اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
داختر لمونځ شپږ تکبیره که دوولس ؟
      خیریوسی
      19.11.2008
    
محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته 
یو ملګری مې دحج اراده لری  هغه زماڅخه سوال وکړی چې موږ خو هم دلته داختر په لمانځه کې شپږ تکبیره ( په هر رکات کی دری تکبیره )  وایو 
 ما اوریدلی دی چې  په عربستان  کې   داختر په لمانځه کې دولس تکبیره ( په هر رکات کې شپږ تکبیره   وایې ) اوس به زه داختر لمونځ څه خیل کوم  
غواړم زما دملګری سوال ستاسو سره شریک کړم   او تاسو مې  دسوال په جواب ونازوی  کورمو ودان 
په درناوی
      jankhan
      19.11.2008
    
[quote:21d6f779ed="ajaza"]محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته 
یو ملګری مې دحج اراده لری  هغه زماڅخه سوال وکړی چې موږ خو هم دلته داختر په لمانځه کې شپږ تکبیره ( په هر رکات کی دری تکبیره )  وایو 
 ما اوریدلی دی چې  په عربستان  کې   داختر په لمانځه کې دولس تکبیره ( په هر رکات کې شپږ تکبیره   وایې ) اوس به زه داختر لمونځ څه خیل کوم  
غواړم زما دملګری سوال ستاسو سره شریک کړم   او تاسو مې  دسوال په جواب ونازوی  کورمو ودان 
په درناوی[/quote:21d6f779ed]
عاجزه وروره : سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه.
ياره ! دا خو ډيره سخته پوښتنه ده :D  :D  :D 
ملګري ته دي ووايه چي حج كي په حاجي صاحبانو باندي دأختر لمونح نشته.
      خیریوسی
      20.11.2008
    
Jankhan  : وروره سلام ته دی وعلیکم السلام ورحمةالله 
وروره ستاسو دجواب نه یوه نړی مننه  تاسو خو ډېره  ورته اسانه کړه  چې پر حاجېانو  صاحبانو باندي  داختر لمونځ نشته 
نو  هغه کولای شی چې خپل مناسک(  دمزدلفې شریفی وقوف  وروسته په  ارامه سره  دلوی شیطان ویشتل  بیا قربانی کول وروسته  حلق ( دسرخریل ) په ډاډه  زړه  سرته ورسوی 
کور مو ودان 
په درناوی
      خیریوسی
      20.11.2008
    
Jankhan  : صاحب   او ګرانو لوستنکو بیا هم السلام علیکم ورحمة الله 
زما ملګری لږ وسواسی   دی  زه ورته وایم  قل اعوذ برب الناس ډیر وایه  ستا دغه وسوسی به کمی شی  
خو ده ته  بیا  هم سوالونه پیداګیږی یوعجب سړۍ  وایې : 
ما اوریدلی دی چې په حج کې وخپلی میرمنی ته نژدی کیدل  هم حرام دی  ایا دا چې څوک دعمری نیت وکړی بیا تر طواب وداع پوری  که څنګه ؟
په درناوی
      رښتینی
      21.11.2008
    
داپوښتنه خو ترهغه بلی لا سخته ده
هوستا ملګری سمه خبره کوی خپلی میرمنی ته خو که ورنږدی شوی 
نو کیسه دی خراپه کړه له فرضی طواف وروسته بیا جواز لری او له هغه
مخکی ناروا ده
قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى {الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ [color=red:61758ed91b]فَلاَ رَفَثَ [/color:61758ed91b]وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ}
ژباړه : حج په معلومو میاشتوکی وی چاچی دحج نیت کړی وی هغه به په حج 
کی  له کوروالو سره نږدیوالی اوفسق او جګړه نکوی
      خیریوسی
      22.11.2008
    
حامد صاحب   او ګرانو لوستنکو بیا هم السلام علیکم ورحمة الله 
خدای دی وکړی  چې زما دملګری الوتکه ژر سلف ووهی   که نه نوموږ اوتاسو به په ډیرو پوښتنو ستړې کړی 
وایې زما سره میرمن اوبوډۍ مور راسره دي  
ما اوریدلی دی چې زموږ خېمې  دشیطانانو څخه لېری دی ( دمزدلفې شریفی پر حدود )
 که معلم په موټر کې وشیطانانو ته بیولو خو ښه که نه نو به وماته ډیره ګرانه وی  چې  دا بوډۍ  وشیطانو ته  په پښو بوزم
 ایا زه کولای سم چې داختر په دوهمه اودریمه ورځ  په خپل اطاق پاته سم اود شیطانانو ویشتلو دپاره په موټر کې ولاړسم ؟ 
کور مو ودان
      رښتینی
      22.11.2008
    
یوخوداوریدلو خبر سمه نده ځکه هرکال  ځایونه تغیر خوری 
داضرور نده چی خیمی به دومره لیری وی دی چی کله ورسیږی 
بیا پته لګیږی چی کوم ځای دی خیمی خو په موټر کی تګ کوم
مشکل نده تلی شی خو ادی دی هم ورسره بوځی  او اوس د جمراتو
یاشیطانانو ویشتل مشکل ندی اوس اسانه دی 
په مینه
      خیریوسی
      22.11.2008
    
محترم  حامد  صاحب  ستاسو خبره دمنلو وړ ده    ولی چې تراوبو لیدولونه  مخکی ګاولی کښل  ښه نه دی 
تاسو کولای په لاندی لینک کی  په منی شریفه کی دخېمو انځور  وګوری  خورا زیاتی خېمې دی 
   
http://wikimapia.org/#lat=21.4173161...16&l=0&m=a&v=1
په درناوی