نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ټول افغان د....اوپښتوښوونکی په توګه
رښتینی
29.10.2008
زموږ دټول افغان په ملګروکی داسی کسان شته چی هغوی
لومړی ټول افغان ته راغلی وو نو پښتویی یوڅه کمزوری او بیخونده وه
خو اوس الحمد لله ډیر ښه شوی دی او زه ځان ته ددی اجازه نه ورکوم چی
دهغو کسانو نومونه واخلم ځکه کیدی شی هغوی خپه شی او داخو شاید
ځینی ملګروته مالومه وی چی زه دچا خپګان نه خوښوم نو که هغه کسان
په خپله دی ډګر ته را مخته شی او دومره مهربانی هم وکړی چی دخپلو
لومړیواو اوسنیو لیکنو بیلګی هم دلته کیږدی نو زما په اند په دی سره
به لوستوال پوهه شی چی دلته وخت تیرول بی ګټی نه بلکی ګټوردی او
له سیاسی علمی اوکلتوری مالوماتوسره سره سړی کولی شی خپله پښتو
هم ښه کړی
اوس به نو ځینی یاران وایی چی ته نو له کومه دومره خانتما شوی چی له نورو خلکو نه داغوښتنی کوی په خپله خو ته وا یومخ رښتین یا رشادیی چی دځان په اړه څه نه وایی او له نورو نه غوښتنی لری ولی ستا پښتو خو لا اوس هم دومره بیخونده ده چی هابله ورځ هم یوچا په یی ګانو کی رانیولی وی :)
داسمه ده منم یی زما خپلی نیمګړتیاوی بی شماره دی خو اوس می له تاسو نه پوښتنه لومړی کړه او لومړی یی له تاسو نه اورم بیا به نو ګورو که دخدای خوښه وه
په مینه او بیا په مینه
باتور
29.10.2008
حامد خانه !
زده کړه عيب نه دی، له زده کړي نه تېښته عيب دی .
دا چي ستا په قول ځينو په پښتو مينو وطنوالو خپلي ليکني د ټول افغان په برکت ښې کړي،
دا د هغو ذاتي استعداد او لياقت څرګندوي . . . دا له خپلي پښتو سره د هغو د ميني او محبت د درلودلو ښېګڼه بيانوي .
تاسو ليکلي :
[quote:b7c37c7372]اوس به نو ځینی یاران وایی چی ته نو له کومه دومره خانتما شوی چی له نورو خلکو نه داغوښتنی کوی په خپله خو ته وا یومخ رښتین یا رشادیی چی دځان په اړه څه نه وایی او له نورو نه غوښتنی لری ولی ستا پښتو خو لا اوس هم دومره بیخونده ده چی هابله ورځ هم یوچا په یی ګانو کی رانیولی وی
داسمه ده منم یی زما خپلی نیمګړتیاوی بی شماره دی خو اوس می له تاسو نه پوښتنه لومړی کړه او لومړی یی له تاسو نه اورم بیا به نو ګورو که دخدای خوښه وه [/quote:b7c37c7372] ـ زما پوښتنه :
تاسو به څه وخت د خپلو نيمګړتياوو د تکميل لاري ته د تګ لپاره ملا تړۍ ؟ له ټول افغان نه د زده کړي چانس خو د نورو په شان تاسو هم لرۍ !
په درنښت
Ghairat
29.10.2008
ښاغلی باتور صیب ته له سلام اودرناوي وروسته :
تاسې لیکئ :[quote:7d1ea8e1d9]تاسو به څه وخت د خپلو نيمګړتياوو د تکميل لاري ته د تګ لپاره ملا تړۍ ؟ له ټول افغان نه د زده کړي چانس خو د نورو په شان تاسو هم لرۍ ![/quote:7d1ea8e1d9]
وروره حامد صاحب مونه دی پېژندلی، نوموړی یو ډیر پیاوړی لیکوال اوپه پښتولیکدود اوادبیاتو بشپړ لاس لري ،نوکه څه د ځان په ضد له ډیرې تواضع څخه لیکي هغه نغده سیکه مه بوله !
د حامد صیب لیکنه نوروته یواړین او رغنده وړاندیزدی، ډیر کسان به البته د ده له لیکنو څخه په راتلیزه کې هم ګټه پورته کړي اومونږ ورته ډیرې بریاوې غواړو .
په درنښت
ع کريم حليمي
30.10.2008
و باتور ته سلام
[quote:67434bf681]دا چي ستا په قول ځينو په پښتو مينو وطنوالو خپلي ليکني د ټول افغان په برکت ښې کړي، دا د هغو ذاتي استعداد او لياقت څرګندوي [/quote:67434bf681]
جمله پنځوس في صده صدق کوي
استعداد په ښوونکو راوښيږي ، ما مالدار سړی ديندار ليدلی نه دی
او د کوچانو په کږدۍ کښي څوک نه ملا کيږي ، او نه شوی
من علمني حرفا كنت له عبدا
حسب المعلم غمَّة وكآبة ................. مرآى الدفاتر بكرة وأصيلا
حامد صاحب !
بنده ستا د ښوونځۍ شاګردۍ ته تيار دی ،
تاسو زما لپاره خضر ياست ، خو په درېيمه پوښتنه به مي له ښوونځۍ اخراجه
وې نه ،
ستاسو په واسطه، هدايت ته سترګي په لار
په مينه
و.افغان
30.10.2008
ټولو وروڼو ته درناوۍ او سلامونه
السلام علیکم
دروند حامد صاحب !
له مجاملې پرته دټول افغان فوروم ماته دیوه ډیر مهم وړیا استاذ يا ديوې مهمې وړیا اکاډيمۍ حیثیت لرې، چې ما نشواي کولاي چې
په ډیرو پيسو او خرچو مې لاس ته راوړې واي، خو دادی دټول افغان فوروم مونږ ټولو ته په
وړيا ډول ښوونه کوي.
زه چې خپل ځان ته وګورم، او سوچ وکړم، نو په دی نتیجه رسیږم، چې د څه کم درې کالو په لړ
کې دټول افغان له لارې ځما مالوماتو ډیره پراختیا وموندله، زه چې خپله خپلې مخکينۍ
لیکنې او وروستۍ لیکنې سره پرتله کړم، نو ګورم چې ډیر فرق يي سره پيدا کړې دی،
ځکه خو دټول افغان فوروم ما ته له ټولو پښتو ویبپاڼو او حتی خپله دټول افغان دلومړي
مخ څخه هم زیات اهمیت لري.
دا چې ځما پښتو ژبه تر اوسه نه ځواکمنده شوې، ددې سبب دادی چې ما دې اړخ ته ډیر فرصت نه دی ورکړې، خو دمخکې په پرتله بیا هم ډیره ښه شوې وی،
خو دا ييګانې ځما په شمول له ډیرو ورکې دې، ځکه چې زما په فکر تر اوسه په کې پښتانه یو ثابت
دريځ نه لري.
او که چیري دپښتو
دادب او ګرامر په فوروم کې دپښتو ژبې دزده کړې یو منظم کورس شروع کړې شي، او څوک
دی کار ته ملا وتړي، نو ډیره ښه به تمامه شي، او زه به يي لومړنۍ شاګرد شم.
خیریوسی
30.10.2008
محترم حامد صاحب السلام علیکم ورحمةالله
وروره په دی کې هیڅ شک نسته چې ټول افغان وپښتنو ته ډیر خدمت کړی دی ټول افغان ډیر وځوانانو ته د پښتو ، شعرونه ، لندۍ...... دزدکړی زمینه برابره کړیده ځینی کسان یې ولیکولو لوستلو ته تشویق کړی دی دهغودجملې څخه یو هم زه یم چې ډیر څه می دټول افغان فورم کې ذده کړی
ډیر وخت مخکی به وماته داروپا څخه په کمبیوتر لیکلی خط راغلی په خط کی به دړ،ڼ ،ځ، ږ ، ښ ... په قلم سره اصلاح سوی وه نو زه په ډیر خواشینی سوم چې نور هیوادونه چېری او موږ پر کوم لور روان یو اوس خو الحمدلله چې پښتو دنټ په نړی کی زیات پر مختګ کړی او پر مخ روان دی هر څوک چې دنړی په هر کونج اوکنار کی وی کولای سی چې پښتو درسی کتابونه وخپلو ماشومانو دنټ په موټ په خپل کور کې ولاس ته راوړی او خپله پښتو ذده کړی پښتو کتابونه ولولی
زه خپله وټولو هغه ورڼو ته کوروداني وایم چې دهیواد په بیا رغونه، تعلیم،بناء , زراعت , صناعت , ............. كي نه ستړی کیدونکی خدمت کړی او کوی یې
یوه هیله هم لرم هغه داچې په نړۍ کې دخواره واره افغانانو دپاره که امکان وی هم دذدکړی زمینه برابره سی څګه چې دهغوی ماشومانوخپله مورني ژبه تر ډیره حده دلاسه ورکړی ده ان تردی پوری چې په خپل کور کهول کی په بله ژبه خبری سره کوی
په پای دیوی ټوکی اجازهم راکړی هغه داچې په فاړسی به صفر نه راکوي چې وطنمل صاحب می لږ تر لږه په پښتو کې ودوهم صنف ته کامیابه کړی هاها ها
په درناوی
رښتینی
30.10.2008
ښاغلی باتور ،منلی غیرت ،محترم حلیمی ،ګران وهاج اوجناب عاجزه
صاحبانو اوخوږو وروڼو ستاسو له نیکو او رغنده نظرونونه ډیره اوډیره
مننه الله مو بریالی لره
اوښاغلی باتور ! ما خو ویلی چی پیل له تاسو اوخپله می هم وعده کړی ده
خو ګوره پام دی وی چی داد [color=darkred:46b8d6ad02]تکميل[/color:46b8d6ad02] توری له
انسانی صفاتو سره بیخی خوند نه کوی
[code:1:46b8d6ad02]تاسو به څه وخت د خپلو نيمګړتياوو د تکميل لاري ته د تګ لپاره ملا تړۍ ؟ له ټول افغان نه د زده کړي چانس خو د نورو په شان تاسو هم لرۍ ![/code:1:46b8d6ad02]
په مینه
ihtesham
30.10.2008
[quote:4c0e027a80="Ghairat"]
وروره حامد صاحب مونه دی پېژندلی، نوموړی یو ډیر پیاوړی لیکوال اوپه پښتولیکدود اوادبیاتو بشپړ لاس لري [/quote:4c0e027a80]
عجيبه خبره ده ښاغلي خو پورته په خپله ليکنه کې د پښتو معياري ليکدود نه دى مراعات کړى او((ي)) گانې يې هم سمې ندي ليکلي نو څنگه پياوړى ليکوال او د پښتو په ليکدود بشپړ لاس لرونکى شو؟
رښتینی
30.10.2008
ښاغلی احتشام ستاسو خبره په ځای ده او هغه مازی دغیرت صاحب
یونیک نظر دی او ماد خپلو کړمو اعتراف په واز کومی کړی دی چی
ستاسو په درانه حضور کی قرار لری اوستاسو ځواب ته ځکه زه را
مخته شوم چی موږ له موضو ع نه ډیر اسانه اوړو خبره په بله او بحث
ته وړاندی شوی موضوع په ځای پاته وی
[code:1:4e81f78d62]عجيبه خبره ده ښاغلي خو پورته په خپله ليکنه کې د پښتو معياري ليکدود نه دى مراعات کړى او((ي)) گانې يې هم سمې ندي ليکلي نو څنگه پياوړى ليکوال او د پښتو په ليکدود بشپړ لاس لرونکى شو؟[/code:1:4e81f78d62]
لطفا دموضوع په اړه نظر وړاندی کړئ اورغنده بحث پرمخ بوځئ
په مینه
باتور
30.10.2008
ښاغلي حامد ته .
د [u:b14c1a036f]تکميل په لاره تګ [/u:b14c1a036f]د تکامل کوښښ دی . .
د کاملتوب کوښښ ګناه نه ده . ځان کامل ګڼل ګناه ده .
په درنښت
ډاکتر څپاند
30.10.2008
دټولو هغو دوستانو نه د زړه له کومي مننه چه دی پښتو ژبئ د ليک لوست په
سمون کی ئی ځما او دنورو اړو خلکو سره مرسته جاري ساتلی٠
خو يوه بله خبره!
دانترنت د سايتونو مراجعين اکثرا په مستعار نوم ليکنی کوی٠مګر زما په عقيده د دسايټونو چلونکی بايد وپيژندل شی چه څوک دی او په کم هدف دومره زيا باسی،اوتر ټولو مهم داچه ددوی مصارف څوک ورکوی؟؟
که جناب محترم حامد صاحب په لنډه توګه ځان راوپېژني نو دا به يو ښه اغاز
وي٠ايا تاسو د محترم ډاکتر عبدالصمد حامد(دهيواد نوميالې ا وغښتلی علمي
،سياسي،ادبي،فلسفي او ملي شخصيت)سره کورنۍ اړيکی لرۍ؟؟
ايا تاسو محترم داکتر امان الدين حامد دمرحوم منهاج الدين ګهيځ ځوئ پيژنۍ
؟؟،او يا داچه دا تخلص مو هسی خوښ شوی،او يا ځما پشان مو د نورو له
ايرې مستعار نوم دی؟؟
د يوۀ ښه ځواب په هيله،
په درناوی،
رښتینی
31.10.2008
ښاغلی څپاند صاحب مننه او خوشاله اوسی
او ددی یوی پوښتنی په اړه دی ځواب لرم :
[code:1:04e614aeb4]او يا داچه دا تخلص مو هسی خوښ شوی[/code:1:04e614aeb4]
هوکی !
اوستانوری ټولی پوښتنی ښاغلی شیرزادکاموال او وطنمل صیب ته
راجع دی زه فقط ستا سوپه څیردټول افغان یو ګډون وال یم
په مینه
ډاکتر وطنمل
31.10.2008
درنو او محترمو ګډونوالو اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !،
ډیرو کسانو ته له ډیره وخته دا پوښتنه پیدا کیږي چې وطنمل څوک د او د کوم ځای دی او د کومې کورنۍ سره تړاو لري؟ او ځینې لا بیا دا تورلګونې او محاکمې په انداز کې دا هم وايي چې داد ټول افغان مصارف چلونکو ته څوکورکوي ؟
له دې وروستۍ پوښتنې به یې پیل کړم :
دا پوښتنه په دې شکل درې برخې لري چې دوه یې ادعا او یوه یې پوښتنه ده چې له نوموړو ادعاو څخه راپورته شوې ده :
۱ ـ ادعا : ټول افغان دومره ډیر لګښت لري چې هیڅ لونکي یې پخپله نشي ورکولیـ
۲ـ ادعا : نو ټول افغان حتمأ له کومې منبع څخه خپل لګښت تر لاسه کوي
۳ـ پوښتنه : هغه منبع چې دوی ته روپۍ ورکوي هغه به څوکوي؟
که لنډه یې درته ځواب کړم نونه مو لومړۍ اونه مو دویمه ادعا سمه ده اودا چې یوه ادعا هم حقیقت نه لري نوله هغوی څخه راپورته شوې پوښتنه (۳ جز) مو هم ځای
نه لري !
خودا چې ددې پوښتنې مور (نوموړې) ادعاوې صرف بدګوماني ده نو د ځواب په دغه صاف ساده حقیقت به کله قناعت وکړي ؟
نوراځئ د یوې شیبې له پاره هم بدګمانه ادعا اوهم اړونده پوښتنه پر ځای فرض کړواووګوروچې کومه نتیجه ورکوي :
هغه څوک چې مالي لګښت ورکوي څوک دي؟
د یوې شېبې له پاره به فرض کړو چې څوک ملي کسان ورته پیسې ورکوي ۰
[color=blue:1caa371c8a]په دې کې خوشک نشته چې ټول افغان یوه ملي اسلامي ولسواکه پاڼه ده ![/color:1caa371c8a]
په دې لحاظ چې ټول افغان یوه ملتپاله پاڼه ده نو که د بل چا په پیسوچلیږي هغه به حتمأ ملي کسان وي، خو پوښتنه داده چې ټول افغان نه یواځې ملي پا ڼه ده بلکې اسلامي هم ده ! نو آیا طالبا (هم) ورته پیسې ورکوي؟
خوټول افغان ولسواکي هم غواړي،آیاکومه ولسواکه منبع هم ورسره مالي مرسته کوي ؟
په دې صورت کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې آیا طالبان یوې ولسواکي او ملي پاڼې ته روپۍ ورکوي؟ آیا ملي کسان ولسواکې اواسلامي پاڼې ته له پیسو تیریږی ؟ او ایا ولسواکان به د اسلام له غمه دومره مړه وي چې د روپومرسته هم ورسره وکړي؟ او روپۍ خویې د بلاپسې، ایا دوی په اوسنیو شرایطوکې یو پر بل دومره اعتماد کولی شي چې دېوې پاڼې په چلولوکې یو بل ته سره لاس ورکړي؟
په ډاګه دې نتیجې ته رسو چې دا یوکار هم امکان نه لري نو هېڅ داسې ډله نشته چې له بهر څخه دداسې يوې پاڼې سره چې هم په اسلام ،هم ملتپالنه اوهم په ملي ولسواکۍ ټینګار کوي مالي مرسته وکړي !
همدغه پوښتنه د ټول افغان د چلونکو په اړه هم مطرح کیږي :
که دوی رښتینې مسلمانان وي نو بیا څنګه امکان لري چې د اسلام خدمت په پیسو خرح کړي،که دوی ملتپالونکي وي نو بیا بیا د ملت پالنې له پاره له ملت پالوڅخه ولې پیسې واخلي اوکه دوی ملي ولسواکي غواړي نو بیا له ولسواکانوڅخه ولې د پیسو طمع وکړي؟
اوکه دوی خدای مکړه دا یوهم نه وي،نوبیا دې ددریواړو سترو لارواو ارزښتونو خدمت ته څنګه تن ورکولی شي، اوکه په دروغو تن ورکوي څنګه پرې د هیواد اسلامي ملتپال اوولسواک ځواکونه باور کولی شي چې آن د پیسو مرسته ورسره وکړي؟
نوورونو د یوې کچې پیسې خبره هم په منځ کې نشته، اوالحمد ل الله چې نشته، صرف دوه تنه دي چې د اخلاص په پانګه دا پاڼه چلوي، ستاسو ګڼ شمیر افغان لوستونکواخلاص اود دوه تنو افغان چلونکو اخلاص د ټول افغان د ملي اسلامي اوولسواکې پاڼې يواځینۍ پانګه ده چې تر دې منزله یې په بري لاره وهلی اوتر څوپورې چې د غړو، لیکونکواولوستونکو اخلاصمنه مرسته ورسره وي الله تعالی به ستاسود پاڼې په راتلونکې کې هم ډیرې بریاوې اوویاړنې په برخه کړي آمین !
pattang
01.11.2008
قدرمند وطنمل صېب !
د افغانستان اکسريت روڼ اندي ، خصوصا پښتنانه يې ( هغه نور خو خپله پا چا
يې کوي ) خپل ملت او خپل اولس ته ډېرملامت دي ، پردې اخرو کلنو کې دوی له
اولس نه پېسې وشکولې اولس او خاوره يې دخپلو ګټو لپاره خرڅې کړې او خيانت
يې ورسره وکړ چې دبخشلو وړ ندی ٠
په ملي قيام کې چې اوس داشغالګرو او دشمال د لنډغرو په ضد روان دی ، دوی
حق نلري چې خبرې پکښې وکړي٠
دوی په امريکا او اروپا کې هيڅ وخت دافغانانو د حقوقو دساتلو,غميزې او تورې
بلا اواز پورته نکه ٠ دوی خپل ملک لوټ که اوس دلته او هلته غمبرې وهي٠
پردې نه ارزي کوم شيان چې تا ورته ليکلي دي، دوی نه خپل سر پېژني اونه
خپله لکۍ :
داپورته دې دوی پېژ ندنه که ورته متوجه شي ! اوس اصل مطلب ته :
- وطنمل که هر څوک وي او له هرې کورنۍ څخه وي په خپل کارتلل کيږي ٠
کورنۍ ، سجل او سوانح يې دوی څکوي? ٠
- اسلا م خو يوازې په طالب پورې ندی تړلی دا جاهلان پردې نه پوهيږي چې
وروسته له پيدايښته د هر افغان په غوږکې ازان شوی ، سنت شوی او دجومات
تر څنګه لوی شوی دی٠
- څوک چې پر دې هم نه پوهيږي چې د يوې پاڼې د دومېنې (Domina ) او يوڅو
ساتندويو ګيګا بايټونو (Gigabyte) مياشتنی مصرف به څومره وي ، نو له هغه
/ هغوی سره بحث او سپيناوی ،خوشې يواځې د خپل وخت ضايع کول دي٠
رښتینی
01.11.2008
سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !
دڅو لسیزو جګړو اوباندنیو مداخلو اوداشغالګروځواکونودلاسوهنو
اودهغوی داستخباراتی شبکو افغانان اخیستنی اواستخدامونی دی اوږدی
لړۍ موږته دنوروبی شمیره ستونزو په ترڅ کی دتوهم اوشکونو رنځونه او یو
ډول نوری روحی ناروغۍ هم راپیښی کړی دی اواوس نو هغه دچا په اصطلاح
په هرچا شک او په پاک اوناپاک یوډول تورونه زموږ یوډول کلتور ګرځیدلی دی
اولکه چی وایی په شیدوسوی مستو ته هم پوکل .
موږ شخصا دڅو ملګرو په شخصی لګښت یوډیر محدود او کوچنۍ کار پیل
کړی و او لا یی دمیږی په تګ روان لروخو دملګرو په وینا زموږ کار چی څوک یا
دوی او خبری پری کوی نو داپوښتنه حتما پکه وی چی داد چا له خوا تمویلیږی ؟
لکه پتنګ صیب چی ویلی دی دیوی ویب پاڼی لګښت نن سبا ډیر مامولی دی
اوداسی کمپنی هم شته چی ستاپه ویب کی دیوه لینک په لګولوسره ته کولی شی
په وړیا توګه ویب ترلاسه کړی
خو لکه چی وایی :
لاتحزن اذا اسائوا بک الظن وانت محسن فهو خیر لک
په مینه
ډوکتر څپاند
01.11.2008
ليکنه ړنګه شوه
باتور
01.11.2008
Fared Besada خان ليکلي :
[color=darkred:ee93113023]که چیری "زیر کاسه نيم کاسه"خبره په منځ کی نه یی نو ولې خپل هويت نشئ
څرګندولئ؟؟ [/color:ee93113023]
محترمه ! تاته د چلونکو اصلي نومونه اهميت لري او که د خوار وطن دا سپېره ورځ ؟
تاته د دې پاڼي مالي امدادوال اهميت لري او که د دې پاڼي له خوا وړاندي شوي مضامين ؟
زما او ستا يې په دې څه چي دا پاڼه د چا له خوا او د چا په مرسته د پښتنو لپاره خدمت کوي . . موږ بايد په دې وياړ ولرو او شکر وباسو چي داسي پاڼه لرو . .
په درنښت
ډوکتر څپاند
01.11.2008
ليکنه ړنګه شوه
مېلمه
02.11.2008
فرید بیصدا
صيب، که هر افغان ستاسو په شان په منطق پوهېدای ، بې ځايه نه احساساتي کېدای دا زموږ ګران هېواد به نن دومره برباد نه وای٠
او ستاسو حوصله دستایلو وړ ده
زه پوهېږم چې دا سايټ د چا دی٠ ددې سايټ خاوند ډېر نېک انسان دی او رښتيا هم پښتو ته یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي او کوي يې٠
د نوموړي ګران کمپيوتر پوه نوم شېرزاد کامه وال دی او په جرمني کې اوسيږي٠
که وطنمل صيب باندې ځما دا ليکنه بده لګېدلي وي، زه ورنه بښنه غواړم او ړنګېدو ته يې غاړه ږدم
رښتینی
02.11.2008
ښاغلی باتور صیب اونوروټولو وروڼو ته سلام
محترم باتور صیب دښاغلی ډاکټر بیصدا دکاسی او نیم کاسی خبره
دټوکی په ډول ښکاری ځکه تاسو ددی خبری په پای کی دادووه نښی
وینئ ( :lol: :lol: )
په مینه
stanizy
02.11.2008
كه زه خبر وای چې بيلتون دي ":"مابه جانان له لاس نيولي كرزاونه
وټولوپه پښتو مينو دوستانوته خواږه سلامونه توده ستړيمشي اونيكي هيلي ډاليۍكوم خدای دي وكړي جي اسي ټول لوستونكي روغ ياست اوپه همدي هيله دالاندي سوټكي ليكم:
عربان متل كوي واي چي <اذا تكررالشيء تقرر> كله چي يوشي دير تكرار شي هغه ښه بوخ شي دانو روښانه خبره ده چي ډيرو خپل ليكونه اوبشتو دلته پاخه كره اوداډيره دخوښۍ خبره ده اوموږ هم كوشش كووچي دنورو ليكوالانوپه پله پل كيدواوخپلي بيساره غلتي اصلاح كړواوخپلي درمني اوقدرمني ژبي ته خدمت وكړو
خوددي ترڅنګ دخواشينۍ خبره داده چي دلته ډيرو دوستانو يوله بل څخه ډير ې کرکې ،تعصبونه او تربګينۍ هم زده كري يوبل ته بدرد، شكنزلي اوان دومره ناوړه الفاظ كارول كيږي چي باوروكړي زه يي به لوستلو دومره شرميږم چي خبل زان ته كتلي نه شم اودداسي كړنو په ليدلوسره سړي دومره خواشيني شي جي بيانو له ټول افغان څخه دسړي خوابده شي زكه چي وايي< چی كفر ازكعبه بر خيزد كجاماند مسلماني> چي كله زمادليك اولوست خاوندان دومره ي مزي اوبي خونده وي اوداسي بي پته اوبي عزته توري كاروي نو ګيله به له چا وكې.
كه كوم دوست دبل له راي ،كړني اوعمل سر ه مخالف وي رددي پري وكړي اوښه په درنو الفاظوكي دي رد ياتنقيدوكي كه به كومه ډله يافرد كي كومه غلتي ،ملي خيانت اونور وطن ضد كارونه وموندل شي هغه ته دي دهغه دشان مناسب توري وكارول شي نه داچي ورته مورخور ياهم ښځه ياده شي٠
په پښتنه مينه
ډوکتر څپاند
05.11.2008
ليکنه ړنګه شوه
باتور
06.11.2008
besada خانه !
تا ليکلي :
[color=brown:e8f33f137e]مثالونه يي ډير زيات دي،که څوک يي په ميندلو کی مشکل لري،دمرستې
غوښتنه کولای شي٠[/color:e8f33f137e]
زه يې په ميندلو کي مشکل لرم . . . راوړه يو څو مثالونه چي بحث پې وکړو .
په درنښت
ډوکتر څپاند
06.11.2008
ړنګه شوه
ع کريم حليمي
06.11.2008
ګران او مکرم ډاکتر Fared Besadaصاحب سلامونه او ښې هيلي مي ومنه
او د سدني ټول کاکړانو ته زما سلامونه ورسوه ، کله چه درسره مخامخ
سي ، ګران ډاکتر صاحب د يوې ټوکي اجازه به را کوې
تاسو ليکلي چه
[quote:2d4084b695]که خبره اږده نکړم نودا به هر يوه باسواده افغان ته جوته شوئ وي چه دټول افغان
نشرات په عمومي ډول،دکابل داوسني دولت،دپاکستان،انګليس،امريکې او
او دهغو پورې تړلو اشخاصو،افرادو،ډلو او ګوندونو په ګټه څرخيږي٠ [/quote:2d4084b695]
نو پاته څوک سوه
ښاغلي محمدآصف خواتی په خپله يوه ليکنه کښي ليکلي وه چه :
د۱۳۵۷ کال دجوزا په میاشت کې دحبیبیې لیسې مخکې روان وو چې دنوموړې لیسی مخې ته یو ستر شعار( مرګ برضد انقلاب ، اخوان الشیاطین، ناسیونالست های تنګ نظر وعظمت طلب ، افراطیون راست وچپ ،سلطنت طلبان ،اشرافیت ،فیودالزم او۰۰۰ ) ترسترګو کیده هغه دا شعار ولوست اوپه موسکاسره یې و ویل ښه دا وه چې لیکلی یې وای ( زنده باد خودمه ) یعنی ( زه دې ژوندی وم )
تاسو هم په خپل شعار ټول ياد کړي ، افراد مو ياد کړي او په افرادو کښي
يو فرد تاسو پخپله هم ياست
دژبی ،خلکو او وطن مينه می مجبوری چه
[quote:2d4084b695]دټولو مصروفيتو سره،سره زما په زړه پوری سايټ (دټول افغان )ته په هر ممکن
فرصت کی سر ووهم،تر څو چه پښتو ژبه هيره نکړم او بيا خاصتا د[color=white:2d4084b695]پتنګ[/color:2d4084b695] صيب
ښايسته ليکنو نه لذت يوسم[/quote:2d4084b695]٠
البته ستاسو پر ګټه هم راڅرخېږي که نه ؟؟؟؟
ټول افغان يو سياسي ING نده ، يوه برېښنايي مقدسه پاڼه ده ، اوبس
په درنښت