د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو سره د قومونو د جنګېدلو پروژه

اختر
07.11.2008

تاسو څه پکښې واياست ،

لر و بر خبر ور کوي :
جنرال پترس : قومونه باید د طالبانو سره وجنګیږي

http://larawbar.net/detail.php?id=6954&date=2008-11-07

اسوشیټیډ پریس د بګرام څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس په بګرام کی وویل چی افغانی قومونه د طالبانو پر ضد د یوې پیاوړی جبهې په توګه جنګېدای سی . ده وویل چی افغانستان یو داسی هېواد دﺉ چی هلته د قومونو او محلی ټولنو ملاتړ خورا ضروری دﺉ .
ده زیاته کړه چی دا یو داسی هېواد دﺉ چی د مرکزی حکومت د کنټرول عنعنه پر لیری ولایتونو او ولسوالیو باندی موجود نه وی . په افغانستان کی امریکایی قوماندان جنرال مک کایر مېن هم ویلی دي چی زه فوق العاده چمتو یم چی قومونو ته د مرستندوی پوځ په توګه وګورم تر څو هغوی د افغان پوځ ، ناټو او امریکایی پوځیانو تر څنګ وجنګیږی .
خو څېړونکي وایی چی په تېرو ۷ کالو کی په امریکایی پوځ و نه سوه ، اوس پنتاګون غواړی چی د خپلو ګټو په خاطر افغانان د افغانانو سره ( خصوصأ پښتانه خپل تر منځو ) وجنګوی او قومی مشرانو ته پیسې او وسلې ورکړی .مبصرین اندېښنه لری چی ښایی دغسی کار د یوې خطرناکی داخلی جګړې یا اقلأ داخلی نفرت باعث شی چی رغېدنه به یې ډېره ګرانه وی .


و.افغان
07.11.2008

دغه شيطاني پروژې په عراق کې امریکایانو ته یو نسبي کامیابي په برخه کړه،
البته دمقاومت
کوونکو ډلو له لورې هم په عام ولس باندې دځينې وحشي عملياتو له وجهي عامو خلکو
له جنګياليو څخه خپلی لارې بیلی کړی، او یوه درنه څپيړه يي ورکړه.

خو زما په نظر چې دامريکا دغه عراقۍ تجربه به افغانستان کې کامیابه نشي، ځکه
دافغاني ټولنې جوړښت له عراقي ټولنې له جوړښت سره ډیر فرق لري.

خو که طالبان په خپلو عملیاتو کې لږ له تعقل څخه کار واخلي، او ولس خپه نه کړي، نو
بیا خو دامریکا دا تجربه بیخي ناکامیدونکې ده،
البته که دطالبانو له خوا دولس ضد ځیني بې مسئولیته عملیاتو دوام وموند ، نو لري نه ده چې دا به دطالب ځواکونو لپاره ډیره زیاته زیانمنه تمامه شي، او طبيعي خبره ده چې ددغه تاوان نه به لويه ګټه تر ټولو وړاندی
امریکااخلي.

دیو مستقل، با پته، او آزاد افغانستان په هیله.


Habib Mashaal
07.11.2008

Talibano (extremisto terroristano aw mazhabi tashadod na pa monafeqat sara kar akhestoonko lapara da watan aw pokhtano da zhgoralo yawazanay chaara:

B-52 aw kamela emhaa da,
pa bala senaryo ke pokhtana 200 kala noor hom
shata achawal kegee<1
khwakha che maney ye aw kana?

Mrha da wee da eslaam pa nama da monafeqeeno
terroristano <goodhagee!!!!!!!![color=red:40330607d9][/color:40330607d9][size=24:40330607d9][/size:40330607d9]

[color=red:40330607d9] che delta pa tholafghan ke ye zaala da [/color:40330607d9]


باتور
07.11.2008

Mashal خانه !

ستا په نظر چي د B52 په ذريعه بمــــونه اورول د حل لاره ده او ټول افغان يې هم ځاله ده

بيا خو نو سم hoshyar سړی يې ، ما بېځايه د لېوني خيال درباندي کاوه .

مور دي در باندي بوره مه سه


په درنښت


باتور
07.11.2008

ښاغليو اختر خان او ساپي خان ته سلامونه !

اختر خانه ستا په اقتباسي ليکنه کي راغلي :

[color=brown:1a75142aa8]اسوشیټیډ پریس د بګرام څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس په بګرام کی وویل چی افغانی قومونه د طالبانو پر ضد د یوې پیاوړی جبهې په توګه جنګېدای سی . . . . . . . . . . . . . . . [/color:1a75142aa8]

ـ له افغاني قومونو نه مطلب دلته صرف د پښتنو قومونه نه دي .

[color=brown:1a75142aa8]. . . . . . . . . . . . . . ده زیاته کړه چی دا یو داسی هېواد دﺉ چی د مرکزی حکومت د کنټرول عنعنه پر لیری ولایتونو او ولسوالیو باندی موجود نه وی [/color:1a75142aa8]

ـ ليري ولايتونه او ولسوالۍ صرف په جنوب او جنوبختيز کي نه دي پرتې، په شمال او شمالغرب کي هم پرتې دي .

[color=brown:1a75142aa8]. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . خو څېړونکي وایی چی په تېرو ۷ کالو کی په امریکایی پوځ و نه سوه ، اوس پنتاګون غواړی چی د خپلو ګټو په خاطر افغانان د افغانانو سره ( خصوصأ پښتانه خپل تر منځو ) وجنګوی او قومی مشرانو ته پیسې او وسلې ورکړی .مبصرین اندېښنه لری چی ښایی دغسی کار د یوې خطرناکی داخلی جګړې یا اقلأ داخلی نفرت باعث شی چی رغېدنه به یې ډېره ګرانه وی .[/color:1a75142aa8]

تېل او ګاز په جنوب کي نه سته، په شمال او شمال ختيځ کي دي. . روسانو او د افغانستان شمالي ګاونډيانو په امريکايانو لاري تړلي. . . اوس بايد د پاس لاري خلاصي شي . . ترکمنستان او قزاقستان ته د تګ په لار کي بايد د ازبکو او تاجکو پرتې ډبري ټولي سي.

پښتانه دي وار نه خطا کوي.

د چا وار ړومبی او د چا وروستی وي

په درنښت


stanizy
07.11.2008

باتورخانه ښي چاري :
له تحليل اوتفسير نه دي داسي رابريښي لكه له امريكايي جنرال ډيويډ بترس سر ه چې د ترجماني دنده ترسره كوي , خوګوره يوه مشوره مي كلكه په غوږ كي ونيسه اوهغه داي چي پام كوه چي طالبانوته په لاس ور نه شي په خداي مرۍ به دي دڅټ له لوري غوټه درپري كړي نوردي خپله خوښه


باتور
08.11.2008

stanizay خانه، تاته هم ښې چاري .

زه فکر نه کوم چي امريکايي جنرالان به له ترجمانانو سره خپل سياسي رازونه وايي . .

او بله دا چي :

طالبان صرف د مړڅټيو سرونه د څټ له خوا غوڅوي . . زه په [color=cyan:692958780c]هسکه غاړه [/color:692958780c]اوسم .

زه دلوړو غرو نښتر یم ځکه هسکه غاړه اوسم
 خړوب شوې له کوثر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 دغيرت له تخمه هست شوم په خپلواکه ځمکه ېاندې
 دیاغي مرغه وزر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 کارنامې دشجاعت مې هر لورې ته خپرې دي
 مشهور په لروبر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 دادشګو دیوالونه ماته کله تم کیدی شي
 یو بيباکه سمندر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 چې دکور انګړ ېې خپور ؤ له بنګاله تر مشهده
 دهغه بابا پسر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 زولنې داسارت مې څو څو واره دي شلولې
 فولادي تيره خنجر يم ځګه هسکه غاړه اوسم
 ﻻتر اوسه رانه رېږدي مکناټن په ګورستان کې
 زه غازي محمد اکبر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 په قيمت دتودو وینو مونږ ګټلې خپلواکي ده
 بې پروا له خيرو شر يم ځه هسکه غاړه اوسم
 له شملې دنادر خانه له پوړني دملا لې
 نن اوښتی په اختر يم ځکه هسکه غاړه اوسم
 دهمدرد خورو ملګرو نور دشپو نه را بهر شوئ
 درته زېری دسهر يم ځکه هسکه غاړه اوسم

د استاد عرب الدين همدرد شعر

په درنښت


stanizy
08.11.2008

باتورخانه شمله دي اسكه شه :
كاكو امريكايان دوه ډوله ترجمانان لري يو هغه افغانان دي چي په امريكاكي لوي شوي دي اودلته يي له ځانه سره راورستي دي ،دوهم هغه دي چي دايمرجنسي ضرورتونو له پا ره يي دلته رانيولي دي دا لومرنۍ ډله يي من المقربين دي بابكه سر خلاصوه ٠
اوګوره له دومره لوي جنرال سر ه چي ترجمان وي رازخو بيا وړه خبره ده وام.
اودادهمدرد صيب شعرته مي دي سلام وي خو ياره لږ بيوخته دي ليكلي زكه چي ستا دنښتروپه غرونو كي خودميكناټن زمن كرزي او وزير محمداكبرخان هم په قبركي خپه ښكاري .
[color=cyan:c040bf28d6]ﻻتر اوسه رانه رېږدي مکناټن په ګورستان کې
زه غازي محمد اکبر يم ځکه هسکه غاړه اوسم[/color:c040bf28d6]
دخبلواكۍ په هيله.


باتور
08.11.2008

stanizaia !

ستا تکليف څه دی ؟ څه غواړې ؟

په درنښت


ډوکتر څپاند
09.11.2008

غربيان ولی له طالبان او قومونونه دمرستی تکل کوی؟
که دافغانستان او سيمې لنډ تاريخ ته وګورو،دا به جوته شي چه انګريزان په هند
افغانستان او سيمه کی دخپل زاړه تکتيک "بی اتفاقي واچوه حکومت وکړه"
په وسيله هميشه بریالي ول٠داسياست يي په عراق کی هم خورا ښه نتيجه ورکړه٠
دغوېې سر په درمسال کی،دقران پاڼې په مسجد واچوه او پاکستان جوړ کړه،
دامام حسين زيارت په کربلا کی ونړوه ،سني او شعيه سره په جنګ واچوه او
تماشی کوه تماشی٠
مګر په ننی افغانستان کی دقومونو مسلح کول،دهغو مشرانوته دمنطقې دامنيت
سپارل اوپدې توګه دطالبانو دهمکارۍ جلبول او ياهم دقومونو څخه دهغومنزوي
کول ،يو ناکام سياست را بريښی٠داځکه چه :
داحمدشاه مسعود او حتی تر هغی دمخه او روسته حکومتونو،دقدرت په دوره
کی، دافغان ولس دمختلفو قومونوتر منځ په کافي اندازه بی اتفاقي،مرګ
ژوبلی او دښمنۍرا منځ ته شوی چه فکرنکوم تر دی به یی لاڅوک زيات کړی
شي٠
دغه راز دقومونو هغه مشران چه په عنعنوي ډول و دی مقام ته رسيدل او دمرکزي
حکومت سره به یی دوه اړخيزه دوستانه اودولس دمنافعو په ګټه اړيکې لرلې،دتیرو دیرشوکلونو په نا امنه فضا کي نابود اويا دتل لپاره مهاجر شویدي٠
پخوانی باعزته او په افغاني کلچر وياړلی مشران اوس په نا اهله،جاهلو،فاصدو،
ملي ضد اودخارجي دولتونوپه غلامانو ټوپکوالاو تعويض  کړی شوي دي٠
هغه نوميالي قومي مشران چه ټول ولس به په يوه چيغه ورپسې روان ول، نن ورځ
دمسلح بانډونو دقومندانان په مقابل کی اۀ نشي ويستلي٠
نتيجه داچه دا سياست همدا اوس چه لا دکاغذ پر مخ يي رنګ ندی وچ شوی
ناکام ښکاری٠

په درناوی،


stanizy
09.11.2008

باتورخانه
نه نه زه روغ جوړيم هيڅ تكليف نه لرم په پاړسي كي يومتل دي جي وايي ګپ ازګپ مېخيزه
اوداخو دبحثفورم ته ولي عصبي شوي زماخبري خوفكركوم منطقي دي اوبياهم كه كومه خبره ستاله مغزوسره برابر ه نه وي اوپري خفه شوي يي زه بښنه غواړم.
په درناوي.


اختر
09.11.2008

درنو دوستانو افغانانو، پښتنو وړونو !

امريکايا ن چي غواړي د دغه په خپلو مينځو کي د پښتنو قومونه را غونډ او هغوی بيا د طالبانو په مقابل کي وجنګوي دا يوه ډېره ابليسانه او مفسدانه پروژه ده . دغه طرحه تر هر څه وړاندي پخپله پښتانه د يوه اوبل په واسطه سره ځپي او وروسته بيا ټوله د طالبانو په نامه له مينځه وړي . دلته و ټولو پښتنو ته په کار ده چي هوښياره اوسي او که انګرېزان کومي وعدې و دې يا هغه قوم ته ورکوي نو دا په دې ما نا ده چي دغه يا هغه قوم په لومړي سر کي په خپلو کي يو د بل سره جنګوي او وروسته يې بيا د طالب، تروريست او القاعدې په نامه وژني او له مينځه يې وړي . افغانان او پښتانه په هره مفکوره چي وي بايد د امريکې او انګرېز په دغه مفسدانه نخشې باندي ځان ښه ترها اګاه کړي او ټوله افغانان بايد په دې هکله ځان و پوهوي او زياتي تحليلي ليکني ورباندي وکړي .
په در ناوي


باتور
09.11.2008

اختر خانه سلامونه .

تاسو ليکلي :

. . . . . . . . . . . . [color=brown:0aa40a91d1]افغانان او پښتانه[/color:0aa40a91d1] په هره مفکوره چي وي بايد د امريکې او انګرېز په دغه مفسدانه نخشې باندي ځان ښه ترها اګاه کړي او ټوله افغانان بايد په دې هکله ځان و پوهوي او زياتي تحليلي ليکني ورباندي وکړي .

افغانان او پښتانه ؟؟؟

زما په فکر خو دا نقشه چي تاسو ذکر کړي ، صرف د ستميانو او افغاندښمنوځواکونو خوب او آرزو ده . .

بيا هم د پښتنو لپاره لکه څنګه چي مو ليکلي، ځانپوهونه او ويښوالی ضروري ده . .


په درنښت


باتور
09.11.2008

stanizay خانه !

خوشحاله سوم چي روغ جوړ يې . . دا لاندي لينک وګوره بيا له يو څه غور نه وروسته خپل اند له موږ سره شريک که . . .

http://de.youtube.com/watch?v=VB_ixi-iWTg

ما خو پخوا عرض وړاندي کړ چي :

[color=brown:89ecbab764]له افغاني قومونو نه مطلب دلته صرف د پښتنو قومونه نه دي . [/color:89ecbab764]

دوی غواړي چي د جنګ ميدان د شمال او غرب په خوا وغځوي .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more