د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داولسي جر ګې ايتنيکي جوړښت

pattang
26.11.2008

داولسي جر ګې ايتنيکي جوړښت :

پښتانه : 112 کسان
تاجکان: 64 کسان
هزارګان . 26 کسان
اوزبکان: 24 کسان
نور : 20 کسان
(سادات، قزلباش، پشه ئي , عرب، بلوچ ....)

تاجک + اوزبک + هزاره + نور ، نه د2/3 اونه د 3/4 اکسريت جوړوی شي٠
|تاجک + هزاره | < |پښتانه|
پښتانه په هر ګروپ او هم په هرو، دووکلتوري تړليو ګروپونو باندې مطلق اکسريت
دي خو دا خېټور مړې ستر ګې ناست دي او دپښتنو حقوق خرڅوي٠

نورې تبصرې يې تاسو ته پرېږدم٠


ډاکتر څپاند
28.11.2008

پتنګ صيب !
دافغانستان په معاصرتاريخ کی دحبيب الله کلکاني او برهان الدين رباني نه بغير
ټولو واکدارانو ځانته پښتانه ويلي٠مګر ښه فکر وکړه ددوي خدمت ته؟پښتانه
سم نيم دپنجابيانو تر حاکميت لاندې ژوند کوی او حتی دهمدې سايت ځنی
محترم چلونکي بيا دپاکستان کلک طرفداران اودپښتنو دحقوقو نه پدی يا
هغه بهانه غواړي چه سترګی پټی کړي٠
دڅو کسو پاټکوالا،جنګسالار او ټوپکسالار نه څه ګيله ده؟
دپارلمان ګوټي څه دپاسه په سلو کی ٩٥ غړوپه جعلی ډول، دا کرسې تر لاسه
کړی٠که يونيم يو ذره وجدان هم ولري،له ډاره غږ نشي ايستی ، ځکه چه يابه
ترور او يابه بله سخته سزا ورسيږی،او داسی مشکلاتو مخامخ کيدو غيرت او
ايمان نلري٠
پاک الله دې ددې ملک مل شي٠


pattang
28.11.2008

نه وروره سترګې څوک نه پټوي خو شرائطو ته به ګوري٠
دکوزو پښتنو په هر بوټي مونږ / زه وياړو، مونږ پښتانه
په تنه نيم وېشل شوي يو٠
دډېورند کرښه د پښتنوپه منځ کې خپله خبره ده ، خلک دې هرڅه وايې که شرائط
برابر شي داسې به لوګی سي لکه په جرمني کې دبرلين دښار ترمنځ تېر شوي دېوال.
دکوزي خوا دخاورې داسې بوی راځي لکه زما دخپل جوس ، داځکه چې هلته په
پښتو خلک خبرې کوي او خپل قامي هويت پښتون بولي٠ خو مونږ په پورته خواکې
لوی جنجالونه لرو او په کار پوهه سړي مونشته ، کوم چې شته هغوی په دې رژيم
کې مذدوري نکوي او خپله ازادي غواړي٠
شپې تېروه او ګوره ! ځينې وخت ، له هيڅ نه ليږ (لږ) شي او له ليږ شي ځخه ډېرشی
جوړېږي، دايو پروځېس دی چې څو اړخه اړکي لري ٠

[quote:2f74271698="Sapand Safi"]پتنګ صيب !
دافغانستان په معاصرتاريخ کی دحبيب الله کلکاني او برهان الدين رباني نه بغير
ټولو واکدارانو ځانته پښتانه ويلي٠مګر ښه فکر وکړه ددوي خدمت ته؟پښتانه
سم نيم دپنجابيانو تر حاکميت لاندې ژوند کوی او حتی دهمدې سايت ځنی
محترم چلونکي بيا دپاکستان کلک طرفداران اودپښتنو دحقوقو نه پدی يا
هغه بهانه غواړي چه سترګی پټی کړي٠
دڅو کسو پاټکوالا،جنګسالار او ټوپکسالار نه څه ګيله ده؟
دپارلمان ګوټي څه دپاسه په سلو کی ٩٥ غړوپه جعلی ډول، دا کرسې تر لاسه
کړی٠که يونيم يو ذره وجدان هم ولري،له ډاره غږ نشي ايستی ، ځکه چه يابه
ترور او يابه بله سخته سزا ورسيږی،او داسی مشکلاتو مخامخ کيدو غيرت او
ايمان نلري٠
پاک الله دې ددې ملک مل شي٠[/quote:2f74271698]


larghonay laraway
29.11.2008

سلامونه!
له بده مرغه چې د افغانستان ولسي جرګه يا پارلمان اصلاً خپل كار، دنده او مسؤوليت نه پېژني، دوى مسؤوليت يوازې دې ته وايي چې د بيا رغونې په نامه د هوايي ډالرو ساختماني پروژې واخلي يا په ملي شورا كې له پاړسوانانو سره په ملي ګټو معاملې وكړي. او كه كوم كار يې نه ؤ نو بيا يا خوب كوي، يا په پوزه كې ګوتې وهي او يا په بوتلونو سره ويشتل كوي يا خو داسې فيشن كوي چې د ولسي جرګې عفت او درنښت د باد بڼكه كړي. ځوانه ښځينه وكيله تنګ كوباى پتلون اغوندي، عينكې د سترګو پر ځاى په تندي ږدي او يوه پښه په بله اړوي خپل مود ته فكر كوي. په پښتنو وكيلانو هيڅ داسې څوك نشته چې تمه ورته وشي. باور وكړئ د فراهي په نامه يو له بهر نه راغلى پښتون په لومړي سر كې داسې طوطي طوطي كيدو او د پښتو او پښتنو خبرې يې كولې خو چې څنګه شورا ته لاړو نو په متحده جبهه كې يې د پښتنو په مقابل كې سنګر ونيو. د افغانستان دغه دوره شورا هم د كرزي د ادارې غوندې په بن كې طرحه شوې او پايلې يې هم همغسې بې خونده دي.

رابه شو د سپند ساپي خبرو ته!
ګرانه سترګې پټول خو همدا دي چې ته د كوزو پښتنو ملاتړ ته د پاكستان ملاتړ ووايې. دلته خو يوازې د خېل، زي او سيمې پر سر پښتانه په خپلو كې سره نښتي دي تل يو د بل پښې وهي او ستره مبارزه يې د هيواد مل غوندې ارګ ته د لارې تر پيداكيدو وي. نور نه د پښتو په كيسه كې وي او نه د پښتنو.
اصلاً پښتانه خو د كوزې پښتونخوا دي چې د ابراهيم غوندې يې د نمرود په پاچايۍ كې مبارزې ته مټې رانغښتې دي. هغوى د انګليس تر سل كلنې سلطې وروسته هم پښتانه پاتې دي، جامې يې د پښتنو دي، ژبه يې پښتو ده، پښتو شعر او شاعري ترې د افغانستان پښتانه زده كوي او د هغوى له بركته دلته هم پښتو شعر او نثر شته او تر ټولو غوره خوى يې دا دى چې په ټولو هغو ښارونو كې چې پښتانه دي نو ژبه يې پښتو ده.
ستا پښتون خو چې له كلي راشي نو يوه ليلامي دريشي چې خداى خبر چا او څومره يې استعمال كړې وي دى يې واخلي، ژبه هم پاړسي كړي او په كابل كې يوه كوڅه يي پاړسوانه ښځه هم پيدا كړي چې بيا يې بچيان په پښتو پوهېږي هم نه. او بالاخره پاړسوانان دعوه وكړي چې پلانى قوم اكثره پاړسوان دى نو دا اصلاً پښتانه نه بلكې تاج دي.
مننه ساپى صيب


ډاکتر څپاند
29.11.2008

[quote:db46914d7b] هغوى د انګليس تر سل كلنې سلطې وروسته هم پښتانه پاتې دي، جامې يې د پښتنو دي، ژبه يې پښتو ده، پښتو شعر او شاعري ترې د افغانستان پښتانه زده كوي او د هغوى له بركته دلته هم پښتو شعر او نثر شته او تر ټولو غوره خوى يې دا دى چې په ټولو هغو ښارونو كې چې پښتانه دي نو ژبه يې پښتو ده.
ستا پښتون خو چې له كلي راشي نو يوه ليلامي دريشي چې خداى خبر چا او څومره يې استعمال كړې وي دى يې واخلي، ژبه هم پاړسي كړي او په كابل كې يوه كوڅه يي پاړسوانه ښځه هم پيدا كړي چې بيا يې بچيان په پښتو پوهېږي هم نه. او
ستا پښتون خو چې له كلي راشي نو يوه ليلامي دريشي چې خداى خبر بالاخره پاړسوانان دعوه وكړي چې پلانى قوم اكثره پاړسوان دى نو دا اصلاً پښتانه نه بلكې تاج دي. [/quote:db46914d7b]

محترم لاروی صيب !

[color=red:db46914d7b]جامې يې د پښتنو دي، ژبه يې پښتو ده[/color:db46914d7b]

جامی ئی ځکه دپښتنو دي چه دټولو پښتنو،پنجابيانو ،کشيريانو او سنديانو
جام سره مشابه او ورته دي،مګر ټول تعليم يافته خلک لګيا دی ارپائی جامی
 اغوندی اوپښتون بيچاره ته صرف دجاموافتخار پاته دی او بس٠

ژبه ئی خو مه رایادوه،په ښونځی(سکول)کی په پنجابی اوانګریزي ژبو تعليم
کيږی،په روغتون(هسپټال)کی خو له سره پښتو نشته پا بازارکی څوک په 
يو،دوه،دری نو پوهيږی او ايک،دوتين وائی٠ دخيبر ټلويزیون خو مه رايادوه
چه که انګريزی ژبه د نوی زده ته به هيڅ پوه نشی چه دی د څه شي په هکله ګړ بړ
کوی (انک می په پن کی اچوه ټايم لټ شو).

[color=brown:db46914d7b]پښتو شعر او شاعري ترې د افغانستان پښتانه زده كوي او د هغوى له بركته دلته هم پښتو شعر او نثر شته [/color:db46914d7b]

نه وروکه :
دپښتو ژبی ستر شاعران لکه خوشحالخان خټک،رحمان بابا،حميد ماشوخېل،
غني خان غني،حمزه صيب او نور دا ټول افغانان وو او دي،دوی ځانته افغان
ويلی او دټولو په اشعارو کی د پښتو ژبی تر څنګ د افغانانو ددويمی ژبی
يعنی دري (دري او پاړسي يوه نه بله جدا اوبېلې ژبې دي) ژبې کلمات هم شته٠
دلته په سهيل او ختیز کی په ټولو ښونځيو او دننګرهار په پوهنتون کی په 
پښتو ژبه ليک لوست کيده٠کله به چه دسرحد د کوزی غاړی زده کونکی دننګرهار د طب پوهنځی ته دتعليم
لپاره راتله،نو مجبوريدل چه د نورو زده کونکو نه پښتو ليک لوست زده کړی
او نوروبه د دوی نه اردو او انريزی زده کوله٠
 چه[color=red:db46914d7b] او په كابل كې يوه كوڅه يي پاړسوانه ښځه هم پيدا كړي چې بيا يې بچيان په پښتو پوهېږي هم نه. او [/color:db46914d7b]

پدی ليکنه دی ،زما په فکر ټولو افغانانو ته کنځله کړې٠دخدای شکر چه زماکډه
می دخپل تره لور ده، مګر که يو افغان دهر افغانې سره ژوند شريک کړی دا به
دافتخار ځای وي٠ البته په يوه خبره در سره موافق يم او هغه دا چه په کابل کی
دری ژبه مسلطه ژبه ده او هرڅومره پښتانه چه کابل ته راشي د هغو دويم يا دريم
نسل پښتو هيره او دری ورته اصلي ژبه ګرزی٠ 

ملنګ جان وائی :
چه ئی مور وی پدی خاورې زېږولې

چه په هر ژبه ګويا وی خو افغان دی

په درنای،


لرغونى لاروى

larghonay laraway
30.11.2008

محترم ساپى صيب !

نه مې غوښتل چې اصلي موضوع پرېږدم خو دا چې تاسو له لومړي سره په دې بحث كې پر ولسي جرګې د بحث له موضوع وتلي يئ نو غواړم يو څه حقيقتونه درته ووايم:
لومړى دا چې ته تر اوسه په دې نه يې خبر چې د كشميريانو، پنجابيانو او پښتنو جامې يو ډول يا سره مشابه دي. هيڅكله نه دي كه ستاجامې ورسره مشابه وي وي به خو د پنجابيانو او كشميريانو اصلي جامه لنګ ده . بله دا چې خداى دې وكړي له هندوانو سره يې هم مشابه وي خو دولتي كارمندان يې د انګريزانو ليلامي دريشۍ نه اغوندي.
تعليم يافته خلك يې داسې ښايسته چارسده والې څپلۍ او واسكټ په دفتر كې اغوندي چې په رښتيا هم د پښتونولۍ څرګندويي كوي. پښتانه څه چې پنجابيان هم اوس واسكټ او جامې اغوندي او لنګ يې پرېښى دى.
په روغتون او ښوونځي كې خو ما مخكې هم درته وويل چې هغوى سل كاله د انګليس تر سلطې لاندې ژوند كړى نو په افغانستان څه شوي چې روغتون كې يې يا پاړسي اويا نګليسي ده؟ دلته خو هم پښتو نشته.

[color=red:25fcff34ea](انک می په پن کی اچوه ټايم لټ شو. [/color:25fcff34ea]
پورتنۍ جمله دې ډېره زړه او سولېدلې او مصنوعي جوړه شوې ده.كه دغسې غونډلې شمېرې نو ستا ټوله ژبه له پاړسۍ او عربۍ ډكه ده. كه درته ووايم تكړه شه او همدغه پورتنۍ جمله دې په داسې پښتو وژباړه چې ستا غير ليكوال باسواده خلك پرې غږېږي نو تر دې به هم بدتره شي. بله دا چې پښتو له آره په هندي اروپايي ژبو كې راځي او انګليسي هم هندي اروپايي ژبه ده. په افغانستان كې د پاړسي ژبې سلطه ده په پښتو يې اغېزه كړې او په پښتونخوا كې د انګليسي ژبې سلطه وه نو په هغوى به خامخا انګلسي اغېزه كړې وي. كه هغوى ته يوه ګوته نيسې ځانته به څلور ونيسې! دا چې هغوى (پن) وايي او ته قلم وايې خو دواړه د بلې ژبې دي ولې د (پن) كمال دا دى چې د انګريزي او پښتو ريښه يوه ده خو قلم هيڅكله هم پښتو نه دى او نه عربي له اسلامه پرته په ژبني لحاظ له پښتو سره كوم پيوند لري.ګرانه د افغانستان پښتانه خو دومره د پاړسۍ تر اغېز لاندې راغلي چې هغه انګليسي هم د پاړسيوانو په خوله تلفظ كوي او د انګليسي كلمو (ډ، ټ) په (د، ت) اړوي ځكه چې پاړسۍ كې نشته.
بله دا چې تاسو ليكلي خوشالخان خټك، رحمان بابا، حميد بابا، غني خان، حمزه او نور افغانان وو.
مونږ هم همدا وايو چې دا پاتې پښتانه شاعران دي او كه نه دي دوى هم افغانان دي نو دلته خو تاسو خپله مخكينۍ ليكنه رد كړې ده. ځكه لومړى خو دا چې كه څوك پښتون وي نو افغان به خامخا وي. خو كه افغان وي نو اړينه نه ده چې خامخا دې پښتون شي. كه رسنۍ څارې نو څه موده وړاندې به دې د امن جرګه كې اوريدلي وي چې د پېښور پښتون په پښتو خبرې كولې او ستا افغان (عبدالله عبدالله) په انګريزي غږېدو.
تر ټولو غوره دا چې د پښتونخوا پښتانه حتى په پاكستانۍ تذكره كې هم قوميت افغان ليكي.
د شعر او ادب په اړه كه يو څه مطالعه وكړې نو په خپله به هم پوه شې چې كه د پښتونخوا راواښاد زاخيلي نه واى نو خداى خبر چې د افغانستان پښتنو به غزل، لنډه كيسه، ازاد شعر او نور ادبي ژانرونه له چا زده كول.
صافى صيب! ته په ټوووووووووووووول افغانستان كې راته نه شې ښودلې چې تر مهاجرت پخوا دې اوونيزه يا مياشتنۍ ادبي غونډه يا كره كتنه شوې وي. يوازې د ننګرهار كلنۍ نارنج ګل مشاعره وه او بس. اوس چې افغانان په دې درې لسيزو كې د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو كې و اوسېدل نو په لسګونو د كره كتنې او شعر او شاعرۍ غونډې يې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې پيل كړې چې (افغان ادبي بهير) يې ښه بېلګه ده.
ګرانه د ملنګ جان په شعر ته نه يې پوه شوى . هغه هيڅكله هم پښتنو ته پاكستانى نه دى ويلى او د هغه په شعر كې افغان يو سياسي نوم دى چې د افغانستان هر وګړي ته ويل كېږي. زما او ستا بحث د پښتنو خپل منځي بحث دى چې هاخوا او دېخوا دواړه يو دي. ساپى صيب لومړى زمونږ دا جفا بس ده چې د افغانستان پښتنو واكمنانو د هيواد ستره برخه په انګريزانو خرڅه كړه كه مونږ د كوزې پښتونخوا پښتانه پردي هم وګڼو نو زما او ستا او د ظاهر طنين ساپي د تبصرو به هيڅ توپير نه وي.
بيا هم راځو د ولسي جرګې بحث ته چې اصلي موضوع ده. له بده مرغه چې د افغانستان په ولسي جرګه كې پښتانه په ډلو او ټپلو وېشل شوي دي اكثره په خپلو مادي ګټو پسې سر دي. په داسې حال كې چې پاړسيوانان هم مادي ګټې ګټل غواړي خو فرهنګي ګټې هم له لاسه نه وركوي.


عبدالله صابر
30.11.2008

په ولسي جرګي کښي 112فيصده پښتانه خوپښتوپکښي 12فيصده هم څوک
نه وايی ماخوتراوسه نه دی ليدلئ چي يونس قانوني دکله هم په پښتووينا کړي
وي خوزمونږپښتانه وکيلان ،وزيران مشران په فارسي غږيدل فخرګڼي اودا
سي ښودل غواړي چي تعليمي سويه ښه ده فارسي يی هم زده ده ،
دي غاړې وپښتانوته چي کله مونږووايو چي تاسوپښتوژبي ته ولي کارنه کوی
پښتوکښي داردويانګليسي کلمي کاره وی ، نودوی بياپه ځواب کښي واي چي
اردو زمونږ قومي زبان دی لکه څنکه چي تاسوفارسي قومي زبان داسي زمو
نږ اردوژبه قومي زبان دی ،
په پاکستان کښي ډيرئ پښتانه اوس هم په دی نه خبرچي پښتوژبه په افغانستا
ن کښي ملي اورسمي ژبه ده ځکه هغوی ګوري چي په مطبوعاتي کنفرانسونو
کښي غيرپښتانه خوپريږده پښتانه مشران هم په فارسي ويناوي کوي ، څوورځي وړاندي دپاکستان اوافغانستان ماليووزيرانو ديوتړون لاسليک کيدوپر
وخت ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته پښتون انورالحق احدي هم په فارسي وينا وکړه ٠
فارسي دويلی خوکاش چي دپاکستاني مشران په وړاندي په پښتوويناوې کولی
ترڅوخوهغوی ته لږدا احساس شوی وی چي پښتوپه افغانستان کښي ملي اورسمي ژبه ده ٠


pattang
30.11.2008

وخت به نه پرې ضايع کوو ، د پښتو او پښتنو خرڅونکي به پېږنو په مغزو کې به يې نيسو او مونږ به خپل کار کوو٠ زه دومره وېلای شم چې غيرې دولتي پښتانه
د خدای په فضل ډېر را بيدار شوي دي خودا پروڅېس به ډېر حتا په لسګونو کلنو ونيسي , خوډېر مهم فکتوراو ضريب دې پروڅېس مقاومت ، مقاومت او بيا هم مقاومت دی اودا قرباني بايد پښتانه ورکړي٠
دافغانستان دولت کلک دپاړسو په لاس کې دی ، ټولوهغو حراميانو چې مونږ
ته يې وعدې هم راکړې وې کله چې دپاړسو په ويروس ککړ شول نو بيايې بيرته پښتون او پښتو لا نور هم خرڅ کړل ٠
نالت په زنجوچې له افغان ملت نه يې افغان نالت ګوند جوړ که ، ولې يې په انګليسي
خبرې نکولې په پاکستان کې خوټول په انګليسي پوهيږي بيا پاړسو څه ضرور و ?
دا ټول بې ناموسان به محاکمه کيږي او دې دوی په رشوت او بډو اخيستي کورونه اونورې سرمايې به اولسي دولت ته بېرته ورکول کيږي٠

نالت پر هغو بې ناموسانو چې پښتانه خرڅوي٠


z.shaheen
30.11.2008

قابل توجه کسانیکه شکایت از عدم ترویج زبان پشتو در کشور دارند:

آیا دلیل واقعی آنرا میدانیدکه چرا زبان پشتودر مقایسه با زبان دری آنقدر عام نیست؟ شما های که آنقدر داد میزنیداز خود بپرسید که برای ترویج زبان پشتو چه کرده اید؟ آیا در سراغ راه های تقویۀ زبان پشتو به جز از شیوۀ دکتاتوری شده اید؟ آیا از فرمانهای زعام گذشتۀ پشتون که صرف به خاطر برائت خود کورسهای اجباری پشتو رافرموده بودند چیزی آموختید؟
به کسانیکه مکاتب خود را خود به بهانه های گوناگون میسوزانند و یا حد اقل جلو گیری از سوختاندن آن نمیکندموضوع زبان بهانۀ بیش نیست.
تا وقتیکه اشخاص مانند پتنگ که غیر از راه جنگ چیزی دیگری را سراغ ندارد مثل مار بین آستین در بین شما باشدکدام پشتون دلسوز که به استثنای جنگ راه های دیگر را جستجو نماید هر گز سر بلند نخواهد توانست.

به اصطلاح عام در بین شما پشتونها آب از بالا خت است ! شما از بی اتفاقی مثل دریای سرکش موج میزنید.
- رئیس جمهور که از بین خود شما پشتونهاست و اکثریت شما آنرا انتخاب هم کرد اند امروزنه بلکه ازهمان آغاز او را تخریب کردید!
- مشاورین پشتون نصب شانرا ها کذا!
-اعضای کابینۀ پشتون راتا توانستید تخریب کردید که قسماً وظیفه را هم ترک گفتند ولی شما از بی مضمونی زیادحال هم آنها را ماندنی نیستید!
- به وکیل های شورای قوم خود هم چیز های میگوئید اگر بالای نان بگذارید سگ قبول نخواهد کرد.
- والی های پشتون به زعم تان نیست.

-اگر اعضای قوای مسلح و سارندوی پشتون در گیر تان بیاید وا به جان شان!

- پشتونهای که به دلایل گوناگون پشتو یا صحبت نمی توانند و یا نمی کنند نزد شما اشخاص خاین وفروخته شده اند.

- از کارمندان پشتون ادارات و استادان پوهنتون به دلیلیکه چرا پشتو نمی نویسند و پشتو تدریس نمی کنند هم راضی نبوده القاب گوناگون نثار شان میکنید.

- از مطبوعاتیکه اگر صاحب امتیاز آن پشتون هم باشد ولی زمانیکه به زعم شما کار نکنند هم راضی نبوده آنرا تقبیح میکنید.

- شما در قصۀ مردم عام پشتون هم نیستید. وقتیکه کومک های خوراکی سازمان ملل به نیازمندان مناطق پشتون چور و غارت گردد استدلال میکنید که مواد برای نظامیان بود.
- پس در بین پشتونها دیگرکی ماند که تدابیر ترویج زبان پشتو را بسنجد؟ شماری که از کشور برامده اند در غیر آن هم در مجموع به درد زبان پشتو نخواهند خورد.

آیا هنوز هم در خواب خرگوش هستید که یک زبان را به زور بالای مردم بقبولانید؟


ډاکتر څپاند
30.11.2008

محترم لاروی صيب او ټولو درنو دوستانو ته بيا هم سلامونه !
زموږ اوستاسو بحث دپښتو او دهغې د ودې ، دپښتون قوم دسرلوړۍ ،
تاريخي سترتياوو اووياړونو دبيا لاسته راوړلو او ساتلو په هکله دوام لري٠
زما په عقيده دپښتو او پښتنو ستر مشکل له افغانستان نه د پښتنو بيلوالی
اودپنجابيانو تر سوري اوغلامۍ لاندی ژوند دی٠ددی کار په نتيجه کی هغه
پښتانه چه په افغانستان کی ژوند کوی،دافغانی نورو قومونو تر تاثير لاندی
راغلي چه  پايله ئی دژبی ګډواله ددری ژبی سره او هم څه ناڅه د دودونو
 اورواجونو تغیردی٠
دپښتنو د وجود بله برخه بيا دپنجابيانو تر ستم لاندی،سره ددی چه په تيرو
شپېتو کالو کی ئی دژبی او دودونو دساتلو په برخه کی ډير زيارونه ګاللی مګر
دانګريزي استعمار دګوډاګي او ميراث خور پاکستاني جنرالانو تراسارت
لاندی ئی ژبه او دودونه د انګريزۍ او اردو سره ور ګډ شوي دي٠
زما په فکر، پښتون نه دلته او نه هلته ملامت ګڼل کيدای شي٠دا دانګريز
استعماري چلول ووچه پښتانه ئی سره وويشل او دواړه خواوی ئی کمزوری کړل٠

د کوزی پښتونخوا ګرانو ،درنو او محترمو ورونو او خويندو !
افرين په تاسو چه خپل نوم نښان مو لا ساتلی،مګر مه هيروی چه تاسو افغانان
ياست اوستاسو هغه ورونه او خويندی چه په مورني وطن افغانستان کي اوسېږي
که په هره ژبه ګړېړي او يا په هر قام پوری تړلی،هم افغانان دي٠

نو د حل لاره؟
دحل لاره داده چه لر اوبر افغان سره يو شي،هله به وي چه پښتانه به د يوه پياوړی
قوم په صفت دافغان دستر ملت تاريخي وياړونه را ژوندي او داملت به دبربادۍ
نه وژغوري٠
ددی نه بغير،کوزه پښتونخوا به خپله ژبه انګرزي اواردو ته او بره پښتونخوا
به ئی دری او عربي ته له لاسه ورکړی٠

داچه پښتو او اردو او انګريزی مشترکی ريښی لری،زه پری نه يم خبر،ماته خو
اردو، دری،پښتو او عربي ډیره ورته ښکاری٠دا بحث به ژبپوهانو ته پرږدو٠

په درناوی


لرغونى لاروى

larghonay laraway
02.12.2008

دا ليكنه دوه ځله كاپي شوې ده.


لرغونى لاروى

larghonay laraway
02.12.2008

ټولو ته سلام!
تېر كال په كابل كې د ستاره هوټل په نامه يو هوټل كې د يو پښتون كمپيوټر پوه اسرار كريمزي په وياړ غونډه جوړه شوې وه چې په ډېرو هيوادونو كې يې د كمپيوټر په اړه برياوې او مډالونه ګټلي وو.
دا غونډه ځكه جوړه شوې وه چې دا يوه ستره لاسته راوړنه وه خو د افغانستان متعصب حكومت او بې شعوره ولسمشر ورته هيڅ پاملرنه ونه كړه نو يو شمېر پښتنو چې زما ګومان د انصاري په نامه يو پښتون د خپل دفتر پر مالي مټ دغه غونډه جوړه كړې وه او ټول په كې پښتانه وو او پښتو وينا يې كوله خو شكريه باركزۍ چې د ولسي جرګې غړې ده راپاڅېده، خپلې تورې بازاري عينكې يې د سترګو پر ځاى په كوپړۍ كېښودې، ښه غليظ ارايش يې كړې ؤ، تنګ كوباى پتلون يې په پښو ؤ او په پاړسي يې وينا پيل كړه. دا دومره هم نه پوهېده چې اوريدونكي يې څوك دي.
بله ورځ په شمشاد ټلويزيون كې يو ماښامى بنډار ؤ چې اكثرو وكيلانو او نورو روڼد اندو په كې خبرې وكړې او اوريدونكي او ويناوال يې ټول پښتانه وو خو فاروق وردګ په كې په پاړسي خبرې شروع كړې او هغه هم د فاروق وردګ په پاړسي.
نو اكثره پښتانه همداسې د پاړسوانانو خبره د كمترۍ احساس كوي او خپله ګډه وډه پاړسي وايي او په پښتو شرمېږي. نو ځكه پښتو شاته پاتې ده.

([color=orange:044a837f51]سپند ساپي ليكلي :
زموږ اوستاسو بحث دپښتو او دهغې د ودې ، دپښتون قوم دسرلوړۍ ،
تاريخي سترتياوو اووياړونو دبيا لاسته راوړلو او ساتلو په هکله دوام لري٠ )[/color:044a837f51]
ګرانه كوم وياړونه؟
زه خو د پښتنو په تاريخ كې كوم وياړ نه وينم او هغه هم بيا داسې وياړ چې د ژبې لپاره يې وياړ وبولو!
خو ټولو پښتنو پاچايانو ته پښتو ويل شرم ښكارېدل ځكه چې د هغوى د بادارانو ژبه پښتو نه وه . تر ټولو ستره بېلګه يې احمدخان ابدالي دى چې د نادر افشار ګارډ ؤ او كله چې واك ته ورسېدو نو د دربار لپاره يې قزلباشيان راوستل او ژبه يې پاړسي وه.
اصلاً پښتانه همدې بې ځايه لاپو شاپو تبا كړي دي. دوى هيڅكله هم خپلواكه ورځ او خپلواكه ژبه نه ده ليدلې تش په همدې بادو مست دي چې پاچايي يې كړې ده؟ دوى اوس هم غواړي چې په څو زره كاله وړاندې تاريخ كې و اوسېږي خو ګرانه تاريخ د عبرت لپاره دى چې خپله راتلونكې ترې وټاكل شي نه دا چې يوه ټولنه په پېړيو شاته لاړه شي او په تاريخ كې و اوسي.
ساپى صيب وايي : (زما په فکر، پښتون نه دلته او نه هلته ملامت ګڼل کيدای شي٠دا دانګريز
استعماري چلول ووچه پښتانه ئی سره وويشل او دواړه خواوی ئی کمزوری کړل٠ )

ګرانه اصلاً برو پښتنو د خپل ناموس سودا كړې ده او د پښتنو يوه برخه يې په انګليسانو پلورلې ده. ايا ته نه يې خبر چې امير عبدالرحمان خان له انګليسانو معاش درلود؟
ته او خداى ته په دې هم نه پوهېږې چې دا معاملې د كوزې پښتونخوا هيڅ يو فرد هم نه دي كړي بلكې عبدالرحمان خان، دوست محمد خان او يعقوب خان كړي دي؟
ملاعمر هم غوښتل چې افغانستان د پاكستان پنځمه صوبه شي .
د افغانستان حكومت هيڅكله ازاد او خپلواك نه دى پاتې شوى او هيڅكله يې د پښتنو په اړه نېك نيت نه دې لرلى. دلته كه پښتو رسمي او ملي ژبه وه هغه هم تش په نامه او د پښتنو د غولولو لپاره وه . ته او خداى تر اوسه دې په كوم وزارت كې په دې قومي او رسمي ژبه يو مكتوب قدرې هم چلېږي؟
دا هسې بې ځايه لاپې شاپې دي . بايد له سره فكر وكړو او په خپل وطن كې خپل ځانونه تثبيت كړو بې ځايه لاپې شاپې نه دي په كار او نه كوم ځاى نيسي.

ساپى بيا ليكي: (داچه پښتو او اردو او انګريزی مشترکی ريښی لری،زه پری نه يم خبر،ماته خو
اردو، دری،پښتو او عربي ډیره ورته ښکاری٠دا بحث به ژبپوهانو ته پرږدو٠)
وروره چې نه يې خبر نو ولې د ژبې په اړه بحث كوې خو لومړى مطالعه وكړه ځان پوه كړه او بيا بحث وكړه كنه نو څه جبر دى؟ !
z.sheen ليكلي چې په زور نه كېږي. ګرانه همغه د زور او جبري پښتو كورسونه وو چې په روان فرهادي يې پښتو ته دومره كار وكړو كه زور نه واى اوس يې ولې نه كوي.
پاړسوان خو د زور خلك دي چې زور وي نو په دربارونو كې د سرو سترګو له وېرې شاهنامې هم ليكي خو اوس چې زور نشته نو پاړسي ته هم كار نه كوي او د ايران محصولاتو ته يې خيرنې سترګې نيولې دي.
ګرانه دوى د زور خلك دي ځكه خو يې د پېښور دپوليسو له وېرې داسې خوږه پېښورۍ پښتو زده كړې چې زه هم هغسې نه شم غږېدلى.
ګرانه دوى كه د زور خلك نه واى او په سړيتوب پوهېدى او په سړيتوب يې په ګډ هيواد كې ګډ ژوند ته غاړه كېښودى نو شكر به يې ايستلى وى او دمره تعصب ته به يې لمن نه وهلى چې فرانسوي، انګليسي، عربي او حتى وروسي نومونه په افغانستان كې زغملى شي خو پښتو نه شي زغملى او هياهوى يې جوړه كړې ده. خو وروره دا د زور انسانان دي چې زور نه وي نو دا ډېر كوڅه يي خلك دي او په انسانيت نه پوهېږي.
خداى دې نور دپښتنو پام له بې ځايه ضد او په خپلو كې د خېل او زي د وېش له پاللو راواړوي چې دوى ته يې پام شي بيا ډېر زر هر څه سمېږي.
مننه
ستاسو لاروى


ډاکتر څپاند
02.12.2008

[quote:e7abd3021f]

سپند ساپي ليكلي :
زموږ اوستاسو بحث دپښتو او دهغې د ودې ، دپښتون قوم دسرلوړۍ ،
تاريخي سترتياوو اووياړونو دبيا لاسته راوړلو او ساتلو په هکله دوام لري٠ )
ګرانه كوم وياړونه؟
زه خو د پښتنو په تاريخ كې كوم وياړ نه وينم او هغه هم بيا داسې وياړ چې د ژبې لپاره يې وياړ وبولو!
خو ټولو پښتنو پاچايانو ته پښتو ويل شرم ښكارېدل ځكه چې د هغوى د بادارانو ژبه پښتو نه وه . تر ټولو ستره بېلګه يې احمدخان ابدالي دى چې د نادر افشار ګارډ ؤ او كله چې واك ته ورسېدو نو د دربار لپاره يې قزلباشيان راوستل او ژبه يې پاړسي وه.
اصلاً پښتانه همدې بې ځايه لاپو شاپو تبا كړي دي. دوى هيڅكله هم خپلواكه ورځ او خپلواكه ژبه نه ده ليدلې تش په همدې بادو مست دي چې پاچايي يې كړې ده؟ دوى اوس هم غواړي چې په څو زره كاله وړاندې تاريخ كې و اوسېږي خو ګرانه تاريخ د عبرت لپاره دى چې خپله راتلونكې ترې وټاكل شي نه دا چې يوه ټولنه په پېړيو شاته لاړه شي او په تاريخ كې و اوسي.
ساپى صيب وايي : (زما په فکر، پښتون نه دلته او نه هلته ملامت ګڼل کيدای شي٠دا دانګريز
استعماري چلول ووچه پښتانه ئی سره وويشل او دواړه خواوی ئی کمزوری کړل٠ )

ګرانه اصلاً برو پښتنو د خپل ناموس سودا كړې ده او د پښتنو يوه برخه يې په انګليسانو پلورلې ده. ايا ته نه يې خبر چې امير عبدالرحمان خان له انګليسانو معاش درلود؟
ته او خداى ته په دې هم نه پوهېږې چې دا معاملې د كوزې پښتونخوا هيڅ يو فرد هم نه دي كړي بلكې عبدالرحمان خان، دوست محمد خان او يعقوب خان كړي دي؟
ملاعمر هم غوښتل چې افغانستان د پاكستان پنځمه صوبه شي .
د افغانستان حكومت هيڅكله ازاد او خپلواك نه دى پاتې شوى او هيڅكله يې د پښتنو په اړه نېك نيت نه دې لرلى. [/quote:e7abd3021f]

ښاغلي لاروی !
ايا ته غواړی چه لر او بر پښتون سر وجنګوی که څنګه؟؟

ديوه امير خيانت دخپل قام سره، د ټولې برې پښتونخوا دناموس سودا نه بلکه
 دقدرتمد انګريزي دولت سره ديوه فرد يا يوې ډلی خاينانه معامله وه اوبس٠
پدی معامله ،ټولی پخواني بری پښتونخواته د ناموس دسوداګر خطاب
 دپښتني دود او تربيي نه لری بريښي٠
پدی کي شک نشته چه عبدالرحمن خان دانګريز معاشخور وه لکه نن چه کرزی
او ټول پاکستانی ليډران دامريکی تالي څټي دی٠
عبدالرحمن خان پخپل لاس ليکل شوی تاريخ کي پښتون اوافغان په يوه معنی
استعمال کړی،دی ليکي چه انګريز پداسی حال کی چه ټول هندوستان اوننی
پاکستان يي تر کنترول لاندی وه،دډيورنډ کرښه پداسی حال کی پده تحميل
کړه چه دی مجبور وو چه د کندهار د ساتلو په خاطر دا قرار داد امضا کړی٠
ددی معنی دا شوه چه امير حتی په هماغه وخت کی پدی پوهېده چه دتاريخ
قضاوت به بيرحمانه وی٠
ستاسو دمعلوماتو په خاطر بايد وليکم چه د سلطان محمودغزنوی په زمانه
کی ،دافغانستان په سيمه کی د لمړی ځل لپاره ددری ژبی  ليک لوست دعربی
ژبی دليک لوست تر څنګه رواج وموند٠په هغه وخت او تر هغی روسته کلونو کی
متاسفانه دپښتو ژبی ليک لوست رواج ډيرکم وو،نو احمدشاه بابا چه نن يي
هندوان له ډاره اسلامي کلمه وائی،مجبور وو چه قزلبا ش میرزايان دفتر کروبار
ته راوبولي٠
تاريخ ولوله اوځان پوه که چه افغانی اتلانو په وار وار له اسفهانه تر ډيلی پوری
له افتخاره ډک حکومتونه کړي،اسلام ئی هلته خپور کړي او نن ورځ ئی نښی
نښانی له ورايه ځليږي٠
ما په احترام درته وليکل چه پښتو،دری،اردو او عربي سره ورته ژبي دي او
دانګرېزي نه په پيدايښت کي سره فرق کوي،مګر ته په نيمه پوه نه شوي اوس ئی
واضح در ته ليکم،که ته کم سند يا کره معلومات لری نو داګز دا ميدان٠
په درناوي،
څپاند


Re: لرغونى لاروى

z.shaheen
02.12.2008

[quote:26359bc085="larghonay laraway"]z.sheen ليكلي چې په زور نه كېږي. ګرانه همغه د زور او جبري پښتو كورسونه وو چې په روان فرهادي يې پښتو ته دومره كار وكړو كه زور نه واى اوس يې ولې نه كوي.
پاړسوان خو د زور خلك دي چې زور وي نو په دربارونو كې د سرو سترګو له وېرې شاهنامې هم ليكي خو اوس چې زور نشته نو پاړسي ته هم كار نه كوي او د ايران محصولاتو ته يې خيرنې سترګې نيولې دي.
ګرانه دوى د زور خلك دي ځكه خو يې د پېښور دپوليسو له وېرې داسې خوږه پېښورۍ پښتو زده كړې چې زه هم هغسې نه شم غږېدلى.
ګرانه دوى كه د زور خلك نه واى او په سړيتوب پوهېدى او په سړيتوب يې په ګډ هيواد كې ګډ ژوند ته غاړه كېښودى نو شكر به يې ايستلى وى او دمره تعصب ته به يې لمن نه وهلى چې فرانسوي، انګليسي، عربي او حتى وروسي نومونه په افغانستان كې زغملى شي خو پښتو نه شي زغملى او هياهوى يې جوړه كړې ده. خو وروره دا د زور انسانان دي چې زور نه وي نو دا ډېر كوڅه يي خلك دي او په انسانيت نه پوهېږي. [/quote:26359bc085]
جناب larghonay laraway اگر پتنگ چنین مینوشت ابا نداشت زیرا وی به جز از جنگ چیزی دیگری نمی داند ولی اگر به مطالبیکه شما تا حال نوشته اید توجه شود از شما توقع آن میرفت که در قرن 21 اگر مشکل هم است شاید راه های مسالمت آمیز دموکراتیک را انتخاب نمائید.
من در بارۀ روان فرهادی تبصره نمیکنم زیرا مستند به کار روائی هایش نامبرده خوش من هم نمی آید. ولی در مورد کورس های اجباری پشتو مبالغه مینمائید. کورس های پشتو آنچنان که بی نتیجه بودندمسخره هم بودند. معلمانکه ( حد اقل در اداراتیکه من بودم) بی کفایت بودندو روز گزرانی میکردندو معاش میگرفتند.
در واقعیت کورسهای پشتو به منظور رفع مسئولیت زعمای وقت پشتون بود که از طریق آن نشان بدهند که برای ترویج زبان پشتو هم کاری میکنند. به عبارۀ دیگر این کورسهای نمایشی بودند.
اگر شما به این نظر هستیدکه زبان پشتو را به شیوۀ قرون اوستا به زور بالای اقوام غیر پشتون قبولانده میتوانیدنظر شماست که من به آن احترام دارم ولی به آن باور ندارم.

به نظر من حل این معضله تنها از طریق تدریس زبان در مکاتب ممکن است. مسلماً تا مرحلۀ تطبیق آن زمان طولانی به کار است ولی در دراز مدت یکانه راه مناسب و عملی خواهد بود.
در شرایط فعلی باید مبارزۀ جدی در برابر مکتب سوزی صورت گیرد. در غیر آن خطر آن میرود که فرزندان این کشور در مناطق پشتون نشین از فرا گرفتن تعلیم محروم گردیده هیچ کدام زبانی را نخواهند آموخت!!!


باتور
03.12.2008

ګرانه لرغونې !

په ژبه او پوهه دي برکت، نوري خبري يو خوا دا خبره بل خوا :

[color=white:d99ed45fbe]پاړسوان خو د زور خلك دي چې زور وي نو په دربارونو كې د سرو سترګو له وېرې شاهنامې هم ليكي خو اوس چې زور نشته نو پاړسي ته هم كار نه كوي او د ايران محصولاتو ته يې خيرنې سترګې نيولې دي.
ګرانه دوى د زور خلك دي ځكه خو يې د پېښور دپوليسو له وېرې داسې خوږه پېښورۍ پښتو زده كړې چې زه هم هغسې نه شم غږېدلى. [/color:d99ed45fbe]

دا خلګ په رښتيا هم ادب د دب په زور زده کوي . .

shaheen ګله !

در قرن 21 اگر مشکل هم است شاید راه های مسالمت آمیز دموکراتیک را انتخاب نمائید.. .

دا ٢٥٠ کاله خو مو په مسالمت آمېزه او دموکراتيکه فضا کي ژوند درسره وکړ، لېکن تر اوسه هم لا زموږ په اوږو سپرېدل غواړۍ . . او له پښتو او پښتنو نه نفرت لرۍ. . هغه چا چي لا نه ياست پېژاندلي، هغه به يا پښتون نه وي او يا به يې تاسو سترګي د غوړه مالۍ په مردارو خاورو ور ډکي کړي وي، او يا به د کرزي غوندي له تاسو سره د بيت المال په غلا کي شريک وي . .

په درنښت


میوند ننګیال
03.12.2008

در شرایط فعلی باید مبارزۀ جدی در برابر مکتب سوزی صورت گیرد. در غیر آن خطر آن میرود که فرزندان این کشور در مناطق پشتون نشین از فرا گرفتن تعلیم محروم گردیده هیچ کدام زبانی را نخواهند آموخت!!!
افرين صدافرېن ښه سوچ لري ته خو پکار دې د يونس قانونې په ځاي کيني ځکه هغه تر اوسه دسي پخه او ښه خبره نده کړي٠


عبدالله صابر
03.12.2008

له موضوع سره په تړاؤ

له تاند څخه

[color=red:b94d08b9e6]تاند - د افغانستان دمالیې وزارت تايید کړه چې دمالیې وزیر انوارالحق احدي له خپلې چوکۍ استعفا کړې ده .

انوارالحق احدي مخکې هم شکایت درلود چې د ده پرېکړې اوحکومونه په تېره بیا چې په پښتوژبه یې لیکلي وي ،د مالیې مرستیال وزیرښاغلی شهراني ردوي او ټوکرۍ ته غورځوي .

دمالیې وزیرد دفتر ريیس همایون صدیق وویل چې ښاغلي احدي دشنبې په ورځ خپله استعفا ولسمشرکرزي ته سپارلې اود روانې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ به دهغه دکار وروستۍ ورځ وي .

تراوسه پوري ( ددې خبر د ترلاسه کولوترشېبې پوري) ښاغلي کرزي دانوارالحق احدي استعفا لاسلیک کړې نه ده .

ښاغلي احدي هم تراوسه پوري رسنیو ته نه دي ویلي چې ولې یې استعفا کړې ده خوډېر څارونکي وايي په هغو شرایطو چې ډاکتر احدي کار کاوه ، باید ډېرپخوا یې له کاره لاس اخیستی وو.

تاند ته باوري سرچینو وویل چې دښاغلي احدي مرستیال ترده زیات صلاحیت درلود او دا تر دې دمه څرګنده نه ده چې ښاغلي شهراني دومره قدرت له کومه کړی وو.

دشهراني کورنۍ دافغانستان دفدرالي کېدو لپاره هلې ځلې کوي چې یوشمېرامریکايي سناتوران یې هم ترشا ولاړ دي.

انوارالحق احدي په ۲۰۰۴ ع کال دمالیې وزیر وټاکل شو اوتردې مخکې دافغانستان بانک ريیس وو.

که دښاغلي احدي استعفا تاييد شوه دولسمشرکرزي حکومت ته به ،چې دکارپوه شخصیتونوله کمښت سره مخامخ دی ، یو بل ګوراز وي .[/color:b94d08b9e6]


لرغونى لاروى

larghonay laraway
03.12.2008

سلام!
سپند ساپى يا څپاند صيب ستا پاملرنه غواړم!
[color=darkblue:1c19e122d2]سپند ساپي ليكلي:
ستاسو دمعلوماتو په خاطر بايد وليکم چه د سلطان محمودغزنوی په زمانه
کی ،دافغانستان په سيمه کی د لمړی ځل لپاره ددری ژبی ليک لوست دعربی
ژبی دليک لوست تر څنګه رواج وموند٠په هغه وخت او تر هغی روسته کلونو کی[/color:1c19e122d2]

ګرانه لږ مطالعه وكړه زده كړه او تر هغې وروسته به دې غوسه هم سړه شوې وي او يو څه پوهه به دې هم زياته شوې وي، كه عمر دې كم وي هغه به هم پوخ شوى وي بيا داسې بحثونو ته راشه. ځكه پورتني معلومات دې سكوټ غلط دي. اصلاً د يعقوب ليث صفاري په وخت كې پاړسي د دې هيواد رسمي ژبه شوه او كيسه يې داسې ده چې يو شاعر د يعقوب ليث ستاينه په يو عربي شعر كې كړې وه. كله چې يې ورته واوروله نو يعقوب ليث ترې پوښتنه وكړه چې څه دې ليكلي؟
هغه ورته وويل: ستا ستاينه مې كړې ده.
يعقوب ليث ورته وويل زه داسې ستاينه نه غواړم چې پرې پوه نه شم. ماته يې په پاړسي وليكه.
له همغه وخته پاړسي دربارته ننوته.

[color=blue:1c19e122d2]سپند ليكي:
متاسفانه دپښتو ژبی ليک لوست رواج ډيرکم وو،نو احمدشاه بابا چه نن يي
هندوان له ډاره اسلامي کلمه وائی،مجبور وو چه قزلبا ش میرزايان دفتر کروبار ته راوبولي٠ [/color:1c19e122d2]

بيا دې هم معلومات بشپړ نه دي. زما مخكينى نصيحت واوره او مطالعه وكړه يا له سره ښوونځى او پوهنځى ولوله.
ګرانه احمدخان ابدالي د نادر افشار ګارډ او په خپله د پښتو ژبې شاعر ؤ او غټ پټ ديوان يې راپاتې دى. نو څنګه وايې چې د پښتو ژبې ليك لوست رواج نه ؤ. بله دا چې تر احمدخان ابدالي مخكې هم پښتو ليك لوست رواج درلود او حتى د دربار ژبه وه. ډېرې خطي پښتو نسخې دي چې تر احمدخان ډېرې پخوا ليكل شوې دي. نو څنګه وايې چې پښتو ليك لوست رواج نه درلود؟
د حاجي ميرويس خان په دوره كې پښتو شاعران وو، پښتو يې ژبه وه . پښتانه شاعران لكه:سيدال خان ناصري ، ملا پير محمد، بابو جان بابي، داود هوتک، ملا نور محمد غلجی او نور .

د شاه حسين په زمانه كې د دربار ژبه وه. ويل كېږي چې د ده په امر د پښتو ژبي د شاعرانو تذکره ( پټه خزانه ) و ليکل شوه.
يعنې دا پورته چې ياد شول ټول د افغانستان پاچاهان وو چې پښتو د دوى په دورو كې شاعران لرل، ليك لوست يې كاوه او د همدوى د لښكرو ژبه وه. ګرانه يوه ژبه چې شاعر ولري، ليك لوست ولري او ته پرې سترګې پټې كې نو دا هم ستا د كمې يا په نيشت شمېر مطالعې څرګندويي كوي. دا چې ماته وايې تاريخ ولوله نو ما پرې ډېر ځان ستړى كړى خو ته يې هم ولوله او ځكه چې اوس په كې بېخي ناكام يې!

[color=darkred:1c19e122d2]سپند وايي:
تاريخ ولوله اوځان پوه که چه افغانی اتلانو په وار وار له اسفهانه تر ډيلی پوری
له افتخاره ډک حکومتونه کړي،اسلام ئی هلته خپور کړي او نن ورځ ئی نښی
نښانی له ورايه ځليږي٠ [/color:1c19e122d2]

ګرانه ستا ځينو نويو اتلانو هم ويل چې اسلام به تر مسكوه رسوو. خو څوك چې څراغ نه ويني نو په څراغ به څه وويني؟
ستا اتلانو كې يو هم ديني عالم نه ؤ نو ته ووايه چې يو امي به چاته څه اسلام ورسوي؟
تر هنده د منډو لامل يې معلوم ؤ او هغه دا چې دوى وږي وو او بايد څه يې خوړلي واى!
هند ته خو اصلاً مغولانو كار كړى چې تاج محل يې په كې جوړ كړى او د خپل فرهنګ استازيتوب يې اوس هم كوي. ستا اتلانو په خپل وطن كې څه كړي چې هلته يې كړي واى؟
دا بې هدفه منډې او د خلكو ټاټوبي نيول او ورانول د بې هدفه لښكرو كار وي چې دا رواج زما او ستا په وطن كې ډېر پياوړى دى.

پاتې شوه دلرو او برو پښتنو خبره . زه له پيله له تاسره په دې مخالف وم چې تا بر پښتانه تر لرو پښتنو لوړ ګڼل . زه وايم كه وروڼه وي نو د لوړ منلو او ټيټ ګڼلو خبره دې په كې نه وي. او بله دا چې ستا تاريخي مطالعه بيا هم نيمګړې ده بلكې نيشته. ځكه معامله يوازې عبدالرحمن نه ده كړې بلكې عبدالرحمن، دوست محمد خان او يعقوب خان درې واړو كړې ده. او ما هم داسې نه دي ويلي چې ملت خداى مكړه معامله كړې بلكې په همغه مخكينۍ ليكنه كې مې هم د همدې ښاغلو نومونه حتى ليكلي دي. ما د دې مخالفت كړى ؤ چې هغوى ته غلام او ځانته خپلواك ويل ناسم دي. او دا اوس هم وايم.

[color=orange:1c19e122d2]سپند ساپى له احترامه ډكه لاندې غونډله كې ليكي:
ما په احترام درته وليکل چه پښتو،دری،اردو او عربي سره ورته ژبي دي او
دانګرېزي نه په پيدايښت کي سره فرق کوي،مګر ته په نيمه پوه نه شوي اوس ئی
واضح در ته ليکم،که ته کم سند يا کره معلومات لری نو داګز دا ميدان٠
په درناوي،
څپاند[/color:1c19e122d2]

څپاند مې پېژندو خو د بې سواد په صفت نه اوس لكه چې .....
پښتو او پاړسي له هندي آريايي ژبو څخه دي چې په پاى كې دواړه هندي اروپايي ژبو ته رسېږي. او انګريزي هم هندو اروپايي ژبه ده.
اردو كومه بنسټيزه ژبه نه ده بلكې د اردو يا لښكر ژبه ده.
عربي سامي ژبه ده چې نه يې ريښه له پورته ژبو سره شته او نه تر اوسه چا داسې تېروتنه كړې لكه تا!!!! ؟؟؟
نور نو كه زما منې زه كومه دښمني درسره نه لرم . په نيمه نه بلكې په هسې اشاره هم پوهېږم خو چې سمه اشاره وي نه ستا په څېر اشاره باندې. خداى دې انصاف دركړي ته خو خلكو ته په سره اشاره د ورتلو بلنه وركوې!
ليكنه مې ستااو نورو لوستونكو د معلوماتو په خاطر وكړه. خداى دې وكړي چې زړه ته دې څه درنشي ځكه كومه شخصي دښمني درسره نه لرم. خو مطالعه وكړه په ګټه دې ده.


میوند ننګیال
03.12.2008

ګران ورور larghonay larway صاحب سلامونه محترمه ستا له څو خبرو سره موافق يم ٠
خو د ليکلو نه درته مخکي يوه خبره ليکم چه نه به احساساتي کيږي ا ونه به دتعصب نه کا راخلي را ځم ستا ليکني ته تا څپاندورورته ليکلي :
بيا دې هم معلومات بشپړ نه دي. زما مخكينى نصيحت واوره او مطالعه وكړه يا له سره ښوونځى او پوهنځى ولوله ٠
ګرانه تا ښوونځي او پوهنځۍ کوم ځايي کي ويلي لږ که راته وواي ښه به يي ددي ليکني نه چه تا ليکلي :تر هنده د منډو لامل يې معلوم ؤ او هغه دا چې دوى وږي وو او بايد څه يې خوړلي واى!
دي ليکني نه داسي ښکاري چه يا خو دښوونځي تر شاه هم نه يي تير شوي او يا دي په هند او ايران کي لږ ډير څه لوستي ګرانه همدا داحمدشاه او شير شاه برکت وه چه په هند کي غټ غټ علما پيداشول دهمي برکت وه چه نن په هند کي مسلمانان او مدرسی شته و الله چه افرين چه تا غوندي ځوانان شته


ډاکتر څپاند
03.12.2008

لاروی صيب پدی کي شک نشته چه ته به پدی برخه کی څه نا څه مطالعه او 
معلومات لری،مګرپه نورو بيځايه نيوکی ،ستا د پوهی  کموالی ياناپوخوالی هم ښودلی شی ،دا ځکه چه هيڅوک هم تکميل ندی٠
په لاندنی ليکنه کی به درته روښانه شی چه پهindo-european  ژبو کی پښتو
اودری دواړه شامل دي،مګر عربي ژبی داسلام تر ظهور راروسته په پښتو،دری
هندی اردو اونورو محلی ژبو ډیر زيات تاثير کړي٠اوس به ډيري لږی پښتو ،دری
،هندی اواردو ليکنی پيدا شی چه هلته دی عربي کلمات پکی موجود نوی٠

انګليسی ژبه که څه هم د تصنيف له قراره indo-european کی شامله ده مګر
که دانګريز استعمار پدی سيمه کی نه وای او يا دا چه انګليسی ژبي هيوادونه،
نن ددومره پرمختګ نه برخور دار نه وی،نو د سيمی عام وګړی به د انګريزی
په ډيرو محدودو کلماتو هم نه پو هيدل٠
که ديوه پښتون سره چه بله هيڅ ژبه ئې زده نه وی،يو دری ژبی يااردو ياهندی
ژبي مخامخ شی،دوی به وکولای شی چه څو مشترک کلمات سره پيدا کړی٠مګر
داروپايانو سره داسی نده٠

بله داچه تاسو دژبی درواج اورسميت تر منځ اشتباه کړی٠دمثال په توګه نن په
افغانستانکی انګليسی،عربی او حتا روسی ژبی رواج لري مګر يوه هم رسمي
ژبه نده٠
مادرته ليکلي وو چه د سلطان محمود غزنوي په زمانه کی دعربي ژبي تر څنګ
دری يا فارسی ليک لوست هم په رسمياتوکی رايج شومګر پښتو ژبه سره ددی چه په سلګونو
کالو مروجه ژبه وه او شاعران او ليکوال ئی درلودل مګرمتاسفانه دا بيا ډير 
روسته وو چه پښتو د يوی رسمی ژبي په څير وپيژندل شوه او په رسمی دفاترو
کی يي رواج او اجازه اولاره پيداکړه٠دشاحسين دوره لنډه اوبيا هېواد دپارساينو
په منګلو کی ګير او پښتو له رسميت نه خار جه شوی وه٠

A Look at the Languages Spoken in Afghanistan
Pashto and Dari (Afghan Persian/Farsi) are the official languages of Afghanistan. Pashto was declared the National Language of the country during the beginning of Zahir Shah's reign, however, Dari has always been used for business and government transactions. Both belong to the Indo-European group of languages. There are also numerous other languages spoken in the country (Baluchi, Pashai, Nuristani, etc.), and bilingualism is very common.

Both Pashto and Dari are written primarily with the Arabic alphabet, however, there are some modifications. Pashto literature saw a massive rise in development in the 17th century, mostly due to poets like Khushal Khan Khattak, who is known today as the national poet of Afghanistan. Other noteworthy Pashto poets in history were Rahman Baba, and the founder of the modern Afghan nation, Ahmad Shah Abdali.

Dari also has an extensive literature, actually, some of the worlds greatest poems have been written in Dari. Dari poems by Jalaluddin Rumi have been translated from its original Dari versions to numerous other languages, and is widely read even in the west. Many powerful kingdoms of the past such as those of the Moghuls in India, primarily used Dari in their royal courts.

by Abdullah Qazi

Indo-European
Geographic
distribution: Before the fifteenth century, Europe, and South, Central and Southwest Asia; today worldwide.
Genetic
classification: One of the world's major language families; although some have proposed links with other families, none of these has received mainstream acceptance.
Subdivisions: Albanian
Anatolian
Armenian
Balto-Slavic
Celtic
Germanic
Greek
Indo-Iranian
Italic
Tocharian

NationMaster - Encyclopedia: ArabicSee Arabic language for more information on the language in general. ... It is an Indo-European language of the Indo-Iranian subfamily. ...
www.nationmaster.com/encyclopedia/Arabic - 49k - Cached - Similar pages
Origin of the Indo-European languages: Part VPersian language uses the Arabic alphabet, but it adds some diacritical characters .... Among the Indo-European languages of Asia, there is an important one ...
www.sanskrit-sanscrito.com.ar/english/linguistics_origin/origin5.shtml - 24k - Cached - Similar pages

پدی کی خوهيڅ شک نشته چه دوست محمد خان، يقوبخان ،عبدلرحمن خان اوحبيب ا لله خان دخپلو چوکيو دساتلو لپاره،پداسی حال کی چه افغانستان، د انګليس اوروس ددوو سترو قدرتو تر منځ واقع اومحدود شوی وو،وار په وار
دداړو خواوو سره له شرمه ډکی معاهدی او معاملی کړی دي٠مګر پدی کی نه دکوزی
اونه هم دبری پښتنونخوا دعام ولس نظر اخستل شوی،نه دوی دملت واقعی
نمايندګان وو اونه هم ددوی په کردار عام خلک څوک ملامتولی شي٠
دنړی روسته پاتی هيوادونو هيڅکله کامله سياسي ازادی نه درلوده او نه ئی لری٠

لاروی ليکي
[quote:52ea794d7e]
پاتې شوه دلرو او برو پښتنو خبره . زه له پيله له تاسره په دې مخالف وم چې تا بر پښتانه تر لرو پښتنو لوړ ګڼل . زه وايم كه وروڼه وي نو د لوړ منلو او ټيټ ګڼلو خبره دې په كې نه وي. او بله دا چې ستا تاريخي مطالعه بيا هم نيمګړې ده بلكې نيشته[/quote:52ea794d7e].
هيچا هيڅکله لرپه بر يابر په لرلوړ يا ټيټ ندي ګڼلی،موږ ټول د يوی کورنۍ غړی
يو او يو ه پښتني وينه مو په وجود کی ده٠که ځينی کسان بيا پاکستانيان يا
ايرانيان تر لر يا بر پښتون ځانته نږدي اوښه دوست ګڼی،نو د هغو وينه داعتبار وړ
نه ده.دهرهغه چاکړنه يا ليکنه چه د لر او بر پښتون د يوالي مانع وګرزي ،داسی
فرد دپښتنو دښمن دی٠
خدای (ج)دی د پښتنو ديوالی دښمنان مختوری او برباد کړی٠

لاروی صيب د دښمني خبری کړي،نو زه وايم که ته رښتيا پښتون يي ،دپښتو اوپښتنو په ترقي او وحدت خوشحالیږی اود يوه ستر افغانستان دجوړيدو،
چه هلته دی پښتانه پخپل اصلی افغانی ټاټوبي کی دښايسته مقام څښتن شي،
مخالف نه اوسی،نو زما عزيږ،هډوکی او ورور ئی٠

بيائی ليکم چه هيڅوک کامل ندی،ته ،زه او نور ټول زدکړی ته اړه لرو،او په
واقعيت کی پدی سايت کی په حوصلمندۍ،اودقلم دعفت په ساتلو سره،په ليکنو
او لوستنو خپل معلومات زياتوو٠

داهم دپاکستان دايندې په هکله دغرب پلانونه:
tolafghan.com
د پاكستان شتون به تر ۲۰۲۵ ز كاله دوام ولري ( ژباړه )

محمد طاهر كاڼى

١٢ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-12-02 17:27:00 م

ژباړن : محمد طاهر كاڼى
د امريكا د متحده ايالاتو د بهرنۍ څارگرۍ د ملي شورا په هغه رپوټ كې ، چې د نوامبر د مياشتې په ۲۱ (( د ۲۰۲۵ ز كال سترې مفكورې او نيتونه )) په نامه چاپ شوى ، ويل كيږي چې د پاكستان راتلونكې په سيده ډول په افغانستان كې د هغو پېښو له ودې سره تړلې ده چې څوك يې وړاندوينه نشي كولاى .
دغه رپوټ په (( نيويارك ټايمز )) ورځپاڼه كې له څه موده مخكينۍ هغې چاپ شوې ليكنې سره نږدېوالى لري ، چې د (( اصلاح شوى نږدې ختيځ به څه ډول ښكاري ؟ )) تر سرليك لاندې خپره شوې او ليكونكى يې د امريكا د متحده ايالاتو د هوايي پوځي ځواكونو پخوانى ډگروال (( رالف پېترس )) دى .
د رپوټ د چمتو كوونكي (( توماس فينگر )) او ډگروال (( پيترس )) په نظر ، د نوي نږدې ختيځ نقشه كښنه به ، چې افغانستان او پاكستان هم پكې شامل دي ، يوه د پاموړ او په زړه پورې موضوع وي . (( پېترس )) داسې گڼي چې پاكستان يو ناطبيعي دولتي جوړښت دى او (( طبيعي )) پاكستان بايد په اصل كې په بشپړ ډول د اباسين سيند ختيځ لورته پروت وي ، له دې نه هغه كوشنۍ لوېديزه ژبه ، چې د كراچۍ په سيمه كې ده ، مستثنا ده .
(( فينگر )) له خپل پلوه دا وايي چې (( پاكستان به دا توان ونه لري چې خپله بشپړتيا تر ۲۰۲۵ ز كاله پورې وساتي او پښتانه به وكولاى شي چې د ډيورنډ كرښه ( د پاكستان او افغانستان ترمنځ پوله ) د زمكې له مخ نه لري او له منځه يوسي . د پښتنو د ژوند ساحه به په پاكستان كې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجكي زمكو سره پراخه شي )) .
(( پېترس )) داسې وړاندوايي ( پېشگويي كوي ) چې دوه نور نوي دولتونه به هم رامنځته شي چې له هغوى نه به يې يو د توركيې ، ايران او عراق له خاورو نه جوړ شي چې موخه يې له (( ازاد كوردستان )) نه ده . بل دولت به د بلوڅو په سيمه كې د پاكستان او ايران د خاورو له يوې يوې برخې نه جوړ شي چې موخه يې بلوڅستان دى .

د ژباړن يادښت : دغه ليكنه له روسي ژبې نه راژباړل شوې چې ليكوال يې نامالوم دى ، خو داسې ترې رامالوميږي چې چمتو كوونكي او ليكونكي پكې د خپلې روسۍ سياسي موخې په گټه څرگندونې كړې دي . د متن ځينې برخې يې چې بايد په اصلي بڼه تشرېح كړې واى ، نه دي تشرېح كړې . د ساري په توگه ټولې نړۍ ته ، له هغه شمېر نه روسيې ته هم ، پوره څرگنده ده چې پر افغانستان باندې د ډيورنډ توره تپل شوې كرښه د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د افغانستان او پاكستان ترمنځ قانوني پوله نه ، بلكې د برتانوي هند د ښكېلاكگرو چارواكو او امير عبدالرحمان خان ترمنځ د يوې لاسليك شوې لوظنامې پر بنسټ ، چې د افغان ولس د ارادې پرضد يوه كړنه وه ، رامنځته شوې كرښه ده چې ان پخپله په انگليسي لاسوندونو كې هم د قانوني پولې په نامه نه ، بلكې د مقدماتي كرښې په نامه ياديږي . دغه كرښه چې تر اوسه پورې هېڅ افغان دولت د رسمي پولې په توگه نه ده منلې او بايد ويي هم نه مني ، روسان يې ان په دغسې مواردو كې هم (( د افغانستان او پاكستان ترمنځ پوله )) په نامه يادوي .
د متن د همدغه پاراگراف په دويمه برخه كې ددې پر ځاى چې په نياومن ډول وليكي : (( د پښتنو هېواد خپله ټاكلې تاريخي پراختيا لري او له پښتونخوا ايالت سره د دوى يوځاى كېدنه ددغه ولس مدني ، قانوني او تاريخي حق دى )) ليكي چې (( د پښتنو د ژوند ساحه به په پاكستان كې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجكي زمكو سره پراخه شي )) . مانا دا چې پښتانه خو خپل هېواد نه لري خو بس د پردي پنجاب او تاجكي زمكو له بركته به د هېواد خاوندان شي . دا د روسيې د هغه پښتني او افغاني ضد سياست د كرغېړنې څېرې يوه بله ښكارندوى ده چې لوستونكو ته د لمر په شان روښانه او زما په اند سپړنې ( تشرېح ) ته به اړيزه ونه لري .
د امريكا د متحده ايالاتو له خوا د نږدې او منځني ختيځ د ځينو هېوادو نوې طرحه شوې نقشه د روسانو په زړه برابره نه ده ، په ډېرو سپورو او غندونكو كليمو سره يې يادونه كوي .


.

larghonay laraway
04.12.2008

........


larghonay laraway
04.12.2008

څپاند يا ميوند ساپى صيب سلامونه!
ګرانه زما او ستا د بحث ګټه اصلا دا شوه چې تاسو ته مې همدومره درورسول چې پښتو له عربي سره هيڅ تړاو نه لري بلكې له انګليسي سره په هندواروپايي ژبو كې ګډه ريښه لري. او دا په دې اړه نه لري چې په اوسنۍ انګليسي دې څوك پوه شي او يادې پوه نه شي. ژبڅېړنه خپل اصول او دلايل لري. تاسو وګورۍ همدغه اوس چې زما ذهن ته كوم پښتو ويي يا كليمې راځي هغه له انګريزي ژبې سره كلك ژبنى ريښه يي تړاو لري لكه:
پښتو ويي: پلار، مور، واسكټ، تندر، ستورى، او .....
انګريزي : پدر، مادر، واسكوټ، تنډر، سټار،
دا او دې ته ورته په لسګونو او حتى سلګونو داسې بېلګې دي چې د پښتو له انګليسي سره شريكې دي.
خو عربي يوه بېله ژبه ده چې د ريښې له مخې له پښتو سره هيڅ تړاو نه لري.
پاتې شوه د اغېز خبره. ما خو مخكې هم همدا درته ويل چې كه د كوزې پښتونخوا پر ژبه اوسنۍ انګريزي اغېز كړى نو د افغانستان پښتو هم عربۍ لاندې كړې ده نو بيا ستاسو جناب هغه د انك پن او ليټ پېغور بې ځايه دى.
ساپى صيب كله هم چې په بحث كې ځوابي ليكنه كوې نو خپله مخكينۍ ليكنه دې يو ځل بيا لوله.
ګرانه تاسو اوس له ماسره ټولې خبرې ومنلې كور مو ودان. خو ګوره ګله! هيڅكله په چا داسې بې ځايه شك مه كوه چې كه پښتون وي نو زما ورور دى.
دا د خبرو اترو يا ډيالوګ اداب نه دي.
پاتې شوه د ميوند نګيال خبره. ګرانه ته ووايه چې احمد شاه بابا په هندوستان كې د قرآنكريم ترجمې كولو ته تللى ؤ او كه د حديثو دوره يې كوله؟
يو شاعر وايي:
چې په خپله ترېنه ګډ وډ وي ودان كور
هغه كس به څنګه جوړ كړي د بل وران كور
راشئ وګورئ د خپل عمل له لاسه
هر سړي لره عبرت شو د افغان كور
ګرانه تر اوسه نيم پښتانه هم په سهي معنى له قران او حديثو خبر نه دي او له اسلامه يې رواجي دين جوړ كړى. بوديزم د دوى په رواجونو كې شته، اورپالنه (اتشپرستي) د دوى په رواجونو كې شته او داسې نور . له همدې كبله خو ځينو متعصبينو ستميانو ورپسې مشهوره كړې چې پښتانه نيم قران مني او نيم نه مني. كه اوس هم په افغانستان كې كوم پياوړى عالم وي نو په هند او پاكستان كې به يې ديني زده كړه كړې وي. البته زما د القاعده زده كړې هدف نه دي بلكې ديني زده كړې.

نو ننګياله ګوله لومړى ځان دى بيا جهان دى. كه ستا خبره رښتاوي نو دوى هلته جګړې اوچور ته نه بلكې ديني تبليغ ته تللي وو. نو وايه چې دغه ښاغلي په خپله له كومې ديني مدرسې فارغ وو؟
ستا په تاريخونو كې خو تشې ستاينې دي. كه ژوندې وې وبه ګورې چې بله ورځ ستا په تاريخ كې كرزى هم د ډيموكراسۍ اتل او د بشري حقونو بنسټ ګر معرفي شي.


ډاکتر څپاند
04.12.2008

جناب لاروی صيب يوځل خپلو ليکنو ته مراجعه وکړه او بيا قضا وت،خير دی که
سپينږيری شوی ئی نوخپل ډاکر ته ورشه چه دمازغو دقوت دوائی در کاندی که
نه نو تا نشوای کولای چه ديوی خوا ځانته پښتون ووائی اودبلې خوا داسی
جملې وليکي،دا ليکنی ستا دپاکستانيت او افغانی ضد عقايدو ډیر واضح
ښکارندوی دی: 

"ساپى صيب كله هم چې په بحث كې ځوابي ليكنه كوې نو خپله مخكينۍ ليكنه دې يو ځل بيا لوله."
[color=blue:1647dcd765]نوښاغلی لاروی ! [/color:1647dcd765]ته اوس څلور ګوتی ځانخوا او سر ګريوانته کړه،او نور دپښتون پنامه ليکنی
مکوه،

[color=darkred:1647dcd765]لاروی داسی ليکلي دي :

زه خو د پښتنو په تاريخ كې كوم وياړ نه وينم
تر ټولو ستره بېلګه يې احمدخان ابدالي دى چې د نادر افشار ګارډ ؤ

اصلاً پښتانه همدې بې ځايه لاپو شاپو تبا كړي دي. دوى هيڅكله هم خپلواكه ورځ او خپلواكه ژبه نه ده ليدلې تش په همدې بادو مست دي چې پاچايي يې كړې ده؟ دوى اوس هم غواړي چې په څو زره كاله وړاندې تاريخ كې و اوسېږي

ساپى صيب وايي : (زما په فکر، پښتون نه دلته او نه هلته ملامت ګڼل کيدای شي٠دا دانګريز
استعماري چلول ووچه پښتانه ئی سره وويشل او دواړه خواوی ئی کمزوری
[color=green]
ګرانه اصلاً برو پښتنو د خپل ناموس سودا كړې ده او د پښتنو يوه برخه يې په انګليسانو پلورلی ده
[size=12:1647dcd765]څومره له شرمه ډکه اوبيغرته ،بی ادبه ليکنه ![/size:1647dcd765]
افغانستان حكومت هيڅكله ازاد او خپلواك نه دى پاتې شوى او هيڅكله يې د پښتنو په اړه نېك نيت نه دې لرلى.

پاتې شوه دلرو او برو پښتنو خبره . زه له پيله له تاسره په دې مخالف وم چې تا بر پښتانه تر لرو پښتنو لوړ ګڼل . زه وايم كه وروڼه وي نو د لوړ منلو او ټيټ ګڼلو خبره دې په كې نه وي.

هيڅكله په چا داسې بې ځايه شك مه كوه چې كه پښتون وي نو زما ورور دى.
دا د خبرو اترو يا ډيالوګ اداب نه دي.[/color:1647dcd765]
نو لاروی صیب،قضاوت به نوروته پریږدو چه ستا په پورتنیو نظرياتو تبصره
وکړی،مه وارخطا کيږه !


larghonay laraway
04.12.2008

سپند خانه سلام!
زما د دې جملې مطلب دا ؤ چې تا په دا څو ليكنو كې ضد نقيض ليكنې كړي دي چې خپلې خبرې دې بېرته خپلې نورې خبرې ردوي. د بېلګې په توګه: ته كله د كوزې پښتونخوا پښتنو ته د انك او پن پيغور وركوې او غلامان يې بولې او كله بيا وايې چې دواړه يو دي او ته لوى افغانستان غواړې!؟
كله عربي او پښتو له يوې رېښې بلكې سره ورته بولې او كله بيا د هندواروپايي نظر ته غاړه ږدې. كله د عبدالرحمن خان كړنې غندې او كله وايې افغانستان وياړلى تاريخ لري.
كله ليكې چې په بحث فورم كې نه غواړم ليكنې وكړم ځكه چټيات په كې ليكل كېږي او په ځينو ليكنو كې په خپله ډېر چټيات ليكې لكه: كه پښتون وې، په نيمه پوه شه،سپين ږيرى يې ډاكټر ته ورشه، د كوزو پښتنو پښتو خو مه رايادوه، د پښتون په نامه ليكنې مه كوه او په سلګونو دې ته ورته) له دې ټولو ښكاري چې ستاسو كورنۍ تربيه سمه نه ده شوې. زما په ټولو ليكنو كې به چاته داسې سپكې سپورې ونه لولې. ما كه ډېره غوسه درته كړې نو ليكلي مې دي چې مطالعه دې كمزورې ده. معلومات دې نيمګړي دي.
په هر صورت زه بيا هم چاته سپكې نه كوم ولې ګرانه دا زما نظر دى چې ددې هيواد اكثره تاريخ په خپلمنځي او له نورو سره جګړو تېر شوى دى. لرغونى دى خو ګټور نه دى. زه يې وياړ نه بولم. ته تكړه شه زما نظر په منطقي توګه رد كړه ووايه چې دا دا دا ښه كارونه وو او ته يې ولې نه منې. زه خپل ټول تاريخ يا ټولو جګړو ته نه بلكې اكثره تاريخ ته په ښه سترګه نه شم كتلى.
نو ګرانه كه ستا لهجه هر څومره كوڅۀ يي وي خو دلته د قلم عفت وساته او دلته يو څه د ادب په ژبه ليكل وكړه چاته مه وايه چې په نيمه پوه شه!!!
مننه


و.افغان
04.12.2008

دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هيلي:

څپاند صاحب:
دوطن نه ليري دوستان ايله په بيله همدېته وزګار وي، چې ستاینې سره وکړي، او دزوړ
لرغوني تاریخ زاړه یادونه سره تازه کړي، او زړه پرې ټکور کړي.

خو هغه څوک چې وطن کې اوسیږي، او حالت له نږدې نه څاري، نو دهغه زړه ډیر
ځوریږي، ځکه چې دسر په سترګو ويني چې دافغانانو پخوانیو دولتونو نه دین ته کوم
خدمت کړې، نه يي قوم ته کړې دی، نه يي داسې حضارت جوړ کړی چې تاریخ يي يادونه وکړي.
نه يي یو داسې ابتکار کړې دی، چې سړې پرې فخر وکړي، او نه يي داسې کوم اثر پريښي
دی، چې موزیم مو ورباندې قيمتي شي.

هو یواځي دجګړو افتخار يي ګټلی دی، او دا هم یو افتخار ګڼلې شي، چې په خپله خاوره
يي پردې نه پريښي، دښمن سره چې مخامخ شوې نو سم يي کوتره کړې دی، پراخې امپراتورې ګانې يي جوړي کړي، خو ارمان په دې دی چې اوس ددغو امپراتوریو هيڅ
اثر نه لیدل کیږي.
لنډ مثال يي زه طالبان وړاندې کوم، چې ښه کلک مسلمانان وو، پنځه کاله حکومت يي وکړ،
په زور يي وکړ، دډانګ په زور، دقمچينې او کيبل په زور، خو دخلکو په زړونو يي حکومت ونه کړ.
په دې معنی چې تعليمي او تربوي جانب کې يي هيڅ کار ونه کړ، ځکه خو يي دسقوط په حال په ملت کې
دپناه اخیستلو لازم یا وړ ځاي هم پیدا نه کړ.
نو که په ماضي باندې دوياړ پر ځاي که مونږ خپلو پخوانیو او نننیو ناسمیو ته متوجه شو، او دااصلاح کیدو کوښښ يي وکړو، نو دا به له تعقل او هوښيارتيا څخه ډک ګام وي.

په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more