د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ISI بالاخره مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړ

Helmand.M
11.11.2008

ISI بالاخره مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړ


داسې ښکاري چي ای ــ اس ــ ای د پښتنو سره په شخړه او جګړه کې له خپلو ټولو شتو زیرمو څخه د کارونې په لړ کې ، دا ځل مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړئ وي .
لکه څنګه چې ټول خبر دي ، د لرو پښتنو یوه غوښتنه دا ده ، د صوبه سرحد نوم چې د انګریزي ښکېلاک څخه پښتنو ته را پاتې دئ ، لرئ او دهغه پر ځای دې پښتونخوا او یا پښتونستان کېښودل شي . څنګه چې په پاکستان کې نور شته قومونه لکه پنجابیان ، سندیان او بلوچان هر یو د خپل قومي هویت سره سم ځانته نومونه لکه پنجاب ، سند او بلوچستان لري ، داسې پښتانه باید هم په خپل نوم یانې پښتونستان سره یاد شي . دا خبره چې صوبه سرحد به نور د پښتونخوا یا پښتونستان په نوم یادیږي ، د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د پښتنو د مشرانو سره منلې ده او د پرنسیب له مخې دا یوه منل شوې او حل شوې خبره ده ، چې اوس باید عملي بڼه ونیسي .
خو ای ــ اس ــ ای بیا د پاکستان د منتخب ولسمشر اصف زرداري او د پښتنو له خوا د منتخبې نیشنل پارټي له غوښتنې څخه انجړه مشوړه جوړوي ، او خپلو لاس پوڅو ته لورښوونه کوي چې د هغې د پلې کولو مخه ونیسي .
د ټول افغان خبر له مخې دې ورځو کې « د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته وېنا وکړه او وې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. »
په هغه ټولټاکنو کې چې څه موده مخکې په پښتونخوا او پاکستان کې ترسره شوې ، جمعیت علما اسلام او نورو بنسټپالو اسلامي پارټيو ټولټاکنې وبایللې ، دغه ګوندونه نه په پښتونخوا او نه په پاکستان کې کوم ولسي بنسټ لري . دوی غواړي چې په ټولټاکنو کې خپله ماته اوس په یوه بل شرغوبل کې پټه کړي ، پښتنو او نیشنل پارټي ته په پښتونخوا کې داسې ستونځې پېښې کړي چې هغوی د پښتنو په ګټه په عمل کې څه ونه کړي شي او بیا دوی پخپلو بریتو لاسونه تاو کړي چې موږ خو ویلې وو چې دو ی ( نیشنل پارټي ) د څه کولو جوګه نه دي !
دا چې لر پښتانه پخپل نوم سره یاد شي لکه د پاکستان نور ایالتونه چې د خپلو قومونو په نوم سره یادیږي ، پاکستان ته څه تاوان رسوي ؟
که چیرې په پاکستان کې د قومونو نابربري چې اوس شتون لري ، لري کړي شي او په پاکستان کې پښتنو ته هم د نورو قومونو پشان ملي حقوق ورکړئ شي ، پاکستان بچیږي که ماتیږي ؟
د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پښتنو یووالي نه پاکستان او نه افغانستان ته خطر دئ !
د ولسونو په یووالي کې نه یوازې یو شوي ولسونه بلکې ګاونډي ولسونه هم پیاوړي کیږي .
څوک کېدای شي د پښتنو له یووالي څخه وډارشي ؟
تر ټولو لا ډېره بده داچې مولانا ګل نصیب وايي « د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د "پاکستان شادباد" په ځاى د ملي ترانې په توگه د غني خان "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما" غږول کېږي »
اوس باید تاسو قضاوت وکړۍ ، چې دغه مولانا ګان چې له بده مرغه ځانته پښتانه هم وايي ، د پښتو ژبې ، د پښتنو د ملي حقوقو او د پښتنو د هویت په اړه څونه دښمني لري ؟
له پښتنو سره دپه داسې څرګنده دښمنۍ کې ، دوی له ډېرو نورو مرکزونو څخه شاباسې تر لاسه کوي . دوی دا کارونه د ای ــ اس ــ ای د رضا لپاره کوي . په دغه شان چلند سره دوی خپلې شخصي ګټې هم خویندي کوي .
دا اوس ټولو ته جوته ده ، په یوه مرکز د پښتنو د راغونډېدو مخېوي ته څونه شیطاني ځواکونه ، سره يو ځای شوي دي !
ای ــ اس ــ ای ، القاعده ، مولانا فضل الرحمان او مولانا ګل نصیب پشان ځواکونه ټول سره په ګډه په دغه ناسپېڅلې غورځنګ کې سره یو موټئ دي .

ډاکټر مرادزئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more