د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د پېريانو د ټولنيز ژوند او له انسانانو سره د هغوئ د اړيکو پۀ تړاو يو څو پوښتنې

M Tahir
13.12.2008

د ټول افغان د ملي اسلامي ويب سايټ محترمو علماکرامو او د نظر خاوندانو
اسلام عليکم!
تر هرڅۀ مخکې د تېر شوي لوی اختر مبارکي درته وايم او پۀ ورځنيو چارو کې مو برياليتوب غواړم
اما بعد!
محترمو علماؤ او نورو درنو وروڼو! د جناتو ياني پېريانو د ټولنيز ژوند پۀ برخه کې راسره يو څو پوښتنې مطرح شوې دي، هيله لرم چې پۀ دې تړاو خپل مالومات او ګټور اندونه راڅخه ونه سپموئ.
1) ايا پېريان هم د انسانانو پۀ څېر الهي شرايعوته پۀ تېره بيا اسلام ته دعوت شوي دي او که يه؟ که دعوت شوي وي څرنګه او پۀ کوم وخت کې ؟

2) ايا دپېريانو ديني مکلفيت د انسانانو پۀ څېر دی ياني د حنفي، شافعي، حنبلي يا مالکي فقهې پيروان دي او که خپل فقهالري؟ که يي لري حتما يې ژوند د قراني احکامو دتطبيق پۀ صورت کې د انسانانوياني مسلمانانو پۀ څېر کېږي او که څرنګه؟
3) لکه چې ويل کېږي پېريان انسانان ځوروي پۀ ځانګړي ډول زموږ د پښتنو پۀ کليوالو سيمو کې مېرمنې د پېريانو تر سيوري لاندې راځي چې کيفيت يې کټ مټ د رواني ناروغانوپۀ څېر وي ، دغه راز پېريان بيا د هغو انسانانو پۀ ژبه خپلې غوښتنې هم کوي او داسې نور.......................... ايا دا ټول څومره واقعيت لري ؟
4) داسې هم ويل کېږي چې مېږيان پېريان دي، که مېږيان وځورول سي انسانان د پيريانو له خوا ځورېږي اوداسې نور...................... ايا دا څومره واقعيت لري؟
ستاسود جواب پۀ هيله


Re: د پېريانو د ټولنيز ژوند او له انسانانو سره د هغوئ د اړيکو پۀ تړاو يو څو پوښتنې

و.افغان
16.12.2008

دروند ورور محمد طائر صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
په خیر راغلې، داسې ښکاري چې طائر صاحب ډیرې لیري طیران مو کړی وو، ځکه خو ډیره موده وروسته راښکاره شوۍ. (ټوکه)

[quote:96acd7ba14="محمد طائر"]

1) ايا پېريان هم د انسانانو پۀ څېر الهي شرايعوته پۀ تېره بيا اسلام ته دعوت شوي دي او که يه؟ که دعوت شوي وي څرنګه او پۀ کوم وخت کې ؟ [/quote:96acd7ba14]

هو، او دلیل يي دا قرآني آیت دی:
واذ صرفنا الیک نفرا من الجن یستمعون القرآن ، فلما حضروه قالوا أنصتوا، فلما قضي ولوا الی قومهم منذرین.
دعوت شوي دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري، او په مدينه منوره کې.
هغه ځاي تر اوسه خلک پيژني، او یو مسجد ورسره هم جوړ شوی دی، چې دمسجد نبوي شمال طرف ته واقع دی.
زمونږ یو ملګرې وو، چې هغه به پیریانو ته په صحرا کې دعوت کاوه.

[quote:96acd7ba14="محمد طائر"]
2) ايا دپېريانو ديني مکلفيت د انسانانو پۀ څېر دی ياني د حنفي، شافعي، حنبلي يا مالکي فقهې پيروان دي او که خپل فقهالري؟ که يي لري حتما يې ژوند د قراني احکامو دتطبيق پۀ صورت کې د انسانانوياني مسلمانانو پۀ څېر کېږي او که څرنګه؟[/quote:96acd7ba14]

پیريان دانسانانو په څیر مکلف دی، قرآني او حديثي نصوص دواړو ته یو شان متوجه دي، ځکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته سید الثقلین ویل کیږي، دانسانانو غوندې رنګا رنګ ډلې په کې دی، نو لیري نه ده چې د حنفي شافعي، حنبلي او مالکي فقهي مدرسو پیروانان هم په کی وي، دلیل داختلاف دا قرآني آیت دی:
وأنا منا الصالحون ومنا دون ذلک، کنا طرائق قددا //// سورة الجن.
ژباړه: او وو له مونږ څخه ځينې خلک چې صالح وو، او ځينې نور (چې صالح نه وو)، مونږه درنګا رنګ تګلارو خاوندان وو.
[quote:96acd7ba14="محمد طائر"]
3) لکه چې ويل کېږي پېريان انسانان ځوروي پۀ ځانګړي ډول زموږ د پښتنو پۀ کليوالو سيمو کې مېرمنې د پېريانو تر سيوري لاندې راځي چې کيفيت يې کټ مټ د رواني ناروغانوپۀ څېر وي ، دغه راز پېريان بيا د هغو انسانانو پۀ ژبه خپلې غوښتنې هم کوي او داسې نور.......................... ايا دا ټول څومره واقعيت لري ؟[/quote:96acd7ba14]

پیرې ته دا طاقت ورکړې شوی چې دانسان جسم ته لار پیدا کړي، او ضرر ورورسوي، دلیل يي دا قرآني آيت:
الذین یأکلون الربا لا یقومون الا کما یقوم الذي یتخبطه الشیطان من المس.
پیرۍ له تلبس یا دانسان په وجود کې له ننوتلو وروسته کولاي شي چې دانسان په ژبه خبرې وکړي، او خپلې غوښتنې مطرح کړي، دا بیله خبره ده چې ځينې خلک په ځان ددروغو پيريان راولي.
پیريان پرته له تلبس څخه هم انسان ته ضرر رسولاي شي، دپیريانو ضرر رسول انتقامي وي، که هغوي ته ضرر ونه رسول شي، نو هغوي له انسان څخه لکه دنورو موجوداتو غوندې یو دهشت او ویره په زړه کې لري، دلیل يي دا آیت دی:
وأنه کان رجال من الانس یعوذون برجال من الجن فزادوهم رهقا.
البته په قرآنې آیاتو، معوذاتو، او مأثوره دعاګانو لوستلو سره دپیريانو دضرر لاره بندیږي.
[quote:96acd7ba14="محمد طائر"]
4) داسې هم ويل کېږي چې مېږيان پېريان دي، که مېږيان وځورول سي انسانان د پيريانو له خوا ځورېږي اوداسې نور...................... ايا دا څومره واقعيت لري؟
ستاسود جواب پۀ هيله
[/quote:96acd7ba14]

پیريانو ته خداي دا طاقت ورکړی دی، چې دځينې حيواناتو یا ژوندي موجوداتو شکل اختيار کړي، ځکه دژوندي کائناتو سره تعامل پر وخت بايد دالله جل جلاله نوم ياد شي، خو دا چې ميږيان دي، نو غلطه بې دلیله خبره ده.

تاسو ته زه يوه خپله او بله ديوه ملګري قصه کوم:

۱- څو کاله وړاندې خبره ده، دپوهنتون مرحله مې کې لمړۍ کال وو، په يوه اتاق کې څلور ملګري وو، ځمونږ داطاق شاته یو ځنګل وو، چې هغه کړکۍ وه، داطاق دروازه اوږده دهلیز طرف ته وه، دلمانځه دتګ وخت کې به راته ددهلیز لاره اوږده ښکاريده، ځکه خو به مې دلمانځه لپاره دځنګل په طرف دکوټې له وړې دروازي څخه خیز اچووو، چې مسجد ته ژر ورسیږم، يوه ورځ دماخوستن له لمانځه څخه وروسته کوټې ته راغلم، دخوب لپاره پر کټ پريوتم، دشپې لس بجې وی، ژمې وو، خو کله چې به مې سترګې خوب ته ورغلې، نو يو څه مخلوق به راغی او په دواړو لاسونو به يي په زوره ټیل وهلم، له خوب څخه به په دهشت راپاڅيدم، خو چې بیا به مې سر کيښود، همدغه قصه به راسره تکرار شوه، آخر چې دشپې دوه بجې شوې، او لوبه همداسې ګرمه روانه وه، له خوبه پاڅيدم، کښيناستم، نو په عربي ژبه مې بخښنه وغوښته او ومې ويل، چې ماماګانو ( هههههه) که له ما څخه آزار شوي یاست نو ماته بخښنه وکړۍ، زما ستاسو دازارولو هيڅ قصد نه وو، نو چې می بیا سر کيښود، نو مطمئن اوده شوم، هيڅ ستونځه مې بیا ونه لیده، خو مسجد ته دتګ لپاره مې دځنګله هغه لنډه لار او خیز وهل نور دتل لپاره پريښودل.

بله قيصه بيا که خداي کول.


M Tahir
27.12.2008

محترم مولانا صاحب وهاج ساپی
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
[quote:a12b3faa11]په خیر راغلې، داسې ښکاري چې طائر صاحب ډیرې لیري طیران مو کړی وو، ځکه خو ډیره موده وروسته راښکاره شوۍ. [/quote:a12b3faa11]
يه ولا دومره ليرې مې هم الوت نۀ وو کړی البته ځينې ځاني بوختياوې لرم چې ستاسو له عالمانه بحثونو مې ليرې کوي! خوله تاسو څخه د کوروداني او قدرداني پۀ توګه بايد و وايم چې د يو کتونکي پۀ توګه مو پۀ ياد يم!
اما بعد!
زما د پوښتنو پۀ اړه ستاسو مدلل جوابات د قناعت وړ بولم خو دا لاندې خبره:
[quote:a12b3faa11]زمونږ یو ملګرې وو، چې هغه به پیریانو ته په صحرا کې دعوت کاوه. [/quote:a12b3faa11]
ياني ستاسو (وهاج صاحب) ملګرو؟
دغه راز
[quote:a12b3faa11]پیريان دانسانانو په څیر مکلف دی، قرآني او حديثي نصوص دواړو ته یو شان متوجه دي[/quote:a12b3faa11]
ياني دقرآني او حديثي نصوصو د تطبيق پۀ صورت کې د پېريانو وګړنيز او ټو لنيز ژوند هم د مسلمانانو پۀ څېر کېږي يا پۀ بل عبارت لکه چې څرنګه مسلمانان ژوند کوي (خوراک ، څښاک، خپل منځي اړيکي غم ښادي، تجارت او مضاربت او داسې نور )يې ټول د انسانانو پۀ څېر دي او که پۀ لږ او زيات توپير سره واقع کېږي؟
پۀ مينه
ستاسو طائر


و.افغان
10.01.2009

[quote:5ebf60f7d4="محمد طائر"]
ياني ستاسو (وهاج صاحب) ملګرو؟[/quote:5ebf60f7d4]
هو طائر صاحب.

دغه راز
[quote:5ebf60f7d4]پیريان دانسانانو په څیر مکلف دی، قرآني او حديثي نصوص دواړو ته یو شان متوجه دي
ياني دقرآني او حديثي نصوصو د تطبيق پۀ صورت کې د پېريانو وګړنيز او ټو لنيز ژوند هم د مسلمانانو پۀ څېر کېږي يا پۀ بل عبارت لکه چې څرنګه مسلمانان ژوند کوي (خوراک ، څښاک، خپل منځي اړيکي غم ښادي، تجارت او مضاربت او داسې نور )يې ټول د انسانانو پۀ څېر دي او که پۀ لږ او زيات توپير سره واقع کېږي؟
پۀ مينه
ستاسو طائر[/quote:5ebf60f7d4]
په شرعي نصوصو کې خو دومره مفصل څه نه دي راغلي، خو ددې بیان شته دی، چې مسلمان
پیريان چې په هډوکو بسم الله ووايي، نو هغوي ترې ديوه غوښن خوراک په توګه استفاده کولاي شي، همدارنګه خوشايي دهغوي دحيواناتو خوراک دی.
البته كافر پیریان د مسلمان سره په خوراک څښاک کې هم شراکت کوي، هر کله چې مسلمان په خوراک او څښاک بسم الله ونه وايي، همدارنګه پيريان سره نکاح کوي، بچي زیږوي، البته نسبت انسانانو ته پیريان ډير بچي زيږوي:
الله جل جلاله فرمايي:
یمعشر الجن قد استکثرتم من الانس، وقال اوليائهم من الانس ربنا استمتع بعضنا ببعض وبلغنا أجلنا الذي أجلت لنا...

دپیريانو عمرونه اوږده وي، دځينې علماوو څخه په دی باره کې عجیبې او غریبی قيصي رانقل شوي دي، چې يوه له دغو پيښو دمحدث شاه ولي الله دهلوي سره شوي وه.
دپیريانو په اړه نورې خبرې هم شته دي، خو لږ وخت ته اړتیا لري.
والسلام علیکم.


M Tahir
21.02.2009

وهاج ساپی صاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتۀ
ستاسو له علمي مالوماتو څخه د مننې او کوروداني ترڅنګ غواړم چې له خپلې لومړنۍ
ليکنې څخه يوه پوښتنه پۀ ځانګړې توګه وپوښتم:

لکه چې ويل کېږي پېريان انسانان ځوروي پۀ ځانګړي ډول زموږ د پښتنو پۀ کليوالو
سيمو کې مېرمنې د پېريانو تر سيوري لاندې راځي چې کيفيت يې کټ مټ د رواني
ناروغانوپۀ څېر وي ، دغه راز پېريان بيا د هغو انسانانو پۀ ژبه خپلې غوښتنې هم کوي او
پۀ ځينو پېښو کې داسې هم ليدل شوي چې زياتې مېرمنې پېريانو اور ته اچولې او وژلې
يي دي. دد ې خبرې داثبات لپاره بايد ووايم چې زما انا(د مور مور مې) هم پېريانو تنارۀ
ته اچولې او وژلې يي وه او داسې نور .......... نو دلته داخبره دپوښتنې وړ بولم چې ايا د
نړيوالو پۀ څېر پېريان هم يوازې له افغانانو سره دښمني لري او که پۀ نورو ملتونو کې هم
د دې ناليدلي مخلوق ظلم او زياتی ترسترګو کېږي؟

اياد نړۍ د نورو ښکيلاګرو ځواکونو پۀ څېر پېريان هم غواړي چې افغانان وځپي او خپلې
استراتيژکې موخې لاسته راوړي؟ او که لاملونه يي کوم مادي اړخ نه لري؟

پۀ پای کې بايد وپوښتم چې څرنګه کولای شو د دې ناليدلي مخلوق له شرڅخه خپل
ځانونه و ساتو؟ لکه چې پۀ پراخه توګه ليدل کېږي پۀ کليو او ښارونو کې خلګ ځينو
ملايانو ته ورځي او دمونه،تاويزونه ترې اخلي او پۀ دې توګه خپل ناروغان تداوي کوي
ايا دا کار سم او پرځای بللای شو او که يه؟

پۀ مينه ستاسو طائر


Shagiwal
22.02.2009

سلامونه وړونو، تر هرڅه د مخه ستاسی مننه کوم چه په اسلامي موضوعاتو بحث کوۍ او خپل شته معلومات له نورو ورونو سره شریکوۍ٠

له ما سره هم یو پوښتنه په ذهن کښی ده،هیله لرم چی ځواب یی ترلاسه کړم.

لکه څنګه چی د اسلام له نظره سحر او جادو وجود لري، ایا دا هم وجود لري چی
 د جادو په وسیله یو انسان مړ کړای شي،لګه څرنګه چی په افغانستان کی دا یوه عامه 
اصطلاح ده چی فلاني په فلاني کوډی وکړی مړيي کړ اویا يي لیونی٠
که هغه محترم وړونه چی د سحر او جادو په هکله چی معلومات لري یو څه نوره ړنا پری واچوي نو له مننی څخښه به  لری نه وي٠

په پښتنه مينه او ستاسی پوهی ته سلام

شګیوال


M Tahir
22.02.2009

محترم شګيوال صاحب
وعليکم سلام
وروره د جادو او سر موجوديت واقعيت لري او اغېزې يي هم لکه چې تاسو يي يادونه کړې مرګونې بڼه لري چې پخپله زموږ ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم هم د مکې دمشرکينو له خوا د جادو او کوډو پۀ واسطه تهديد شوی او پۀ بېساري توګه ځورول شوی وو، خو داچې کوډې څرنګه اغېزه کوي؟ له علماؤ مې اورېدلي چې که يو څوک تر څلوېښتو ورځو پورې دچا پۀ اړه پۀ پرله پسې توګه هر ډول تصور وکړي، متصور شخص ته هغه ځور ورکولای شي چې دی يې فکر کوي!
پۀ مينه
ستاسو طائر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more