د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جنت او دوزخ

larghonay laraway
27.11.2008

دبحث فورم د اسلام څانګې درنو چلوونكو او نورو ليدونكو ته السلام عليكم!
تېره ورځ مې له يو همكار سره د جنت او دوزخ په اړه خبرې كولې يوه نوې خبر يې راته وكړه چې ما تر اوسه نه وه اوريدلې.
هغه راته وويل جنتونه اووه دي او دوزخ هيڅ نشته.
ما ورته وويل ولې په قران او حديثو كې خو د دوزخ يادونه ډېره شوې د هغې په اړه څه وايې؟
هغه راته وويل زه هم ترې چورلټ انكار نه كوم خو هر جنت خپل مافوق جنت ته دوزخ دى. يعنې كمزورى جنت او د ټيټې درجې جنتيان تر هغوى د لوړې درجې جنت په پرتله دوزخ دى.
زه تر اوسه په دې خبره پوره باوري نه يم كه څوك يې په اړه معلومات راكړي خو زه تش معلومات غواړم بايد تكفير مې نه كړي.
مننه
ستاسو لرغونى لاروى

و.افغان
27.11.2008

دروند لرغونې لاروې صاحب:
په خیر راغلۍ، په سلامونو مو لمانځم، او سلام ته مو وعلیکم السلام ورحمة الله.
ډيره ښه پوښتنه مو کړيده، او ځواب يي لنډ او اسان دې.
خو لومړۍ يوې اصولي قاعدې ته ګوته نیسم، هغه دا چې: هر هغه څوک چې اسلام راوړي،
نو داسلام راوړلو مانا داده چې په کلې توګه ځان دقرآن کریم احکامو ته او دصحيح سنت
نبوي احادیثو لارښوونو ته تسلیم کړي.
په قرآن کریم او سنت نبوي دواړو کې جنت یو جنت دی، او دوزخ یو دوزخ، چې دواړه یو بل ته
متضادو اړخونو کې پراته دي، په یوه کې نعمت دې په بل کې عذاب دې، په یوه خندا ده
په بل کې ژړا ده، په یوه کې خوشالي ده، په بل کې خفګان دې.

دا هر څه دقرآن کریم په صریحو نصوصو سره ثابت دي،
هو څنګه چې په جنت کې درجات دي، چې ځينې درجات يي په جنت الفردوس یا جنة عدن
موصوف شوي دي، همدارنګه په جهنم کې درکات دي، دا چې څومره درجات او څومره درکات دي، نو شمیره يي خداي جل جلاله ته معلومه ده, هو په عمومي ډول ځينو احادیثو کې دجنت په اړه دسلو درجو یادونه شوې، خو ددې سلو درجو څخه دهرې درجې لاندې تفاضل موجود وي، او سبب يي دبندګانو داعمالو تفاضل دې، چې هر یو ته خداي جل جلاله دهغه دعمل او اخلاص مطابق درجه او فضیلت په برخه کوي.
البته دغه کس چې داوو جنتونو یادونه کړيده، نو هیڅ ثبوت پرې نشته، په قرآن کریم
داوو شمیره دجهنم ددروازو باره کې راغلې ده:
لها سبعة أبواب، لکل باب منهم جزء مقسوم.
او په سنت نبوي کې بیا دجنت په اړه داتو دروازو خبره راغلي ده.

په درنښت

shokoor
27.11.2008

ګرانو دوستانو سلام علیکم

[quote:e0dcd1f77b="وهاج ساپی"]دروند لرغونې لاروې صاحب:

په درنښت[/quote:e0dcd1f77b]

دوستان چې پدې اړه پوهه لری لطفاً دا هم تشریح کړﺉ، چې ولې په قرآن عظیم الشان کې جنات یعنی جمع راغلي نه جنت د مفرد په توګه ! مثال:

«فی [color=blue:e0dcd1f77b]جنات[/color:e0dcd1f77b] النعیم» ، «إن الذین ءامنوا و عملوا الصـ'لحـ'ت كانت لهم [color=blue:e0dcd1f77b]جنـ'ت [/color:e0dcd1f77b]الفردوس نزلا» ، «أما الذین ءامنوا و عملوا الصـ'لحـ'ت فلهم [color=blue:e0dcd1f77b]جنـ'ت [/color:e0dcd1f77b]المأوی ' نزلا بما كانوا یعملون»، «و مسـ'كن طیبة فی [color=blue:e0dcd1f77b]جنـ'ت[/color:e0dcd1f77b] عدن ذ ' لك الفوز العظیم » .

په درنښت

ع کريم حليمي
28.11.2008

مکرمو اومحترمو ،استاد قاري صاحب ،لرغوې صاحب 
زما سلامونه هم ومنئ 
زه هم دامنم چه دوږخ نسته ، او نه پوهېږم دوږخ څنګه شئ دی 
په قران کښي دوه نومونه منم چه يو النَّارَ او بل جَنَّت 
نار ته دوږخ نه ويل کيږي ، نار يعني اور 
که دوږخ په معنی د اور وي نو بيا څرنګه وائې  چه هر جنت خپل مافوق جنت ته دوزخ دى

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَ لَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا[color=red:af6162c6bc] النَّارَ [/color:af6162c6bc]الَّتى وَقُودُهَا النَّاس وَ الحِْجَارَةُ أُعِدَّت لِلْكَفِرِينَ
وَ بَشرِ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ أَنَّ لهَُمْ[color=green:af6162c6bc] جَنَّتٍ [/color:af6162c6bc]تجْرِى مِن تحْتِهَا الاَنْهَرُ كلَّمَا رُزِقُوا مِنهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقاً قَالُوا هَذَا الَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَ أُتُوا بِهِ مُتَشبِهاً وَ لَهُمْ فِيهَا أَزْوَجٌ مُّطهَّرَةٌ وَ هُمْ فِيهَا خَلِدُونَ

و.افغان
28.11.2008

[quote:ef50452f1a="ع کريم حليمي"]مکرمو اومحترمو ،استاد قاري صاحب ،لرغوې صاحب 
زما سلامونه هم ومنئ 
زه هم دامنم چه دوږخ نسته ، او نه پوهېږم دوږخ څنګه شئ دی 
په قران کښي دوه نومونه منم چه يو النَّارَ او بل جَنَّت 
نار ته دوږخ نه ويل کيږي ، نار يعني اور 
که دوږخ په معنی د اور وي نو بيا څرنګه وائې  چه هر جنت خپل مافوق جنت ته دوزخ دى

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَ لَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا[color=red:ef50452f1a] النَّارَ [/color:ef50452f1a]الَّتى وَقُودُهَا النَّاس وَ الحِْجَارَةُ أُعِدَّت لِلْكَفِرِينَ
وَ بَشرِ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ أَنَّ لهَُمْ[color=green:ef50452f1a] جَنَّتٍ [/color:ef50452f1a]تجْرِى مِن تحْتِهَا الاَنْهَرُ كلَّمَا رُزِقُوا مِنهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقاً قَالُوا هَذَا الَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَ أُتُوا بِهِ مُتَشبِهاً وَ لَهُمْ فِيهَا أَزْوَجٌ مُّطهَّرَةٌ وَ هُمْ فِيهَا خَلِدُونَ[/quote:ef50452f1a]
أزوج == أزواج

محترم مولانا حليمي صاحب:
ددوزخ کلمه يو پښتو کلمه ده، چې مونږ پرې دجهنم څخه تعبیر کوو، نو باک نه کوي، چې
په پښتو ژبه کې ددوزخ کلمه استعمال شي، او مراد ترې نار جهنم شي.
اقتباس شوې خبره دهغه شخص خبرې ته ورته ده، چې وايي: زه خداي نه منم، ځکه چې دخداي کلمه په قرآن او سنت کې نشته دی، زه الله جل جلاله منم.
خو صحي داده چې په پښتو ژبه کې دالله جل جلاله څخه دخداي په کلمې تعبیر کيږي، نو په کارولو کې
يي څه باک نشته، اګر که بهتره داده چې مسلم دلفظ الجلالة (الله) کلمه وکاروي، نو دا
خبره راته لفظي ناسمه ښکاري چې څوک ووايي: زه دوزخ نه منم ځکه همدغه کلمه پښتنو
دنار جهنم لپاره کارولې ده، او همدا يي ترې موخه ده.

بله دا چې دوزخ ته په قرآن کريم کې ځانته نار نه دي ويل شوي، بلکه نور ډیر اطلاقات هم قرآن کریم کې شته دي، چې په لاندې ډول يي سره له آیته لیکم:

الجحيم: أولئک أصحاب الجحیم
الهاویة: فأمه هاوية.
سقر: وما أدراک ما سقر.
جهنم: ومأواهم جهنم وبئس المصیر.
الحطمة: وما أدراک ما الحطمة.
السعير: وأعتدنا لهم عذاب السعیر
لظی: کلا انها لظی.

[quote:ef50452f1a]
دوستان چې پدې اړه پوهه لری لطفاً دا هم تشریح کړﺉ، چې ولې په قرآن عظیم الشان کې جنات یعنی جمع راغلي نه جنت د مفرد په توګه ! مثال:

«فی جنات النعیم» ، «إن الذین ءامنوا و عملوا الصـ'لحـ'ت كانت لهم جنـ'ت الفردوس نزلا» ، «أما الذین ءامنوا و عملوا الصـ'لحـ'ت فلهم جنـ'ت المأوی ' نزلا بما كانوا یعملون»، «و مسـ'كن طیبة فی جنـ'ت عدن ذ ' لك الفوز العظیم » .

په درنښت[/quote:ef50452f1a]

دروند شکور صاحب: په دې ډیر حکمتونه دي، چې مفسرینو ورته ګوته نيولې ده:
لومړۍ دا: چې الله جل جلاله په لږ صالح عمل سره یو جنت ډیر جنتونه انسان ته ورپه برخه
کوي، البته دجنة ټکې دافراد په صيغة (الجنة) هم په قرآن کې ډیر زیات راغلې دی.
خو دکافرانو لپاره يي بیا دمفرد صيغة استعمال کړې، یعنې هر کافر یا ګناهګار ته به دهغه
دعمل مطابق سزا ورکول کیږي، څه زیاتې ظلم به په کې نه وي:
وما ربک بظلام للعبيد.
وجزاء سيئة سيئة مثلها.

بله دا چې دالله جل جلاله رحم دهغه په غضب غالب دې، الله جل جلاله په حديث قدسي
کي فرمايي: سبقت رحمتي غضبي.
داسې نور وجوهات هم شته دي، چې مفسرینو کرامو دحکمتونو په توګه دافراد او جمعې
دصيغو په اړه ذکر کړي دي.

په درنښت.
[/quote]

ع کريم حليمي
28.11.2008

:ګران اساد قاري صاحب ، السلام عليک 
[quote:8400425d3f]ددوزخ کلمه يو پښتو کلمه ده، چې مونږ پرې دجهنم څخه تعبیر کوو، نو باک نه کوي، چې
په پښتو ژبه کې ددوزخ کلمه استعمال شي، او مراد ترې نار جهنم شي. [/quote:8400425d3f]
ستاسو خبره بېخي درسره منم ،د امام اعظم رضي الله تعالی عنه په  الفقه الاکبر 
کښي ئې راوړي چه ;بالفارسيه يجوز ان يقال : بروی خداي عزوجل بلا تشبيه و
لا کيفية ٠ 

په درنښت

میوند ننګیال
29.11.2008

ګران او محترم مولوي ع کريم حليمي صاحب سلا مونه
تا ليکلي :
زه هم دامنم چه دوږخ نسته ، او نه پوهېږم دوږخ څنګه شئ دی
په قران کښي دوه نومونه منم چه يو النَّارَ او بل جَنَّت
که چيرته دي دتلاوت په دوران کي دا دنظر لاندي راغلي نو دا هم ومنه
١ : إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ٠هود ٠ايه ١١٩ ورسره تفسير ابن کثير او طبري قرطبي وګوره
٢ : (ربنا اصرف عنا عذاب جهنم ان عذابها كان غراما)
٣ : وإن جهنم لموعدهم أجمعين ، لها سبعة أبواب لكل باب منهم جزء مقسوم
په لسهاوو ځله په قران کي دجهنم نوم راغلي چه مونږ ورته دوزخ وايو حليمي صا حب تاسي يو ليکنه ما ويلي وه خو اوس انه دياده وتي چه تاسي ليکلي وه چه بخاري مسلم ترمذي غالبا د صحاح سته ذکر مو کړي وه تا سي يو ځل دي کتا بو ته مراجعه ددوزخ په باره کي به ډير څه به پکي وويني او بله دا چه تاليکلي:
زه هم دامنم چه دوږخ نسته ، او نه پوهېږم دوږخ څنګه شئ دی والله زه خو پدي خبره ډير حيران شوم وسلام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more