نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډنمارکۍ ورځپاڼه:"د يوه طالب وژنه د دوو نورو زيږول دي
pattang
09.11.2008
ډنمارکۍ ورځپاڼه:"د يوه طالب وژنه د دوو نورو زيږول دي"
د nPosteJylands په نامه د ډنمارک يوی مشهوری ورځپاڼې ژورنالست په ٢٠ \ ١٠ \ ٢٠٠٨ نيټه په افغانستان کی د ډنمارک د سفارت د پرمختيايی چارو سر سلاکارGorm Pedersen سره دخبرو اترو پر بنسټ د ( موږ بايد ځان د طالبانو سره عيار کړو ) تر سر ليک لاندی يوه ليکنه د ورځپاڼی په لومړې مخ کی خپره کړيده چی پښتو ژباړه يی لوستونکې په لاندی کرښو کی لوستلاې شي :
٫٫ دافغانستان جنګ اوس خپل ډير بدمرغه او ورانونکې پړاو ته ورننوتې چی د برې پايله يی څرګنده نده او ددی حالت نه دوتلو يوازنۍ لاره داده چی د طالبانو ايديالوژۍ ته ځای ورکړل شی او هغوی ومنل شی . حکومت ( دنمارکۍ – ژباړ ) خو دطالبانو سره د بی شرطه خبرو پلوۍ ندی مګر Pedersen پردی خبره ټينکار کوی او وايی ٫ دا يو حاد ضرورت دی چی هم د طالبانو سره نيغ په نيغه دسولې دخبرو ميز ته کښيناستلو ته غاړه کښيښودله شی آو هم ددوی د ايديالوژيکی مورال بنسټونه ومنل شی .
د افغانستان د پرمختيايی کارونو په چارو کی د دنمارک سفارت وتلې څيره او سر سلاکار زياتوی : داخبره په يوازی سره کافی ده نه چی افغان دولت او لوديز بايد د طالبانو سره سوله وکړی بلکه داهم يوه اړينه خبره ده چی بايد د بيلګی په توګه پداسی چارو کی لکه مساوات او عدالت ٫ ميراث او دنکاح مسلې او نورو ورته موضوعګانوکی ددوی ايديالوژيکی اساساتو ته هم ځای ورکړل شی . داهغه ټکې دی چی د سولې دټنګښت دپاره لازم او اړين بريښی .
دی ( پيدرسن ) وايی چی د افغانستان ماموريت او په ځانګړی ډول د بيارغونې چاری د خپلې اصلې لاری څخه بيخی خطا شويدی او بيله دی نه چی بايد د طلبانو سره د سولې و ارزښتونو ته دمنلو په موخه غيږه پرانيزو٫ بله هيڅ چاره نده راته پاته .
طالبان اوس پر ښوونځيو ٫ روغتيايی کلينيکونو او نورو دولتی موسسو باندی خپلو حملو ته دوام ورکوی او پدی توګه دافغانانو په مخ کی د خپل قوت څرګندونه کوی . طالبانو دا ګړې د افغانستان په ډيرو پراخو سيموکی داسی نفوذ کړی چی موږ ور باندی د پوهيدلو توان نلرو او هغه داچی د هر يوه طالب په وژلو سره موږ دوه نور طالبان رازيږوو . له همدی کبله ده چی بايد د سولې خبرو اتروته ورسره کښينو که څه هم ددی کار بيه ددوی د اخلاقی ارزښتونوپه منلو تمامه شی . طالبانو دافغانانو تر منځ اوږدی ريښې غزولې دی او موږ مجبوريو د طالبانو د جنګی ليکو نه ځانونه ليری وساتو . نوموړې سلاکار پدی اند دی چی بيله د طالبانو دمنلو څخه بله داسی ﻻره نسته چی موږ په افغانستان کی يوی سوله ايزی پايلې ته ور نژدی کړی . دی دا خبره د بيخه ردوی چی د طالبانو سره روغه جوړه دا دهغوی په وړاندی چی د دنمارکی سربازانو وژنکې يی بولو ٫ پر زنګنو لويدل دی او زياتوی چی زما هدف دا ندی دهغو کسانو تابعيت وکړو چی عادی وګړی او خارجيان په بمونو الوزوی ٫ بلکه لدی خبرو نه می موخه داده چی ددغه ورانونکې بدمرغه حالت نه افغانانو ته د وتلو يوه مناسبه اوعملې لاره په ګوته کړو .
زموږ ماموريت په افغانستان کی ديو لړ جدی پرابلمونو سره مخ شوی او دی سوال هم ورسره جدی بڼه اخيستې ده چی ايا کولا شو داجنګ وګټو ؟ نو ايا دسولې داسی لاره به وموندل شی چی دطالبانو سره دروغی جوړی له مخی دافغاناونو او لوديزوالو تر منځ د ددوستۍ پل وګرځی ؟
دهلمند ولايت په ګرشک اولسوالۍ کی د دنمارک دخارجه وزارت د ټيکاو ( ثبات ) چارو سلاکا جيورج ګيوتنبيرګ George Gutenberg وايی : زه په جرئت سره پر دی خبری ټينګار کوم چی که موږ دټيکاو غوښتونکې او دطالبانو څخه ځان خلاصول غواړو ٫ بايد افغانانوته هغه څه ورکړو چی دوی ته په زړه پوری وی او غواړی ئی .
ددنمارک ددفاع وزارت دويم نفر د دفاعی شتاب مشر ٫ جنرال Bjorn Bisserup پدی اند دی چی زموږ اخيرنۍ چانس به دا وی چی دطالبانو سره دسولې خبرو ته غاړه کښيږدو . په دنمارک چی کله دافغانستان د دموکراسی په اړه بحث کيږی ٫ داسی څرګندوی چی افغانستان دلوديز سره ورته والۍ لری او داهغه څه دی چی شونې ندی . که موږ غواړو چی افغانان خپل کړو ٫ داکار بايد پخپله افغانان دخپلو کلتوری ځانګړتياوو په پام کی نيولو سره ومنی . په افغانی ټولنه کی سپين ږيری متنفذ مشران د پريکړو په اړه اغيزمن رول لوبوی . موږ نشو کولای ديوه منځګړې دلاری دڅوخبرو په مرسته ټول جنجال حل کړو . موږ هلته ديوی داسی دموکراسۍ سره سروکار لرو چی له مخی يی د ټولنې ټول غړی که طالب وی يا کوم بل څوک ٫ د يوی رايی حق لری .
د دفاع په وزارت کی اوس ډيرۍ داخبره منې چی په افغانستان کی يوازی د توپک په زور برۍ ناشونۍ دی ځکه چی هلته بايد دنژدی ٣٠ ميليون وګړو زړونه ترلاسه شی . د بله لوری د په بيارغونې کی د پيل چاری په افغانستان کی تر عراق او بالکان ډيری خرابی وی ځکه چی هلته اباد انفراسترکچر ( بيخ جوړښتی تاسيسات لکه لاری ٫ پلونه ٫ کارخانی او نور . ژباړ ) موجود وو او دلته جنګ ځپلۍ افغانستان يوه وران کنډواله وه چی بايد هرڅه يی بيا دسره روغ شوی واې .
د طالبانو ريښی په افغانستان کی ژوری دی . که څه هم دطلبانو ډيره برخه پښتانه دی ٫ خو ټول پښتانه بيا طالبان ندی . همداګړۍ دپښتنو شمير په افغانستان او پاکستان کی تر ٥٠ ميليونو پوری اټکل شويدی . په همدی خاطر طالبان ځانو ته هم دلته او هم هلته خواخوږی پيداکولای شی . له همدغه کبله دطالبانو سره جوړ جاړۍ يوه اړينه خبره ده . دانګريزانو دجوړ جاړی په پايله کی دطالبانو يو قوماندان د موسې قلعه اولسوال وټاکل شو چی دی او ملګری يی ددولت سره همږغی لری . ددفاع وزارت يو لوړ پوړۍ چارواکۍ Peter Dahl Truelsen دا کار يوه مثبته بيلګه بولې او وايی چی دا ډول جوړ جاړۍ دسولې په ټيکاو کی مرسته کوی .
جيورج ګيو تينبيرګ څرګندوی چی د طالبانو سره به سوله دعادی افغانانو دپاره ورځنۍ چاری اسانی کړی ځکه چی امنيت ټينګيږی او دکاراو ژوند دپاره مناسب شرايط منځته راځی . له همدی خاطره دا زموږ دنده ده چی دافغان اولس د اړتياوو او غوښتنو سره خپلی چاری برابری کړو . ښايی پدی پروسه کی به داسی ضرورت هم رامنځته شی چی موږ به اړشو دښځو دچارو د مرکزونو پرځای به د مسجدونو په جوړولو لاس پوری او يا به قومی سپين ږيرو ته داحق ورکړل شی چی دمحکمو پرځای اړينی پريکړی دوی پخپله وکړی . نوموړی ددی سوال په ځواب کی چی ايا داکار به دطالبانو په وړاندی پر زنګنو لويدل نه وی ؟ وايی نه ٫ داکار به هيڅکله هم به دامانا ونلری ٫ ځکه د امنيت او ټيکاو منځته راوستل يو اړين او ډير ضروری رياليزم دی او دی موخی ته رسيدل بيا بيله دسولې نه يوه ناشونې ارزو ده . بل سوال دادی چی هغو دنمارکی سربازانو ته به څه ووايو چی داګړۍ دطالبانو سره په جګړه کی په خپل ژوند باندی لوبی کوی ؟ ښاغلۍ ګيوتينبيرګ بيا ددی سوال په ځواب کی څرګندوی چی موږ هغوی ته ويلای شو چی دجنګ څخه دطالبانو دايستلو پخاطر داکار دافغان دولت په مخ کی ديوه شرط په توګه پروت دی او ددی شرط دپوره کولو نه پرته نړيوال قوتونه هم بله چاره او اسانه لاره نه وينی .
پای
دژباړونکې يادوونه :
په ياده شوی ورځپاڼی کی لوړه ليکنه ډيره اوږده ٫ چی لومړۍ ٫ شپږم او اووم دری واړه مخونه يی بشپړ نيولې او دافغانستان داوسنې حالت پر بيلا بيلو اړخونو يی څرګندونې کړی دی . خو ما يی يوازی هغه برخه دلته را ژباړلې ده چی د نن ورځی ډيره توده موضوع او دطالبانو سره دخبرو اتر په اړه يادوونې لری .
زه پخپله دنوموړې ليکنې دليکوال ددی خبری سره همږغۍ نه يم چی طالبان پدی خاطر ځانونو ته د پښتنو په منځ کی خواخوږی لټولای شی چی ددوی ډيره برخه پښتانه دی . ښايی داخبره بی بيخی تاثيره نه وی مګر زما په اند دخواخوږی بنسټيز علت يی همدغه ټکې ندی ٫ ځکه چی :
١ - طالبان يو قومی سياسی جوړښت نه بلکه مذهبی جوړښت دی او يوازی دتنظيمی جګړو بدمرغيو ٫ چور چپاول او پاټک بازيو دوی په سياست کی ور شکيل کړل .
٢ - دوی هيڅکله دخپلو مذهبی عقايدو په رڼا کی سمتی ٫ ژبنې , قومی او نوری اړيکې ندی ليدلې . له همدی کبله ددوی در اڅرګنديدو وروسته يی تر ټولو لومړنې او خونړی جنګونه دپښتنی قوماندانانو سره منځته راغلل او تر ټولو نژدی مناسبات او دوستانه اړيکی يی دربانی صاحب دجمعيت اسلامی تنظيم او نظار شورا سره وی چی په کل کی غير پښتنې ډلې دی .
٣ - د ډاکتر نجيبالله ٫ قوماندان عبدالحق او نور داسی کسانو وژل دلوړو خبرو دثبوت دپاره ښه بيلګی کڼلې کيدلای شی .
زما په اند که دطالبانو سره خواخوږی موجوده هم وی ٫ هغه به لدی کبله وی چی طالبان دخلګو دمال ٫ سر او ناموس په ساتنه کی دجنايتکارانو پرضد پريکنده ګامونه اخلی او دواکمنی په سيمو کی يی بشپړ امنيت دی . پداسی حال کی چی د دولتې حاکميت په دموکراتيکي انارشۍ کی دليوانو دپاره د باد او باران بازار تود دی ٫ هره ورځ دخلګو پرمال او ناموس باندی تجاوز کيږی . دا هغه څه دی چی افغانانو ته داګړۍ د ټول انفرا سترکچر تر بيارغونې زيات ارزښت لری .
- د بشپړ امنيت او سوکاله ژوند په هيله !
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
ډوکتر څپاند
11.11.2008
محترم پوهنمل حاجي محمد نوزادي
مادطالبانو په هکله په همدی سايټ يوه خوره وره ليکنه درلوده،چه دادی بياځل
خپريږی:
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 27, 2008 1:24 am عنوان :
نو دا موږ به کله هوښياريږو؟
پدی ورځو کی چه دپاکستانی حکومت او طالبانو تر منځ معامله اعلان کړی شوی،او دافغانستان دننه او دباندی ئی بحثونه را منځ ته کړی،لازمه ده چه دا لاندی
ټکی په ياد وساتو:
دپاکستان حکومتونه تل مدام دانګریز په سلا مشوره را منځ ته او دهغوی دهداياتو سره سم چال چلند کوی٠دکابل ګوډاګی حکومت چه اوس اوس د پاکستان په
څټ پسی روان دی،پدی لاره کی څه ناڅه ٥٥ کاله روسته پاتی شوی دی٠
مګر ددی لپاره چه خلک تیر باسی نو په متداوم ډول دپاکستانی حکومتونو په
تګ لاری نيوکی کوی٠حال داچه دکابل او اسلام اباد اداری دواړه له يوه ورخه اوبيږی٠
ددی لپاره چه وپوهيږو چه ولی پاکستانی حکومت دطالبانو سره معاهده لاسليک کړی شوه،لازمه ده چه دطالبانو په غورزنګ يو ځغلنده نظر وشی٠
طالبان څوک دی؟
دطالبانو غورزنګ د څو مختلفو ګروپونو نه جوړ شوی دی٠
اول هغه طالبان چه دخپلوخاصو عقايدو او تفاسيروپر بڼسټ ،ځانونه مکلف ګڼی
چه بايد داسلام مقدس دين په هره ممکنه وسيله په ټوله نړی کی خپور کړی٠دوی
ددی عقیدی دعملی کولو لپاره حاضر دی چه هر څه وکړی او پدی لاره کی مرګ
ورته ستره کاميابی بريښی٠داډله پرون او نن دمختلفو سياسی محافلو داهدافو
دسرته رسولو لپاره په يوه وسيله تبديله شوی ده٠
د طالبانو دويمه برخه هغه افغانان دی چه دافغانستان دازادی لپاره جنګيږی٠که
څه هم دا ډله دطالبانو دعمومی اهدافو سره ډیره علاقه نلری،مګر دسالمی رهبری
دنشتوالی له امله ،د طالبانو تر اداری لاندی فعاليت کوی٠
دریم ډله هغه طالبان دی چه ورته ساختګي او فرمايشی طالبان ويلی شو٠
داډله دISI اونورو دون صفته ادارو لپاره کار کوی٠داډله د ISI دفرمايش سره سم
عمدتا دطالبانو رهبری په لاس کی لری٠داهغه ډله ده چه يوی خوا دپاکستان
دحکومت سره معاهدی امضا کوی اوپه بله خوا د ځينو پخوانيو مجاهدينو پشان
دخپل وطن د بربادی په لاره کی شپه اوورځ پکار بخت دی٠ داډله دکابل د
ګوډاکی حکومت پټ ملاتړ هم دځانه سره لری٠
څلرم ګروپ هغه طالبان دی چه د جنګ نه بغیر بل مسلک او مهارت نلری٠داډله
دديرشو کلو راهيسی کله دی خوا او کله اخوا ټوپک راواخلی او خپل روزګار
چلوی٠
پاکستانی حکومت ولی دطالبان سره معامله وکړه?پدی کی دپاکستان او دهغوی د بادارانو ډیری ګټی خوندی کيږی٠
اول داچه ازاد قبايل چه د خدايه بغير دهيچا غلامی ته ندی حاضر شوی،اوس به
د فرمايشی طالبانو تر اداری لاندی ارام،ارام دپاکستان د مرکزی حکومت طابعدار ګرزی٠
دويم طالبانو ته د يوه مرکزيت د ايجاد په وجه،اوس به ټول سياسی او نظامی
فعاليتونه دISIتر مستقيمی اداری لاندی د همدی مرکز نه سرته رسی٠هغه طالبان به چه لاتر اوسه د ISI تر اداری لاندی ندی راغلی،وپيژندل شی،يابه هغوی هم تابع او يا به هم د
ملا دادالله پشان نابود کړی شی٠
ايا دکابل اداره به هم دپاکستان پشان د طالبانو سره معامله وکړی?
ددی کار امکانات زياد ليدل کږی٠مګر ددی معاملی تر سره کول پدی پوری اړه
لری چه ISI به څومره ژر موفق شی چه د طالبانو سرتاسری اداره تر لاسه کړی٠