نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
wahedullah zabuli
29.11.2008
دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
د ډاکټر حنيف معصومانه او بى ګناه شهادت دکرزي او شيرزي دوسلوالو بزدلانه او بى رحمانه عمل دى چې اوس غواړى په دې غم لړلې پيښه کې خپل منحوس او په وينو سره لاسونه په نورو پاک کړيډاکټر حنيف چې په زندان کې دګل اغا شيرزى په ابتکار داستخباراتو له خوا هغه ته يوه ليکلې پاڼه ورکول شوى وه ،چې پکې يو شمير جعلى تورونه ليکل شوى وو او دډيرو سختو حيوانى او بشرضد شکنجو په بدل کې هغه دى ته مجبور کړى شو، چې داپاڼه پخپل اواز کې ولولي، هغه مهال ده ته داهم ويل شوي و، چې که هغه ددې پاڼى (جعلى تورونو) حقيقت کله هم افشا کړى نو سزا به يې مرګ وي،خو چې کله هغه د(سره صليب) په مرسته په زندان کې يو څه اسانتياوى ترلاسه کړې نو دغه راز يې د"فيکس نيوز" له يوه خبريال سره شريک کړ،چې سمدستى دکابل داستخباراتو له لورى تر سختو جسمانى او روانى شکنجو لاندى راغى او خبريال هم خاموش کړى شو، ددغو مسلسلو روانى شکنجو په پايله کې حنيف دمعدې دسرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته شو،هغه پخپله دغه ناروغۍ ناخبر و، خو واکمن چې کله دهغه په دغه ناروغۍ خبر شول، نو ددې لپاره چې دهغه د درملنى مسئول ونه ګڼل شى او يا دشکنجو راز يې افشانشى په يوه ظاهرى عفوه کې يې حنيف له زندان نه خوشى کړ
شهيد حنيف چې کله په خپله ناروغۍ خبر شو، نو درملنې لپاره يې هڅى پيل کړى، دا مهال دننګرهار داستخباراتو له خوا هغه ته ګواښ وشو ،چې که هغه ګاونډي هيواد ته ددرملنى په موخه ولاړشى، نو ټوله کورنۍ به يې بمبار کړى شى، شهيد حنيف دخپل کلي په مسجد کې خلګوته پداسى حال کې دقران کريم ترجمه او درس شروع کړ، چې خپلى ورپيښى ناروغۍ سخت زورولو.
ګوډاګى رژيم بيا هم په همدى مظلوم حالت کې له هغه نه ويريده او کله به يې داسى فشار راوړ چې له دولت سره دى رسمى کار وکړى_ترڅويې له طالبانوسره پرېکون ثابت شي_ او کله به يې ورباندى له طالبانو سره دبيا همکارى تورونه لګول، خو حنيف دخپل بيمارى او دکورنۍ دسرپرستى په وجه اسلامى امارت هم دبيا کار لپاره نه و دعوت کړى او هغه هم دعادي ژوند داختيارولو فيصله کړې وه او دهغه بدنى ځواک هم دکوم فعاليت جوګه نه و، څو ورځى وړاندى هغه له خبريالانو سره څه خبرى وکړې، چې دشيرزې دادارى دانديښنى وړ وګرځيدې او دننګرهار استخبارات پدې هڅه کې شول، چې شهيد حنيف نور دې ته پرينږدې چې خپلى دزندان هغې خاطرې په ډاګه کړې، چې دګوډاګي رژيم داستخباراتو په توره ټنډه يو بل تور داغ وګرځى او ددوى هغه دروغجن تورونه افشا شى چې دشکنجو په بدل کې دحنيف په ژبه خواره کړي وو.دهمدې انديښنى له امله دګوډاکي رژيم نژدى (٢٠٠) سو وسلوالو چې په (٨) خړو رينجر موټرونو کې سواره وو،په نیمه شپه دشهيد حنيف کور محاصره کړ؛ هغه يې له دو دتره زامنومحمدرحیم اومحمدنعیم اوخوريئ ذاکرالله دمحمد رحیم زوﺉ سره يو ځاى ونيول او بيا يې په ډير بې رحمانه ډول په ګوليو غلبيل کړل وحشي قاتلانودکوردسپین ږیرو،تورسرواوماشومانوپه زاریو،چیغواوناروهیڅ پرواونکړه اودخپلوبادارانو له لوری ورکړل شوی پروګرام یی عملی کړ.
خبري رسنۍ بايد په دې اړه دشهيد حنيف له وينو سره دومره ستره جفا هم ونه کړي، چې دقاتل څرګند لاسونه پټ کړي، اقلا بايد دهغه کورنۍ او دکلي له خلګو خو پيښه وپلټي اوپه دی خبره هم ځانونه پوه کړی چی دشیرزې ویاندولی دنوموړی دشهادت دڅرنګوالی په اړه له عادته خلاف زیاته دلچسپی اخلی.
حنيف له چاسره کومه داسي شخصى شخړه نه لرله، چې په (٨) موټرونو کې دوه سوه مجهزوسلوال په پوځی یونیفورم اورینجروموټروکی ورته راولي دا ډول اوازې خورول دګوډاګي رژيم هڅې دي، چې له حقيقت سره هيڅ سمون نه خوري دشهيد معصومي او مظلومي وينې به ضرور رنګ راوړي او حيوان صفته قاتلان به ضرور رسواشي
شهيد حنيف دشهادت پرمهال (٢٧) کلن زلمى وه، له ديني علومو فارغ و؛ په کمپيوټر او انګلسي ژبه کې يې ځانګړى مهارت لاره او دننګرهار پوهنتون داصول دين پوهنځى دڅلورم کال زدکونکى پاته شوى و، معتدل مزاجه او زړور انسان وو،نوړی په دی ورستیووختوکی خپلوملګرته ویلی ؤچی الله تعالی دی نورماته شهادت رانصیب کړی دهغه دتره زامن هم رښتینی مجاهدین وو
موږ دالله په دربار کې دهغه دجهاد، مبارزې او زندان دقربانيو اجر او دهغه اوملګروودينداره کورنيو ته دجميل صبر غوښتونکي يو...
pattang
29.11.2008
مونږ به نور هم مړه شو ، بله لار مو نشته چې هېواد له داسي صليبي اشغالګرو
او د هغوی دلاسپوڅي رژيم چې له مفعولو ، غلواو جنګي جنايت کارانو څخه
جوړ شوی دی خلاص کړو٠
دا صليبي تيروريستان او دهغوی مذدور رژيم بې له محکمې او پوښتني انسانان
وژني اوبيا نورو ته هم تېرو ريستان وايې ٠
نالت د خدای دې وي پر دې دولتي تېروريستانو او دا شهيد مظلوم دې الله پاک
وبخشي او الله دې د دې شهيد برکت په نورو کېږدي ٠