نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا اوسمهال دپاکستان له منځه تلل د افغانانو په ګټه دی؟
و.افغان
15.11.2008
درنو وروڼو:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه خبره چې له ډیره وخته راهيسې مې په ذهن کې څرخیږي، غواړم تاسو
سره يي شریکه کړم:
په داسې حال کې چې افغانان ډیر کمزوري دي، حکومت نه لري، او نه ددې توان لري،
چې یو با ثباته حکومت په خپل وطن کې را منځ ته کړي، خو په خوا کې يي ایران يي یو داسې
غښتلې هیواد دې، چې له طاجيکستان څخه نیولې دعراق، شام، او لبنان په شمول يي
خپل سیاسي نفوذ آن تر افریقا رسولي دې، او نږدې وختونو کې کیداي شي دايټم بم خاوند هم شي،
دلرو واټنونو توغندې په شمول رنګا رنګ متطوري وسلې جوړوي.
دافغانستان په بل اړخ کې بیا بل دښمن پاکستان دې، چې په ايټمې وسلې سمبال دی،
ښه ځواک يي درلود، خو د افغانستان په وړاندې اوس دخپل احمقانه سیاست بیه پريکوي، دزوال دخطر سره مخ دی،
که چیرې اوباما رښتيا هم پاکستان د خپلې حملې لاندې راولي، نو که پاکستان ونه نيسې،
نو حکومت خو به يي ضرور له مينځه يوسي، یا کم نه کم چې مرکزي حکومت به دومره
کمزوري شي، چې ځاي پر ځاي جلا حکومتونه رامنځ شي.
نو آیا په داسې حساس وخت کې چې افغانستان کمزورې دی، پاکستان دامريکايي
پلان له مخې له منځه لاړ شي، نو آیا ددې کار څخه غټ ګټه اوچتوونکې به ایران نه وي؟
آیا افغانان اوس ددې جوګه دي، چې دپاکستان له سقوط څخه ګټه پورته کړي؟
آيا ددې امکان نشته چې دافغانستان غرب یا شمال غرب ایران تر خپل نفوذ لاندي کړي؟
آیا ددې امکان نشته چې امریکا او ایران دمشترکو مصالحو په خاطر په منطقه جغرافيوي
تغییرات راولي، چې هر حالت کې به ضرور ایران غوښنه برخه ولري؟؟
ستاسو دتبصرو په تمه.
ihtesham
15.11.2008
چي دغه د تروريزم اډه له منځه لاړه شي نو د افغانستان حکومت به هم پياوړي شي. د افغانستان حکومت خو د پاکستان دترورستي اجنډي له امله کمزوري دي. يو ځل چي د تروريزم دا مرداره بړستن سره د سپږو وسوځول شي نو هر څه به پاک شي. نه به سپږي وي او نه يي بوي. د پاکستان مسال د يوي بوي ناکي مرداري بړستني دي او ترورستان يي سپږي دي. د افغانستان په سر ټول درد د دي بړستني د بوي او سپږو د لاسه دي. که اوباما دومره نر شي چي دا مرداري جارو کړي نو د افغانستان ستونځي به په خپله حل شي.
باتور
15.11.2008
ihtesam خانه !
د افغانستان حکومت !!!!!؟؟؟؟؟؟
کوم حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــومـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمت ؟؟؟؟؟
ستا مطلب کېدای شي چي د غلو له اتحاديې نه وي . .
په درنښت
ډوکتر څپاند
16.11.2008
محترم وهاج صيب سلامونه او احترامات ومنۍ،
ستاسو سوال دوه او لا دری برخې لري٠اول دپاکستان احتمالي تجزيه،دويم
دپاکستان دتجزيي ګټه ياتاوان افغانستان او ايران ته او دريم دامريکې،واقعی
تصميم پدی هکله،دهغو اهداف او امکانات٠
که دپاکستان تجزيه يا تضعيف ددی سبب شي چه دډيورنډ ناولې کرښه ړنګه
اوپښتانه سره يو تن او وجود شي،نو زه فکر نه کوم چه هيڅ يو واقعي افغان
به ددی عمل مخالف وی٠دپښتنو يووالی به په يو واحد افغانستان کی زموږتاريخی
وياړونه بيرته په لاس راکړی او دپښتون قام به په هسکه غاړه بيا داملت دبربادۍ
نه وژغوري٠
داعمل به واضحا دافغانستان په ګټه تمام شي او زه فکر نه کوم چه ايران
به پدی معامله کی ګټه وکړای شي٠
که چيري ايران نور هم پياوړی شي،اوس اوس ايران دامريکې ستر دښمن ګڼل
کيږي،نوداسلام اوافغانستان اصلي دښمن يعني امريکې خلاف چه هر هيواد
پياوړی کيږی دتاييد وړ به وي،که څنګه؟
رابه شو دامريکي پلانونو او سياست ته:اول داچه بارک اوباما به دامريکې د
پخوانيو رهبرانوپشان هميشه خپلی ګټې په نظر کی ساتي٠که فرضا اوباما
وغواړی چه ځانته تګلاره غوره کړي،دهغه په شاوخوا کی داسی افراد نصب دي
چه دی به ودې کارته نه پریږدي٠
پاکستان دهميش لپاره دامريکې فرمانبردار وو او دی٠هغه څه چه نن سبا په
پاکستان کی سرته رسی،هغه ټول دامريکې او انګليس پلانونه دي٠
موږ او تاسو نن نه پوهيږو چه دامريکې ګټې په څه کې نغښتي دي؟
دپاکستان تقويه او يا تضعيف کم يو دامريکی په ګټه دی؟
امريکا او ياران یی طويلالمدت پلانونه او الترناتيفونه ورته لري،هر څه یی چه
په ګټه وي هغه به کوي٠زموږ بیچاره ملت يوه قرباني ده،کله مو دروسانو،کله
پخپل منځکی اوکله مو د چا؟ سره جنګوي٠په پاړسو کی يو متل دی وی
"تا احمق در جهان هست ،مفلص در نمیماند".
رښتینی
22.11.2008
دپکستان او هنددکال ۱۹۶۵ م جګړی پر مهال پاکستان ډیر بی ثباته
او له کمزوری حالت سره مامخ و شاوخوا نوی زره لښکر یی هند ته
تسلیم شوی وو اودبنګالیانو له شورش سره هم مخامخ و چی بیا ورو
سته په کال ۱۹۷۱م کی له شیخ مجیب الرحمن سره دذوالفقار علی بوټو
دناسم چلتد له کبله بنګالیان له پاکستانه بیل او دمستقل هیواد څښتنان
شول دپاکستان په هغو سختو حالاتو کی په افغانستان کی یوه حکومت
شتون لاره او داموجوده ګډوډۍ هم نه وی هغه مهال دافغانستان ملی شوری
دپاکستان په حالاتو څو غونډی لرلی او ډیرو وکیلانو دا نظر لاره چی اوس
وخت ده چی په پاکستان برید وکړل شی او که نور هیڅ نه وی پښتونستان خو
ترلاسه کولی شو خو دشوری اکثریت هغه خبره ونه منله او په دی دلیل یی د
نوموړو وکیلانو خبری رد کړی چی په هرصورت پاکستان یو ګاونډۍ اسلامی
هیواد ده او له پاکستانی مسلمان ولس سره موږ ډیر دګډون ټکی لرو نو دیوه
ګاونډی اسلامی هیواد له داسی سختو حالاتو نه استفاده کول دافغانی او
اسلامی خویونو نه خلاف او افغانیت مونږ ته دا اجازه نه راکوی چی د یوه
بی وسه ګاونډی له بی وسی نه کټه پورته کړو ویل کیږی چی هغه مهال چی
دپاکستان حالات یوڅه سم شول نو دپاکستان لوی وزیر ذوالفقار بوټو کابل ته
سفر کړی و او ویل کیږی چی داسفر یی په دی موخه و چی له افغانانو نه مننه وکړی
چی تاسو زموږ په سختو حالاتو کی موږ ته کوم مشکل پیدا نکړ اوستاسو له
لوری موږ بی غمه و (دوحید مژده له کتاب افغانستان وپنج سال سلطه طالبان)
نو هغه مهال موږ په خپله ملی شوری کی ډیر لوی ملی شخصیتونه لرل
او داړوند موضوع په اړه می دهغوی دنظر او دریځ یوه برخه ستاسو مخته
کیښودله او اوس خو نو له موږ نه خپلی وړۍ بی شړۍ پاته دی دنورو له
حالاتو به څه ترلاسه کړو ؟!
اوبل دپاکستان ولس په هرصورت یو مسلمان ولس ده دهغوی له بدی ورځی
نه خامخا موږ هم اغیزمن کیږو ګومان نکوم چی دهغوی له بدی ورځی دی موږ
خیر ترلاسه کړواوپاته شوو دپاکستان دحکومت دڅو لسیزوناسمی یا ناروا
مداخلی او زموږ په بدمرغیو کی دهغوی لاس نو دا خو دیوی ځانګړی اداری
isiکار دی چی تر ډیره حده یی دپاکستان دوخت حکومت هم له کارونو ناخبره
وی او هغوی خپل پلانونه پر مخ ولی
په مینه
Helmand.M
22.11.2008
پوښتنه:- لکن بابر صاحب ستاسو حکومت (د ذولفقار علی بوټو حکومت) خو همدا کؤل او هغه کسان چې د اسلامی نهضت تهداب یې په افغانستان کې ایښې وو او تاسو ته راغلی وو او تاسو ټرننګ کول، د هغوی پرسر مو هم معامله کوله؟ داسې نه وه؟ ستاسو د پیپل پارټي او نظامي حکومتونو د پالیسئ تر مینځ څه فرق و؟
ځواب: - دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو په دی چې موږ ته معلومیده چې د روس (شوروی اتحاد) له خوا موږ ته خطرات دي او باید د هغې له پاره تیاري وتړل شي. خو هغې سره سره موږ بیا دا وکړو چې د کال ۱۹۷۴ په نومبر کې موږ دوی نه دوه کسه واخیستل، یو وکیل عظم خان شینواری او بل یونس خوګیاڼی چې د هغوی په ذاتي طور سره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سره رابطه وه. دوی مو روم ته ولیږل چې اعلیحصرت واپس کابل ته ولاړ شي او دا خبره حل شي، له رباني او حکمتیار او نورو سره مو خبری وکړی دوی وویل چې ټیک ده، دا موږ ته قبوله ده؛ دی به آئیني سربراه یا پاچا وي خو په هغه آئین باندې چې موسی شفیق لیکلی و.
یعنی موږ دا اسره کوله چې ټیک دی، دوی تیار کړئ، د سبا لپاره، ځکه چې خطره روس څخه شته. په دی چې هلته خو مخکیني ایدیالوګ و، بریژنیف وغیره، له کال ۱۹۱۷ څخه د «ګریټ ویل» لویه آواز- وه او کرار کرار یې مرکزي آسیا مکلونه ونیول نوموږ وویریدوچې روسان دا کوشش ونکړي چې پرموږهم حمله وکړي ځکه چې حالت اوس سازګار دی.
بیا په افغانستان داودخان راغی، د روسانو ښه ملګری و، د داود له راتګ سره روس ته دا موقع ملاو شوه چې د افغانستان او بیا ورو ورو د انډیا په طرف وړاندې شي. خو د روس د توسیع خطر موږ ته هم متوجه و. د دی خطر په وجه موږ د افغانستان د اسلامی نهضت غړوته ټرننګ پیل کړ. خو ورسره ورسره له داود خان سره مو هم خبری روانی وی. بیا په ۱۹۷۷ کې دلته داغی چې ډیورند په کرښه خبری وکړي او داود د ستخط (لاسلیک) ونکړ.
ډوکتر څپاند
23.11.2008
درنو او محترمو لوستونکو سلامونه ومنۍ،
پاکستان هغه ناقص حيوان يا نبات ته ورتوالی لری چه ددوو مختلفو جنسونو
دترکيب نه په لابراتوار کی جوړ کړی شوی وی٠دا چه پاکستان يو اسلامي يا
غیر اسلامي هيواد دی مهم اصل ځکه ندی چه پاکستان د انګريزي استعمار
دګوډاګي او ميراث خور په صفت په سيمه کی هميش دسرخوږ سبب وو،دی
او ويبه٠
اياISI اودهغه تشکيل او افسران پاکستانيان دي او که بل څوک؟
که دافغانستان دبدبختيو او دهغی نه دپښتنو بيلوالی د پاکستاني حکومتونو
مسوليت نه بلکه يواځی دISI جرم وي نوبيا دشوروی،امريکی او کمونستی
حکومتونو ګناه هم فقط او فقط د KGB,CIA او اګسا،کام او خاد په غاړه ده
او بس !
دپاکستان په تجزيه کيدوسره(چه امکانات يي خورا بعيد دي)اسلام ته هيڅ
نوع ضرر نشي رسيدلی،بلکه بالعکس ديوه شر انداز او دانګليس او امريکی
دنوکر و فرمانبردار په ځای به دوه،دری اسلامي هيوادونه ايجاد او دپښتنو
تاريخی غوښتنی به هم تر سره شي٠
بايد هير نکړو چه موږ اول افغانان او دخپل هيواد دګټو طرفداران او دهغو
ددښمنانو سرسخت دښمنان يو،که څه هم زموږ دښمن مسلمان هم وي٠
پاکستان زموږ تاريخي دښمن دی،هرڅوک چه ترهر نامه اوپه هره بهانه
دپاکستان او د هغه د غربنوکروریژيمونو،مستقيم يا غير مسقيم ملاتړ کوی،
ددی معنی داشوه چه په اګاهانه ياغير اګاهانه ډول د افغانستان،دافغانانو او
دلر او بر پښتون د يوالي مخالفت او دډيورند د منحوسی کرښی طرفداري کوی٠
په درناوی،
pattang
23.11.2008
که اجازه راکوۍ ?
زه دبحث مخالف نيم خو سياسي بحث بايد يوه ټاکلي هدف ته ګاونډي وي٠مونږ پاکستان څکه و ? زموږ / زما هدف خو د پښتنو يو والی دی اوبس ٠
خو دغه يو والی د افغانستان نور قامونه نه غواړي نو دا پر دې مانا چې افغانستان
تر اوسه پورې يوجعلي او ويرتووال په ايتنيکي بنسټ جوړشوی ملت دی چې په هغه
کې په پښتنو هم داسې ظلم کيږي لکه په کوزه خواکې ٠ زه چې اوسني حالت ته ګورم دپښتنو يووالی دافغانستان تجزيه دی اوبس٠هوکه په پښتانه په بره خواکې يو واحد مشر ولري او د دميرويس خان هوتک
په دود خپل غاښونه ښکاره کړي بيانو هلته دا امکان لري ٠
عبدالله صابر
25.11.2008
نظرونه مختلف دي ،دهرچاخپل خپل نظردي په مونږافغانانوکښي داعادت دی
چي اول جنګ کوواوبياخبرې ،که اول خبرې وکړونوجنګ ته بيااړتيانه پاته کيږي ٠
دپاکستان په اړه ستاسونظرونودرناوی کوم خودماپه يوکمزوري نظرباندي خوا
مه درنده وی اومه راباندي دisi ګوډاکي ټاپه لګوی ٠
که مونږاوتاسودهيواد دري لسيزوته پام وکړونوڅرګنده چي پښتانه هروخت
دفاعي حالت ته اړويستل شوي ،پښتانه لومړنئ قوم دی چي خپلې ژبې پر
مختګ اودنوروژبوپه مخلفت دومره دلچسپي نلري لکه که نورقومونه یي چه
لري دايوزغم لرونکی قوم دی
که تاسوپام وي اوس دکرزي په اداره کښي دري ژبه ٨٠فيصده اوپښتويواځي
٢٠فيصده رواج لري اوپښتون ولسمشرهم په خپلوويناووکښي تر٨٠فيصده
زياته دري ژبه وايی ،همدارنګه پښتواصطلاحات په ايراني اصطلاحاتوبدليږي
په مکتبونوکښي هم ترپښتودري کتابونه ډيردي خوبياهم پښتانه کله کله يوسوړ
غبرګون ښيی اوله پوره زغم څخه کاراخلي خوکه داډول کارديوې بلي ژبې
کيدی نوممکنه چي په وسلوال مخالفت به يی لاس پوري ٠
طالبانو په افغانستان کښي پاکستاني اصطلاحاګانې هم نه پريښودي ،يوځل يی
په خوست کښ له هغوموټرپلورنځيوڅخه هغه لوحې راټولې په کومولوحوبه
دموترفروشي پرځای بارګين (چي پاکستانئ اصطلاح ده ) ليکل شوی وو
خواوس ګوری چي ايراني اصطلاح ګانې (دانشګاه ٠٠٠) په ډاډه زړه عملي
کيږي خوبياهم پښتانه له دي سره جدي مخالفت نلري ،
غيرپښتانه ترخپله وسه دافغانستان اصلي دوښمن ايران په مرسته په تدريجي
ډول په پښتوژبه تعصبي کړئ تنګوي ان تردي چي که وس يی ورسي پښتويوا ځي ترکورنوپوري محدوده کړي ، او په دي هکله ايران ورسره هرډول مرسته
اوبا الاخره پښتانه دفاعي حالت ته اړکيږي ، په دا ډول حالاتوکښي پښتانولپا
ره هم ديوبهرني هيواد ملاتړ ته اړتيا ده چي له پاکستان پرته بل هيڅ هيواد
دپښتانو ملاتړنه کوي ، که چيري پښتانه تعرضي حالت کښي وای نوبيا پاکستا ن ګرم وو چي زمونږ په هيوادکښي لاس وهنه کوي خوداچي ايران د
پښتانوپرضد توطيې جوړه وي او افغانان په ژبنې لحاظ په جنګ اچوي نوبياخو ټوله ګناه دايران ،اوهمدا ايران دی چي زمونږهيواد بي اتفاقيوته لمن
وهي ،ايران له ډيرپخوا څخه کلتوري دوښمن هم دی ، دسيد جما ل دين افغان
مړئ دپاکستا ن کراچئ له لارې دترکې څخه افغانستان ته رواړل شوکه څه هم دايران لاره لنډه او اقتصادي وه خودا ويره چي ايران دده مړئ افغانستان
ورنه کړي په هغه کښي هم ايران کلتوري دوښمن پيژندل شوی وو٠
ددي ټول بحث مطلب مي داووچي که پاکستان له منځه لاړشي نودپښتواود
پښتانوزوال په معنی به وي اودايران په وړاندي به پښتانه يواځي پاتي شي
بي له دي افغانستان هيڅ ګټه ونه لري ،خوداچي افغاني ميډيارسی دغيرپښتانو
په لاس کښي ده نوځکه دپاکستان پرضد منفي تبليغات کيږي اوله ايران رو سيې اوځينونوروهيوادونوپه لاس وهنو سترګې پټيږي ٠
ډوکتر څپاند
25.11.2008
"څوک مو پخپل کور کی نه پريږدي،او موږ لګيا يو دنړۍ نقشه کی
تغيرات راوړو"
پاکستان دامريکی او انګليس دنږدی دوست په صفت په سيمه کی په يو نيرومند
ځواک تبديل شوی دی،دغه راز دچين،ايران او سعودی عرب سره هم ډيرې نږدی
اړېکې لري٠دپاکستان تجزيه په اوسنی وخت کی خوب ليده دي اوبس !
مګر هغه څوک چه دپښتنو دی دوباره يو والی نه سترګی پټوی اواوپدی راضی
دی چه دډيورنډ کرښه دی دايمي شي،نوبيا دی دپښتو او پښتنوالی او افغانيت
باټې نه وهی٠
بنير،صوات،کرمه،دير،باجوړ،پيښور،وزیرستان،بلوچستان،کوټه،ديره اسمعيل
خان،چترال،کلات،پښين،ژوب٠٠٠٠٠٠٠ تراباسين پوری ،دادفغانستان خاوره ده٠
که هر څوک،پر هر سياسي،مذهبي،قومي يا بل هر دليل غواړي چه افغانان
دی دپښتنو خاوره وپاکستان ته پريږدي،ددی شخص نظر محترم دی او دا شخص
ددی نظر په لرلو سره ISI نشی ګڼل کيدای،مګر دداسي عقيدی لرونکی د
افغانانو دښمن او دپاکستان دوست ګڼل کيږي٠هيله ده چه پدی خبره خفه نشی٠
pattang
25.11.2008
داټولې خبرې تاريخي درستې دي خو سياسي نه !
دغه مځکې او نومونه چې انډيوال يادکړي ، دهغوی خلکو مځکه ده چې ژوند
پرې کوي او پلار او نيکه يې هلته ژوند کړی ، بل هيڅوک هم حق نلري چې
دهغوی په سر فيصله وکړي او حقوق يې پايمال کړي٠
اوس سوال دادی چې ايا هغوی هم له افغانستان سره يو ځای کېدل غواړي ?
ترڅو چې مالومات شته دهغوی مشران يې نه غواړي ٠
په افغانستان کې غيرې پښتني قامونه کوز پښتانه نه غواړي.
له بله خوا دپښتنو وېش په دوو مظلمو ډلو نارواکار او په پښتون قام باندې
لوی ظلم دی، خو پښتانه دپېسو په لومه کې بند دي ٠
نو چاره يې څه ? چاره يې داده :
- دکوزو پښتنود سياسي شعور لپاره کار کول
- په افغانستان کې دپښتون قوم سياسي او اقتصاد قدرت لا سته راوړل٠
که برپښتانه قوي اقتصاد ولري په خپله به منډې را وهي ٠
اوس فعلا د وړو ګامو سياست په کاردی چې کلتوري او سياسي روابط مو و
ساتل شي٠
باتور
26.11.2008
کوزه پښتونخواه خو کومه چرګه نه وه چي پنجابي ګيدړانو له موږ نه غلا کړه . .
هغه چا چي پاکستان د هند له خاوري نه وزېږاوو او تر ننه پوري يې نازوي، هماغه حکومت په افغانستان کي هم د غلو اتحاديه (کرزي + ستمي ) جوړه کړي او په کوز او بر باندي خپلي ملنډي وهي . .
زه او ته به د پاکستان تجزيې په امېد ورته کېنو . .
په درنښت
ډاکتر څپاند
28.11.2008
دپورتني بحث نه څه نتيجه اخلو؟
محترمين هر يو وهاج ساپی،حامد او عبدالله صابر دپاکستان ددولت طرفدار،
دهغه دتضعيف اوياتجزيي مخالف او دډيورند دکرښې د دايمی کيدو ياپه
رسميت پيژندو علاقمندان دي٠
محترمين هر يو ihtesham ،فريد بيصدا او باتور دپورتني نظر مخالفين،يعنی
دپاکستان ددولت دتضعيف يا تجزيي طرفدار او دپښتنو ديو موټی کيدو
علاقمندان اد دډيورنډ د استعماري کرښي مخالفين دي٠
محترم Helmand خپل نظر واضح کړی ندی ،مګر ښکاري چه ددويم ګروپ سره
سمه عقيده ولري٠
دمحترم پتنګ نظر بيا منځګړی ښکاري٠
دی ته وائی دموکراسي٠
ښائی چه سوال پيدا شی چه زما نظر څه دی؟زما نظر د پتنګ صيب نظر ته
ورته دی٠
و.افغان
28.11.2008
[quote:3533965b46="Sapand Safi"]دپورتني بحث نه څه نتيجه اخلو؟
محترمين هر يو وهاج ساپی،حامد او عبدالله صابر دپاکستان ددولت طرفدار،
دهغه دتضعيف اوياتجزيي مخالف او دډيورند دکرښې د دايمی کيدو ياپه
رسميت پيژندو علاقمندان دي٠
محترمين هر يو ihtesham ،فريد بيصدا او باتور دپورتني نظر مخالفين،يعنی
دپاکستان ددولت دتضعيف يا تجزيي طرفدار او دپښتنو ديو موټی کيدو
علاقمندان اد دډيورنډ د استعماري کرښي مخالفين دي٠
محترم Helmand خپل نظر واضح کړی ندی ،مګر ښکاري چه ددويم ګروپ سره
سمه عقيده ولري٠
دمحترم پتنګ نظر بيا منځګړی ښکاري٠
دی ته وائی دموکراسي٠
ښائی چه سوال پيدا شی چه زما نظر څه دی؟زما نظر د پتنګ صيب نظر ته
ورته دی٠[/quote:3533965b46]
څپانده وروره !
غیر منصفانه قضاوت او غیر عادلانه طبقه بندي دی کړي.
بنده يواځې دغه مسئله دبحث او تحلیل لپاره وړاندې کړي وه، چې قضيه
پرته له جذبو وڅيړل شي، چې دافغانستان ګټه اوس په څه کې ده.
زه خپل ځاني دښاغلې پتنګ صاحب په عقيده وم او يم.
هو که چیرته په ايران داسې حال راشي لکه په پاکستان چې راغلې دی، نو بیا په دې
وخت دپښتنو يووالې او داوسني افغانستان نه تجزیه دواړه تصور کیدلاي شي، او هم
پيښيدلاي شي.
په درنښت.
باتور
28.11.2008
څپاند خانه د سلامونو تر څنګ .
د ډېورند د کرښي په اړه پښتانه ټول همنظره دي . . هر څوک چي پښتون وي هغه به د ډېورنډ د کرښي خلاف وي.
زه فکر نه کوم چي پورته تا ياد کړي پښتانه به د پښتنو په جلاتوب راضي او خوښ وي.
را به شو د پاکستان د تجزيې خبري ته :
زما پورتنۍ ليکنه که يو وار بيا ولولې نو پوه به شې، چي زما مطلب د پاکستان له تجزيې نه نه ده، د پاکستان تجزيه په اوتوماتيک ډول موږ ته د کوزي پښتونخوا د آزادي معنی نه لري .
پاکستان په منځنی آسيا کي د انګرېزانو لويه ځمکنۍ هډه ده، چي د هغې له لاري روسيه، هند، ايران او حتی چين کنټرولوي. د پاکستان تجزيه څه چي حتی تضعيف، انګرېزانو ته د منلو وړ نه ده.
موږ پښتانه که هر څومره پاکستان ته بد ووايو او ښکنځلي ورته وکړو، د ډېورند په کرښه کي کوم تغير نه راځي . . زموږ د دې حق مطالبه موږ صرف له انګرېز نه بايد وکړو. .
موږ به د ډيورند د کرښي او د پاکستان د تجزيې په خوبونو شپې او ورځي تېروو، روسيه او ايران به موږ ته په شمال او غرب کي نوي نوي د ډيورند کرښي جوړوي، او نومونه به هم خراسان او هزارستان پرې ږدي. .
موږ بايد لومړی د خپلو غنمو نه ډبري ټولي کړو، کوزه پښتونخوا په خپل ځای پرته ده، هغه له موږ نه څوک نه وړي، پاسه پښتونخوا د تجزيې نه بايد وژغورو. . خپل ملي هويت چي موږ په افغانستان کي بېرته ټينګ کړو، د پتنګ خان خبره د کوزي پښتونخوا پښتانه به په خپله له موږ سره اتحاد اعلان کړي .
زه له پنجابيانو سره کومه خواخوږي نه لرم، لېکن د پاکستان موجوديت د روسيې او د ايران د پخوانيو امپراتوريو د خوبونو لپاره د ختم کرښه ده . . او زما په خيال د پښتنو په ګټه .
په درنښت
.
عبدالله صابر
29.11.2008
څپاند صاحب ګله تاسوزمونږ له ليکنوغلطه معنی اخيستی چي داسي نه ده لکه
څنګه چي تاسوفکرکړی ، دلته که تاسودموضوع عنوان ته پام وکړی نوښاغلي
وهاج صاحب داپوښتلي چي په اوس مهال کښي دپاکستان له منځه تلل د افغا نستان په ګټه دي اوکنه ؟ چي بيل نظرونه ورکړل شوي خوزما نظردا وو چي
دايران په موجوديت کښي دپاکستان نشتوالئ دپښتانوپه دروند تاوان اودغير
پښتانوتاجکو،ازبکو اوايران په ګټه دي ،ځکه مخکښي مو ويلي ووچي پښتانه
په لوی لاس دفاعي حالت ته اړويستل کيږي اودهغوی ځمکې کورونه په دي
نوم چي پښتانه دغصب کيږي (لکه شمال په تيره بيا دتخاراوه سوه پښتانه
چي په ښکاره دپښتون په نوم خپلوځمکوته نه پريښودل کيږي ) يالکه دپکتيا
والي جمعه خان همدرد چي وويل په مزارکښي پښتانه وژل کيږي اوبيايی پړه
پرطالبانواچول کيږي ،داډول ډيري پيښې ددثبوت دی چي پرپښتانوظلم کيږي
اوهغوی خپلي دفاع ته اړکيږي نوکه په داډول حالاتوکښي پښتانه دځان څخه
دفاع وکړي اوپاکستان ورسره مرسته وکړي نوطبيعي ده چي دقاضي کبيرپه
غيرپښتانه دا دپاکستان لاس وهنه اوپاکستان به ترټولوی دوښمن ګڼي ،تاجک او
ازبک ستادپښتونخوا له غمه نه دي مړه بلکه هغوی ته دپاکستان يوځينئ ګناه
داده چي دپښتانوملاتړکوي ،
دپښتانوتقريبا نيمايی اقتصادپرپاکستان ولاړدی کله چي په پاکستان کښي د
اوړوبحران منځ ته راځي نوکه په پاکستان کښي يوه بوجئ اوړه په څلور زره
وي نوپه افغانستان کښي به په اته زره وي دا ډول هغه مريضان چي کابل يا
پيښورته دوړلو وي نوپاکستان څوچنده ورته اقتصادي تماميږي داسي ډيرځا
يونوکښي مونږ پاکستان ته ډير اړيو ، که دا ډول اړتياوي په نظرکښي ونه
نيسونوبياپرته له دي چي دايران هرډول بيګارپه ځان يوسو بله لاره نشته او
له خپلوځمکواوپښتوبه تيريږو، لکه څنګه چي مو نن د دانشګاه اصطلاح ومنله
بيا به داهم منو چي دپوهنتون اصطلاح بايد پاکه ليري اوهيڅ وخت پوهنتون
ونه ليکل شي ،يواځي دانشګاه پاتي شي ٠
په دي دليل بايد ووايم چي له ايران نه مخکښي دپاکستان تجزيه نه ده پکار،
پاتي شو دپښتون خوا مسله دا مسله زمونږ اوتاسوله سويې پورته ده دوخت
حکومتونه پوهه شه اوکار چي څنګه يی کوي اودسيمې خلکوپوري اړه لري چي
چاپسي ځي اوپه اوس وخت کښي دا يوه قبل وخت مسله ده چي راسپړل يی
دګټې په ځای تاوان کوي ٠
ډاکتر څپاند
29.11.2008
درنو افغانانو !
پدی کې خو هيڅ شک نشته چه دسيمي جنجالونه ډیر پېچېدلی اد دصابر
صيب په وېنا زموږ له سوئی پورته دي٠مګر موږ دلته دزړه خواله سره کوو او
خپل وګړنيز ياشخصي نظريات څر ګندوو٠پدی کي دخپګان هيڅ ځی نشته
هر سړی پوه شه او دهېواد او خلکو لپاره د هغه خيال٠
خو راځی چه خپل نظريات خلاصه کړو :
1 دډيورنډ کرښه بايد له منځه يوړی شي او که نه؟
٢ ايا پاکستان دپښتنو دوست دی؟
٣ که افغانستان ازاد اومستقل شي،ايا دپاکستان تجزيه دافغانانو په ګټه ده ؟
٤ امريکا+انګليس+دهغو سيميز ملاتړ (پاکستان) ،دافغانانو ستر دښمن دی
اوکه ايران او روسيه؟
٥ پښتو ژبه په افغانستان کی پاکه ساتل شوی او که د ډيورنډ تر کر ښی هغی
خوا؟دخيبر اوشمشاد تلويزيون نشرات سره ورته کړی٠
په درنادی،
باتور
30.11.2008
safi خانه !
د دې ټولو پوښتنو ځواب دې په پورته ليکل شويو ليکنو کي پروت دی . . ځانته لږکي زحمت ورکړه او د خپلو پوښتنو ځواب ولټوه . .
په درنښت
عبدالله صابر
30.11.2008
څپاند خانه
ستاسوپوښتنوځواب ته باتورخان اشاره کړي خوکه بياهم مطمئن نه وي نود
لراوبرويبپاڼې دالاندي لينک سرترپايه ولوله نودخپلو اصلي دوښمنان څيرې به
دلمرپه شان روښانه دروښيي ،
http://larawbar.net/article.php?id=7396&date=2008-11-29
ډوکتر څپاند
02.12.2008
دپاکستان دايندې په هکله دی لينک ته ورشۍ
http://pa.farsi.ru/doc/58.html