د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نبوي معراج او پکې د پنځه وخته لمونځونو فرضيت

ابومحمدحنفي
19.11.2008

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د صحيح بخاري په (کتاب الانبياء، باب ذکر ادريس ع) کې حضرت انس ع له حضرت ابوذر څخه روايت کوي چې جناب رسول الله ص وفرمايل: د معراج په شپه کله چې زه په مکه کې وم زما د خونې چت خلاص کړل شو، جبرائيل راغی زما سينه يې راڅيرې کړه او د زمزم په اوبو يې راپرېوله، تر دې وروسته يې د سرو زرو يوه پياله راوړه چې د حکمت او ايمان له اوبو ډکه وه، هغه يې زما په سينه کې راتوی کړه، بيا يې زه تر لاس ونيولم د آسمان پر خوا يې روان کړم.

کله چې يې د دنيا تر آسمانه ورسولم، په دې وخت کې جبرائيل ع د آسمان دروازه وان ته وويل: دروازه خلاصه کړه، هغه وويل: څوک يې؟ ده ورته وويل: جبرائيل يم، هغه بيا وپوښتل: آيا بل څوک هم درسره دی؟ جبرائيل ورته وويل: هو محمد(ص) راسره دی، دروازه وان بيا وپوښتل: آيا ته د هغه د راوستلو لپاره استول شوی وې؟ جبرائيل ورته وويل: هو همداسې ده.

تر دې وروسته هغه دروازه خلاصه کړه او موږ آسمان ته ورداخل شوو، هلته مو له يو داسې بزرګ سره ليدنه کتنه وشوه چې راسته او چپه طرف ته يې انساني روحونه موجود وو، دغه بزرګ چې به کله راسته طرف ته وکتل، نو به يې وخندل او که به يې چپه طرف ته وکتل شين د ژړا به ولاړ، موږ چې يې وليدو نو يې وويل: ښه راغلې خدای دې راوله اې صالح نبي او اې صالح زويه!.

په دې وخت کې ما وويل: اې جبرائيله! دا بزرګ مې ونه پېژاند، دا څوک دی؟ هغه راته وويل: دا خو ادم u دی او دغه انساني روحونه چې ته د ده په راسته او چپه طرف کې وينې دا د ده د اولادونو(انسانانو) روحونه دي، کوم روحونه چې يې راسته طرف ته موجود دي هغه جنتيان دي او کوم روحونه چې يې چپه طرف ته موجود دي هغه دوږخيان دي، نو کله چې دی راسته طرفته وګوري او جنتيان وويني، نو خوشاله شي او وخاندي چې ښه دی زما اولادونه(انسانان) په جنت کې دي او چې چپې خوا ته وګوري او دوږخيان وويني، نو پرېشانه شي او وژاړي چې زما دغه اولادونه(انسانان) په دوږخ کې دي.

تر دې وروســته زه جبــرائيل لــوړ پـورته کړم، دويم

اسمان ته يې ورسولم، هلته يې بيا د دويم آسمان دروازه وان ته وويل: دروازه خلاصه کړه، دغه دروازه وان هم هغه پوښتنې ځنې وکړې کومې چې د لومړي آسمان دروازه وان ترې کړې وې، تر هغه وروسته يې دروازه خلاصه کړه او موږ ورننوتو.

د حديث راوي حضرت انس t فرمايي: حضرت ابوذر په ښه تفصيل سره هغه ټوله کيسه بيان کړه چې رسول الله ص په مختلفو آسمانو کې له حضرت ادريس ع، حضرت موسٰی عحضرت عيسٰی ع او حضرت ابراهيم ع سره وليدل، لېکن هغه د انبياء کرامو د رتبو تعيين ونه کړ، صرف دومره يې وويل چې جناب رسول الله ص له حضرت آدم ع سره په لومړي آسمان کې، او له حضرت ابراهيم سره يې په شپږم آسمان کې وليدل.

د حديث راوي حضرت انس t بيان کوي تر دې وروسته چې کله جبرائيل u ادريس u ته راورسېد، نو هغه ورته وويل: په خير راغلې اې صالح نبي او اې صالح وروره!.

ما له جبرائيل څخه وپوښتل: وروره! دغه سړی مې ونه پېژاند، دا څوک دی؟ جبرائيل راته وويل: دا ادريس ع دی، تر دې وروسته موږ يو بل کس ته راغلو، هغه چې موږ وليدلو او ورته رانږدې شوو، هغه هم راته وويل په خير راغلې، خدای دې راوله اې صالح نبي او اې صالح وروره!.

ما بيا پوښتنه وکړه اې جبرائيله! دغه کس څوک دی؟ هغه راته وويل: دا موسٰی ع دی، بيا حضرت عيسٰی ع ته راغلو هغه هم همداسې راته وويل چې مرحبا په خير راغلې خدای دې راوله، بيا حضرت ابراهيم u ته راغلو هغه هم همداسې راته وويل، تر دې وروسته دومره لوړ مقام ته پورته کړل شوم چې هلته د قلمونو د کشولو اوازونه اورېدل کېدل.

ابن حزم د انس بن مالک ح له خولې بيان کوي چې جناب رسول الله ص وفرمايل: تر دې وروسته الله تعالٰی پينځوس وخته لمونځونه پر ما باندې فرض کړل، زه له دغې فريضې سره له هغه ځايه راستون شوم، کله چې بېرته پر حضرت موسٰی ع راورسېدم، هغه راڅخه وپوښتل:
(اې صالح نبي!) الله تعالٰی ستا پر امت باندې کوم شيان فرض کړل؟

ما ځواب ورکړ: الله تعالٰی زما پر امت باندې پينځوس لمونځونه فرض کړل، حضرت موسٰی ع راته وويل: ورشه خپل رب ته مراجعت وکړه ستا امت د دومره لمونځونو د ادا کولو طاقت نه لري، د بل روايت الفاظ دي چې حضرت موسٰی ع ورته وويل: ما ته پر خپل قوم بني اسرائيلو درک رامعلوم شوی دی، هغه ترخه تجربه زما پر وړاندې پرته ده، هغه و چې زه بېرته لاړم د الله رب العزت په حضور کې مې مراجعت وکړ، د هغه په نتيجه کې ما ته يوه برخه راکمه کړل شوه.

بيا چې زه موسٰی ع ته راغلم، هغه ته مې دا حال ووايه، هغه بيا راته وويل: يو وار بيا ورشه د الله رب العزت په دربار کې مراجعت وکړه، ستا امت د دومره لمونځونو د ادا کولو طاقت هم نه لري.

زه بيا لاړم د خپل رب په حضور کې مې مراجعت وکړ هغه بله حصه هم راکمه کړه، زه بيا راغلم حضرت موسٰی u ته، هغه ته مې دا حال ووايه، هغه بيا راته وويل چې ته ورشه رب العزت ته څه نور کمبود هم په وکړه، ځکه زه پوهېږم ستا امت د دې طاقت هم نه لري، زه يو وار بيا لاړم د خپل رب په دربار کې حاضر شوم.

الله تعالٰی په دې ځلي راته وفرمايل: ستا پر امت پينځه لمونځونه فرض کړل شول، خو ثواب به يې د پينځوسو لمونځونو وي او زما په دې قول کې به نور بدلون نه راځي.

زه بيا راغلم حضرت موسٰی ع ته، او ورته مې دا کيسه وکړه، هغه بيا پر دې خبره زور اچاوه چې ته يو وار لا ورشه رب العزت ته مراجعت وکړه، خو ما ورته وويل: (اې د الله تعالٰی نبي!) ما ته نور له رب العزت څخه شرم راځي (چې په بيا_بيا درخواست کوم).

تر دې وروسته زه جبرائيل ع سدرة المنتهٰی ته ورسولم، هلته ما عجيب ډول شيان وليدل چې زه يې بيانولای نه شم، تر هغه وروسته زه جنت ته داخل شوم، ما وليدل چې ودانۍ يې له مرغلرو جوړې شوې وې، ځمکه او خاوره يې بيا ټوله مشک وو. (صحيح بخاري، لومړی ټوک، 471 مخ)

نقل له تانده څخه


ابومحمدحنفي
19.11.2008

ليكوال ددي مقالي هغه
عبدالرؤف حقيار/ کوټه دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more