د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ددی سايټ دمحترمو چلونکو نه يوه پوښتنه

ډاکتر څپاند
18.11.2008

ددی سايټ دمحترمو چلونکو نه يوه پوښتنه

تاسو ددی لاندی مضمون په هکله څه نظر لرۍ؟


د المسيار او صيغې تر منځ توپير

الهام نیازی

٢٠ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-10 17:26:00 م

يوه ورځ د ځينو ورونو تر منځ د صيغې (نکاح المتعة) او المسيار پر سر بحث رامنځ ته شو. ځينو يې داسې انګيرله چې ګواکي المسيار هم د صيغې په څير له سنيانو سره يوه نکاح ده. بحث نوی او په زړه پورې و، نو ځکه دې ته اړ شوم چې د صيغې او المسيار تر منځ توپير په ډاګه او په اړه يې څه معلومات تر لاسه کړم، هغه هم له دې امله چې زياتره خلک يا خو د المسيار سره، له سره اشنا نه دي او يا هم د صيغې او المسيار تر منځ دقيق توپير نه شي کولاي. ياده دې وي، چې المسيار د يوې ټولنې په کلتور او همدارنګه د ښځې په اقتصادي شرايطو پورې اړه لري.

تعريفونه:

۱- المسيار عبارت دی له دې څخه: چې يو سړی له يوې ښځې سره د ارکانو او شرطونو په منلو سره عقد (د نکاح تړون) وکړي، البته ښځه نوموړی سړي ته د نفقې او استوګنځي له مسووليتونو څخه تيريږي.

۲. صيغه (المتعة) عبارت ده له دې څخه: چې يو سړی يوې ښځې ته يوه اندازه مال ورکړي او ښځه ورته خپل ځان د نوموړی مال په بدل کې د يو ټاکلي وخت لپاره ورکړي، او دغه عقد يا د نکاح تړون د ټاکل شوې مودې په پای ته رسيدو سره پرته له طلاقه فسخ کيږي او همدارنګه سړی د ښځې د نفقې او استوګنځي مسووليت هم پر غاړه نه لري. او که چيرې په دغې ټاکل شوې موده کې ښځه يا سړی ومري نو يو پر بل د ميراث حق هم نه لري.

د المسيار او صيغې تر منځ توپير
۱- صيغه په يو ټاکلي وخت پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې المسيار د صيغې په خلاف په محدود وخت پورې هيڅ تړاو نه لري او يوازې په طلاق سره فسخ او له منځه ځي.

۲- په صيغه کې د ښځې لپاره د شرعي نکاح په څير هيڅ کوم مسووليت د ميړه پر غاړه نه وي لکه نفقه، استوګنځي، طلاق، ميراث، مګر يوازې د نسب ثابتيدل، چې البته په المسيار کې د ښځې او ميړه تر منځ د طلاق، ميراث او داسې نور ټول حکمونه د شرعي نکاح په څير دي، مګر يوازې پر سړي باندې د ښځې او نفقې، شپې تيرولو او استوګنځي مسووليت نه وي.

۳- په صيغه کې د ښځې او ميړه تر منځ جلاوالی په طلاق نه بلکې د هغه وخت په پای ته رسيدو سره رامنځ ته کيږي چې دواړو خواوو پرې موافقه کړې وي ولې بيا په المسيار کې د ښځې او سړی تر منځ جلاوالی يوازې د طلاق په ورکولو سره رامنځ ته کيږي.
۴- په صيغه کې ولي او شاهدان نه دي شرط په داسې حال کې چې د نکاح المسيار د صحت او جواز لپاره ولي او شاهدان شرط دي.

۵- په صيغه کې يو سړی کولای شي چې په عينې وخت کې له يوې څخه د زياتو سره (له څومره سره چې يې زړه وي) صيغه وتړي، اما په المسيار کې يو سړی يوازې د څلورو ښځو سره د نکاح حق او جواز لري که چيرې يې څلور واړه ښځې د المسيار په نکاح سره کړې وي.

د المسيار نکاح په اړه د عالمانو فتوا

له ښاغلي عبد العزيز ابن باز (رحمه الله) څخه د هغه سړی په اړه وپوښتل شول چې له دوهمې ښځې سره واده وکړي او ښځه د ځانګړو لاملونو له کبله د خپل پلار په کور کې پاتې کيږي ولې سړی کولای شي د هغې کره چې هر وخت وغواړي تلای شي. نوموړی ځواب ورکړ چې په نوموړی عقد (المسيار) کې څه مشکل نشته البته چې کله په کې د يو عقد لپاره لازم شرعي شرطونه پوره شي، چې نوموړي شرطونه عبارت دي له: د ولي شتون، د دواړو خواوو رضايت او د دوو عادلو شاهدانو موجوديت او بيا يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه مبارک حديث وويل (المسلمون علی شروطهم) او زياته يې کړه که چيرې ښځه او ميړه سره په دې موافقه وکړي چې ښځه به د پلار په کور کې پاتې کيږي او سړی به د ورځې له خوا د ښځې کره ځي نه دشپې له خوا، او يا که چيرې سړی د ښځې سره په ټاکلو ورځو يا شپو کې وي نو څه عيب نه لري ولې په دې شرط چې نکاح به ښکاره کوي.

- هغو عالمانو چې د المسيار نکاح ته يې جواز ورکړي يو شمير دليلونه يې وړاندې کړي چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:

۱- په المسيار کې د شرعي نکاح په څير ټول شرطونه او ارکان پوره دي، لکه ايجاب او قبول، د دواړو خواوو رضايت، ولي، مهر او شاهدان.

۲- د رسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتو کې دا ثابته شوي چې د مومنانو مور حضرت سودة بنت زمعة رضی الله عنها خپله ورځ عايشه رضی الله عنها ته بښلې وه، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به دوه ورځې له عايشې رضی الله عنها سره و، يوه ورځ د سودة او بله ورځ خپله د عايشې. (البخاري)

په نوموړی حديث له دې وجهې استدلال کيږي، چې سودة رضي الله عنها خپله ورځ عايشې رضي الله عنها ته بښلې وه او رسول الله صلي عليه وسلم قبوله کړې وه، نو دا په دې دلالت کوي چې دا د ښځې حق دي چې د خپلو ځينو حقونو چې الله پاک ورته ورکړې تيرېدای شي لکه نفقه او د ميړه سره د شپې تيرول. که چيرې دغه کار جايز نه وای نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به نه وای قبول کړی.

۳- د المسيار په نکاح کې نورې ډيرې ښيګڼې او مصلحتونه نغښتې دي. په نوموړې نکاح کې د ښځو فطري غريزې پوره کيږي، کيدای شي د اولاد خاونده شي، دا د هغو پيغلو چې زيات عمر پرې د پلار په کور کې تير شوی وی او واده يې نه وي کړي، د طلاق شوو او کونډو شمير راکموي. او ډير هغه ځوانان له بد اخلاقي څخه ژغوري چې د عادي واده کولو وس نه لري.

:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: الهام نيازی

سرچينه: د الشيخ عبد الملک المطلق \" زواج المسيار رسالة\" :shock: :shock: :shock:


Re: ددی سايټ دمحترمو چلونکو نه يوه پوښتنه

و.افغان
18.11.2008

[quote:fc35984338="Sapand Safi"]د

:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: الهام نيازی

سرچينه: د الشيخ عبد الملک المطلق \" زواج المسيار رسالة\" :shock: :shock: :shock:[/quote:fc35984338]

څپاند صاحب:
په پورتنې مضمون کې خو ما دتعجب کولو څه ونه لیدل، که تاسو پرې خپل اند څرګند کړۍ، نو مونږ ټولو ته به ګټور تمام شي.

په درنښت.


شاکری
20.11.2008

متعه نکاح يا ترټاکلی وخت پوری نکاح په اسلامی شريعت مطلقه حرامه ده
د داسی نکاح کونکی زنا کار دی که اسلامی حکومت وی دوی به فوراً نيسی او دزنا حدبه ورباندی جايری کوی
نو دحرامو ذکر اوتوضيح ته بيا څه ضرورت دی چه زمونږ ورور ددی يو مضمون ترتيب کړی او هغه بيا په ځنو ړندو سايټو کی نشر شوی دی
پاتی شوه المسيار نکاح
ددی په اړه می څو فقهی کتابونه وپلټل کومی نتجی ونه رسيدل
پلټنی روانی له خپلو جيدو علماء سره به هم وګورم
ان شآء الله پدی اړه به هم تر خپله وسه کوښښ وکړم
اوس نه تايدم اونه يی ردم
ورسته له دقيقو معلوماتو بيا پری نظر ورکوو


ډاکتر څپاند
20.11.2008

ډير محترم شاکری صيب،ستاسو دمعلوماتونه ډيره مننه،لوی خدای(ج)دی
اجرونه درکړي،ستاسودنوروارشاداتو په انتظار !


شاکری
23.11.2008

متعه ياضعه يا دټاکلی وخت لپاره نکاح .
داډول نکاح په اسلامی شريعت مطلقه حرامه ده .ددی ډول نکاح کوونکی زانی دی که اسلامی حکومت وی دوی بايد فوراً ونيسی اودزنا حد ورباندی جايری کړی .
متعه نکاح ديوی ښځی او دهغه دنسل دروزنی او بقا په حق ستر ظلم دی نو ځکه دا ډول نکاح په اسلام حرامه ده .
ددی نکاح دحرومت په اړه ډير احاديث دی چه دلته می يواځی دوه حديث له مسلم شريف څخه نقل کړل .

3496 - وَحَدَّثَنِى سَلَمَةَ بْنُ شَبِيبٍ حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَعْيَنَ حَدَّثَنَا مَعْقِلٌ عَنِ ابْنِ أَبِى عَبْلَةَ عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ قَالَ حَدَّثَنَا الرَّبِيعُ بْنُ سَبْرَةَ الْجُهَنِىُّ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنِ الْمُتْعَةِ وَقَالَ « أَلاَ إِنَّهَا حَرَامٌ مِنْ يَوْمِكُمْ هَذَا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ كَانَ أَعْطَى شَيْئًا فَلاَ يَأْخُذْهُ ».
3499 - حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَابْنُ نُمَيْرٍ وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ جَمِيعًا عَنِ ابْنِ عُيَيْنَةَ - قَالَ زُهَيْرٌ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ - عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنِ الْحَسَنِ وَعَبْدِ اللَّهِ ابْنَىْ مُحَمَّدِ بْنِ عَلِىٍّ عَنْ أَبِيهِمَا عَنْ عَلِىٍّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ يَوْمَ خَيْبَرَ وَعَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ الأَهْلِيَّةِ.

المسيار نکاح ته ځنو علماؤ جواز ورکړی چه په ځنی حالاتو کی ښځه په خپله خوښه له خپلو ځنی حقوقو څخه تيريږی .
ځکه چه کيداشی داسی ښځی وی چه معيوبی يا د ډيرعمر کونډه وی ،نوداډول ښځی ترځنوحقوقو تيريږی اوغواړی ځان ته خاوند پيدا کړی .


شاکری
23.11.2008

متعه ياضعه يا دټاکلی وخت لپاره نکاح .
داډول نکاح په اسلامی شريعت مطلقه حرامه ده .ددی ډول نکاح کوونکی زانی دی که اسلامی حکومت وی دوی بايد فوراً ونيسی اودزنا حد ورباندی جايری کړی .
متعه نکاح ديوی ښځی او دهغه دنسل دروزنی او بقا په حق ستر ظلم دی نو ځکه دا ډول نکاح په اسلام حرامه ده .
ددی نکاح دحرومت په اړه ډير احاديث دی چه دلته می يواځی دوه حديث له مسلم شريف څخه نقل کړل .

3496 - وَحَدَّثَنِى سَلَمَةَ بْنُ شَبِيبٍ حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَعْيَنَ حَدَّثَنَا مَعْقِلٌ عَنِ ابْنِ أَبِى عَبْلَةَ عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ قَالَ حَدَّثَنَا الرَّبِيعُ بْنُ سَبْرَةَ الْجُهَنِىُّ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنِ الْمُتْعَةِ وَقَالَ « أَلاَ إِنَّهَا حَرَامٌ مِنْ يَوْمِكُمْ هَذَا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ كَانَ أَعْطَى شَيْئًا فَلاَ يَأْخُذْهُ ».
3499 - حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَابْنُ نُمَيْرٍ وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ جَمِيعًا عَنِ ابْنِ عُيَيْنَةَ - قَالَ زُهَيْرٌ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ - عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنِ الْحَسَنِ وَعَبْدِ اللَّهِ ابْنَىْ مُحَمَّدِ بْنِ عَلِىٍّ عَنْ أَبِيهِمَا عَنْ عَلِىٍّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ يَوْمَ خَيْبَرَ وَعَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ الأَهْلِيَّةِ.

المسيار نکاح ته ځنو علماؤ جواز ورکړی چه په ځنی حالاتو کی ښځه په خپله خوښه له خپلو ځنی حقوقو څخه تيريږی .
ځکه چه کيداشی داسی ښځی وی چه معيوبی يا د ډيرعمر کونډه وی ،نوداډول ښځی ترځنوحقوقو تيريږی اوغواړی ځان ته خاوند پيدا کړی .
شاکری


ډوکتر څپاند
23.11.2008

محترم شاکری صيب سلامونه ومنۍ،
دلته د المسار يو فرضي مسال راوړم اوتاسو پری قضاوت وکړۍ٠

يو سړی چه ٥٠ کاله عمر،درې ماندينې ،ډېر شته مګر اولاد نلري ٠داشخص ديوې
 نادارې کورنۍ د ١٦ کلنې پېغلې سره المسار نکاح سرته رسوی،دنکاح شاهدان
دنجلې پلار او ورور يا نور نږدي خپلوان دی٠نجلي دپلارپه کور کی حمل اخلی مګر ،ددې ميړه وفات شو٠
نو اوس به څوک ثابت کړای شي چه دا نجلۍ واقعا د متوفی سره نکاح کړی وه
او دا اولاد دهغه متوفی دی،او دا ماشوم به څرنګه دميراث څښتن شي؟
نتيجه جنګ،جنجال او مشکلات !


شاکری
23.11.2008

ښاغلی فريد بی صدا
زما سلامونه هم ومنی
ستا انديښنه يوڅه پرځای ده .
دانکاح چندان نکاح نده ځکه له ځانه سره ځنی جوانبی عوارض لری .
ځنو علماؤ تايد کړی ،ځنی بيا ردوی اومنفی اړخونه يی هم ذکر کړی اوځنی يی بيا مکروه بولی .
خوددی نکاح عمده شرط دادی چی دا نکاح به پټه نه وی ،عاقلان شاهيدان به موجود وی ،قبول او ايجاب به شوی وی .
نوبيا چه کله ښکاره وی او شاهيدان موجود وی دنسب په باب يی کوم خاص مشکل رانه شی يا هم دترکی په اړه .
خو داډول نکاح په افغانستان اوځنو نورو اسلامی هيوادو کی بالکل نشته .


Ghairat
26.12.2008

دروند شاکري صیب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
شاکري صیب له دې شعار نه مو مطلب څه دی،
[quote:112c0718cd]پر مونږ يواځی قرآن جکومت کولای شی او بس [/quote:112c0718cd]
په تیره بیا د پای ټکی یې [color=white:112c0718cd]او بس[/color:112c0718cd]، آیا سنت ، احادیث، قیاس او اجماع له اسلامي حاکمیت څخه باسئ که څنګه او د مسلمان اُولِ الامر له امرسره به څه کوئ؟ که مطلب مو د سیکولر حکومت نه منل وي، نو دا بیا بیله خبره ده او باید د اسلام له نظره پرې جلا بحث وشي ۰


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more