د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغان حکومت دمذاکراتودروغجنه ډرامه

Shagiwal
04.11.2008

له ډیرې مودې راهیسي په ټولوسیمزواونړیوالوخبري رسنیوکي نژدې هره ورځ پردې موضوع چي افغان حکومت غوړاي له خپلومخالفووسلوالوسره خبري وکړې لیکنې ،رپوټونه ،شننې، تبصرې، څیــــړنې اودکارپـــوهـــانـــــونظـــــرونه خپـــــریږي،اوس پـــوښتـــنه داده چي ولي په دي ورځوکي دسولې اومذاکراتددترسره کولوموضوع دومره ګرمه ده په دې اړه غونډې کیږي،دچارواکوله لوري نورو هیوادونوته وړاندیزکیږي چي په دي اړه له دوئ سره مرسته وکړي اوان هغه ځواکونه چي پخوایې تل داویل چي دنړۍ په هیڅ ګوت کي له ویرې اچؤنکواوتروریستانوسره سوله اومفاهمه شوني نه ده هغوئ هم نن دیته چمتوالی ښودلی چي له خپلومخالفینوسره دخبرواترومیزته کښیني ؟

په دي اړه بیلابیل نظریات موجوددي،یونظردادی چي افغان حکومت اونړیوالوملګرویې ځکه مذاکراتو ته مخه کړه چي ددوئ په دي سرخلاص دی چي طالبان اوددولت ضدځواکونه نورله جګړې ستړي شوي نوهمدایې وخت دی چي له هغوئ سره خبرې وشي اوهغوئ په داسي ډول دحکومت په تشکیل کي ورګډ کړي چي دهغوئ بالقوه خطرهم له منځه ولاړشي اوامریکاپه سیمه کي دخپلوګټودترلاسه کولولپاره په بې غمه زړه هلې ځلې وکړي،مګردانظرله دي کبله سم نه بریښي چي طالبان له جګړې نه دي ستړي شوي دي،ځکه که هغوئ له جګړې ستړي شوي وای نوبایدچي په بریدونواوفعالیتونو کي یې کمی راغلی وای،لکن برعکس دهغوئ فعالیتونه نه یوازي کم شوي نه دي بلکه په تیرواووکلونو کي دنورو ښپږو کلونوپه پرتله سږکال ترټول زیات شوي،په روان کال کي طالبانوځیني داسي ستربریدونه وکړل چي ټوله نړۍ یې هکه پکه اوګوته په غاښ کړه،ښې بیلګې یې دکندهاردلوی زندان ماتول،په کابل کي پرسرینا هوټل برید،دمجاهدینودبري په ویاړدجشن پرمراسموحمله اوپه سړوبي ونورستان کي پرامریکایانو هغه ګوزارونه ؤچي نړیوال سپرځواکونه یې له سختوننګونواوزړشنیوسره مخ کړل دکابل په سړوبي کي دلسوفرانسوي ځواکونووژلوپه ټوله فرانسه کي یوډول غوغاراوپاروله،داټول هغه شواهددي چي له هغونه داسي ښکاري چي طالبان نه یوازي داچي له جګړې ستړي شوي نه دي،بلکه هغوئ له ډیرلوړ مورال،نوې پخې تګلاري اوښه عصري تکتیک سره ډګرته راغلي دي چي په مقابل کي یې نړیوال ځواکونه ورووروخپل مورال له لاسه ورکوي اودي مسئلې نه یوازي په امریکابلکه په ټوله لویدیځه نړۍ کي اندیښنې راپارولي دي .

ځیني شنؤنکي په دي انددي چي دمذاکراتوددې ډنډوروترشاڅوهدفونه دي چي دهغوله جملې نه عمده یې دادي :

(۱) په ټوله نړۍ کي دامریکاپه وړاندي دخلکوکرکه مخ په زیاتیدوده،دامریکاډیپلوماټان،اولسي وګړي اوامریکایې ګټې له ګواښ سره مخ دي په امریکاکي دننه هم ورووروخلک دي ته متوجې کیږي چي دافغانستان جګړه پرکوم لوروانه ده؟ هلته هم سوکه سوکه عامه ذهنیت له دي جنګ سره مخالف کیږي اوس امریکاغواړي ددې ډنډوروپه خپرولوسره دخلکوپه ذهن کي داتأثرورکړي چي دوئ خودادي سوله غواړي مګرداطالبان دي چي سولې اومذاکراتوته نه چمتوکیږي ،هغوئ یوازي پرجګړه ټینګارکوي طالبان هیڅ داسي تګلاره نه لري چي له مخي یې افغان اولس ته ښیګڼه راوړي دوئ یوازي دټوپک په شپیلۍ خبري کوي له دي پرته هیڅ سوغات نه لري موږدلته دبیارغونې اوله افغانانوسره دمرستې لپاره راغلي یوکه هغوئ وغواړي نوموږوتلوته چمتویوخو موږپوهیږوچي افغانان موږغواړي،زموږ له کړنوخوښ دي اوله طالبانوکرکه کوي،سره اله دي چي په دي اړه به یې کوم شواهدهم نه وي وړاندي کړي خودوئ به دادعوه کوي .

(۲) په امریکاکي داولسمشرۍ ټاکنې په رالنډیدودي،نظرپوښتنوښودلې ده چي دریپبلکن ګوندغړي خپل بري ته چندان خوش بین نه دي،ځکه ددوئ ټولې تګلاري ناکامه شوي دي،هیوادله سخت مالي کړکیچ سره مخ دي،دخلکودبې کارۍ سلنه مخ په زیاتیدوده،په ټوله نړۍ کي دامریکاموقف ته سخت زیان رسیدلی اودامهال امریکادګوښه کیدوپه درشل کي ده،ځکه نوجمهوري غوښتؤنکي زیارباسي چي له یوې نه یوې لاري خلکوته داسي ژمنې ورکړي چي دهغوئ اعتماداوباورترلاسه کړي،په افغانستاکي دستراتیژۍ دبدلون خبرې دټول ټاکنولپاره ددغودؤګوندو(ریپبلکن،ډیمکراټ) له خوادنومول شویوکاندیدانودسیالیوله چټکیدوسره پریوه وخت رامخته شوې،له دي څخه داسي ښکاري چي بوش هڅه کوي له دي لارې یوځلي بیاخپل دریځ پیاوړی کړي .

(۳) اصلي وجه داده چي امریکااواروپادواړه اوس له سختومالي اواقتصادي ستونزوسره لاس اوګریوان دي،په داسي وخت کي امریکانه شي کولای هم په عراق اوهم په افغانستان کي له دومره مشکلاتوسره سره جګړه پرمخ یوسي،بل لورته دلته په افغانستان کي هم حالات یومخ بدل شوي طالبان ځواکمن شوي،فقرزیات شوی،پرحکومت دخلکوباورله منځه تللی،دانسان تښتونې پیښې ډیرې شوې اوپه حکومت کی اداري فساد خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلی داټول هغه عوامل دي چي افغان حکومت اونړیوال یرغلګریې دداسي بې معنی مذکراتوډنډوروخپرولوته اړایستي دي،که دوئ رښتیامذکرات غوښتل نوپه دي اړه به یې عملاګامونه هم اخیستي وای،نورځواکونه به یې نه راغوښتل حال داچي امریکاغواړي په راتلونکي کال کي افغانستان ته نهه زره اضافي پوځیان واستوي،نوکه دوئ رښتني مذاکرات کولای بیایې ولي نوي پوځیان راوستل،داهسي یوه دروغجنه ډرامه دي چي دخلکودغولولولپاره پرلاراچول شویده.

(۴) بل سترلامل دادی چي په افغانستان کي دامریکااوناټوځواکونومرګ ژوبله يومځ ډیره شوي ده په دي سره امریکایې پوځي چارواکي دومره وارخطاشوي چي هغه دچاخبره ډیروخت یې پیریانان ږغوي،په ځان نه پوهیږي چي څه وکړي؟ ددي لپاره چي عامه ذهنیت دي مسئلې ته متوجې نه شي،نو ډول ډول اوازې خپروي،کله دوسولې دخبرواجنډامطرح کوي اوکله هم دقومي ملیشودمسلح کولو خبرې کوي،یوه ورځ وایې چي په افغانستان کي خیرخیریت دی هیڅ نشته خوبله ورځ له هرچانه دپوځیانوپورغواړي،یوه ورځ په افغانستان کي بری شونی وي اوبله ورځ ناممکن وي،دااودیته ورته نورې اوتې بوتې چي مطبوعات یې هم ښه په خوندورسره شخوندکوي .

که پورتنیولاملونوته ځیرشونوجوته به شي چي دغوټولوعواملولاس سره ورکړی اوامریکایان یې سخت وارخطا کړیدي،وارپاریې خطادی،بل لورته ددوئ په مټ جوړه اداره هم له سخت جنون سره مخ ده،ځکه دوئ په دې ښه پوهیږي چي مرګ اوژوندیې دپردیوله الوتکو، شوبلو ، توپونو، پيسو اومکاناتوسره تړلی دی که هغوئ ورڅخه لاړی شي نوفکرنه کوم چي دیوې شېبې لپاره دي دوئ هم په سیمه کي پاتې شي،بلکه ترنړیوالوملګروبه دوئ مخته منډې وهي خوپه دي ضمن کي پر امریکایانو هم باورنه لري نوددي لپاره چي هسي نه مقاومت نورهم سخت شي غواړي دلته دتاجکستان تجربه تکرارکړي چي هلته هم دعبدالله نوري په مشرۍ ددولت ضدوسلوال بریالیتوب ته نژدې ؤمګرپه همدي وخت کي حکومت ورته دسولې وړاندیزوکړعبدالله نوري سولې ته خپل چمتوالی وښوداوله حکومت سره یې په داسي شرائطوسوله وکړه چي سل په سل کي دده په تاوان وه چي له کبله یې هغه دی نوموړی اوس دسیاست له ډګرنه بیخي ګوښی شو،نودلته هم حکومت غواړي داډول یوه لوبه ولوبوکه وشووشوکنه هغه دچا خبره وړه به په لانده کړو.لنډه داچي دمذاکراتوداډنډورې رښتنې نه دي هسي سمبولیکه،نمائشي اوغولونکې بڼه لري یوه تیرایستونکې ډرامه ده چي لوبغاړي یې په دي ډول غواړي دخلکوپه سترګوکي خاوري ورواچوي،عجیبه خولاداده چي خبرې هم له هغه چا سره کوي چي اساسي قانون مني،له جګړې لاس اخلي اوسولیزژوندپیلوي،زه دیته حیران یم چي داخلک احساس لري کنه ؟ له داسي چاسره خبرې کول چي هغه داپورتني شرائط ټول مني او هغوته ژمن پاتي کیږي،هیڅ معقول توجیې نه لري،ځکه داسي خلک خونوبیامخالفین نه،بلکه ددي حکومت ملاتړي دي،سوله سړی له خپل ملګري سره کوي که له مخالف جانب سره ؟

دطالبانوپردریځ ځکه خبره نه کؤچي ددې مذاکراتووړاندیزهغوي نه بلک ددوئ مقابل طرف کړی دی،خکه نوددوئ دموقف ارزولوته اړتیانه پیداکیږي اونه څوک داپوښتنه کوي چي هغوئ څه کوي؟ طالبان چي هرڅه کوي له خپلوپالیسیوسره سم به یې کوي که داوړاندیزسم اوپه ګټه ورته ښکاره شوخبرې به وکړي اوکه یې په تاوان ؤردبه یې کړي (لکه ردکړی چي یې هم دی) خبره خو دحکومت اونړیوالې ټولنې له خوراپیل شوي ده،ځکه مونوپه بحث کي هغه عوامل وڅیړل چي دوئ یې دې حیرانؤنکي وړاندیزته مجبورکړي دي .! [code:1:04f182e990][/code:1:04f182e990] :arrow:


Ghairat
04.11.2008

هلکه وطنداره ښې چارې اوسلامونه ، ایله په بیله چې یو شئګیوال هم راپېښه وکړه نو ټول افغان ته ستړی مشی او هرکله راشې!
وروره زبردستې خبرې دې کړي دي که دبنډار دې خونې ته اکثره وخت دغسې سر راښکاره کړې او نظر وړاندې کړې نو بنډار به لاخوندور شي که ستاسې په څیر د شئګیوالو یو استازی هم په کې برخه ولري!
ستاسې له شننې څخه داسې بریښي چې په هر ډول چې وي امریکا او ګوډاګی حکومت یې د سولې او روغې جوړې نارو سوروته اړ شوی او په دروغه یا له رښتیني مجبوریت څخه دغسې چغې وهي . نو ښه به نه وه چې په دې موهم نظر ورکړی وای چې آيا طالبان هم له دې چانس څخه کومه مثبته ګټه پورته کولی شي که نه ؟ که یې کولی شي آیا ISI به دوی ته اجازه ورکړي؟ حمید ګل خو غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اتروکې باید پاکستان هم برخه واخلي ، له دې نه څرګندیږي چې پاکستان د طالبانو په واسطه د سولې له خبروڅخه هم د خپلو ناروا هدفونو له پاره ناوړه ګټه پورته کول غواړي او آیا په طالبانو دومره باور نه لري چې په مستقله توګه یې د کابل حکومت سره خبروته پریږدي،که څنګه ؟


stanizy
05.11.2008

شګيوال صيب ،غيرت اونوروتولولوستونكوته سلامونه اونيكي چاري
دقدرمن شګيوال صيب له ښكلي ادبي ليك اوښه سياسي تحليل اوڅيړني څخه خورادير متاثرشوم ،خدای پاک موپه علم اوقلم نورهم بركت كړه اوزه موهم دي ته وهڅولم چي دالاندي څوكرښي تاسي ته وړاندي كړم.
رښتياهم تاسي دبهرنيو يرغلګرو ځواكونو اودهغوي په لاس جوړې كړي اداري په اړه ډير معقول تحليل كړي اودايو ترلمر روښانه حقيقت دي چي نورنوبهرنيو ځواكونو دزور خپلي تولي وسلي اووسيلي به كار واچولي اودافغانانو په ځانګړي توګه دپښتنو استقامت اومقاومت به وړاندي نورنودوي ته تردي زيات څه نه دي ورپاته اوښه بيلګه يي د ودونوپه ورا اوډولۍ باندي ناوړه اودنړۍ والوټولو معيارونو اوانساني كړووړوبرخلاف ظالمانه اوبي رحمانه بمباري دي چي ټولي نړي مسموع اومرئي وليدل اودبشر دحقونو تش به نوم نړيوالوډلوټپلو په شمول هيچاهم ورباندي دامريكادظالم اوپه رښتيني معناترورستي نظام له ويري غږ بورته نه كړ اونن به تاسي دكرزي خواركي پهلوان زنده خوش است هغه درخواست هم اوريدلي وي چي دامريكاله نوي ولسمشر باراك اوباما څخه يي وكړچي نوردي نود امريكانوي حكومت دافغانستان به مظلومو خلكو، كورونو اوكليو باندي بمباري ودروي .
نورنو امريكايان په دي پوه شوي دي چي دوۍ اوملګروته يي دلته دجګړي له لاري بري ته رسيدل ناشوني دي اوس نو دانګريزانو له شيطاني تكتيك نه په كاراخيستلوسره غواړي چي نوك اوووري، طالب اوكليوال سره بيل كړي اودطالب په مقابل كي له قبايلواوعاموخلكونه د ډالروپه زور كارواخلي كټ مټ لكه په عراق کې يي چي داكار وكاوو اوتريوكمه حده هلته داكار ددوي په ګته هم تمام شوخودوي به دماپه انددلته پدي لوبه كي زكه څه ترلاسه نه كري چي عراق اوافغانستان دزمكي اواسمان ترمنځ توپير لري همداراز افغانان لكه دعراقيان په څير نه دي اوښه بيلګه يي دصدام نيول ووچي خپلو نيزدي ملګرودپيسوپه مقابل كي په امريكايانو وبلوره خودطالبانو حكومت ترصدام ډير پخواړنګ شوي لاكين مشران يي لاتراوسه هم ژوندي دي بلكي ښه به قوت اويوقيادت سره خپل دمقاومت دندي سرته رسوي < البته دghairat په شان لوستون كي به ډير په ساده ګۍ سره زمادي ليكني ته داغبرګون وښه يي چي طالبان خودپاكستان خلك دي اوهغوي يي ساتنه كوي > خوزه به دايوه خبره دلته وليكم اوكه زوند باقي وي بيابه تاسي وګوري چي طالبان دISI  خلك نه بلكي يوخالص ملي پاك ،سبيڅلي اواسلامي غورزنګ ده چي دوخت دشريايطو اوغوښتنو سره سم رامنځ ته شوي ، داسره لدي چي ډيري نيمګړتياوي يي هم لرلي خو كه همداسي باته شوي وي دانيمګړتياوي به دوخت په تريدلوسره په خپله اصلاكيدلي اودي غورزنك به تطور اونوښتونه راټوكل.
اوس خبره داده جي څنګه دوي دباكستان ګوډاګيان ندي يودوه ساده بيلګې يي دلته وړاندي كوم :
1/ دطالبانودحكومت په دوره كي پاكستان يوله هغودري هوادونوڅخه وو جي ددوي اداره يي به رسميت بيزندلي وه اوښي سياسي اړيكي يي ورسره لري اوداچي زه معلومات لرم پاكستان په واروار له طالبانو غوښتنه كړيده چي دادډيورنډ كرښه دي ددواړوهيوادونوتر منځ رسمي كرشه وپيزندل شي اويا هم كم ازكم دي تمديد شي خوداكار دطالبانو دواكمني په دوره كي هركز ترسره نه شواوس ستاسودي په خداي قسم وي چي دپاكستان به تردي هم بل لوي هدف په افغانستان كي وي؟
ځيني ملګري دلته شايد ووايي سي هيواد دپاكستان يوه صوبه ګرزيدلي وه خوزماپه انددابه دخ ر ه په عقل هم برابره نه وي البته كه عقل يي لرلي خويوه خبره چي تر لمر هم ډيره رڼه ده اوهغه داچي كه طالب نوي نو نن به دي داګران هېواد افغانستان په وړوكي تاجكستان ،وزبكستان ،هزارستان ،شيعستان اونوروباندي بدل وو.
2/ دطالبانو له سقوط نه تراوسه دطالبانوډير مشهورمشران لكه عبدالسلام ضعيف , چي زه نه غواړم دنورونومونه يي دلته وليكم, چي كله دباكستان خاوري ته اوښتي پاكستان نيولي اوپه امريكايانويي پلولري دي چي دپاكستان د بهرنيوجارودوزارت رسمي بيان تقريبا په 2005 كال كي داسي خپورشوي ,جي موږ تراوسه پورې شاوخواشپږسوه طالبان اوعربان نيولي اوامريكاته موور حواله كړي .
نوددي نه روسته به هم طالبان دپاكستان خلک وي؟
البته زه په دي باورلرم چي پاكستان لكه دايران په شان زموږ دشمن دي او ډيره زيركي سره كاركوي اوله هري موقع دخپل هيوادپه كټه استفاده كوي چي پدي كاركي موږ افغانان بيا ډير كمزوري يو.
اوپه پاي كي داخبره كوم هغه څه چي تاسي غوښتل طالبانو وكړل، طالبانو د پاكستان په داخل كي اوربل كر اوهلته يي پاكستاني طالبان ديته وتوانول چي دپاكستان دحكومت اوپوځ په مقابل كي وسلي ته لاس كړي اودپاكستان حيات ته يولوي چيلنج وركړي .
په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more