کړې چي هلته مقاومت ځپل شوی دغرب پرخلاف کرکه له منځه تللې خوله عراقي ګوډاګي نوري المالکي سره دبوش دګډخبري کانفرنس پرمهال ديوعراقي زړورژورنالیست له لوري پربوش دبوټونوګوزارونواوهغه ته سپې خطاب کولوپه ډاګه کړه چي عراقۍ ټولنه اوس هم دې ته ژمنه ده چي خپله خاوره دصليبي لېوانوله ناوړه قدمونوڅخه پاکه کړي اوپه دې په خپله بوش هم ښه پوهيږي،ځکه هغه عراق اوافغانستان دواړوته په يوه ناڅاپي اونااعلان شوي سفرراغی،په دې سره داهم په ډاګه شوه چي په دې سيمه کي سره له دې چي غرب پلوي مطبوعات څه ناڅه مثبت ارزوي په ځانګړي ډول په عراق کي، خوحقيقت داسي نه دی،داسيمه اوس هم دهغوئ لپاره خطرناکه ده،دلته اوس دازادۍ دلارې مبارزين دخپلواکۍ په سپېڅلې جګړه بوخت دي اوغربيان یې دومره ډارولي دي چي دې سيمې ته دغلوپه شان راځي له وړاندي اعلان نه کوي .
په عراق کي دخبري کانفرنس په تالارکي چي دالبغدادیه ټلويزون خبريال پربوش دبوټونوکوم ګوزارونه وکړل او هغه ته يې دسپي کوم لقب ورکړداپه رښتياچي دهغه دخپلواک مزاج،رښتني احساس،دټولنې دسم استازیتوب رښتنی انځوراودعراقيانوقاتل ته دسپکولويوښه پيغام وو. په دې سره که يوه لورته هغه ددې امريکايي لیوه په وړاندي چی ځان يې نړۍ ته ديوې سپېڅلې فرشتې په توګه معرفی کړی دخپل اولس دحقيقي زامنوروښانه پيغام ورساوه نوبل لورته يې دبوش داسفرله سیاسي اوډيپلوماټيک پلوه هم ترډېربداغيزلاندي کړ،دهغه پرسفريې ډېربد سيوری وغوړاوه اودهغه لپاره دایوه ډېره سپکوونکې اوله شرمه ډکه صحنه وه . دعراق ددې پياوړي ژورناليست نوم بايدتاريخ په زرینوپاڼوکي ثبت شي .خوله بده مرغه دګران هيوادپردي پالوتالي څټوبوش ته دډېراحترام وړاندي کولولپاره له ټولوژورناليستانوڅخه غوښتنه وکړه چي دخبري ناستې پرمهال بوش ته دښاغلي خطاب وکړي بده خو لاداده چي هغه ته يې ددې په بدل کي چي افغانان يې ډېرزورولي،پرهغوئ يې ډيري بمبارۍ کړې اودهغوئ دوژلو لپاره نورصليبيان هم رالېږي دامان الله خان مډال هم ورکړ. زموږدټولنې هغه کسان چي ځانونه دملت لپاره دمطبوعاتو په فن کي استازي ګڼي هغوئ بايددکرزي پردې له شرمه ډک کارچوپه خوله پاتي نه شي که دغرب له لوري هرڅوک راځي کرزی به هرومرويومډال ورکوي که څه هم دهغه لاسونه دافغانانوپه وينوککړوي،دهغوئ پر ناموس،عفت اوعزت يې تېری کړی وي،دهغوئ بې ګناه ښځې اوماشومان يې په شهادت رسولي اودهغوئ غاړي يې هغومجرمانوته سپارلې چي ترياغی ليوانوهم ډېربې رحمه اووحشيان دي،کرزی خوپه خپله نه شرم لري،نه ضمير نه يې پرافغانانوزړه خوږشي اونه دمسلمان،پښتون اوافغان خواخوږی دی،غرب يې هم خدای،هم پالونکی اوهم وروستۍ تکيه ده .


و.افغان
16.12.2008

ميوند ننګیال صاحب:
زه شخصا ددغه قهرمان عراقي ځوان زړورتيا ته داجلال او تعظيم په سترګه ګورم، چې دټولو عراقيانو په نمايندګۍ يي دعراقيانو پيغام دالوداع په وروستې محفل کې بوش ته
په ډير ښه بليغ او فصيح ډول ورساوه.

بوش خو وويل چې دا کس دعراقيانو نمايندګي نشي کولاي، خو دهغه تر نيولو وروسته
دعراقي ولس مظاهرو او دنوموړي دفاع ته دسلګونو قانونپوهانو او مدافع وکيلانو پرته
له کوم امتیازه رادانګل ددې ګواهي ورکوي چې عراقي ولس له بوش سره څومره نفرت په زړه
کې لري.

خو دا چې په افغانستان کې بیا بوش ته دغازي امان الله خان مډال ورکول کیږي، نو دهغه چا
په لاس ورکول کيږي، چې امريکايي بي 52 الوتکو دې چوکۍ ته رسولی دی،
دهغه لاسونه ددی جوګه نه دي چې دغازي امان الله خان په مډال ولګيږي، پاتي يی لا نورو ته اهدا کول، دا هر څه دافغان ولس په نارضايتۍ او داور او زور تر قانون لاندې
سرته رسيږي.

داسې ځوانان غواړم چې ارې خوله کې غاښونه مات کړي
داسي ځوانان غواړم چې لاستی مات تبرونه مات کړي

یو طنزي کلام

که دی لاسونه له وسلی خالي شي
بوټو ته لاس کړه چې له پښو خالي شي

په هر مجلس کې پرې فرعون ووله
چي يي له زړه څخه ګوګل خالي شي

دوطن هر خائن يي نښي ته کړه
چې له جامو څخه يي تن خالي شي

دذلت ګرد نور ژر له ځان وڅنډه
چې یرغلګرو نه دا ملک خالي شي

په درنښت.


hamid khan
16.12.2008

ګرانو افغانانو السلام عليکم.....

ګرانو ورونو دلته  دشهامت پاڼې څخه يو شعر نقل کوم:

کرزي ته :

د شاه شجا ع په يا د

يوه ورځي مي کتي د تا ريخ کندي – شا ه شجا ع وي کي نيو لي سترګې برندي

ويل يي ز ه خو بها د ر د خپل تا ريخ و م- خو کا رمل مي سترګي ټيټي کړي رندي

کرزي خړ کړ مه لا نو ر د خلکو و ړا ند ي – ربا ني سيا ف لا څه و کړي رشخندي

د جها د ا و د ا سلا م نه يي هم تير کړل – د ي د نيا ا و د کا بل د چو کي تندي

ا و س د ي د وي کړي مقا يسه تا ريخ ا و ما هم– چاتر سره د دښن کړي ډيري د ند ي

ګيله خپلو نه کو ه و ا وره سعیده – د پرد و نه څه ګيله و لي يي غند ي

سعيد


wazirafghan
17.12.2008

دوستانو !

عراقيانو ديوه ننګيالي عراقي په نمايندګۍ دخپلو زړونو یو اندازه بړاس وويستو.
خو زمونږ دافغانستان شاه شجاع زمونږ زړونه نور هم پسی خوړين کړل.

راځۍ چې په دی څو ګيمونو کې بوش لږ په بوټانو وولو، ګوندي زړه مو یو اندازه سپک شي. :P :P :P

http://www.paledu.info/games/bushgame.htm

http://www.paledu.info/games/bush.htm

http://www.majeed99.rab7net.org/hitbush.htm

http://al3abe.net/file.php?f=400
http://al3abe.net/file.php?f=401


میوند ننګیال
20.12.2008

سدوزي صيب !
والله چه ډير خوند لري دا لوبه


باتور
21.12.2008

ښاغلي ننګيوال او نورو ورونو ته سلامونه ،

کرزي او (نظاري) مرستيالانو يې، زموږ ټول وطن د بوش او بوشخيلو د غاړي امېل کړ.
مډال څه شی ده، دوی خپل ناموسونه هم د يو څو ډالرو په بدل کي پلوري .

زه يې پوه کړم که يو چا څوک وي وژلي
تل محکوم وي په زندان او په دردونو

مګر څوک چي خلک وژني
په سلګونو په زرګونو

بهادرۍ، او مډالونه نښانونه
پرې ځړيږي او بې شانه يې فخرونه

په بدلو په سندرو کي ياديږي
په تاريخ اوعنعنو کي ستايل کيږي

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more