نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا هند به په پاکستان حمله وکړي؟
میوند ننګیال
03.12.2008
ګرانو سلا مونه او نيکي هيلی
د نومبر په ٢٦ د شپي په پاؤکم ١٠ بجي چه مو مباي کي چه کومي حملي وشوي دهند په تاريخ کي نه هيريدونکۍ حملي دي دتروريستانو اوپوليسوترمنځ لاجنګ روان وه چه دهندحکومت په پا کستان تور ولګاوه پدي حمله ٢٠٠ کسان مړه او ٣٥٠ شاوخوا کي ووژل شول پرون ١ دسمبر دهنددوزير خارجه پرنام مکهرجي نه يو خبرنګارپوښتنه وکړه چه :تاسوخو کوم تصميمن نلري چه په پاکستان حمله وکړي ؟
هغه په جواب کي وويل : چه نه ،خوهرملک دا حق لري چه د کوم ملک نه ورته خطر وي په هغه د حملي حق لري تا سو څه فکر کوي په راروانوڅوورځوکي به داخبره سړه شي او که همداسي ګرمه به وي ٠
ستاسودنظر او تبصرو په هيله
٠
Re: ايا هند به په پاکستان حمله وکړي؟
میوند ننګیال
03.12.2008
ګرانو سلا مونه او نيکي هيلی
د نومبر په ٢٦ د شپي په پاؤکم ١٠ بجي چه مو مباي کي چه کومي حملي وشوي دهند په تاريخ کي نه هيريدونکۍ حملي دي دتروريستانو اوپوليسوترمنځ لاجنګ روان وه چه دهندحکومت په پا کستان تور ولګاوه پدي حمله ٢٠٠ کسان مړه او ٣٥٠ شاوخوا کي ووژل شول پرون ١ دسمبر دهنددوزير خارجه پرنام مکهرجي نه يو خبرنګارپوښتنه وکړه چه :تاسوخو کوم تصميمن نلري چه په پاکستان حمله وکړي ؟
هغه په جواب کي وويل : چه نه ،خودهرملک داقانوني حق دي چه دکوم ملک نه ورته خطر وي په هغه حمله کولي شي تا سو څه فکر کوي په راروانوڅوورځوکي به داخبره سړه شي او که همداسي ګرمه به وي ،ايا دهند اوپاکستان دا، شف ،شف ،به شفتالو شي اوکه نه که چيرته جنګ ونښلي څوک به ډير تاواني شي ٠
ستاسودنظر او تبصرو په هيله
مننه !
عبدالله صابر
03.12.2008
ښاغلئ ميوند ننګيال
که لنډ ځواب غواړي نو(( نه))
اوکه تفصيل يی غواړي نو ځکه پرپاکستان دهند حمله اوس وخت ممکنه نه ده
چي له يوې خوا دهند سره داسي ثبوت نشته چي دممبئ حملوترشا دپاکستان لا س وي اوبل خوا هند هم په دي پوهيږي چي [color=red:cc10c5bff9]جګړه اختياري نه وي[/color:cc10c5bff9] کيدی شي حمله برعکس پايلې ولري ، هند له پاکستان سره په
څو نوروجنګونو کښي هم دماتي خوند لانه ده هيرکړی ٠
بل پلو امريکا اوناټوچي په افغانستان کښي دخپلې ماتي وخت اوږده ول غواړي دهند پاکستان جګړه به دا وخت ښايی نور هم رالنډ کړي ځکه پاکستان
به خپل فوځونه دافغانستان له پولي دهند لوري ته وليږدوي ، په همدي بنا باندي امريکا اوناټو هم اوس وخت دهند اوپاکستان جګړې ته نه دي تيار ،
پاکستانيان زمونږپه څيرنه دي چي له کار وروسته سوچ کوي هغوی له يوکار
کولومخکښي سوچ کړی وي اودهرې خوا مثبت ،منفي اړخونه يی سنجولي وي
اوپه عين حال کښي ددوښمن فوځي سياسي اوعکس العملونو په مقابل ځوابي
حالاتونه ټول ارزولي وي٠
په دي کښي شک نشته چي دممبئ حملوهند ته حيرانوونکئ لوی اقتصادي ګذار
ورکړخوهند پوهيږي چي عکس العمل به يی له دي هم حيرانوونکئ وي ،
داچي داکاربه چاکړي وي نويواځي الله جل جلاله ښه پوهيږي خواما د خپل
شخصي نظرپه بنا ښايی له isi پرته بل څوک داکارونه کړی شي ٠
يوبل دليل چي دجګړې نه کيدل راښيی هغه داده چي په دي وروستيوکښي
امريکا اوهند دواړو ويلی چي دممبئ په بريدونوکښي دپاکستان لاس نشته ،
دوی پوهيږي چي که په يقيني ډول پاکستان په دي بريدونوکښي تورن وبلل
شي اوبيادپاکستان خلاف کوم جدي عکس العمل نه ښودل به پاکستان نوره
هم زړه ور کړي او ددوښمن کمزورتيا احساس به وکړي ٠
Sangar Watan
05.12.2008
درنو افغانانو!
دهند اوپاکستان د جنګ سوچ مکوی٠
څکه چه اوس ټوله نړی يو بادار لري٠ څرنګه چه ليدل کيږی،بادار په اوسني حال
احوال کی دجنګ حوصله نلري٠په پخوانۍ زمانه کی به امريکې دپاکستان او
پخوانی شوروي به د هند اړخ ونيو اوبيعقلان به جنګيدل٠اوس هرڅه په يوه اشاره
د يوه مرکزه سرته رسي٠
موږ افغانان تل خوشحالي کوو که خدای (ج)مو مل او پاکستان دمځکې د
نخچی نه ورک شي٠
ددی ارزو په اميد شهيد سردار محمد داود خان ګور ته لاړ٠
مګر د داود خان شهادت دپاکستان توطۀ نه وه؟
الله (ج)خبر دی،مګر دکابل په ځينو سياسي ګرديو کی داسی ګنګسی شته
چه دپرچميانو يو مشر چه مير اکبر خيبر نوميده،وادډیری پوهی څښتن وه
د ISI په لاس ووژل شو.
نتيجهداشوه چه داودخان په خلقيانو اوپرچميانو حمله وکړهاو په ځينی رواياتو چه حفيظ الله امين د خپل ګوند داجازی بغير په کودتا لاس پوری کړ٠
ويل کيږی چه امين دCIA په منځګړتوب دISI سره اړيکی درلودی٠دISI پلان
داوه چه کيدای شي داکوتا ناکامه او دخلقيانو-پرچميانو بيخ بنياد به له منځه
ولاړ شی،او که کودتابريالۍ شي نو هغه دی چه ديوی خوا به د داودخان پشان
ستر رهبر له منځه ولاړ شي او له بله پلوه به دپاکستان نور پلانونه دګلب الدين
او احمدشاه مسعود په ذريعه سرته ورسیږی٠لکه څرنګه چه تاريخ شاهد دی
پاکستان پخپل مراد ورسيده٠
ديادولو وړ ده چه مير اکبر خيبر،کارمل اوبيا روسته ډاکټر نجيب دکوزی
پښتونخوا پا افغاني ټولنه کی ډير نفوذ در لود٠
فخر افغان خان باچاخان،خان بابا ولی خان،بيګم نسيم ولي،اجمل خټک،
افراسياب خټک ،شهيد خان عبدالصمدخان،دبلوچو قومي رهبرانو اونورو
درندو شخصيتونو دپرچميانو سره خورا نږدی اړيکی درلودی٠
د سنبلی ٩ دپښتونستان دروځی په نامه لمانځل کيده اوزه پخپله د محترم اجمل
خټک دويناوو شاهد يم،چه پدی روځ به یی په کابل کی دپښتونستان په واټ
کی په سترو مظاهرو کی برخه اخيسته٠
سنګر وطن
باتور
05.12.2008
sangar watan خانه !
سلامونه او هرکلی درته وړاندي کوم . . .
تا ليکلي :
درنو افغانانو!
دهند اوپاکستان د جنګ سوچ مکوی٠
څکه چه اوس [color=darkred:cf9e0962a7]ټوله نړی يو بادار لري٠ [/color:cf9e0962a7]څرنګه چه ليدل کيږی،بادار په اوسني حال
احوال کی [color=brown:cf9e0962a7]دجنګ حوصله نلري[/color:cf9e0962a7]٠په پخوانۍ زمانه کی به امريکې دپاکستان او
پخوانی شوروي به د هند اړخ ونيو اوبيعقلان به جنګيدل٠اوس هرڅه په يوه اشاره
د يوه مرکزه سرته رسي٠
[color=white:cf9e0962a7]د ټولي نړی بادار پخوا هم يو وو او اوس هم يو دی . . او هغه کما کان زموږ لوی خدای دی.
د فرعون، نمرود، مقدوني اسکندر، چنګېزخان او داسي نورو قصې او افسانې به دي حتما لوستلي وي. . او د هغو ټولو انجام به هم درته معلوم وي . . [/color:cf9e0962a7]
په درنښت
عادل عادل
06.12.2008
سلامونه
د پاکستان پر ضد د هند حمله خو مونږ ته د لا بدبختی نه نور څه ګټه نه رسوي خو داچې تاسو یې هیله کوی نو دا د عقدې خبره ده او بس.
که په رښتیا د پاکستان ټوټه کیدل او د پښتنو قبایلو ازادي غواړی نو ولې د وزیرستان او باجوړ د غازیانو ملاتړ نه کوی؟
هغوی خو د ډیره وخته په پاکستان حملې پیل کړي دي؟
په همدغه یوه ټکي او پوښتنه کې مونږ ته خپله څیره مالومیژي چې د چا او څه لپاره د پاکستان ضد شعارونه ورکوو!!!
میوند ننګیال
06.12.2008
باتورجانه !سلامونه
سم جواب دي ندي ورکړي بياهم ستاسونهډيره مننه