د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايانوداځل دوه سوه ترهګرې ميږي ووژلې

Sangar Watan
07.12.2008

امريکايانوداځل دوه سوه ترهګرې ميږي ووژلې

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي

١٥ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-12-05 20:14:00 م

ماز يګرى و ددفترملګري مې ټول دکورونو په لور روان ووپه دې وخت کې دلغمان له ولايت څخه يوخبر راورسيد اوپه کې ليکلي وو چې تيره شپه امريکايې هوايې ځواکونو ددغه ولايت دمرکز مهترلام په دښته کې دکوچيانو دميږو په رمه ډزې اوبمبار کړى او٢٠٠ ميږې يې وژلي دي .
نه پوهيږودغه امريکايي ځواکونه چې په ښو پرمختللو وسايلوځانونه سمبال هم بولي ولي بيا هم دانسانانو اوميږوترمنځ توپير نه شي کولاي .
دغه ځواکونه چې تيرو اوو کلونو راپديخوا دترهګرو دله منځه وړلو په پلمه پر ودونو،جنازو،غونډو،وراګانو،اوپر نورو عامو خلکواوبيګناه کليوالو ړانده بمونه راغورځوي داځل يې دادي په لغمان کې دکوچيانو په رمو دخپلو ړندو توپونو خولې راتاوکړې .
انسانان خولاپريږده چې دوى په حيواناتو هم زړه ونه سوځاوه او کيداى شي سبا ته له دې سيمې څخه د دوو سوو ترهګرو د وژلوپه اړه اعلاميه رسنيو ته ورکړي .
ځکه دوي خودهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ کې دسلو نه زيات هغه ولسي وګړي چې وژلي يي وو دترهګروپه نوم يې ادعاوکړه چې بل آخره يې ثابته هم نه شواي کړاي.

دغه ميږي چې د مهترلام ښار اړوند د ابراهيم خېلو د کوچيانو وې د ګړوچ دسيمې د کاږه کمر او شين ډنډ په سيمو کې پرې بمباري شوې وه .
د لغمان دهمدې سيمې قهرجن اوسيدونکيې داحتجاج په ډول له خپلو کورونو راووتل اودبهرنيو ځواکونو ددغه ناوړه عمل دغندنې په خاطر يې لاريون وکړ اوهغه ٢٠٠ ميږې چې په دې بمبارۍ کې وژل شوې وي په لاريو موټرو کې راوړې او دولايت دمقام مخې ته يې واچولې .
لاريون کوونکيو دخپلوميږو دوژونکيو څخه دميږودتاوان غوښتنه کوله او ويل يې ، ترڅو يې امريکايي ځواکونه تاوان ورنه کړي نو خپلو کورونوته به لاړ نه شي .
په دې کسانو کې د ريدي ګل په نوم يوکس په داسې حال کې چې ويل يې د شپې پر يوه نيمه بجه امريکايي چورلکو له هوا څخه ددوى پر رمو بمبارۍ وکړې ، وويل چې که دغه شان پېښې تکرار شي نو دوى به له هېواد څخه داسې چې روسانو اړ کړي و کډو ته اړ شي .
دلغمان ولايت دپوليسو مشر دکوچيانودميږو دوژنې پېښه تايد کړي او ويلي يې دغه بريد يوه اشتباه وه او زياته يې کړه چې بهرنيو ځواکونو پر مېږو د وسلوالو مخالفينو ګومان کړى دى .
خو د حيرانتيا خبره دا ده چې د مغرورو امريکايانو هغه الې څه شوې چې له هوا څخه به يې په مځکه څلور انچه شيان ليدل او پېژندل به يې !!!
يا خو کېداي شي په ميږو کې يې هم کومه ترهګره ډله راپيداکړې وي اوداځل به دترهګرو ميږو په نوم خداي خبر په کوموهيوادونواو کومو سيمو کې نوي عمليات پيل کړي !!!
دميږو وژنه خو نننۍ خبره ده ، دغه ځواکونو هره ورځ په افغانستان کې ډيرې کورنۍ دغم په ټغر کښينوي اوله دوي څخه خو څو ک دپوښتنې حق هم نه لري
دغه امريکايانو خو زموږدهرات ولايت دشنډنډ،دننګرهار ولايت دهسکې مينې ،کونړشيګل اوکړنګل،دنورستان ارزګان ،هلمند اوکندهار ،غزني ،وردګو دجلرزي اوسيداباد ولسواليواونورو سيمو کې په سلګونو بيګناه خلک اوماشومان ووژل او د ملګرو ملتونو په ګډون هېچا ورڅخه پوښتنه ونه شو کړاى .
افغان ولسمشر هم ددغه غربي ځواکونو دهوايې ځواک څخه پتنګ راغلى اوتروس يې تيره ښکاري اوښه بيلګه يې تېره اونى په دې اړه د د ولسمشر کرزى څرګندونې دي چې ويل يې پر عامو خلکو د
بمباريو د مخنيوي لپاره يې خپل ټول وس کړى خو جال نه لري چې طيارې پر ې بندې کړي.


باتور
07.12.2008

جالبه ده !

[color=darkred:528bee0f31]افغان ولسمشر هم ددغه غربي ځواکونو دهوايې ځواک څخه په تنګ راغلى اوتروس يې تيره ښکاري اوښه بيلګه يې تېره اونى په دې اړه د د ولسمشر کرزى څرګندونې دي چې ويل يې پر عامو خلکو د
بمباريو د مخنيوي لپاره يې خپل ټول وس کړى خو جال نه لري چې طيارې پر ې بندې کړي.[/color:528bee0f31]

په تنګ راغلی، لېکن جال نه لري چي طيارې پرې بندي کړي !

که په ده کي يوه ذره غيرت وي او يا يوه خاشه د افغانانو غم ورسره وي نو بايد استعفا وکړي، تر څو چي افغان ولس او نړيوال د ده خبرو ته د صداقت په سترګه وکتلای سي . .

دا د ولس مشر نه دی، دا د ولس مشر غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل دی !

په درنښت


hamid khan
10.12.2008

[quote="باتور"]جالبه ده !

[color=darkred]افغان ولسمشر هم ددغه غربي ځواکونو دهوايې ځواک څخه په تنګ راغلى اوتروس يې تيره ښکاري اوښه بيلګه يې تېره اونى په دې اړه د د ولسمشر کرزى څرګندونې دي چې ويل يې پر عامو خلکو د
بمباريو د مخنيوي لپاره يې خپل ټول وس کړى خو جال نه لري چې طيارې پر ې بندې کړي.[/color]

په تنګ راغلی، لېکن جال نه لري چي طيارې پرې بندي کړي !

که په ده کي يوه ذره غيرت وي او يا يوه خاشه د افغانانو غم ورسره وي نو بايد استعفا وکړي، تر څو چي افغان ولس او نړيوال د ده خبرو ته د صداقت په سترګه وکتلای سي . .

دا د ولس مشر نه دی، دا د ولس مشر غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل دی !

په درنښت[/quote] 

السلام عليکم................
باتوره وروره کرزی خو پخپله د امريکې ګوډاګئ دی نو هغه هيڅ نه شي کولای، کرزي دامريکې هو ته هو او نه ته يې نه وايي کرزی هغه څه کوي چې امرېکې ورته امرکړئ وي ، نورې اضافه خبرې
 چې کرزی کوي  هغه د عوامو خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي ..........


باتور
11.12.2008

حميد خانه وروره !

په دې ټول خبر يو چي دی د امريکې ګوډاګي دی، لېکن د ده دا بې معنی او پوچي خبري د جالبيت وړ دي .

زه ګمان نه کوم چي دی به په داسي بې منطقه خبرو باندي وکولای سي چي لا اقل کوم خـــــــــــــــر وغولوي .

په درنښت


hamid khan
13.12.2008

باتوره وروره بيا هم السلام عليکم....

وروره ډيره ښه خبره دې کړې زهد درسره موافق يم.

مننه.....


Ghairat
19.12.2008

ګرانو دوستانو، افغانستان ته د امریکا د دموکرات ګوند د یو جګ پوړی چارواک جان کیري سفر لاندینی راپور څنګه ارزوئ ؟؟؟؟

ښاغلى کيري چې افغانستان ته د خپل يو لنډ سفر پر مهال کابل کې خبريالانو ته غږيده ټينگار وکړ چې له نظامي لارې د افغانستان روانې ستونزې نه شي حل کيدى .
د متحدو ايالاتو مخکښ سناتور جان کيري وايي له نظامي لارې د افغانستان د ستونزو له منځه وړل ناشوني دي .
جان کيري د متحده ايالتونو يو سناتور او د امريکا په تېرو ولسمشريزوټاکنو کې دولسشمر جورج ډبليو بوش سيال کانديد و .

ښاغلى کيري ټينگار کوي چې د نظامي فشار پر ځاى بايد دعادي افغانانود ژوند ښه والي ته پام وشي چې په باور يې له ترهگرو سره يې د يوځاى کيدو مخنىوى وشي.

ده دغه راز د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

جان کيري دا څرگندونې په کابل کې د ولسمشر حامدکرزي اويو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره ترليده کاته وروسته کولې .

ښاغلى کيري چې افغانستان ته د خپل يو لنډ سفر پر مهال کابل کې خبريالانو ته غږيده ټينگار وکړ چې له نظامي لارې د افغانستان روانې ستونزې نه شي حل کېدى .

ده وويل د دې خبرې مانا دا نه ده چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه ونکړي بلکې په وينايې بايد د عادي افغانانو دژوند ښه والي ته پام وشي چې له ترهگرو ډلو سره يوځاى نشي.

په لرو پرتوسيمو کې د ښوونځيوجوړول د پرمختيايي پروژو پلي کول او افغانانو ته د کار پيدا کول د ښاغلي کيرې له انده د امنيت د ټيگښت غور لار ده .

ده وويل:'' موږ بايد په افغانستان کې ډېرې سرچينې وکاروو، د افغانستان ملکي جوږښت ته ډېره پاملرنه وکړو،ښوونځي او روغتونونه جوړ کړو او داسې نور پراختيايي کارونه وکړوچې له دې لارې خلکو ته د کارموندنې زمينې برابرې شي.

نړيواله او اروپايي ټولنه بايد په دغه برخه کې زموږ سره په گډه کار وکړي او په نظامي برخه کې بايد ووايم چې له نظامي لارې د افغانستان ستونزه نشي حلېدى خو دا په دې مانا نه ده چې د ترهگرو په وړاندې مبارزه ونه شي .

زموږ په باور د افغانستان د ستونزو د حل وروستۍ لار د عادي افغانانو پياوړي کول دي چې د ترهگرو په وړاندې ودريږي ''.

ښاغلي کيري د افغان سرتېرو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ ښه همغږي په دغه هېواد کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي غوره لار وبلله .

ده افغانستان ته د نورو تازه دمه امريکايي سرتېرو په اړه چې په دې وروستيو کې اعلان شوى وويل د دوى سرتېري يوازې د افغانانو سره د مرستې په موخه دغه هېواد ته راځي او هرکله چې افغانان په خپلو پښو ودريږي او د نړيوالو د مرستې اړتيا يې ختمه شي نو په هماغه ورځ به يې ځواکونه له افغانستان نه ووځي .

جان کيري افغانستان ته تر راتگ دمخه گاونډي پاکستان ته تللى و او د دغه هېواد له ولسشمر او يو شمېر نورو چارواکو سره ليده کاته وکړل .

دى افغانستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له ولسشمر کرزي ،کورنيو چارو وزير حنيف اتمر او يو شمېر نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more