نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سلسلۀ اعدام های اخیر در افغانستان
mehman
12.11.2008
دوستان عزیز سلام بر شما !
طوریکه از رسانه های جمعی بر می آید چند تن از متهمین که به حکم محاکم سه گانۀ در افغانستان مجرم شناخته شده اند اعدام گردیدند.
اکنون این سوال مطرح میگردد که آیا تطبیق احکام اعدام باعث کاهش جرایم جنایی ثقیل از قبیل قتل، آدم ربائی و تعرضات جنسی به خصوص با اطفال خواهد شد؟
نتیجۀ آن هر چه که باشددیده میشود که رئیس جمهور در موقعیت دشوار قرار دارد.سرو صدا های دوامداریکه به علت خرابی اوضاع امنیتی بلند گردیده وبرای جانیان اشد مجازات یعنی اعدام را مطالبه مینمایند از یک سو و فشار های سازمان های بین المللی حقوق بشر و دیگر نهاد های که مخالف عملی نمودن جزای اعدام هستنداز سوی دیگر رئیس جمهور را در موقفی قرار داده است که میگویند :
در میان چهار در یا تخته بندم کرده ای
حال میگوئی که دامن تر مکن هوشیار باش
دوستان عزیز شما چه نظر دارید؟
با تقدیم حرمت
Lotfollah
12.11.2008
مهمانه وروره سلام علیکم
زه پدې نظر یم چې جمهور رئیس کرزي اوس هم وروسته له ډېر ځنډ د اعدام حکمونه امضاء کړل، چې د نوموړي د ادارې د ضعف ښکارندویه او د هغه په زیان تمام شول. خو د اندېښنې وړ دا دﺉ چې پدې شرایطو کې چې اداری فساد له کنتروله وتلئ دﺉ آیا دا محاکمې واقعاً عادلانه وې؟
په درنښت
Re: سلسلۀ اعدام های اخیر در افغانستان
pattang
12.11.2008
دايوکارخو د ی ښه کار کړی دی ، ځکه زمونږ په کلتور او دين کې
اروپا ډوله جنسي تېری نوی دی او سزايې مرګ دی٠
هر څوک خپل قانون لري په امريکا او سعودي عربو او ايران ،چين کې ......
په سلګونو کسان هر کال اعداميږي نو له افغانستان ځخه ولې اشغالګر
خرېمه خره جوړوي ?
نالت د اشغالګرو په فاسدو اخلاقو٠
[quote:bb2cc55d75="mehman"]دوستان عزیز سلام بر شما !
طوریکه از رسانه های جمعی بر می آید چند تن از متهمین که به حکم محاکم سه گانۀ در افغانستان مجرم شناخته شده اند اعدام گردیدند.
اکنون این سوال مطرح میگردد که آیا تطبیق احکام اعدام باعث کاهش جرایم جنایی ثقیل از قبیل قتل، آدم ربائی و تعرضات جنسی به خصوص با اطفال خواهد شد؟
نتیجۀ آن هر چه که باشددیده میشود که رئیس جمهور در موقعیت دشوار قرار دارد.سرو صدا های دوامداریکه به علت خرابی اوضاع امنیتی بلند گردیده وبرای جانیان اشد مجازات یعنی اعدام را مطالبه مینمایند از یک سو و فشار های سازمان های بین المللی حقوق بشر و دیگر نهاد های که مخالف عملی نمودن جزای اعدام هستنداز سوی دیگر رئیس جمهور را در موقفی قرار داده است که میگویند :
در میان چهار در یا تخته بندم کرده ای
حال میگوئی که دامن تر مکن هوشیار باش
دوستان عزیز شما چه نظر دارید؟
با تقدیم حرمت[/quote:bb2cc55d75]
لرغونى لاروى
larghonay laraway
13.11.2008
په قصاص كې ژوند دى او دا د بدو كړنو د مخنيوي يوه ښه چاره ده خو كاش چې په دې دولت كې په رښتيا سره هر سركش ته د قانون سره سمه سزا وركول كيدى.
دا كوم كسان چې اعدام شوي دا هغه بدمرغه مجرمين دي چې هم يې جرمونه كړي او هم د كوم لنډغر قومندان، جهادي مشر او يا د كرزي له حواريونو د هيچا ملاتړ هم نه لري نو ځكه اعدام شول. كنه تاسو خو وليدل چې تېر كال د څرخي پله له زندانه د تيمور شاه په نامه يو داسې ستر مجرم د اعدام له تختې وتښتېدو چې د كابل غټ او ووړ يې له نامه سره اشنا دى. خو دا چې هغه د شمالي ټلوالې يو لنډغر ؤ نو د اعدام له تختې يې هم نجات وركړ. همداسې په زرګونو مجرمين دي خو كرزى يوازې هغه كوڅه ډب بې بېخ او بنياده مجرمين په دار كوي. كاشكې يو سالم رهبريت رامنځته شي چې مجرم ته مجرم ووايي نه دا چې په مجرمانو كې بې كسه ولټوي او په دار يې كړي.
كاشكې ملت هم په دې پوه شي چې د كرزي د ټاكنو وخت رانژدې دى او دا په دار ځړونې د ملت د خلاصون لپاره نه، بلكې د ټاكنو لپاره كمپاين دى.
مننه
ستاسو لاروى
ع کريم حليمي
13.11.2008
ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او ښې هيلي
انما هلك الذين من قبلكم انهم كانوا اذا سرق فيهم الشريف تركوه واذا سرق فيهم الضعيف اقاموا عليه الحد
ژباړه : له تاسونه مخکی امتونه ځکه هلاک شول چی کله به ددوی کوم شریف
اولوړنسبه سړی غلا وکړه هغه به یی پریښوداوکمزوری سړی به چی غلا
کړی وه په هغه به یی حدجاری کاوه
که داسي ده نو هلاکت ته ئې سترګي پر لار اوسئ ، بېخ ئې وروست دی
ډوکتر څپاند
14.11.2008
دمحترم فاضل ،حليمي صيب دليکنې په تاييد :
عدالت هله تامينېدلی شي چه په يو ډول په ټولو تطبيق شي٠
مګر موږ په واروار ليدلي چه يوتن ديوه معين جرم په سوچ اعدام او بل تن بيا
دجمهوري رياست مقام ګټلی!
مثال:هاشم مېوندوال ځکه اعدام شو چه هغه دداودخان دمرګ اودکودتا خيال
درلود(که دافرضيه رښتياوي)،مګر ترکی او امين ځکه ددولت ريسان شوه چه
هغو داود خان په شهادت ورساوه! دادی د"انساني" جامعی قضاوت٠
کله چه مرحوم علي احمد خرم (دداود خان دکابينې دپلان وزير) و وژل شو،نو د
هغه وخت قاضي،نوموړی قاتل داعدام دسزا نه بچ کړ،دقاضي دليل داوه چه
متهم ،دقاضی په حضور ک پخپل جرم اقرار نه وه کړی٠
په انګلستان کی هله د اعدام جزا منع شوه چه يو تورپوستی،ديوه سپین پوستي
دقتل په تهمت اعدام کړی شو،مګر ډیر ژر ټولو ته ښکاره شوه چه قاتل يوبل
شخص وه او تورپوستی هسی بيګناه اعدام کړی شوی وو، داسی زرګونه
مثالونه زموږ په جامعه کی هم شته٠
البته داسلام په سر کی چه ټولنيز عدالت په عام او تام ډول رعايت کيده پدی کی
شک نشته چه داعدام او يا د لاس دقطع کولو مجازات ،په جامعه کی د جرم او
جنايت ګلم ورټول کړی وو٠
مګر زموږ په جامعه کی چه غله،جنايتکاران او قاتلان دحکومت اداره په لاس
کی لري،داعدام مجازات،زما په عقيده دجناياتو لړئ ته کاري ضربه نشي
ورکولی٠
رازی ديوی لحظې لپاره داسی فکر وکړو چه زموږ اوستاسو يو دوست وسعودي
عرب يا ايران ته دهيروينو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی٠
ايا دده اعدام دهغه په دوستانو څومره بد تاثیر لري؟دمعدوم سړی موراو پلار
څه ګناه کږی چه اولاد یی اعداميږی؟؟دهغه ماندينی څه جرم کړی چه باي کوڼډه
شي؟؟،دهغه اولادو څه ګناه کړ چه بايد يتيمان شي؟؟٠
ايا دده پلار،ورونه او زامن به دانتقام ارزو ونلري؟؟،ايا دده اولادونه به د
جنايتکارانود يوه نوی نسل په توګه تربيه نشي؟؟٠
په پای کی يو ځل بيا تکراروم،تر هغی چه په ټولنه کی هر اړخيز عدالت تامين
نشی،داعدام جزا به دمشکلاتوحل نه بلکه په ځينی موردووکی به
دجنايت اوجنايتکارانود تعتداد دزياتوالی باعث وګرزي٠
په درناوی،
باتور
14.11.2008
ښاغلي لرغوني ښه ليکلي چي :
. . . . . . . . . . كاش چې په دې دولت كې په رښتيا سره هر سركش ته د قانون سره سمه سزا وركول كيدى.
دا كوم كسان چې اعدام شوي دا هغه بدمرغه مجرمين دي چې هم يې جرمونه كړي او هم د كوم لنډغر قومندان، جهادي مشر او يا د كرزي له حواريونو د هيچا ملاتړ هم نه لري نو ځكه اعدام شول. . . . . . . .
زموږ په خوار وطن کي منصبداران، له سره رانيولي تر پايه، ټول غله او قاتلان دي .
هغه ورځ به په موږ اختر وي چي کرزي، د هغه مرستيالان او د کابينې او پارلمان ټول غړي يو د بل تر څنګ په پښتونستان واټ کي د دار د تختې په سر پلټکي ووهي .
په درنښت
لرغونى لاروى
larghonay laraway
15.11.2008
باتور صيب اكثره زورور او قدرتمند خلك همداسې وي چاته ترفيع او واك وركوي او څوك اعداموي. ته وګوره ټول افغانويب پاڼې هم له ما ټول ستوري واخيستل اوس مې له نامه سره يو ستورې هم نشته او د دې فورم د نورو ليكوالو پر مټو همداسې پړقا كوي.
:lol: :lol: :lol:
خداې دې وكړي څوك يې جدي ونه ګڼي پورته دوه كرښې مې هغه د ملايانو په اصطلاح خوشطبعي كړې ده.
Re: لرغونى لاروى
pattang
15.11.2008
لر غونی صېب سلامونه !
زه ګمان نکوم چې ستا څخه به څه اخيستل غواړي ، البته تخنيکي مشکلات به
پېښ شوي وي ، که ډېر خپه يې زه خپل ټول ستوري له تا جاره ومه ٠
تاسو خو مخکې دادمين حق لاره او اوس نه ، ګمان کوم پر دې تغير کې ستا ستورې
او دليکل شويو مضامينو شمېر له منځه تللي وي٠
[quote:3de01406bd="larghonay laraway"]باتور صيب اكثره زورور او قدرتمند خلك همداسې وي چاته ترفيع او واك وركوي او څوك اعداموي. ته وګوره ټول افغانويب پاڼې هم له ما ټول ستوري واخيستل اوس مې له نامه سره يو ستورې هم نشته او د دې فورم د نورو ليكوالو پر مټو همداسې پړقا كوي.
:lol: :lol: :lol:
خداې دې وكړي څوك يې جدي ونه ګڼي پورته دوه كرښې مې هغه د ملايانو په اصطلاح خوشطبعي كړې ده.[/quote:3de01406bd]
لرغونى لاروى
larghonay laraway
16.11.2008
پتنګ صيب سلام
وروره ستا دې خداى په خپل نيت ښه وكړي. ما يوه ټوكه كړې وه او لاندې مې ورسره ليكلي هم وو چې خوشطبعي مې كړې ده.
مننه كور مو ودان