د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آزادي يعنې څه؟

larghonay laraway
06.11.2008

تېره شپه ولسمشر كرزي په خپله وينا كې وويل : افغانستان يو آزاد او خپلواك هيواد دى، درې زره كلن تاريخ لري. امپراتوران په كې تېر شوي او ولسمشر لري.
په داسې حال كې چې د بهرنيو ځواكونو بمباري او عام وژنه ښه په درز كې روانه ده او تر هر ځل وژنو وروسته هغوى د ملنډو په بڼه تش بښنه غوښتې او بيا يې په بله سيمه كې همغه كړنه تكرار كړې ده خو ښاغلى كرزى يې هيڅكله هم مخه نه شي نيولى نو ازادي يعنې څۀ. ايا په داسې ازادۍ ووياړو او كه د ستر خوشال په دې بيتونو فكر وكړو چې :
ازادي كه بخششي وي يا د چا مهرباني وي
افتخار به پرې ونه كړي كه همت يې افغاني وي


Re: آزادي يعنې څه؟

pattang
09.11.2008

دازادۍ په مانا هر څوک نه پوهيږي او ساتل يې هم اسانه کار ندی
خود ا ، دامريکايانو اجنټان او خرڅ شوي انسانان ، ا زادي په دالرو کې بولي
او خرڅه کړې يې ده ، هغوی ته ننګ ، عزت، ابرو او پښتنولي کوم اهميت نلري،
غوړ لوښي دي، يخې اوبه هيڅ تا سير نه پرې کوي ترڅو چې په اېشېدليو اوبو
پاک نشي٠

[quote:3bc5d68ab1="larghonay laraway"]تېره شپه ولسمشر كرزي په خپله وينا كې وويل : افغانستان يو آزاد او خپلواك هيواد دى، درې زره كلن تاريخ لري. امپراتوران په كې تېر شوي او ولسمشر لري.
په داسې حال كې چې د بهرنيو ځواكونو بمباري او عام وژنه ښه په درز كې روانه ده او تر هر ځل وژنو وروسته هغوى د ملنډو په بڼه تش بښنه غوښتې او بيا يې په بله سيمه كې همغه كړنه تكرار كړې ده خو ښاغلى كرزى يې هيڅكله هم مخه نه شي نيولى نو ازادي يعنې څۀ. ايا په داسې ازادۍ ووياړو او كه د ستر خوشال په دې بيتونو فكر وكړو چې :
ازادي كه بخششي وي يا د چا مهرباني وي
افتخار به پرې ونه كړي كه همت يې افغاني وي[/quote:3bc5d68ab1]


ډاکتر څپاند
10.11.2008

تېره شپه ولسمشر كرزي په خپله وينا كې وويل : افغانستان يو آزاد او خپلواك هيواد دى، درې زره كلن تاريخ لري. امپراتوران په كې تېر شوي او( ولسمشر لري ،
يانی چه دپردو غلام لری،نوکر لریدبار وړلوخر لر ی ،دکرزي پشان وفادار
جوسر لري) :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more