اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دګران پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم لوي شخصیت ته ځانګړي شوي لويه ویبپاڼه
      و.افغان
      27.10.2008
    
دګران پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم لوي شخصیت ته ځانګړي شوي لويې ویبپاڼې خپل اړین مواد
 پوره کړل، او لیدونکو ته په مختلفو ژبو کې يي ځان سينګار کړ، چې عربي
او انګليسي په کې اهمې ژبې دي.
http://www.rasoulallah.net/
      و.افغان
      28.10.2008
    
له ټولو درنو او ګرانو وروڼو څخه هیله کوم چې دغه پورتنۍ ویبپاڼه خپلو ملګرو
ته ولیږي، او هر ځاي چې وسعه رسیږي، خوره يي کړي.
کیداي شي چې دغه صالح عمل دګناهونو دبخښنې او دخدايي رضامندۍ دحاصلیدو سبب وګرځي.
      Ghairat
      28.10.2008
    
[quote]ویبپاڼې خپل اړین مواد پوره کړل، او لیدونکو ته په مختلفو ژبو کې يي ځان سينګار [/
quot
محترم وهاج  ساپي صاحب  تاسوته  له سلامونوڅخه وروسته  کورودانی وایم چې داسې په زړه پورې خبر مو  خپور کړی،  خودا مونه دي ویلي چې په پښتو یا لږتر لږه 
فارسي  کې هم دغه ویاړلې ویبياڼه جوړه شوې که نه ؟که په پښتونه وي جوړه،څه بایدوکړوچې پښتو بڼه یې  ژر تر ژره جوړه شي؟ ستاسې  تدبیر ،تجویزاومشوره  به په دې برخه کې  څه وي؟
بل ،یوه وړه ګرامري پوښتنه :
ددې ویب پاڼې نوم څنګه  رسولَ الله دی ، د (ل) په فتحه ،  نۀ رسولُ الله ،  ولې؟
په درنښت
      رښتینی
      29.10.2008
    
سلامونه اونیکی هیلی
رښتیا هم چی دا ښه  ویب سایټ دی الله دی چلوونکی بریالی لری 
کاشکی موږ په پښتو کی هم داسی ویب لرلی دلته یوځل دحقمل په
نامه یوه کس داسی یو زیرۍ وکړ خو وروسته دهغه درک هم ورک شو 
او ښاغلی غیرت ته باید دومره ووایم چی په عربی نوم باندی خو نه ضمه
شته او نه فتحه او که تاسو دانګریزی له aنه فتحه  فهمولی وی بیا هم سمه 
ده په عربی کی مفرد یا مرکب الفاظ چی جمله نه وی مفتوح هم راځی او 
مرفوع هم راځی  او دوی یی درفعی په صورت کی دمحذوفی مبتدا یامحذوفی
خبر له پاره خبر یا مبتدا بولی او نصب هم ورکوی چی هغه نصب په 
صفتوالی بنا وی او هلته بیا د یعنی یا اعنی فعل  ورته راباسی 
په مینه
      و.افغان
      30.10.2008
    
[quote="Ghairat"][quote:1fbffd51f1]
بل ،یوه وړه ګرامري پوښتنه :
ددې ویب پاڼې نوم څنګه  رسولَ الله دی ، د (ل) په فتحه ،  نۀ رسولُ الله ،  ولې؟
په درنښت[/quote:1fbffd51f1]
محترم غیرت صاحب
فکر کوم چې ددغو خلکو مطلب به: رسول الله وي (په پيښ د لام سره).
خو څنګه په عربي ژبه کې دلام په زیر، پيښ، زور، حالتونو کی دکلمې بڼه 
نه بدلیږي، نو څه مشکل هم نه رامنځ ته کیږي، 
خو په انګریزۍ ژبه کې که پيښ لپاره u حرف ولیکي، د دلفظ الجلالة دکلمې (الله)
a په u بدلیږي، نو ځکه يي a په خپل حالت پريښی دی.
او ددی امکان هم شته دی لکه څنګه چې حامد صاحب ويلي وي، چې دلته 
یو تقدیري مؤثره کلمه وي، چې دغه ټکې ته يي زور ورکړې، مثلا دغه سايټ
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره دنصرت سایټ دی، نو زور يي په دی تقدیر
ورکړې: 
أنصرْ رسُولَ الله, اګر چې اصل یا قاعده په عربي ژبه کی عدم تقدیر دی.
خو مهمه داده چې دا خلک صحي عقيدوي مسلمانان دي، بریلویان نه دی، 
او که بریلویان  واي نو بیا به مو فورا ویلي وو، چې دلته حرف ندا (یا) 
مقدر دی، او منادی چې کله مضافه وي، نو هر وخت منصوبه وي، 
نو اصل به داسي وي: یا رسولَ الله.
په درنښت.
      محمد احمد حمي
      09.02.2009
    
نيكي هيلي او سلامونه
ساپى صاحب ډير ښه خبر دى ليكلى دى ، لوى څښتن جل جلاله دي وچلوونكو ته نور هم توفيق وركړي ، او په پښتو ژبه كي مو هم له الله جل جلاله څخه داسي پرمختګونه غوښتي دي .