د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ما دا نشگاه موخوا هیم

Shagiwal
20.11.2008

قدرمنو ورونو په سلامونو مو لمانځم، خداي د وکړي چي روغ وسۍ٠

د دوشنبی په ورځ د سهار په وخت د کابل دپوهنتون په اڼګړ د یو تعداد تخريبکوونکو محصلینو له خوا مظاهره پېل شوه،مظاهره وروسته له هغه پ اخ وډب بدله شوه چی یو تعتداد ايرانيوالاصله محصلینو د پوهنتون د لوحی تر څنګ د "دانشګاه"لوحه بنده کړه چی بیا وروسته د یو تعداد په وطن ميينو محصلينو له خوا وړنګول شوه، نوموړی مظاهری تر ماښام پوری دوام وکړو،کله چی زه له خپل کاري دفتر څخه د پوهنتون په لور روان شم او پوهنتون ته ورسیدم د پوهنتون دروازی د پولیسو له خوا تړل شوی وی،په یو طریقه پوهنتون ته داخل شوم،چه یو تعداد ايرانيوالاصله محصلینو شعارونه ورکول او چیغی یی وهلی.په عین وخت کی دوه نوی نوع موټړی د پوهنتون د دروازی تر مخه او یو د ايرانيوالاصله محصلینو بادار سره له  یو چمچی له موټر څخه راکوزاو د نوموړی مظاهری په لور روان شول چی د مظاهره کوونکو له خوا یی تود هرکلی وشو٠داسی څرګندیده نوموړی بادار د ددغی مظاهری ترتیب کوونکی ؤ.په عین حال کی ځینو محصلینو بیا داسی ويل چی د مالي وزارت پخوانی وزیر او د راتلونکی ټولټاکنوکی د ریاست جمهوریت کاندید محترم اشرف غني ځینو محصلینو ته یو اندازه پیسی ورکړي تر څو دا نوموړی کار تر سره کړي."والله اعلم"، زما پوښتنه د "دانشګاه" غوښتونکو محصلینو څخه چی ایا ستاسی هغه پلارونو کومو چی په نوموړی پوهنتون چی په کال ١٣١١ش کی جوړ شوی او د پوهنتون تر نوم لاندی یی پکی تحصيل کری نا پوهه ؤ؟ کنه تاسی له خپلو پلارونو څخه د مخه پيدا شوی یی او یا تر ښه پوهیږۍ؟ په حقيقت افغانستان د جنګ او تجربو میدان ګرځیدلی او ځنی بیرونی بوټپاکان دي چی نوموړي محصلین استعمالوي٠

په اخیر کی د ټولو محصلینو څخه هیله لرم چی دا رنګه کارونه بس کړي،خپلو درسو ته پاملرنه وکي تر څو په اينده کی افغانستان ته خدمت وکړۍ نه د بل ډول ت وګډګيګۍ٠که څنګه ورونو؟

په پښتنو دی سلام وي :P

ُشګيوال


باتور
20.11.2008

shagiwal ته سلامونه !

ايران که په رښتيا هم له غير پښتنو سره دومره خواخوږي لري، ورته جوړه دې کړي . . يوه نه دوه دانشګاوي دي ورته جوړي کړي . . نوم دي هم په خپله خوښه پې کېږدي . . د پښتنو دي خپل پوهنتون وي او درسي نظام به هم په
خپله خوښه په پښتو ځانته جوړ کړي . .

ولاکه له ايران سره د هزاره او تاجک د تحصيل غم وي، که افغانان ټول تحصيل وکړي بيا به ايران ته د مزدورۍ لپاره څوک ځي ؟ دا صرف د نفاق او رذالت انتشارول دي او بس . .

په درنښت


Shagiwal
23.11.2008

باتور خانه سلامونه!
هو ګرانه تاسی رښتیا وایاست،ایران چیری غواړي چی افغانان دی تحصيل وکړي مګر افسوس چی  ځینی نادانه محصلین یا خو په دی خبرو نه پوهیږي او یا خو سترږی پټوي او قصدي داسی کارونه تر سره کوي٠

په مینه
شګیوال


باتور
27.11.2008

shagiwal ته د سلامونو تر څنګ !

د دوو غوايانو قيصۍ

داسې وايي په ځنګل کښې دوه غوايان وو
ښه ملګري وو په يو بل باندې ګران وو
په ځنګل کښې په يو ځای به څريدلو
ډېر په مينه به يوازې ګرزيدلو
په ځنګل کښې قسما قسم ځناور وو
څه کمزوري، څه د دويي نه زورور وو
خو د دواړو[color=darkred:f77787b2f1] اتفاق [/color:f77787b2f1]له برکته
چا کول نه شوه د دويي سره کړته
دې ځنګل کښې یو زمری هم اوسيدلو
د باشاه په نوم به ټولو يادولو
يوه ورځ زمری وتلی ؤ په ښکار
چې يې وليدل غوايان سره کنار
د زمري خيال ؤچې نن به دا يو ښکار کړم
دغه بل غوايه به بله ورځ مردار کړم
ولې کله چې ورټوپ کړو پرې زمري
حق حېران شو، راببر چې شول غوڅکي
اتفاق ته يې حېران شولو زمری
ناکام لاړو پرېشان شولو زمری
يوه لومبړه دی ځنګل کښې وسيدله
وه مکاره د زمري په کار راتلله
د زمري په حال خبره شوه لومبړه
راغله ده سره يې وکړه ګړه بړه
شېر ته وايي چې خفا نه شی باداره
ستا خوراک به دا غوايان کړم وار په وار
بله ورځ لومبړې يو غوايه ته ووې
چې دا بل دومره ښه نه دی ،ته ډېر ښه يې
هغه وايي چې زه سپين يم او دا تور دی
زما نسل دی اعلی او د ده نور دی
په خبرو تور غويي يې ښه راډډ کړو
الغرض د سپين غوايه سره يې رد کړو
بيا د سپين غوايه غوږونه يې کړل ډک
او په زړه کښې يې ورواچولو شک
لنډه دا چې ښه ملګري يې خفا کړل
په چغلۍ یې د يو بل ځنې جدا کړل
نو زمري هم غوايان ښکار کړل وار په وار
د [color=brown:f77787b2f1]نفاق[/color:f77787b2f1] د لاسه جوړ شو پرې ناتار
ای سحره قيصۍ دلته شوه تمامه
خبردار شه د نفاق د بد انجامه

[color=white:f77787b2f1]د غوايانو غوندي د لومبړو په خبرو مه غولېږي، کنه ټول به د پردو ښکار شئ .[/color:f77787b2f1]

په درنښت


Sangar Watan
07.12.2008

دکابل پوهنتون يوه زده کونکي دپوهنتون په هکله،در روستيو پيښو په اړ دا
انټرنټ په یوه سايټ کی دالاندې ليکنه کړې وه چه ماته ئی خوند راکړ٠
ومې غوښتل ستاسو نظر ورته راواړوم !
2008-12-02 06:52:55
دانش + کده یعنی چه؟؟

شخصی بنامی دوکتورحمید مفید تلاش کرده است مفیدیت خودرا در افزدن بر سرگیچگی شاگردانی دانشگاه کابل بنمایش گذاشته و در یکی از سایت های؛ به گفته اقای کمحرف؛ غیری دموکاتیک
چنین نگاشته است:

« محصلان دیپارتمنت دری پوهنحی ادبیات پوهنتون کابل در سال جدید تعلیمی به پنجاه ودوتن جذب شدند » اگر این جمله را به دری برگردانی کنیم چنین می شود:« دانش آموزان بخش زبان دری دانشکده ی ادبیات دانشگاه کابل 52 نفر اند.»

اقای مفید:
من که بعد از دو سال در پوهنتون باکلمه دانشگاه اشنایی پیدا کروده و با عده دیگری از محصلین
جهت افزود نام دانشگاه در کنار پوهنتون؛چند روز به درس نرفته و مظاهره کردیم.

حال عده از هم صنفان ما تلاش دارند تا در کنار نام پوهنځی کلمه دانشکده نیز علاوه گردد.من از اوشان پرسیدم که مبدا و منشه دانشکده چیست؟ گفتند این یک کلمه فارسی است که در ایران در عوضی کلمه فاکولته یا پوهنځی استعمال میشود. حال محترم حمید لطف فرموده بگویند که مفیدیت دزدیدن کلمات فارسی ایرنی و جا زدن انها در زیر نام دری چیست؟ایا شما دوکتورای تانرا در این بخش بدست اورده اید؟ مگر همین استادان بزگ زبان دری نبودند که زبان دری را به مصابه زبان اصیل؛فدیم و دست تاخرده تعریف میکردند؟
ویا اینکه زیر کاسه نیمکاسه است و بدینوسیله میخواهید این ملت بیچاره را در گیر نفاق و شقاق بیشتر ساخته؟ویا هم در پی خوشخدمتی ایرانیها بوده تا اینبار دیپلوم ایت اله بدست ارید !

يک " دانشجوی" " دانشکاه" کابل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more