نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
wahedullah zabuli
29.11.2008
دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
د ډاکټر حنيف معصومانه او بى ګناه شهادت دکرزي او شيرزي دوسلوالو بزدلانه او بى رحمانه عمل دى چې اوس غواړى په دې غم لړلې پيښه کې خپل منحوس او په وينو سره لاسونه په نورو پاک کړيډاکټر حنيف چې په زندان کې دګل اغا شيرزى په ابتکار داستخباراتو له خوا هغه ته يوه ليکلې پاڼه ورکول شوى وه ،چې پکې يو شمير جعلى تورونه ليکل شوى وو او دډيرو سختو حيوانى او بشرضد شکنجو په بدل کې هغه دى ته مجبور کړى شو، چې داپاڼه پخپل اواز کې ولولي، هغه مهال ده ته داهم ويل شوي و، چې که هغه ددې پاڼى (جعلى تورونو) حقيقت کله هم افشا کړى نو سزا به يې مرګ وي،خو چې کله هغه د(سره صليب) په مرسته په زندان کې يو څه اسانتياوى ترلاسه کړې نو دغه راز يې د"فيکس نيوز" له يوه خبريال سره شريک کړ،چې سمدستى دکابل داستخباراتو له لورى تر سختو جسمانى او روانى شکنجو لاندى راغى او خبريال هم خاموش کړى شو، ددغو مسلسلو روانى شکنجو په پايله کې حنيف دمعدې دسرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته شو،هغه پخپله دغه ناروغۍ ناخبر و، خو واکمن چې کله دهغه په دغه ناروغۍ خبر شول، نو ددې لپاره چې دهغه د درملنى مسئول ونه ګڼل شى او يا دشکنجو راز يې افشانشى په يوه ظاهرى عفوه کې يې حنيف له زندان نه خوشى کړ
شهيد حنيف چې کله په خپله ناروغۍ خبر شو، نو درملنې لپاره يې هڅى پيل کړى، دا مهال دننګرهار داستخباراتو له خوا هغه ته ګواښ وشو ،چې که هغه ګاونډي هيواد ته ددرملنى په موخه ولاړشى، نو ټوله کورنۍ به يې بمبار کړى شى، شهيد حنيف دخپل کلي په مسجد کې خلګوته پداسى حال کې دقران کريم ترجمه او درس شروع کړ، چې خپلى ورپيښى ناروغۍ سخت زورولو.
ګوډاګى رژيم بيا هم په همدى مظلوم حالت کې له هغه نه ويريده او کله به يې داسى فشار راوړ چې له دولت سره دى رسمى کار وکړى_ترڅويې له طالبانوسره پرېکون ثابت شي_ او کله به يې ورباندى له طالبانو سره دبيا همکارى تورونه لګول، خو حنيف دخپل بيمارى او دکورنۍ دسرپرستى په وجه اسلامى امارت هم دبيا کار لپاره نه و دعوت کړى او هغه هم دعادي ژوند داختيارولو فيصله کړې وه او دهغه بدنى ځواک هم دکوم فعاليت جوګه نه و، څو ورځى وړاندى هغه له خبريالانو سره څه خبرى وکړې، چې دشيرزې دادارى دانديښنى وړ وګرځيدې او دننګرهار استخبارات پدې هڅه کې شول، چې شهيد حنيف نور دې ته پرينږدې چې خپلى دزندان هغې خاطرې په ډاګه کړې، چې دګوډاګي رژيم داستخباراتو په توره ټنډه يو بل تور داغ وګرځى او ددوى هغه دروغجن تورونه افشا شى چې دشکنجو په بدل کې دحنيف په ژبه خواره کړي وو.دهمدې انديښنى له امله دګوډاکي رژيم نژدى (٢٠٠) سو وسلوالو چې په (٨) خړو رينجر موټرونو کې سواره وو،په نیمه شپه دشهيد حنيف کور محاصره کړ؛ هغه يې له دو دتره زامنومحمدرحیم اومحمدنعیم اوخوريئ ذاکرالله دمحمد رحیم زوﺉ سره يو ځاى ونيول او بيا يې په ډير بې رحمانه ډول په ګوليو غلبيل کړل وحشي قاتلانودکوردسپین ږیرو،تورسرواوماشومانوپه زاریو،چیغواوناروهیڅ پرواونکړه اودخپلوبادارانو له لوری ورکړل شوی پروګرام یی عملی کړ.
خبري رسنۍ بايد په دې اړه دشهيد حنيف له وينو سره دومره ستره جفا هم ونه کړي، چې دقاتل څرګند لاسونه پټ کړي، اقلا بايد دهغه کورنۍ او دکلي له خلګو خو پيښه وپلټي اوپه دی خبره هم ځانونه پوه کړی چی دشیرزې ویاندولی دنوموړی دشهادت دڅرنګوالی په اړه له عادته خلاف زیاته دلچسپی اخلی.
حنيف له چاسره کومه داسي شخصى شخړه نه لرله، چې په (٨) موټرونو کې دوه سوه مجهزوسلوال په پوځی یونیفورم اورینجروموټروکی ورته راولي دا ډول اوازې خورول دګوډاګي رژيم هڅې دي، چې له حقيقت سره هيڅ سمون نه خوري دشهيد معصومي او مظلومي وينې به ضرور رنګ راوړي او حيوان صفته قاتلان به ضرور رسواشي
شهيد حنيف دشهادت پرمهال (٢٧) کلن زلمى وه، له ديني علومو فارغ و؛ په کمپيوټر او انګلسي ژبه کې يې ځانګړى مهارت لاره او دننګرهار پوهنتون داصول دين پوهنځى دڅلورم کال زدکونکى پاته شوى و، معتدل مزاجه او زړور انسان وو،نوړی په دی ورستیووختوکی خپلوملګرته ویلی ؤچی الله تعالی دی نورماته شهادت رانصیب کړی دهغه دتره زامن هم رښتینی مجاهدین وو
موږ دالله په دربار کې دهغه دجهاد، مبارزې او زندان دقربانيو اجر او دهغه اوملګروودينداره کورنيو ته دجميل صبر غوښتونکي يو...
Re: دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
Lotfollah
29.11.2008
ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:0f5591ecff="wahedullah zabuli"]دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
[/quote:0f5591ecff]
ګرانه وروره تاسې په کومه استناد دا ادعا کوﺉ چې دا کره معلومات دي؟
والسلام
Re: دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
pattang
29.11.2008
Lotfollah !
داسې سوالونه په هغو واقعاتو کې هم کوې کوم چې دصليبي اشغالګرو او
دمذدور فاحش رژيم له مېديا ځخه راوځي ?
نالت پر دې تروريست رژيم ٠
[quote:13099eb0df="Lotfollah"]ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:13099eb0df="wahedullah zabuli"]دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
[/quote:13099eb0df]
ګرانه وروره تاسې په کومه استناد دا ادعا کوﺉ چې دا کره معلومات دي؟
والسلام[/quote:13099eb0df]
Re: دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
Lotfollah
30.11.2008
[quote:dff68cce58="pattang"]Lotfollah !
داسې سوالونه په هغو واقعاتو کې هم کوې کوم چې دصليبي اشغالګرو او
دمذدور فاحش رژيم له مېديا ځخه راوځي ?
نالت پر دې تروريست رژيم ٠
[/quote:dff68cce58]
هو ښکنځلمار پتنګ خانه! دمذدور فاحش رژيم مېديا خو څه کوې، که تاسې هم په دې فوروم کې کوم بې ماخزه خبر بحث ته وړاندې کړﺉ دا پوښتنه به وکړم!
خدای دې عقل در په برخه کړي
Re: دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات
pattang
30.11.2008
دهوشيارانو سر ه ! د الله لطفه !
خبره زما او ستا نده ، خبره داولس ده چې هر څوک پورې تړلی دی ٠
ما خو دې داپوښتنې ندي ليدلې ?، سترګې دې پټې خوله دې وازه ٠
دا لاندې هو شياري دې پر ستا مبارکه وي ٠
[quote:8886115b14="Lotfollah"][quote:8886115b14="pattang"]Lotfollah !
داسې سوالونه په هغو واقعاتو کې هم کوې کوم چې دصليبي اشغالګرو او
دمذدور فاحش رژيم له مېديا ځخه راوځي ?
نالت پر دې تروريست رژيم ٠
[/quote:8886115b14]
هو ښکنځلمار پتنګ خانه! دمذدور فاحش رژيم مېديا خو څه کوې، که تاسې هم په دې فوروم کې کوم بې ماخزه خبر بحث ته وړاندې کړﺉ دا پوښتنه به وکړم!
خدای دې عقل در په برخه کړي[/quote:8886115b14]
ګرانه وروره تاسې په کومه استناد دا ادعا کوﺉ چې دا کره معلومات دي؟
wahedullah zabuli
30.11.2008
ګران لطف الله جان تاسولیکلی
ګرانه وروره تاسې په کومه استناد دا ادعا کوﺉ چې دا کره معلومات دي؟
والسلام
سنددهغه دکلی یواوسیدونکی چي زمایونږدی ملګری دی اوس مهال له اماراتوکی دی له هغه سره ماتماس ونیوی اودهمدی معلوماتوپه کره والی کی تری نه تپوس وکړی هغه وکړهغته راته وویل چی زه به خپلو خپلوانوسره تلیفون وکړم بیابه تاسوته اطلاع درکړم هغه و چی تیره ورځ یی راته زنګ وواهه اوسل په سل کی يی دهمدی ټولوخبروتایید وکړهغه خولاداهم ورزیاته کړه چی له دملی اردوپه جامه کی راغلوځناورانوپرهغه ۴۵ کلنې ښځې چی ده شهیدحنیف په ګاونډکې اوسیده دحنیف په ویرکې داوښکوتویولواوګوډاګیانوته دبدردویلوپه بدل کې هغي مظلومي ته هم سخت وهل ډبول ورکړل چې له څوساعتونووروسته هغی مظلومی هم دخپلوزخمونوتاب رانه وړ اوله هغوسلګونوافغانی میرمنوسره یوځای شوه کومي چې تردي وړاندي دهمدي لنډه غرواویادهمدوي دبادارانوصلیبي وحشیانوپه ګولیواوبمارونوکې په ودونواکې په شهادت رسیدلي وی یوځای شوه الله تعالی دی دهمدي سپیڅلیوشهیدانوپه برکت دهمدی وحشیانوزوراوطاقت له خاوروسره خاوری کړی
کرانه په دي کی لاهم تاسوته شک درولیږی تاسوخوله مطبوعاتو سره بلدمعلومیږی کیدای شی ترډیره حده به موتعقیت کړی هم وی اودارزګان شاولیکوټ ارغنداب دکنړ دکړنګل کلی اودهلمنددسنګین ولسوالی له واقعاتواوودونه نه به خبر شوی یاست چی زموږ دباعزته اوباپرده پیغلوپه نکریزوسره لاسونه له دریاوو سره یوځای په باروتو سوی په خاوروکې پراته وکیدای شی داهرڅه اوریدلی وی اوبیاهم تاسودسندخبری کوی؟
حنیف یومعمولی سړی نه هغه یوپردین ازادی اووطن مین وهغه انسان وچی په همدی لاره کی ډیرکړاونه وګالل هغه دومره له پښتوسره مینه وه چی په دوحشیانوپه اذیت ناک حبس کی هم هغه په هررنګه شکنجوکې خپلی مورنی ژبه پشتوهیره نکړه اویوشمیرارزښتناک کتابونه یی په جولی کې ورواچول
الله تعالی دده نوم تلپاتی اودده ګوردی تل منورلری
اودده هغووړویتیمانوته چی یواځینی اسره اوسرپرست یی دی والله تعالی صبرجمیل اویوشه نعم البدل ورنصیب کړی
اوالله دی دده هغوزرګونوخواخوږواوشاکردانوته هم دزړه صبر ورکړی کوم چی دده په ویر کې لالهانددی
_________________
لرغونى لاروى
larghonay laraway
02.12.2008
زه دا ټولې خبرې منم چې دا يو ګوډاكى رژيم دى او له بې شمېره دسيسو ډك دى. كيداى شي چې ډاكټر حنيف همدوى زورولى، ربړولى او وژلى وي. خو يوه خبره چې ما د ارواښاد ډاكټر صيب په ژوند ليك كې ولوسته چې دى يو لوستى انسان ؤ او په كمپيوټر او انګليسي ژبو هم پوهېدو. پوهنتوني زده كړې يې هم كړې وې نو د كوم وجدان له مخې داسې يو انسان چې ځانته دومره حقونه وركوي او بيا د داسې يوې ډلې ملتيا او وياندي كوي چې هغوى ښوونځي سوزوي؟
بس خو
وربه شې او خبر به شې!!!!
Re: لرغونى لاروى
pattang
02.12.2008
لر غونی صېب ولې خبرې پټې درڅخه پاته کېږي ? ٠
زه چې مالومات لرم طالبان څو ډلې دي .
- د cia اود شورايی نظار طالبان
- غله طالبان چې خلک او موټرې تښتوي
- دکرزي لو چک پوليس دکاکو طالبان .
دا ټول طالبان بدناموي چې جنګ دوام وکړي ،سياسي او اقتصادي
پلان عملي شي اوهم د غدارنو فاشستانو شورا پيسې واخلي او
پښتانه ښه وټکوي چې بيا سر پورته نکړي ٠
لر غونی صيب ماته طالبان مالوم دي تېره اونۍ مې هم دالمان د تلويزون
په يوه فلمي او سندي خپرونه ( دنړۍ هينداره ) کې وليدل چې له طالب نه
اوس ملي پا څون جوړ شوی او طالبانو نورې خبرې کولي ، نه هغه چې خلک
يې پورې تړي او isi ته يې ورپه نکاح کړي دي٠
که طالب نوي ولا د شواريې غدار خلک مو ژوندي وخوري .
ته ګورو په شمال خواجه بهاو دين کې له پښتنو سره څه کېږي ?
قانون اساسي چېرې ، پوليس چېرې ، کرزی چېرې، د هامبورګ دکوڅو
بېکاره لپړک الکو څارنوال چېرې ? او دا نور داولسي جرګې دغوجلې
خره چېرې ??
ژوندي دې وي جنګيالي پښتانه ، کوم چې دهيواد او ناموس لپاره
خپل ځانونه قربانوي٠
[quote:1a3b83f305="larghonay laraway"]زه دا ټولې خبرې منم چې دا يو ګوډاكى رژيم دى او له بې شمېره دسيسو ډك دى. كيداى شي چې ډاكټر حنيف همدوى زورولى، ربړولى او وژلى وي. خو يوه خبره چې ما د ارواښاد ډاكټر صيب په ژوند ليك كې ولوسته چې دى يو لوستى انسان ؤ او په كمپيوټر او انګليسي ژبو هم پوهېدو. پوهنتوني زده كړې يې هم كړې وې نو د كوم وجدان له مخې داسې يو انسان چې ځانته دومره حقونه وركوي او بيا د داسې يوې ډلې ملتيا او وياندي كوي چې هغوى ښوونځي سوزوي؟
بس خو
وربه شې او خبر به شې!!!![/quote:1a3b83f305]
larghonay laraway
03.12.2008
پتنګ صيب سلامونه!
ياره خبره دې په ګل بدله! زه درسره ټول په ټوله موافق يم. خو اصلي طالبان كه رښتا هم شتون لري نو بايد له دبړه مارو او د ISI له نكاح شويو طالبانو خپلې لارې بېلې كړي چې مونږ هم پوه شو او تر خپلې وسې ملاتړ يې وكړو.
مننه