اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
اختر
12.11.2008
موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
د اسلام څخه زموږ بې سواده ټولنه هماغسي برداشت لري لکه پلار او نيکه چي يې درلوده. خو اوس چي اوه ګوني او اته ګوني اسلامي ګوندونه او دهغوی تر څنګ چي بيا طالبان د اسلام څخه کومه سخت دريزه ﻻر لري زموږ ولس د اسلام په اړه وار خطا دی . زموږ خلک حيران دي په کوم اسلام پسې لاړ شي ؟
اسلامي نړۍ واله ټولنه بايد د فتوی يو ګډ نړۍ وال مرکز ولري تر څو ټول مسلمانان د هغه نه پيروي وکړي . دلته زموږ افغاني ټولنه بې سواده ده، خپله ژبه يې نده زده ته ورته وايي چي قران زده کړه ؟ دلته داسلام څخه اته ګوني او اوه ګوني خپل تعبير لري، موجوده دولت چي د امريکا لاسپوڅی دی خپل تعبير لري ، ډاکټر نجيب الله او تر هغه دمخه خلقيانو خپل تعبير لاره، داود خان او ظاهر شاه خپل تعبير ﻻره، ايران خپل تعبير لري، پاکستان خپل تعبېر او زموږ اوستاسو پتنګ خان خپل تعبير !
او خلکو مسلمانانو تاسو پدې ولس څه کوی او کوم اسلام ور باندي منئ؟ .
لږ شاني انسانان او سړي شی پر هر چا د کفر ټاپه مه لګوی . د اسلام، وطن او د هغه د زدکړو نه يو سم تصوير و خلکو ته ورکړی . که داسي و نشي نه به معتدل اسلام پاتي وي نه به اصلي . بس ريشخند به همدا اسلام وي او هم مسلمانان چي تاسو ملنډي ور باندي وهی .
ګوره او خلکو زه مسلمان يم د پلار او نيکه نه مسلمان وم او يم تاسو مي په کفر و نه نيسی دا يوه عامه زموږ دولس او اسلامي ټولني ستونزه ده په رشتيا موږ په چا او کوم مسلمان پسې وﻻړ سو ؟
دلته دغه خبر هم خپور شوی دی :
معتدل مسلمان يانې نه مسلمان!
http://www.tolafghan.com/home/detail/11607
اصلاح انلاين له وتلې مسلمانې شوې برتانوۍ خبريالې ايوان ريډلي سره غږېدلى. هغه د افغانستان په اړه خپلې خاطرې بيا را ور يادوي، په اسلامي هېوادونو کې له ديکتاتورى او استعمار څخه د وتلو پر لارو غږېږي او مسلمانو ځوانانو د بيدارۍ پيغام لري.
لاندې پراګراف يې د مرکې يوه برخه ده:
...اسلام ډېر اسانه تعريف لري او ډېر اسانه معلومولی شو چې څوک مسلمان دی او څوک نه دی. موږ خپل هويت لرو. خو غرب به هڅه کوي چې اسلام په خپل طبيعت راوڅرخوي. ځکه خو موږ ته وايي چې تاسې بايد معتدل واوسئ. ولې معتدل اسلام؟ ايا په بشپړ اسلام کې کومه خرابي يا نيمګړتيا ده چې موږ يې نرمولو او تعديلولو ته اړتيا ولرو؟ اسلام چې څه ډول دی هغه ډول يې بايد پلي کړو. که ستا ماشومان له ښوونځي راشي او ته ترې پوښتنه وکړې چې په درسونو کې څرنګه وې، هغه درته ووايي چې معتدل يا په متوسطه اندازه وم. نو ته به ورته وايې چې ته بايد معتدل ونه اوسي، بايد پوره تکړه واوسې او سل په سلو کې بايد کامياب واوسې. اسلام هم د ټولو غوره ارزښتونو دين دی، چې څومره پوره تطبيقېږي هومره ښه دی. مسلماني لکه بلاربتوب داسې دی، يو څوک به يا اميدواره وي، يا به نه وي، درېيمه پکې نشته، چې ووايو هغه معتدلانه بلاربه ده او يا افراطي...
بشپړه مرکه پر لاندې لينک باندې ولولئ:
http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=608:2008-11-04-11-38-11&catid=3:topnews&Itemid=608:2008-11-04-11-38-11
ډوکتر څپاند
12.11.2008
محترم اختر صيب!
ستاسو ليکنه واقعا ډيره جالبه او په زړه پوری ده٠
زه ديو عادي ډاکتر په صفت اکثرا شاهد يم چه په علمي غونډوکی د طبي مسايلو
په هکله دجر او بحث په وخت کی د طالبانومثال ورکول کيږي٠سره ددی چه دا
بحثونه په انګریزي ژبه او په يوه غربي هيواد کی تر سره کيږي،مګرته به ور ته
هک پک شی چه طبابت چېری او طالبان چېرې؟
دامثال هغه وخت ورکول کيږي،کله چه يو ډاکتر ديوې علمي موضوع په هکله
په مطلق ډول کتابي نظر ورکاندي او دتجربو او عملي نتايجو نه سترګې پټې
کړې٠
لکه څرنګه چه تاسو يادونه کړئ اوماهم په تير وخت کې پدې برخه کې يو مطلب
په ليکه کړی وه،تر ټولو دمخه موږ مسلمانانو ته لازمه ده چه دقران عظيمالشان
نه يو واحد او جامع تفصير ولرو٠داتفصير بايد په ساده الفاظو،دنړی په ټولو
ژونديو ژبو ترجمه شي،پدي وسيله،هيڅوک به داامکان ونه لری چه شريعت
د خپلو سياسي اهدافو لپاره تفصير او دږيری او سپينو کاليو په پرده کي یی
خلاصه کړي٠
مګر څوک به د قران کريم داسی يو جامع او مکمل تفصير و ليکلې شي؟
زما په عقيده ،ددی کارلپاره داسلامي علماووبينالمللي شوری ته ضرورت دی٠
يعنی داچه د ټولې نړئ مسلمانان بايد خپل اسلامي عالمان تشخيصاو بيا دهغو
څخه تر ټولو دپوهی خاوندان به د نړېوالې شوری و غړيتوب ته وټاکل شي٠
پدی کی شک نشته چه دا به يوه جنجالي او اوږده پروسه وي،مګر زما په عقيده
اينده نسلونه به د اسلامي نفاق اوطالبي تفاسيرونه نجات پيدا کړي٠
په درناوی،
Re: موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
pattang
12.11.2008
اخترخانه ! مونږ په سلګونو کالو لا دمخه شکر اسلام پېژندلی دی او نوې اسلام
نه شته نه يې پېژنو او نه يې غواړو ٠ خبره په اسلام کې نده خبره سياسي او ملي
شعوري ده ٠ مونږ د افغانستان خلک يو واحد هدف نلرو نه پوهيږو په هر چا پسې
منډې وهو ، ګناه داسلام نده ګناه دتېرو واکمنو ده په ګور دې نالت وي٠
[quote:1be4f61686="اختر"]موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
د اسلام څخه زموږ بې سواده ټولنه هماغسي برداشت لري لکه پلار او نيکه چي يې درلوده. خو اوس چي اوه ګوني او اته ګوني اسلامي ګوندونه او دهغوی تر څنګ چي بيا طالبان د اسلام څخه کومه سخت دريزه ﻻر لري زموږ ولس د اسلام په اړه وار خطا دی . زموږ خلک حيران دي په کوم اسلام پسې لاړ شي ؟
اسلامي نړۍ واله ټولنه بايد د فتوی يو ګډ نړۍ وال مرکز ولري تر څو ټول مسلمانان د هغه نه پيروي وکړي . دلته زموږ افغاني ټولنه بې سواده ده، خپله ژبه يې نده زده ته ورته وايي چي قران زده کړه ؟ دلته داسلام څخه اته ګوني او اوه ګوني خپل تعبير لري، موجوده دولت چي د امريکا لاسپوڅی دی خپل تعبير لري ، ډاکټر نجيب الله او تر هغه دمخه خلقيانو خپل تعبير لاره، داود خان او ظاهر شاه خپل تعبير ﻻره، ايران خپل تعبير لري، پاکستان خپل تعبېر او زموږ اوستاسو پتنګ خان خپل تعبير !
او خلکو مسلمانانو تاسو پدې ولس څه کوی او کوم اسلام ور باندي منئ؟ .
لږ شاني انسانان او سړي شی پر هر چا د کفر ټاپه مه لګوی . د اسلام، وطن او د هغه د زدکړو نه يو سم تصوير و خلکو ته ورکړی . که داسي و نشي نه به معتدل اسلام پاتي وي نه به اصلي . بس ريشخند به همدا اسلام وي او هم مسلمانان چي تاسو ملنډي ور باندي وهی .
ګوره او خلکو زه مسلمان يم د پلار او نيکه نه مسلمان وم او يم تاسو مي په کفر و نه نيسی دا يوه عامه زموږ دولس او اسلامي ټولني ستونزه ده په رشتيا موږ په چا او کوم مسلمان پسې وﻻړ سو ؟
دلته دغه خبر هم خپور شوی دی :
معتدل مسلمان يانې نه مسلمان!
http://www.tolafghan.com/home/detail/11607
اصلاح انلاين له وتلې مسلمانې شوې برتانوۍ خبريالې ايوان ريډلي سره غږېدلى. هغه د افغانستان په اړه خپلې خاطرې بيا را ور يادوي، په اسلامي هېوادونو کې له ديکتاتورى او استعمار څخه د وتلو پر لارو غږېږي او مسلمانو ځوانانو د بيدارۍ پيغام لري.
لاندې پراګراف يې د مرکې يوه برخه ده:
...اسلام ډېر اسانه تعريف لري او ډېر اسانه معلومولی شو چې څوک مسلمان دی او څوک نه دی. موږ خپل هويت لرو. خو غرب به هڅه کوي چې اسلام په خپل طبيعت راوڅرخوي. ځکه خو موږ ته وايي چې تاسې بايد معتدل واوسئ. ولې معتدل اسلام؟ ايا په بشپړ اسلام کې کومه خرابي يا نيمګړتيا ده چې موږ يې نرمولو او تعديلولو ته اړتيا ولرو؟ اسلام چې څه ډول دی هغه ډول يې بايد پلي کړو. که ستا ماشومان له ښوونځي راشي او ته ترې پوښتنه وکړې چې په درسونو کې څرنګه وې، هغه درته ووايي چې معتدل يا په متوسطه اندازه وم. نو ته به ورته وايې چې ته بايد معتدل ونه اوسي، بايد پوره تکړه واوسې او سل په سلو کې بايد کامياب واوسې. اسلام هم د ټولو غوره ارزښتونو دين دی، چې څومره پوره تطبيقېږي هومره ښه دی. مسلماني لکه بلاربتوب داسې دی، يو څوک به يا اميدواره وي، يا به نه وي، درېيمه پکې نشته، چې ووايو هغه معتدلانه بلاربه ده او يا افراطي...
بشپړه مرکه پر لاندې لينک باندې ولولئ:
http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=608:2008-11-04-11-38-11&catid=3:topnews&Itemid=608:2008-11-04-11-38-11[/quote:1be4f61686]
رښتینی
12.11.2008
ښاغلی اختر تاسو دریډلی مرکه بیا بیا وګورئ
هغه پرون مسلمانه شوی میرمن په اسلام څومره ډاډه
ده او ددی له خبرونه مالومیږی چی په اسلام کی یی څو
مره عزم اوباور موندلی دی اوډیره مهمه داچی داوایی
اوس یی یو هدف لرونکی ژوند ترلاسه کړی دی
ښاغلی اخترتاسو کولی شی خپلی اندیښنی اوپوښتنی له
ریښتونو علماو سره شریکی کړئ شونی ده ډاډ موپه برخه شی
اودسیاسی تعبیرونو او دسیاستوالو دکړنو له نظره اسلام ته مه
ګورئ او دځینی کمزورو مسلمانانو دعملونو په تله هم اسلام
مه تلئ اوکه واقعی طلب کوئ له موږ سره دښخصی پیغامونو له
لاری تماس هم نیولی شئ
په مینه
ihtesham
15.11.2008
[quote:d425b39d67="حامد"]ښاغلی اختر تاسو دریډلی مرکه بیا بیا وګورئ
هغه پرون مسلمانه شوی میرمن په اسلام څومره ډاډه
ده او ددی له خبرونه مالومیږی چی په اسلام کی یی څو
مره عزم اوباور موندلی دی اوډیره مهمه داچی داوایی
اوس یی یو هدف لرونکی ژوند ترلاسه کړی دی
[/quote:d425b39d67]
دغي ښځي هسي يوه سياسي ډرامه جوړه کړي ده. دا چي د اسلام د دومره سختي بنسټپالني او بي اعتدالۍ وکالت کوي نو بيا ولي شټل کاک چادري نه اغوندي او ولي په اسلام اباد کي د قاضي حسين احمد څنګ ته داسي خوره وره ناسته وي ته به واي په کوم کنسرټ کي شريکه ده؟
څه موده وړاندي هغي په يوه مباحثه کي د طالبانو د "اسلامي دموکراسۍ" په اړه ډيري په خوند خوند خبري کولي. يو چا تري پوښتنه وکړه چي څومره نيوکي او تنقيدته په انګلستان کي په انګريزانو او عيسويانو کوي که د دي يو فيصد په داسي حالت کي وکړي چي ته مسلمانه يي او د طالبانو په "اسلامي دموکراسۍ" کي ژوند کوي نو جزا به دي د کابل په اريانا چوک کي زوړنديدل او په خوله کي ډالر يا پاونډونه درکول نه وي؟ د هغي سره هيڅ ځواب نه و.
pattang
15.11.2008
چا درې خو ستا دبادارانو کلتور ده ، داکلتور نه اسلامي دی او نه پښتني
دا ټول حقيقت دی طالبان هم دغسې پښتانه خلک دي ، په دې قضيه زه هم په هغه
وخت کې خبر وم او واقعت لري ٠
څنګه دالر مزه کوي ? داسلاباد خوارې پېسې کلدارې زمونږ په قسمت کوې او دالر
په خپلو جيبو منډې٠
نالت په لاسپوڅيو او دغلام پر غلام٠
[quote:62d28f2e73="ihtesham"][quote:62d28f2e73="حامد"]ښاغلی اختر تاسو دریډلی مرکه بیا بیا وګورئ
هغه پرون مسلمانه شوی میرمن په اسلام څومره ډاډه
ده او ددی له خبرونه مالومیږی چی په اسلام کی یی څو
مره عزم اوباور موندلی دی اوډیره مهمه داچی داوایی
اوس یی یو هدف لرونکی ژوند ترلاسه کړی دی
[/quote:62d28f2e73]
دغي ښځي هسي يوه سياسي ډرامه جوړه کړي ده. دا چي د اسلام د دومره سختي بنسټپالني او بي اعتدالۍ وکالت کوي نو بيا ولي شټل کاک چادري نه اغوندي او ولي په اسلام اباد کي د قاضي حسين احمد څنګ ته داسي خوره وره ناسته وي ته به واي په کوم کنسرټ کي شريکه ده؟
څه موده وړاندي هغي په يوه مباحثه کي د طالبانو د "اسلامي دموکراسۍ" په اړه ډيري په خوند خوند خبري کولي. يو چا تري پوښتنه وکړه چي څومره نيوکي او تنقيدته په انګلستان کي په انګريزانو او عيسويانو کوي که د دي يو فيصد په داسي حالت کي وکړي چي ته مسلمانه يي او د طالبانو په "اسلامي دموکراسۍ" کي ژوند کوي نو جزا به دي د کابل په اريانا چوک کي زوړنديدل او په خوله کي ډالر يا پاونډونه درکول نه وي؟ د هغي سره هيڅ ځواب نه و.[/quote:62d28f2e73]
ghareebdost
10.01.2009
اخترجي!
قران دومره خوارندي ،چې تراوسه بې تفسيره پاته وي،دقران جامع تفسير،په هره ژبه شته،په پښتوکې هم شته،خوچې چا ځان نه وي په زحمت کړی،هغه بيله خبره ده،
اويايې پردۍ عينکي په سترګوکړې وي٠
دقران منلي تفاسيردټول امت علماوو ته منلي دي،هيڅ اختلاف پکې نشته ،داشخاصو له بي لاريو سره دقران تفسيرنه بدليږي، حتي هغه څوک چې نه يې مني،هغه يې هم سم اوناسم تفسير سره پېژني،هسي په خوله اقرار نکوي،
Ghairat
11.01.2009
[quote:0aa1d13638] اسلامي نړۍ واله ټولنه بايد د فتوی يو ګډ نړۍ وال مرکز ولري تر څو ټول مسلمانان د هغه نه پيروي وکړي . دلته زموږ افغاني ټولنه بې سواده ده، خپله ژبه يې نده زده ته ورته وايي چي قران زده کړه ؟[/quote:0aa1d13638]
ښه پوښتنه ده،خو د الاظهر اسلامي پوهنتون وختي دغه دنده اجرا کړې اوکوي یې ،متاسفانه چې کتابونه یې په پښتونه ژباړل کیږي ۰
نودا پوښتنه موهم یوه اضافي اونا اړینه ده چې :
[quote:0aa1d13638]او خلکو مسلمانانو تاسو پدې ولس څه کوی او کوم اسلام ور باندي منئ؟ .[/quote:0aa1d13638]
اودغه لاندینی ګواښ خو دې بالکل د کوشان په لهجه او سټایل کې رانغښتی بریښي چې څوک درته آخر انسانان او سړي هم نه ښکاري که څنګه :
[color=white[quote:0aa1d13638]]«لږ شاني انسانان او سړي شی پر هر چا د کفر ټاپه مه لګوی [/quote:0aa1d13638]»[/color]
داسې ښکارې چې ټاپه مو دغه بد رد ته هسې یوه پلمه لټولې ده .
زما وړاندیز اسلامي دولتونو او د اسلامی فوروم مشرانوته دادی چې په سعودي عربستان دې دا ومني چې اسلامي او د شریعت ټول کتابونه دې په پښتو اونورو اسلامی ملکونو په ژبو وژباړي او ددې له پاره دې هغه پیسې وکاروي چې د حاجیانو د حج له مناسکو څخه یې لاسته راوړي۰ اقلأ دا سعودیان خودې اسلام ته
له دې لارې څخه څه خدمت وکړي او د حاجیانو په خپلوپیسو دې
[color=blue:0aa1d13638]ټول اسلامي علوم [/color:0aa1d13638][color=red:0aa1d13638]په اړوندو ژبو ژباړي او اسلامي هیوادونوته دې استوي! داخېټور عربي شیخان ولې په نورو ژبو اسلا م ته خدمت نه کوي ؟؟؟؟[/color:0aa1d13638]
و.افغان
11.01.2009
[quote:f66ad3d81f]زما وړاندیز اسلامي دولتونو او د اسلامی فوروم مشرانوته دادی چې په سعودي عربستان دې دا ومني چې اسلامي او د شریعت ټول کتابونه دې په پښتو اونورو اسلامی ملکونو په ژبو وژباړي او ددې له پاره دې هغه پیسې وکاروي چې د حاجیانو د حج له مناسکو څخه یې لاسته راوړي۰ اقلأ دا سعودیان خودې اسلام ته
له دې لارې څخه څه خدمت وکړي او د حاجیانو په خپلوپیسو دې
ټول اسلامي علوم په اړوندو ژبو ژباړي او اسلامي هیوادونوته دې استوي! داخېټور عربي شیخان ولې په نورو ژبو اسلا م ته خدمت نه کوي ؟؟؟؟ [/quote:f66ad3d81f]
دروند غیرت صاحب:
لومړۍ خو دا چې دسعودي حکومت دحاجیانو له پيسو هیڅ ګټه نه وړي، بلکه دهغو پيسو څو چنده بیرته دحرمينو او مشاعرو په اعمار خرچه کوي، که تاسو يو وار له خیره
سره راغلۍ نو دا هر څه به خپلو سترګو ووينۍ.
وروره!
که حقیقت را باندې وايۍ نو ځمونږ ډیرو خيټورو بې تش په نوم مولایانو ته دا دين دعربو دين ښکاري
نه دالله جل جلاله دين، په دې مانا چې خپله خو يي هيڅ زړه نه کیږي چې له خپلو پيسو څخه يوه روپۍ ددين په خدمت کې خرچه کړي، خو هغه پيسې چې له عربو اخلي نو دهغې
پيسو څخه نوي سلنه په خپل جیب کې اچوي، او لس فیصده نور ددین لپاره خرچه کوي،
تر څو يي تجارت ختم نه شي.
خو ددی سره سره دسعودي حکومت ددنيا په مختلفو ژبو داسلامي کتابونو ژباړلو ته ملا تړلې ده.
قرآن عظيم الشان يي ددنيا په مختلفو ژبو وژباړو، او چاپ يي کړ.
نور ډیر اسلامي کتابونه يي ددنیا په مختلفو ژبو وژباړل او چاپ يي کړل، چې ډیر يي
په پښتو کې دي، البته هغه کتابونه وړې رسالې دي، موسوعيي کتابونه نه دي، ځکه چې دموسوعيي کتابونو ژباړه تکړه افغانانو ته ضرورت لري، سږ کال مې په حج کې دافغانستان دځينو کتابتونونو والاوو سره وليدل، چې هغوي سره متخصص خلک داسلامي کتابونو په ژباړلو بوخت دي، نو هغه سره مې خبرې کړي، او خداي دي وکړي چې څه نتیجه ورکړي، دسعودي حکومت چې هغه کتابونه چاپ کړي ، نو ډير دخیر کار به سر ته ورسیږي، خو تاسو ته به پته وي، چې دسعودي حکومت چې کتاب چاپوي، نو هغه له څو مرحلو تيریږي، ټول ټکې په ټکې مراجعه کيږي، او مراجعه کوونکې په آينده کې دخطا لرلو مسئولیت باید په غاړه واخلي، تر څو پرې موافقه وشي، او چاپ شي، دلته اوس دفارسۍ ژبې لیکوالان ډیر دي، او دخپل اسلامي مسئوليت له مخې دامتیاز دکمزورتيا سره سره يي ډیر ژور کار په دی باب کې پيل کړې دی، چې دا ویبپاڼه يي يو نمونه ده، ددی
ویبپاڼې ټول کتابونه چاپ شوي دي، او وړيا په خلکو ویشل شوي دي:
http://www.aqeedeh.com/ebook/view_book.php?rowID=268
نو الله جل جلاله دې ځمونږ پښتانه لیکوالان هم تکړه کړي، چې کتابونه وژباړي، او الله جل جلاله به ورته ضرور داسي څوک تسخيروي چې هغه کتاب ورته چاپ کړي.
په درنښت
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
رښتینی
12.01.2009
صافی صیب لیکی :
[code:1:c9c8657051]که حقیقت را باندې وايۍ نو ځمونږ ډیرو خيټورو بې تش په نوم مولایانو ته دا دين دعربو دين ښکاري نه دالله جل جلاله دين، په دې مانا چې خپله خو يي هيڅ زړه نه کیږي چې له خپلو پيسو څخه يوه روپۍ ددين په خدمت کې خرچه کړي، خو هغه پيسې چې له عربو اخلي نو دهغې پيسو څخه نوي سلنه په خپل جیب کې اچوي، او لس فیصده نور ددین لپاره خرچه کوي، تر څو يي تجارت ختم نه شي.[/code:1:c9c8657051]
زه وایم دومره عموم به هم له واقعیت سره سم نه وی
ځکه زموږ په ملاصاحبانو باندی هغه دپخوانیوعلماو
داشعر صادق ده چی وایی
قلت للفقر این انت ساکن قال لی فی عمائم العلماء
ان بینی وبینهم لاخاء وعزیز علی قطع الاخاء
په مینه
و.افغان
12.01.2009
[quote:2e643ce07f="حامد"]صافی صیب لیکی :
[code:1:2e643ce07f]که حقیقت را باندې وايۍ نو ځمونږ ډیرو خيټورو بې تش په نوم مولایانو ته دا دين دعربو دين ښکاري نه دالله جل جلاله دين، په دې مانا چې خپله خو يي هيڅ زړه نه کیږي چې له خپلو پيسو څخه يوه روپۍ ددين په خدمت کې خرچه کړي، خو هغه پيسې چې له عربو اخلي نو دهغې پيسو څخه نوي سلنه په خپل جیب کې اچوي، او لس فیصده نور ددین لپاره خرچه کوي، تر څو يي تجارت ختم نه شي.[/code:1:2e643ce07f]
زه وایم دومره عموم به هم له واقعیت سره سم نه وی
ځکه زموږ په ملاصاحبانو باندی هغه دپخوانیوعلماو
داشعر صادق ده چی وایی
قلت للفقر این انت ساکن قال لی فی عمائم العلماء
ان بینی وبینهم لاخاء وعزیز علی قطع الاخاء
په مینه[/quote:2e643ce07f]
ډیر ګران او محترم حامد صاحب:
ستاسو تنقید بیخي پر ځاي دی، باید خبره مې مبهمه نه وه پريښي، مونږ ډیر زیات مخلص
پاک زړي، دين ته وفادار علما لرو، خو هغه دچا خبره چې څوک سودا لري نو پيسې نه لري،
او څوک چې پيسې لري نو سودا نه لري.
زما دلته يواځي هغه علما مطلب وو چې زه يي پيژنم، او له عربي دولتونو پيسې راغونډوي، او بیا يي په خپله خيټه وهي، خپلو کې سره پرې سرونه ماتوي،
ټول علما مې مقصد نه دي.
په درنښت
میوند ننګیال
12.01.2009
سلامونه !
ايا سعودي د اسلا م ټيكه دار دي ايا بل څوك داسلام خدمت نشي كولي ايا په كوم روايت كي راغلي چه عربان دي كتابونه ترجمه كړي ډير داسي افغانان تجاران شته چه د ډمانو محفلونه ګرم ساتي خو والله كه يي يوه اب ت پاره هم د جومات لپاره اخيستي وي ديوي ډمي لپاره ٧٠٠٠ درهم وركوي تر څو هغه پر ي مك اپ يا بيو ټي پارلر ته لااړه شي اوځان جوړ كړي خو والله كه يي د افغانستان يوي کنډي ته پايزار يا كلوشي اخيستي وي والله كه يي هغو يتيمانو ته چه پلرونو يي ځانونه قربانيان كړل او قربانوي يي تر څو ددغسو غټ سرو او تبله سرو خويندي او ښځي بي عزته نشي
Ghairat
13.01.2009
[quote:b0ca9a654a="ميوند ننګيال"]سلامونه !
ايا سعودي د اسلا م ټيكه دار دي ايا بل څوك داسلام خدمت نشي كولي ايا په كوم روايت كي راغلي چه عربان دي كتابونه ترجمه كړي ....[/quote:b0ca9a654a]
وروره سعودي که ټیکدار دی که نه دی،خوځان د اسلام ټیکدار بولي !
کله چې پاکستان د ISI په وسیله د افغانانو ملي وحدت د اسلام په نامه له منځه وړلو او مجاهدین یې په ۷ ګونو ډلووېشل سعودي نه یواځې ورته لبیک وایه بلکې د پاکستان په لاس یې پریمانه مرستې هم ور سره کولې، حال داچې په رڼو سترګو یې ورته کتل چې د جهاد رهبري ، کنترول ، هدف ټاکنه، پایلې ، بهیر اوهر څه
سي۰ آی۰ ای ورټاکل، یعنې ددوی ورسره موافقه وه چې راتلونکی افغانستان دې د پاکستان په لاس کې ولویږي ! دا دا اسلام د ټیکدار په توګه د سعودیانو حکم و ۰
سعودیانوته د پښتونستان موضوع ډیره ښه معلومه وه، پخپله خو په یوه لویشت خاوره دعراق سره وینو څښلوته ناست وو او د عراًق په ضد یې امریکايي هډې په خپله خاوره کې جوړې کړې وې، خو د پښتنوخاوره یې بیا د پاکستان له پاره مباح بلله او پاکستان ته یې د اسلام د ټیکدار د یو دوست په توګه افغانستان هم ورباخښه ۰
که سعودیانو ځان د اسلام ټیکدار نه بللی نو استخباراتو به یې gله ISI سره همکاري نه کوله ، کله چې زمونږوطن یې په جهادي تنظیمونو نه ټوټه ټوټه کاوه او بیا به یې د طالبانو په راپورته کولوکېهم د امریکا او پاکستان سره مرسته نه کوله۰
زه نه وایم چې ټیکداري دې نه کوي ، کلانتري دې هم ورسره وکړي ، خو زمونږد ملي ګټو په ضد دې د افغانستان له دوښمنانو سره معامله ګري نه کوي، اوهغه هم بیا د اسلام په نامه (؟؟؟ !!!!)!
دا درسره منم چې افغانان باید پخپله د اسلامي کتابونوله پاره لګښت وکړي،خو اړتیا په ستره پیمانه ده، ددې له پاره چې سعودي نور ستر لګښتونه کوي، د اسلامي سواد د خپرولو غم ولې نه خوري، د هر مسلمان ملت په خپله مورنۍ ژبه اوتر ټولودمخه د پښتنو له پاره په پښتو ژبه دغه ستر خدمت دوی په ډیره اسانۍ سره کولی شي۰
زه نه وایم چې یواځې سعودي، بلکې ټول اسلامي هیوادونه،خو په تیره تیره بیا تیل لرونکي عربي هیوادونه دې په ګډه د اسلامي نهضت له پآره دغه کلتوري مطبوعاتي خدمت په ګډه وکړي اوددې له پاره دې یوه نړیواله کمیټه جوړه شي، هر مسلمان هیواد دې خپله هم یوه برخه مصارف په خپله غاړه واخلي، خو ۷۵ ٪ دې
عربي تیل پلورونکي شیخان ورکړي!
[color=white:b0ca9a654a]لنډه داچې که عربوکې علم وي، اوالحمد ل الله اسلامي علم خو په کې شته، نو را انتقال دې کړي[/color:b0ca9a654a] [color=red:b0ca9a654a]خو خپل جهالت دې نه راصادروي![/color:b0ca9a654a]
ع کريم حليمي
14.01.2009
ډېر ګران او مکرم اختر صاحب ، السلام عليکم ، ښې هيلي
تاسو پوښتنه کړې چه :موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
اسلام يو طبيعي دين دی ،يعني معروف اخلاقي کودونه !!!!
کودونه ئې يو طبيعي ترتيب لري
1 -لمړی به دامنې چه دا خلقت يوخالق لري
ووايه : چه يكتا او يگانه دی
دئ بې حاجته دی
نه زېږېدلی دی او نه زېږونکي دی
بې ماننده ، بې مثاله دی
ده انسان د مځکي خليفه کړی دی
خلفاوو ته ئې پېغامبران ټاکلي
زموږ پېغامبر : محمد بن عبدالله صلی الله عليه وسلم دی
زمونږ نبي کامل اسلام داسي را ښودلی دی چه :
هر د صاحب حق ، حق سالم او کامل اداکړئ بېله قصور او فتور نه
او اسلامي پندونه،کودونه،او اخلاق ئې داسي راپېږندلي دي چه :
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الاحْسنِ وَ إِيتَاى ذِى الْقُرْبى وَ يَنْهَى عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنكرِ وَ الْبَغْىِ يَعِظكُمْ لَعَلَّكمْ تَذَكَّرُونَ(90)
ترجمه :
[color=white:393c4c69fc]بېشکه چه الله حکم کوي په انصاف کولو او په احسان کولو او په ورکولو
خپلوانو لره ، او منعه کوئ له قبيحو کارونو ، او له ناروا وو ،او دظلم کولو نه
پند درکوي تاسي لره ښائي چه تاسي پند واخلئ [/color:393c4c69fc]
تر باور راورسته ، دغه سين توري د اسلام د معاشرت کودونه دي ، د معاشرت
لپاره تر دغه نور څه نه لري ، دغه کودونه طبعي دي ، د هر زه غوښتنه ده
او ظالم ئې هم دځان لپاره خوښوي
اسلام خاصي زدکړي ته ډېر ضرورت نه لري ، ځان و پېژنه ! ځان پېږندنه
هغه وخت امکان لري ، چه محيط وپېژني کله چه محيط و پېږندل سو
مونږ د محيط جز يوو ، نو ځان مو و پېژانه ، نو خدای مو هم وپېژندلی
د محيط زدکړه ، خدای شناسي هم ده !!
او که غواړو چه قران زده کړو
نو لمړی بايد فرعي علوم زدکړه ، فرعي علوم په مدني ښوونځيو کښي زده کيږي
د قران تلاوت هر چاته لازم دي ، خو په ټول قران پوهه هر سړي ته نده لازمه
د رياضي زدکړه ،کيميا ،فزيک ، هندسې زدکړي هم هر چا لپاره ندي ضرور
دهر شي زدکړه د ضرورت په اندازه ښه وي
په درنښت
میوند ننګیال
14.01.2009
ګران او محترم ورورغيرت صيب سلامونه !
ګرانه كه سعودي ځان داسلام ټيكه دار مني او كه د اسلام مركز كڼي دا دهغوي خپل كار دي زه تا سره موافق يم خو زما د ليكني مطلب دا نه وه چه زه د سعودي حكومت ملاتړ وكړم زما دا مطلب وه چه بايد پخپله ددي جوګه شو چه يو څه وكړو بله دا چه كه دوي دومره نران وي د فلسطين قضيه دي حل كړي ههغه ملايان يي چيرته دي چه فتوى ګاني به يي وركولي او خلك به يي دجهاد لپاره ګرمول كه رښتيا راباندي وايي دغه سديس .......چه د مكي امام دي څه به نه وايم ګرانه سعودي حكمرانان چه كله دعياشي نه اوزګار شي بيا به د اسلا م غم وخوري خو دا بايد هم ووايم چه ډير ښه ښه علماء هم لري خو غريبان ددي اجازت هم نلري چه خطبه ورکړي ګرانه كومتي چارواكي يي هر يو 50 ، 50 ښايسته او زړه راښكونكي خادماني لري بعضي ښه چارواكي هم لري خو دا بايد بيا ووايم چه په دبي جرمني امريكا بريطانيا استراليا او نورو ملكونو كي ډير غټ غټ افغاني تجاران شته دوي لي څه نكوي دا افغان ملتيان ولي څه نكوي دپښتو لپاره دوي خو هم پيسي لري ٠
اميد كوم چه خاطر دروند نكړي
په ټوله لسلامي او پښتنه مينه
میوند ننګیال
14.01.2009
محترم فريد بي صدا صيب سلامونه !
دا مهمه نده چه تا ليكنه څه وخت كړي او ما جواب څه وخت دركړكيداي شي
چه تاسو د٣٠ كلو ياست يا لا ډير زيات ياست خو خبره د تفسيرونو ده نه د تجروبي او يا عمر تاسو د تفسير باره كي خبره كړي وه ښه اوس ته دا ووايه چه ته كوم رقم تفسير غواړي ٠
اميد كوم چه په مخكني ليكنه نوي خفه شوي
مننه
رښتینی
14.01.2009
........... :)
میوند ننګیال
15.01.2009
دروند او محترم ورورحامد خان ه سلامونه او نيكي هيلي ومنه !
ستادخندا لاندي ډير څه پټ دي مطلب په زړه دي ډير څه شته ٠
په پښتنه مينه٠
:shock:
رښتینی
15.01.2009
.
.
.
[color=green:dc3de03bbd]لكه سر دپسه په اور غاښونه سپين كا
هسي مالــــــره لــــه غمـــــه خـــــندا راغله [/color:dc3de03bbd]
په مينه
میوند ننګیال
15.01.2009
حامد صيب يو ځل بيا دي په سلامونو لمانځم ٠
ډير عجيبه شعر دي كه لږ يي تشريح كړي ښه به وي
رښتینی
15.01.2009
تاسوته هم سلام !
هسي نه داسلام فورم دشعر دهغه بڼه غوره كړي لنډه تشريح يي داده
افغانان چي كله پسه حلال كړي نودمړييي پسه وړۍ په اورسره له منځه
يوسي چي دي كارته موږ الييل وايو داراز دپسه سر اوپښي هم په اور
الييل كيږي او ويښتان يا وړۍ يي سوځول كيږي
كله چي دپسه سر الييل كيږي نو دا وخت دهغه داړي جينګي شي ځكه
پوستكي يي داور په ذريعه يوڅه ګونځي شي نو په دي حالت كي پسه داسي
بريښي ته وا خاندي او په اور دسوځولوحالت خو دغم اوژړاځاي ده نه دخندا
نومرحوم حميد ماشوخيل هم دانسان دغم د حالت خندا له هغه پسه سره تشبيه
كړي ده او انسان كله كله له غمه اوغصي هم خاندي
په مينه
میوند ننګیال
15.01.2009
سلامونه او احترامات !
ګرانه زنده باد والله ډير دكار سړي راته ښكاري خو غريبي ده لكه ټوكه دومره خوند يي وكړيوه نړي مننه او مهرباني خوشحاله هوسا او سرلوړه اوسي
هیښ
18.01.2009
سلامونه
درنو وروڼو!ستاسو په اجازه زه به هم خپل نظر وليکم چه خفه نه شئ ،ځکه زموږافغانان دسينې نه ډير تنګ دي ،ډير ژر خفه کيږي ،دخفګام نه وروسته شي مرور شي بيا په قهر شي او بالاخره د دښمنئ اوجګړې لاره ونيسي اودا دښمني او جګړه بيا پائ او ختم نه لري ،زامنو ،لمسيانو،کړوسيانو،کوديانو او............ ته داوصيت اونصيحت کوي چه غچ به اخلي اوواربه نه پريږدئ.نو ددې کبله که څوک راڅخه خوابدي کيږي او خبره دومره اوږديږي ، نو زما غوښتنه داده چه ژر زما دغه ماتې،ګوډې جملې ړنګې کړئ ،ځکه زه بې له اشغالګرانو او جنګي جنايت کارانو او ملي خاينانو نور دهيچا سره ذاتي دښمني نه لرم .
يارانو : دمانه خومولاره ورکه کړه ،دموضوع سر په څه شروع شوئ واو اخر يي کوم ځائ ته ورسيد ؟
اول زما نظر دادئ چه هر سوال ته بايد دقيق ځواب وويل شي که نه اضافي او حاشيه تلل بي ګټې دي اويوازي دوخت ضايع کول دي .
بل داچه دبحث کولو نه زموږمراد او مخصد بايد دحقايقو روښانول او واضح کول وي ، دخپلو مشکلاتو او ستونزو دحل دپاره د منطقي ،علمي ،اصولي او جامع لارو پيدا کول وي ،نه دخپل شخصي اويا ګروپي موقف ،نظر او فکر جذاب کول او ځلول ،تر څو نور راجذب او کش کړو .
تاسو لږ ژور او پراخه نظر واچوئ په دتيرو دريو لسيزو کې موډيرې احساساتي ، جذباتي ،عاطفي ،هيجاني او دشور او غوغا نه ډکې ليکنې ،بيانيي او تبصرې ولوستې او واوريدې ،خو لکه په يخ ليکنه دلمر په راښکاره کيدو ډيرې ژر له منځه ولاړې اوبې له لافو او باټو اوداذهانو د مشوش کولو نه کوم مثبت پائ يي معلوم نه شو .نوراځئ چه دهغه سوالونو او کړکيچونو دځواب او حل دپاره يودبل سره دتوهين ،تهديد ، سپکوالي،نفرت ،کيني او عداوت په ځائ ،ددرنښت ،تشويق ،مينې ،دوستئ اوهمکارئ په اساس چلند او رويه وکړو او دتفاهم او متقابله احترام په بنسټ په صداقت او اخلاص سره يو بل ته قناعت ورکړو اويودبل دپوهيدوکوښښ وکړو ترڅودنفرت ،بي باورئ اوکرکې په ځائ د مينې ،همکارئ او همزيستئ انساني فضا را منځ ته کړو.
خبره دښاغلي اختر دپوښتنې په هکله چه:
موږ ته واقعي اسلام څوک بايد را وپېژني ؟
[/quote][list]
ښاغلي اختر چه دهر فکر او انګيزې له مخې مطرح کړې ده مهمه نه ده، بلکه مهمه په دې ده چه دا دوخت او عصر دغوښتنې او داسلامي امت دبرخليک او مستقبل دټاکلو،تنظيمولو او ددې زمانې دننګونو سره دمقابلې اودنورو ملکونو سره د سيالئ دپاره دجوګه کولو او دهغه اجتماعي ،سياسي ،اقتصادي اوفرهنګي مشکلاتو سره دحل لارو موندلو اوپه ملي ،منطقوي او بين المللي کچه دکړنلارو ښه انسجام او امادګئ پوښتنه ده .
دننئ زمانې اسلامي ټولنه دهغه چانه چه داسلامي رهبرئ ،نظم او اجتماعي عدالت دراوستلو دعوا کوي ،عملي کار او نتايج غواړي ،نور دااستدلال چه دناکاميو ،بدبختيو ،مصيبتونو ،قتلونو او برباديو مسؤليت په نورو ورواچول شي او خپل ظرفيتي کمبود او کاري لياقت اوضعف په رنګارنګ توجيهاتو سره دنظرونو نه پټ کړي او په اصطلاح تور په سپين اوسپين په تور وښيي ،هيڅ وولس ته دمنلو وړ نه دي، په کارداده چه هر څوک او هره ډله په خپلو اعمالو او کارنامو نوئ نظر وځغلوي او په خپلو اشتباهاتو او غلطيو مردانه وار اقرار وکړي اودهغې نه پند واخلي ،ځکه دنن زمانې خلک دپرون نه هوښيار او ددرک قوه يي پياوړې شوي ده او په هغه چا پسې روانيږي چه خبرې اوکړنې يې توپير ونه لري .
کله چه دواقعي اسلام د ارشاد،ښوونې او پوهنې په باره کې سوال مطرح کيږي دا خبره واضح کيږي چه برداشت ،تحليل او تفسير داسلام نه يو ډول نه دئ شوئ اوهرچا دخپلې خوښې او ګټو په چوکاټ کې کارولئ دئ ،اوداچه يوه معتبره،مطمئنه،بې پرې اودقومي ،ژبني ،سمتي ،ملي اومنطقوي ګټو څخه پورته اسلامي مرجع او مرکز وجود نه لري مسئله نوره هم بغرنجه اوپيچل شوي او مختلفو اشخاصو ،ډلواو احزابوددې خلانه په ګټې اخستو سره دخپلوشحصي او سياسي اهدافودپاره داسلام مقدس دين منحيث دوسيلې او ابزارو استعمال کړئ اواستعمالوي يې ٠
حال داچه داسلام دين ټول تعصبونه او امتيازونه په شدت ردوي او دانسانانو په منځ کې لوړوالئ او فضيلت يوازې ددوئ په تقوا او پرهيزګارئ پورې تړي .
داسلام مقدس دين يو کامل دين دئ اودغه کمال ته رسيدل بايد دهر مسلمان او اسلامي ټولنې هدف اومرام وي .دې هدف ته درسيدلو دپاره هم په ملي کچه او هم په بين المللي کچه ديوه علمي ،تحقيقي،ارشاداو تبليغ ديوه مرکز ايجاد چه په مهمو مسئلو دمسلمانانو په عادي او اضطراري حالاتو کې داسلام دريځ بيان او فتوا صادره کړي يوازينئ لاره ده ،او يوازې ددې لارې نه ددهغو اشخاصو ، ډلو او جريانونوچه محتوايي قومي ، مذهبي ،ژبني او مذهبي تعصبات تشکيلوي او دمادي او سياسي امتيازاتو دلاسته راوړلو دپاره داسلام تر ماسک لاندې فعاليت کوي اوداسلام ددين څخه ناوړه ګټه اخلي اوديوې وسيلې په توګه يي کاروي مخه ونيول شي .
دافغانستان ددريو لسيزواو دهغې نه پخوا تاريخ اوواقعاتو دامسئله ښه په ثبوت ورسوله چه داسلام ترنامه لاندې څه جنايتونه ،وحشتونه ،خيانتونه او نارواوې وشوې او اوس هم داحالت جريان لري او افغان مسلمانان دافغانستان داسلامي جمهوريت (؟؟؟؟)داسلامي دولت (؟؟؟؟) په اشاره ،مشوره او امرسره ددوئ دحاميانوله لوري په څومره ظالمانه او وحشيانه ډول قتل عام کيږي.
دکابل دادارې دپاره په سلهاوو ديني عالمان ،خطيبان ،واعظان او مفسرين شپه او ورځ لګيا دي ترڅو دغه لوڅې او بربنډې ادارې ته شرعي اواسلامي پرتوګ ورواغوندي او داسې فتواوې صادرې کړي چه ددوئ مشروعيت تاييد کړ ي او مخالفين اشرار ،ترورست او دهشتګر ثابت کړي .
همدا ډول دکابل دادارې مخالفين هم داسلام ددين په بنسټ ددې ادارې په مقابل کې دجهاد فتواوې صادروي او دکرزي درژيم او دهغه دحاميانو سره جګړه دهر افغان اسلامي او ديني فرض بولي او هر خپل عمل ته شرعي بڼه ورکوي .درژيم په داخل کې ستمي ،فاشيستي ډلې او ګروپونه هم ځانونه سوچه مسلمان بولي او دخپلو ډلو ،ټپلو دنامه په اخر کې داسلام کلمه ورټومبي او دبلې ژبې،قوم اوقبيلې خلک دخپلو ديني علماوو دفتواوو او فيصلو مطابق وژني ،مالونه او جايدادونه يي غصبوي او دخپل کور اوکلي پريښودلو ته يي مجبوروي .
دافغانستان پخواني تاريخ ته که نظر واچوو ټولو استبدادي اوديکتاتوري اومطلقه سلاطينو خپل سلطنت يوازي دديني فتواوو په بنسټ مشروع ګرزولئ اودديني علماوو په تبليغ او بيانونو يي خپل استبداد ته دوام ورکړئ کله يي ولي بللئ اوکله يي دپرتاګه پرتوګاښ (ايزاربند) په ملاييکو ور تړلئ او په ملت يي ور تپلئ ،بل هيڅ قانوني ،حقوقي او انساني کيفيت يي نه دئ پيدا کړئ .
دواقعي اسلام دپوښتنې په ځواب کې ښاغلي حامد صاحب دعلماوو خبره کړې ده ،
قدرمنه ته دکومو علماوو خبره کوي هغه چه په کابل کې دامريکايانو سره په ګډه دافغانانو دوژلو فيصلې کوي اودکفارو راتګ اواشغال ته ديوې پستې چوکۍ اويا مردارو پيسو په خاطر شرعي احکام صادروي اويا هغه چه په غرونو کې دکفارو سره دمقابلې اوجهاد شپې تيروي اويا هغه چه دخير په غونډئ ناست دي ،که په مسلمانانو هر مصيبت راځي ددوئ دپاره مهمه نه ده ،يوازې چه ددوئ کاروبار چالان وي په ملت او امت پسې بلا چه هر څه په کيږي او که نور علماي کرام وجود لري نو ولي يي ځانونه پټ کړي دي اوادرس او پته يي نه لګيږي ،داحالت ددوو علتونونه خالي نه دئ يا ويره اويا په خپل علم باور نه لري ،چه په دواړو صورتونو کې يي سکوت دتوجيه وړ نه دئ .
که اسلامي اخوت اواسلامي مسؤليت دئ ،نودافغانستان څخه بهر علمايي کرام يي هم بايد درک کړي ولې يي دافغانستان په بيچاره مسلمانانو رحم نه راځي او خولې يې ګونګي دي اودواقعي اسلام حکم نه اعلانوي ،تر څو دافغانستان مسلمانان په پوه شي ،چه دپورتنيو دريو ډلو نه دکومې لاره تعقيب کړي .
بل داچه دعلم سره تعهد ،ايمانداري ،صداقت او عمل هم ډير مهم اواساسي شرطونه دي .هغه علما چه عملاا اودزړه دخلاصه خپل مسؤليت او اخلاص ونه ښي او داسلام او مسلمانانو دخير دپاره يوازي په موعظو او بيانيو مصروف وي اوپه عمل کې خپل افکار پياده نه کړي دامت په درد نه دوا کيږي
ددې عيني واقعيتونوڅخه ښکاره شوه چه داسلام مقدس دين چه په خپل ذات کې دبشر ددنيوي اواخروي نيکمرغئ ،داجتماعي عدالت ،انساني کرامت ،ازادئ ،برابرئ اوورورئ ارزښتمنه محتوا او پيغام لري ،دمغرضو اشخاصو او ډلو دلوري دخپلو غرضونو او هوسونو دلاسته راوستلو دپاره په څومره بيباکئ او بي پروايئ دسؤ استفادې لاندې نيول کيږي او خپل چټل پلانونه داسلام تر پرده لاندې عملي کوي.په داسې دوړنو او کړ کيچونو حالاتو کې که څوک دخيراوصلاح مناسب او معقول پيشنهاد کوي چه په هغې کې دټول امت اسلام خير او ښيګڼې نغښتې وي ،بايدصادق مسلمانان ورته لبيک ووايي اودتاييد دپاره يي خپل غږ هرچيرته او هر وخت پورته کړي ،او ددې مرام دپاره صادقانه همکاري وکړي ،نه داچه په مختلفو بهانو او انګيزو دهغه په مقابل کې جبهه ونيسي .
ديوې مستقل اسلامي مرجع دتقليداوفتوا مرکز وجود دټولو خودسريو ،بي اتفاقيواوتفرقومخه نيسي اودهغه فرصت طلبه عناصرو شيطاني پلانونه شڼډوي کوم چه ددين څخه دقدرت ،شهرت ،شتمنئ او نورو شيطاني غرضونودپاره ديوې وسيلې په توګه استفاده کوي .
دامرکز هغه وخت خپل کار په مؤثر شکل سر ته رسولئ شي ،چه خپلواک وي اودهيڅ سازمان ،دولت او حکومت ،دزر او زور دخاوندانو ترسياسي اومالي اغيز لاندې نه وي او خپل کاريوازې داسلام ددين دريښتينې ماهيت دتشريح او توضيح دپاره په مخ بوزي، تر څو امت ددې ذهني ا فکري تشويشونو اوابهاماتو نه وژغوري او خپل وخت دهغه اودغه دمرامونو دپياده کولو په ځائ دعبادت تر څنګ دژوند دنورو موضوعاتو دحل دپاره وکاروي او خپل ځان او ټولنه دبيسوادئ اوسياسي ،اقتصادي ،فرهنګي فقر څخه خلاصه کړي او دغه داحتياج ،سوالګرئ اودنورونه دوروسته والي پيغور،شرم او ذلت چه نن اسلامي نړئ عموماا او افغاني ټولنه په خاص ډول ورسره مخامخ ده دابد دپاره محو کړي .
مننه
هیښ
18.01.2009
سلامونه
درنو وروڼو!
ستاسو په اجازه زه به هم خپل نظر وليکم چه خفه نه شئ ،ځکه زموږافغانان دسينې نه ډير تنګ دي ،ډير ژر خفه کيږي ،دخفګام نه وروسته شي مرور شي بيا په قهر شي او بالاخره د دښمنئ اوجګړې لاره ونيسي اودا دښمني او جګړه بيا پائ او ختم نه لري ،زامنو ،لمسيانو،کړوسيانو،کوديانو او............ ته داوصيت اونصيحت کوي چه غچ به اخلي اوواربه نه پريږدئ.نو ددې کبله که څوک راڅخه خوابدي کيږي او خبره دومره اوږديږي ، نو زما غوښتنه داده چه ژر زما دغه ماتې،ګوډې جملې ړنګې کړئ ،ځکه زه بې له اشغالګرانو او جنګي جنايت کارانو او ملي خاينانو نور دهيچا سره ذاتي دښمني نه لرم .