د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سخت دريځو دکندهارپرنجونوتيزاب وشيندل

Helmand.M
12.11.2008

تاند - په کندهار کې دوو سړو د اوبو شيندلو له تمانچې څخه په استفادې سره دنازو انادنجونو د لېسې پرزده کوونکيو باندې تېزاب وشيندل اوپنځلس نجونې يې ژوبلې کړې .

راپورونه وايي چې په پنځلس ژوبلو شويونجونو کې لږترلږه د دوو حال بد ښودل کېږي خو يوشمېرنورې چې روغتون ته لېږدول شوې وې ،رخصت شوي اوکورونوته تللي دي .

له کندهارڅخه دترلاسه شويوراپورونو له مخې په دې پېښه کې دوې نجونې چې سختې ژوبلې شوي، وايي دوى ښوونځي ته روانې وې چې دوه نارينه په لاره کې ورته ودرېدل اواسيد يې ورباندې وشيندل .

يوې چې عاطفه نومېږي وويل لومړى يې زما پرخور تيزاب وشيندل ،زه دهغې مرستې ته ورغلم ،پرما يې هم وشيندل .

دعاطفې په وينا وروسته له دې چې دوى چيغې کړې ،عام خلک يې مرستې ته ورغلل او له تېزاب شيندونکو يې خلاصې کړې .

درستو نجونو بورقې يا چادرۍ پرسر وې اوپه يوۀ داسي ښوونځي کې درس وايي چې هلته نارينه نشته .له همدې امله ډېر شمېرافغانان اودسيمې دسياسي چارو کتونکي باورلري چې په افغانستان کې روانه جګړه دپاکستان آى ايس آى د دې لپاره پيل کړې چې په راتلونکي کې افغانستان هيڅ راز مسلکي کسان ونه لري او په هره برخه کې پنجابيانو ته محتاج وي .
وسله وال سخت دريځي ديوۀ ډېرمنظم پروګرام له مخې په خاص ډول پښتانه له يوې خوانه پرېږدي چې ښوونځيوته لاړ شي او له بلې خوا هڅه کوي پښتانه تعليم يافته ترور کړي .

د دې پېښې په هکله دافغانستان دحکومت عکس العمل :

(د هیواد دښمنانو پر زده کونکو حمله وکړه)

مطبوعاتي اعلامیه

نیټه: د لړم ۲۲، ۱۳۸۷

کابل-افغانستان: نن سهار د افغانستان د اسلامي معارف دښمنانو په کندهار ښار کې د یو شمیر نجونو چې د نازو انا ښوونځي ته روانې وې چادریانې له مخه ایسته کړې او ددوی پر مخونو یې تیزاب وشیندل.

د افغانستان حکومت دغه غیر اسلامي عمل چې افغانانو د دود او دستور مخالف دی او د افغانستان ددښمنانو اصلي څیره په ګوته کوي، په کلکه غندي.

د افغانستان د اسلامي معارف دښمنانو نشي کولای چې په تاوتریخوالې سره د ۶ میلیونو زده کونکو مخه له زده کړې څخه ونیسي. ځکه افغانان په دې پوهیږي چې په اسلام کې تعلیم او تعلم عبادت مقام لري.

د افغانستان اسلامی جمهوریت د هیواد بچیان د زده کړې ته هڅوي ترڅو ښه راتلونکی ورپه برخه شي، خو د هیواد دښمنان هڅه کوي چې د معارف مخه ونیسي، ځکه په یوې با سواده او روښانه ټولنه کې ددوی لپاره به ځای نه وي .


pattang
12.11.2008

انډيواله ډېر نجس کار شوی دی ٠ دکندهار خلک دظاهر شه په وخت کې کله چې
داود هم په قدرت و دښځو دمخ لوڅي په برخه کې د حکومت په مخ راپرته شول
حتاڅو مړي هم وشول٠ د کندهار خلک د ښځو دښونځي په برخه کې ډېر تنګ نظره
دي او بيا خاص پر دې وخت کې چې وطن مو اشغال ، نجونې او هلکان مو غربي
روزل کېږي٠


momtaz
12.11.2008

دا د آی اس آی نوکران ، د افغانانو، د پوهنې او انسانیت دښمنان باید و نیول او اعدام شی، چې ټولنه له داسو کثافاتو پاکه شی!


ډاکتر څپاند
12.11.2008

دا لمړی ځل ندی چه وحشی او دانساني اواسلامي مدنيت سره ناشنا افراطيون
داسی يو شرم اور عمل سرته رسوي٠دننيو ځناورو پخواني نسل ددموکرئ په
لسيزه کې دکابل په ښار کې د معصومو اوبيچاره نجونو پر مخ تیزاب شيندلئ
وه٠
دداسې خلکو نه بله څه توقع کېدای شي؟؟


ihtesham
13.11.2008

خداى دې ددې وحشيانو اينده نسلونه هم په عذاب کې واچوي چې په معصومو انجونو او د ښوونځي په زده کوونکو يې زړه نه سوځي. د طالبي وحشت ددې ناوړه کړنو مثالونه په زرګونو دي خو کاشکې چې څوک پرې پوهېدلاى او د عقل نه يې کار اخيستلاى.


pattang
14.11.2008

صليبي وحشت او لنډغري وحشت په طالب ور اړول دانسانيت نه وتلې خبره ده٠

[quote:5ae6cb8dcb="ihtesham"]خداى دې ددې وحشيانو اينده نسلونه هم په عذاب کې واچوي چې په معصومو انجونو او د ښوونځي په زده کوونکو يې زړه نه سوځي. د طالبي وحشت ددې ناوړه کړنو مثالونه په زرګونو دي خو کاشکې چې څوک پرې پوهېدلاى او د عقل نه يې کار اخيستلاى.[/quote:5ae6cb8dcb]


باتور
15.11.2008

د ا کارونه د خــــــــــــــــــــــــــــاد د هغو پخوانيو غړو چي په اوسني (په اصطلاح) حکومت کي د استخباراتو عهده ور په غاړه ده تر سره کېږي .

په درنښت


Helmand.M
16.11.2008

وحشت که انسانیت


په لیدو چې د زخمي زړه زخمي نسي

زړه یي مه بوله تور کاڼی د سحرا دئ

د ۱۳۸۷ لمریز زیږدیز کال د لړم د میاشتي پر ۲۲مه نېټه د کندهار ولایت د میرویس مینې په سیمه کې د اسلام د سپیڅلي دین د بشریت، افغانیت او د پښتنولۍ تورمخو دښمنانو زموږ د ۱۶ شپاړسو خویندو چې د ښوونځۍ څخه خپلو کورونو ته رواني وې پر مخونو په ډیر وحشي، غیر اسلامي او بې رحمه توګه تیزاب وشیندل او دایې نړۍ ته په اثبات ورسوله چې تر کاڼو کلک او تر سکرو تور زړونه هم ستون لري ځکه داسي عمل ښایې د ځنګله ځناور او یا هم نور حیوانات سرته و نه رسوي.

کله چې یو څوک را ولاړیږي او د یوي مسلماني مؤمنې انجلۍ پر مخ تیزاب ورشیندي، حیات یې ځیني اخلي، په سترګو یې ړندوي او یا هم دې ته ورته وحشیانه عمل ورسره کوي نو دا خو تر لمر روښانه خبره ده چې هغه خپله مور، خپله خور او خپله میرمن نه لري او عزت یې هم نلري.

دا کارونه د اسلام، افغانیت او پښتنولۍ دښمنان کوي، دوئ غواړې چې افغانان تل د پردیو غلامان وي، دوئ غواړي چې پښتانه تل د پردیو غلامان او د لاس الې وي او د هغوئ په اشارو خپل کورونه وران کړي.

د ښوونځیو د ښمنان غواړي چې زموږ ګران هیواد افغانستان همیشه د ګاونډیو هیوادونو د جنګ میدان، د خوسا او بې کیفیته توکو بازار او بالاخره محتاج وي.

دا نه جهاد دی او نه هم دا هغه څه دي چې الله پاک په خپل سپیڅلې کتاب قرآن کریم او نه هم زموږ ستر پیشوا حضرت محمد (ص) په خپلو اقوالو او احادیثو کي فرمایلي دي.

د کارونه چې هر څوک کوي هغوئ د افغانانو ملي غرور او ملي نوامیسو ته سپکاوی کوي.

زما په عقیده نور نو په افغانستان کي یو قدم ناسم پورته کول ستر ملي خیانت دی ځکه دا ولس دومره دردیلی او کړیدلی دی چې نور نو هیڅ ور پاته ندي دا دیرش کاله یی هر څه ولیدل او وزغمل داسي کور به کم پیدا سي چې شهیدان یي نه وي ورکړي، مهاجرت دي یې نه وي کړی او یا دي هم نه وي بی عزته سوی.

زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړو چارواکو او هم د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ددې پیښي عاملین دي حتمي په سزا ورسوی او د افغان، مسلمان او رنجیدلی ولس زخمونه دی پټی کړي او د طالبانو څخه یوه بله غوښتنه هم لرم دا چې که دوی غواړی یوازي او یوازي د اعلای کلیمة الله دپاره جهاد وکړي نو د ښوونځیو او پوهنې په وړاندي دي خنډ نه ګرځي او نه دي هم ولسي خلک د افغان او بهرنیو ځواکونو سره د جنګ جګړو پر مهال د ځان سپر ګرځوي او که داسي کارونه کوي نو ددوئ بریا د امکان څخه لیري ده ځکه دا خبره تاریخ هم روښانه کړیده.

او پاته سوه زموږ د کندهار دخویندو سره دداسي ظلم موضوع چې یو ځل یې بیا د زرداد تاریخ را ژوندی کړ دا هم طالبان بدناموي او هم د افغان حکومت لپاره د پزي د پرې کیدلو خبره ده.

دوئ دواړه باید ددغي ناوړي پیښي عاملین د قانون منګلوته وسپاري.

په درنښت

عبدالودود (هجران) - کابل


pattang
16.11.2008

انډيواله ددې کار پوشتنه دې له cia څخه وکړه په طالبانو يې مه ورتپه ٠
د cia کوم کار انساني و اوکوم کار يې انساني دی? ٠

[quote:f847265149="Helmand.M"]وحشت که انسانیت


په لیدو چې د زخمي زړه زخمي نسي

زړه یي مه بوله تور کاڼی د سحرا دئ

د ۱۳۸۷ لمریز زیږدیز کال د لړم د میاشتي پر ۲۲مه نېټه د کندهار ولایت د میرویس مینې په سیمه کې د اسلام د سپیڅلي دین د بشریت، افغانیت او د پښتنولۍ تورمخو دښمنانو زموږ د ۱۶ شپاړسو خویندو چې د ښوونځۍ څخه خپلو کورونو ته رواني وې پر مخونو په ډیر وحشي، غیر اسلامي او بې رحمه توګه تیزاب وشیندل او دایې نړۍ ته په اثبات ورسوله چې تر کاڼو کلک او تر سکرو تور زړونه هم ستون لري ځکه داسي عمل ښایې د ځنګله ځناور او یا هم نور حیوانات سرته و نه رسوي.

کله چې یو څوک را ولاړیږي او د یوي مسلماني مؤمنې انجلۍ پر مخ تیزاب ورشیندي، حیات یې ځیني اخلي، په سترګو یې ړندوي او یا هم دې ته ورته وحشیانه عمل ورسره کوي نو دا خو تر لمر روښانه خبره ده چې هغه خپله مور، خپله خور او خپله میرمن نه لري او عزت یې هم نلري.

دا کارونه د اسلام، افغانیت او پښتنولۍ دښمنان کوي، دوئ غواړې چې افغانان تل د پردیو غلامان وي، دوئ غواړي چې پښتانه تل د پردیو غلامان او د لاس الې وي او د هغوئ په اشارو خپل کورونه وران کړي.

د ښوونځیو د ښمنان غواړي چې زموږ ګران هیواد افغانستان همیشه د ګاونډیو هیوادونو د جنګ میدان، د خوسا او بې کیفیته توکو بازار او بالاخره محتاج وي.

دا نه جهاد دی او نه هم دا هغه څه دي چې الله پاک په خپل سپیڅلې کتاب قرآن کریم او نه هم زموږ ستر پیشوا حضرت محمد (ص) په خپلو اقوالو او احادیثو کي فرمایلي دي.

د کارونه چې هر څوک کوي هغوئ د افغانانو ملي غرور او ملي نوامیسو ته سپکاوی کوي.

زما په عقیده نور نو په افغانستان کي یو قدم ناسم پورته کول ستر ملي خیانت دی ځکه دا ولس دومره دردیلی او کړیدلی دی چې نور نو هیڅ ور پاته ندي دا دیرش کاله یی هر څه ولیدل او وزغمل داسي کور به کم پیدا سي چې شهیدان یي نه وي ورکړي، مهاجرت دي یې نه وي کړی او یا دي هم نه وي بی عزته سوی.

زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړو چارواکو او هم د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ددې پیښي عاملین دي حتمي په سزا ورسوی او د افغان، مسلمان او رنجیدلی ولس زخمونه دی پټی کړي او د طالبانو څخه یوه بله غوښتنه هم لرم دا چې که دوی غواړی یوازي او یوازي د اعلای کلیمة الله دپاره جهاد وکړي نو د ښوونځیو او پوهنې په وړاندي دي خنډ نه ګرځي او نه دي هم ولسي خلک د افغان او بهرنیو ځواکونو سره د جنګ جګړو پر مهال د ځان سپر ګرځوي او که داسي کارونه کوي نو ددوئ بریا د امکان څخه لیري ده ځکه دا خبره تاریخ هم روښانه کړیده.

او پاته سوه زموږ د کندهار دخویندو سره دداسي ظلم موضوع چې یو ځل یې بیا د زرداد تاریخ را ژوندی کړ دا هم طالبان بدناموي او هم د افغان حکومت لپاره د پزي د پرې کیدلو خبره ده.

دوئ دواړه باید ددغي ناوړي پیښي عاملین د قانون منګلوته وسپاري.

په درنښت

عبدالودود (هجران) - کابل[/quote:f847265149]


Helmand.M
20.11.2008

دتیزاب پا شلوفتواگانی چا ورکړی دي؟

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي وويل چي په کندهار کي دښوونځي په زده کوونکو نجونوباندي دتيزابو دشيندلو عاملين به په عام محضر کي اعدام شي باختر آژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي حامدکرزي چي دجمهوري رياست په ماڼي کي له خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي ناسته کي خبري کولي دکندهار ولايت دنازو انا ليسي په زده کوونکو نجونو باندي دتيزابو شيندونکي وغندل او دغه غيراسلامي او غيرانساني عمل يي دهغو کسانو کار وباله چي نه غواړي ددي خاوري بچيان دعلم خاوندان او داخاوره دپوهي او پرمختګ له لاري په خپلو پښو ودريږي .
خو پښتنه داده چه داځوک دی چه دغه رنگه ناوړه عملونه تر سره کوی ایا دافغا نستان محتر م ولس مشر صا حب لا تر اوسه په دی نه پو هیږی چه دا ځو ک دی دغه ډله چه دغه رنگه عملو نه سر ته رسوی دافغا نستان خلگو لا ډیر پخوا ښه پیژندلی دی او دا ددوی لومړی ځل نه دی دوی له 1357 ه ش کال را په دی خوا دغسی نا وړه عملونه ځو ځله په مکرر ډول تکرار کړی دی .داهغه ځوک دی کوم چه لو مړی ځل یئ دافغا نستان ده بیچاره وخلگو یه ضد دجهاد اعلا ن وکړی او ور سره یئ فتوا ور کړه چه دښونځیو دزده کو نکو په مخونو با ند ی تیزا ب وپا شی دافغا نستان خلگ ډیر ښه پو هیږی چه دا دهغو جهادی رهبر صاحبا نو دفتواو نتجه ده چه دخپلو بادرانو په لمسون ئی لا پخوا صادر کړی ده او تر اوسه ادا مه لری .نو کرزی صا حب با ید دغه فا سده ډله ښه وپیزنی چه اوس دده دکا بینی او دپارلمان بر جسته غړی دی چه یو لا س یئ په دولت کی ده او بل لا س یئ ددولت له مخا لفینو سره ده دا هغه دپښتو برجسته متل دی چه وایئ (له پسه سره سم ژاړی اولیوه سره لم خوری )نو کرزی صا حب ددی انتظار مه لره چه دا خلگ دستگیر شی او هغه بیا ته په عا م محضر کی اعدام کی دا جنا یت کاران ستا سره دی او که ووا یم چه ستا ډیر نژدی دوستان او ملگری دی او ته شپه او ور ځ له هغوی سره مشوری کوی او هغوی ته بعضی وخت دجهاد دوخت رهبران وائی او وایئ چه دوی جهاد کړی دی با ید په هر مجلس کی ترنورو په مخکی صف کی نا ست وی ته که رښتیا غواړی چه مجر مان په ښکاره ډول اعدام وی یا بسم اله پس چا ته منتظر یئ ایا دی ته منتظر یئ چه بیا یو ځل دا سی ستا په خبره دبی غیر تی عمل اجراکی او بیا ته په کوم خبری کنفرا نس کی خپله تباره تیزه کړی او یا بیا کوم روغتون ته دتفریح لپاره دقر با نی شو پشتنه وکړی داکارونه کومه خاصه نتجه نه ورکوی بدون دخلگو له بازی ورکولو ځخه اوبس . . .

زه په یقین اواطمنان در ته وا یم چه دغه عمل هغو بی غیر تو تر سره کړی دی چه دتش په نا مه دجهاد په مد رسو کی ددغه ستا جهادی رهبرانو له خوا روزل شوی دی تا سی دخپلو معلو ما تو دښه مکمل کیدو په خا طر دمحترم جهادی رهبر او اسلا می عا لم شیخ اصف محسنی کند هار ی ځخه پښتنه و.کړی چه په 1364 ه ش کال کی دکند هار په لو مړی نا حیه کی چا دښځو پر مخ چه دپا کی او نظا فت په خا طر وزنانه حمام ته روانی وی تیزاب وپا شل او ددغه بی غیر تی عمل فتوا چا ور کړی وه او دکو می گناه په اسا س ؟ چه دهغی حا دثی قر با نیان اوس هم په کند هار کی شته او دمایوبی شپی او ور ځی تیروی .
.

خو د هیواد دشمنان باید په دی پوه شی، چه په دی اعمالو د تعلیم، روزنی او تحصیل مخه نشی نیولی. د هیواد باتوری او ننگیالی شځی به هیڅکله و نه بیریژی دوی په دی عمل نه یواځی دا چی ځانونه د شرم او نفرت سره مخامخ کړل بلکه د تاریخ په پاڼو کی یی ځان ته توره کرشه په نصیب کړل دا هغه کسان یا اجیران دی چه هرکله یی د شځو د نهضت په وړاندی دریدلی دی د تاریخ په ډیرو پړاونو کی لکه د امانی دوری نه تر اوسه یی خنډونه پیش کړی او پیشوی. دا د ویلو وړ بولم چی دا هغه شځی دی چی کله به هم دتعلیم اوتربیی نه لا س په سر نه شی.

او دا هغه غیرتی اوباتورخویندی اومیندی دی لکه د زرغونی انا په شان چه خپل گران زوی ته ئی د میړانی درس ورکړی او د افغانستان پولی یی تر ډهلی غزولی وی دوی په خپله پاکه غیږ کی اتلان او قهرمانان لکه احمدشاه بابا، میرویس خان نیکه، شاه امان الله خان، میرمسجدی خان، امین الله خان لوگری، امین الله خان چرخی، وزیر محمداکبر خان، او په زرهاو نور د ویاړ بچیان روزلی. ددوی روح تاسوته نفرین او لعنت درلیږی چی تاسو پرهغو نجونو تیزاب پاشۍ چی د سبا قهرمانی میندی او خویندی دی دافغانستان تول خلگ په هغوی با ندی لعنت وایئ کوم چه دغه نامردانه عمل ئی تر سره کی .
..

جمهور رئيس دنجونو په مخونو باندي دتيزابو شيندل ډارن عمل اودبي غيرتو کسانو کار وباله او هغوي يي دپرديو مزدوران وبلل چي غواړي افغانستان دتل لپاره دنورو احتياج واوسي. حامدکرزي وويل ددي خاوري دښمنان دي په دي پوه شي چي دافغانستان خلک ددوي په دا ډول ډارنو او شرموونکو عملونو هيڅکله هم نه ويريږي بلکي دعلم او پوهي دترلاسه کولو په لاره کي يي هوډ لاپياوړي کيږي.
زه نه پو هیږم دپردیومزدورانو ځخه دښاغلی کرزی صا حب هدف کوم کسان او ډلی دی که هدف دطالبا نو اسلا می تنظیم وی خو دطالبانو دغه عمل نه دی منلی هغوی هم دکرزی په شان دغه عمل دوطن اودخلگو ددښنانو کار بللی دی . که لږ ځه متوجه شو مزدوران هغه ځوک دی چه همیشه یئ دپردیو په اشاره دغه ملک خراب کړی ده دپردیو په اشاره او لمسون یئ دافغا نستان عا مه شتمنی لکه سړکونه،روغتونونه،مکتبونه،داوبوزیرمی اوکانالونه،دمخابراتو سیستمونه او داسی نو دخاورو سره مخا مخ کړی دی چه په دغه باب یئ ښه مثالونه موجود دی..چه دمسال په ډول یو دهغو ځخه دمحترم ستر جنرال رحیم وردگ دتش په نا مه دجها د ددوری کار نا می دی چه دهغه ځخه ښا غلی عبدالجبار ثابت پرده پورته کړی ده چه محترم ستر جنرال صاحب غوښتل دپردیو په اشاره او امر دسروبی دبریښنا ډنډ والوزه وی او پردیو ته دمزدوری ښه خد مت وکړی محترم کرزی صا حب دا یو ډیر کو چنی مسال وء په زرهاوداسی مسالونه موجود دی چه قلم او کا غذ ورځنی عاجز دی هغه ده پردیو مزدوران نن ورځ دافغا نستان په خلگو با ندی حکو مت کوی .اوستا دکا بینی مهم او بر چسته غړی دی . ..

جمهور رئيس ډاډ څرګند کړ چي دنازو انا دليسي ټپي زده کوونکو نجونو ته به د زده کړي ښه شرايط برابر او هغو کسانو ته چي په دوي باندي يي تيزاب شيندلي دي له ديني عالمانو او دستري محکمي له چارواکو سره لاسلامشوري وروسته په عام محضر کي داعدام سزا ورکړي.
بلی محترم کرزی صا حب دافغا نستان خلگ نه یوازی ددغی حادثی دعامیلینو داعدام غوښتنه لری بلکی په هیواد کی دټولو دغسی حا دثواوپیښو وعامیلونو ته داعدام دجزا ورکو لوهیله اوامید لری دا به یو غیری قا نونی عمل وی چه هغو اشخاصو کوم چه په 1360 کلونوکی دغه ډول دتیزاب پا شلو فتواوی ور کړی وی اوعملا یئ دزده کو نکو پر مخونو با ندی تیزاب پا شلی دی هغه دی معا ف وی اوهغه دی ستا دکا بینی اویا ملی شورا غړی وی با ید په لومړی قدم کی دغه دفتوا گانو خاوندان اوورپسی دی ټول مجرمین داعدام جزا ووینی د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د فرهنګي چارو مسوول محقق په غونډه کي د کندهار د دې پېښي سخته غندنه وکړه او له دولتي چارواکو يې هيله وکړه که د دغو نجونو تداوي په افغانستان کي امکان ونه لري نو خارجي هېوادو ته دي ولېږل شي.

ما ته هم د ښاغلي محقق دا څرګندوني ځکه د حيرانۍ وړ وې، چي په دي ولايت کي په لسګونو ماشومان او ښځي په بمباريو او ځانمرګو بريدونو کي وژل کيږي، تر اوسه مي وانه ورېدل چي ښاغلي محقق دي د دې ډول غميزو غندنه کړې وي. يوشمېر نژدې کسان يې دا هم وايي چي ښاغلى محقق حتى په داسي پېښو خوشحاله شوى هم دى
.

محقق خو هغه څوک دى چي د کوچيانو او هزاره ګانو په مسئله کي يې د نه خوړلو مصنوعي اعتصاب وکړ، ايا تاسي په دې خبر ياست چي پر نجونو د تيزاب شيندلو مسئله کي نوموړى کوم سياسي غرض لري او د دې ټکي باريکي چيري ده؟ .
روان


باتور
20.11.2008

هلمند خانه د سلامونو تر څنګ !

سل خبري يو خوا،حق خبره بل خوا

ستاسو له ليکني نه اقتباس :

. . . . دغه ډله چه دغه رنگه عملو نه سر ته رسوی دافغا نستان خلگو لا ډیر پخوا ښه پیژندلی دی او دا ددوی لومړی ځل نه دی دوی له 1357 ه ش کال را په دی خوا دغسی نا وړه عملونه ځو ځله په مکرر ډول تکرار کړی دی .داهغه ځوک دی کوم چه لو مړی ځل یئ دافغا نستان ده بیچاره وخلگو یه ضد دجهاد اعلا ن وکړی او ور سره یئ فتوا ور کړه چه دښونځیو دزده کو نکو په مخونو با ند ی تیزا ب وپا شی دافغا نستان خلگ ډیر ښه پو هیږی چه دا دهغو جهادی رهبر صاحبا نو دفتواو نتجه ده چه دخپلو بادرانو په لمسون ئی لا پخوا صادر کړی ده او تر اوسه ادا مه لري . . . .

. . . . . جمهور رئيس دنجونو په مخونو باندي دتيزابو شيندل [color=brown:d938a43ae6]ډارن عمل اودبي غيرتو کسانو کار وباله[/color:d938a43ae6] او هغوي يي دپرديو مزدوران وبلل چي غواړي افغانستان دتل لپاره دنورو احتياج واوسي . . . . .

ـ که دی په خپله ډارن او بېغيرته نه وای، نو دا تخريبکاران، لوټماران او ستميان به يې پخوا لا له ځانه لري کړي ول .

هم به دی آسوده وو، هم به ولس نه وو ګيله من .

په درنښت


Helmand.M
21.11.2008

p://www.benawa.com/fullstory.php?id=22124


Helmand.M
25.11.2008

پرنجونو دتېزاب شيندلو په تور١٠کسان ونيول شول

افغان چارواکي وايي چې لس کسان يې په سويل لوېديځ ولايت کندهار کې پر نجونو د تېزاب پاشلو په تور نيولي دي .

د کندها ر والي وايي چې په نيول شويو کې يې زيات کسان د طالبانو لخواد پيسو په مټ دغه کار ته گمارل شوي وو .

د تيزاب پاشلو بريد خلک و ويرول او ولسمشر حامد کرزي د پېښې په غندلو سربېره ژمنه وکړه چې د دغې پېښې عاملين به په عام محضر کې اعدام کړي .

په سويل لوېديځ کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ټول لس واړه نيول شوي افغانان دي خو ژوند يې په پا کستان کې کاوه .

والي رحمت الله روفي وايي چې نيول شويو کسانو ته طالبانو پر نجونو د تېزاب پاشلو لپاره دوه زره ډالره ورکړي وو .

د همدې مياشتې په لومړيو کې په کندهار کې د ښوونځي پرهغو نجونواو د هغوى پرښځينه ښوونکو تېزاب وپاشل شو چې له ښوونځي کورته پر لاره روانې وي .

دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېره سخته او ناوړه پېښه وبلل شو چې په وروستيو ٢٥ تر دېرشو کلونو پورې يې سارى نه وو ليدل شوى چې په کې د شاوخوا لسو نجونو مخونه، لاسونه او غاړې په دغه پېښې کې وسوځيدې .

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د نجونو په ليک لوست بند‎يز لگولى و په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل . خو ډېر خلک باور کوي چې دا کار به د هغو خلکو وي کسانو وي چې د نجونو ښوونځي سوځوي .

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه وغندله او ژمنه يې وکړه چې که دغه بريد کوونکي ونيسي په عام ډگر کې به يې اعدام کړي .

سره له دې چې يو شمېر خلک اوس هم په افغانستان کې خپلې لوڼې ښوونځيو ته نه پرېږدي خو په کندهار کې پر نجونو د تېزاب له پا شل کېدو وروسته ديو شمېر نورو کورنيو اندېښنې هم ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د لېږلو له کبله زياتې شوې .

دا مهال شاوخوا ٢ ميليون افغان نجونې په ښوونځيو کې په زده کړه بوختې دي او حکومت هڅه کوي چې ښوونځيو ته ډېرې نجونې را جلب کړي .

که څه هم د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په جوړېدو سره په ميليونونوزده کوونکو وکړاى شول چې ښوونځيو ته لار ومومي خو په ناامنو سيمو کې اوس هم هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي له ډېرو ستونزو او گواښونو سره مخامخې دي .

دوه کاله وړاندې په لوگر ولايت کې يوې وسله والې ډلې د نجونو د يوښوونځې پر زده کوونکو بريد وکړ چې له کبله يې درې نجونې مړې او څلور نورې ټپيانې شوې .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more