نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له امريکايانو او اروپايانو نه يوه ساده پوښتنه !
باتور
30.11.2008
څه ګنـــــــــــــــــــــــــــــــــــاه ده دې خلګو چي ګولي باندي اورېږي؟
څه خطــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ده ځني شوې چي په وينو کي لمبـــېږي؟
http://www.youtube.com/watch?v=BANaev_ceQY
ډاکتر څپاند
01.12.2008
باتور صيب نه زما او ستا اونه هم د ددی بيچاره ولس نارې سوری دچا غوږ ته
رسی٠
مګر هر ملت چه خپل رهبر پيدا نکړای شي دهغه به دا حال وي٠
اعليحضرت غازي امان الله خان انګريزان له ملکه بهر کړل مګر دانګريز
خاينو او مرتجعو نوکرانو په هغه دکفر فتوی ورکړه،داودخان څه ناڅه دملک
دابادی لپاره ګامونه پورته کړه مګر زموږ تاريخی دښمن پاکستان هغه د
لېوني او کافر په نامه ياداوه او دهغه دښمنانو ته ئی هلته په پاکستان کی
دافغانستان دورانولو تعليمات ورکړل٠
کرزی د يوی علاقداری د اداري واک او صلاحيت نلری مګر اوس ئی دنيا د
افغانانو مشر بولي !
باتور
01.12.2008
زما اوستا نارې به کېدای شي چي د اورېدو وړ نه وي. . لېکن د هغو پښتنو ميندو چي زه او ته يې پيدا کړي يو، د هغو نارې هم خدای اوري هم په وطن مين پښتون.
موږ ملي رهبر ته د کښېنستا په تمه خپل ژوندونه د خاورو لاندي کول نه غواړو . . موږ هر يو غازي امان الله خان يو موږ هر يو ميرويس او اکبرخان يو . . موږ هزاره نه يو چي مزاري او محقق ته به ناست يو، موږ تاجک نه يو چي پدرام او اسماعيل خان ته به ناست سو او يا به هم د ازبکو غوندي د ګيلم جم په امېد ناست يو . .
موږ په خپله ملي رهبران يو، زموږ هر يو تن د غازيانو، باچاهانو او امېرانو وينه په رګو کي لري . .
کرزی يو شخص دی، هغه د کارمل او نورو په شان تلونکی دی. .
زه او ته به پاته يو . .
په درنښت
Sangar Watan
07.12.2008
باتور خانه وروره هلمند ئی بيا بمبارد کړی !
کرزی به بيا ځه بانه(بهانه)کوی??
pattang
07.12.2008
کرزی د چا زوی دی ? له کومې کورنۍ څخه دی ? که يې سوابق درواخلي ټول يې
مذدوران تېر شوي،هغه نه شرم لري او نه حيا ،تر ټولو خرابه عمل يې دنظار شوراته
مذدوري کول دي ، که تاريخ نور درواخلې، دې خلکو .... پښتانه هر وخت خرڅ کړي
دي ٠ پښتانه بايد هو ښيار شي٠
غورځنګ ghorzang
17.12.2008
:roll: باتوره ياره! د ساده پوښتنې په څېر دې ته هم ډېر ساده راته ښکاره شوې.
ته تر اوسه په دې نه پوهېږې چې دا ولې؟
مړه يار ګه لنډو ټکو کې يې درته ووايم:
...........................[color=red:8121425177]دا ځکه چې دا خلک پښتانه دي، له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مينه لري.[/color:8121425177]
[color=white:8121425177]همدا يې ګناه او همدا يې خطا ده.[/color:8121425177]
اوس پوه شوې؟
باتور
18.12.2008
ghorzang خانه !
تا ليکلي :
[color=darkred:c64be50eb9]..دا ځکه چې دا خلک پښتانه دي، له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مينه لري.
همدا يې ګناه او همدا يې خطا ده.
اوس پوه شوې؟[/color:c64be50eb9]
که پښتنو په رښتيا هم له خپل دين، خاورې او کلتور سره مينه درلودای، نو بيا به دا نن ورځ په پښتون نه وه راغلې!
په درنښت
غورځنګ ghorzang
18.12.2008
[color=red:dbd551a222]باتوره وروره! ستا هدف دادى چې پښتانه بې دينه، او د خپلې خاورې او کلتور په وړاندې بې تفاوته خلک دي؟[/color:dbd551a222]
که خداى مه کړه داسې واى نو بيا خو غرب ورسره هيڅ ستونزه نه درلوده، پښتانه به د غرب د هرې دسيسي او هر پلان سره همغږي ول او غرب به دې ته اړتيا نه درلوده چې په وينو کې يې ولمبوي؟
که څنګه يار؟
باتور
18.12.2008
غورځنګ خانه !
په پښتنو کي ډېر داسي څوک سته چي دين ته يې شا ورته کړي، او نور ډېر داسي کسان هم سته چي د خپل ملت، ژبي او کلتور حق يې نورو ته ور بښلی، د ددې لپاره چي نور بيا د متعصب افغان نوم ور باندي کې نه ږدي .
اشغالګر د دې لپاره نه دی راغلی چي زما او ستا دينداري، له خاوري سره مينه او کلتورته تغير ورکړي او هغه د ځان په شان کړي، غرب د [color=brown:abe3666325]ترکمنستان د ګاز او د قزاقستان د تېلو[/color:abe3666325] لپاره راغلی، هغو ته چي د تصدير لاري برابري کړي بيا به زما او ستا په مخ د تحقير لاړي تو کړي او زه او ته به په خپلو تورو سترګو ورته ګورو. .
په درنښت
pattang
19.12.2008
افرين باتوره په وچ منځ دې وويستله ، خدای پاک دې نور هم بری درکړي:
[quote:f79dc6b33e="باتور"]غورځنګ خانه !
په پښتنو کي ډېر داسي څوک سته چي دين ته يې شا ورته کړي، او نور ډېر داسي کسان هم سته چي د خپل ملت، ژبي او کلتور حق يې نورو ته ور بښلی، د ددې لپاره چي نور بيا د متعصب افغان نوم ور باندي کې نه ږدي .
اشغالګر د دې لپاره نه دی راغلی چي زما او ستا دينداري، له خاوري سره مينه او کلتورته تغير ورکړي او هغه د ځان په شان کړي، غرب د [color=brown:f79dc6b33e]ترکمنستان د ګاز او د قزاقستان د تېلو[/color:f79dc6b33e] لپاره راغلی، هغو ته چي د تصدير لاري برابري کړي بيا به زما او ستا په مخ د تحقير لاړي تو کړي او زه او ته به په خپلو تورو سترګو ورته ګورو. .
په درنښت[/quote:f79dc6b33e]
momtaz
19.12.2008
[quote:a3a808f94e="باتور"]
اشغالګر د دې لپاره نه دی راغلی چي زما او ستا دينداري، له خاوري سره مينه او کلتورته تغير ورکړي او هغه د ځان په شان کړي، غرب د [color=brown:a3a808f94e]ترکمنستان د ګاز او د قزاقستان د تېلو[/color:a3a808f94e] لپاره راغلی، هغو ته چي د تصدير لاري برابري کړي بيا به زما او ستا په مخ د تحقير لاړي تو کړي او زه او ته به په خپلو تورو سترګو ورته ګورو. .
[/quote:a3a808f94e]
دې کار سره خو د آی اس آی نوکران طالبانو لا پخوا موافقه کړې وه. ګوره چې د طالبانو معنوی پلار نصیرالله بابر پدې هکله پخپلې مصاحبې کې څه وایي:
[color=brown:a3a808f94e]پوښتنه: - له طالبانو سره د امریکا د مستقیم یا غیر مستقیم مرستو په حصه کې تاسو څه معلومات ورکولای شئ. تاسو د طالبانو ډیر نژدې دوست پاته شوي یاست. امریکا د طالبانو حمایت کاوه او که نه؟ او که یې حمایت کاوه نو علت یې څه وو؟ [/color:a3a808f94e]
[color=blue:a3a808f94e] ځواب:- موږ د طالبانو په دور کې یو کاروان (زما خپل) له موادو ترکمنستان ته ولیږه او اوس واپس بیرته سم سلامت راغی. بیا زه د امریکا سفیر ته ورغلم ورسره مې د یوروپ او جاپان سفیر هم تر لاس ونیو اول مې هرات ته بوتل هغې نه پس مې کندهار او نورو علاقو ته بوتلل تر څو په خپلو سترګو هغوی ته وښیم چې دلته پوره امن او امان دی او دلته د ګیس پایپ لاین، ریلوی (اورګاډی لاره) او نورو پروژو لپاره زمینه مساعده ده او دوی ته هم پته ولګیږی چې دوی هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی.
لیکن ماته نه ده معلومه چې مستقیماً امریکا له طالبانو سره مرسته کوله که نه. [/color:a3a808f94e]
باتور
19.12.2008
Momtaz خانه !
ستا اقتباسي ليکنه :
موږ د طالبانو په دور کې یو کاروان (زما خپل) له موادو ترکمنستان ته ولیږه او اوس واپس بیرته سم سلامت راغی. بیا زه د امریکا سفیر ته ورغلم ورسره مې د یوروپ او جاپان سفیر هم تر لاس ونیو اول مې هرات ته بوتل هغې نه پس مې کندهار او نورو علاقو ته بوتلل تر څو په خپلو سترګو هغوی ته وښیم چې دلته پوره امن او امان دی او دلته د ګیس پایپ لاین، ریلوی (اورګاډی لاره) او نورو پروژو لپاره زمینه مساعده ده او دوی ته هم پته ولګیږی چې دوی [color=white:1112df7e15]هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی[/color:1112df7e15].
[color=darkred:1112df7e15]سمي خبري دي را اقتباس کړي.
چي داسي ول، نو بيا زموږ د وطن اشغال ته څه ضرورت وو؟[/color:1112df7e15]
په درنښت
momtaz
19.12.2008
[quote:dc306a54ab="باتور"]Momtaz خانه !
[color=white:dc306a54ab]هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی[/color:dc306a54ab].
چي داسي ول، نو بيا زموږ د وطن اشغال ته څه ضرورت وو؟[/color]
[/quote:dc306a54ab]
پتنګه ، پر هدیرو باندې هم ډېر ښه امن دﺉ!
stanizy
25.12.2008
ګرانودوستانو اولوستونکو سلامونه اونیکې هیلې مې ومنۍ
ممتاز صیب دغه پوښتنه یو ځلې له مانه هم یو چا وکړه خو ماورنه په جواب کې دا وپوښتل چې تاته څنګه معلومه شوه چې په هدیره کی امن دۍ ، دا چې هلته په مړو څه تیریږي ؟ نو خدای دې ترې مه خبروه،
وروره هدیره چی عالم بر زخ یا ددنیا او آخرت تر منځ نړی بلل کیږي دلته داسلام دسپېڅلي دین له نظره دا خبره ثابته ده چی له مړي نه یو لړ پوښتني کیږي که په دې پوښتنو کي بریالی شي نو به په مزو او آرام کی وی اوکه په دي پوښتنوکي ناکام شي نوبیا به دغه تنګ قبر نورهم ورته تنګ او د دوزخ له کندو یوه کنده جوړه شي خدای دي موږ اوتاسي ټول ترې وساتي اوس نو تاسی خپله فکر وکی چی په هدیره کی امن دی اوکه بې امني ؟ هو هغو انسانانو چی په دې نړۍ کې یې دخدای دین منلی ، نېکي یې کړي اوله بدیو یې ځان ساتلی هرو مرو به په قبر کی په امن وي او هغه دخدای ددې وعدې سره سم چی فرمایي [ الذین آمنوا ولم یلبسوا ایمنهم بظلم أؤلئک لهم الامن وهم مهتدون]یعنی هغو کسانو چې ایمان یې راوړی په الله اوټولوهغه څه چې الله خل خلاله دایمان راوړلو امر ورباندې کړی اوبیا یی په خپل ځان په ګناهونو سره اوپه نورو خلکوناروا ظلمونه او تیری نوی کړی ، دوۍ دالله جل جلاله له عذابه په امن دي .
او دقبر دعذاب په اړه هم ډیر آیاتونه او حدیثونه موجود دي خو ددې له پاره یی نه لیکم چې خبره هم وږده نه شي او دا دبحث موضوهم نده .
یادونه : دنړی دټولو ښونځیو،مدرسو او پوهنتونونو دازموینې پاڼې او سوالونه د ازموینې تر لحظې پوری له شاګردانونه پټ وي خو دقبر پوښتنې له پخوانه لا ټولو خلکوټه معلومی دی چې دا اودا سوالونه به دامتحان په ورځ راځي
pattang
25.12.2008
ممتازه! پټه يې ونيسه !
د cia په ملل متحد دې هم نالت شي او دجرمني په غلا م دولت هم٠ زه په دفتر کې هم
داسې خبرې کوم ، زما څخه دالمان پټو ارګانوپوښتنې هم کړې دي او ما په وچ ډاګ
هم داسې ځوابونه ورکړي ،کوم يې چې ته او نور دلته لوني ٠
نر پسه (پوسه ) خدای پاک د حلا لولو لپاره پيداکړی٠
افغان اولس بايدخپله سياسي اودولتي لاره په خپله وټاکي ،نورملکونه حق
نلري چې هلته دغلو ، قاچاقبرو ، جنګي جنايتکارانو حکومت جوړ کړي
او د رشوت ، زنا ، شرابو ، فاحشه خانو ، بيکارانواو انسان وژني کلتور
له داسې يوه اجنټ دولت سره افغان ملت ته وارد کړي٠
اشغالګر له جنګي جنايتکارانو سره يو او ملګري دي ،ددوی جنايت او دبشري
حقوقو تر پشو لاندې کول ، دمزار ، قلعه جنګي، شبر غان او دښتې ليلې ټول
جنايتونه دوی پټ کړي دي که څه هم دغه پټوالی او ملګرتيا د اشغالګرو د اساسي
قانون په خلا ف دي ، خو دا چې اسلام ذلت کيږي او سياسي ، اقتصادي مرامونه
مخته ځي نو خپل اساسي قانون هم ورته تر پښو لاندې کوي٠
نو پر دې اساس هر افغان حق لري چې دخپلې ازادي لپاره توره په لا س واخلي٠
هيڅ افغان ، هيڅ افغاني حکومت نه کوم ترور د اشغالګرو په وړاندي کړی ،يايې
لا سليک کړی او يا غېر مستقيم يې پلان کړی ، هيڅوک هم ددې شاهد نلري .
اشغالګر خوشې پلمي غواړي ، عراق ته ګورۍ څه يې پرې وکړل ٠
ممتازه ته خبر نه يې دغه دصليبي اشغالګرو اوله حمله نده ، دوی په تاريخ کې
ډېرې حملې کړې خو بری يې ندی موندلی او داځل به هم انشاالله هم داسې شي ٠
کوم وخت چې دالمان چپيانو د المان هغې لويې قضا ته چې د المان اساسي قانون
ساتي عريضه وکړه چې دالمان عساکر په افغانستان کې غيرې قانوني دي نو هغه
بدمرغو داسې فيصله وکړه:
(دالمان عساکر په افغانستان کې داساسي قانون سره برابر دي ،څکه چې له
افغانستان څخه د ناتو پر غړي دولت حمله شوې)
نو ته اوس دې بيحياو ته ګور ه چې دوی څومرنامعقوله فيصله يواځي د خپل
حکومت دسياست لپاره او نه دعدالت او قانون په چوکاټ کې کړې ده ٠
ددې حملې يو پيلوټ خو له جرمني ځخه وو او دوه له امريکا ځخه نو د افغان اولس
يا دولت يې له حملې سره څه ٠ که دوی دا وايې چې حمله په افغانستان کې پلان شوي
ده ! ايا دوی ددې شاهد لري ? ايا دوی دا شاهد لري چې افغاني منابع دې پردې
پلان باندې خبر وي ? نه دوی هيڅ شا هد نلري، دا ټوله يوه سياسي ماجرا جويې ده٠
ممتازه ځان خبر که ، يواځې لاره داده چې اشغالګر بايد افغانستان پرېږدي ، بيا
زمونږ کاردی چې څوک بری مومي جنګي جنايتکاران او که اولس ٠
Ghairat
31.12.2008
غورځنګ لیکي :
[quote:839b059480]دا ځکه چې دا خلک پښتانه دي، له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مينه لري. همدا يې ګناه او همدا يې خطا ده. [/quote:839b059480]او باتور خان یې داسې ور ردوي :
[quote:839b059480]که پښتنو په رښتيا هم له خپل دين، خاورې او کلتور سره مينه درلودای، نو بيا به دا نن ورځ په پښتون نه وه راغلې! [/quote:839b059480]
که ظاهرأ ددوې دواړو ئاغلو په خبرو کې ضد اونقیض لیدل کیږي،نو په موخه کې یې څه ګډون هم شته، اوهغه ماته داسې بریښي چې :
د طالبان له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مینه خو لري ، تر دې ځایه د غورځنګ خبره سمه ده ، خو دا مينه یې ړنده، کڼه ، غیر عالمانه او غیر اګاهانه ، کمعقله او جاهلانه مینه ده، نودا کومه آګاهانه، عالمانه، هوښیاره ، روڼه ، بیداره او پرځای مینه نه ده، که وای نوبیا د باتور خان خبره سمه ده چې
په دې صورت کې به بیا دا نن ورځ په پښتون نه وه راغلې!
او زه به یې وروستی ټکې همدومره ور سم کړم چې :
[color=white:839b059480]بیابه یې دا نن ورځ په پښتون نه وه راوستې! [/color:839b059480]
هو، په دې کې شک نشته چې دا بده ورخ نن په پښتنوراغلی نه، بلکې راوستل شوې ده اودا پښتون نه، بلکې پردیو پرې راوستې ده، خو پردیو بیا همد خینو پښتنو په مرسته اود پردیو سره هغه مرستندوی څواک څشی اوڅوکوو؟
هغه همدغه ناپوهي،جهالت، بیسوادي، کمعقلي ، بی خبري اونا اګاهي ، جذبات او
د زور زیاتی لار ده چې يالبانو ددین ،خاورې او دودپالنې سره ګډه کړې او بیا اودسیاست په ځای ، چې دټولنیز تعقل لوړه پوړۍ ده ، د جهالت له دې ناروغیو څخه کار اخلي۰
نوولې به بیا دوطن دوښمنان د دین وطن او دودونو سره د ړندې مینې له دغسې جاهل ځواک څخه په هرقیمت کار نه اخلي؟؟؟؟ اوولې به شوروس د خلقیانو له جاهلانه ځواک څخه کار نه اخیسته؟ اوولې به پاکستان د جهادي پښتنو مشرانو
له جهالت او بیا د طالبانو له ړانده اوکاڼه جهالت څخه کار نه اخیسته ؟؟؟؟ اوولې به
ISI او CIA په ګډه همدا اوس ترې ګټه نه پورته کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟
دوی خو په سیاست کې د دغو استخباراتو په مقابل کې ماشومان دی،نو:
[color=blue:839b059480]چې ماشوم دISI سره لوبیږي ، نوهغه بم ورکوي چې غورځوه يې
........ ..............چې ړانده دCIA په ضد دریږي، نو هغه ورته ورور نیسي چې وهه یې[/color:839b059480]
غورځنګ ghorzang
31.12.2008
[color=red:48bd31164e][size=24:48bd31164e]سلامونه يارانو![/size:48bd31164e][/color:48bd31164e] دا څه کوي دا؟
زه خو دا دومره وخت نه وم، دا زما او د باتور جان له بحث نه څومره اوږده پړ پړه جوړه شوې ؟
زه بېچاره خو ددې د لوستلو وس نه لرم، ځواب ليکل خو يې لا پرېږده.
په هر حال باتور ورور ليکلي:
غرب د ترکمنستان د ګاز او د قزاقستان د تېلو لپاره راغلی،
ورورکه خبره دې سمه ده، خو زما په اند د پښتنو ټاټوبى (افغانستان) ورته له هغې هم ډېر ارزښت لري، ځکه له دې ځاى نه د ترکمنستان د ګازو او د قزاقستان د تېلو تر څنګ نورې ډېرې ګټې هم ترلاسه کولى شي.
او که داسې نه وه نو دلته يې څه بلا غوښته، د اوسپنو د نينو (پښتنو) نه خو د ترکمنستان او قزاقستان هضمول ورته اسانه ول.
باتور
01.01.2009
ټولو ته سلامونه او احترامونه !
موضوع د امريکايانو د ړندو بمباريو په اړه وه، او ما يوه مناسبه سندره را اقتباس کړه :
څه ګنـــــــــــــــــــــــــــــــــــاه ده دې خلګو چي ګولي باندي اورېږي؟
څه خطــــــــــــــــــــــــــــــــــا ده ځني شوې چي په وينو کي لمـېږي؟
ښاغلي غورځنګ په ځواب کي وليکل چي:
[color=white:799ece3140]دا ځکه چې دا خلک پښتانه دي، له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مينه لري. همدا يې ګناه او همدا يې خطا ده. [/color:799ece3140]
ما بيا په ځواب کي ورته وليکل چي:
که پښتنو په رښتيا هم له خپل دين، خاورې او کلتور سره مينه درلودای، نو بيا به دا نن ورځ په پښتون نه وه راغلې!
ښاغلي غورځنګ بيا وليکل چي:
[color=white:799ece3140]باتوره وروره! ستا هدف دادى چې پښتانه بې دينه، او د خپلې خاورې او کلتور په وړاندې بې تفاوته خلک دي؟
که خداى مه کړه داسې واى نو بيا خو غرب ورسره هيڅ ستونزه نه درلوده، پښتانه به د غرب د هرې دسيسي او هر پلان سره همغږي ول او غرب به دې ته اړتيا نه درلوده چې په وينو کې يې ولمبوي؟ [/color:799ece3140]
ما بيا ورته وليکل چي:
په پښتنو کي ډېر داسي څوک سته چي دين ته يې شا ورته کړي، او نور ډېر داسي کسان هم سته چي د خپل ملت، ژبي او کلتور حق يې نورو ته ور بښلی، د ددې لپاره چي نور بيا د متعصب افغان نوم ور باندي کې نه ږدي .
اوس به راسو د ښاغلي غيرت استنتاج ته :
ک[color=darkred:799ece3140]ه ظاهرأ ددوې دواړو ئاغلو په خبرو کې ضد اونقیض لیدل کیږي،نو په موخه کې یې څه ګډون هم شته، اوهغه ماته داسې بریښي چې :
د طالبان له خپل دين، له خپلې خاورې، او له خپل کلتور سره مینه خو لري ، تر دې ځایه د غورځنګ خبره سمه ده ، خو دا مينه یې ړنده، کڼه ، غیر عالمانه او غیر اګاهانه ، کمعقله او جاهلانه مینه ده، نودا کومه آګاهانه، عالمانه، هوښیاره ، روڼه ، بیداره او پرځای مینه نه ده،[/color:799ece3140]
ـ زما او د ښاغلي غورځنګ په دې پورته ليکنو کي چا د طالبانو نوم ياد کړی؟ چا د طالبانو د دينداري، له خاوري او کلتور سره مينه ياده کړي؟
د طالبانو له دين سره مينه، ړنده مينه نه ده، طالبان په خدای (ج) او د هغه په رسول (ص) د زړه له صدقه عقيده او باور لري او دا ايمان يې آګاهانه، عالمانه، روڼ او ويښ دی. .
که چېري طالبانو ستاسو په شان د کارل مارکس، داروين، نيتچه، يا ( په اصطلاح) د لينن کبير . . . . . کتابونه لوستلي وای، نو بيا به خامخا هغوی هم اوس ستاسو په شان د شک او يقين په دوه لاري کي محصور ول. نه به د دين ول او نه به د دنيا.
له دين سره روڼه ، بېداره او پرځای مينه څه معنی لري؟
يا انسان ديندار وي يا بې دين، يا ايماندار وي يا بې ايمان.
کبر ښه نه يي، موږ کبرجنانو به پخوا په هزاره ګانو پوري خندل او ويل به مو چي دوی ته ګوره د خلګو په بوټونو پالش وهي، خبر نه وو چي داسي وخت به راسي چي زموږ ورونه او خوندي چي په ځان به يې د غيرت نوم هم اېښی وي، د بوټونو پالش څه چي حتی څټلو ته هم تياروي (اوهغه هم د پردو بوټونه) او د يو څو ډالرو په بدل کي نور پښتانه هم دې کار ته تشويقوي.
د پتنګ خان خبره: لعنت په ګوډاګيانو او د هغو په مزدورانو !
په درنښت
Ghairat
06.01.2009
[quote:b7a8b4d24f]
له دين سره روڼه ، بېداره او پرځای مينه څه معنی لري؟
يا انسان ديندار وي يا بې دين، يا ايماندار وي يا بې ايمان. [/quote:b7a8b4d24f]
باتور خانه پوښتنې دې منم ، ځواب به یې درکړم ، خونوره تبصره دې پر ځای نه بریښي، ځکه که تا زما کومه لیکنه هم د لېنین ،مارکس یا کمونیزم په اړه لوستلې وي، درته به ثابته شوې وي چې د هغوی دتردید او تنقید له پاره به لیکل شوې وه او د خلق او پرچم سیاست به په کې غندل شوی او مشرتابه به یې د شوروي په ګوډاګیتوب مجرم ګڼل شوي وي ۰
هو، دا کار دځینو کتابونو اوتیوریکي بنسټونوله مطالعې پرته نشي کیدای۰
ښايي همدا حالت ددې سبب شویوي چې هیڅ خلقي با پرجمي تیوریسن تر ننورځې پورې دا جرئت نه دی کړی چې په ټول افغان کې د مارکسیزم لنینیزم یا سوسیالیزم اوکمونیزم دفاع وکړي، که څه هم دوی په یو یا بل شکل ، د یو با بل چا له خوا هڅول شوي هم وی چې له خپلو پخوانیوببولالوڅخه څه ووايي، څو په تیوریکي ډول رد شي ،خوچا له څو بی معنی شعارونو پرته بحث ته څه وړاندې نکړای شول۰
خو دا په هر صورت ، اوس به راشو ستاسې پوښتنوته :
وروره که څوک ددین په نامه سیاست کول غواړي ، له دين سره روڼه ، بېداره او پرځای مينه یې دا معنی لري چې باید سیاسي ، ټولنیزه او تاریخي معلوملت هم ولري او په ملي اونړیوال رسالتونو اومسولیتونو ښه پوه اوسي اولوړه کلتوري سویه هم خپله کړي ، د ایران له اخندانو څخه چې د ایران له پاره څومره سیاسی وړتیا لری، په هیڅ یوه برخه وروسته پاتې نه اوسي، نه القاعده اونه یې ISI استعمال کړای شي او که نه، نو بیا به د پخوا په څیر په سیاسی ډګر کې له هر ګام سره تیندکونه خوري ، وطن به د هراړخیز بحران او د روان ناورین په څېر له راز راز ناورینونو سره مخ کوي، دخپل عمل له مقدماتو او پایلو څخه به خبر نه وي، کله به د امریکا او کله پاکستان له خوا د خپلو سیاسی هدفونو له پاره استعمالیږی . ټیک لکه څنګه چې خلق او پرچم د بهرنی بادارانو له خوا وکارول شول دغسې به پر دوی هم بهرنۍ کتې باریږي . څنګه چې هغوی وطن وران کړ او مجاهدینو تر هغوی هم زیات ویجاړ کړ، دغسې به دوی تر هغوی هم یو ګام پورته لاړشي او وطن به نور هم وران کړی !
هو، که د سیاست او سیاسی قدرت سره کار نه لري نو بیا ښایي ستا خبره دا هم کافی وی چې :
[color=white:b7a8b4d24f]
«يا انسان ديندار وي يا بې دين، يا ايماندار وي يا بې ايمان»
[/color:b7a8b4d24f]
او باید له سياست ليرې یواځې په جوماتونو اومدرسو کې دیني خدمتونو ته ملا وتړي ۰
تر کومه ځایه پورې چې د ایمان او علمیت دتړاو مسله ده، نو زما په اند اوباور دعلمیت په ژور والی سره الهی معرفت ته ترلاسه کیږی او دین ایمان ، علمیت ،
تقوا او ریاضت په واحده ریښه یا یوه نتیجه انجامیږی چې د الله سبحانه و تعالی قرب او لِقأ ده او بس . الله تعالی دې زمونږ ستاسې په شمول دغه نتیجه د ټولو مؤمنانو په برخه کړي! آمین ثم امین
په مینه او سلامونو!
و.افغان
06.01.2009
دروند او پياوړې ورور غیرت صاحب:
خبرې مو ټولې سمې دي، خو دا باید ومنو چې اوسمهال له طالبانو پرته بل نعم البدل نشته،
بل بديل نشته چې موجود خلا ډکه کړي، تاسو که له نږدې څخه دمجوسۍ امپراطورۍ لپاره ايرانۍ هڅې او په افغانستان دهغوي پراخ جاري کار وګورۍ، او بیا دبرحال حکومت او ښکیلاګرو له اړخه دغو خائنينو ته دټولو
لازمو آسانتیاوو برابرولو ته فکر وکړۍ، نو دطالب ځواک پرته به بل ځواک په ميدان ونه وينۍ
چې ددغو خلک مقابله وکړي.
په طالبانو کې شته ستونځه تر يوې اندازي پورې په دي حليدلاي هم شي، چې هغه ملتپال قلمونه چې دطالب دتخریب بې فايدې کارول کیږي، هغه دطالب دارشاد لپاره وکارول شي، دطالب
دسياسي پوهې دځواکمنيدو لپاره وکارول شي، ملتپال ځواکونه په کې ورداخل شي، دوطن په دننه او بهر کې دی طالب حرکت چې دمقاومت يواځنۍ ځواک دی وستايي، دهغوي سره دی هر اړخیزه همکاري وکړي، او ورسره دی دهغوي دسياسي رشد لپاره خپل انرژي مصرف کړي.
دافغان ملتپالو له لاسه اوسمهال وطن ته یواځې داهمدا ګټه رسيدلاي شي او بس، نور کارونه يي له لاسه
نه کیږي، او نه اوسمهال ښکيلاګر او په منطقه کې نور ځواکونه هغوي پريږدي چې ميدان ته رامخکي شي، او يا ورته فرصت مساعد کړي.
دا زما نظر دی.
په درنښت
ډاکتر څپاند
06.01.2009
درنو افغانانو،
پدی کی خو هيڅ شک نشته چه افغانانو هيڅکله هم په اسانی وچاته ندی
تسليم شوی، او خاصتا لکه دهندواو پاکستاني پشان ئی هيڅکله هم دانګريز
کلمه نده ويلي٠
نن سبا چه دغربيانو په مقابل کی کم جنګ روان دی دا خاصالخاص د طالب
جنګ نه بلکه دا دافغانانو جنګ دی٠
که طالب يو جنګی جنبش وای نو دهغه دموسس ،حسامه بن لادن په ملک به
امريکايانو حکومت نچلولای٠
طالب يو غير متجنانسه ډله ده چه په هغه کی ازادي غوښتونکي،پښتانه قومپال،دحکمتيار ګروپ،ځينی نور پخواني رنځيدلی مجاهدين اوکمونسان،ځينی هغه خلک چه غير له جنګه ئی بل څه نه زده،غله ،لوټمار او د ISI اوياهم CIA پوری تړلی ډلې شاملې دي٠
نو اوس ته د کمی ډلې ملاتړ کوی؟ خپل افغاني او اسلامي وجدان ته مخه وکړۍ
متاسفانه چه نن سبا دطالب تر شاه په ډير مهارت او مکارت سره ISI ولاړ دی
چه دهغه ځنځير بيادCIA په لاس کی دی٠ځينی دوستان به وپوښتی چه که ISI او
CIA د طالب تر شاه ولاړ وي نو ولی بيا طالب د دوی په مقابل کی جنګېګي؟
ځواب ډير واضح دی او هغه دا چه ISI يواځی او عمدتا د طالبانو په مشرتابه
باندی کنترول لری اوبس٠ هغه نور افغانان چه دوطن دازادۍ لپاره جنګيګی،
هغوی د ISI له کنتروله بهر دي٠
او بيا د طالبانو غير انساني اوغير اسلامي اعمال او نظريات د چا په ګټه
تماميږي؟
پدی بحث کی ځينی دوستان له يوی خوا د طالب او دبلی خوا دحفيظ الله امين
دفاع او طرفداري کی،تاسو دعامو او بيسواده خلکو نه څه طمع او توقع لری؟؟؟
باتور
06.01.2009
ښاغلي safi ته سلامونه .
وروره!
ستا له [color=darkred:0c9b36f443]متنجانسو [/color:0c9b36f443]خبرو به تېر سم، ځکه چي له منطق او تجانس نه لري دي.
را به سم ستاسو دې جملو ته :
[color=darkred:0c9b36f443]که طالب يو جنګی جنبش وای نو دهغه دموسس ،حسامه بن لادن په ملک به
امريکايانو حکومت نچلولای٠[/color:0c9b36f443]
طالب چي جنګي غورځنګ نه دی نو څه شی دی؟ او دا تاسو ته چا ويلي چي اسامه بن لادن د طالبانو د غورځنګ مؤسس دی؟
بيا مو ليکلي:
[color=darkred:0c9b36f443]او بيا د طالبانو غير انساني اوغير اسلامي اعمال او نظريات د چا په ګټه
تماميږي؟[/color:0c9b36f443]
د ښاغلي حليمي خبره چي تاسوته يې ليکلي ول چي بې خلتې ډزونه کوئ، بلکل د تائيد وړ ده،هلته تاسو د ده په ځواب کي ليکلي ول چي :
زما فیرونه" بی خلتی" ندي [color=brown:0c9b36f443]خو،لکه زه چه په دينی علومو کی ډیره پوهۀ نلرم[/color:0c9b36f443]
داسی راته بريښی چه تاسو محترم،دسياسی مسايلو سره چندان علاقه نلرۍ٠
نو چي په ديني علومو کي په خپله ناپوهۍ اعتراف کوئ، بيا په کوم دليل د طالبانو اعمال او نظريې په عامه توګه غير انساني او غير اسلامي ګڼئ ؟
بيا مو ليکلي:
[color=brown:0c9b36f443]پدی بحث کی ځينی دوستان له يوی خوا د طالب او دبلی خوا دحفيظ الله امين
دفاع او طرفداري کی،تاسو دعامو او بيسواده خلکو نه څه طمع او توقع لری؟؟؟ [/color:0c9b36f443]
که څوک د کارمل او د امين غيرت سره مقايسه کړي او امين ته مثبت پايڼټ ورکړي، نو دا د دې معنی نه لري چي هغه شخص به حتما خلقی يي . . همدا رازکه څوک په طالبانو نيوکه وکړي او د هغو نيمګړتياوي بياني کړي، دا هم د دې معنی نه لري چي هغه شخص به ضرور د ګوډاګيانو مزدور وي. . . دا د کچالو ټاپې دي له کومه ځايه راوړي، چي هر ځای چي دي زړه وغواړي، په خلګو يې لګوې. .
او له عامو بېسوادو نه د طمع او توقع د درلودلو په عوض داسي وپوښته چي دا عام او بېسواده خلګ له باسوادو، روڼ انديو او په قدرت کي له ناستو خلګو نه څه طمع او توقع لري ؟؟؟؟
[color=white:0c9b36f443]د ولس په خوښه کار بايد وکړو. . . نه له ولس نه دخپلي خوښي د کار طمع!!!![/color:0c9b36f443]
په درنښت
ډاکتر څپاند
07.01.2009
باطور صيب سلامونه ومنۍ،
تاسو او دمحترم پتنګ سره بحث کول راته ګران بريښی،داځکه چه ژر عصبانيت
درباندی غلبه کولی شي،دځينو په وينا ژر احساساتي کيږی٠بيا هم توکل په خدای، دغیرت صيب،هيښ صيب او ځينو نورو باحوصله
ليکوالو په مرسته به شايد چه يو مشابه نظر پيدا اوياهم ديوبل په عقايدو بهتر
پوه شوو٠
دا در سره سل په سلو کی منم چه هيواد دپردو تر اشغال لاندی دی،پردي بايد
پدی اصل اعتراف وکړی او دخپل خروج پروګرام واضح او پيل ئی کړي ٠
افغاني لور؟دا به خورا مشکله خبره وي چه موږ وکولای شو پر يوی ډلی،ګوند
جبهی،قوم،شعار٠٠٠٠٠٠٠٠ سره راټول شو،فلهذا موږ يو واحد او حتی مشابه
غږ هم د اشغالګرو په مقابل کی نلرو٠څوک ورته دخلاصون پرښتی وائی،څوک
ئی لنګه غوا بولی او نور ئی په جهاد، ځان واجبالجنت ګڼي٠
رابشو د طالبانو غرځنګ ته :څرنګه چه می پخوا هم عرض کړل،هر هغه څوک چه
داشغالګرو پر ضد مبارزه کوی،حتمي ندی چه طالب وي٠
حوادثو موږ ته روښانه کړه چه طالبانو هيواد دوحشی ځناورو،چه دمجاهدينو
تر نامه لاندی ئی هيواد ټوټی کړی او دخلکو وينی ئی تويولی،مال او ناموث ئی
ورتالاکړی وو،خلاص کړ٠صوله ئی روسته،امنيت او ارامي٠
مګر له هماغه اولو ورځو نه زه پخپله ددی شاهد وم چه طالبانو دپاکستاني
نظامي افسرانو سره په ګډه ددی هيواد اداره تر لاسه کړه،غربی ميډيا چه معمولا
ديوه مچ په خوزیدو سره داستانونونه جوړوی ،دپاکستان ددی واضح دخالت په
هکله چوپه خله پاته شوه،مانا داچه دغرب اراده اوپلان همدا وو چه طالبان
په افغانستان کی په قدرت ورسوی او دشوری نظار،دوستم اونورو غلو
بيکيفايته اوله مصيبته ډکه ادره له منځه يوسي٠
سره ددی چه حسامه بن لادن دنظامی لحاظه نور هغه پخوانی مجاهد او قهرمان
نه وو،مګر په ايديولوژيک او سياسي ډګر کی طالبانو او حسامه په ګډه داسی
کارنامی پريښودی چه که داسلام سره دښمنی ورته نه وائی نود مطلق جهالت
خطاب ورته کيدای شي٠
ډول عمده فرضيات يوی خوا مګر ګيره، پګړی او چادري تر ټولو مهمه بريښيده٠
دهيواد دابادی په برخه کی هيڅ توجه ونشوه،مکتبونه دنجونو پر مخ وتړل شوه
اوهلکانو ته عمدتا دينی درسونونه ورکول کيدل،په سلګونو نوری غلطۍ،
خطاه ګانی او اشتباهات ولی؟
وی ازموده را ازمودن خطا است،زه به هرګز دافراطی اسلام،کمونيزم يا دغرب
داثارت طرفداري ونکړم٠
موږ په افغاني ټولنه کی ډير پياوړی،دموکراته،مسلمان،وطنپرست اوملي
شخصيتونه لرو،خو دهغو دپيژندګلوۍ لپاره تر ټولو دمخه لازمه ده چه داتورې
چشمې(عينکی) له سترګو لری کړو،يو ځل جهان ته وګورو او بيا دا خپل
حال ته هم په فکر کی شو٠
په درناوی،