د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پيران او حضرتان اوافغان اولس

میوند ننګیال
04.12.2008

ګرانوقدرمنو او محترمولوستونکو!
سلامونه او نيکي هيلي
ګرانو زمادا ليکنه دحضرتانو اوپيرانو دمريدانو ازارول نه بلکه يوه نظر دي ٠
اميد کوم چه څوک خفه نشي.
افغان اولس چه هر امام ،قاري ته ډير احترام لري ددي ترڅنګ دپيرانوحضرتانو خو بيخي ډير احترام کوي او په درنده سترګه ورته ګوري ،رابه شو خپل مطلب ته د پيرانو اوحضرتانو کورني پدي اخرووختونوکي دافغانستان روحاني او ډيري درندي کورني وي ددي تر څنګ دافغانستان دسياست دلوبو په ميدان کي ډير په زړه پوري لوبغاړي هم ول دجهاد نه وروسته چه په افغانستان کي دجنګ لړي روانه وه اودپهلواني ميدان تري جوړشوي وه يوپهلوان به راغي اوبل به يي راچپه کړي پدي پهلوانانو کي دي دواړو کورنيوهم ډيررول درلوده او حضرت صاحب خو ددي پهلواني دوه مياشتي پهلوان هم پاتي شوي وه٠
دکله نه چه اشغالګر راغلي او ازاد افغانستان يي اشغال کړي دي تر اوسه پوري چه صليبيانو څومره بمبارياني او عمليات کړي او زمونږه واړه ورونه او خويندي يي شهيداني کړي زمونږ د ورونوپه ودونو يي بمبارياني کړي زمونږه بي ګناه خويندي يي کنډي کړي زمونږ واړه واړه ماشومان يي يتيمان کړي زمونږ غيرتمندي پښتني ميندي يي چه بوري کړي دا خو لاڅه چه زمونږ ه دګډو رمي يي هم پرينښودي او بمبار يي پري وکړ خو نه حضرت اونه پير په والله ځان هم خبر کړي يي اوداسي چپ دي چه ته به وايي چه پخپل خلوت کي بوخت دي او ددنيا نه ناخبره دي ايا دومره هم نشي کولي چه ددي کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي
ګرانونور يي تاسو ته پريږدم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more