د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوس څوك پړ دی؟

ډاکتر څپاند
07.12.2008

د پاکستان په پېښور کې وسله والو اورپکو افغانستان ته
د ناټو ځواکونو د لوجيستيکي باروړونکو موټر پر اډه بريد
کړى، شاوخوا سل لارۍ يې سوځولې .

دغه پېښه (نن يکشنبه، د دسمبر اوومه، د ليندۍ ١٧) سهار
وختي د پېښور له رېنگ روډ سره نژدې شوې ده.

له پاکستان رارسېدلي خبرونه وايي د پېښور په ښار کې وسله
والو افغانستان ته د ناټو ځواکونو د باوړونکو موټرو پر اډه راکټي
بريد کړى، نژدې سل موټر يې سوځولي يو ساتونکى هم په کې
وژل شوى دى .

په رپوټونو کې ويل شوي چې د موټر پر دې اډه لس راکټونه
توغول شوي .

رپوټونه وايي په دغه بريد کې، چې د پېښور له ښاره بهر
رامنځ ته شوى، شاوخوا دوو سوو اورپکو برخه اخيستې وه،
پر لاريو بريد کې يې له راکټونو او لاسي گرنېټونو نه کار
اخيستى دى .

خبريالان وايي دا په افغانستان کې د بهرنيو چواکونو پر
لوجيستيکي گاډو تر ټولو غټ بريد و، رپوټونه وايي
سوځول شوي گاډي د پېښې له ځايه ويستل شوي دي .

پاکستاني پوليسو ژمنه کړې، د ناټو ځواکونو پر
لوجيستيکي گاډو له بريد کوونکو سره به خپل
غبرگون وښيي .

حماد حلیمي


Ghairat
27.12.2008

[color=red:5bf3297dfa]پاکستان پر امریکا خپل ټول هغه لارۍ موټرونه بیمه کوي چې ددوی وسلې اومهمات له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته لیږدوي، بیاټولې وسلې اومهمات ترې باسي اوتشې لارۍ پخپله او یا د آی۰ اس۰ آی له لارې د لرو طالبانو له خوا تر برید لاندې نیسي او په طالبانو یې اړوي، څو د وسلو غلا یې له رسوا کیدوخوندي پاتې شي او د سوزول شویو لاریو تاوان هم له بیمې څخه واخلي ۰ داچې څومره درنې عصري وسلې پخپله او نورې ېې څومره بر او لر طالبانوته ورکوي، هم ددوی د خوښې پورې اړه لري!
دغه چلند یې په دې وروستیوکې امریکایانوته رسوا شوی او ددوی موټرې نور نه بیمه کوي او زیار باسي چې د روسیې له لارې اکمالات پیل کړي۰[/color:5bf3297dfa]


pattang
27.12.2008

دايوه ټکې يې ډېر خوند راکه : { براولر طالبان } ګورو به چه څه کېږي٠

[quote:a460088030="Ghairat"][color=red:a460088030]پاکستان پر امریکا خپل ټول هغه لارۍ موټرونه بیمه کوي چې ددوی وسلې اومهمات له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته لیږدوي، بیاټولې وسلې اومهمات ترې باسي اوتشې لارۍ پخپله او یا د آی۰ اس۰ آی له لارې د لرو طالبانو له خوا تر برید لاندې نیسي او په طالبانو یې اړوي، څو د وسلو غلا یې له رسوا کیدوخوندي پاتې شي او د سوزول شویو لاریو تاوان هم له بیمې څخه واخلي ۰ داچې څومره درنې عصري وسلې پخپله او نورې ېې څومره بر او لر طالبانوته ورکوي، هم ددوی د خوښې پورې اړه لري!
دغه چلند یې په دې وروستیوکې امریکایانوته رسوا شوی او ددوی موټرې نور نه بیمه کوي او زیار باسي چې د روسیې له لارې اکمالات پیل کړي۰[/color:a460088030][/quote:a460088030]


عبدالله صابر
27.12.2008

[quote:0ea5c10d11]پاکستان پر امریکا خپل ټول هغه لارۍ موټرونه بیمه کوي چې ددوی وسلې اومهمات له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته لیږدوي، بیاټولې وسلې اومهمات ترې باسي اوتشې لارۍ پخپله او یا د آی۰ اس۰ آی له لارې د لرو طالبانو له خوا تر برید لاندې نیسي او په طالبانو یې اړوي، څو د وسلو غلا یې له رسوا کیدوخوندي پاتې شي او د سوزول شویو لاریو تاوان هم له بیمې څخه واخلي ۰ داچې څومره درنې عصري وسلې پخپله او نورې ېې څومره بر او لر طالبانوته ورکوي، هم ددوی د خوښې پورې اړه لري!
دغه چلند یې په دې وروستیوکې امریکایانوته رسوا شوی او ددوی موټرې نور نه بیمه کوي او زیار باسي چې د روسیې له لارې اکمالات پیل کړي۰[/quote:0ea5c10d11]

غيرت صاحب که دارښتياوي داخو ډيرښه کارکوي هم به ثواب شي هم خورما ،
پريږده چي يرغلګرونه نور داګران اوخوږ هيواد خلاص شي بيابه موڅوک دشپي په
کورونو نه راخيژي ، ماشومان اوښځې به موسپيونه داړل کيږي وادونه به موغم نه
بدليږي ، ښه ده چي يرغلګرله هري خواتنګ کړل شي چي ترټولومهم يی دا اکمالاتي
لاروکښي ستونځې دوی ډيرژرتيښتي ته اړباسي ، اودروسيې لاره هغوی ته په
اقتصادي اوسياسي لحاظ ډيره ګرانه تماميږي اوروسيه ورنه لوی لوی امتيازات
غواړي ٠


ghareebdost
28.12.2008

دا خوجنك دي,كه هلمند كي دناتوعسكرمري,اوكه بيشوركي داكمالاتوموتر سوزي نقصان يي ناتو ته رسي جي همدا دمقاومت هدف دي,نور چې ضمني ګټه چاته رسي دا به يوه غير ارادي ګټه وي٠٠٠٠


Ghairat
28.12.2008

که د طالب ﻻس په کې له سره نه وي، هم د مقاومت په کې ګټه ده، خوکه مقاومت lSIپه لار ښودنه اومشرۍ ر وان وي طبيعي ده چې په خپل ضد به هم مقاومت ايجابوي اوايجادوي ، ځکه ملت خو يې د بادارغلامي نه مني نودغلام غلامي به څنګه ومني؟ افغان ملت دشوروي دغلامۍ جغ وغورځاوه او مات يې کړخومجاهدينو ، په تيره بياطالبانو ملت د ISIپه منګولوکې ښکېل کړ، اوس ملت دامريکا له جغ څخه خلاصون غواړي، خو د طالب په مشرۍ يوځل بيا د ISI منګلوته لويږي او ملي ازادي مو د تل له پاره ناشونې کيږي . نوکه څوک خپلې ملي ازادۍله پاره جنګيږيږي بايد په يوۀ اوعين وخت کې ددواړو دوښمنانو په ضدوجنګيږي، نه داچې د يوه دوښمن له پاره د بل دوښمن په ضد راپورته شي ،حال داچې هغوي دواړه په خپلو کې سره يو دي او په ګډه د پښتنو سټه ويستل غواړي ،هم په مقاوت
پښتانه ځپي اوهم په امريکايي اوناتو پوځونو !


میوند ننګیال
28.12.2008

ګرانه باتور جانه سلامونه
رښتياهم طالبان لږ څه مشكلات للري يو دا چه كه كوم بل څوك مقاومت كوي نو د فلاني او بيستاني نوم وركوي هر څه ځانته غواړي چه دا كار ناشوني دي دوي تر اوسه پدي لسو پنځه لسو كا لو كي پوه نشول


ghareebdost
28.12.2008

ډ يره عجيبه خبره ده,چي امريكا په رڼا ورځ دپاكستان په ملګري تجاوز كوي.ملي,ديني ارزښت اوهويت له مينځه وړي,هغه په مرسته نومول كيږي,خوچي كوم بي چاره افغان پريرغلګر لاس پورته كوي,هغه په اي اس اي نومول كيږي,داخو نو بياچې څومره مقاومتونه شوي,يرغلګرپه حق اومقاومت غلام وو,كه دانګريزانو,او كه دروسانو په وړاندي وو....
دا يوازي دغربي ميډياپيچکارۍ دي,چي پرښکاره يرغل اوښکاره غلامي دخلګوسترګي ورپټي كړي,اومجهول لوري ته يي توجو واړوي,
داوسني مقاومت ملي بڼه دومره غښتلي چې نه دامريكا اودس ورته ټينګيدي شي نه دپاكستان........


باتور
28.12.2008

ټولو ته سلامونه او احترامونه وړاندي کوم .

ښاغلي safi ليکلي :
[color=darkred:d6e57f43b6]د پاکستان په پېښور کې وسله والو اورپکو افغانستان ته د ناټو ځواکونو د لوجيستيکي باروړونکو موټر پر اډه بريد کړى، شاوخوا سل لارۍ يې سوځولې . . . . [/color:d6e57f43b6].

ښاغلي غيرت ليکلي:
پاکستان پر امریکا خپل ټول هغه لارۍ موټرونه بیمه کوي چې ددوی وسلې اومهمات له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته لیږدوي، بیاټولې وسلې اومهمات ترې باسي اوتشې لارۍ [color=darkred:d6e57f43b6]پخپله او یا د آی۰ اس۰ آی له لارې [/color:d6e57f43b6]د لرو طالبانو له خوا تر برید لاندې نیسي او په طالبانو یې اړوي، څو د وسلو غلا یې له رسوا کیدوخوندي پاتې شي او د سوزول شویو لاریو تاوان هم له بیمې څخه واخلي ۰ داچې څومره درنې عصري وسلې پخپله او نورې ېې څومره بر او لر طالبانوته ورکوي، هم [color=green:d6e57f43b6]ددوی د خوښې پورې اړه لري[/color:d6e57f43b6]!
[color=darkred:d6e57f43b6]دغه چلند یې په دې وروستیوکې امریکایانوته رسوا شوی او ددوی موټرې نور نه بیمه کوي او زیار باسي چې د روسیې له لارې اکمالات پیل کړي۰[/color:d6e57f43b6]

[color=darkred:d6e57f43b6] ـ پخپله او يا د ISI له لاري . . .[/color:d6e57f43b6]

ـ پاکستان څوک دی، او ISI څوک؟ امريکا څوک دی او CIA څوک؟ اسرائيل څوک دی او موساد څوک؟ شوروي څوک وو او KGB څوک؟ افغانستان څوک وو او خاد څوک؟ . . . . . . . .

ستا سو له خبرو نه داسي ښکاري، چي پاکستان يو زورور ابرقدرت دی، او د دې جرئت او قوت لري چي په ښکاره توګه له امريکايانو او ناټو سره وجنګېږي، او امريکايان هم د سخت دريځ په ځای، د تېښتي لاره غوره کوي او ستاسو په ادعا غواړي چي د روسيې له لاري خپلي قواوي اکمال کړي.
که داسي وي نو بيا خو بايد پاکستان ته لاس په سلام واوسو چي زموږ د خاوري اشغالګر يې له ماتي سره مخامخ کړي، د دښمن دښمن دوست وي.

هغه د ښاغلي عبدالله صابر خبره چي: [color=green:d6e57f43b6]که دارښتياوي داخو ډيرښه کارکوي هم به ثواب شي هم خورما.[/color:d6e57f43b6]
او د ښاغلي ghareebdost خبره چي : [color=brown:d6e57f43b6]دا خوجنك دي,كه هلمند كي دناتوعسكرمري,اوكه بيشوركي داكمالاتوموتر سوزي نقصان يي ناتو ته رسي جي همدا دمقاومت هدف دي,نور چې ضمني ګټه چاته رسي دا به يوه غير ارادي ګټه وي٠٠٠٠[/color:d6e57f43b6]

ـ خلاصه هر هغه عمل چي اشغالګرو ته تاوان پې رسېږي، که د هر چا له خوا اجرا کېږي، مقاومت بايد پې خوشحاله سي او ښه يې وګڼي. .

ښاغلی غيرت بيا ليکي:

[color=darkred:d6e57f43b6]که د طالب ﻻس په کې له سره نه وي، هم د مقاومت په کې ګټه ده، . . . .[/color:d6e57f43b6]

ـ له طالب نه پرته نور مقاومت له کومه سو، آيا تاسو له طالبانو پرته کومه بله افغاني ډله پېژنئ چي په ښکاره يا پټه توګه له اشغالګرو سره مقاومت کوي ؟

[color=brown:d6e57f43b6] . . . . . افغان ملت دشوروي دغلامۍ جغ وغورځاوه او مات يې کړخومجاهدينو ، په تيره بياطالبانو ملت د ISIپه منګولوکې ښکېل کړ،. . . . . [/color:d6e57f43b6]

ـ افغان ملت د امريکا، چين، ايران، اروپا، عربي ملکونو او په خاصه توګه د پاکستان د کلک ملاتړ له کبله د شوروي جغ وغورځاوه. . او آزادي يې تر لاسه کړه، لېکن په دې نه وو خبر چي د آزادی په بدل کي به د امريکايانو اشغال ور په برخه کېږي، دا چي اوس بيا د آزادی د لاس ته راوړلو لپاره د پاکستان، چين، ايران او حتی د روسيې ملاتړ ته ضرورت لري، دا غلامۍ نه ده، بلکه سياسي مصلحت دی. . او دا چي دا وار به د آزادۍ په بدل کي بيا کومي قربانيوي ورکوي، د هغه پېشبيني څوک نه سي کولای.

[color=darkred:d6e57f43b6] . . . . نوکه څوک خپلې ملي ازادۍله پاره جنګيږيږي بايد په يوۀ اوعين وخت کې ددواړو دوښمنانو په ضدوجنګيږي،. . . . [/color:d6e57f43b6]

ـ ټولي ګوتي په يوه وار په خوله ننيستل د ناپوهانو کار وي، په فارسي کي يو متل دی، وايي: سواره ره دې پياده د جايش است.

[color=brown:d6e57f43b6]. . . . هم په مقاوت پښتانه ځپي اوهم په امريکايي اوناتو پوځونو . . . . [/color:d6e57f43b6]

ـ مقاومت پښتانه نه ځپي، که مقاومت نه وای نو اوس به په پکتيا او قندهار کي ستمي واليان او ولسوالان درته ناست ول. او د پښتون د نوم بېځ به يې ايستلی وو. .

په درنښت


Ghairat
30.12.2008

ښاغلي غریب دوست اوګرانولوستونکوته سلامونه!
[quote:c60ba5e095]ډ يره عجيبه خبره ده,چي امريكا په رڼا ورځ [color=white:c60ba5e095]دپاكستان په ملګري [/color:c60ba5e095]تجاوز كوي.ملي,ديني ارزښت اوهويت له مينځه وړي,هغه په مرسته نومول كيږي[/quote:c60ba5e095]
غریب دوسته دادې امتیاز دی چې په دې اعتراف کوې چې طالبان د پاکستان ملګري دي ۰ د بهرنیانو ملګروته په ملي وییزپوهنه کې د پردیووډاګي وايي۰
,[quote:c60ba5e095]خوچي كوم بي چاره افغان پريرغلګر لاس پورته كوي,هغه په اي اس اي نومول كيږي[/quote:c60ba5e095]
نه وروره، که د ISI هڅونه اومرستې ورسره نه وای،نو بیا به طالبان دملي آزادۍ د جنګیالو په نامه بلل کېدای، نه دISI ګوډاګیان۰
[quote:c60ba5e095]داخو نو بياچې څومره مقاومتونه شوي,يرغلګرپه حق اومقاومت غلام وو,كه دانګريزانو,او كه دروسانو په وړاندي وو.... [/quote:c60ba5e095]
د انګریزانو پر ضد درې جګړې شوي، د بهر لاس په کې نه و، پاکستان هم موجود نه و،نو افغانان له بري وروسته بیرته د غلام په غلامۍ کۍنه ښکیلیدل، خو د شوروی له ماتې وروسته افغانستان د جهادی [color=blue:c60ba5e095]تنظیمونو[/color:c60ba5e095] او ISI پواسطه دړې وړې شو اود طالبانو پواسطه پرې د ISI عام اوتام تسلط جاري شو اود ما قبل تاریخ پېړیو ته یې شاته
وغورځاوه۰
[quote:c60ba5e095]داوسني مقاومت ملي بڼه دومره غښتلي چې نه دامريكا اودس ورته ټينګيدي شي نه دپاكستان........[/quote:c60ba5e095]
آیا د پاکستان ملګرتوب اود ISI مشري منل د مقاومت ملي بڼه غښتلې کولی شي؟
اوکه برعکس هغه له منځه وړي؟


عبدالله صابر
30.12.2008

غيرت صاحب تاسومتضادې ليکنې کوئ ، يوځای ليکئ چي isi دامريکايی لاريو
څخه وسلي باسي اوطالبانوته يی ورکوی خوبل ځای بياوايی چي isi اوامريکا يو
دي ،که دوی سره يو وي نوبياخوستاداخبره بيخي غلطه ده چي isiدطالبانوسره مر
سته کوي ، اوکه رښتياهم isi دطالبانوسره مرسته کوي نوبياخو به دا دپاکستان
خپله اړتيا وي په طالبانويی کوم احسان نشته ،ځکه پاکستان په دي پوهيږي چي په
افغانستان کښ دامريکا کاميابي په سيمه کښ ترټولوسترخطرپاکستان ته دی
امريکاته هيڅکله هم يو ايټمي پاکستان دمنلواوزغملونه دی ،په داسي حالاتوکښ
طالبانوسره دپاکستان مرسته يی دځان سره مرسته اوپه دي نه ارزي چي طالبان يی
ګوډاګيان شي ، يواځي دطالبانومخالفان دپروپاګنډي په توګه ورڅخه کاراخلي٠
isi دروسانوپه مقابل کښ مجاهدينوسره هم مرستي کولي خوددي مطلب دانه شو
چي هغوی ګوډاګيان وو،دمطلب لنډيزپه دي ډول ليکلئ شوچي که فرضا پاکستان طالبانوسره مرسته کوي نودادهغوی اړتياده په طالبانوکوم احسان نه 
شي باره ولئ ٠


Ghairat
31.12.2008

ښاغلي باتور خان اودرنو لوستونکوته سلام

[quote:77772d9ec2]ستا سو له خبرو نه داسي ښکاري، چي پاکستان يو زورور ابرقدرت دی، او د دې جرئت او قوت لري چي په ښکاره توګه له امريکايانو او ناټو سره وجنګېږي، او امريکايان هم د سخت دريځ په ځای، د تېښتي لاره غوره کوي او ستاسو په ادعا غواړي چي د روسيې له لاري خپلي قواوي اکمال کړي. [/quote:77772d9ec2]
پاکستان ابرقدرت نه دی،ځکه خویې جنګ پټ له طالبانو سره د امریکایانو په ضد روان کړی او ښکاره یې په حیله ګرۍ ، تذویر ، دوه مخۍ او چارصدو بیستۍ او سیاسي مداریتوب سره بیا د خپلو امریکايي بادارانو سره دملاتړباټې خپلې کړي دي ۰ دا په دې معنې چې د پاکستان سیاسي خصلت متضاد دی لکه څنګه یې چې دولت متْضاد دی، پوځ او ISI یوڅه غواړي او حکومت یې بل څه [color=white:77772d9ec2]وايي[/color:77772d9ec2] او په همدې ډول دوی یود بل په ګټه تمامیږي،تر اوسه پورې یې حکومت نه، بلکې پوځ اوISI ټاکونکی رول لري، خو بی له دې چې دوی په خپلو منځو کې اړونده رول له توافق پرته سره نه ویشلی وي ، بلکې په توافق یره متضاد رول لوبوي، ځکه په همدې کې یې ګټه او د پښتنو یر تر پایه تاوان دی۰

[quote:77772d9ec2]او امريکايان هم د سخت دريځ په ځای، د تېښتي لاره غوره کوي او ستاسو په ادعا غواړي چي د روسيې له لاري خپلي قواوي اکمال کړي. [/quote:77772d9ec2]
داتېښته نه، بلکې د زیات ډاډ له پاره د یوې بلې لارې پرانیستل د ځان له پاره شوني کول دي، که رښتیا هم دغسې بریدونه په امریکايي اکمالاتو وغزیږي نو له الټرناتیف لارې څخه به کار واخلي، روان اکمالات د پاکستان له لارې مفت نه کیږي، پاکستان ترې هم پوره ډالر تر لاسه کوي او دخپلوممکنو جګړومصارف هم ترې څوچنده اخلي . پاکستان خو هم په افغاني جهاد ځان شتمن کړ اوهم په روانوجګړو کې د امریکا په پلوي کولو له ډالرو سره لوبې کوي
[quote:77772d9ec2]
که داسي وي نو بيا خو بايد پاکستان ته لاس په سلام واوسو چي زموږ د خاوري اشغالګر يې له ماتي سره مخامخ کړي،[/quote:77772d9ec2]
نه، دا پاکستان نه،بلکې طالبان دي چې امریکایانوته زیان اړوي،خو د پاکستان مرسته هم ورسره ده، تر څو امریکایان د طالبانوپواسطه له جنګ څخه ستړي شي،نو خدای مکړه د افغانستان سرنوشت به د تل له پاره په ښکاره دوست هیواد پاکستان ته وسپاري ، نوافغانستان به د یو ضعیف طالب رژیم لرونکي هیواد په توګه استعمالوي او د منځنۍ اسیا هیوادونوسره به مستقیمأ سوداګریزې لارې پرانبزي او همدارنګه به د ډیورند لیکه هم پرې لاسلیک کاندي! دومره ګټه ددې لامل دی چې پاکستان د طالب له ګوډاګیتوب څخه په هیحڅ قیمت لاس نشي اخیستلای ۰اوداچې
[quote:77772d9ec2]د دوښمن دښمن دوست وي. [/quote:77772d9ec2]چې د افغاني حکومت دوښمن طالب هم د پاکستان دوست دی او همدارنګه د افغان د حکومت ددوښمن پاکستان دوست طالبان هم (د افغان حکومت) دوښمن دی۰
[quote:77772d9ec2]هغه د ښاغلي عبدالله صابر خبره چي: که دارښتياوي داخو ډيرښه کارکوي هم به ثواب شي هم خورما. [/quote:77772d9ec2]
نه،د ملي ګټو په ضد دا کار هم عذاب اوهم زهر دي چې ISI یې د طالبانو سره د افغانستان په ضد تر سره کوي . هم ثواب اوهمخورما به دا وای چې طالبان همد امریکا یانواوهمد د هغوی ښکاره ملګري پاکستان په ضد جګړه کولای، نوملت به ټول ورسره درېدلی وای، خو دا لوخه دوی یواځي د ملي شخصیتونو په مشرۍ موندلی شي چې متأسفانه ملي شخصیتونو نه لري او نه دISI له ویرې ځای ورکولی شي ۰ دا کار دوی په خپله د قدرت په پنځه کلنه دوره کې هم ISI له ډاره نه دی کړی او ملتپال ورته دوښمنان ښکاري
[quote:77772d9ec2]
او د ښاغلي ghareebdost خبره چي : دا خوجنك دي,كه هلمند كي دناتوعسكرمري,اوكه بيشوركي داكمالاتوموتر سوزي نقصان يي ناتو ته رسي جي همدا دمقاومت هدف دي,نور چې ضمني ګټه چاته رسي دا به يوه غير ارادي ګټه وي[/quote:77772d9ec2]
جنګ ضمني اوفرعي ګټې لري خو مهمې یې شتراتیژیکي ګټې اوموخې دي، پورتنۍګټې ددوښمنانوله خوا زمونږد ملي ګټود له منځه وړلوسره تړلې دي اوضمني یا تصادفي نه دي!
[quote:77772d9ec2]خلاصه هر هغه عمل چي اشغالګرو ته تاوان پې رسېږي، که د هر چا له خوا اجرا کېږي، مقاومت بايد پې خوشحاله سي او ښه يې وګڼي[/quote:77772d9ec2]
پاکستان دې د آزادۍ ،وطن اوملت دریواړو غریب او وطن ورانونکی موزي دوښمن دی اوامریکا دې د آزادۍ نسبي ،خو د وطن ودانونکی اوموړ دوښمن دی، که ددواړوپه ضد په یووخت کې نشې جنګیدای،نو ددوی ترمنځ باید اول د کوم پر ضدوجنګیږي؟
که ما لیکلي چې
[quote:77772d9ec2]که د طالب ﻻس په کې له سره نه وي، هم د مقاومت په کې ګټه ده، [/quote:77772d9ec2]
معنې داده چې
که په اړونده پيښو کې د طالب لاس هم نه وي، بيا يې هم په ګټه دی ، خو که د 
طالب  مقاومت ملي وای دا ګټه به ملت ته اوښتې وای، اوس یې ګټه صرف  ISI ته رسي؟
[quote]ـ افغان ملت د امريکا، چين، ايران، اروپا، عربي ملکونو او په خاصه توګه د پاکستان د کلک ملاتړ له کبله د شوروي جغ وغورځاوه. او آزادي يې تر لاسه کړه، لېکن په دې نه وو خبر چي د آزادی په بدل کي به د امريکايانو اشغال ور په برخه کېږي/quote]
وروستۍ جمله دې ډیرې نیمګړتیا لري، یوخو د چین په ځای باید عرب ولیکې، او
باید داسې وي  چې : لېکن په دې نه وو خبر چي د آزادی په بدل کي به
دوی  د  پاکستان په ګوډاګيتوب کې ښکېل کيږي او  دهمدغه  غلام دغلامۍ له برکته به د امريکايانو اشغال ور په برخه کېږي . پر طالبانو باندې په برید کې وریره د پاکشتان بښيړ ملاتړ اومشوره موجوده وه. هو،د طالب [color=red:77772d9ec2]مشرتابه [/color:77772d9ec2] او یواځې مشرتابه یې هم شوده کړې وه اوتر اوسه پورې یې د سیاسي شودګانو په توګه استعمالوي۰ دا یا سیاسي شودګان دي چې ISI ترې کار اخلي او یا د ISI ښه کلک غړي دي او یواځې د هغوی په دستورونو کې خپل موجودیت او
شخصي ګټه ویني ،که داسې نه وي بیا باید وختي د پاکستان په هدفونو پوه او هغه یې د وطن ملت او پښتنو لومړی دوښمن بللای!
[quote:77772d9ec2] دا چي اوس بيا د آزادی د لاس ته راوړلو لپاره د پاکستان، چين، ايران او حتی د روسيې ملاتړ ته ضرورت لري، دا غلامۍ نه ده، بلکه سياسي مصلحت دی. . [/quote:77772d9ec2]
دا سياسي مصلحت يې له  ISIپرته د چا او کومو ملي ځواکونو سره کړی ؟ او که له  ISIسره مصلحت هم ملي مصلحت او ملي ګټه بولې ؟ څوک چې لکه طالبان بيسواده او دخپل تاريخ څخه ناخبره وي ايا هغوی ملي ګټې او ملي مصلحت پيژندی شي ؟  بیسوادان خودین هم سمنه پیژني ولې سر پرې له هرجا زیات ورکوي، نو ISI ددوی له دغو دینې سرښندنې څخه د ملي ګټو پر ضد کار اخلي اووروروژنې ته یې سوقوي!
 [quote:77772d9ec2]او دا چي دا وار به د آزادۍ په بدل کي بيا کومي قربانيوي ورکوي، د هغه پېشبيني څوک نه سي کولای. [/quote:77772d9ec2]
د طالبانو په مشرۍ ازادي د  ISIغلامي ده ، نو له بربادۍ علاوه د غلام غلامي هغه قرباني ده  چې له ورايه روښانه ده  او کومې خړې پړې پېشبينۍ ته هیڅ اړتيا نه لري ٠نو ځکه دادی بيا تکراروم  چې [color=red:77772d9ec2]. . . . که څوک خپلې ملي ازادۍله پاره جنګيږيږي بايد په يوۀ اوعين وخت کې ددواړو دوښمنانو په ضدوجنګيږي،. . . [/color:77772d9ec2]. نو طالبه
 دا درته سخته ښکاري نو اول د پاکستان او وروسته د امريکا په ضد وجنګيږه چې غښتلي دوښمن ته ښه غښتلی شې ٠
ځکه پاکستان دې د ټول ملت او وطن دوښمن دی او  ناتو  دې يواځې بهر په منطقه کې د  تيلو او غاز د منابعوله تضمين او کنترول سره سرو کار لري ٠ ستا په دين  او ملي ګټويې کار نشته ـ
[color=white:77772d9ec2]ولې سره له دې يې ويستل اړين دي ،خو بي له دې چې ISI یې بيا ځای ونيسي ٠[/color:77772d9ec2] په درنښت ٠ 
   


ډاکتر څپاند
31.12.2008

راځی چه يوه موضوع روښانه او سپينه خبره وکړو !
زموږ په بحثونو کی په عمومی توګه،دوه ډوله خلک برخه اخلی٠يوه ډله خپله له پخوا معينه اجندا لری او دهغی لپاره په هره ممکنه وسيله 
دلايل جوړوی او هيڅکله ودی ته نه حاضریږی چه دبل چا نظر ومنی.
دويمه ډله په جر او بحث کی دمقابل جانب ليکنی په غور سره لولی او خپل نظر هم څرګندوی،خپلی خطاوې منی او کوښښ کوی چه اصلاح ئی کړي٠
ځينی نور هسی سيلبينان دی٠
ددی ساده مثال نه هدف دا دی چه په هر جريان،معامله اوجنجال کی موږ کولای
شو چه دمعاملی مختلفی خواوی وڅيړو٠
 
امريکا او دهغه ياران يو اساسي هدف لري او هغه [color=red:b63697866c]ګټه اونوره ګټه ده٠[/color:b63697866c]
په تیرو شپيتو کلونو کی پاکستان او دهغه اداره،دپوځ او ISI په شمول،هميشه
دغرب د منافعو دمدافع رول لوبولی دی٠دپاکستان پوځ او استخبارات دانګليس
دخاصی توجه او تربيي نه برخورداره وه او دی٠سوال پيدا کیږی چه بيا ولی 
ISI اوپاکستانی اداره کله ناکله د غرب خلاف خبری او يا عمل کوی؟
ځواب دادی چه اولا د عام ولس دتيرويستو په خاطر،له پخوا داسی توافقات
رامنځ ته کړی شوی وي چه پدی يا هغه موضوع  به سره ظاهری مخالفت وکړو٠
داسی خبری کله ناکله دکرزی لخوا هم ويل کيږی او په عام مجلس کی دغرب
په عملياتونيوکی کوی !

دويم داچه دشوروی کمونستی نظام سره د مقابلی په خاطر،انګرزانو يو زيات
شمير "افراطی"مسلمانان ،پوځ او ISI ته جذب کړه،اوس چه دشوروی دمرګ نه
قريب ٢٠ کاله تير شوی،ددی ډلی افسرانو تجديدتربيت او يا تصفيه لا هم خپل
ابتدائی مراحل طی کوی٠

دريم داچه پاکستان ظاهرا داسلام په نامه جوړ کړی شوی هيواد دی او عام ولس
يی "کلک" مسلمانان دي،نو غرب نغواړی يو دم دوی ټول خپل دښمننان کړی٠

دافغانستان داشغال پلانونه تازه نه ول او څه نا څه ٤٠ کلن پروګرام وه٠
داشغال ضد جنبش دمختلفو قوتونو نه جوړ شوی،مګر طالبان دهغو عمده برخه
تشکيلوی٠
طالبان چه زموږ دسترږو تر ليد لاندی په واضح ډول د پاکستان په مرسته
قدرت ته ورسيدل،دافغانستان داشغال دپلان دورستنو مرحلو څخه وه٠

البته بياهم،لکه چه ددی ليکنی په سر کی راوړل شوی دي،ځينی طالبان په 
شعوری ډول او ځينی نور هسي دی خدای په جات پدی لاره روان دی٠

دلښکر په سر کی ISI موقعيت لری او دISI دغاړی ځنځير دCIA سره دی٠

داچه دپردی ترشا څه کيږی او څنګه کيږی ،پدی به يو خدای (ج)خبر وی !


ghareebdost

ghareebdost
01.01.2009

ښكاره يرغل,ښكاره غلامي,ښكاره مقاومت اوس ترلمر روښانه ده ,كه څوك دشخصي موخو له مخي ښكاره يرغل په مرسته اوښكاره غلامي په دوستي نوموي ,نو داهڅه به يي ډيره ماشومانه وي,ځكه چي اوس دافغاني ټولني په مينځ كي دغربي ميډيا دمنتر پخواني زورهم ندي پاته,پرښكاره مقاومت دپاكستان تورلګول ترهغه وخته اثرلاره ،چي په پاكستان كي حالات ښه وو,اوس چې په پاكستان كي له وزيرستانه ترباجوړه,اوله سواته ترپنجابه دحكومت خلاف څه كيږي ,اوپه څومره شميرپاکستاني پوځيان مړه شول؟!
نو ددي پرليدلوداډول تبليغات دعدد جپې خواته صفرونه لګول دي,


Ghairat
05.01.2009

غریب دوسته خانه ستړیمشې!
پاکستان[color=red:04217f360d] د پښتنو له برخلیک سره لوبیږي [/color:04217f360d]او دا ټولې لوبې یې هم د امریکا دطرحې سره سمون لري او هم د پنجابیانو له ګټو سره !
او پښتانه یواځې په افغانستان کې نه، بلکې د ډیورن له کرښې اخوا تر ابا سینه پورې هم پښتانه پراته دي ۰
همدا اوس هم د ISI ځنخیري سپیو د عوامي نیشنل ګوند د سوات د سیمیز مشر
افضل خان کور محاصره کړی ، د ګوند ډیر نور غړي یې ورووژل او په ده باندې یې څوڅو ځله ډزې وکړې ، زخمي شو خو ژوندی پاتې دی ۰
د ISI دغه سپي څوک دي؟ أیا دا د اخوا طالبان نه دي چې ملتپال او د پښتنو د قومي وحدت غو ښتونکي سیاسی مشران وژني؟
اوکله چې طالبان ۵ کاله په افغانستان کې په قدرت و، آیا د افغان ملت اخبار او
ګوند ته یې د ISI له لاسه اجازه ورکولای شوه یا یې اجازه ورکړې وه ؟
دا ټول د امریکا او پاکستان يا CIA اوISI ګډه ډرامه ده چې اکټران یې یوه خوا
لر او بر طالبان او بلې خوا ته امریکان او اروپایان دي او پښتون قام یې د فاشستي پلاس په خوله کې راګیر کړي دي ۰


Ghairat
05.01.2009

غریب دوسته خانه ستړیمشې!
پاکستان[color=red:1bb9773850] د پښتنو له برخلیک سره لوبیږي [/color:1bb9773850]او دا ټولې لوبې یې هم د امریکا دطرحې سره سمون لري او هم د پنجابیانو له ګټو سره !
او پښتانه یواځې په افغانستان کې نه دی، بلکې د ډیورن له کرښې اخوا تر ابا سینه پورې هم پښتانه پراته دي ۰
همدا اوس هم د ISI ځنخیري سپیو د عوامي نیشنل ګوند د سوات د سیمیز مشر
افضل خان کور محاصره کړی ، د ګوند ډیر نور غړي یې ورووژل او په ده باندې یې څوڅو ځله ترورستي بریدونه او ډزې وکړې ، زخمي شو خو ژوندی پاتې دی ۰
د ISI دغه سپي څوک دي؟ أیا دا د اخوا طالبان نه دي چې ملتپال او د پښتنو د قومي وحدت غو ښتونکي سیاسی مشران وژني؟
اوکله چې طالبان ۵ کاله په افغانستان کې په قدرت و، آیا د افغان ملت اخبار او
ګوند ته یې د ISI له لاسه اجازه ورکولای شوه یا یې اجازه ورکړې وه ؟
دا ټول د امریکا او پاکستان يا CIA اوISI ګډه ډرامه ده چې اکټران یې یوه خوا
لر او بر طالبان او بلې خوا ته امریکان ، اروپایان او د پاکستان حکومت دی، چې په پښتانه یې د پلاس په خوله کې راګیر کړي دي!


ghareebdost
05.01.2009

هغوۍ يوازي دروس اوامريکا ډبل زنځيري سپې يعني دنيشنل عوامي پارټۍ والا نه وژني،فوځيان اوکرنيلان،هم وژني،له دې حقيقت نه دوست اودښمن دواړه انکارنکوي،ته يې؟٠٠٠
بل دغه نيشنل والا په هغه بل مقاومت کې دروسانو حلقه بګوش غلامان وو، دروسانو دخواخوږي اوپېسو په بدل کې به يې دمهاجرينو په کېمپونو کې چاودنې کولې(لکه څنګه چې دګوندغړې فريد طوفان پخپله په خيبرتلويزون کې پردې خبره اعتراف وکړ) او اوس د امريکا حلقه بګوش غلامان دي،په سيمه کې دامريکا په اپريشنونوکې مستقيما دخيل دي ،ځکه يې هره ورځ په خوله موچان ګرځي،پرون به ولي خان ويل چې زموږمقدمه په کرملين کې چليږي،اوس اسفنديار وايې چې زموږمقدمه په واشنګټن کې چليږي،که ددې پيسه خورو خانانوغداري نه واي ،نن به پر دوي دپنجاپي راج نه چلېدي،دوې يوازي دخپل سياسي دوکان دګرمېدلو لپاره دپښتانه نارې وهي،تاريخ شاهد دی،چې هر وخت دوي پښتانه خرڅ کړي،که روس پيسې ورکړې په روس يې خرڅ کړي، که امريکا ورکړې په امريکا يې څرڅ کړي،په پنجاپي خويې دورځي ،سل واره خرڅوي،دوي داستقلال ذهن نه لري،بس يوازي په همدې نارو،خپل شخصي امتيازات اخلي،
که زما دوخت او دفورم دګنجايش،لمن تنګه نه واي ،نوپه دې اړه به مي سلګونه،اسناد درته وړاندي کړي وای،
په مينه اودرنښت


عبدالله صابر
06.01.2009

دا نيشنليان خودپښتانوترټولو لوی دوښمنان دي ، هغه دقاضي حسين احمد خبره
روسانوپښتانه تباه کول دوی دروسانوملګري ول اواوس چي امريکايان پښتانه
وژني نودامريکايانوملګري دي ، دافغانستان پښتانه خودنيشنل والا ډيرښه پيژني
همدا نيشنليان ووچي افغان مهاجرين يی دشا پيټي ګڼل اوپه پاکستان کښ که کوم
پوليس ،افسرياعام سړي له مهاجرينو سره بده رويه کوله نوهغه به نيشنلئ وو او
افغانان به ويل دا نيشنلئ دی دمهاجروسخت خلاف دی
افغانان په پاکستان کښ ترټولوبده خاطره له نشنليانوڅخه لري ،
دپښتونخواچيغي يوازي ددوکي اوسياسي مقصدونولپاره وهي اوبس ٠


ghareebdost
09.01.2009

غيرت اشناسلامونه !
ستا له دپښتني وحدت له غوښتونکو سره مي ډيري خبري زهن ته راغلې ٠٠٠له بده مرغه چې لږ دتاريخ په هينداره کې ورته وګورو، نو دغه دملت پالني غورځنګونه، لمړى دازادۍ په ښه نيت پيل شوى، خو چې مشران يې تللى ځاى ناستو يې له دې غورځنګونو نه سياسى دوکانونه جوړ کړي،
او دنړيوالو ابر قدرتونو په غلامي کې يې هميشه دتلى سرته کتلى ! چې روس پياوړى وو، نو دوى کمونستان شول، چې کله امريکا پياوړي شوه، بيا دوى امپراليستان شول،
له هرچا نه يې دخپل قوم پرسر شخصى امتيازات اخيستى او تر ټولو متضاد سياست يې دا وو، چې پښتانه په قاطع اکثريت مسلمانان وو، خو دوى چې دپښتنو دمشرى دعوه يې کوله ځانونه کمونستان بلل، همدا فکرى تضاد لاتر اوسه روان دي، د دوى قاتلان يو هم پنجاپي نه دى، دهمدى سيمى پښتانه دى، خو هغه پښتانه دي چې پرون هم د دوى مخالف وو ځکه دوى روسان خپل دوستان ګڼل او هغوى يرغلګر کفار ګڼل، او نن هم د دوى مخالف دى، ځکه دوي امريکايان خپل دوستان ګڼى او هغوى يې يرغلګر کفار ګڼى، داپه اصل کې يو ايډيالوجک جنګ دى، او ټوله دنيا خبره ده چې دلته يوازى نيشنليان نه مړه کيږى، بلکې پنجابى کرنلان او فوځيان هم مري، ځکه دا د ISI له خوانه جګړه نه بلکى دISI او دهغوى دنوي مزدورانو، نيشنلى ملکان پر ضد جګړه ده، چې رهبرى يې امريکا کوي، او دا جګړه په دى ټوله سيمه خوره ده، بلکى که ووايم: چې په ټوله اسلامى نړۍ کې خوره ده ، هم مبالغه به نه وي ،
بدبختانه همدا ملت پال چې ته يې دپښتنو دوحدت غوښتونکى ګڼې، دوى هغه څوک دي دخپلو دربدره پښتنو مهاجرو په کيمپونو کې يې چاودنى کولې اوهغوى يې غوليدلى افغانان بلل، ته او خداى!! دا نو پښتنواله ده، چې دپښتون ورور عفت او عزت په دربدري کې ستا هيواد ته پنا راوړى او ته دخارجى بادار پر قومنده دهغه په غريبانه جونګړه او پنډعالى کې چاودنى کوې،
يو کال وړاندى په خيبر تلويزون، سلم صافى دکوربه په توګه له فريد طوفان سره مرکه درلوده، طوفان هغه وخت له نيشنل عوامى پارټۍ نه استعفا ورکړي وه او يو لړ اعترافات يې هم وکړل،
پوښتنه_ طوفان صېب! دا رښتيا وه چې تاسو به د افغانيانو کيمپونو کې دماکې کولى؟
ځواب_ هو جى اعظم هوتى به دډاګټر نجيب نه پيسې روړلى او خلګوله به يې د دماکو لپاره ورکولې ،
ته او خداى دا پيښتنى غيرت دى؟ او که روسى غلامى؟ پرون روس او نن امريکا دى، خو غلام هم هغه يو دي


Ghairat
11.01.2009

غریب دوست ورور او دوستانو ته سلامونه !
داچې دغه ادعاوې به حقيقت لري که نه، بايد نور هم وڅيړل شي ، خو افضل خان هم چې دپښتنو د قامي وحدت غوښتونکی دی ډيره موده د اړونده وخت په شمول له دغه ګوند څخه وتلی و په همدې خبره چې د نيشنل عوامي ګوند په اساسنامه کې د پښتون قامي وحدت غوښتنه نه وه او دده په هڅه په کې ورځای شوه نو اوس يې بيرته غړی او استا زی شوی دی ٠
نو ددغه ګوند سره پخواني ايديالوژيکي اختلافات بايد دده پر ضد ونه کارول شي ، ځکه چې نوموړی هم په قامي او هم اسلامي اړخ کې رښتينی او صادق مشر دی ٠
قومي رښتينولي يي د ISI په زړه نه ځايږي نو دهغه اسلامي رښتينولي د نيشنليتوب په پلمه پټوي ، افنديار اونورو ته په پيښور او چارسده او اسلام اباد کې هېڅ هم نه وايي خو نوموړی په سوات کې په لرو طالبانو تېرور کول غواړي ٠
داځکه چې په طالب کې د تفکيک دومره متره نشته چې ددغه سپين ږيري سړي
فرق له نورو څخه وکړي خو ISIيې لمسوي او دنورو په تور دی د قومي وحدت د غوښتونکي سياستوال په توګه پرې له منځه وړي ٠
د نيشنليانو د مشرتابه سياست د قام ملت پښتو او پښتنې کلتور په هکله ان د عدم تشد د تر پاليسۍ پورې چې ارواښاد خان غفار خان تعقيباوه زما له پاره هم تر پوښتنې لاندې دی او غندم يې ٠
ساسې له تبصرې څخه مننه او که پياوړي اسناد او مواد لرئ راته يې په pm راواستوئ په درنښت ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more